پنجشنبه, ۱۶ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د مالیې وزارت او د حکومت ریاست ته د حزب‌التحریر د یوه پلاوي سفر

 

2026 11 18 TNS ACTV Pic

د مالیې وزیرې، مشکاة سلامة الخالدي ویلي:«هر څوک چې د مالیاتو له راټولولو پرته د بودجې لپاره بله حل‌لاره لري، موږ ته دې راوښيي... هر وګړی باید د تونس په ژغورلو کې ونډه واخلي... او هر څوک چې پټې پیسې لري، هغه دې راوباسي»، ، تر دې څرګندونې وروسته حزب‌التحریر ولایه تونس، د چهارشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۱۸مه، د مالیې وزارت او د حکومت ریاست مقرونو ته یو پلاوی واستاوه. پلاوي دواړو ادارو ته هغه اعلامیه وړاندې کړه چې حزب د سه‌شنبې په ورځ، د ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۱۷مه، تر دې سرلیک لاندې خپره کړې وه:«د تونس د واکمنانو د بې‌وسۍ او د مدرنیزم د نظام د ناکامۍ پر وړاندې، د تونس د خلکو ژغورنه یوازې په اسلام او خلافت کې ده.»

په اعلامیه کې راغلي دي:«د دې سیاسي بې‌وسۍ او د مدرنیزم د نظام د ناکامۍ پر وړاندې، چې له ظالمانه مالیاتو او تباه کوونکو پورونو پرته د دولت د عوایدو د تأمین لپاره بله حل‌لاره نه لري، موږ د اسلام له اقتصادي نظام څخه سرچینه اخیستونکې حل‌لارې وړاندې کوو، چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سیوري لاندې پلي کېدو ته چمتو دي، عزتمند ژوند تأمینوي او د اقتصادي ستونزې لاملونه، د بودجې د کسر د مخنیوي او د دولت د عوایدو د تأمین لپاره شرعي حل‌لارې څرګندوي.»

پلاوي همدارنګه دواړو ادارو ته دوه کتابونه وړاندې کړل، چې لومړی یې «په اسلام کې اقتصادي نظام» او دوهم یې «په خلافت دولت کې مالونه» نومېږي.

پلاوي څرګنده کړه چې د دې سفر موخه د مالیې وزیرې څرګندونو ته ځواب ویل او د دې حقیقت روښانه کول دي، چې پر دې خاوره واکمن پانګوال نظام همدا بودجه رامنځته کړې، چې تر ۹۰ سلنې زیات عواید یې له مالیاتو څخه تأمینېږي. همدا نظام د هغو ګڼو اقتصادي ستونزو مسؤول دی چې د دغې خاورې خلک یې له سخت حالت سره مخ کړی دی.

پلاوي ټینګار وکړ چې په ستر اسلام کې داسې تدابیر او حل‌لارې شته چې د بودجې عواید تأمینولی او دغه ستونزې حلولای شي؛ خو د دغو حل‌لارو پلي کول یوازې په هغه دولت کې شوني دي چې اسلام د ټولو قوانینو، تقنیني مقرراتو او احکامو یوازینۍ سرچینه او مرجع وګرځوي؛ هغه قوانین او احکام چې له هغو نعمتونو او شتمنیو څخه ګټه اخیستنه او وېش تنظیموي، چې الله سبحانه وتعالی دغې خاورېته ورپه برخه کړي دي.

دغه سفر همدارنګه د دې خاورې خلکو ته د یوه پیغام رسولو په موخه ترسره شو، چې موږ د مسلمانانو په توګه له هغه وضعیت څخه د ژغورنې او وتلو بله لار نه لرو چې د دغې خاورې خلک ورسره مخ شوي دي، مګر دا چې خپل لوړ او سپېڅلی رب راضي کړو؛ او دا کار یوازې د هغه شریعت او منهج په پلي کولو سره شونی دی، چې پر خپل قدرمن رسول محمد صلی الله علیه وسلم یې نازل کړی دی.

په  ولایه تونس کې د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی

۱۴۴۸هـ ق کال د جمادي الآخر ۹مه

۲۰۲۶م کال د نومبر ۱۹مه

 

د لیدنې د موخې په اړه د پلاوي د مشر وینا

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه تونس وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر ولایه تونس رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه تونس فېسبوک‌پاڼه

د تحریر جریدې رسمي وېب‌پاڼه

د تحریر جریدې فېسبوک‌پاڼه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې