جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت درېمه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت درېمه برخه

د مکې فتحه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:  

د ایمان وروڼو!

خزاعه او بني بکر قبیلو په جاهلیت کې تل خپلمنځي دښمني لرله، کله چې د رسول الله ﷺ او قریشو ترمنځ د حدیبیې تړون وشو، نو خزاعه له رسول الله ﷺ سره یو ځای شول او بنو بکر له قریشو سره.

یوه ورځ د بني بکر یوه کس د یوه خزاعي په مخ کې رسول الله ﷺ په بدو صفتونو یاد کړ، خزاعي دغه کس وواهه؛ له دې سره پټه کینه بیا راوپارېده او بنو بکر ته پخوانی بدل ورپه یاد شو، نو له خزاعي سره یې غدر او خیانت وکړ. په دغه وخت کې قریشو هغه ته په پټه وسلې او سړي ورکړل، خو د حدیبیې تړون یې له یاده ایستلی و.    

هو د ایمان وروڼو! قریشو د خزاعه پر ضد بني بکر ته د وسلو او سړیو په ورکولو سره د حدیبیې د سولې تړون مات کړ؛ داسې چې «نوفل بن معاویة الدیلي» د بني بکر له یوې ډلې سره چې له هغوی سره د قریشو «صفوان بن اميه» او «عكرمة بن أبي جهل» او «مكرز بن حفص» هم وو، ووت. دوی د مکې لاندې برخې ته چې هلته د خزاعه اوبه وې، ورسېدل او پر هغوی يې په نیمه شپه کې برید وکړ، تر وژنو او ټپي کولو ورسوته وتښتېدل. سهار عمرو بن سالم الخزاعي مدینې ته ولاړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته، چې په جومات کې د خلکو په منځ کې ناست و، ورغئ چې له هغه څه یې خبر کړي چې ورسره شوي وو او د تړون د ماتوونکو پر وړاندې ملاتړ ترې وغواړي. د شعر په ژبه یې وویل:

يَـا رَبِّ إنِّي نَاشِـدٌ محمَّـدا

حِلفَ أبينَـا وأبيـهِ الأتلَـدَا

قد كُنتُم وَلَـداً وكنَّا وَالـدا

ثمَّتَ أسلمنَا فلَـم نَنـزِع يَدَا

فانصُرْ هَدَاكَ اللهُ نَصـراً أعتَدَا

وَادعُ عِبَـادَ اللهِ يأتُـوا مَدَدا

فيهمْ رَسُولُ اللهِ  قَـد تجرَّدا

إنْ سِيمَ خَسفاً وَجهُهُ تَربَّـدَا

في فيلقٍ كالبحرِ يجري مُزبِدَا

إنَّ قريشاً أخلفُـوكَ المَوعِـدَا

ونَقَضُـوا مِيثاقَكَ  المؤكَّـدَا

وجَعلُـوا في كِـدَاءٍ رُصَّـدَا

وزَعَمُوا أنْ لَستُ أدعُو  أحَدَا

وَهُـم أذلُّ وأقَــلُّ عَـدَدا

هُم بَيَّتُونـا بالوتيـرِ هُجَّـدَا

وقتَّلُـونَا رُكَّعــاً وسُجَّـداً

فانصُرْ هَدَاكَ اللهُ نَصراً  أيِّـدا

په دغه شعر کې یې ﷺ ته شکایت کړی قریشو خپل تړون مات کړی او دوی یې د رکوع او سجدې به حالت کې وژلي او ټپیان کړي. له پیغمبر ﷺ یې غوښتي چې مرسته یې وکړي.

رسول الله ﷺ پورته شو، ویې فرمایل: مرسته درسره وشوه، اې عمرو بن سالم! والله هغه څه چې له ځانه یې منع کوم له تا به یې هم منعه کړم. په دې وخت کې قریش پوه شول چې هغوی د خزاعه پر وړاندې اقدام سره د حدیبې تړون مات کړی. نو خپله غلطي یې درک کړه او خپل مشر ابوسفیان یې رسول الله ﷺ ته واستاوه چې د تړون موده تمدید کړي.

کله چې ابوسفیان مدینې منورې ته ورسید، د خپلې لور ام حبیبې کور ته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، ننوت او ویې غوښتل چې پر فرش کیني. لور یې فرش ترې ټول کړ؛ ده ورته وویل: لورې! زه نه پوهېږم چې ته په دغه کار ما له کوره منعه کوې او که یوازې نه غواړې چې پر دغه فرش کېنم. لور یې وویل: دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرش دی او ته مشرک یې. ابوسفیان وویل: والله له ما وروسته شر درته رسیدلی دی. په غوسه یې له کوره ووت. له رسول الله ﷺ سره یې خبرې وکړې، خو مناسب ځواب یې ترلاسه نه کړ. له ابوبکر، عمر، علي او فاطمې رضی الله عنهم څخه یې د واسطه کېدو غوښتنه وکړه. ټولو انکار وکړ. حضرت علي رضی الله عنه ته راغۍ چې هغه یوه مناسبه لار ور وښيي؛ دا وخت یې ټولې لارې پر مخ بندې وې. ورته ویې ویل چې بېرته پر خپله لار لاړ شه. ابوسفیان له خپل ماموریت څخه ناکام بېرته لاړ. په دغه وخت کې قریش باوري شول چې جنګ به خامخا کېږي او د حدیبیې تړون یوازې د پاڼې پر مخ رنګ پاتې شو، ځکه دوی د رسول الله ﷺ پر عزم، ځواک او قدرت خبر وو او د هغه صدق، اخلاص او رښتینولي یې له همغه تړونه هم درک کړې وه.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ پر دغه نظر شو، چې د قریشو د تړون ماتولو په بدل کې غبرګون د مکې فتحه ده. اصحابو ته یې د جنګ د تیاري امر وکړ او د مدینې له شاوخوا عربو څخه یې هم کسان را وغوښتل. کله چې چمتووالی پوره شو او د حرکت وخت راغئ، خپلو نیږدې کسانو ته یې د مکې پر فتح ټینګار وکړ، ترې ویې غوښتل چې خپل خلک د څارنې لپاره وټاکي؛ قریش د مسلمانانو له مسیر څخه خبر نه شي، ناڅاپي ورشي، هغوی بې جګړې تسلیم شي او دا هیله یې چې مکې ته له وینې تویېدو پرته ننوځي، پوره شي؛ له دې سره به یې د مکې د سپېڅلتیا حرمت په پام کې نیولی وي.

مسلمانانو د رسول الله ﷺ دغه امر ته غاړه کېښوده او په مکه کې يې د راتلونکې لیدنې د ځواکونو په تیاري پيل وکړ؛ هغوی پوهېدل چې د مکې له خلکو سره د جدي او برخلیک ټاکونکې جګړې وخت رانیږدې شوی. چمتووالي ونیول شو او د مسلمانانو پوځ له لسګونو زرو پوځیانو سره حرکت وکړ. رسول الله ﷺ چې کله له مدینې روان شو، د روژې میاشتې لس ورځې تېرې وې او د هجرت اتم کال و. له داسې ځواک او تیاري سره یې د مکې پر لور حرکت وکړ، چې عربو جزیرې یې تر دې وړاندې ساری نه و لیدلی. خو د دغه پوځ له ډېروالي، ځواک او اهمیت سره سره د حرکت د لوري راز پاتې شو او هېچا یې په اړه معلومات نه لرل.

د ایمان وروڼو!

اوس د مکې د فتحې په اړه همدومره بس دي او ان‌شاء الله په راتلونکو مقالو کې به یې په اړه نورې خبرې کوو. د روژې میاشتې په دغو مبارکو ورځو کې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړي او موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.

والسلام عليكم و رحمت الله و بركاته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې