شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امت پوځونه؛ پوښ کړې تورې او مقصود ډالونه!
بسم الله الرحمن الرحيم
د امت پوځونه؛ پوښ کړې تورې او مقصود ډالونه!

 (ژباړه)

هر باانصافه انسان که وغواړي او یا ونه غواړي، په دې باوري دی چې د تاریخ په اوږدو کې پوځونو د هر امت برخلیک ټاکلی او په هره سیاسي او تمدني شخړه کې وروستۍ خبره دوی کړې ده. یو دولت خپل کورنی او بهرنی سیاست د خپل پوځ د قدرت پر اساس ټاکي او په حقیقت کې یوازې پوځ د یوه دولت مقام او  موقف د نورو دولتونو تر منځ ټاکلی شي. د امریکا تصمیمونه، اړیکې، د جګړې او سولې اعلان، د ډالر د ارزښت ټاکل او داسې نور ټول په نظامي ځواک تکیه دي او د امریکا نظامي ځواک دغه هېواد په نړۍ کې په لومړي سیاسي قدرت بدل کړی دی.

په دې کې شک نشته چې د هر امت اصل او اساس د هغه فکري ثروت دی؛ خو دغه فکري ثروت هغه مهال اغېز کوي چې له ځان سره د نظامي ځواک ملاتړ ولري. همدارنګه که چېرې استعمار غواړي چې پر یوه هېواد برید وکړي، نو موږ وینو چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د نظامي ځواک د باور د ترلاسه کولو هڅې کوي او ان له اشغال وروسته د خپل امنیت د ساتلو لپاره پر هغه تکیه کوي او د همغه هېواد له اولادونو څخه د ځان لپاره یوه امنیتي مرجع جوړوي او یا له سیمه‌ییزو نظامي ځواکونو سره د امنیتي همغږۍ غوښتنه کوي. هر څوک چې عربي کودتاوې تعقیب کړي، دا پکې موندلی شي چې د هغو کودتاوو برخلیک د پوځ تصمیمونو ټاکلی دی او د هغو پایله یې بدله کړې ده.

پر همدغه اساس هر هغه تمدني او سیاسي پروژه چې مسوولین یې په خپل پلان کې د نظامي قدرت د ترلاسه کولو لپاره طرحه ونه لري؛ دا پروژه بې اساسه او ناکامه ده. له همدې امله هر هغه پروژه چې پوځ یې تبني کړي، هغه عملي کېږي؛ نو ځکه د دعوتګرو او سیاستوالو په ذهنیت کې د پوځونو ارزښت ته ځای نه ورکول، په حقیقت کې د قدرت له یوې لویې سرچینې څخه لاس اخیستل دي.

له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم به د قبیلو تر منځ د قدرت په سرچینو پسې ګرځېده او د هغوی د باور جلبولو لپاره به یې سختې هڅې کولې؛ که داسې نه وی نو د هغه صلی الله علیه وسلم دغه دعا په څه معنا ده: «اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإسلَامَ بِأَحَبَّ الرَّجُلَینِ إِلَیکَ»؛ اې ربه! اسلام ته په دغو دوو کسانو کې په یوه سره چې ستا خوښ وي، قوت ورکړه»؟ عمر رضی الله عنه له قدرت او قوت پرته بل څه صفت درلود، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته هیله‌من و؟ ان په  (عَبَسَ وَ تَوَلَی) کې د الله سبحانه وتعالی لخوا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر وشو، چې د قریشو مشران دې راوبولي او هغه صلی الله علیه وسلم به دوی ته د قناعت ورکولو لپاره هڅې کولې.

موږ نه پوهېږو چې نن ورځ اسلامي علماء له دغه واقعیت څخه ولې ناخبره دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ۱۶ ډېرې قبیلې ولیدلې او له هغوی څخه یې د خپل دغه رسالت: «پر ما ایمان راوړئ... له ما څخه ملاتړ وکړئ... او زما نصرت وکړئ» لپاره د قدرت او ځواک غوښتنه کوله، تر دې چې د دغه مکلفیت لپاره شرعي اصطلاح "طلب النصرة" وکارول شوه او یارانو یې چې لویې درجې یې ترلاسه کړې، انصار ونومول شول؛ ان ویلی شو چې د مدینې منورې دولت د انصارو رضی الله عنهم لخوا د یوه نظامي تصمیم په مرسته تاسیس شو.

پوځونه باید خپل اهمیت او مکلفیت ته راوبلل شي، په دې برخه کې د مشهورو دعوتګرو نه پاملرنه د دې لامل شوې، چې حکام دې د امت پوځونه پر خپلو امنیتي موسسو او بنسټونو بدل کړي. یا په بل عبارت، موږ د پوځونو دعوت پرېښی دی او په دې سره مو هغوی حکامو ته سپارلي دي!

دعوتګرو نه یوازې دا چې د امت اولادونه یې په پوځونو کې پرېښي دي، بلکې هغوی یې په مرتد کېدو او خیانت تورن کړي او خپل دښمنان یې بللي دي! له همدې امله دعوتګران په خپل دعوت کې د قدرت د سرچینو د جذب لپاره په بېلابېلو ګمراه کوونکو لارو کې سرګردانه دي؛ ځینو یې د سیمې قدرتونو ته د وسلو او ملاتړ په موخه د سوال لاس اوږد کړی، مګر مشروطې وسلې یې ترلاسه کړې، چې دوی یې د همغو قدرتونو تابع کړي دي او پایله نوره هم د ګمراهۍ خواته تللې ده. ځینې یې د خپلو ګټو د خوندي کولو او د تدریجي اسلام د تطبیق لپاره د حکامو غېږو ته لوېدلي دي او له هغوی څخه یې په سیاسي برخه کې د یو ځایوالي غوښتنه کړې ده؛ چې په پایله کې یې نه شریعت پلی شوی او نه یې ګټې خوندي شوې دي، بلکې په حاکم نظم کې ور ګډ شوي او د هغه ناوړه څېره یې له خلکو څخه نوره هم پټه کړې ده! همدارنګه له دوی څخه ځینې ډلې په وسله‌والو شخړو کې ښکېل شوې، چې خپلو خاورو ته یې له ورانیو او ویجاړیو پرته بل څه نه دي ورکړي.

کوم حقیقت چې ډېری کسان پرې ناخبره دي، هغه دا دی چې د امت لښکریان او پوځونه هم د مسلمانانو اولادونه دي، د هغوی په منځ کې هم خاین او هم منافق شته دی، متقي او مخلص کسان هم پکې شته دي، موږ چې پر کوم شي دردېږو، دوی هم پرې دردېږي او پر کوم شي چې خوشحالېږو، دوی هم خوشحالېږي؛ د بېلګې په توګه که د مصر په پوځ کې د انور سادات په څېر کس هم شته، خو د خالد اسلامبولي په نامه کس هم شته دی، چې سادات یې وواژه او د ترکیې په پوځ کې د التین تاش په نامه کس هم و، چې د روسیې سفیر یې ترور کړ او لاتراوسه په هر ناورین کې د دغه ډول بېلګو شاهدان یو ...

لښکریان او پوځونه د امت ملکیت دی، نه د حکامو او غرب. امت د هغوی د ملاتړ یوازینۍ تلپاتې سرچینه ده او امت د پوځونو مور او پلار دي. له همدې امله موږ لومړني کسان یو چې له هغوی څخه باید ګټه واخلو، ځان ته یې را جلب کړو او باور یې تر لاسه کړو.

حکامو درک کړې چې د پوځونو د محوري نقش خطر څومره دی؛ له همدې امله د هغوی او دعوت تر منځ خنډ ګرځېدلي دي، ان د نظامي ځواکونو د ګمراه کولو او د امت پر ضد د هغوی د درولو په برخه کې ډېرې هڅې کوي.

اوس د دې وخت را رسېدلی، چې زموږ دعوتګران باید د نظامي ځواکونو اهمیت او نقش درک کړي، چې زموږ امت یې په واک کې دی او د سیمې په کچه تر ټولو ستر او غوره ځواکونه ګڼل کېږي...! همدارنګه د دې وخت را رسېدلی، چې خپل اولادونه بېرته ترلاسه کړو او له هغوی سره په قهر نه، بلکې په مهربانۍ سره چلند وکړو او خپل مخاطب یې کړو.

همدرانګه د فلسطین مبارکه خاوره یوه اشغال شوې او برمته شوې خاوره ده، پر همدغه اساس د جهاد خاوره ګڼل کېږي. د هغې پر وړاندې زموږ مکلفیت دا دی، چې ازاده یې کړو او بېرته یې د اسلام غېږې ته را وګرځوو. دا هغه جهاد دی چې خاورې ازادوي او تېري کوونکي له منځه وړي، نه هغه جهاد چې د پاشل شوي مقاومت په واسطه په مختلفو ځایونو کې پیل شوی دی؛ ان که چېرې دغه مقاومت له ځان څخه دفاع وکړي، له دښمن سره مبارزه وکړي او هغه زخمي کړي، بیا هم د هغه جهاد بدیل نشي کېدای چې اشغال له منځه وړي او عدالت رامنځته کوي. همدارنګه دغه جهاد باید د امت له اولادونو څخه مخلصه رهبري ولري، سپېڅلی بیرغ او نبوي منهج ولري، ترڅو د الله سبحانه وتعالی او د پرښتو د نصرت مستحق شي. یوازې په همدې طریقه فلسطین د حضرت عمر رضی الله عنه لخوا فتحه، د صلاح الدین ایوبي په توره ازاد او د عبدالحمید لخوا وساتل شو؛ الله سبحانه وتعالی دې له دوی څخه راضي شي.

اوسمهال جهاد، بیرغ او رهبري داسې شوي دي، چې ټول مسلمان ماشومان یې پېژني او د طاغوتي حکامو په شتون کې به بېرته رامنځته نه شي؛ هغه حکام چې خاورې یې د غربي ګټو په مقابل کې ګرو کړې دي، د امت او د هغه د نهضت تر منځ یې واټن رامنځته کړی دی او د الهي حاکمیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي. په همدغه دلیل د امت د ځواک او قدرت د بېرته راګرځولو یوازینۍ لاره دا ده، چې په عام او خاص ډول اسلامي لښکریان او پوځونه باید په اغېزناکه او ګټوره توګه مخاطب کړل شي، ترڅو د حکامو له منګولو څخه وژغورل شي، د خپل امت ګرمې غېږې ته بېرته راوګرځي او یوه داسي قوي نقشه رسم شي، ترڅو د قدرت له هغو څښتنانو سره چې د نصرت ورکولو تږي دي، د مخلصانه دعوت طرحه همغږې کړي. دا همغږي باید د اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شي، د ظلم دوران ختم کړي او په راشده خلافت یې بدل کړي، ترڅو ځمکه پاکه او نفسونه او مالونه خوندي کړي.

 نن ورځ ټول حزبونه، علماء او موسسې ... باید د اسلام عامه افکارو ته مخه کړي او مسلمان افسران باید خپل هدف وګرځوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل هدف ګرځولي وو او د هغوی په واسطه لومړنی اسلامي دولت تاسیس شو. حکام له دغو عامه افکارو څخه وېره لري او شپه و ورځ د هغو د منحرف کولو او له منځه وړلو لپاره هڅې کوي. دغه عامه افکار د یو ځواک په توګه زموږ په لاس کې دي او ظالمان پرې مسلط کېدلی نشي؛ یعنې کله چې وضعیت د موسی علیه السلام په ګټه بدل شو، نو فرعون ونشو کړلی چې د عامه افکارو پر وړاندې ودرېږي.

اې د قدرت څښتنانو! الله سبحانه وتعالی تاسو ته داسې خطاب کړی دی:

‏‏﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ...﴾ [توبه: 14]

ژباړه: له هغو کافرانو سره وجنګېږئ، ترڅو الله ستاسو په لاس دوی ته عذاب ورکړي.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دعا کړې ده:

«اللَّهُمَّ ارحَم الأنصَار»

ژباړه: اې ربه! پر انصارو رحم وکړه.

اې لښکریانو او اې پوځونو! تاسو د حکامو اولادونه نه یئ، چې ستاسو په واسطه دې له دښمنانو څخه ساتنه وکړي، بلکې تاسو د خپل دغه لوی امت اولادونه یئ، چې په پای کې د خیر ژمنه ورسره شوې ده. زموږ امت نن ورځ له سختو ناورینونو سره لاس و ګرېوان دی؛ نو په یاد ولرئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناورینونو پرمهال د قدرت څښتنانو ته داسې اواز کړی دی: «اللَّهُمَّ أَعِزَّ الإسلَامَ بِأَحَبَّ الرَّجُلَینِ إِلَیکَ؛ اې ربه! اسلام ته پر دغو دوو کسانو کې په یوه سره، چې ستا خوښ وي، قوت ورکړه!» لکه اوسمهال چې په دغو مصیبتونو کې داسې اواز وکړي: اې ربه! اسلام ته د هغو لښکریانو او پوځونو په مرسته نصرت ورکړه، چې ستا خوښ وي!

نو تاسو دغه لوی عزت او ویاړ ته رابولو او له تاسو څخه غواړو چې په دواړو جهانونو کې بریالي وئ؛ نو څوک شته چې قبول یې کړي؟

د جریدة الرایه له ۴۷۰ ګڼې څخه اخیستل شوی 

لیکوال: الشیخ أحمد الصوفی (أبو نزار الشامی) – ولایه لبنان

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې