جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت  دوهمه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت دوهمه برخه

د بدر ستره غزا

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:  

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۲۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په بدر کې ستاسو مرسته وکړه (او پر خطرناکو دښمنانو یې بری درکړ)، په داسې حال کې چې تاسو (تر هغوی) ناتوانه وئ. نو له الله ووېرېږئ (او د دښمن پر وړاندې د رسول الله د فرمان مخالفت مه کوئ)، ترڅو د هغه سبحانه وتعالی شکر پر ځای کړئ.

اې د ايمان وروڼو!

 د دغه مبارک امت له غوره یادښتونو څخه یو د بدر ستره غزا ده، چې د هجرت په دوهم کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۷مه پېښه شوه. مسلمانانو خپله دنده سمه پای ته ورسوله او الله سبحانه وتعالی پر مشرکو دښمنانو بری ورپه برخه کړ. سره له دې چې د مسلمانانو شمېر تر کفارو بیخي کمه وه؛ خو هغوی د کفارو تیاری او شمېر په نظر کې ونه نیوه. 

 رسول الله ﷺ د هجرت په دوهم کال د روژې میاشت کې د قریشو د قافلې په اړه، چې د ابو سفیان ابن حرب په مشرۍ له شام څخه مکې ته راروانه وه خبر شو. په قافله کې د قریشو مالونه او دیرش تنه قریش وو. نبي کریم ﷺ له دغې قافلې سره د مخ کېدو لپاره پر مسلمانانو امر وکړ او هغوی ته یې وفرمایل: دغه د قریشو قافله ده او په دې کې یې مالونه دي، د هغوی مخې ته ورووځئ، کیدای شي الله سبحانه وتعالی یې ستاسو لپاره غنیمت وګرځوي. ځینې خلک ترې پاتې شول او پر ځینو دغه کار څه نا څه بوج شو، ځکه هغوی ګومان کاوه، چې رسول الله ﷺ به جنګ ونه شي کړائ؛ په پای کې ۳۱۳ تنه تیار شول.

اې د ايمان وروڼو!

کله چې ابوسفیان حجاز ته رانږدې شو، له هر چا یې پوښتنه کوله، تر دې چې د رسول الله ﷺ او د هغه د اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين خبر ورورسېد، چې د دوی د مالونو د نیولو لپاره راوتلی دی. نو خپله لار يې پرېښوده او قریشو ته یې قاصد واستاوه چې مرستې ته یې راشي او خبر یې ورکړ چې رسول الله ﷺ د هغوی د مال د نیولو په موخه راوتلی دی. خو کله چې قافله وژغول شوه، ابو سفیان له ابوجهل څخه وغوښتل چې بېرته وګرځي، ابوجهل ورته وویل: والله! چې بدر ته نه وو رسیدلي، بېرته به لاړ نه شم او هلته به درې ورځې پاتې کېږو، پسونه به ذبحه کوو، شراب به څښو، نجونې به سندرې راته وايي او موږ به ستايي، ترڅو ټول عرب خبر شي او بیا د تل لپاره له موږ سره د مخ کېدو زړه ښه نه کړي!! خو د ستاینې سندرې یې د ویر ساندې شوې.  

زما د ایمان وروڼو!

قریش له زرو سړیو سره چې په وسلو ښه سنبال وو، راووتل. سل آسونه او اووه سوه اوښان ورسره وو؛ خو رسول الله ﷺ د قریشو له دې تياري څخه هېڅ خبر هم نه و او له ۳۱۳ کسانو سره وتلی و. کله چې د بدر د اوبو چینو ته نږدې شو، څو کسان يې د خبر راوړو لپاره تیت کړل؛ هغه وخت پوه شو چې قریش له یوه ستر لښکر سره راوتلي او د بدر چینو ته راځي.

له دغه خبر سره رسول الله ﷺ له خپلو اصحابو سره د جګړې په اړه مشوره وکړه. یو څو اصحابو ډېرې ښې خبرې وکړې. له هغوی څخه ابوبکر، عمر بن الخطاب، مقداد بن الاسود رضی الله عنهم وو. هغوی وویل: په هغه څه چې تاته الله سبحانه وتعالی امر کړی، پر هغه عمل وکړه، موږ له تاسره یو، والله! موږ به تاته هغه خبره ونه کړو، چې بني اسرائیلو موسی علیه السلام ته کړې وه، چې ته او ستا رب لاړ شئ او وجنګیږئ موږ دلته ناست یو. بلکې موږ وايو: ته او ستا رب لاړ شئ، موږ له تاسره یو ځای جهاد کوو. قسم پر هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، که ته موږ د حبشې ښار ته هم بوزې، موږ له تاسره به یو ځای جهاد وکړو، تر څو چې ته خپلې موخې ته ورسېږې. نو رسول الله ﷺ ورته وویل ډېر ښه او هغوی ته یې دعا وکړه.

اې د ایمان وروڼو!

په دغه ځای کې رسول الله ﷺ د انصارو د نظر په معلومولو د دوو لاملونو لپاره ډېر ټینګار کاوه: یو خو دا چې اکثریت وو او دوهم دا چې هغوی وعده ورسره کړې وه، چې مرسته به ورسره کوي او په مدینه کې به یې له دښمنه ژغوري. رسول الله ﷺ وویل: اې خلکو! ماته مشوره راکړئ. سعد بن معاذ وویل: والله! لکه چې موږ ته اشاره کوې اې رسول الله! ویې ویل: هو.

سعد رضی الله عنه وویل: موږ پر تا ایمان راوړی او ته مو ریښتینی ګڼلی یې او هغه څه چې تا راوړي موږ ګواهي ورکړې چې حق دي او په دې سره مو د اورېدنې او پيروۍ بيعت درسره کړی دی، نو په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی امر کړی عمل وکړه، قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه راستولی یې، که مو سمندر ته بیایې درسره ځو، یو به هم نه پر شا کېږو او موږ له دې څخه انکار نه کوو چې له دښمن سره مو مخ کړې. موږ په جنګ کې صبرناک او په خپل کار کې ډېر ریښتیني یو. کېدای شي الله سبحانه وتعالی له موږ څخه هغه څه دروښيي چې سترګې دې پرې خوږې شي. نو د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړه. رسول الله ﷺ وفرمایل: د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړئ او زیري ورکونکي شئ. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د یوې وعده راکړې ده او ماته د هغوی پایله یا مسیر راښکاروي.

جنګ ته د وتلو نظر له رسول الله ﷺ سره د ټولو شته کسانو نظر نه و. ځينو د څلورو لاملونو لپاره جنګ بد وګاڼه: لومړی؛ تیار نه وو. دوهم؛ د سړيو او تیاري په برخه کې یې له دښمن سره ډیر توپير و. درېیم؛ جنګ لا نه و فرض شوی او یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري رسول الله ﷺ ته اجازه ورکړل شوې وه او مسلمانانو له رسول الله ﷺ سره په وتلو او ملګرتیا کې اختیار درلود او څلورم دا چې رسول الله ﷺ د قافلې په اړه ویلي وو خو له پوځ څخه خبر نه وو؛ نو هغوی ګومان نه کاوه چې رسول الله ﷺ به جنګ وکړي. د جنګ د مخالفې ډلې سینه ژر پرانیستل شوه او د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ امر یې ومانه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ * يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ﴾ [الانفال: ۵- ۶]

ژباړه: لکه څنګه چې ستا رب ته په حقه له کور څخه ایستلی یې، خو له مومنانو څخه یوې ډلې بده ګڼله، کله چې تا حق ورته څرګند کړ، نو دوی مجادله درسره کوله، چې ګواکي ته هغوی د مرګ خواته بيايې او هغوی ورته کتل.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ روان شو، له قریشو وړاندې د بدر اوبو ته ورسېد او په بدر کې الله سبحانه وتعالی پر مومنانو ډېر نعمتونه را نازل کړل:

لومړی؛ د باران نعمت: وړاندې له دې چې قریش د بدر اوبو ته راورسېږي، ډیر باران وشو او دا باران د مسلمانانو په ګټه و؛ د تنګي شګې یې کلکې کړې او له مسلمانانو سره یې په تګ راتګ کې مرسته وکړه. د دغه باران په اوبو دوی غسلونه او اودسونه وکړل، فعال شول او د شیطان وسوسه چې ښايي د دوی نفسونو ته ننوتلې وای، ورڅخه لېرې شوه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ﴾ [الانفال: ۱۱]

ژباړه: او له آسمانه یې پر تاسو باران واوراوه، څو تاسې ځانونه پاک پرې کړئ او د شیطان وسوسه له تاسو څخه پرې لیرې کړي، ستاسو زړونه ثابت کړي او قدمونه مو ورباندې ټینګ کړي.  

دوهم؛ په ملایکو د مسلمانانو مرسته: الله سبحانه وتعالی په جنګ کې د مومنانو د پیاوړي کولو او استقامت لپاره ملایکې راواستولې او د هغوی زړه یې ډاډه کړ، ترڅو ورته وښيي چې الله سبحانه وتعالی له هغوی سره دی او هغوی باید یوازې زیار وباسي او ځان تیار کړي او د اسبابو په تیاري کې کمی ونه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلائِكَةِ مُرْدِفِينَ﴾ [الانفال: ۹]

ژباړه: یاد کړئ هغه وخت چې کله مو (د بدر په میدان کې ډېرې سختې ناراحتۍ) له خپل رب څخه مرسته غوښته او هغه ستاسو غوښتنه ومنله (او ويې فرمایل) زه له تاسو سره په زرو ملایکو سره مرسته کوم، چې یو په بل پسې به راښکته کېږي.

درېیم؛ د لنډ خوب نعمت: الله سبحانه وتعالی د خوب نعمت پرې نازل کړ؛ د سختې جګړې په شپه یې ارام خوب وکړ. دا یوه معجزه وه، ځکه ټول په یوه وخت ویده او په یوه وخت راپاځېدل. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ﴾ [الانفال: ۱۱]

ژباړه: يه یاد راوړئ کله چې الله سبحانه وتعالی پر تاسې د آرامۍ خوب مسلط کړ او دا د هغه لخوا پر تاسو یو نعمت و.

څلورم؛ د دښمنانو په زړونو کې وېره اچول: الله سبحانه وتعالی د بدر په جنګ کې پر مومنانو یو بل نعمت نازل کړ چې هغه د کفارو په زړونو کې وېره اچول وو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

﴿أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ﴾ [الانفال: ۱۲]

ژباړه: زه له تاسو سره یم نو هغه چا چې ایمان راوړی باید ثبات غوره کړي. نږدې ده چې د کفارو په زړونو کې به وېره واچوم، ترڅو د هغوی مرۍ پرې کړئ او هغوی بند په بند غوڅ کړئ.

رسول الله ﷺ د مدینې له خوا د بدر اوبو ته نږدې مېشت شو. دلته حباب بن المنذر راولاړ شو او یوه حکیمانه خبره یې وکړه چې که هرو مرو په دغه ځای کې د جګړې امر نه وي شوی، نو دا مناسب ځای نه دی. خلکو ته امر وکړه چې له قوم څخه اوبو ته نږدې شو او هلته مېشت شو او هغه کوهیان چې تر شاه یې دي، په خپل لاس کې واخلو او یو ډنډ به ورته جوړ کړو، له اوبو به یې ډک کړو نو موږ به اوبه ورڅخه څښو او هغوی به یې نه شي څښلی. رسول الله ﷺ ورته وویل: غوره نظر دی. مسلمانانو دغه شپه په ډېر ارام سره تېره کړه او په خوښۍ راپاڅېدل. د هغوی زړونه له باور څخه ډک شول او یو څه استراحت یې هم کړی و.   

پنځم؛ پر دښمنانو د بري د تر لاسه کولو نعمت: رسول الله ﷺ به خلک څارل او د هغوی صفونه به یې برابرول، نصیحت به یې ورته کاوه او د الله سبحانه وتعالی او اخرت یادونه به یې ورته کوله او بیا به خپل تیار شوي ځای ته راګرځېد، چې ورته چمتو شوی و او په عاجزۍ سره به په دعا کې ډوبېده او له الله تعالی څخه به یې مرسته غوښته. رسول الله ﷺ دا دعا ډیره کوله: «اې الله! که دې دغه ډله هلاکه نه کړه، نو له دې وروسته به څوک ستا عبادت ونه کړي، يا الله ته دې خپله وعده پوره کړه، يا الله ستا بری غواړم.» ابوبکر رضی الله عنه یې چې ترڅنګ ولاړ و هم ورسره تکراروله. ابوبکر رضی الله عنه د شفقت له امله خپل څادر پر رسول الله وغوړاوه او ورته ویې يې: (یا رسول الله دعا دې بس کړه، الله به خپله وعده پوره کړي).

ابوبکر رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه باوري وو، ځکه چې د الله سبحانه وتعالی وعده رښتینې ده، الله سبحانه وتعالی هېڅکله د خپلې وعدې خلاف عمل نه کوي. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د يوې ډلې وعده ورکړې وه: یا خو به د قافلې مالونه غنيمت ورکوي او یا به پر خپلو دښمنانو بری ورپه برخه کوي. دا چې قافله د مسلمانانو له منګولو وژغورل شوه، نو له بریا پرته بل څه نه دي پاتې او خامخا به پوره کېږي.  

د ایمان وروڼو!

دواړه ډلې سره مخامخ شوې. جنګ له دواړو ډلو څخه د څو کسانو په واسطه پيل شو. په دې کې بریالیتوب د مسلمانانو په برخه و جګړه پیل شوه، دښمنانو ته سخت زیانونه واوښتل، په دغه وخت کې نبي کریم ﷺ لږ بې هوښه شو او جبراییل او ملائکې یې ولیدې. ابوبکر رضی الله عنه ته یې وویل: زیری! ابوبکره د الله سبحانه وتعالی نصرت راغئ، جبرايیل د آس قبضه چې پر هغه وسله هم وه ونیوله، د مسلمانانو په څنګ کې یې د مشرکانو صفونه کمزوري کړل او هغوی له سختې ماتې سره مخ شول. د کفارو اویا کسان یې ووژل او اویا نور ونیول شول. سعد له څو انصارو سره د رسول الله ﷺ په خوا کې د دفاع لپاره توره په لاس ولاړ و.

رسول الله ﷺ د غنیمتونو راټولولو امر وکړ؛ غنيمتونه راټول شول، خو مسلمانانو اختلاف پکې وکړ. چا چې ټول کړي وو، ویل یې موږ یې حقدار یو او څوک چې له دښمن سره جنګېدلي وو ویل یې چې دا زموږ حق دی، ځکه موږ د دښمن پام اړولی و او تاسو غنیمتونه راټول کړل. چا چې د رسول الله ﷺ دفاع کوله ویل یې دا زموږ حقق دی، موږ دا غنیمتونه تر تاسو مخکې ولیدل او چا ورڅخه منع کولی هم نه شوای، خو موږ پر رسول الله ﷺ وېرېدو چې دښمن ورپسې را نه شي. عباده بن صامت ويل چې موږ د بدر څښتنان یو. د دغه اختلاف پر وخت انفال سورت نازل شو، د مسلمانانو زړونه له غنیمتونو تور شول، لاس یې ترې واخیست او ټول واک یې رسول ﷺ ته ورکړ او رسول الله پر مسلمانانو مساوي وویشل. د بندیانو په مقابل کې رسول الله د مال د بدلې اصل وټاکه او یا دا چې د مدینې منورې ماشومانو ته به زده‌کړه ورکوي. څوک چې د خوشې کېدو وړ وو، له دې وعدې وروسته چې له مسلمانانو سره به جنګ نه کوي، خوشې يې کړل.   

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې