یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
رهبرانو زموږ وینې تویېدو ته له اجازې ورکولو پرته بل څه کړي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
رهبرانو زموږ وینې تویېدو ته له اجازې ورکولو پرته بل څه کړي؟

په غزه کې وحشت ټوله نړۍ راویښه او فکر ته اړ ایستله. ښکاري چې په لومړي ځل به ټوله نړۍ درک کړي چې زموږ د نظام حکامو موږ ناکام کړو. دوی هڅه وکړه راته ووایي چې د حکامو دنده د خپلو اتباعو د ګټو خوندي کول دي او دا چې د قانون حاکمیت وڅاري او ډاډه کړي چې د دولت پالیسي هغه څه ده چې موږ یې غواړو؛ خو دا ښکاره درواغ دي.

د تېر کال پېښې راته ښيي چې حکام د خپلو شخصي او خپلو پلویانو د ګټو خوندي کولو لپاره څومره وړاندې ځي. د دې لپاره د وینې بهېدنې، نسل وژنې په کیسه کې نه دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو خلکو په دفاع کې پاتې راځي. کله چې خبره د دوی د خپلو غوښتنو وي؛ هغو  معیارونو او اصلو ته هم شا کوي چې دوی واک ته د رسېدو لپاره کارول او واک ته یې ورسول.

د مسلمانانو وینه تویېږي.

په اسلامي خاورو کې خلک په بېلابېلو لارو ځورېږي. پر هغه ځمکه د سیکیولر پانګوال نظام حاکمیت، چې یو وخت اسلام پرې حاکم و؛ خلک د سیاسي لوبو په دام کې اچولي. دوی د دایمي نا امنۍ په حالت کې دي؛ وینې یې په دوامدره توګه تویېږي. دلته له غزې پرته په تېر کال کې نورو څو نمونو اشاره کوو:

- د میانمار وضعیت تر ۲۰۲۳ وړاندې وخت ته ورګرځي. په دې سیمه کې شخړې د دویمې نړیوالې جګړې پر وخت پیل شوې؛ خو په ۲۰۲۱ کې وروستی نظامي تسلط د تاوتریخوالي او تحقیر د مکررو کړنو له لارې له میانمار څخه د سلګونو زرو روهنګیايي مسلمانانو د ایستلو د «سیستماتیکې پروسې» سبب شو.

- په هند کې، پر مسلمانانو مکرر بریدونه وشول – د هندوتوا د څار سازمان راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نیمايي کې په هند کې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکجنو پېښو تر ۲۵۰ زیاتې پېښې شوې.

- په کشمیر کې د هندي ځواکونو اشغال روان دی. په دې کال کې د جمو او کشمیر په اننت ناګ ولسوالۍ کې د هندي امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ جګړه وشوه.

خو ایا یوازې مسلمانان ځورېږي؟

نه. په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو اجنډا روانه ده. خو پانګوال نظام په ټوله نړۍ کې افشا شو. په غربي نړۍ کې حکامو هڅه وکړه چې له ځینو اصولو؛ لکه «د رایې حق»، «د اعتراض حق»، «شفافو او ازادو مطبوعاتو» څخه ګټه واخلي چې خپل اتباع پرې راضي کړي. دوی ته یې وویل چې که په نظام کې کار وکړي، غږ به یې واورېدل شي او د نظام ستونزې به حل شي. د تېر کال پېښې ښيي چې دا خبرې ټولې درواغ دي:

  • په امریکا کې وسله‌وال تاوتریخوالی یوه جدي او لویه مسله ده. په ۲۰۲۳ کې د ریکارډ په کچه ډله‌ایزې وژنې وشوې؛ خو پر اعتراضاتو او فعالیتونو سربېره، د وسلو لابي تر اوسه نه ده محاسبه شوې.
  • په امریکا د پولیسو تاوتریخوالي دوام درلود. په ۲۰۲۳ کې پولیسو تر ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل.
  • په فرانسه کې چې خلکو لاریونونه وکړل؛ په بېلابېلو مواردو کې د اوبو له ټوپکو او اوښکې بهوونکي ګاز سره مخ شول.
  • په ټوله بریتانیا کې تر اعتصابونو وروسته، دولت د اعتصاب ضد قانون تصویب کړ.

دا په غربي نړۍ کې د ستونزو یوازې یو څو بېلګې دي؛ دا ډول ستونزې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې خورا ډېرې دي.

په نوره نړۍ کې نورې ستونزې لیدلی شو چې د دغه نظام په مستقیمه پایله کې رامنځته شوې – هغه ستونزې چې هم پر اسلامي او هم نا اسلامي خاورو اغېز کوي.

پراخه سیاسي بې ثباتي موجوده ده.

تر ۱۹۴۰ کلونو وروسته د ځان برخلیک ټاکلو او ډیموکراټ حکومت فکر په ټوله نړۍ کې د دولتونو په تعینوونکي اړخ بدل شو. خو د استعمار «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» میراث د نویو استعماري قدرتونو له دوامدارې مداخلې سره؛ یو داسې وضعیت رامنځته کړی چې د نړۍ په کچه ځینو هېوادونو کې بې ثباتي او شخړې په یوه اصل بدلې شوې. په بېلابېلو هېوادونو کې اړخونه، پرته له دې چې خلکو ته یې رسېدونکو پایلو ته پام وکړي، د واک او حکومت پر سر سیالي کوي.

یوازې د دغه کال (۲۰۲۳) د ځینو بېلګو یادونه یې کوو:

  • د ځایي ملیشو ترمنځ په نایجریا کې وروستی سیاسي تاوتریخوالی.
  • په مکسیکو کې سیاسي جنایي تاوتریخوالی.
  • په هایتي کې د مرکزي دولت نشتون؛ د پلازمینې لویه برخه بانډونه کنټرولوي او خلک یې د خوړو او روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
  • د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ د پولې پر سر روانې شخړې چې په ۲۰۲۱ کې پیل شوې.
  • د سویلي سوډان په شنه نیل ایالت کې د ځمکې پر سر شخړو په سبب د ملکیانو مړینه او بېځایه کېدل.
  • د سویلي سوډان د أبيي سیمې پر سر شخړې. په داسې حال کې چې دا شخړې رسماً ختمې شوې، خو لا هم خواره بریدونه کېږي.
  • په سومالیا کې د سوماليلنډ ملي اردو او خاتمه ولایت (د سومالیا په شمال ختیځ کې خودمختاره سیمه ده) ځواکونو ترمنځ شخړې.
  • د نایجریا پوځ پر یوه کلي اشتباهاً ډرون برید وکړ او لږ تر لږه ۸۸ ملکي وګړي یې ووژل. دوی فکر کاوه چې غله یې په نښه کړي.

هېڅوک په نړیوالو لوبو کې د ملکیانو د ښکېلولو مخه نه شي نیولی

ګورو چې حکام یو ځای سره کېني او پر هغه څه بحث کوي چې «د دوی په نظر سم» دي؛ دوی هڅه کوي خپل اتباع قانع کړي چې له «ترهګرو» د نړۍ د ساتلو «اخلاقي تعهد او دنده» ترسره کوي. خو د سرچینو او سټراټيژيکو ګټو پر سر نړیوالې لوبې د دغه نظام یوه پېژندل شوې او منل شوې برخه ده. حکام د «اخلاقي تعهد او دنې» او «ترهګرۍ» اصطلاحات یوازې د دې د توجیه کولو لپاره کاروي چې ولې ملکیان په خپل ځان او مال د دغو لوبو بیه پرې کوي.

- اکراین؛ د اکراین – روسیې له جګړې خبر یو؛ پایلې يې په ټوله نړۍ کې حس شوې. دا ښکاره ده چې یاده جګړه په سیمه کې د امریکا د تسلط لپاره وه او دا چې غرب داسې سیمو ته د لاسرسي له لاسه ورکولو ویره لري چې هم یې سټراټيژیکې ګټې پکې دي او هم سرچینې لري.

- یمن؛ د هوثي ملیشو او سعودي ایتلاف –چې په نړیواله کچه د یمن په رسمیت پېژندل شوي حکومت پلوی دی- ترمنځ جګړه د دې سبب شوې چې د یمن ۲۱،۶ ملیونه خلک مرستو ته سخته اړتیا ولري. ۵ ملیونه خلک یې د قحطۍ په خطر کې دي او کلورا وبا خپرېدو تر یو ملیون زیاتو خلکو باندې اغېز کړی.

- سوریه؛ د سوریې جګړه یوه دوامداره جګړه ده چې تر یوې لسیزې زیات وخت یې وشو. کله څه هم دې ته کورنۍ جګړه وايي؛ خو ګڼو دولتونو مداخله پکې کړې. پخوا ناټو او د خلیج هیوادونو شورا، ایران او روسیه وو او اوس د ترکیې پراخه مداخله وینو. ویل کېدل چې دا کورنۍ جګړه د بشار الاسد پر ضد پیل شوې، خو هغه تر اوسه واک په لاس کې لري. د دې په پایله کې د سوریې تر ۱۳ ملیونو زیات خلک بېځایه شول او تر ۵۰۰ زرو زیات ووژل شول.

- ګویانا؛ په دې سیمه کې په ۲۰۱۰ او تر دې وروسته د نفتو مهمې زیرمې کشف شوې؛ په دغه (۲۰۲۳) کال کې ګویانا تر مناقشې لاندې اوبو کې د کېندنو جواز ورکړ. ونزویلا پر سیمه د کنټرول لپاره خپله لېوالتیا اعلان کړه؛ ټولپوښتنه یې وکړه او پر یاده سیمه د دعوې لپاره یې ګامونه پورته کړل. د ونزویلا د اقدام په ځواب کې؛ د برازیل، انګلستان او امریکا په ګډون نورو هېوادونو د ګویانا د دریځ ملاتړ وکړ. برازیل له یادې سیمې سره ګډې پولې ته خپل پوځیان واستول او امریکا له ګویانا سره ګډ پوځي تمرینونه وکړل.

- غزه؛ په غزه او لوېدیځه غاړه کې هم وحشتونه وینو. نړیوالو د اسرایلو ناقانوني اشغال، نسل وژنې او هر راز ظلمونه منلي او پر وړاندې یې هېڅ غبرګون نه ښيي.

هېڅوک نشته چې په ښکاره مسولیت واخلي او د بېځایه شویو ساتنه وکړي

له شخړو او نړیوالو لوبو سره لوی شمېر کسان بېځایه کېږي. لا تر اوسه روښانه نه ده چې څوک باید د دغو ملکیانو مسولیت واخلي. که دا بېځایه کېدل داخلي وي، حکومت وايي چې د ستونزو حلولو لپاره یې سرچینې نه لري. که بېځایه کېدل بیروني وي؛ نور دولتونه نه غواړي چې د اوږدې مودې لپاره یې مسولیت واخلي. په داسې حال کې چې د کډوالو د حقونو بحث کېږي؛ په ریښتینې توګه کډوالو ته پام نه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۷،۲ ملیتونه خلک اجباري بېځایه شوي یا کډوال دي.

ځینو بېلګو ته یې اشاره کوو:

- ګڼ شمېر افغان کډوال چې د پاکستان دولت یې د ایستلو پرېکړه وکړه.

- تر ۵۰۰ زرو زیات ایریتیایان – د دغه هیواد تر ۱۵ سلنه زیات نفوس- په دغه هیواد کې د روان تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ په سبب نورو هېوادونو ته کډوال شول.

- په ۲۰۲۳ کال کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې د روان ناورین په سبب تر ۷۵۰ زرو زیات کسان کډوال شول.

- په دغه کال کې په سومالیا کې هم د کډوالو شمېر زیات شو. د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې ۸۱۴ زره سومالیایان بېځایه شوي وو.

- په کانګو کې تر نورو افریقايي هیوادونو زیات کسان بېځایه شوي.

- تر یو ملیون زیات روهنګیایي مسلمانان له خپلو مېنو شړل شوي.

- د سویلي سوډان تر ۴ ملیونو زیات خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.

د سیکولر پانګوال نظام تر حاکمیت لاندې نړۍ د ژوند لپاره یو ناوړه ځای دی. سیاسي تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزې، ټولنیزې ګډوډۍ؛ دا ټول په یوه اصل بدل شوي. موږ راویښېدل پیل کړي، خو باید ویښ پاتې شو. په ټوله نړۍ کې حکامو په وار وار ښودلې چې درواغ وايي. نور څومره اجازه ورکړو چې دوکه راکړي!؟

د غزې پېښو نړۍ ولړزوه؛ خو دا حکام هڅه کوي چې ځان پاک وښيي. وایي چې فلسطین ته مرستې استوي؛ خو د غزې ۸۰ سلنه بېخ‌بنسټونه ونړول شول. د دغو حکامو خبرې راوځي چې د دوو دولتونو حللاره هڅوي. د رسنیو منافقت هم ښه وینو.

د غزې پېښې او د ټولې نړۍ پېښې ځکه وشوې چې حکامو یې اجازه ورکړه. په ټاکنو کې د څېرو له بدلون او د قوانینو له بدلون سره هیڅ بدلون نه راځي. دا ټول د نظام او سیستم ستونزه ده. بدلون د دغه نظام په بدلون راځي. که دا بدلون را نه شي، نړۍ به همداسې ځورېږي. خلافت به نه یوازې دا چې پر نړۍ د اسلام په حاکمولو د مسلمانانو ساتنه وکړي، د خپلو نامسلمانو اتباعو ساتنه به هم داسې وکړي چې کپیټلیسټ نظام یې هېڅ وخت نه شي کولی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم مفرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ وَعَدَلَ فَإِنَّ لَهُ بِذَلِكَ أَجْراً وَإِنْ أَمَرَ بِغَيْرِهِ فَإِنَّ عَلَيْهِ وِزْراً»

ژباړه:  امام هغه ډال دی، چې خلک له هغه څخه په پیروۍ له کفارو سره جنګېږي او هغه ته پناه وروړي. که هغه د تقوا او عدالت امر وکړي، نو اجر تر لاسه کوي؛ خو که پر ظلم امر وکړي، د عذاب مستحق کېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

فاطمه مصعب

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې