یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
استعماري قدرتونه غواړي طالبان د نړیوال نظم په دام کې بند کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
استعماري قدرتونه غواړي طالبان د نړیوال نظم په دام کې بند کړي

لوی قدرتونه اوس طالبان په فعاله توګه په اوسني نړیوال نظم کې ښکېلوي. د دغې ښکېلتیا زیاتېدل اسلامي امت ته د امپراتوریو هدیرې، د امت سنګر او لومړۍ کرښې یعنې افغانستان په اړه د خطر یو نوی اعلان دی.

د امریکا په اړه؛ امریکا غږ د ۲۰۲۴ کال د فبروري په لومړۍ نېټه راپور ورکړ (۱ سرچینه ): «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سټراټېژۍ د یوه نوي خپور شوي سند له مخې، امریکا په احتیاط د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د کنسولي لاسرسي ترلاسه کولو امکان ارزوي.» د دغه سند سرلیک «د افغانستان واحده سټراټيژي» دی او لیکي چې «موږ باید داسې ګټورې اړیکې جوړې کړو چې زموږ موخو ته وده ورکړي.» (۲مه سرچینه)

د چین په اړه؛ چین په افغانستان کې مخکښ پانګه اچوونکی دی او خپلې رسمي او ډیپلوماټیکې اړیکې یې پیل کړې. چین لومړی ستر قدرت دی چې دا کار کوي. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۸مه راپور ورکړ: «د چین ولسي جمهوریت ولسمشر ښاغلي شي جن‌پنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د محترم مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.» (۳مه سرچینه)

د نورو لویو سیمه‌ایزو سهامدارانو یا پانګه اچوونکو په اړه؛ د روسیې خبري اژانس، ټاس (TASS) د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۸مه ولیکل: «د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له RTVI سره په مرکه کې وویل چې روسیه ښايي په راتلونکي کې د طالبانو لنډمهالی (په روسیه کې ناقانوني) دولت په رسمیت وپېژني؛ خو استازي یې دا باید د خپلو ژمنو په ترسره کولو سره ترلاسه کړي.» (۴مه سرچینه) د روسیې لویه اندېښنه داسې دولت دی چې د قومونو تنوع پکې وي او یوازې په پښتنو پورې نه وي محدود؛ بلکې نور قومونه (تاجکان او ازبکان) چې په پخواني شوروي اتحاد، مرکزي اسیا دولتونو کې موندل کېږي، هم پکې شامل شي.

د افغانستان په اړه نوې سټراټېژي که په د ټول منځني ختیځ لپاره سټراټيژۍ سره پرتله کړو، هیڅ نوي څه پکې نشته. دا هغه سټراټيژي ده چې د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه د اسلامي خلافت تر سقوط وروسته یې پر اسلامي نړۍ د استعمار حاکمیت تضمین کړی. افغانستان ته، په دې سبب چې «د لېتیم سعودي» ورته وايي او په غرونو کې یې نورې لویې شتمنۍ هم دي؛ د نړۍ د سترو قدرتونو خولې اوبه کوي.

استعماري قدرتونه د دغې سټراټيژۍ د پلي کول لپاره د تنبیې او هڅونې له تګلارې کار اخلي. په مهمو هڅونو کې يې لویه کچه بشري مرستې، د اقتصادي سوداګرۍ وده، د مالي سرچینو زیاتول او د نړیوالو اقتصادي نورمونو منلو ته د طالبانو متقاعد کول شاملېږي. په سیمه کې یې په تنبیه یا مجازاتو کې یو دا دي چې د پاکستان غلامو حکامو په افغانستان کې د کډوالۍ ستر ناورین رامنځته کړ. له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان حکامو ناڅاپه سلګونه زره افغان مسلمانان و ایستل؛ دغو کسانو له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کاوه او ډیری ځوانان یې له پاکستان څخه د بهر ژوندکولو په اړه هیڅ نه پوهېدل. پر دې سربېره، د تنبیې په پالیسۍ کې د پاکستان د پوځ او قبایلي جنګیالیو ترمنځ له تاوتریخوالي ډکې شخړې هم شاملې دي چې دا نور خونړي مجازات او تنبیه ده. غربي هېوادونو په درواغو د ښځو او ماشومانو د حقونو خبره راپورته کړې چې فشار راوړي؛ اصلاً خو دا حقونه غربي دولتونو ته هیڅ ارزښت نه لري، په غزه کې دا خبره ډیره ښه واضح شوه.

په طالبانو کې ځینې اړخونه له غرب سره د ګټورو اړیکو جوړولو ته لېوالتیا ښيي؛ دا دریځ خطرناکې پایلې لري. دا کسان هماغه مرګونې تېروتنه کوي چې په اسلامي هېوادونو کې نورو رهبریو وکړه. دوی له استعماري قدرتونو سره درېږي او بیا یې د قوانینو او کنوانسیونونو په دام کې لوېږي. د طالبانو رهبري باید پوه شي چې استعمار د جهاد په زور له افغانستان څخه د مخې له دروازې ووت او اوس هڅه کوي چې د نړیوالو بنسټونو له لارې د شا له دروازې بیا راشي. د لویو قدرتونو بهرنی سیاست د استعمار پر محور را څرخي. امریکا په افغانستان کې خپل نظامي استعمار ختم کړ؛ اوس هڅه کوي چې له اقتصادي او استخباراتي لارو په افغانستان کې خپل چینلونه بیا فعال کړي؛ په ځانګړي ډول هغه استخباراتي چینلونه چې په ۲۰۲۱ کال کې له منځه لاړل.

د لویو قدرتونو ترمنځ د شدیدې سیالۍ په منځ کې؛ مجاهد طالبان باید د خلافت په تاسیس سره د اسلامي امت لپاره یوه مستقله لار جوړه کړي. د لویو قدرتونو په څنګ کې درېدل داسې لار ده چې پخوا نورو اسلامي ډلو خپله کړې او تل ناکامه شوې؛ پایله یې د استعماري موخو لپاره د مسلمانانو د سرچینو استثمار و. نو طالبان باید د اسلام له دښمنانو او په اسلامي نړۍ کې د هغو له غلامانو سره اړیکه پرې کړي. باید په بشپړه توګه هغې پروژې ته اوږه ورکړي چې د اوسني نړیوال نظم ځایناستې کېږي؛ دا د نبوت پر منهج د خلافت پروژه ده. دا به ټولې اسلامي خاورې سره یو کړي او واحد پیاوړی خلافت به جوړ کړي. خلافت به ټولې اشغال شوې خاورې ازادې کړي او د دعوت او جهاد له لارې به نوې خاورې فتح کړي. خلافت به تسلیمېدل په تسلط او ناکامي په بري بدله کړي. پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

ما ترك قوم الجهاد إلاّ ذُلّوا

ژباړه: «هر قوم چې جهاد پرېښود خوار او ذلیل شو» [رواه احمد]

سرچینې:

له الرایه مجلې څخه

مصعب عمر- ولایه پاکستان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې