شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حق بیان؛ تر ټولو ستر جهاد
بسم الله الرحمن الرحيم
د حق بیان؛ تر ټولو ستر جهاد

(ژباړه)

ابي سعید خدري رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې ویې فرمایل:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم  پاچاه پر وړاندې حق خبره کول دي. (دغه حدیث ابو داود او ترمذي روایت کړی او وایي چې حسن حدیث دی.)

د حق بیانول خپلې پایلې لري چې یوازې د الله سبحانه وتعالی مخلص بنده‌ګان یې زغملی شي؛ یعنې هغه کسان چې شریعت ته ژمن وي او د هغه سبحانه وتعالی د رضایت لپاره د اسلامي بیرغ د رپولو هڅې کوي. دغه حق د قدرت څښتنانو له هوا و هوس سره په ټکر کې دی او د هغوی ګټې ګواښي. له همدې امله د حق او هغو کسانو پر وړاندې چې حق ته دعوت کوي؛ جګړه اعلانوي او په تحریف، درواغو، تور لګولو، ارعاب، بندي کولو، ډارولو او وژلو سره هڅه کوي، چې د خلکو په منځ کې د هغوی د راپورته کېدو مخه ونیسي، ترڅو د هغو دعوتګرو غږونه چوپ کړي چې خیر ته دعوت کوي. خو پر دې ټولو سربېره بیا هم دغه مخلصین له کومې وېرې پرته حق بیانوي، مسلمانانو ته نصحیت کوي او د حق له ویلو، حق ته له دعوت کولو او د خپل ژوند د تګلارې په توګه د حق له ټاکلو څخه هېڅ لاس نه اخلي. د مسولیت احساس، صداقت او خلکو ته په مینه د خیر رسول د دې لامل کېږي، چې په دې برخه کې دوی ته انګېزه ورکړي. 

 هغه مسلمان چې له الله سبحانه وتعالی سره محبت لري؛ د خپل دین لپاره باید غیرت ولري، د دین د تخریب مخه ونیسي او د دغه محبت په پایله کې هغه غواړي، چې ټول مخلوقات دې یوازې د الله سبحانه وتعالی بنده‌ګان او اطاعت‌کوونکي شي؛ د هغه سبحانه وتعالی له امر څخه باید سرغړونه او له حدودو څخه یې تېری ونه کړي؛ لکه څنګه چې ځینو ویلي دي: غوره ګڼم چې د وجود غوښې مې پرې شي، خو چې څوک د الله سبحانه وتعالی له امر څخه سرغړونه ونه کړي. 

له ابوعبدالله خباب بن ارت رضی الله عنه څخه روایت دی، چې وایي: په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې په سیوري کې خپل څادر ته تکیه کړې وه؛ (د مکې د مشرکانو له لاسه) مې شکایت ورته وکړ او ومې ویل: ایا زموږ لپاره د بریالیتوب غوښتنه نه کوې؟ ایا زموږ لپاره الله ته دعا نه کوې؟ ویې فرمایل:

«قَدْ كَانَ مَنْ قَبْلَكُمْ يُؤْخَذُ الرَّجُلُ فَيُحْفَرُ لَهُ فِي الْأَرْضِ فَيُجْعَلُ فِيهَا، فَيُجَاءُ بِالْمِنْشَارِ فَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُجْعَلُ نِصْفَيْنِ، وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ لَحْمِهِ وَعَظْمِهِ، فَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ. وَاللهِ لَيَتِمَّنَّ هَذَا الْأَمْرُ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ لَا يَخَافُ إِلَّا اللهَ، وَالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَسْتَعْجِلُونَ»

ژباړه: په تېرو امتونو کې د هغه کس لپاره (چې ایمان به یې راوړی و) په ځمکه کې ځای کېندل کېده او بیا به یې هلته ودراوه؛ وروسته به یې اره راوړه او پر سر به یې ورکېښوده، پر منځ به یې دوې ټوټې کړ. اوسپنیز شاخونه به یې په بدن کې ننوتل، تر دې چې هډوکو او عصابو ته به ورسېدل؛ خو دغو ټولو شکنجو بیا هم دوی له خپل دین څخه نشوای ګرځولی. په الله قسم چې الله (سبحانه وتعالی) به دغه دین بشپړوي، تر دې چې د سورلۍ څښتن (مسافر) به له صنعاء څخه تر حضرموت پورې ځي او پرته له الله (سبحانه وتعالی) او د پسونو په خاطر پرته له لېوه څخه، نور به له هېڅ شي څخه نه وېرېږي؛ تاسو ډېره بېړه کوئ.

د هر مسلمان زړه باید په دې باوري وي، چې د الله سبحانه وتعالی نصرت او ملاتړ به هرو مرو راځي. هر مسلمان باید یوازې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي او له هغه سبحانه وتعالی پرته باید له هېچا څخه ونه وېرېږي. هر مسلمان باید د حق اواز پورته کړي او په لوړ غږ د جنایتکار طاغوت پر وړاندې ودرېږي! هر مسلمان باید د دغه فاسد پانګوال نظام له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي، چې د خلکو پر زړونو یې پرده خوره کړې او باید داسې قوي او ثابت قدمه وي، چې د دغه مسیر ځور او کړاوونه ورته زیان ونه‌شي رسولی؛ ځکه ابتلاء یوازې د الله تعالی له لوري ده، چې د هغې په واسطه یې زړه پاکوي، ترڅو د خپلو هغو بنده‌ګانو په ډله کې یې راولي چې له خپل دین څخه په دفاع کې یې د ځور او کړاوونو پر وړاندې صبر کړی؛ د هغه سبحانه وتعالی د بیرغ رپولو او کلمې لوړولو لپاره یې هڅې کړې او په دې لاره کې یې هېڅ بدلون او کوږوالی نه دی منلی. هر مسلمان باید صبر وکړي او د نصرت لپاره بېړه ونه کړي؛ ځکه نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی. هر مسلمان باید ډاډه وي، چې د کار عاقبت او پایله د مومنانو لپاره ده.

﴿تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوّاً فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَاداً وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾ [قصص: 83]

ژباړه: د اخرت سرای (دار) به یوازې هغو کسانو ته ورکړو، چې په ځمکه کې نه خپله لویي غواړي او نه فساد کوي؛ نېک عاقبت یوازې د متقینو لپاره دی.

د مسلمان لپاره اصل دا دی چې خیر او نیکي، لکه څنګه چې د ځان لپاره خوښوي، د نورو لپاره هم خوښه کړي. له همدې امله دا د هر مسلمان دنده ده چې دین حمل او پلی کړي؛ د هغه تر سیوري لاندې ژوند وکړي او ټول بشر ته یې په فکري هڅه او سیاسي مبارزه د دعوت او جهاد له لارې ورسوي؛ ترڅو هغوی له هدایت او صلاح څخه برخمن شي؛ د کفر او جهل له تیارو یې د اسلام نور ته را وباسي او په دنیا او اخرت کې نېکمرغه شي.

د الرایه مجلې له ۴۶۰مې ګڼې

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې