جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت څلورمه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت څلورمه برخه

د مکې فتحه – پاتې برخه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ د مکې په لار کې خپل کاکا، عباس ولید چې له کورنۍ سره یې مدینې ته د هجرت په نيت روان و. کله چې هغه ﷺ «مرالظهران» ته ورسید، هلته يې خپل پوځیان مېشت کړل او هر مسلمان ته یې د اور بلولو امر وکړ چې د پوځ ډېروالی د قریشو پر روان اغېز وکړي او له جنګ پرته تسلیم شي!

په دره کې لسګونه زره لمبې بلې شوې، چې لیدو یې په زړونو کې وېره پيدا کوله او قریش پر هېڅ نه پوهېدل. يوازې درې مشران یې؛ ابوسفیان بن حرب، بدیل بن ورقاء او حکیم بن حزام راوتلي وو چې ځانونه خبر کړي. نو د اور پر خوا روان شول، خو څه یې چې ولیدل، حیران یې کړل. مسلمانان پر خپل پلان روان وو، شاوخوا یې کسان تیت کړي وو څو قریش اړ شي چې له تسلیمدو پرته بله لار نشته. هغوی د قریشو سړي وموندل، ویې نیول او رسول الله ﷺ ته یې راوستل.

د رسول الله ﷺ کاکا، عباس د مسلمانانو له پوځي غونډ څخه د رسول الله ﷺ پر اس سپور وتلی و؛ ابو سفیان او د هغه ملګري یې ولیدل او اعلان یې وکړ چې د مسلمانانو په سیمه کې دي؛ خو ابوسفیان ورپسې راغئ او له رسول الله ﷺ سره یې د لیدو غوښتنه وکړه. دا د عباس لپاره یو فرصت و، د قریشو مشرانو ته یې قناعت ورکړ چې نور اسلام د دوی او د دوی د قوم لپاره تر هرڅه غوره دی او د دوی کینه به قریشو ته هېڅ ګټه ونه رسوي. کله یې چې رسول الله ﷺ ولید، ورته ویې ویل: هلاک شې اې ابوسفیانه! آیا نه پوهېږې، چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی!؟ آیا نه پوهېږې چې زه د الله سبحانه وتعالی رسول یم!؟ ابوسفیان وویل: زما مور او پلار دې له تا قربان شي، ته ډیر حلیم، کریم او  خپلوي‌پالونکی یې! خو د دغه په اړه لا تراوسه زما په نفس کې یو څه شته. عباس ورته وویل: هلاک شې، اسلام راوړه او شاهدي ورکړه چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل د عبادت وړ نشته او رسول الله ﷺ د الله سبحانه وتعالی رسول دی. په دې وخت کې ابوسفیان ته ښکاره شوه چې پر حق شهادت د خلاصون يوازينۍ لار ده، نو اسلام یې راووړ. عباس وویل: يا رسول الله! ابوسفیان فخر خوښوي، هغه ته یو څه ورکړه، رسول الله ﷺ وویل: هو، څوک چې د ابوسفیان کورته ننوځي، هغه خوندي دی، چا چې خپله دروازه بنده کړه، هغه هم خوندي دی، څوک چې مسجد ته ننوتل هغوی هم خوندي دي. رسول الله ﷺ ابوسفیان ته دغه امتیاز ورکړ، ځکه هغه فخر خوښاوه، چې نور نه چا ته ضرر ورسوي او نه خپله ضرر وویني.

د ایمان وروڼو!

کله چې ابو سفیان د بیرته تګ غوښتنه وکړه، رسول الله ﷺ عباس ته وویل: د درې په تنګ ځای کې یې ودروه؛ یعنې کله چې دره پای ته رسیږي، هلته یوه تنګه لاره ده، چې له غره څخه راوځي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی پوځونه تېر شي او ویې ویني. په دغه کار یې ستره پایله لاسته راوړه او هر ځل به چې هره قبیله تېرېده، نو له عباس څخه به یې د هغې په اړه پوښتل او عباس به یې نوم ورته اخیست. هغه به ویل: دوی چا راوستي دي؟ خو کله چې رسول الله ﷺ په زرغونه کتیبه کې له انصارو او مهاجرینو سره تېرېده، نو یواځې د اوسپنو رڼا يې معلومېده، ويې ویل سبحان الله عباسه! دغه څوک دي؟ ورته ویې ویل: دا رسول الله ﷺ دی؛ مهاجرو او انصار ورسره دي. ابوسفیان، چې په زړه کې چې د مقاومت هېڅ فکر نه و پاتې، ویې ویل: له دغو سره هېڅوک د مقاومت ځواک نه لري. والله ابوالفضله د وراره ملک دې ډېر ستر او پراخ شوی. عباس ورته وویل: ابوسفیانه، دغه نبوت دی. ابوسفیان وویل: ډير ښه!

بیا عباس په دغه مناسب وخت کې وویل: ابوسفیانه، خپل قوم ته دې هڅه وکړه؛ یعنې قوم ته دې ورشه. نو ابوسفیان په بیړه او حیرانۍ مکې ته دننه شو او په لوړ غږ یې یې ویل: قریشو! محمد له داسې پوځ سره راغلی چې تاسې یې هېڅ د مقابلې وړتیا نه لرئ؛ څوک چې د ابوسفیان کورته ننوت، هغه خوندي دی.

د هغه مېرمن د عتبه لور هند ځیږه شوه، ابو سفيان يې له ګرېوانه ونیو او ویې ښکانځه، خو هغه یې ښکنځل ونه زغمل، بلکې خپل ټول قوم ته یې وویل: هلاک شئ! په خپلو ځانونو مه تېروځئ، تاسو ته داسې یو پوځ راغلی چې د مقابلې وړتیا یې نه لرئ، څوک چې د ابوسفیان کور ته لاړ شي هغه خوندي دی. قریشو وویل: هلاک شې! موږ ټول ستا په کور کې ځایېږو!؟ بیا ابوسفیان وویل: چا چې پر ځان پسې خپله دروازه بنده کړه، هغه هم خوندي دی. بیا یې وویل څوک چې مسجد ته ننوځي، هغه هم خوندي دی. نو خپلو کورونو او یا مسجد ته بیړه وکړئ. خو ځينو قریشو پر جنګ ټینګار کاوه.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې