پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ترڅو چې مسلمان پوځونه ونه خوځېږي، که اوربند وي که نه، پر غزه به برید او تېری دوام لري!
بسم الله الرحمن الرحيم
ترڅو چې مسلمان پوځونه ونه خوځېږي، که اوربند وي که نه، پر غزه به برید او تېری دوام لري!

(ژباړه)

په غزه کې د روانې خونړۍ جګړې شپږ میاشتې تېرې شوې. دا جګړه لا تر اوسه پر ټولو دروغجنو ژمنو او تړونونو سربېره، د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د غزې د ملکي وګړو په وژنو، د هغوی په بې‌کوره کولو، تباهۍ او زنداني کولو سره او د غرب د مجرمو حکامو او لاسپوځو مسلمانانو چارواکو په مرستو او دسیسو سره دوام لري. هغه چارواکي چې یوه شېبه هم یهودو ته د وسلو او تجهیزاتو په رسولو کې سستي نه کوي او له ځنډ پرته د غزې د خلکو او مجاهدینو پر وړاندې اسرایلو ته خوراکي توکي او نور مالونه رسوي او د دوی د جنایتکاره موخو او پلانونو په پلي کولو کې ورسره مرسته کوي.

تر ټولو ناوړه دا چې هغوی مکر کوي او دسیسې جوړوي، ترڅو هغه څه تر لاسه کړي چې په جګړه، وژنو او بمباریو کې یې نه دي ترلاسه کړي. هغوی دغه ټول وحشتونه، بمبارۍ او دسیسې د ځنګل د قانون پر وړاندې په ۲۱مه پېړۍ، د ډیموکراسۍ پېړۍ او د ازادیو او بشري حقونو په پېړۍ کې پر ټولو دروغو او خیالي ژمنو سربېره کوي.

د بشري حقونو، ملګرو ملتونو، امنیت شورا او د ملتونو کمېټې مفاهيم بې‌ارزښته شوي، ان په لیکنۍ بڼه هم کوم اغېز نه لري، ځکه د هغوی له لوري داسې څه صادر نه شول چې ابرو یې خوندي کړي او پر وحشتونو یې پرده وغوړوي؛ ان له پېغور او ملامتیا څخه د خلاصون لپاره یې هم کوم کار ونه کړ. امریکا، انګلستان، المان، فرانسه او یو شمېر نور هېوادونه چې خپل ځانونه ازاده نړۍ بولي، هغوی یا په ټولې بې شرمۍ سره د یهودو تر څنګ ولاړ دي او له هغوی څخه دفاع کوي او یا د شرم له مخې ځینې انساني وژنې او جنایتونه غندي؛ په داسې حال کې چې یهودو ته وایي، چې مجاهدین ووژنئ، غزه له منځه یوسئ، ډبرې او ونې یې له بېخه وباسئ؛ خو که شونې وي د ښځو او ماشومانو په وژلو کې نرمښت وکړئ او که نه وي، بیا نو ستاسو حق د هغوی تر ژوند لوړ او ارزښتمند دی.

خو د یهودو او امریکا خونړي سیاسي تصمیمونه دا دي، چې د حماس د مخنیوي لپاره باید پر غزې تړانګې کړۍ تنګه کړي او ټول مجاهدین باید ووژني، ترڅو په راتلونکي کې غزه د یهودو د رژیم لپاره ګواښ نه وي او د لویدیځې غاړې موډل د خپل ځان کړي؛ لکه څنګه چې په لویدیځه غاړه کې فلسطیني چارواکو په پرېکنده توګه د یهودیانو د امنیت ساتلو او ژوندي پاتې کېدو لپاره جوړجاړی وکړ او په هغو ښاري پروژو او ښارګوټو راضي شول، چې د دې پروژې د څښتن په واسطه به فلسطیني پانګونه د یهودو د رژیم تر رهبرۍ لاندې اداره کېږي.

د اسرایلو «Times of Israel» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د یهودو د رژیم لومړی وزیر «بنیامین نتانیاهو» د راتلونکو لسو کلونو لپاره په غزه کې د یاد رژیم د پاتې کېدو او دوام لپاره پلان جوړوي او دا هغه موده ده چې پوځ ورته اړتیا لري، ترڅو د غزې تړانګه هم د لویدیځې غاړې په څېر کړي. همدارنګه دې ورځپاڼې راپور ورکړی: «ډېر ژر به له غزې تړانګې څخه ټولې درنې وسلې را ټولې شي او فلسطیني چارواکو ته به چې کم مخالفت لري، ورکړل شي. موږ فلسطیني چارواکو ته وویل، چې د غزې تړانګې په مرکز کې به د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه پای ته نه رسېږي او پر نابلس او جنین ښارونو به هم ورته بریدونه دوام لري. که هغه وخت ترهګر د نویو کورونو د جوړولو هڅه وکړي، نو کورونه به یې نړول کېږي او په خان یونس او شجاعیه کې به د شپې نیونې دوام لري.»

دغه تصمیم به تر هغه وخته ثابت وي، چې جګړه تر وروستي تونل، مجاهد او توغندي پورې ورسېږي او دا هغه څه دي چې د یهودو او امریکا مشران یې د انساني اوربند او د بندیانو د تبادلې په تړاو په خبرو کې په ښکاره توګه بیانوي. بنیامین نتانیاهو یوې امریکایۍ شبکې (CBS) ته ویلي: «کله چې هوکړې ته ورسېږو، دغه بهیر او موخه به تر یوې کچې شاته وغورځول شي، خو ډېر ژر به بشپړه او پای ته ورسېږي.»

د حماس خوځښت مشرانو چې په دغه پلان پوه شول، چې اوربند یوازې د یهودو د رژیم او امریکا په ګټه دی او هغوی په دې میاشت کې له یرغل څخه وېرېږي، یعنې هسې نه چې د اسلامي خاورو له خوا له ګواښ او خطر سره مخ شي او بل دا چې دوی د رفح ښار په برید کې د نورو کسانو تر وژل کېدو وړاندې، زیات شمېر بندیان ازادولی شي. نو له همدې امله یې د یوه ځانګړي پلان له مخې پر تلپاتې اوربند ټینګار وکړ، چې هغه یو د یهودو د پوځ شاتګ و او بل د جګړې پای ته رسېدل وو.

دا هغه څه دي چې د یهودیانو او جنایتکارې امریکا له پلان او نقشې سره په ټکر کې دي. په همدغه دلیل د امریکا ولسمشر جوبایډن په ښکاره وویل: «حماس د بشپړ او عمومي اوربند په لټه کې دی؛ ځکه د خپلې راتلونکې لپاره دا تر ټولو یو غوره فرصت ګڼي.» د حماس دې کړنلارې امریکا او یهودیان ناهیلي کړل، ځکه هغوی پر دې بریالي نه شول چې په لنډمهاله اوربند سره د حماس خوځښت دوکه کړي. نتانیاهو د دې لپاره چې په لوړ انعکاس خبرداری ورکړي، داسې وویل: «اسرایل به د نړیوالو پر ډېرو فشارونو سربېره بیا هم پر حماس خوځښت خپل برید ته په رفح ښار او د غزې تړانګې په جنوب کې دوام ورکړي.»

په هر حال که حماس دغه له دوکې او فرېب څخه ډک لنډمهاله اوربند ومني که نه، د امریکا د فشار په پایله کې به د یهودو رژیم اړ کېږي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې پر غزه د بریدونو کچه او د وژنو او جنایتونو صحنې راکمې کړي؛ ځکه دوی وېرېږي چې که چېرې په دې میاشت کې بریدونه او جنایتونه دوام وکړي، نو کېدای شي چې په اسلامي خاورو کې حالت د دوی له کنټرول څخه ووځي. دوی پوهېږي چې یوازې د یوې اسلامي خاورې برید د دې لامل کېږي، چې وضعیت د دوی له لاسه ووځي او پایله برعکس شي. په دې توګه به امت له لاسپوڅو او ښکېلاکګرو حکامو څخه خپل غصب شوی قدرت بیرته تر لاسه کړي او خپل پوځونه په ازادنه ډول د تکبیر او لبیک په ویلو سره د غزې او مسجد الاقصی پر لور وخوځوي. دوی پوهېږي چې دا کار اسانه او ممکن دی او ډېر لرې نه دی.

 دې لپاره چې په غزه کې زموږ خلک وژغورل شي او یا جګړه ودرول شي، یوازې دوې لارې شته دي؛ یا باید امت او یا د یوې اسلامي خاورې پوځونه حرکت وکړي او یا هم یهودیان او امریکا دا قناعت وکړي چې د امت او د هغه د پوځونو حرکت نږدې دی. کله چې یهودیانو مسجد الاقصی ته په تلونکو لارو کې د اوسپنې دروازې کېښودې، نو همداسې یو څه پېښ شول او نتانیاهو یوازې هغه وخت شاتګ وکړ او ووېرید، کله یې چې د یهودو پر وړاندې د امت د راپورته کېدو شونتیا ته پام شو.

خو د یهودو او امریکا تر منځ پر اختلافونو بحث کول او یا دننه په یهودیانو کې پر اختلافونو خبرې کول، کومه ګټه نه لري او د جګړې پر بهیر او وژنو هم اغېز نه کوي. د ملګرو ملتونو سازمان او د نړیوال فشار واقعیت هم همدې ته ورته دی. دغه اختلافات یوازې د مکر او دروغو تر کچې دي، چې یو شمېر سیاستوال او د رسنیو څښتنان یې د یهودیانو او امریکا د نقشو او پلانونو د پلي کېدو په خاطر د وخت د تېرېدو او د فرصت د برابرولو لپاره تر وروستۍ شېبې پورې ترسره کوي.

پر همدغه اساس امریکا او بایډن، یهودیان او نتانیاهو ټول د غزې په له منځه وړلو، د مجاهدینو په وژلو او د مقاومت په پای ته رسولو کې متحد او همنظره دي. د دوی تر منځ پر یو شمېر مسایلو اختلافونه هسې یو فرېب دی، ترڅو عام نړیوال لیدلوری او یا هم د امریکا او یهودي رژیم په داخل کې عام لیدلوری مراعات کړي. که د دوی تر منځ د راتلونکې جګړې په اړه اختلافونه هم وي، خو بیا هم د جګړې، د جګړې د اړتیا او د یهودي رژیم د پرېکندې بریا لپاره د غزې په ویجاړولو او د ماشومانو په وژلو کې هم‌نظره او متحد دي.

په یهودي رژیم کې دننه د اختلافونو واقعیت هم همداسې دی. ټول پر دې همنظره دي، چې جګړه دې دوام وکړي او د غزې او مقاومت پر وړاندې دې بریا ترلاسه شي او د هغوی په اصطلاح په برخه کې دوی سختو قربانیو ته چمتو دي. هغه څه چې په رسنیو کې خپرېږي چې ګواکي که په ټاکنو کې د نتانیاهو پر ځای لبید، بیني ګانټس او یواف ګالانت بریالي شي، نو د جګړې برخلیک به په دوی پورې اړه ولري، خو حقیقت داسې نه دی، بلکې ټول حزبونه د غزې او مقاومت په لمنځه وړلو او د جګړې په دوام سره هم‌نظره دي. د دغو اختلافونو د ډېرېدو لپاره تر دې کچې هڅه کول، چې ګواکي ان جګړه به ودروي، له دروغو پرته بل څه نه دي؛ یعنې دا چې فرصت ورکړل شي چې هر څه غواړي، ویې کړي.

د ملګرو ملتونو او نړیوال فشار واقعیت هم همدې ته ورته دی. دغه فشار په هېڅ حساب دی، چې یهودیان دې ورڅخه وځورېږي او د یهودیانو مشران پوهېږي، چې ملګرو ملتونو هېڅکله هم حرکت نه دی کړی او تر هغه چې د امریکا شین څراغ لګېدلی وي، دوی به د ملګرو ملتونو له شر او ټولو دروغجنیو خبرداریو څخه په امن وي.

د غزې د خلکو لپاره او د فلسطین او الاقصی لپاره په اسلامي خاورو کې له اسلامي امت، د مسلمانانو له پوځونو او په پوځونو کې له مخلصو سرتېرو او قومندانو پرته نور ملاتړي نشته دي او که دوی ټول او یا یې یوه برخه حرکت ونه کړي؛ نو په دې باید پوه شي چې کفري نړۍ او خلک یې ټول همنظره دي او خپل پلید تصمیم یې نیولی دی. نو اسلامي امت، د هغه سرتېرو او پوځونو ته لازمه ده، چې د هغوی مېړانه، روژه او اسلام باید دوی په جوش راولي، ترڅو د خپلو وروڼو او مسجد الاقصی لپاره نصرت ورکړي.

الرایه جریده: ۴۸۶مه ګڼه

لیکوال: انجینر باهر صالح

د فلسطین په مبارکه خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې