سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غزې جګړه؛ تر افغانستان، عراق، سوریې او سومالیا وروسته د امریکا بله جګړه!
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې جګړه؛ تر افغانستان، عراق، سوریې او سومالیا وروسته د امریکا بله جګړه!

 (ژباړه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکېن د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۲۹مه خبر ورکړ، چې د یهودو رژیم ته یې د ۱۴۷.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت جنګي وسلې او تجهیزات لېږلي دي. نوموړي ویلي: «بېړني وضعیت ته په کتو باید پر اسراییلو پلور چټک شي ... او بل دا چې اسراییل به له دغو وسلو څخه د خپل دفاعي سیستم د غښتلي کولو او د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې د ځواب لپاره ګټه واخلي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: «متحده ایالت ژمن دي چې د اسراییلو امنیت خوندي کړي او د امریکا د ملي ګټو لپاره له اسراییلو سره مرسته او همکاري یوه مهمه چاره ده، ترڅو له ځان څخه دفاع وکړي او خپل قدرت خوندي کړي او دغه وړاندیز شوې معامله له دغو هدفونو سره سمون لري.»

د امریکا د اقداماتو زاویه تر ۱۹۹۱م کال؛ یعنې د شوروي او کمونېزم تر نسکورېدو وړاندې، له شوروي سره جګړه وه او تر ۱۹۷۹م کال وړاندې له چین سره جګړه وه، چې وروسته یې په بهر کې له خپل کمونیستي سیاست څخه لاس واخیست. له همدې امله امریکا په بشپړه توګه د کوریا په جګړه او د ویتنام او لاووس په جګړه کې مداخله وکړه، د ناټو تړون او په ډېری سیمو کې یې نظامي اډې جوړې کړې، غربي نړۍ یې په دې جګړه کې رهبري کړه او تر څنګ یې پر اسلامي نړۍ حاکم نظامونه هم د ځان تابع کړل. په ټوله نړۍ کې یې یوازینۍ دښمن کمونېزم او کمونېستان وو.  

په ۱۹۹۲م کال د نړۍ په امنیتي کنفرانس کې چې د المان په مونیخ کې جوړ شو؛ د امریکا د پخواني دفاع وزیر (۱۹۹۰-۱۹۹۴) او د ولسمشرۍ ریاست ځایناستي (۲۰۰۰- ۲۰۰۸) ډیک چیني وویل چې امریکا د غرب په تایید او پراخ ملاتړ او د دوو شرقي قطبونو (چین او روسیې) په تایید، په رسمي ډول اسلام خپل دښمن تعریف کړ؛ له هغه وخت راهیسې د امریکا د جنګي اقداماتو زاویه د اسلام او مسلمانانو په لوري شوه. خو د ساده او سطحي فکره خلکو د منحرفولو او په اسلامي خاورو کې له خپلو پیروانو څخه د اصلي مطلب د پټولو لپاره یې داسې ښودله، چې زموږ او ستاسو دښمن سیاسي اسلام او سخت‌دریځي مسلمانان دي. هغوی یې د اصولینو په نامه یاد کړل او وروسته یې ترهګر وبلل. دغو سېکولرانو په خطرناک فرېب سره مسلمانان په دوو ډلو ووېشل، چې یوې ته یې منځلاري یعنې متحدین او بلې ته یې سختدریځي یعنې دښمنان وویل. پر همدغه اساس امریکا د القاعدې او د ترهګرۍ او سخت‌دریځو پر وړاندې مبارزه چې په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه وه، پیل کړه او دا یې یوه صلیبي جګړه وبلله. امریکا په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان، په ۲۰۰۳م کال پر عراق او له هغه وړاندې په ۱۹۹۲م کال پر سومالیا یرغل وکړ او له ۲۰۰۶م کال راهیسې پر خپل دغه مسیر راونه ده. 

د ناټو هدف چې یوازې تر شوري اتحاد او کمونېزم پورې محدود و، له دې وروسته پراخ شو او په جنګي اقداماتو کې یې اسلامي خاورې او اسلام هم داخل کړل. امریکا په هره سیمه کې د مسلمانانو وژل او ځورول پیل کړل او خپل ځواکونه یې سوریې ته ولېږل. هلته یې روسیه، ایران، ترکیه، سعودي او لبنانی حزب او داسې نور وګومارل، چې هر یو د امت د انقلاب په له منځه وړلو او د اسلام او خلافت د بیا راتګ په مخنیوي سره د ترهګرۍ او سخت‌دریځو پر ضد د مبارزې او د دولت د تنظیم تر نامه لاندې د امریکا رول ادا کړي.         

امریکا اوس هم هغه تړون ته ژمنه ده، چې وړاندې یې پیل کړی و؛ جګړه د یهودو په واسطه مخته وړي او د هر ډول وژونکو وسلو مرسته ورسره کوي چې مسلمانان ووژني او اسلام له منځه یوسي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره یې د یهودو رژیم د اسلامي خاورو په زړه کې تاسیس کړ او له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې د یهودو د رژیم لپاره به د کانګریس له توافق پرته بېړنۍ وسلې او تجهیزات ولېږل شي؛ ځکه د دغه کار لپاره توافق ته اړتیا نشته ده. نو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یهودو لپاره د وسلو له هر هوکړه‌لیک سره چې لسګونه میلیارده ارزښت لري، توافق کوي او له یهودو سره د مرستې لپاره د خلکو له مالونو څخه توکي پلوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې امریکا د اسراییلو د امنیت د خوندیتوب، قوي کولو او بریالي کولو په لټه کې ده او په دې کې د امریکا تر ټولو مهمه ګټه ده. دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې اعلان کوي؛ ډېری مسولینو یې ښکاره اعلان کړی. ان د امریکا ولسمشر بایډن خپله مقوله د ۲۰۲۳م د ډسمبر په ۱۲مه تکرار کړه او ویې ویل: «که اسراییل نه وی، موږ به یې ځایناستی رامنځته کړی وی».

نو امریکا په فلسطین کې له اسلام او مسلمانانو سره وجنګېده او د مقاومت خوځښتونه یې ترهګر یاد کړل؛ پر دې سربېره غربي دولتونو او پر اسلامي خاورو حاکمو نظامونو یې ملاتړ وکړ. پر اسلامي خاورو ټولو حاکمو نظامونو یې مرسته وکړه او اجازه یې ورکړه چې په ترکیه، قطر، بحرین، امارات، کویټ، اردن، مصر، عراق، سوریه، یمن، جیپوتي او داسې نورو هېوادونو کې خپلې نظامي اډې جوړې کړي. په دغو خاورو کې لاسپوڅي حکام او مزدور رعیت، له اسلام او مسلمانانو سره په جګړه د دوی تر ټولو ستر ملاتړي دي.

امریکا په اردن او نورو هېوادونو کې د خپلو اډو له ذخیرو څخه د یهودو رژیم ته وسلې او نظامي وسایل لېږدوي. په همدې توګه د ایمان تر ټولو کمزورې درجه دا ده، چې دغه نظامونه باید راپورته شي او نظامي اډې بندې کړي؛ د امریکایي ځواکونو پر وړاندې پولې وتړي؛ پر امریکا او یهودي رژیم توکي بند کړي او د خپلو اړیکو عادي کولو ته د پای ټکی کېږدي. که یې داسې کړي وی، نو ایا امریکا به له یهودو سره مرسته او په سیمه کې په اسانۍ تګ ‌راتګ کړی وی؟ ایا د یهودو رژیم به په غزه کې خپلې جګړې ته دوام ورکړی وی؟ خو د ایمان تر ټولو قوي درجه بیا دا ده، چې دغه نظامونه خپل پوځونه د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره بسیج کړي او حرکت ورکړي! که داسې یې کړي وی، نو ایا د یهودو رژیم به د یوې لوېشتې په اندازه پرمختګ کړی وی او ایا ماشومان او پاک‌لمنې ښځې -چې د وا اسلاما چیغې وهي- به یې وژلې وی!؟ هېڅکله نه، بلکې ټول فلسطین به له یهودو او له امریکايي او غربي صلیبیانو څخه ازاد شوی وی.

موږ ولیدل چې اردوغان په عراق او سوریه کې د امریکا د درېیمې جګړې لپاره له ۲۰۱۵م کال راهیسې د انجرلیک اډه پرانیستې ده، ترڅو امریکا له هغه ځایه تېره شي او مزدوران یې امکانات ترلاسه کړي او د ترهګرۍ تر نامه لاندې د مسلمانانو د وژلو لپاره چمتو شي. ترکیې مستقیماً په سوریه کې مداخله وکړه، ترڅو انقلاب په همغه لومړي وخت کې وځپي. قطر د امریکا لپاره پراخه اډه پرانیستې ده، ترڅو له هغه ځای څخه د افغانستان، سوریې او عراق جګړو ته خپل پوځیان ولېږي او په همدې توګه په پاتې نورو هېوادونو کې هم اډې شته دي.

تر هغه چې دغه اډې وي؛ د یهودو رژیم به په هر ډول وسلو سمبال کړي. ان ترکیه هره میاشت د تېلو سلګونه کیښتۍ د یهودو د الوتکو او ټانکونو د تجهیز لپاره لېږي چې په غزه کې جګړه وکړي. سربېره پر دې، دغه کیښتۍ اوسپنه او فولاد هم لېږدوي چې یهود وسلې ترې جوړې کړي. ترکیې بیا یهود په اوبو او خوړو مجهز کړي او د پوځ لپاره یې جامې چمتو کوي؛ په داسې حال کې چې دا هر څه یې د غزې پر خلکو بند کړي دي؛ تر دې چې هغوی د څښلو لپاره یوازې د سیند تروشې اوبه او د خوړلو لپاره یوازې یوه لمړۍ وچه ډوډۍ لري او بس! اردن هم پر دغه مسیر روان دی او خپله خاوره یې له اماراتو او سعودي څخه د راتلونکو خوراکي توکو پر مخ پرانیستې ده او مصر خپلې تېرېدونکې لارې تړلې دي... المغرب، بحرین او داسې نورو هېوادونو له دغه غاصب رژیم سره د اړیکو د عادي کولو او همکارۍ له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

نو پر اسلامي خاورو ټول حاکم نظامونه او د هغوی اجنډاوې له امریکا، د یهودو له رژیم او غرب سره د غزې او فلسطین ضد جګړه کې شریک دي؛ یا مستقیماً د پورتنیو نظامونو په څېر او یا د غزې خلکو ته د نصرت نه ورکولو او د خپلو پوځونو د نه بسیج کولو په سبب غیرمستقیم ګډون لري، لکه؛ ایران، سعودي، پاکستان، الجزایر او داسې نور.

نو لکه څنګه چې کفارو د مسلمانانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی؛ همداسې پر مسلمانانو هم لازمه ده، چې د تېري کوونکو کفارو او د هغوی د ملګرو پر ضد د جګړې اعلان وکړي.‎ دوی باید خپل پوځونه روان کړي او دغه نظامونه، چې خطر یې له بهرنیو دښمنانو څخه کم نه دی، رانسکور کړي. دغه نظامونه ان د منافقینو په څېر داخلي دښمنان دي او په دروغو قسم کوي چې له موږ سره متحد دي؛ خو په حقیقت کې له دښمن سره یو لاس دي او زموږ د دین پر ضد جنګېږي. دوی زموږ دعوتګر په دې تور زنداني او شکنجه کوي چې ګواکي ترهګر دي. دوی په امت کې کفر، فسق او فساد خپروي.

‏ ‌‏﴿اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ [منافقون: 2]

ژباړه:«هغوی (په دروغو) قسمونه کوي (له عدالت څخه د تېښتې په خاطر او د خپلې رښتینې څېرې د پټولو لپاره) او د الله له لارې څخه (ځانونه او خلک) منعه کوي. هغوی څه ناوړه کار کوي!»

هو، دوی د چل، دروغو او منافقت په برخه کې تر وروستۍ کچې مهارت لري. ځینې وخت لمونځ کوي او ځینې وخت حج او عمرې ته ځي او په خواږه غږ قرآن تلاوتوي؛ په داسې حال کې چې په حقیقت کې کفر پلی کوي او له امریکا، غرب او یهودي رژیم سره دوستي او ملګرتیا کوي.

‌‏ ‌‏﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ ‏[منافقون: 4]

ژباړه: «کله چې دوی ووینې، څېرې یې (دومره ښایسته وي چې) تا حیرانوي او که خبرې وکړي (دومره به راښکونکې او خوږې وي چې) غوږ به ورته ونیسې؛ خو په اصل کې دوی هغه وچ لرګي دي، چې له دېوال سره درول شوي وي، دوی هر غږ د ځان پر ضد ګڼي، هغوی پاخه دښمنان دي او له هغوی څخه لرې اوسه، الله دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه منحرف کېږي.»

لیکوال: أسعد منصور

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې