پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یهودو د رژیم ړنګول؛ پوځي هوډ غواړي، خو د اسلامي خاورو حکام یې ځنډوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د یهودو د رژیم ړنګول؛ پوځي هوډ غواړي، خو د اسلامي خاورو حکام یې ځنډوي!

(ژباړه)

د فلسطین مبارکې خاورې په سوېل کې «طوفان الاقصی» عملیاتو وښوده، چې د فلسطین اشغال تر اوسه یو سیاسي تصمیم و، هغه هم د یهودو د رژیم د خوندي کولو له لارې او همداراز د لاسپوڅو رژيمونو تصمیم و، چې د خپلې مزدورې ارادې د ماتولو هڅه یې نه کوله. هو، رژيمونو تل د دغه تصمیم لپاره خیالي توجیه‌ګانې لټولې دي او دا وېره لري چې امت کمزوری او دښمن یې قوي دی؛ سره له دې چې امت کمزوری نه دی او یوازې همدغه رژیمونه او هغه بې‌زړه او سست دښمن کمزوری دی.

د دغه رژیم د بې‌زړه توب لپاره یوازې د شنبې ورځې د پېښې تصویرونه هم بسنه کوي! دا هغو کسانو لپاره یوه استخباراتي او امنیتي ماته وه، چې د نړۍ د یوې تر ټولو غښتلې استخباراتي شبکې په توګه پېژندل کېږي او داسې به ښودل کېده چې یو نه ماتېدونکی پوځ لري؛ خو کله چې مجاهدین ښارګوټي ته ننوتل، داسې یو وضعیت و لکه هلته چې هېڅ پوځ نه وي؛ وسلې یې کڼې او ټانکونه یې بې‌غږه وي او داسې معلومېده لکه دغه رژیم چې له امنیتي، پوځي او رواني اړخه ماتې خوړلې وي. دا یې په ډاګه کړه چې د یهودو رژیم هېڅ اساس نه لري، یوازې ګرمې وسلې لري، چې د ختمېدو په حال کې دي. نتنیاهو شنبه له بایډن څخه د اوسپنیزې ګومبدې مرسته وغښته؛ هغه چې چې همداسې بې ګټې پاتې شوه. جګړې یې یوازې په ټکنالوژۍ او پیسو تقویه کېږي. د جګړې لپاره رښتینې لېوالتیا نه لري؛ عقیده او زړورتیا یې نشته؛ انساني زیانونه ورته د زغم وړ نه دي او روحیه یې مړه شوې ده. ځکه چې دوی د فلسطین اوسېدونکي نه دي. که چېرې د خپلو هېوادونو په پرتله ورته دلته ښایسته ژوند چمتو نه شي؛ هېڅکله به پاتې نه شي؛ ځکه دوی د دنیا د ژوند لپاره تر ټولو ډېر حریص خلک دي. همدارنګه د هرې پېښې پرمهال یې تېښته عادت دی؛ بلکې د لویې جګړې پرمهال د دغه رژیم ګډوډي او نا ارامي به ډېر خلک حیران کړي؛ دغه اوږد غم او د رژیم زوال زغمل خو لرې خبره ده.

خو د امت د ځواکونو په اړه ډېرو خبرو ته اړتیا نشته؛ ښه بېلګه یې د هغو څو سوو یا څو زرو کسانو اقدام و، چې تېره ورځ یې ترسره کړ. که څه هم په ځینو راپورونو کې راغلي، چې د بریدګرو شمېر تقریباً ۲۵۰ مجاهدین وو؛ دوی د وسایلو په جوړولو کې تر خپل توان پورې ابتکار کړی و، په سپېڅلې عقیده او زړورتیا سمبال وو او په دې وتوانېدل چې د دښمن نه ماتېدونکی پوځ حیران کړي او د څو ساعتونو په جریان کې یې د فلج کېدو تر کچې ورسوي. نو که اسلامي امت په ټول توان او زور سره د جګړې ډګر ته داخل شي؛ هغه وخت به څه حالت وي!؟ هغه امت چې د شمېر، پیسو او خلکو له نظره بدیل نه لري او د یهودو رژیم یې له هرې خوا کلابند کړی چې په زړه کې یې د فلسطین مبارکه خاوره ده. په دغه امت کې داسې پوځونه شته، چې یوازې حرکت او مېړانې ته په تمه دي او میلیونونه کسان داسې دي، چې د جذبې حالت لري او ان تر دې هم ډېر په جوش کې دي.

د دغه رژیم ماتېدل کومه نوې خبره نه ده. له مسلمانانو سره د هر ځل مخامخ کېدو په حالت کې دغه ماته تکرارېږي، هغه که هر څومره وړه هم وي. په حقیقت کې اساسي دلیل همدا دی، چې د دغه رژیم پر سستوالي، ړنګېدو او له منځه تګ باندې قضاوت وکړي. د یهودو رژیم د یوې وېشل شوې ډلې حیثیت لري او موږ فکر کوو چې متحد دي؛ په داسې حال کې چې زړونه او غوښتنې یې له یو بل سره په ټکر کې دي.

له بلې خوا په امت کې د شجاعت رامنځته کولو پېښې ډېرې دي؛ ان که کوچنۍ هم وي او یا د یوه اړخ لخوا ترسره شي، خو دغه اتلولۍ د دوی په اعمالو کې ډېرې لویې دي. افغانان له زبرځواکونو سره وجنګېدل او هغوی یې وشړل، د عراق مقاومت د اشغالګرې امریکا پوزه په خاوره وموښله. د قره باغ سیمه تر ۳۰ کلونو ډېره ارمنیانو اشغال کړې وه؛ خو د آذریانو لخوا په څو ساعتونو کې ازاده شوه. مسلمانو اتلانو د ۱۹۷۳م کال په اکتوبر کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په څېر د یهودو پر رژیم داسې ناپامه برید وکړ؛ یهود یې تارومار کړل او دغه پېښې دا څرګندوي چې که چېرې امت جګړه پیل کړي، نو ډېره حیرانوونکې به وي. معیارونه او محاسبې به ګډې وډې کړي، حد او اندازه به تر پښو لاندې کړي؛ پرته له هغه څه چې دسیسه‌جوړوونکو رژيمونو محدود کړي دي. 

ستونزه هېڅکله زموږ یا د دوی په قدرت کې نه ده، بلکې ستونزه د تحریف شوې سنجونې په معیار کې ده. د هغوی قدرت خیالي دی چې لاسپوڅي رژیمونه ورته حریص او لېوال دي او زموږ کمزوري هم هسې یو خیال او دروغ دي، چې لاسپوڅي رژیمونه ورته حریص او لېوال دي. همدارنګه دغه رژیمونه د فلسطین بې‌وسلې وګړي د یهودو له حریص پوځ سره پرتله کوي؛ په داسې حال کې چې امت او د هغه ځواکونه یې په دغو محاسبو کې له پامه غورځولي دي او په پایله کې امت له خپلو قوي وسلو او لویو وسایلو څخه لاس اخیستی دی.

تر ټولو خطرناک شیان چې په اسلامي خاورو کې اوسني رژیمونه له وېرې او ګواښ سره مخ کوي، همدغه پېښې او اتلواله او ټکان ورکوونکي دریځونه دي، چې امت ته انرژي وربښي او د عزت، یووالي او د نږدې ازادۍ هیلې ورکوي. سره له دې چې خلک پوهېږي چې پر وړاندې یې یوازینی خنډ د دوی حکام دي او په پای کې دغو حاکمو رژیمونو په دې پېښو کې د یهودو د رژیم هغه کمزوري او تزلزل ولید، چې تراوسه یې نه و لیدلی. موږ وینو چې دوی هر ځل هڅه کوي، چې دغه پېښې او حالتونه په سیاست پورې وتړي، د دسیسو په واسطه یې احاطه کړي او پایلې یې په چمتو شوو طرحو او نړیوالو پروژو کې په ارزانه توګه وړاندې کړي؛ ترڅو هر بریالیتوب د خپل توان تر کچې پر ماته بدل کړي او د هر بریالیتوب د مخنیوي په لاره کې پوره هڅې وکړي.

له شک پرته چې د سپېڅلې خاورې ازادول ناممکن نه دي، بلکې د الله سبحانه وتعالی په مرسته اسان او نږدې دي؛ خو امت باید د اسلامي مفاهیمو په مرسته د هېوادپالنې مفکوره له منځه یوسي او په خپلو ذهنونو کې باید مرزونه ونړوي، ترڅو پخپله دغه مرزونه او ناوړه افکار د ځمکې له مخ څخه هم ورک شي. امت باید پوه شي چې د ازادۍ وسایل یې همغه قدرتونه او پوځونه دي، چې له څه وخت راهیسې د جګړې له ډګر څخه ګوښه شوي دي. اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې یوې لویې جګړې ته داخل شي، ځکه د دغه رژیم لپاره یوې لویې جګړې ته اړتیا ده. دغه ناوړه رژیم پخپل قدرت سره دوام نه شي کولی، بلکې دوام یې د مزدورو او لاسپوڅو حکامو په مرستو پورې تړلی دی. د یهودو رژیم یو بې‌زړه رژیم دی، چې د هېڅ انساني زیان زغم نه لري او هر انساني زیان یې د دې لامل کېږي، چې دوی او د دوی ملاتړي ګډوډ او وپاشل شي.

نو دا د امت مسولیت دی چې زړه ور او جنګي ځواکونه په غېږ کې ونیسي او له کیڼ او ښي اړخ څخه د خپلو اتلانو مرسته وکړي او د خپلو اولادونو د نویو اتلولیو د پراخوالي لپاره حرکت وکړي. موږ په ځانګړې توګه په امت کې د قوت او قدرت څښتنان یادوو؛ هغه کسان چې د دوی لپاره د ځنځیرونو د ماتېدو وخت را رسېدلی دی، ترڅو الله سبحانه وتعالی له دوی څخه هغه څه وویني، چې غواړي یې او خلک هم همغه ستره ورځ وویني. د یهودو په رژیم کې پر اوسنیو ډارنو سربېره د بې‌زړه حکامو او د لاسپوڅو رژيمونو او د دوی د ولیانو او دوستانو د تېښتې ورځ هم وویني! د لوی نصرت ورځ او په ازاد شوي مسجدالاقصی کې د لمانځه اداکول هم وویني او دا کار د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دي.

﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ[آل عمران: 160]

ژباړه:  که الله له تاسو سره مرسته وکړي (لکه د بدر په جګړه کې یې چې وکړه) هېڅوک به پر تاسو بریالي نه شي او که هغه مو پرېږدي (ستاسو له مرستې څخه لاس واخلي، لکه د احد په جګړه کې) نو ایا څوک به ستاسو مرسته وکړي؟ مومنان دې یوازې پر الله توکل وکړي.

د ۴۶۴ شمېرې له الرایه جریدې څخه اخیستل شوې 

لیکوال: استاد یوسف أبوزر

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې