پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق:۳۷]
بسم الله الرحمن الرحيم
[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق:۳۷]

ژباړه: «له شک پرته په دغو (له عبرت څخه ډکو تجربو او پېښو کې) د هغو کسانو لپاره پند، ذکر (وریادول) دی، څوک چې له (وحې) څخه عبرت اخیستونکی زړه لري او حق په غور سره اوري»

(ژباړه)

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۱۱مه د شنبې په ورځ د عربي او نا عربي هېوادونو شاوخوا ۶۰ مشرانو په ریاض کې سره وکتل او پر غزې یې د یهودو د یرغل په اړه بحث وکړ. یعنې د یهودي یرغل تر پیل څه باندې یوه میاشت وروسته؛ وروسته له هغې چې تر ۱۱ زرو ډیر کسان شهیدان او شاوخوا ۳۰ زره نور ټپیان شول. داسې ښکاري چې دوی لومړی دې ته په تمه وو چې یهود د غزې پر خلکو تر خپله وسه جنایتونه وکړي! د دغو حکامو لویې برخې تقریبا ټولې رسنۍ په ځان ډکې کړې! دوی په غزه کې د یهودو د جنایتونو په اړه خبرې وکړې. ځینو یې وویل: د دغې شخړې حللاره د دوو- دولتونو حلاره ده ... غزه باید ژر له محاصرې خلاصه شي ... موږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړو چې زموږ د خلکو پر وړاندې د جګړې په درولو کې خپل مسولیت ادا کړي ... موږ غواړو چې غزې ته لارې پرانیستل شي چې خلکو ته بشردوستانه مرستې ورسوو ... اسرایل ټولو ته سزا ورکوي ... په غزه کې وضعیت ناورین او ټکان ورکوونکی دی ... د روغتونونو، ښوونځیو او نورو بنسټونو بمبارول جرم دی ... موږ بیړنی اوربند غواړو ... اسرایل د ملکیانو د حقونو د پایمال مسول دی ... صهیونیستي ادارې نړیوال قوانین نقض کړي او منع کړای شوې وسلې یې کارولې ... امریکا د وسلو مرسته ورسره کوي ... یوه خو یې د غزې مقاومت ته سلامي وکړه او داسې نور. دا ټولې خبرې بې معنی دي؛ نه د غزې ملاتړ کوي او نه د غزي پر خلکو د یرغل مخه نیسي! ښه بېلګه یې دا ده چې د غزې مقاومت ته سلامي کوي خو له لرې یې یوازې ننداره کوي! دوی چې کرار ناست دي؛ له چا غواړي چې د غزې محاصره ختمه شي!؟ له چا غواړي چې پر غزې بریدونه ودرېږي!؟ له چا د لارو پرانیستل غواړي!؟

بیا چې ټولو خپلې پر پاڼو لیکلې خبرې ختمې کړې؛ نو خپله ګډه اعلامیه یې خپره کړه. دا اعلامیه د کنفرانس په پیل کې د دوی د خبرو انعکاس و؛ د یرغل غندل ... دا تشریح کول چې د نړیوالو قوانینو نقض روان دی ... د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه چې یوه قاطع پرېکړه وکړي چې دا یرغل پای ته ورسوي او دا اشغالګره اداره چې نړیوال قوانین، نړیوال بشردوستانه قوانین او د نړیوال مشروعیت پرېکړه‌لیکونه نقض کوي، مهار کړي. په دغې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې « د غزې محاصره دې ختمه شي څو د عربي، اسلامي او نړیوالو بشري مرستو کاروانونه غزې ته ننوځي». دغه راز دا موارد پکې وو: د یو شمېر بهرنیو چارو وزیرانو ټاکل چې په غزه کې د جګړې درولو لپاره بیړني نړیوال اقدامات وکړي؛ د غزې تړانګې له شمال او سویل څخه د شاوخوا یو نیم ملیون کسانو د بې ځایه کېدو غندل؛ د اشغالګرو ځواکونو له لوري د فلسطین پر ښارونو او کمپونو د پیل شوو عملیاتوغندل؛ په القدس کې د مسلمانانو او مسیحیانو پر سپیڅلو ځایونو د اسرایلو د بریدونوغندل؛ سولې ته د یوه سټراټيژیک انتخاب په توګه پر پابندۍ بیا ټینګار؛ یو داسې هر اړخیز حل چې د غزې او لوېدیځې غاړې یووالی تضمین کړي؛ د ۱۹۵۷ کال د جون ۴مې پرېکړې پشان یو خپلواک فلسطیني دولت چې ختیځ قدس (بیت المقدس) یې پلازمېنه وي.

دا وه د دوی ناسته، ویناوې، د ځنډ پایله او اعلامیه ... دې کار په غزه کې د یهودو لخوا د ماشومانو، ښځو او مشرانو پر وړاندې په جنایتونو کې هېڅ توپیر را نه وست او نه یې د روغتونونو، جوماتونو، کورونو، ډبرو او ونو په له منځه وړلو کې څه بدل کړل! د یهودو جنایتونه یوازې تر دې نه خلاصه کېږي؛ پر غزه یې برېښنا او سونګ توکي بند کړي؛ اجازه نه وکروي چې درمل روغتونونو ته ورسېږي او د ټپیانو درملنه وشي او دا د لا ډېرې مړینې سبب کېږي. جسدونه د روغتونونه پر غولي پراته دي؛ کورنۍ یې ان خښولی نه شي. د اسلامي هېوادونو مشران دا ویني او ګوري!

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

دغه حکام ولې دا نه درک کوي چې د دښمن پوځي یرغل پوځي ځواب ته اړتیا لري او باید د مسلمانانو پوځونه یې پر وړاندې ودرېږي؟

 [فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ] [انفال: ۵۷]

ژباړه: «نو که له داسې خلکو سره په جنګ کې مخ شوې، نو داسې سزا (جدي چلند) ورکړه چې تر شا ولاړ کسان یې ووېرېږي او خواره شي، کېدی شي په دې ډول هغوی پند واخلي»

دوی ولې دا نه درک کوي چې که د دغه ذلیل دښمن پر وړاندې څوک ونه درېږي، خپل وحشت ته دوام ورکوي؟ ولې!؟ ایا د دښمن دفع کول به تشو خبرو کېږي او که د هغوی پر وړاندې د لښکر په بسیج کولو؟ ایا دوی د القوي العزیز رب دا قول نه دی اورېدلی:

[قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ] [توبه: ۱۴]

ژباړه: «اې مومنانو، له هغوی سره وجنګېږئ، ترڅو الله سبحاه وتعالی ستاسو په لاسونو دوی ته عذاب ورکړي، رسوا یې کړي، تاسو پرې برلاسي کړي او د مومنانو زړونه پرې یخ کړي»

دوی څنګه نه پوهېږي چې فلسطین د الاقصی جومات ځمکه ده او الله سبحانه و تعالی یې له امله دا ټوله ځمکه مبارکه ګرځولې؟

[سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ] [اسرأ:۱]

ژباړه: هغه ذات (له هر ډول عیب او نقصان) څخه پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده (محمد) صلی الله علیه وسلم له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پورې يووړ (هغه مسجدچې) د هغه شاوخوا سيمه مو برکتي کړې ده.

ایا د دوو-دولتونو حللاره چې دغه حکام بلنه ورته کوي؛ له الله، پیغمبر او مومنانو سره خیانت نه دی؟ ایا اسلامي ځمکه دا مني چې د خپلو څښتنانو او دښمنانو ترمنځ وویشل شي؟ ایا یوه ډله اسلامي هیوادونه چې تر فلسطین چاپیر دي، دومره پوځي وړتیا نه لري چې د دغه وحشي مخه ونیسي چې فلسطین یې اشغال کړی او د فسلطین خلک یې ترې ایستلي؟ ایا مسلمان پوځونه دومره وړتیا نه لري چې د دغه وحشي دښمن جرړې وباسي؛ فلسطین بيرته ټول ازاد کړي او یو ځل بیا یې د پخوا پشان ځلانده دار الاسلام کړي؟ ایا هغه اشالګر چې اسلامي ځمکې یې اشغال کړې او خلک یې ترې ایستلي؛ د دې وړ نه دی چې مسلمان پوځونه یې پر وړاندې وجنګېږي، اشغال یې ختم کړي او ویې شړي؟

[وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ] [بقره:۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر چېرې مخ شوئ وجنګېږئ او له هغه ځای څخه یې وباسې چې تاسو یې ترې ایستلي یاست.

دوی څنګه نه پوهېږي چې دا یو ستر مکلفیت دی. ښه پوهېږي؛ خو بدبختي یې پرې غالبه ده. دوی د کفري ااشغالګرو، په ځانګړي ډول امریکا تر امر لاندې دي. د کفري اشغالګرو خبرې تکراروي او د هغوی پر پله پل ږدي؛ د دې لپاره چې خپله څوکۍ وساتي، د خپلو بادارانو اوامر نه ردوي.

[قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون]

ژباړه: الله دې دوی ووژني دوی څه ډول د الله له حق څخه انحراف کوي (وحې مخ اړوي.) [منافقون:۴]

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

د دغه امت فاجعه د دوی حکام دي. دغه حکام د شهیدانو جسدونه په سترګو ویني، د ماشومانو چغې اوري او ګوري چې خلک یې له ماشومانو او ښځو سره په زړه ماتوونکې صحنه کې له خپلو کورونو بېځایه کېږي. دوی هر څه ویني او اوري؛ خو د معتصم غیرت نه لري! دا په داسې حال کې ده چې دوی یهودي اداره له هرې خوا محاصره کړې؛ خو بیا هم د فلسطین د ازادولو او د هغه ځای د مظلومو خلکو د مرستې لپاره پوځونه نه بسیج کوي ... دوی له ذلت سره عادت کړی؛ لکه مړي داسې دي، چې درد نه حس کوي!

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

ایا پر الله او د هغه پر پیغمبر باور نه لرئ؟ ایا د تر ټولو غوره امت بچیان نه یئ؟ ایا د هغو فاتحو مجاهدینو بچیان نه یئ چې په ټوله نړۍ کې یې د اسلام نور خور کړ؟ ولې خپل بچیان جګړې ته نه شئ ور استولی؟ ځکه د خدای په خوښه دوی دا وړتیا لري چې حقیقت ته ورسېږي او په مبارکه خاوره کې خپلو وروڼو ته نصرت ورکړي.

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال:۷۲]

ژباړه: که چېرې دوی له تاسو څخه د دین په چارو کې مرسته (نصرت) وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.

اې سرتېرو! مخ پر وړاندې لاړ شئ، په غزه کې د خپلو هغو وروڼو ملاتړ وکړئ چې د یهودو پر وړاندې جنګېږي؛ یهودو مو مبارکه ځمکه غصب کړې. اې سرتېرو! مخ پر وړاندې لاړ شئ، د هغه ذلیل دښمن پر وړاندې وجنګېږئ چې خدای غضب پرې کړی. اې سرتېرو! مخ پر وړاندې لاړ شئ، فلسطین په بشپړ ډول بیرته د اسلام او مسلمانانو لاسته راوړئ. اې سرتېرو، مخ پر وړاندې لاړ شئ، د الله د نصرت او نیږدې فتحې پر لور ورشئ او مومنانو ته زېری ورکړئ.

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو!

[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق:۳۷]

ژباړه: «له شک پرته په دغو (له عبرت څخه ډکو تجربو او پېښو کې) د هغو کسانو لپاره پند، ذکر (وریادول) دی، څوک چې له (وحې) څخه عبرت اخیستونکی زړه لري او حق په غور سره اوري»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې