یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
موخې او پر سیاسي او نظامي اقداماتو یې اغېزې
بسم الله الرحمن الرحيم
موخې او پر سیاسي او نظامي اقداماتو یې اغېزې

(ژباړه)

د موخو په اړه تفکر؛ یعنې دا چې انسان د خپلو غوښتنو په اړه فکر وکړي، هغه څه چې غواړي په دقیق ډول یې مشخص کړي او د خپلو موخو په اندازه اقدامات ترسره کړي؛ ځکه دا د بریالیتوب او پرمختګ یو مهم اړخ دی. تفکر د واقعیت په اړه له احساس څخه سرچینه اخلي، ځکه تفکر د حواسو له لارې واقعیت له مخکینیو معلوماتو سره یو ځای چې د هغه په اړه وضاحت ورکوي، مغز ته انتقالوي. انسان له تفکر وروسته خپله موخه مشخصوي چې د لاسته راوړلو لپاره یې عملي اقدام وکړي. که چېرې انسان ژور او روښانه فکر وکړي، نو واقعیت او غوښتنو ته یې په سم ډول لاسرسی موندلی شي؛ ځکه چې د واقعیت د درک له لارې فکر تولیدولی شي او دا چاره نوموړی د داسې عملي ګام په لوري هڅوي، چې بل څه نه، بلکې د واقعیت اړوند وي.

که چېرې انسان له تفکر پرته د احساس پر اساس عمل وکړي، عواطف او تمایلات یې پر کار اغېز کوي او ښايي ناوړه پایلې ولري او پر نوموړي منفي اغېزې وکړي. څوک چې له موخې پرته عملي اقدام وکړي، اقدام یې بې‌ځایه دی. ډېری خلک له فکر پرته یا له هغې موخه پرته چې واقعي وي، عمل کوي. همدارنګه داسې اقدامات کوي، چې د موخې په اندازه یې نه وي؛ داسې حالت هم دوی د واقعیت غوښتنو ته نشي رسولی.

که انسان نهضت غواړي او پوه نه وي چې نهضت څه شی دی او څه ډول په لاس راځي یا داسې عملونه وکړي چې پایله یې نهضت نه وي، نو نهضت نه ترلاسه کېږي. که یو کس د نهضت په لټه کې وي او د خلکو د فکري کچې د لوړولو او د هغوی د مفاهیمو، معیارونو او عقیدو د بدلولو لپاره کار ونه کړي او پر ځای یې داسې کارونو ته لاس واچوي، چې په نهضت پورې تړاو ونه لري، هېڅکله به نهضت ته ونه رسېږي؛ ځکه نهضت د خلکو د فکري کچې لوړول دي.

که چېرې انسان په داسې حال کې چې له واقعیت څخه عمیق درک او مستنیر فکر ونه لري او غواړي یوه خاوره ازاده کړي او د وسله‌والو تشکیلاتو په جوړولو لاس پورې کړي، نو هېڅکله به خپلې موخې ته ونه رسېږي. په نیمه لار کې به پاتې وي یا به یوازې خپلو نیمو موخو ته ورسېږي او پر هره حللاره به قناعت کوي؛ ځکه وسله‌وال تشکیلات داسې خاورې ته اړتیا لري، چې له هغه ځایه حرکت وکړي او هغه ځای ته اړتیا لري چې جنګیالي هلته متمرکز شي او له هغه ځایه بیا حرکت وکړي؛ وروسته بیا هغه ځای ته ور وګرځي، چې خپلې جګړې او مبارزې ته دوام ورکړلی شي او ملاتړ یې وشي. همدارنګه وسلې، تجهیزاتو او تدارکاتو ته اړتیا لري ...  

که چېرې د فلسطین واقعیت ته فکر وکړو، د شاوخوا دولتونو حاکم او نظامونه یې دسیسه جوړوونکي او یو لاس دي او د فلسطین د ازادۍ قصد نه لري. دغو نظامونو دښمن په رسمیت پېژندلی او خپلې اړیکې یې ورسره عادي کړې دي؛ دوی په هغو استعماري دولتونو پورې تړلي دي، چې د یهودو رژیم یې رامنځته کړی، له هغه ساتنه کوي او د قدرت او پایښت ټول وسایل یې ورته چمتو کړي دي. نو دغه غلام نظامونه هېڅکله په وسلو، مال او داسې نورو اړتیاوو د جنګیاليو مرسته نه کوي؛ مګر دا چې استعماري دولتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره هغوی ته الهام او یا اشاره وکړي. په دغه حالت کې به جنګیالي خپل برخلیک هغو خاینینو ته په لاس ورکړي، چې د دوی پر ضد دسیسې جوړوي او وروسته یې بیا په خپل حال پرېږدي.

پر همدغه اساس په واقعیت کې تفکر کول دا پایله په لاس راکوي، چې د فلسطین د ازادۍ مسیر په لومړي ګام کې د هغه له شاوخوا دولتونو څخه تېرېږي، چې د دغو دولتونو دسیسه‌جوړوونکي او متحد نظامونه باید رانسکور شي او د پیل ټکی یې باید همغه سیمه وي؛ ځکه دغه دولتونه هغه امکانات او وسایل لري، چې د موخې ترلاسه کولو لپاره لازم دي او دې ته ورته حالت د تاریخ په اوږدو کې د صلیبیانو د اشغال پرمهال هم تېر شوی دی. د بېلګې په توګه؛ د کشمیر جهادي خوځښتونو په ۱۹۹۹م کال له پاکستان څخه د دغه هېواد د پوځ په ملاتړ حرکت وکړ چې پر هند برید وکړي او کشمیر ازاد کړي، په پایله کې د هند پوځ د کارګیل په لوړو برخو کې ماته وخوړه او مجاهدین د کشمیر ازادۍ ته ډېر نږدې شول؛ خو په دغه وخت کې امریکا لاس پکار شوه او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ مشر پرویز مشرف ته یې امر وکړ، چې له ملاتړ څخه باید لاس واخلي او پوځ دې ژر شاتګ وکړي. دا چې دوی دواړه په امریکا پورې تړلي وو، نو د هغې امر ته یې غاړه کېښوده او ان امریکا پرویز مشرف ته د کودتا امر وکړ، چې نواز شریف له واکه لرې کړي، د دغو خوځښتونو مخه ونیسي او هغوی تروریستي خوځښتونه اعلان کړي؛ له بده مرغه پرویز مشرف همداسې وکړل. د پاکستان د حکامو او پوځي رهبرانو د خیانت په پایله کې، هند خوندي پاتې شو او دې پایلې ته ورسېد چې که چېرې د کشمیر خودمختاري لغوه او پر ځان پورې یې وتړي، نو پاکستان به هېڅکله غبرګون ونه شي ښودلی او د ټولو جهادي خوځښتونو مخه به هم ونیسي؛ نو هند دغه اقدام وکړ.

په وروستیو کې په غزه کې هم دغه ډول وضعیت رامنځته شو؛ کله چې جهادي خوځښتونو په فلسطین کې پر غاصب دښمن برید وکړ او هغه یې ذلیل او خوار کړ، نو دښمن په ټول وحشت پر غزه برید وکړ او د ژوند ټول وسایل یې پرې بند کړل. د مصر نظام او رژیم چوپ پاتې شو او د پوځ د غبرګون مخه یې ونیوله؛ ځکه امریکا ورڅخه غوښتي وو چې حرکت ونه کړي او پوځ هم تحریک نه کړي. دا غوښتنه یې د هغې سیمې له ټولو حاکمو نظامونو څخه کړې وه. امریکا په ښکارته دغو نظامونو ته وویل: «موږ نه غواړو چې د جګړې لمن پراخه شي.» یعنې له تاسو څخه هېڅ یو باید حرکت ونه کړي. پر همدغه اساس د یهودو رژیم په امن کې پاتې شو او مرګ ژوبلې او ورانیو ته یې دوام ورکړ؛ ان تر دې چې له ناروغانو ډک روغتونونه یې بمبار کړل، چې دا ډول صحنه تر اوسه د تاریخ په اوږدو کې نه وه پېښه شوې او د نړۍ د ټولو نظامونو د ملاتړ او له سپکاوي ډکو دریځونو پر اساس یې هغوی ژوندي تر خاورو لاندې کړل. امریکا له دغو جنایتونو څخه ملاتړ وکړ او له ځان څخه د دفاع د حق په نامه یې توجیه کړل، خو د فلسطین خلکو ته دا حق نه ورکوي! په سیمه کې هېڅ نظام او پوځ د غزې د خلکو او جهادي خوځښتونو د نصرت لپاره حرکت ونه کړ او نه یې کوم اقدام وکړ!

کله چې موخې د پوره کېدو وړ نه وي، غیر واقعي دي. المانۍ ورځپاڼې «شپیګل» په خپله یوه ګڼه کې دا پوښتنه مطرح کړې: «ایا حماس ته ماتې ورکولی شي؟» په ځواب کې راغلي: «حماس په ټولنه کې ژورې ریښې او په خلکو کې زیات محبوبیت لري.» همدرانګه یې ویلي دي، چې حماس یوازې یو سازمان نه دی، بلکې هغه قدرت دی چې په ټولنه کې ریښې لري، افکارو او نظریاتو یې د خلکو په ذهنونو کې ځای نیولی؛ خلک بیا اشغال نه مني او د هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د اشغال پر وړاندې قیام کوي. همدا دلیل دی چې د مقاومت ریښې ډېرې ژورې دي، که چېرې حماس له منځه لاړ شي، پر ځای به یې بل خوځښت راشي. دې ورځپاڼې د حماس مقاومت د چارو یوه کارپوه په حواله ویلي: «دا فکر غیرواقعي دی چې اسراییل دې له نظامي لارې حماس مات کړي او یا یې دې له منځه یوسي.» موخه یې دا ده چې جګړه باید ودرول شي او سیاسي خوځښت په مطرح شوې سیاسي حللاره کې ادغام شي؛ د سیاسي خوځښت رهبرۍ اعلان هم وکړ، چې دوی دغه کار ته چمتو دي! له همدې امله دغه سیاسي خوځښت غواړي، چې د حماس نظامي خوځښت پای ته ورسوي او له داسې پایلې سره یې مخ کړي، چې فتحه پکې نه وي؛ یعنې د هغو وسله‌والو تشکیلاتو په څېر چې په سیاسي حللارو کې ادغام شوي او نظامي تشکیلاتو ته یې د پای ټکی اېښی وي.

دا ورځپاڼه زیاتوي چې: «د طوفان الاقصی عملیاتو یو ځل بیا د فلسطین مسله د نړیوالو د توجه په مرکز بدله کړه.» امریکا غواړي چې د سیاسي حللارې (د دوو دولتونو حل) لپاره د نظامي اقداماتو په مرسته موضوع سخته کړي. له دې پرته به د یهودو رژیم هېڅکله دا حللاره عملي نه کړي او د هغه له نظره یوازینۍ حللاره دا ده، چې د فلسطین خپلسري تشکیلات باید له امنیتي همغږۍ سره د یهودو د رژیم په خدمت کې وي او د دغه رژیم د لومړي وزیر په خبره، چې د دولت یا امپراتورۍ په نامه دې یاد شي.

نظامي موخې د ازادۍ او فتحې لپاره ځانګړي شوي دي، نو هر څوک چې د فتحې او ازادۍ هڅه کوي، د هغو لپاره دې امکانات او تجهیزات چمتو کړي او د دغې موخې په اندازه دې اقدامات وکړي. مګر سیاسي موخې د نقشو او سیاسي حللارو لپاره ځانګړې شوې، لکه د دوو دولتونو حللاره او ځینې وخت بیا د هغو د عملي کولو لپاره هم له نظامي اقداماتو کار اخیستل کېږي.

خیالي او غیر واقعي موخې باید تعقیب نه شي؛ خو د خلافت تاسیس یو خیالي موخه نه ده او د دښمنانو او د هغوی د دوستانو د تصور خلاف چې خلک د هغه د تاسیس لپاره له فعالیت څخه منعه کوي او یو غیرواقعي تصویر وړاندې کوي، ناممکن نه دی؛ بلکې خلافت هغه څه دي چې واقعیت یې غوښتنه کوي او راتګ یې ممکن دی، ځکه هر هغه فکر چې خلک یې تبني کړي او ملاتړ يې وکړي؛ د هغه پر اساس به داسې دولت تاسیس شي، چې امت او پیروان به لري او هغوی به یې فکر منلی وي. د یوه قدرت او دولت په توګه خلافت اوږد تاریخ لري، چې شاوخوا ۱۳ پېړۍ یې د ځمکې پر مخ حاکمیت کړی او د خپل حاکمیت پرمهال یې بې‌مثاله او ډېرې بریاوې ترلاسه کړې. خلافت به د الله سبحانه وتعالی په خوښه یو ځل بیا تاسیس شي، ځکه چې مخلص او کلک ملاتړي او دعوتګران لري، چې شپه او ورځ يې د راتګ لپاره کار کوي.

د الرایه جریدې له ۴۷۶مې ګڼې څخه

لیکوال: استاد أسعد منصور

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې