شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
وروستۍ بریا د الله سبحانه وتعالی رضا لاس ته راوړل دي!
بسم الله الرحمن الرحيم
وروستۍ بریا د الله سبحانه وتعالی رضا لاس ته راوړل دي!

د یو مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې د ژوند له سترو موخو څخه تر ټولو ستره موخه د الله رضا او خوښي لاس ته راوړل دي. د موخې ترلاسه کول هغه څه دي چې زموږ په ژوند کې راتلونکي دي او کله چې له کړاوونو او ستونزو سره مخ کیږو زموږ په ذهن کې وي. قرآنکریم له موږ څخه وړاندې د هغو خلکو ډېرې بېلګې وړاندې کړي دي، چې له ستونزو سره مخ شوي. کله چې موږ له دغه ډول ستونزو سره مخ کیږو، قرآنکریم له موږ سره د دغو ستونزو په پوهاوي کې مرسته کوي. څه وخت چې د امت سخت امتحانونه وینم، نو یوه کیسه رایادېږي، هغه د خندقونو د خلکو کیسه، چې د هغې کیسې په څېر نن په روهینګیا کې زموږ  مسلمان وروڼه او خویندې په اور کې سوځول کیږي او د ناوړه بودایانو له لوري هغو خندقونو ته، چې له اور څخه ډک شوي، غورځول کیږي. په قرآنکریم کې د خندق کیسې اوس ژوندۍ بڼه خپله کړې. د سوریې د ماشومانو سوزېدلي بدنونه، چې د روسي جنګي الوتکو له لوري بمبار شوي، د خپلو ورانو کورونو تر کنډوالو لاندې مومندل کیږي. دغه راز، د مرکزي افریقا په جمهوریت(CAR) کې د کرغېړنو عیسویانو له لوري د مسلمانو وروڼو د جسدونو سوځول ټول هغه ثبتونه دي چې د خندق د خلکو کیسه په موږ ټولو پورې تړي.

دا کیسه په څرګند ډول موږ ته ښيې، چې د مومنانو برخلیک څه دی او د ظالمانو برخلیک به څه وي. الله سبحانه و تعالی د ظالمانو برخلیک ډېر ښه بیان کړی، فرمايې:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾

[البروج:۱۰]

ژباړه: چا چې پر مومنو نارینه او ښځو ظلم او تېری وکړ او بیايې توبه و نه ایستله، هرو مرو د هغوی لپاره د دوزخ عذاب دی؛ د هغوی لپاره د سوځېدو سزا ده.

په همدې سورت کې د هغو مومنانو په اړه چې له دې ډول ظلم سره مخ شي، الله سبحانه و تعالی څرګندونه کړې او د هغوی د برخلیک په اړه  فرمايې:

﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ﴾

[البروج:۱۱]

ژباړه: کومو خلکو چې ایمان راوړی دی او نیک عملونه یې ترسره کړي دي، هرو مرو د هغوی لپاره د جنت باغونه دي چې لاندې یې ویالې بهیږي او دا ستر بریالیتوب دی.

په شفاهي توګه ویلی شو، چې زموږ وروڼو او خویندو په خپل ژوند کې ستر کړاوونه تجربه کړي دي. اسلامي مفکوره له دغې مسئلې څخه موږ ته بېل دید راکوي هغه دا، چې که زموږ وروڼه او خویندې په همدې تګلاره ثابت قدمه پاتې شي، نو د ټول ژوند اصلي موخه به ترلاسه کړي چې هغه د الله رضا او جنت لاس ته راوړل دي.

یو ډېره مهمه پوښتنه، چې باید یې له ځانه وپوښتو، د امت د یوې برخې په توګه زموږ رول او مسؤلیت د مسلمانانو پر وړاندې د دغه روان وحشت او ظلم په اړه څه دی؟ له موږ څخه د څه شي تمه کېږي او کولای شو چې له دې لارې د الله سبحانه و تعالی  رضا لاس ته راوړو؟

له طبعي پلوه، الله سبحانه و تعالی خپل مخلوقات په دې پوهولي دي، چې له دوی څخه د څه شي تمه کېدی شي، په دې اړه فرمايي:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[العمران:۱۱۰]

ژباړه: تاسو په نړۍ کې هغه غوره ډله یاست، چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره ایستل شوي یاست، تاسو په نېکۍ امر کوئ او له بدیو څخه منع کوئ او پر الله ایمان لرئ. که دغو کتابیانو ایمان راوړی وای؛ نو د همدوی لپاره ښه وه، که څه هم په هغوی کې ځينې د ایمان خاوندان شته؛ خو د دوی زیاتره کسان له فرمان څخه سرغړوونکي دي.

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

[التوبه:۷۱]

ژباړه: نارینه مومنان او مومناني ښځې  یو د بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بدیو څخه منع کوي، لمونځونه کوي، زکات ورکوي، د الله او دهغه دپېغمبر اطاعت کوي. دا هغه کسان دي، چې د الله رحمت ورباندې نازلېږي. بې له شکه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دی.

همداراز الله سبحانه و تعالی د خپل پېغمبر په مرسته خبر کړي یو که له دغه مسولیت څخه ډډه وشي او په غاړه وا نخيستل شي، نو له لاندې برخلیک سره به مخ یو:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًامِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلا يَسْتَجِيبُ لَكُمْ»

ژباړه: زما د پر هغه ذات قسم وي، چې زما روح یې په لاس کې دی، تاسو باید پر نیک کار امر او له بدۍ څخه منع وکړئ، که نه نو الله به له خپل لوري داسې سزا راولېږي، چې دعا به کوی خو نه به قبلیږي.

دغه ډول په مسند احمد، مسند عشرة مبشرة، مسند خلفاء راشدین او مسند ابې بکر صدیق کې له ابو بکر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې ده د الله له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل

بې له شکه، که خلک ظالم ویني او لاس یې و نه نیسي، نو ژر ده چې الله به یې په عذاب اخته کړي

«إن الناس إذا رأوا الظالم فلم يأخذوا على يديه أوشك أن يعمهم الله تعالى بعذاب منه»

ژباړه: بې له شکه کله، چې خلک ظالم ویني او مخه یې نه نیسي، نو ژر ده چې الله به له خپل لوري پر دوی ټولو عذاب راولیږي.

نو الله سبحانه و تعالی د هغو مومنانو نقش څرګند کړی، چې کله د منکر او بد کار سره مخ کیږي. دوی اړ دي چې د منکر پر وړاندې ثابت قدمه پاتې شي، ترڅو د ظالم مخه له ظلم څخه ونیول شي.

لکه څرنګه، چې د مسلمانانو مشران د دې دندې په پلي کېدو کې پاتې راغلي او دا پر ټولو مسلمانانو فرض ده، چې دغه مشران خپلو دندو ته راکش کړي. همداراز هغه مشران، چې د اسلام پر مټ د امت د چارو سرپرستي نه کوي، د هغوی واقعت بدل کړي. موږ اړ یو چې دغه چاره په فردي، په ډلییزه او یا د یو واحد امت په توګه ترسره کړو. که موږ چپ پاتې شو نو ګناهکاره یو او که له بدۍ څخه منع نه کوو، نو بیا په رښتیا سره د واقعت د بدلون لپاره کار نه کوو. الله د موږ ته توان راکړي، چې د دوی پر وړاندې دغه مسولیت سرته ورسوو، بیا به د هغه جنت خاوندان شو، چې لاندې یې ویالې بهېږي.

﴿إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ * وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ﴾

[ المایده:۵۵-۵۶]

ژباړه: په رښتیا سره، ستاسو مرستندوی یوازې الله، د الله پېغمبر او هغه مومنان دي، چې  لمونځونه کوي، زکات ورکوي او د الله پر وړاندې سر ټیټوي. او څوک چې الله، دهغه پېغمبر او مومنان خپل ملګري نیسي هغوی ته دې څرګنده وي؛ چې همدا د الله ډله غالبېدونکې ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: یاسمین ملک

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې