جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت شپږمه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت شپږمه برخه

د عين جالوت جګړه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:

د ایمان وروڼو!

د عین جالوت جګړه د ۶۵۸ هـ.ق کال د رمضان په ۱۵مه د جمعې په ورځ وشوه. الله سبحانه و تعالی وغوښتل چې د دغې جګړې په واسطه فلسطينيان د تاتاریانو له خطر څخه وژغوري، ځکه هغوی دغه اسلامي خاوره لاندې کړې وه. له دې وړاندې صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو پر وړاندې هم دا ډول ډېر بریالیتوبونه تر لاسه کړي وو، چې د مسلمانانو د خاورو د ازادۍ لامل وګرځېدل. هغه داسې چې د مصر سلطان، (قطز) پر تاتاریانو د برید پلان ته دوام ورکړ، ځکه تاتاريانو د شام په ځمکه کې ډېرې ناخوالې رامنځته کړې وې. قطز خپل پوځي مشر الباسل یا رکن الدین بیبرس ته يې امر وکړ، چې د تاتاریانو پر ځواکونو، چې هرې خواته تیت وو، بريدونه وکړي او د هغوی د هغو ګنګوسو مخه ونیسي، چې د خلکو په زړونو کې یې ویره اچولې. بيبرس په دغه کار کې خپل مهارت ثابت کړ، تر دې چې خپل ځواک یې هم وازمویه او د هغوی د راټولېدو پر ځایونو او ټولو خوځښتونو خبر او پوه شو.

بیبرس، قطز ته راپور واستاوه او د عین جالوت په سيمه کې ورسره یو ځای شو. دغه ځای په فلسطین کې د بیسان او جنین ترمنځ واقع دی. قطز په دغه ځای کې شامي او مصري ځواکونه سره منظم کړل او له تاتاریانو سره د جګړې لپاره يې په هر څه سنبال کړل؛ بیا یې د جنګ مجلس راوغوښت. د جنګي ډلګیو مشران راټول شول چې د جنګ پلان جوړ کړي. یو بل ته یې د تاتاریانو پر وړاندې جګړې لپاره روحیه ورکړه؛ د مسلمانانو پر وړاندې یې د هغوی ظلمونه، لکه وژنې، د ښځو تښتول، سوځول، ویره اچول او داسې نور، یاد کړل. هغوی یې وهڅول چې تاتاریان له شام څخه وباسي، د مسلمانانو او اسلام مرسته وکړي او د الله سبحانه وتعالی له سخت عذاب څخه یې وویرول. د قطز خبرې ډېرې اغېزناکې وې؛ تر دې چې امیرانو او قومندانانو وژړل او کلک قسمونه یې وخوړل چې قرباني به ورکوي او جهاد به کوي.

د ایمان وروڼو!

د هلاکو مرستيال، «كتبغا»  چې په شام کې د شامي او مصري پوځونو له تیاري خبر شو؛ جګړې ته یې ځان تیار کړ. هغه د تاتاريانو پوځيانو ته د راټولېدو امر وکړ او خپل صفونه يې د عین جالوت په سیمه کې سره یو ځای کړل.

د ایمان وروڼو!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: امام هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کیږي او ځان ورباندې ساتل کېږي. نو کله چې د دواړو لوريو پوځیان سره مخ شول، سلطان قطز په جګړه کې خپل مهارت او زړورتیا وښودله او د خپل پوځ روحیه یې نوره هم لوړه کړه. د جګړې پر مهال یې اس زخمي شو، نو قطز له خپل اس څخه راکوز شو او جنګېدو ته یې دوام ورکړ. د پوځ یوه امیر چې ولید، خپل اس یې ورته راوست، خو قطز یې له سپرېدو ډډه وکړه. سلطان قطز تر هغې پلی وجنګېد، چې پوځیانو یې بل اس ورته راوست.  

کله چې جنګ نور هم سخت شو، قطز هر څه پرښودل او په لوړ آواز یې وویل: یا اسلام! او خپله په تاتاریانو پسې ورغئ، له دې سره د مسلمانو پوځيانو روحیه نوره هم پورته شوه او پر تاتاریانو یې سخت بريد وکړ؛ تر دې چې د هغوی مشر، کتبغا یې وواژه. له دې سره د تاتاریانو روحیه له منځه لاړه او صفونه یې ګډوډ شول؛ ځکه چې کتبغا د هغوی له غوره جنګیالیو څخه و او ټولو پوځيانو د هغه په نظر، زړورتیا او تدبیر تکیه کوله. هغه له دې وړاندې د فارس او عراق سيمې هم نیولې وې او د تاتاریانو پاچا، هلاکو ډیر باور پرې درلود او مشورې یې تل منلې.

د ایمان وروڼو!

د تاتاریانو حالت یې د مشر په وژل کېدو سخت خراب شو؛ هڅه یې وکړه چې بیا خپل صفونه منظم کړي. پر مسلمانانو یې بیا برید وکړ، جګړه دومره سخته شوه چې د تورو او جنګي الاتو شور زلزلې ته ورته و. د جګړې د بيا پیل لپاره قطز ناره وکړه: اسلام وژغورئ! درې ځلې یې د پوځ د زړورتیا لپاره ناره تکرار کړه. دعا یې وکړه: اې الله! خپل بنده قطز ته دې په تاتاریانو بری ورپه برخه کړه. په پایله کې تاتاریانو سخته ماتې وخوړه او ډیر اتلان یې ووژل شول. په دغه وخت کې قطز له خپل آس څخه راکوز شو او مخ یې د سجدې په حالت کې په خاورو ککړ کړ، خاوره یې ښکل کړه او د شکرانې دوه رکعته لمونځ يې ادا کړ.

د ایمان ورڼو:

له جګړې دوې ورځې وروسته د بري خبر شام ته ورسېد؛ د شام خلکو د خوشحالۍ نارې وهلې او شعرونه یې ویل. تاتاریان وروسته له هغې چې شام يې اوه میاشتې او لس ورځې په خپله ولکه کې ساتلی و، وتښتېدل. له دې وروسته د شام د خلکو زړورتیا او حماسه نوره هم زیاته شوه او د تاتاریانو پر ودانيو او شتمنيو یې بريد وکړ او پر دغو خاینانو یې سخت عذاب نازل کړ. له دې وروسته سلطان قطز دمشق ته روان شو، کله چې طبریه ته ورسید، نو د شام والي ته یې د خپل بري خبر ورکړ او ځایي خلکو ته یې د نظام په لاس کې نیولو او له ګډوډۍ څخه د ځان ساتلو امر وکړ. په رمضان میاشت کې دمشق ته ننووت، ځايي خلکو یې تود هرکلی وکړ او له دغې سترې بریا سره د مسلمانانو شکر دوه برابره شو. قطز چې په دمشق کې و، رکن الدین (بيبرس) یې له یوه ستر پوځ سره د شام شمالي خواته واستاوه چې پاتې تاتاریان وشړي.

دغې سترې فتحې د مسلمانانو روحیه ډیره لوړ او تاتاریان سخت وویرول. تاتاریانو له وړاندې ځان ناکام ګڼلی و. کله چې پوه شول چې د اسلامي لښکر مشري د رکن الدین (بيبرس) پر غاړه ده او حمص ته نږدې شوی دی، ټول مالونه او لوټ کړي سامانونه یې بیرته پرېښودل، بندیان یې خوشې کړل او د ځان ژغورنې غوښتنه یې وکړه. مسلمانانو وکولی شوی چې د تاتاریانو پوځونو ته سخته ماتې ورکړي. هلاکو چې د شام د جنګ پلان یې درلود، هر څه یې له لاسه ورکړل؛ په ځانګړې توګه یې د مرستيال، کتبغا وژل کېدو ټولې هیلې او هڅې له خاورو سره یو کړې.

د عین جالوت جګړه مادیاتو ونه ګټله، بلکې د بریا سبب د مسلمانانو لوړه روحیه وه چې غوښتل یې د الله سبحانه و تعالی په مرسته ځان د تاتاریانو له ظلم څخه خلاص کړي.هېچا د دغې بریا تمه نه لرله. مسلمانانو له ظلم څخه د ځان خلاصون لپاره جهاد وکړ، له تاتاریانو څخه یې خپلې سيمې آزادې کړې او په نړۍ کې یې بېرته خپله دبدبه راژوندۍ کړه. الله سبحانه وتعالی خو دې په مسلمانانو کې بیا هغه روحیه راژوندۍ کړي چې د له ظلم څخه د خلاصون او خپل عزت بیا ترلاسه کولو لپاره کفر بېرته خوار او ذلیل کړي.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

Last modified onسه شنبه, 09 اپریل 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې