پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت   لومړۍ برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت لومړۍ برخه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:  

د ایمان وروڼو! په دغې مبارکه ورځ کې زموږ د بحث موضوع «روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت» ده. هو، روژه د برياوو او فتحو میاشت ده؛ زموږ نیکونو په روژه کې سترې او غوره برياوې تر لاسه کړې چې لاندې یې ځينې بیانوو:  

د بدر غزا د روژې میاشت کې وشوه. دغه ورځ د «فرقان» ورځ ونومول شوه؛ ځکه چې الله سبحانه وتعالی په دې ورځ کې حق او باطل سره بېل کړل او مسلمانانو په خپل تاریخ کې د اسلامي دولت تر سیوري لاندې د خپل نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشرۍ لومړی ځل پر کفارو نظامي بری تر لاسه کړ او دغه بریا د روژې مبارکې میاشتې په ۱۷مه ترلاسته شوه.

مکه معظمه د هجرت د اتم کال په روژې مبارکه میاشت کې فتحه شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته ننوت او د مکې بتان یې ټول مات کړل. لات، منات او عزی یې له منځه يووړل. په دغه وخت کې یې دا ایت تلاوت کاوه:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴾ [الأسراء: ۸۱]

ژباړه: «ووايه اې محمده (صلی الله علیه وسلم)! حق راغئ او باطل له منځه لاړ او یقیناً باطل له منځه تلونکی دی.»

د هجرت په اته اتیایم کال د روژې مبارکه میاشت کې د اروپا زرغونه سیمه؛ اندلس یا اوسنۍ هسپانيه فتحه شوه.

د بلاط د شهیدانو جګړه د هجرت د ۱۱۴ام کال د رمضان یا روژې میاشتې په لومړۍ نېټه وشوه؛ دا وخت اسلامي دعوت او مسلمانان د فرانسې کلاګانو ته ورسېدل.

عموریه ښار د هجرت د ۲۲۲ کال د روژې میاشتې په ۶مه فتحه شو؛ دا فتحه وروسته له هغې وشوه چې له رومیانو سره بندي مسلمانې ښځې له معتصم خلیفه څخه په «وامعتصما!» ناره مرسته وغوښته.

حطین جګړه د روژې میاشت کې د صلاح الدین ایوبي رحمه الله په مشرۍ وشوه او د صليبيانو پر وړاندې يې ستره بریا خپله کړه.

عین جالوت جګړه د سلطان قطز په مشرۍ په روژه کې وشوه.

د عثماني خلیفه، سلطان محمد الفاتح رحمه الله او د هغه د پوځ فتحې د هېرېدو نه دي. دوی په ۸۲۶هـ.ق کال کې د روميانو پر وړاندې ستره بریا خپله کړه او د قسطنطنیې ښار یې فتحه کړ. دغه ښار د بیزانس امپراطورۍ پلازمېنه وه او همدارنګه د کینه‌کښو او کافرو پاپانو د کلیسا ځای و. سلطان محمد فاتح په د روژې میاشت کې دغه ښار ته ننوت او ورپسې یې روژتي لښکر ورننوت. د ننوتلو پر مهال یې د الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر! نارې وهلې چې د خپل نبي صلی الله علیه وسلم دا زېري يې رښتینی کړ: «لتفتحن القسطنطينية، فلنعم الأمير أميرها ولنعم الجيش ذلك الجيش» يعنې: «قسطنطنیه به فتحه کېږي او هغه فوځ به د وخت غوره پوځ او امير به یې تر ټولو غوره امير وي.» فاتح قسطنطنیه په اسلام‌بول ونوموله، چې معنی یې «د اسلام ښار» دی او استانبول د عثماني خلافت د ډېرو دورو پلازمېنه پاتې شوه.

د ایمان وروڼو! د خلیفه په شتون کې دغه د مسلمانانو حال و؛ له یوې فتحې څخه تر بلې، له یوه بري تر بله او له یوه عزته تر بل پورې مخ پر وړاندې روان وو. خو نن ورځ مو دا ۱۰۳مه روژه ده چې امیر، خلیفه او هغه ډال نه لرو.  

۱۰۳مه روژه ده چې د اسلام له ځواک او خلافت پرته ژوند کوو. خلافت د عزت، دبدبې او ځواک دولت دی. ۱۰۳مه روژه ده چې حال مو له بد څخه بدتره کېږي. له وژنې نیولې تر بريدونو، کلابندۍ او لوږې! له غزې او د فلسطین سپېڅلې خاورې نیولې تر میانمار، ختیځ ترکستان، کشمیر، سوریې او ټوله اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو مظلومیت زړونه سوري کوي! موږ مسلمانان ټولو کفارو له یوې لیندۍ ويشتلي یو؛ د صلیبيانو د روانې جګړې موخه زموږ دین او عقیده ده او ګومان نه کوم چې پر دې خبره به څوک نه پوهېږي؛ څه چې شوي او یا کېږي، ټول صلیبي بريدونه دي، چې مشري يې امریکا او لکۍ یې د بریتانیا او یهودي رامنځته شوي دولت پر غاړه ده. په دې برخه کې بیا د مسلمانو حکامو چوپتیا، عمل نه کول، ذلت او خیانت ډیر دردناک دی.   

نو زما مومنو وروڼو! ایا دا نه خوښوئ چې په روژه کې د خپلو سترو نیکونو لويي، مجد او دبدبه بېرته تر لاسه کړئ؟ هغه سترې فتحې او بریاوې چې ستاسو نیکونو د روژې میاشت کې تر لاسه کړي وو. نه غواړئ تاسو هم د خپل رسول صلی الله علیه وسلم زیری ریښتینی کړئ!؟ نه غواړئ چې د عزت او کرامت ورځې بیا راولئ؟ ایا نه غواړئ چې د بریاوو او فتحو ورځې راژوندۍ کړئ؟ ایا د الله سبحانه وتعالی ملاقات نه خوښوئ؟ نه غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې شهیدان شئ؟ ایا نه غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی خوښي تر لاسه کړئ؟ ایا د جنت مینه نه لرئ؟ که دا ټول غواړئ او هیلې مو دي؛ نو راځئ چې یو ځای د الله سبحانو وتعالی په ورځو کې د الله سبحانه وتعالی د سرتېرو پشان زیار، مبارزه او کار وکړو؛ د هغه سبحانه وتعالی په نصرت د ژوند په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی شریعت حاکم او احکام یې پلي کړو او دا هر څه یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت له تاسیس سره کېدی شي.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

ليکوال: استاد محمد أحمد النادي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې