چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نړیوال سوېل راپورته کېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
د نړیوال سوېل راپورته کېدل

بسم الله الرحمن الرحيم

نړیوال سوېل (په نړیوال سوېل کې افریقا، سوېلي امریکا او ځینې مخ پر ودې اسیايي هېوادونه شاملېږي) په ناڅرګند حالت کې دی، څوک ډیر نه پرې پوهېږي. چین او روسیه وايي چې راتلونکی همدوی دي او ملاتړ یې غواړي؛ غرب چې دوی د اوږدې مودې لپاره له پامه غورځول، اوس یې د لیبرال راتلونکي د ساتلو لپاره اړین بولي. د نړیوال قدرت د توازن له بدلون سره، د ډیرو په اند د نړیوال اقتصاد راتلونکی جوړښت د نړیوال سوېل په پام کې نیولو ته اړتیا لري.

په تاریخي لحاظ دودیز جیوپولیټيک نړۍ ته له ختیځ-لوېدیځ اړخه کتلي. د نړۍ تر ټولو شتمن خلک، تر ټولو لوی پوځونه او تر ټولو هوسا ولسونه دلته دی. دا معمولاً د دې پر اساس وو چې د کښتۍ چلولو وړ سیندونو او سمندرونو ته یې لاسرسی درلود چې سوداګري او اړیکې یې اسانه کړې وې. هغه هیوادونه چې په نړیوال شمال (اروپا، شمالي امریکا، جاپان، اسټرالیا، سویلي کوریا او ... چې پرمختللي هېوادونه ګڼل کېږي) کې دي، خپلې مهمې اړیکې او سیالۍ یې په شمال کې لیدې؛ ځکه خو یې د ختیځ-لوېدیځ نظر درلود.

نو نړیوال شمال صنعتي او شتمنو هېوادونو ته اشاره کوي او نړیوال سوېل مخ پر ودې هېوادونو ته چې د شمال پر خلاف یې اقتصادونه د خدمتونو او صنعت پر بنسټ نه، بلکې د توکو پر بنسټ دي. نړیوال اقتصاد په تېرو ۵۰۰ کلونو کې د شمال لخوا او د دوی په ګته جوړ شوی؛ په داسې حال کې چې له تاریخي نظره نړیوال سوېل د لوړې کچې اقتصادي نابرابرۍ له مخې پېژندل شوی.

د نړیوال سوېل هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د جیوپولیټیک نظام حاشیه (یا حاشیوي هیوادونه) ګڼل کېدل. دا هېوادونه پېښې رهبري کوي نه، بلکې غبرګون ورته ښيي. کله چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړۍ دوه قطبي شوه، نو د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ د جګړې په ډګر بدله شوه؛ دواړو هېوادونو غوښتل خپل نفوذ پراخ کړي او د نړۍ هېوادونه خپل بلاک ته ورولي. د نړۍ ډیرو هېوادونو دغې جګړې ته د خپلې خپلواکۍ لپاره د یوه ګواښ په سترګه کتل. خو کله یې چې ولیدل چې دا دواړه قدرتونه یې د مالي او وسلو د چارو لپاره ګټور دي؛ له نړیوال نظم بهر څه یې نه شوی کولی او نه ان بې طرفه پاتې کېدی شوی.

په دې توګه بې پرې خوځښت (Non-Aligned Movement) او G-77 رامنځته شول چې اقتصادي ننګونې حل کړي. دغو دواړو دومره څه ترلاسه نه شوی کړی، ځکه چې پر نړیوالو پېښو یې لږ نفوذ درلود. په ۱۹۷۰مو کلونو کې اقتصادي رکود، بېکاري او د نغدو پیسو بحران د دې سبب شو چې ډېری هېوادونه په پورونو کې ډوب شول او کله چې سړه جګړه ختمه شوه؛ نړیوال سوېل تر سړې جګړې وروسته جیوپولیټیک نظام کې په حاشیه کې پاتې شو.

د نړیوال لیبران نظم له کمزوري کېدو سره او دا چې نړیوال اقتصادي نظام یوازې د نړیوال شمال په ګټه کار کوي؛ د نړیوال سوېل ځینې هېوادونه له خپل پر توکو ولاړ اقتصاد سره غواړي یوه بېله لار خپله کړي. برازیل او هند په دې برخه کې د رهبرانو په توګه راڅرګند شوي. هند د روسیې لپاره له اقتصادي او د متحده ایالاتو لپاره له سیاسي اړخه مهم دی. د برازیل پر توکو ولاړ اقتصاد د چین او اروپا لپاره مهم شوی. په ورته وخت کې، د مرکزي اسیا هېوادونه د روسیې، ترکیې، چین، متحده ایالاتو او اروپا د پام وړ ګرځېدلي دي.

د نړیوال شمال ترمنځ راپورته کېدونکې سیالي د نړیوال سوېل په ګټه سیالي لیدل کېږي. څه باندې ۵۰۰ کاله کېږي چې نړیوال شمال پر نړیوال سیاست او اقتصاد کنټرول لري او له نړیوال سوېل سره د تعامل لپاره یې اصول او قوانین ټاکلي. دا چې نړیوال شمال له ډیموګرایکو (جمعیتي) او اقتصادي ننګونو سره په مخ کېدو دی؛ نو پر نړیوال سوېل به ډېره تکیه وکړي. دغه جیوپولیټیک واقعیت د دې سبب شو چې فرانسې د ۲۰۲۳م کال په اګېسټ کې د بریکس هیوادونو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون وړاندیز وکړ؛ خو دا وړاندیز د چین ولسمشر، شي جین پینګ رد کړ.

جاپان په ۲۰۲۳م کال کې یو سند خپور کړ چې د نړیوال نظام لپاره یې د نړیوال سوېل پر زیاتېدونکي ارزښت ټینګار پکې کړی و. د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ په اړه دغه سند (سپین کتاب) کې، نړیوال اقتصاد پر درېیو بلاکونو وېشل شوی: د متحده ایالاتو په رهبرۍ غرب؛ د چین او روسیې په رهبرۍ ختیځ او بې پرې هیوادونه. په دې کې ویل شوي چې له نړیوال سوېل سره د همکارۍ اړیکې جوړول او پياوړي کول یو لومړیتوب دی؛ پر هند یې ځانګړی ټینګار کړی.

ایا نړیوال سوېل به په نړۍ کې یو نوی قطب شي؟ دې موخې ته په رسېدو کې نړیوال سوېل له یو شمېر ننګونو سره مخ دی. «نړیوال سوېل» کوم حقوقي او سیاسي واقعیت نه لري؛ دا اصطلاح یوازې د کار د اسانۍ لپاره کارېږي. د نړیوال سوېل ډېری تعاملات په دوه اړخیزه کچه ترسره کېږي. د نړیوال سوېل ډېری هیوادونه له شدیدې داخلي بې ثباتۍ سره مخ دي؛ دا له راپورته کېدونکو پېښو او حالاتو څخه د ګټې اخیستو په لار کې دوی ته لوی خنډ دی. که نړیوال سوېل په نړیوال شمال پورې د تړاو له حالته ووځي او پر نړیوالو چارو ډیر واک او کنټرول ترلاسه کړي؛ دا به په ۲۱مه پېړۍ کې یو ستر بدلون وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عبدالرحمن خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې