چهارشنبه, ۲۲ رجب ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۱/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د امریکا لپاره د مرکزي آسیا اهمیت

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

امریکا مرکزي آسیا ته هم د نورو اسلامي خاورو په څېر ګوري. دا لید پر دغه بنسټ ولاړ دی، چې مرکزي آسیا څنګه کولی شي چې د امریکا جیوپولیټیکي ګټې خوندي کړي. امریکا ته مرکزي آسیا د همدغه لیدلوري له مخې اهمیت لري. په عمومي ډول دغه سیمه د نادرو او مختلفو طبیعي سرچینو، د انرژۍ د پراخو امکاناتو او د روسیې او چین د محدودیت د ظرفیت له مخې ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دغه هېوادونه هڅه کوي چې خپلې جیوپولیټیکي ګټې خوندي کړي.

د دغو مواردو په پام کې نیولو سره، په ځانګړې توګه د روسیې او اوکریان د جګړې په شالید کې، ځینې څېړنیز او فکري بنسټونه وړاندیز کوي، چې د امریکا دولت دې مرکزي آسیا ته ډېر پام وکړي. دغه وړاندیزونه د مختلفو عواملو پر بنسټ کېږي؛ د بېلګې په توګه د امریکا یو څېړنیز مرکز «د مسوول حکومت هنر (Responsible Statecraft)» له ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د خپلې ولسمشرۍ د دویمې دورې په پیل کې مرکزي آسیا ته پام وکړي. دغه راپور ټینګار کوي؛ په داسې حال کې چې د اوکراین جګړې، د تایوان مسلې او سوداګریزو شخړو نړیوال تمرکز خپل کړی، نو مرکزي آسیا د امریکا د ګټو په خوندي کولو کې مهم رول لوبولی شي.

د شنونکو په وینا امریکا تراوسه له دې سیمې سره، چې روسیه او چین پکې فعال دي، قوي اړیکې نه دي جوړې کړې. مرکزي آسیا پراخې سرچینې او د لېږد رالېږد لپاره ارزښتمنې ستراتیژیکې لارې لري. دې سیمې ته د ټرمپ سمبولیک سفر کولی شي، چې دلته د واشنګټن موقف پیاوړی کړي او پر نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو او د انرژۍ پر تبادلو اغېز وکړي. له همدې امله شنونکو ټاکل شوي ولسمشر ته وړاندیز کړی: «ټرمپ باید لومړی مرکزي آسیا ته سفر وکړي!» دوی پر دې باور دي چې د ډیپلوماتانو له مهارتونو پرته، هېڅ شی د رهبرانو د مخامخ لیدنې په اندازه په بریالیو مذاکراتو کې اغېزناک نشي ثابتېدلی. د امریکا ګډون د هغې رېل‌پټلۍ په جوړولو کې چې له افغانستان څخه تېرېږي، کولی شي چې د افغانستان له امنیت، د ګاونډیونو هېوادونو له اقتصادي پراختیا، د امریکایي سوداګرۍ لپاره له نویو فرصتونو او په سیمه کې د واشنګټن له نفوذ سره مرسته وکړي. دغه پروژه به مرکزي آسیا د پاکستان له کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو سره ونښلوي، زرګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي او د افراطي ډلو ټولنیز بنسټ به کمزوری کړي.

د ازبکستان اټکلونه ښيي چې د افغانستان له لارې د ۷۶۰ کیلومتره رېل‌پټلۍ به پاکستان ته د توکو رسولو وخت شاوخوا پنځه ورځې راکم کړي او د لېږد رالېږد لګښتونه به لږ تر لږه ۴۰ سلنه راټیټ کړي. تمه کېږي دا پروژه چې تر ۶ میلیارده ډالرو پورې لګښت پرې راځي، د ۲۰۲۷م کال تر پای پورې بشپړه شي. همدارنګه وړاندوینه کېږي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به ریل‌ګاډي له دې لارې هر کال تر ۱۵ میلیون ټنه پورې توکي لېږدوي. دغه نوې رېل‌پټلۍ به د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه، روسیه، ازبکستان او افغانستان د پاکستان له بندرونو سره په عرب سمندر کې ونښلوي، ترڅو توکي منځني ختیځ او د آسیا سویل ختیځ ته صادر شي. پر دې سربېره مرکزي آسیا د مهمو فلزاتو پراخې سرچینې لري؛ لکه مګنیزیم، کروم، سرب، زينک او ټیټانیم چې د شنې ټکنالوژۍ لپاره اړین بلل کېږي. د چین لخوا د دغو فلزاتو په صادرولو کې وروستي محدودیتونه ښايي امریکا اړ کړي، چې دغو سرچینو ته د اوږدمهاله لاسرسي لپاره له دې سیمې سره، د «C5+1» ډلې له لارې خپلې اړیکې پراخې کړي.   

همدارنګه د جکسون-فانیک تعدیل د لغوه کېدو غوښتنې هم شته او دغه تعدیل په ۱۹۴۷م کال کې تصویب شو او د مرکزي آسیا په څلورو هېوادونو (ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان) کې لا هم عملي کېږي. دغه تعدیل د امریکا په سوداګرۍ قانون کې د غیر بازاري اقتصاد لرونکو هېوادونو پر وارداتي توکو ځانګړې تعرفې او مالیات لګوي او دولتي پورونه او اعتباري ضمانتونه بندوي. شنونکي په دې باور دي چې دغه ډول خنډونه کولی شي چې د امریکا لخوا د مرکزي آسیا له سترو ظرفیتونو څخه بشپړه ګټه اخیستنه او په دې سیمه کې د هغې  ځواکمن نفوذ محدود کړي. 

د امریکا لپاره د مرکزي آسیا د اهمیت ارزولو په برخه کې باید د روسیې د جیوپولیټیکي فعالیتونو په محدودولو کې د دې سیمې رول ته اشاره وشي؛ هغه هېواد چې لا هم د دې سیمې له هېوادونو څخه د غربي بندیزونو پر وړاندې استفاده کوي. په بل عبارت، دا مسله د کرملین لپاره د مرکزي آسیا هېوادونو د مرستو په څرنګوالي کې د لیدو وړ ده، چې څه ډول د روسیې خلاف د غرب د پراخو بندیزونو مخه نیسي. په داسې حال کې چې ډېری سوداګریزې لارې د روسیې پر مخ تړل شوې دي، خو دغه هېواد یوازې د مرکزي آسیا له لارې "تنفس" کولی شي. پر دې سربېره چین د خپلې لویې پروژې «یو کمربند، یوه لار» لپاره میلیاردونه ډالر لګوي، چې له همدې سیمې څخه تېرېږي. څرګنده ده که چېرې امریکا په مرکزي آسیا کې خپل نفوذ زیات کړي، د روسیې او چین لپاره به ډېرې ستونزې رامنځته شي.

یو بل لامل چې د یادونې وړ دی هغه دا دی، چې مرکزي آسیا د اسلامي خاورو یوه نه بېلېدونکې برخه ده. تاریخ ښيي چې په دې خاوره کې ستر عالمان او نړیوال مشهور نظامي قوماندانان راټوکېدلي دي او د کفارو په زړونو کې یې وېره اچولې ده. د ۱۹۹۰م لسیزې په لومړیو کې د کمونیستي نظام له نسکورېدو وروسته د دې سیمې مسلمانانو په جدي توګه د هغه وخت له دولتونو څخه د اسلامي حکومت غوښتنه وکړه. له شک پرته چې په منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت په ځانګړې توګه د سوریې پېښې به د مرکزي آسیا پر مسلمانانو اغېز وکړي. د سیمې د استبدادي حکومتونو د ظالمانه او وحشیانه سیاستونو په پایله کې خلک د هغوی پر وړاندې په تدریج سره په پټه او ښکاره اعتراض کوي. دا وړاندوینه سخته ده چې د دې سیمې "د باروتو د بشکې چاودنه" به څه وخت پېښېږي؛ هغه چادونه چې پایلې به یې هم د اوسنیو حکومتونو او هم د امریکا او روسیې لپاره د تمې خلاف وي. دغه چاودنه ښايي یوازې تر مرکزي آسیا پورې محدوده پاتې نشي او د یوه پراخ قیام احتمال شته، چې په تکبیر سره به اسلامي شعارونه ورکوي او تر ګاونډي افغانستان او ان پاکستان پورې به ورسېږي. البته د امریکا په څېر د ستراتیژیک فکر لرونکی هېواد په مرکزي آسیا کې د "چاودنې" دغه ډول وړاندوینې له پامه نه شي غورځولی.

د امریکا لپاره د مرکزي آسیا اهمیت دغه ډول خلاصه کېدلی شي: که څه هم مرکزي آسیا د امریکا لپاره د ژوند او مرګ مسله نه ده، خو دغه هېواد دې سیمې ته د خپلو جیوپولیټیکي ګټو د خوندي کولو او د خپلې نړیوالې هژموني د ساتلو لپاره د یوې ستراتیژیکې برخې په توګه ګوري. مرکزي آسیا د اسلامي خاورو یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دې سیمې مسلمانان زړور خلک دي، چې له اسلام سره مینه لري او غواړي ژوند ورسره وکړي او په دې لاره کې د خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو دي. دغه خاورې چې ډېر ژر به د نبوت پر منهج د راشده خلافت برخه وي، د اسلام لپاره به یوه ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي او د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د روسیې او چین په محاصره کولو کې مهم رول ولوبوي. 

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) ‏ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «په هغه ورځ مومنان خوشالېږي. (هو، خوشالېږي) د الله په مرستې سره. الله له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې خوښه یې شي او هغه برلاسی (پر خپلو دښمنانو) او ډېر مهربان (پر خپلو دوستانو) دی.»

د الرایه جریدې له ۵۲۸ ګڼې څخه

لیکوال: استاد أبوخلیل - ازبیکستان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

سوریه ولې له اسلام پرته د بل هر څه لپاره مناسبه ده؟

(ژباړه)

خبر:

د سوریې د نوې ادارې مشر، احمد الشرع د دمشق په الشعب ماڼۍ کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې، آنالینا بربوک او د هغې له فرانسوي سیال، ژان نوئل بارو سره ولیدل. د دغې لیدنې په جریان کې په سوله‌ییز ډول د واک د هر اړخیز لېږد پر سر ټینګار وشو. دا د اسد د رژیم له راپرځېدو راهیسې له غربي چارواکو سره په دغه سطحه د احمد الشرع لومړنۍ لیدنه ده. (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۵/۱/۳)

تبصره:

له نوي انتقالي حکومت سره د سوریې وضعیت هماغسې دی لکه د اسد تر تېښتې وړاندې چې و؛ د یهودو پر وړاندې چوپه ده، له غربي هیوادونو سره هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي او په نړیوال نظم کې –چې له اسلام سره په ټکر کې دی- د ذوب او ډوبېدو په حال کې ده. د اسد له ګوښه کېدو راهیسې، احمد الشرع د غربي او عربي هیوادونو د پلاوو په کوربه‌توب بوخت دی تر څو غرب ته وښيي چې له هغوی سره دی او غوښتنو منلو ته یې تیار دی. نوموړی خپله ټوله هڅه کوي چې وړتیا یې ورته ثابته کړي او ډاډ ورکړي چې د سوریې لپاره به د هغوی پلانونه بې پایلې نه وي.

د جرمني او فرانسې –چې د یوې اسلامي خاورې په توګه له سوریې سره هیڅ اړیکه نه لري- له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه؛ د امریکا امرونه او د راپورونو له مخې په سوریه کې د امریکا د نظامي هډې جوړولو لپاره پلان برابرول او همداراز یهودو ته ډاډ ورکول چې د سوریې لخوا به هیڅ ګواښ ورته پيښ نه شي؛ دا ټول په داسې حال کې کېږي چې احمد الشرع لا خپل واک بشپړ نه دی تثبیت کړی. فکر وکړئ چې که ټول واک ترلاسه کړي څه به وکړي!

سوریه څو پېړۍ د اسلام تر حاکمیت لاندې وه؛ تر هغې چې خلافت دولت د دغو کافرو دولتونو لخوا نسکور شو چې د اسلام پر وړاندې یې دسیسه جوړه کړه. له هغه وخت راهیسې اسلامي امت د هغو حکامو له لاسه ډېر ځورېدلي چې غرب د اسلام د بیا حاکمېدو د مخنیوي لپاره پرې ګومارلي. سوریه د هغو خاورو له ډلې وه چې خلک یې ډیر وځورېدل او د خلافت تر نسکورېدو وروسته یې د جنایتکار حافظ الاسد او د هغه د زوی، بشار الاسد لخوا ډیر وکړېدل؛ تر هغه چې الله سبحانه و تعالی مهرباني پرې وکړه، د اسد وحشي نظام ونړېد او دوی له دغه ظلم، ذلت او خوارۍ خلاص شول. آیا اوس به د سوریې خلک ومني چې یو ذلت له بل سره بدل کړي؟ ایا دا به ومني چې بیا د غرب او د مسلمانانو لپاره د هغوی ظالمانه قوانینو ته وروګرځي؟

د سوریې نوی دولت ولې دا باور لري چې سوریه د بل هر څه لپاره مناسبه ده؛ خو د دې لپاره مناسبه نه ده چې یو اسلامي دولت وي!؟

لیکوال: سوزان المجرات – د فلسطین سپېڅلې خاوره

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د مطلب ادامه...

ایران؛ هغه لوی دروغ چې ډېری خلک یې تېرایستل!

 (ژباړه)

خبر:

الشرق الاسط ورځپاڼې تر «سوري شیعه‌ګان؛ ایران هغه لوی دروغ وو، چې موږ یې تېرایستلو او پروژې یې سوریه ویجاړه کړه.» سرلیک لاندې لیکلي دي: «د سوریې شیعه‌ګانو په سوریه کې د ایران له سیاستونو او همدارنګه له دې شکایت کړی چې دوی ته یې د سوریې له نورو خلکو په ځانګړې توګه اکثریت اهل سنتو څخه د وېرولو له لارې فرېب ورکړی دی. ایران خپل ځوانان ګمراه کړل او هغوی یې د نظامي سونتوکو په توګه په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره د سپاه پاسداران د ملېشو (هغو غیررسمي وسله‌والو ډلو ته وایي، چې ډېری مهال د دولتونو یا ځانګړو ډلو تر امر لاندې نه وي او په خپلواکه توګه عمل کوي) په چوکاټ تنظیم کړل او وروسته یې پرېښودل. د مرکې ګډونوال په دې باور وو، چې ایران یو لوی دروغ وو چې پروژې یې سوریه ویجاړه کړه، اوسېدونکي یې له یو او بل څخه بېل کړل او شیعه او علوي طایفې یې د ولایت فقیه د پروژې لپاره په وسیلو بدلې کړې. دغه اقدام د سوریې په ډېری خلکو کې د ژور درځ لامل شو او د دغو طایفو اولادونه د هغه انقلاب پر وړاندې د یوې بې‌ګټې جګړې پر سونتوکو بدل شول، چې د سوریې د خلکو بېلابېلې ډلې یې متحدې کړې وې. ایرانیانو د سوریې ځینو شیعه‌ګانو ته د قدس د ازادۍ په تړاو په کاذبو ژمنو فرېب ورکړ؛ په داسې حال کې چې اصلي موخه یې د ایران د ګټو خوندي کول او د سوریې له خاوروې استفاده کول وو، ترڅو د لبنان حزب‌الله ته وسلې ولېږدوي او فرقه‌یي تاوتریخوالی پراخ کړي.»

تبصره:

دا د ایران د نظام واقعیت دی؛ بلکې تر دې هم ناوړه دی، هغه نظام چې په لومړۍ ورځ د فرقه‌پالنې پر بنسټ رامنځته شو. د مسلمانانو تر منځ یې تفرقه رامنځته کړه، د هغوی یووالی یې ختم کړ او تر منځ یې د کینې او اختلاف تخم وشینده، بیا یې دا تخم وپاله چې وده وکړي، لوی شي او مېوه ونیسي. ډېری ساده او عام وګړي تېروتل او د هغه پر اساس یې ډلې، ټولنې او مرکزونه جوړ کړل، ترڅو د مسلمانانو په منځ کې فتنه خپره کړي. دا فتنه د دې سبب شوه چې مسلمانان له خپل اصلي دښمن یعنې استعمار څخه بې‌پروا شي او په خپلو کې سره ونښلي؛ دا هغه فرقه‌يي شخړې وې، چې د دوی په غوښتنه تل باید دوام وکړي او ړندې تاریخي کینې او دښمنۍ همداسې ژوندۍ وساتي.

د دغه اخوندي نظام پر وړاندې ځینو نورو حاکمانو لکه؛ د آل‌سعود حاکمانو هڅه وکړه، چې حزبونه، ټولنې او مرکزونه جوړ کړي، ترڅو مسلمان ځوانان په بې‌ګټو جګړو کې ښکېل کړي. دغه جګړې په ظاهره له دین او اهل سنت والجماعت څخه دفاع وه، خو په حقیقت کې یې موخه له اصلي دښمن یعنې استعمار څخه د مسلمانانو منحرفول وو، چې د بدبختیو او مصیبتونو سرچینه ده. په دې سبب مسلمانان له هغو اساسي بدلونونو څخه لاس په سر شول، چې د مسلمانانو په خاورو کې یې استعمار او کفر له منځه وړلی شوای او پر ځای یې د سني او شیعه تر منځ په فرقه‌يي شخړو کې مصروف شول. په داسې حال کې چې دواړه نظامونه د اسلام دښمنان دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اهل بیت او ټولو اصحابو څخه بېزار دي، له اهل سنت سره جنګېږي او په ټول توان سره هڅه کوي چې د ژوند ډګر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د بېرته راګرځېدو مخه ونیسي. دغه دوه نظامونه (ایران او سعودي) د رسول الله صلی الله علیه وسلم، اهل بیتو او اصحابو له محبت څخه تر ټولو ډېر لرې دي.

دا هغه نظامونه دي چې امریکا یې د خپل ولي په توګه غوره کړې ده، د هغې ګټې خوندي کوي او نقشې یې عملي کوي. د دغو نقشو په سر کې له اسلام سره جګړه او د مسلمانانو د یووالي مخنیوی دی. دغه نظامونه د غولوونکو شعارونو تر شا پټ شوي دي، چې عامو خلکو ته فرېب ورکوي او د ساده خلکو احساسات تحریکوي، لکه د قدس د ازادولو او له اهل سنت والجماعت څخه د دفاع کولو مسله. دغو شعارونو ډېری خلک جذب کړي دي، خو ذهنونه یې غولولي او سترګې یې ړندې کړې دي. پایله دا شوه چې خلک د دغو خیانتونو او ظلمونو په سبب له تفرقې، عذاب، جنایت او فساد سره مخ شول، دا هغه څه دي چې امت د دغو ظالمانو او غرب ته ژمنو حاکمانو له امله تجربه کړل.

په پورته راپور کې په دې اړه د یو شمېر کسانو د نظرونو ارزول، په حقیقت کې د ایران د پراخو جنایتونو او دروغو یوه کوچنۍ بېلګه ده او دا وضعیت پر اسلامي خاورو د حاکمو رژیمونو په اړه هم صدق کوي. همدارنګه کوم خدمتونه چې ایران په افغانستان، عراق، سوریه، فارس خلیج، یمن او لبنان کې امریکا ته وکړل، په حقیقت کې د ډېرو مسایلو یوازې یو څو بېلګې دي.  

هو، ایران یو لوی دروغ دی، زموږ د عصر دروغ او همدرانګه هغه نور رژیمونه چې له اهل سنت والجماعت څخه د ملاتړ او محبت ادعا کوي، په اصل کې ټول د غرب دوستان او د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.

لیکوال: انجینیر باهر صالح

د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

آیا خور او لور ته د زکات ورکول جایز دي؟

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

عبدالله الحداد ته ځواب

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

الله سبحانه و تعالی دې تاسو په خیر لري او د الله او رسول په طاعت کې دې اوږد ژوند در په برخه کړي! د لوی عرش له څښتن الله تعالی څخه غواړم چې په داسې حال کې دویم راشده خلافت دولت راپه برخه کړي چې تاسو روغ او جوړ یاست.

پوښتنه مې دا ده: آیا خور او لور ته زکات ورکول جایز دي؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

۱- اسلام د فقير نفقه واجب کړې او الله تعالی دا مسئله د فقیر او هغه کس په اړه چې د فقير نفقه پرې واجب ده، بيان کړې ده.

د اقتصادي نظام کتاب په ۲۰۴ - ۲۱۱ پاڼو کې ذکر شوي:

«اساسي حاجات چې نه رفع کېدل یې فقر ګڼل کیږي، استوګنځی، ډوډۍ او جامې دی، تر دې پرته نور موارد له کمالیه حاجاتو څخه شمېرل کیږي. نو هغه څوک چې کمالیه حاجات یې مرفوع نشي فقیر نه ګڼل کیږي.

اسلام د اړینو مواردو رفع کول فرض ګڼلي، هر څوک یې چې د مرفوع کولو وړتیا لري مرفوع دې یې کړي، او که یو شخص د مال د نه لرلو له امله دا موارد نشي مرفوع کولی یا هم د دغو مواردو د لاسته راوړلو امکان نه وي، د اسلام سپېڅلي دین پر نورو واجب کړې چې له ده سره مرسته وکړي تر څو یې اساسي اړتیاوې مرفوع شي. د اسلام سپېڅلي شریعت له یوه شخص سره د مرستې د څرنګوالي موارد داسې بیان کړي دي:

﴿وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ﴾ [بقره: 233]

ژباړه: او د ماشوم پر پلار واجب ده چې هغوی (ميندو يا ماشوم ته شيدې ورکوونکو) ته په معروف ډول خوراک او لباس ورکړي. هیڅ څوک تر خپل وس په زيات څه مکلف نه دی، نه به مور د اولاد له امله له زيان سره مخ کېږي او نه به پلار ته د خپل بچي له امله زيان رسېږي. او پر وارث هم واجب ده (د پلار د مړينې يا ناتوانۍ په صورت کې) همدا کار وکړي (ماشوم ته د شيدو ورکولو په دوران کې د هغه مور ته خوراک او لباس ورکړي.»

یعنې دا چې پر وارث د پلار په څېر واجب ده چې د شخص نفقه ورکړي؛ البته له وارث څخه موخه بالفعل وارث نه دی؛ بلکې له وارث څخه موخه هغه څوک دي چې د میراث مستحق وي. که یو کس اقارب نه درلودل چې پر هغه یې نفقه واجب وي، نو نفقه یې پر بیت‌المال لازمه ده. د زکات په باب کې له ابوهریره رضي الله عنه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلِوَرَثَتِهِ وَمَنْ تَرَكَ كَلّاً فَإِلَيْنَا» (مسلم)

ژباړه: له چا څخه چې (تر مرګ وروسته) مال پاتې شو، نو مال يې د وارثانو دی او له چا څخه چې (تر مرګ وروسته) کل پاتې شو، نو هغه زموږ دی. (مسووليت يې زموږ پر غاړه دی).

کَل هغه کس ته ویل کیږي چې زوی، پلار او مور ونلري.» پای

۲- هغه اقارب چې نفقه پرې واجب ده دا دي: د «موسوعه الفقهیه الکویتیه» په ۶۸-۸۲۶۷ پاڼه کې راغلي دي: «هغه کسان چې د زکات ورکړه ورته جایزه نه ده ... هغه څوک چې زکات ورکوونکی هغه ته منسوبیږي او یا هغه شخص زکات ورکوونکي ته د ولادت له اړخه منسوبیږي چې شخصي اصول یعنې پلار او مور او نیکه او انا پکې شامل دي؛ که وارثان وي او که نه وي، همداسې اولاد او د هغوی اولادونه په هره درجه چې ښکته وي پکې شاملیږي. احنافو ویلي: په دې دلیل چې د املاکو منافع یې سره تړلې دي او دا د احنافو او حنابلو مذهب دی.

خو نورو اقاربو ته د زکات ورکړه هېڅ ممانعت نلري لکه ورونه، خویندې، ترونه، ترورګانې، ماما‌ګان، خاله‌ګانې او اولادونه یې؛ که څه هم د ځینو د نفقې مسوولیت د زکات ورکوونکي پر غاړه وي؛ دلیل يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول دی:

«الصَّدَقَةُ عَلَى الْمِسْكِينِ صَدَقَةٌ، وَهِيَ عَلَى ذِي الرَّحِمِ ثِنْتَانِ صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ»

ژباړه: مسکین ته صدقه، صدقه ده په داسې حال کې چې پر ذوالارحام صدقه دوې (صدقې) دي:صدقه او صلةالرحم.

دا د احنافو مذهب او د حنابله‌و مذهب هم دی.

خو مالکیان او شافعیان هغه اقاربو ته د زکات ورکړه جایز نه ګڼي چې نفقه یې پر زکات ورکوونکي وي. هغه کسان چې نفقه یې واجب ده پلار او مور دي نه نیکه او انا او همداسې د لور او زوی نفقه واجبه ده نه د هغوی د اولادونو؛ او د زوی نفقه تر هغه مهاله چې صغیر وي او د لور تر هغه مهاله چې واده وکړي او د خاوند مدخول‌بها واقع شي واجب ده؛نو هغه کسان چې د شافعیانو له انده یې نفقه واجب ده اصول او فروع دي.»

۳- څرنګه چې ګورئ چې لور ته د زکات په ورکړه کې د فقهاوو بېلابېل نظرونه دي؛ ځکه لور د فروعاتو له ډلې ده او پر دې سربېره د فقهاوو په اند ثابته ده چې زکات ورکوونکی باید هغو کسانو ته د زکات له مال څخه څه ورنکړي چې نفقه یې پر ده واجب وي؛ بلکې د زکات له مال پرته له نور مال څخه یې ورکړي؛ اختلاف په دې کې دی چې له اصول او فروعاتو څخه پر کومو کسانو نفقه واجب ده؟

ځینو فقهاوو ویلي چې: «هغه کسان چې د زکات ورکړه ورته جایزه نه ده د شخص اصول دي لکه پلار، مور، نیکه او انا، که وارث وي او که نه وي، همداسې اولاد او د هغوی اولاد چې هر څومره کښته ځي. احنافو ویلي دي په دې دلیل چې د املاکو ګټه یې سره شریکه ده، دا د احنافو او حنابله‌و مذهب دی.»

ځینې فقها وايي: «هغه کسان چې د مالکیه‌و په اند یې نفقه واجب ده پلار او مور دي نه نیکه او انا، همداسې لور او زوی دي نه اولادونه یې او د زوی نفقه تر هغه چې صغیر وي او د لور نفقه تر هغه چې واده وکړي او د خاوند مدخول‌بها واقع شي واجب ده»

ځینو فقها‌وو ویلي دي: « هغه کس چې نفقه یې د شافعیانو په اند واجب ده اصول او فروع دي...»

اوس ستاسو د پوښتنې ځواب ته راځو چې ویلي مو وو:«آیا خور او لور ته د زکات له مال څخه زکات ورکول جایز دي؟»

۱- د لور په هکله:

الف - کله چې لور خاوند ونلري او له خپل پلار سره ژوند کوي، نفقه یې پر پلار لازمه ده. ځکه پلار یې باید د هغې نفقه له خپل مال څخه ورکړي نه د زکات له مال څخه.

ب - کله چې لور خاوند ولري او خاوند یې د ژوند لګښتونه بشپړولی شي او د ښځې نفقه ورکولی شي، نو لور ته د زکات ورکړه جایز نه ده؛ که څه هم لور فقیره وي؛ ځکه لور د هغې د خاوند په اعتبار شتمنه ګڼل کیږي.

نووي په المنهاج کې ویلي دي: «هغه کس چې د اقاربو او خاوند په نفقې سره ژوند کوي نو سم نظر دا دی چې فقیر او مسکین نه ګڼل کیږي.» پای

ج - کله چې لور خاوند ولري او فقیره وي او خاوند یې هم د نفقې له ورکړې عاجز وي، په دې صورت کې ابن قدامه په «المغني» کې ویلي دي: «که مېرمن د نفقې وړخاوند درلود او نفقه یې ورته برابروله، هغې ښځې ته د زکات ورکړه جایزه نه ده؛ ځکه خپل ژوند د خاوند په نفقې او مال سره پر مخ بیايي او دا مېرمن د هغه چا په څېر ده چې ځمکه لري او د ځمکې له محصول څخه د ژوند لګښتونه برابروي او که یې نفقه نه ورکوله، نو د زکات ورکول ورته جایز دي او دا ښځه د هغه چا په څېر ده چې عقار ملک لري خو ګټه ترې نه راځي، احمد همدې ته ورته مسئله ویلې ده.» پای

له دې اختلاف څخه د وتلو لپاره دې نظر ته ترجیح ورکوم چې که د لور خاوند فقیر وي، د فقیرې لور خاوند ته دې د زکات له مال څخه ورکړل شي او هماغه خاوند دې خپلې مېرمنې ته له اخیستل شوي زکاتي مال څخه نفقه ورکړي؛ خو لور ته باید له غیر زکاتي مال څخه څه ورکړل شي.

۲- د خور په هکله ځواب دا دی:

که خور دې ستا په کور کې ژوند کوي او تاسو یې نفقه ورکوئ، نو جایزه نه ده چې د زکات مال مو ورکړئ، خو که خور مو خاوند لري او خاوند یې فقیر وي، په دې صورت کې ښه دا ده چې د مال زکات مو ورکړئ؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی:

«الصَّدَقَةُ عَلَى الْمِسْكِينِ صَدَقَةٌ، وَهِيَ عَلَى ذِي الرَّحِمِ ثِنْتَانِ صَدَقَةٌ وَصِلَةٌ»

ژباړه: مسکین ته صدقه، صدقه ده په داسې حال کې چې پر ذوالارحام صدقه دوې (صدقې) دي:صدقه او صلةالرحم.

دا هغه نظر دی چې زه یې ستا د پوښتنې د ځواب په برخه کې ترجيح ورکوم. هیله ده چې همدومره بسنه وکړي. الله سبحانه و تعالی تر ټولو ډېر عالم او با حکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

د ۱۴۴۵ه.ق  د ذوالحجې ۲۸مه

د ۲۰۲۴م د جولای ۴مه

ژباړن: تمیم انصار

د مطلب ادامه...

فلسطیني اداره او امنیتي ارګانونه یې خپل غړي د جهنم ژورې کندې ته بیایي

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د ډسمبر په ۲۰مه، "عطیه وایل" د جمعې ورځې لمانځه پر مهال خپل وینا کې فلسطیني ادارې (PA) او د هغې امنیتي ادارو ته خبرداری ورکړ چې د جنین په کمپ کې د مسلمانانو د وینې حرمت ته پام وکړي. په ځواب کې، د دغې ادارې امنیتي ارګانونو هغه د بلعا د کلی – طولکرم – له دوکان څخه په وهلو ډبولو له ځان سره یووړ. هغوی د عطیه پر کارکوونکي، مهدي فیاض هم برید وکړ او هغه یې هم ونيو. د فیاض یوازینی جرم دا و چې د امنیتي ځواکونو د وحشت او پر خلکو د یرغل ویډیو یې اخیستې وه. هغه لا تر اوسه د استخباراتو په بند کې دی.

له دې وروسته، چارواکو ، د ۲۰۲۴م کال، د ډسمبر په ۲۱مه، شنبه، د دغه جرم لړۍ ته دوام ورکړ او "تیسیر جیطاوي" او د هغه دوه زامن، "قتیبه" او "عبیده" یې ونیول. پوليسو د دوی پر کور وحشیانه بريد وکړ، د کور حريم یې مات کړ او دواړه زامن یې په زور ونیول. وروسته، پلار (تیسیر) خوشې شو، خو زامن یې لا هم په بند کې دي.

دا هغه صحنه ده چې فلسطیني اداره او د هغو خلکو پر وړاندې د دغې ادارې کړنې څرګندوي چې په جنین کمپ کې د دوی پر شرمناکو جرمونو نیوکه کوي. دوی هغه کسان نیسي او شکنجه کوي چې د دوی پر جرمونو او د حزب التحریر د شبابو پر وړاندې د دوی پر ظلم نيوکه کوي.

دلته، د امنیتي ادارو غړي باید ودرېږي، فکر وکړي او پر خپلو کړنو له سره غور وکړي:

هغه څه چې امنیتي ادارې یې په جنین کمپ کې ترسره کوي – د خلکو محاصره، د خوراک او څښاک بندول او د اوبو پر ټانکونو ډزې کول – په شمالي او بیا وروسته په ټوله غزه کې د یهودو ظلمونو ته ورته صحنه ده. یهود خو هغه دښمنان دي چې په کرکه او نفرت یې ان ډبرې شاهدي وايي؛ آیا فلسطيني ادارې تاسو د هغوی په څېر کړي یئ؟ ایا تاسو د خپلو وروڼو پر وړاندې جګړه کوئ، هغوی وږې او تږې ساتئ، د هغوی ښځې، ماشومان او سپين ږیري محاصره کوئ؟! ایا تاسو نه ګورئ چې ستاسو لاسونه د تشکیلاتي حکومت د مشرانو د اوامرو په اطاعت کې، چې په رام الله کې د یهودو او امريکايي جنرال امرونه پلي کوي، څه کړي دي!؟

هغه کسان چې په جنین کمپ کې وسلې لري، تاسو ته یې په وار وار ویلي چې زموږ وسلې تاسو ته نه دي نیول شوې؛ بلکې مقابل لوری مو اشغالګر پوځ دی. تاسو څنګه کولای شئ چې خپلې وسلې د هغو کسانو سينو ته برابرې کړئ چې ستاسو وینه یې ساتلې!؟ تاسو د دغو کسانو پر لور لاسونه غځوئ چې ویې وژنئ؛ په داسې حال کې چې هغوی تاسو ته هېڅ زیان نه دی رسولی؟ ایا تاسو غواړئ د هغوی ګناهونه په خپله غاړه واخلئ او د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې دا ستر بار پر خپلو اوږو واچوئ؟ ایا تاسو فکر نه کوئ!؟

وروسته د فلسطین خلک د ښکېلاکګرو ښارګوټو د اوسېدونکو له لوري تر یرغلونو لاندې راځي، چې د الله سبحانه وتعالی کورونه سوځوي؛ لکه د "سلفیت" په څنګ کې "مردا" کلی. دوی کورونه او دوکانونه سوځوي او ویجاړوي، خلک له خپلو کورونو بې ځایه کوي او له خپلو ځمکو یې راګرځوي. تاسو نه د خلکو ساتنه کوئ او نه دوی ته وسلې ورکوئ چې خپله دفاع وکړي. ستاسو له دغو اعمالو سره د فلسطین خلک حیران دي چې څوک به یې دفاع کوي.

نو دوی ته ځواب ورکړئ چې څوک به يې د ظالمانو له یرغل څخه ساتي؟ ایا نه پوهېږئ چې تاسو د لوېدیځې غاړي د خلکو د بېځایه او بې کوره کولو لپاره د یهودو پلان د دوی په خوښه پلی کوئ؟ سرغړوونکو چارواکو داسې حالت ته رسولي یئ!؟ ایا نه پوهېږئ چې یهود له اوسلو تړون راهیسې د فلسطیني ادارې د سترګو پر وړاندې د خپلو ښارګوټو پراخولو او نویو قوانینو د تحمیل په حال کې دي؟

یهود اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوي؛ داسې چې غواړي خپل ښارګوټي پرته له کوم مقاومت څخه پراخ کړي، په داسې حال کې چې تاسو اړ کوي چې د خپلو خلکو پر وړاندې ودرېږئ او هغوی د ښارګوټو جوړوونکو پر وړاندې تسلیمۍ ته اړ کړئ.

که تاسو په دې بریالي شئ چې خپل خلک د هغوی د پلانونو له مخې تسلیم کړئ، تاسو به هغوی ته ستر خدمت کړی وي، خو ایا فکر کوئ چې هغوی به له تاسو څخه خوښ شي او ستاسو وفاداري به وستایي؟ نه، په ولله چې هغوی به تاسو دومره رسوا او ذلیل کړي چې هېڅوک به درسره ونه درېږي. تاسو پوهېږئ چې دوی څومره مزدور چارواکي د خپل ماموریت له ترسره کولو وروسته منحل کړي دي.

موږ، حزب التحرير، په همدې سپېڅلې خاوره کې د یوه مخلص نصیحت کوونکي په توګه پر تاسو غږ کوو: د هغو مشرانو د امرونو له اطاعت څخه لاس واخلئ چې خپل برخلیک یې د یهودو له برخلیک سره تړلی دی. یهودو ته د هغو کسانو په منځ کې هیڅ توپیر نه شته چې پر وړاندې یې جنګېږي یا یې ترڅنګ جنګېږي او ملاتړ یې کوي.

له خپلو وروڼو او کورنیو څخه، چې تاسو یې وینه، عزت او مالونه لوټ کړي دي، چیرې ځئ؟ د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی له غضب او انتقام څخه چیرې تښتئ؟ د مفسدينو او د فلسطیني ادارې د چارواکو او مشرانو جنایتکارانه امرونه او لارښوونې مه منئ چې د دنیا او اخرت د هلاکت په ‌ډنډ کې مو ډوبوي.

موږ د هغو کسانو کورنیو ته چې په امنیتي ادارو کې کار کوي وایو: له خپلو زامنو سره مرسته وکړئ، هغوی ته نصیحت وکړئ او له دغې ناوړه لارې یې راوګرځوئ چې دین او دنیا یې خوندي کړئ. د قیامت په ورځ به تاسو د هغوی پر حال افسوس وکړئ.

(وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ) [ابراهیم: ۴۲]

ژباړه: «داسې ګومان مه کوه چې الله تعالی د ظالمانو له کړنو خبر نه دی [بلکې خبر دی] له شکه پرته چې د دوی عذاب هغې ورځې ته ځنډوي چې په هغه ورځ به یې سترګې رډې ولاړې وي

موږ، په حزب التحریر کې، قسم کړی چې د اسلام مخلص ساتونکي به یو؛ د حق خبره کوو او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره له هېڅ ملامتوونکي نه وېرېږو. هغه چارواکي او ادارې چې د حزب التحریر پر وړاندې ولاړ دي، موږ یې پېژندلي یو او پوه شوي چې د رژیمونو لخوا د نیولو، شکنجې، او ان وژنلو په څیر جنایتونه موږ له خپل هدف څخه نه شي منع کولای. د دغو رژیمونو وخت پای ته رسېدلی دی، خو حزب التحریر او دعوت یې ژوندی پاتې شوی. زموږ په زړونو کې د حق دعوت د غرونو په څېر کلک او مضبوط دی. موږ باور لرو چې اسلام به د الله سبحانه وتعالی په وعده او حکم سره بېرته راګرځي. په دې کې هېڅ شک نشته. د فلسطین قضیه د اسلام قضیه ده او دا د ټولو مسلمانانو مکلفیت دی چې د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي.
په پای کې، په حجة الوداع کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وصیت راوړو:

«... فَإِنَّ دِمَاءَکُمْ وَ أَمْوَالَکُمْ، قَالَ مُحَمَّدٌ: وَ أَحْسِبُهُ قَالَ: وَأَعْرَاضَکُمْ عَلَیْکُمْ حَمَکَمْ حَرامٌ، هَذَا، فِی بَلَدِکُمْ هَذَا، فِی شَهْرِکُمْ هَذَا، وَسَتَلْقَوْنَ رَبَّکُمْ فَسَیَسْأَلُکُمْ فَاَلُکُمْ عَمْ، أَعَمْ، تَرْجِعُوا بَعْدی ضُلَّالاً یَضْرِبُ بَعْضُکُمْ رِقَابَ بَعْضٍ، أَلا لِیُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ،..»  [بخاری]

ژباړه: (... نو ستاسو وینه، ستاسو مالونه او ستاسو عزت د یو بل لپاره حرام دي، لکه څنګه چې د دې ورځې، د دې میاشتې او د دې ښار حرمت دی. تاسو به له خپل رب سره مخ شئ او هغه به تاسو د خپلو عملونو په اړه وپوښتي. پام کوئ! له ما وروسته کافران ضلالت ته مخه نه کړئ چې د یو بل غاړې پرې کړئ...)

د فلسطين په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحرير مطبوعاتي دفتر

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۲۲مه

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۰مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

خلافت؛ د پرمختګ او عزت یوازینۍ لاره!

  • خپور شوی په سیاسي

‏په اوسني وخت کې د "بني‌امیه بیا راګرځېدلي" پشان عبارتونه تکرارېږي؛ کله یې چې خلک اوري، هدف یې د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره دعوت دی. دغه عبارتونه اموي دورې ته اشاره کوي؛ دا دوره د ځینو په باور د اسلامي عظمت د اوج دلیل د بني‌امیه حکومت و. خو دا لید سطحي دی او حقیقت دا دی چې قدرت او پرمختګ د افرادو او نسبونو له امله نه و، بلکې د هغه نظام له امله وو چې بني‌امیه يې پر بنسټ حکومت کاوه؛ یعنې خلافت.

اموي خلافت د اسلامي حکومت د نظام یوه برخه وه؛ یعنې هغه نظام چې حکم پکې یوازې د الله سبحانه وتعالی و. بني‌امیه د خپلې کورنۍ د ځانګړتیاوو په خاطر نه، بلکې د خلافت دولت د استازو په توګه حکومت کاوه، چې اسلامي شریعت یې د بشپړ حکومتي نظام په توګه پلی کاوه. مسلمانانو واحد امام درلود؛ یعنې خلیفه، چې امت به یې راټولاوه او صفونه به یې د اسلام تر بیرغ لاندې متحدول. دا هغه نظام و چې مسلمانانو ته یې هیبت ورکړ او د هغوی مقام یې د نورو ملتونو تر منځ لوړ کړ او هغوی یې د فتحو په لوري وخوځول؛ هغه فتحې چې اسلام یې په ټوله نړۍ کې خپور کړ. هو، د بیعت په اخیستلو کې تېروتنې وې، خو د خلکو د ژوند په نورو برخو کې یې په بشپړه توګه د اسلام پر بنسټ حکومت کاوه.

اې مسلمانانو! موږ واحد امت وو، خو نن پر ټوټه-ټوټه دولتونو بدل شوي یو. موږ یو امام درلود، خو اوس زیات حاکمان راباندې مسلط شوي دي. زموږ نظام اسلام و؛ خو اوس یې ځای بشري غربي نظامونو نیولی دی! زموږ مخکینی شعار "الحکم لله" و، خو زموږ ځینې کسان اوس د "الحکم للشعب" شعار ورکوي!

نن چې دومره وروسته‌پاتې یو، علت یې له خلافت دولت څخه لرېوالی او د قومپالنې او ډیموکراسۍ پشان پردیو مفکورو منل دي؛ دغو مفکورو موږ وېشلي او کمزوري کړي یو. د اسلام عظمت او د مسلمانانو قدرت به یوازې هغه مهال راوګرځي، چې د نبوت پر منهج راشده خلافت تر بیرغ لاندې سره راټول او متحد شو.

ولې په تفرقه او کمزروۍ راضي کېږو؟ راشئ چې د جاهلیت له تعصوبونو څخه لاس واخلو او د هغو اتلانو له قافلې سره یو ځای شو، چې د خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅې کوي؛ هغه دولت چې زموږ عظمت به راوګرځوي او کرامت به مو خوندي کړي. زموږ بریا په قومپالنه او قومي تعصب کې نه ده، بلکې د الله د حکم او شریعت په راګرځولو کې نغښتې ده. راځئ پاڅېږو او د کمزورۍ او انحصار دوړې له ځانونو ټک وهو؛ د حق بلنې ته لبیک ووایو او هغه دولت تاسیس کړو چې زموږ عزت او بریالتوب تضمینوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

‏﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [الأنفال: ۲۴]

ژباړه: «اې مومنانو! د الله فرمان او د هغه د رسول امر ومنئ؛ کله چې تاسو هغه څه دعوتوي، چې تاسو ته ژوند (مادي او معنوي یا دنیوي او اخروي) بښي.»

‏د راشده خلافت تاسیس زموږ د هغه عزت او کرامت د بېرته راتګ یوازینۍ لاره ده چې له لاسه مو ورکړی؛ خلافت د ځمکې پر مخ زموږ د بریا او قدرت یوازینی تضمینوونکی دی. راځئ چې ټول له یو او بل سره په ګډه دغه لوی هدف ته د رسېدو لپاره جدي هڅې وکړو.

لیکوال: أکرم ناجي

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

«صلُّوا بالليل والناس نيام، تدخلوا الجنة بسلام» «د شپې لخوا لمونځ وکړئ، په داسې حال کې چې خلک ویده وي، ترڅو په ارامۍ جنت ته لاړ شئ!»

  • خپور شوی په تثقیفي

(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت د شپې قیام ته تشویق کړی؛ دلیل یې هغه فضایل، خیراتونه، برکتونه او رحمتونه دي، چې په هغه کې نغښتي دي. د شپې قیام د دعاګانو د قبلېدو، د اړتیاوو د پوره کېدو، د نارغیو د له منځه تلو او د ښېګڼو او کرامتونو د دروازو د پرانیستو لامل کېږي...

له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې فرمایي:

«قام النبي حتى تورمت قدماه، فقيل له: قد غفر الله لك ما تقدَّم من ذنبك وما تأخَّر ؟ قال : «أفلا أكون عبدًا شكورًا!» (رواه البخاري او مسلم او النسائي)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې دومره قيام وکړ، چې مبارکې پښې يې وپړسېدلې. يو چا ورته وويل: الله سبحانه وتعالی ستاسو تېر او راتلونکي ټول ګناهونه بښلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وایي؛ ایا د الله شکر کوونکی بنده نه شم؟!

له ابو هریره رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أفضل الصيام بعد رمضان شهر الله المُحرَّم، وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل» (رواه مسلم وأبو داود، والترمذي، والنسائي وابن خزيمة في صحيحه(

ژباړه: تر ټولو غوره روژه له رمضان میاشت وروسته د الله په میاشت (محرم) کې روژه ده او تر ټولو غوره لمونځ له فرض لمانځه وروسته د شپې لمونځ دی.

له عبدالله بن سلام رضي الله څخه نقل شوی، چې فرمایي:

«أول ما قدم رسول الله المدينة، انجفل الناس إليه، فكنتُ فيمَن جاءه، فلما تأملتُ وجهَه، واستبنتُه عرفت أن وجهه ليس بوجه كذَّاب، قال: فكان أول ما سمعتُ من كلامه أن قال: «أيها الناس أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الأرحام، وصلُّوا بالليل والناس نيام تدخلوا الجنة بسلام» (رواه الترمذي)

ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته داخل شو، خلک د هغه په لوري راټول شول او زه هم یو له هغو کسانو څخه وم، چې د هغه خوا ته لاړم. کله مې چې د هغه مخ ته وکتل او په دقیق ډول مې تر نظر تېر کړ، نو پوه شوم چې څېره یې د دروغجن نه وه. لومړۍ خبره چې له هغه څخه مې واورېده، دا وه چې ویې فرمایل: «اې خلکو، سلام په خپلو منځو کې خپور کړئ، یو بل ته ډوډۍ ورکړئ، رحمونه وصل کړئ (صله‌رحم وکړئ) او د شپې لخوا لمونځ وکړئ، ځکه دا مهال خلک ویده وي، ترڅو په ارامۍ سره جنت ته داخل شئ.

سعید بن مسیب وایي: «هغه کس چې شپه په ویښه تېروي، الله سبحانه وتعالی یې څېره داسې نوراني کوي، چې هر مسلمان به یې خوښوي. ان هغه کس چې دی به یې لا لیدلی نه وي، خو وایي به: دا کس مې خوښېږي. کله چې له حسن بصري څخه وپوښتل شول: «د هغو کسانو څېرې ولې ډېرې ښایسته وي، چې شپه په ویښه تېروي؟» هغه په ځواب کې وویل: «ځکه هغوی له الله سبحانه وتعالی سره خلوت کوي او الله سبحانه وتعالی په خپل نور سره هغوی ته پوښښ ورکوي.»

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«ما من مسلم يبيت طاهرًا، فيتعار من الليل، فيسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه الله إياه » (رواه أبو داود، ورواه النسائي، وابن ماجة(

ژباړه: هر مسلمان چې شپه په پاک حالت کې تېره کړي او په شپه کې راپورته شي او له الله سبحانه وتعالی څخه د دنیا او آخرت د مرستې غوښتنه وکړي، نو الله سبحانه وتعالی به یې غوښتنه پرځای کوي.

له جابر رضي الله عنه څخه نقل شوی چې هغه وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«إن في الليل لساعة لا يوافقها رجل مسلم يسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه إياه، وذلك كل ليلة» (رواه مسلم)

ژباړه: په شپه کې یو ځانګړی ساعت دی، چې هر مسلمان په هغه ساعت کې له الله سبحانه وتعالی څخه د دنیا او آخرت د مرستې غوښتنه وکړي، الله سبحانه وتعالی حتمي د هغه غوښتنه پوره کوي او دا ساعت په هره شپه کې شته دی.

له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«الرجل من أمتي يقوم من الليل يعالج نفسه إلى الطهور، وعليه عُقَد، فإذا وضَّأ يديه انحلت عقدة، وإذا وضّأ وجهه انحلت عُقدة، وإذا مسح رأسه انحلَّت عُقدة، وإذا وضَّأ رجليه انحلت عقدة، فيقول الله عز وجل للذين وراء الحجاب : انظروا إلى عبدي هذا يُعالج نفسه يسألني، ما سألني عبدي هذا فهو له» (رواه أحمد وابن حبان في صحيحه، واللفظ له)

ژباړه: زما له امت څخه هر کس چې په شپه کې راپورته شي او ځان د اوداسه لپاره چمتو کړي، پر هغه پورې غوټې تړل شوې وي؛ کله چې خپل لاسونه مینځي، یوه غوټه پرانیستل کېږي، کله چې خپل مخ مینځي، بله غوټه پرانیستل کېږي، کله چې خپل سر مسحه کوي، بله غوټه پرانیستل کېږي او کله چې خپلې پښې مینځي، ټولې غوټې یې پرانیستل کېږي. وروسته الله تعالی د پردې تر شا پرښتو ته فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې ځان سختۍ ته ورکوي او له ما څخه غوښتنه کوي، نو هغه څه چې زما بنده یې له ما وغواړي، هغه به ورته چمتو وي.

له ابو امامه باهلي رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«عليكم بقيام الليل؛ فإنه دأب الصالحين قبلكم، وقُربة إلى ربكم ومكفرة للسيئات ومنهاة عن الإثم» (رواه الترمذي)

ژباړه: پر تاسو د شپې قیام دی (د شپې د قیام لپاره بېړه وکړئ)؛ ځکه دا عمل له تاسو وړاندې د نېکو خلکو تګلاره وه او ستاسو رب ته د نږدې کېدو، د ګناهونو د کفارې او له ګناه څخه د ګرځېدو وسیله ده. 

له عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أحب الصلاة إلى الله صلاة داود، وأحب الصيام إلى الله صيام داود؛ كان ينام نصف الليل، ويقوم ثلثه، وينام شدسه، ويصوم يومًا، ويُفطر يومًا» (رواه البخاري ومسلم وأبو داود، والنسائي، وابن ماجة)

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو غوره لمونځ د داود علیه‌السلام لمونځ دی او د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو غوره روژه د دواد علیه‌السلام روژه ده. هغه به د شپې تر نیمایي ویده کېده، د شپې یو پر درېیمه برخه کې به یې قیام کاوه او وروسته د شپې یو پر شپږمه برخه کې به ویده کېده. هغه به یوه ورځ روژه نیوله او یوه ورځ به یې روژه ماتوله.

له ابو هریره او ابو سعید رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إذا أيقظ الرجل أهله من الليل فصليا، أو صلى ركعتين جميعًا، كُتبا في الذاكرين والذاكرات» (رواه أبو داود)

ژباړه: هر کله چې یو کس د شپې مهال خپله مېرمن راویښه کړي او دواړه لمونځ وکړي یا هر یو دوه رکعته لمونځ وکړي، د ذکر ویونکو نارینه او ښځو په ډله کې به وشمېرل شي.

له سهل بن سعد رضي الله عنهما څخه نقل شوی دی، چې وایي:

جاء جبريل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: «یا محمد، عش ما شئت فإنك ميت، واعمل ما شئتَ فإنك مجزي به، وأحبب من شئت فإنك مفارقه، واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل، وعزّه استغناؤه عن الناس» (رواه الطبراني في الأوسط)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جبراییل راغی او ویې ویل: «اې محمد! هر څومره چې غواړې ژوند وکړه، خو پوه شه چې په پای کې به وفات کېږې؛ هر څومره چې غواړې عمل وکړه، خو پوه شه چې د هغه پر اساس به جزا درکول کېږي؛ له هر چا سره چې دوستي غواړې، خو پوه شه چې له هغه څخه به بېل شې او پوه شه چې د مومن شرف د شپې په قیام کې او عزت یې له خلکو څخه په بې‌نیازۍ کې دی.

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أشرافُ أمتي حملة القرآن، وأصحاب الليل» (رواه ابن أبي الدنيا، والبيهقي(

ژباړه: زما د امت تر ټولو شریف خلک د قرآن لېږدوونکي او د شپې ویښ پاتې کېدونکي دي.

له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثلاثة يُحبُّهم الله ويضحك إليهم، ويستبشر بهم: الذي إذا انكشفت فئة قاتل وراءها بنفسه لله عز وجل: فإما أن يُقتل، وإما أن ينصره الله عز وجل ويكفيه، فيقول: انظروا إلى عبدي هذا كيف صبر لي بنفسه؟ والذي له امرأة حسنة، وفراش لين حسن، فيقوم من الليل، فيقول: يذَرُ شَهوته ويذكرني، ولو شاء رقد. والذي إذا كان في سفر، وكان معه ،ركَب فسَهِروا، ثم هجعوا فقام من السحر في ضراء وسراء» (رواه الطبراني في الكبير بإسناد حسن(

ژباړه: دری ډلې دي چې الله سبحانه وتعالی یې خوښوي او هغوی ته خاندي او له هغوی څخه خوشاله کېږي: کله چې د اسلام پوځ ماته خوري، خو یو کس په دغه حالت کې د جګړې پر ډګر ځان الله تعالی ته سپاري؛ یعنې دا چې یا به ووژل شي او یا به الله تعالی هغه بریالی او خوندي کړي او الله تعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې څه ډول زما لپاره صبر کوي. یو څوک چې ښایسته مېرمن او نرم تخت لري، خو بیا هم د شپې له خوب څخه ویښېږي او وایي: خپل شهوت او ارامي مې پرېښوده او د الله سبحانه وتعالی په یاد راپورته شوم. یو کس په سفر دی او ملګري یې د شپې له ویښېدو وروسته ویده کېږي، خو هغه سهار وختي په سختۍ یا ارامۍ کې عبادت ته را پورته کېږي.  

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عجب ربنا تعالى من رجلين: رجل ثار عن وطائه ولحافه من بين أهله وحبه إلى صلاته، فيقول الله جل وعلا: انظروا إلى عبدي، ثار عن فراشه ووطائه من بين حبه وأهله إلى صلاته رغبةً فيما عندي، وشفقة مما عندي، ورجل غزا في سبيل الله، وانهزم أصحابه وعلم ما عليه في الانهزام ، وما له في الرجوع، فرجع حتى يُهريق دمه، فيقول الله: انظروا إلى عبدي، رجع رجاءً فيما عندي، وشفقةً مما عندي، حتى يُهريق دمه» (رواه أحمد)

ژباړه: زموږ رب د دوو کسانو په اړه حیرانېږي: یو هغه کس چې د خپلې کورنۍ او دوستانو په منځ کې له خپلې بسترې څخه د لمانځه لپاره راپورته شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې څه ډول له تخت او بسترې څخه د خپلې کورنۍ او دوستانو په منځ کې د لمانځه لپاره راپورته شوی دی، د هغه څه په هیله چې له ما سره دي او د هغه څه له وېرې چې له ما سره دي او بل هغه کس دی چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد کوي، خو ملګرو یې ماته خوړلې وي؛ نوموړی د ماتې له پایلې څخه خبر وي او د جګړې ډګر ته له بېرته ګرځېدو څخه هم خبر وي، خو هغه بیا هم راګرځي ترڅو وینه یې تویې شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ، د هغه څه په هیله چې له ما سره دي او د هغه څه له وېرې چې له ماسره دي، راوګرځېد چې وینه یې تویې شي.

له عبدالله بن ابي قیس رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې عایشې رضي الله عنهما ویلي دي:

«لا تدع قيام الليل؛ فإن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان لا يدعه، وكان إذا مرض أو كسل صلى قاعدًا» (رواه أبو داود وابن خزيمة في صحيحه(

ژباړه: د شپې قیام مه پرېږدئ؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله هغه نه پرېښود او کله به چې ناروغ و او یا به یې د ستړیا احساس کاوه، نو لمونځ به یې په ناسته ادا کاوه.

همدارنګه له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ما من امرئ تكون له صلاة بليل، فيغلبه عليها نوم، إلا كتب الله له أجر صلاته وكان نومه عليه صدقة» (رواه مالك، وأبو داود، والنسائي(

ژباړه: څوک چې د شپې مهال هر وخت لمونځ کوي، مګر یو ځل خوب پرې راشي، نو الله سبحانه وتعالی ورته د همغه لمانځه بدله لیکي او خوب یې ورته صدقه ګرځوي.

د الوعې مجلې له ۴۵۸-۴۵۹ شمېرې څخه- نهه دېرشم کال، د ۱۴۴۶هـ.ق کال، ربیع‌الاول-ربیع‌الثاني

چې د ۲۰۲۴م کال له اکټوبر-نومبر سره سمون لري

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

خپل دښمن وپېژنئ!

(ژباړه)

خبر:

د انقلابیونو لخوا د سوریې د دکتاتور نظام تر سقوط وروسته، نړیوال پلاوي یو په بل پسې سوریې ته را روان دي.

تبصره:

د شام د انقلاب دیارلس کاله وشول؛ په دې موده کې انقلابیونو د اسد د رژیم د راپرځولو هڅې کولې او د اسلام او اسلام د حاکمیت د تاسیسولو شعارونه یې ورکول. هغه وخت غربي او شرقي هیوادونو د اسد د رژيم ملاتړ کاوه؛ د ده د ملاتړ لپاره له ایران، عراق، روسیې او امریکا څخه پوځونه سوریې ته واستول شول. په دغو دیارلسو کلونو کې په سوریه کې تر یو ملیون زیات مسلمانان شهیدان شول؛ ښارونه یې ویجاړ شول، د سوریې تر لسو ملیونو ډیر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او پر انقلابیونو د ترهګرو ټاپې ووهل شوې.

د اسد د نظام تر سقوط څو ورځې وړاندې هغه په سعودي کې د عرب هیوادونو د مشرانو غونډې ته بلل شوی و او هلته یې هرکلی وشو. امریکا او د نړۍ نورو قدرتونو له هغه سره د اړیکو پراخول غوښتل خو د الله سبحانه و تعالی اراده د دوی د غوښتنې خلاف وه؛ د انقلابیونو جبهې پراخې شوې او د اسد رژیم ناڅاپه راوپرځېد. له دې سره د نړۍ ستر قدرتونه او په سیمه کې د هغوی پیروان ووېرېدل؛ پرلپسې غونډې یې جوړې کړې او بیا یې خپل پلاوي سوریې ته واستول چې انقلابیون د اسلام له حاکمولو راوګرځوي؛ ورته ووایي چې لږکیو ته پام وکړي، د ښځو حقونه په پام کې ونیسي او له یهودي رژیم سره له جګړې ډډه وکړي.

پوښتنه دا ده چې کله په سوریه کې یو ملیون مسلمانان ووژل شول، ملیونونه نور سخت شکنجه او له خپلو مېنو بېځایه شول؛ هغه وخت دا کسان (نړیوال پلاوي) چېرته وو!؟ د ماشومانو نازک بدنونه چې ټوټه ټوټه کېدل او پر ښځو تېری کېده؛ دوی چېرته وو!؟ ایا په ملګرو ملتونو کې د بشار الاسد استازی نه و!؟ ایا وحشي بشار د عرب اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان غړی نه و!؟ ایا د نړۍ هیوادونو د اسد له رژیم سره په دغو جنایتونو کې مرسته ونه کړه!؟ اوس چې هغه وحشي او ظالم رژیم راوپرځېد، نړیوال پلاوي راځي. هغه جنایتونه غندي او د شکنجو د کیسو په لیدو او اورېدو حیرانېږي!

اې مسلمانانو! بشار الاسد او د هغه جنایتکار رژیم ستاسو د وژلو، شکنجې او بېځایه کولو لپاره د سترو قدرتونو یوه وسیله وه؛ دا نړیوال پلاوي ستاسو اصلي دښمنان دي؛ نو اوس چې ستاسو صفت کوي او د راپرځېدلي وحشي نظام بد وايي، په خبرو یې مه تېروځئ! له دوی څخه د خیر هیڅ تمه مه کوئ او هغه څه وکړئ چې الله سبحانه و تعالی یې امر درته کړی. د الله سبحانه و تعالی له مخلصو بندګانو سره یو ځای شئ؛ دښمن ته نرمي مه ښيئ او باور مه پرې کوئ؛ ځکه دا کار د الله سبحانه و تعالی د غضب او خشم سبب کېږي او ستاسو قربانۍ په اوبو لاهو کوي! موږ د یوې سترې بریا په درشل کې یو؛ نو د اسلام د حاکمیت لپاره د الله سبحانه و تعالی د امر په پلي کولو کې ثابت قدم او متعهد اوسئ او په خپلو عملونو کې صداقت او اخلاص وښيئ.

لیکوال: شیخ ډاکتر محمد ابراهیم

د حزب التحریر – ولایه لبنان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د اسلامي خلافت د نظام په اړه د امت تعامل: "خلافت د اسلام حکومتي نظام دی"

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

حزب‌التحریرـ ولایه سوډان د ۲۰۲۴م کال، د ډسمبر په ۲۳مه د دوشنبې په ورځ د پورټ سوډان د مرکزي بازار په زړه کې د "خلافت د اسلام حکومتي نظام دی" تر سرلیک لاندې یوه سیاسي وینا وکړه. دغه وینا د حزب‌التحریر غړي، استاد یعقوب ابراهیم وړاندې کړه. نوموړي په خپله وینا کې څرګنده کړه چې الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو لازمه کړې چې د اسلام احکام تطبیق کړي او د خپل ژوند په ټولو برخو کې یې په عملي توګه تنظیم کړي. هغه وضاحت ورکړ چې دغه تطبیق د یوه شرعي بیعت له لارې له هغه خلیفه سره کیږي چې دین اقامه کوي او نړۍ ته یې رسوي.

نوموړي د خلافت پر وجوب او د بیا تاسیس لپاره یې د امت د کار کولو پر اړتیا ټینگار وکړ او په دې اړه یې له قرآن او سنتو څو نصوص وړاندې کړل، لکه د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

(وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ) [مائده: ۴۹]

ژباړه: «نو اې محمده صلی الله علیه وسلم! د دوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي، د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه او پام دې وي چې دغه خلک تا په فتنه کې وانه چوي، له هغه هدایت څخه چې الله سبحانه وتعالی تا ته درلېږلی د یوې ذرې په اندازه دې هم وانه ړوي. نو که دوی مخ ورڅخه واړوي وپوهېږه، چې الله سبحانه وتعالی د دوی د ځینو ګناهونو په سبب په مجازاتو د هغوی د اخته کېدو اراده کړې ده او دا حقیقت دی چې له دغو خلکو څخه ډېری یې فاسقان دي.»

او د عبدالله بن عمر رضي الله عنه حديث چې بخاري نقل کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: څوک چې مړ شي او پر غاړه یې د بیعت کړۍ نه وي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نوموړي دا هم په ډاګه کړه چې د نن ورځې حکومتي نظامونه، لکه سیکولر ډیموکراتیک، ملکي یا نظامي دولتونه، له اسلام سره په ټکر کې دي. هغه څرګنده کړه چې دغه ټول نظامونه د استعماري قدرتونو زاړه محصولات دي.

په پای کې، هغه د غونډې له ګډونوالو او ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د دغه ستر فرض، یعنې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسيس لپاره هڅې وکړي.

حاضرینو له دغې وینا سره په قوي او مثبت ډول تعامل وکړ، خپله خوښي، خوشبیني، د تکبیر نعرې او ستاینې یې څرګندې کړې. ځینو خو ان په پای کې غوښتنه وکړه چې دا مهمه وینا دې پای ته نه رسېږي.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب‌التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر ویاند

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۲مه

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۲۴مه

د صدور ګڼه: ۳۸/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د بدلونونو طوفان د اردن د ظالم حکومت ستنې لړزوي

 

(ژباړه)

خبر:

د ۲۱ عربي خبري آژانس «پر اردن د اسراییلو د برید د احتمال په اړه د نظام د بدلون په حالت کې د ټرمپ او نتانیاهو خبرې» تر سرلیک لاندې خبر خپور کړ؛ په خبر کې راغلي چې د تل‌ابیب پوهنتون څېړونکي «یشوع مئیري» ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په خپلو وروستیو خبرو کې ټینګار کړی، چې اسراییل باید په اردن کې د اسلامي کودتا د رامنځته کېدو په صورت کې پر دغه هېواد باندې احتمالي برید ته چمتو وي.

همدارنګه هغه په ټولنیزه رسنۍ، اېکس کې لیکلي: ټرمپ او نتانیاهو د سیمې سیاسي وضعیت ارزولی او دې پایلې ته رسېدلي دي، چې ایران ښايي په سوریه او لبنان کې له ماتو وروسته هڅه وکړي، چې په اردن کې خپل نفوذ پراخ کړي.

تبصره:

امریکا فکر کوي چې مسلمانان د «ایران ګواښ» په اړه د دوی کیسې او هغه هڅې چې د مذهبي نفوذ د پراختیا لپاره یې کوي، مني. خو پر دې نه پوهېږي چې په غزه کې د یهودي رژيم وحشتونو د ایران او په لبنان کې د هغه د حزب اصلي څېره بربنډه کړې ده او د ایران هغه ادعاوې تشې خبرې دي، چې د قدس د ازادۍ او له صهیونیستي رژیم سره د دښمنۍ په اړه یې کوي؛ دوی په حقیقت کې د یهودي اشغالګر رژیم په ګټه عمل کوي او دغه شعارونه په سیمه کې د امریکا د مداخلو او اشغال لپاره پوښښ او دلیل دی.

یهودي رژیم د مسلمانانو په خاورو کې د غرب نظامي اډه ده، چې د عرب حاکمانو په مرسته رامنځته شوې ده، ترڅو د مسلمانانو په ستوني کې اغزی پاتې شي، د مسلمانانو تر منځ اختلافات زیات کړي، د هغوی سرچینې لوټ کړي او د غربي قدرتونو غوښتنې پر ځای کړي. امریکا یو ځل بیا ایران د سیمې لپاره یو ګواښ معرفي کوي، ترڅو د سوریې د وضعیت او پر اردن یې د اغېز په اړه خپلې اندېښنې توجیه کړي، په داسې حال کې چې د جولاني په مشرۍ سوري مخالفینو غربي هېوادونو ته ویلي، چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه یهودي دولت سره د جګړې هېڅ نیت نه لري او سوریه به یوازې د سایکس-پیکو په واسطه ترسیم شوې پولې ساتي او له ګاونډیو هېوادونو سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

مسله تر دې هم لویه شوې او د شرم وړ کچې ته رسېدلې؛ ځکه د روسیې د هوایي اډې «حمیمیم» چې د سوریې د خلکو د وژلو لپاره الوتکې ترې پورته کېدې، او نورو امریکایي اډو ساتنه لا دوام لري. خو بیا هم دا مسایل نه دي توانېدلي، چې د اسلامي دولت له تاسیس څخه د غرب وېره را کمه کړي؛ ځکه ویده زمری راویښ شوی او قدرت یې ورځ تر بلې زیاتېږي. مسلمانان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې کافر غرب هېڅکله د دوی د خیر او اصلاح فکر نه کوي او د اردن حاکم حس کړې، چې پای یې نږدې شوی او د خطر زنګ وهل شوی دی. د اردن زندانونه هم د نورو عربي هېوادونو په څېر له هغو کسانو ډک دي، چې د حق غږ یې اوچت کړی او حکومت هغوی زندان ته اچولي دي چې د خلکو غږ چوپ کړي.

هو، د صبر کاسه ډکه شوې ده او د اردن د حکامو خیانت نور له هېڅ مسلمان څخه پټ نه دی، خو لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ وَهُمْ كَذَلِكَ»

ژباړه: زما له امت څخه به تل یوه ډله پر حق وي او هېڅ شی هغوی له دې لارې نشي راګرځولی، ان که نور خلک هغوی پرېږدي، تر دې چې د الله سبحانه وتعالی امر راورسېږي او هغوی به په همدغه حال وي.

د اتلولۍ هغه فردي عملیات چې ځینو مسلمانانو د اردن پر پوله د یهودي دولت پر وړاندې ترسره کړل، موږ ته دا ثابتوي چې د اردن طاغوتي نظام خلک نه مني او پولې یې تش خیال دی. مسلمانان یوې اسلامي رهبرۍ ته په تمه دي چې د حاکمانو تاج او تخت نسکور کړي او ورپسې د قدس د ازادۍ لپاره قیام وکړي.

امریکا په وېره وضعیت څاري او هڅه کوي چې په سوریه کې د مسلمانانو انقلابي غبرګونونه محدود کړي او د هغوی لوړې موخې د یوه کوچني او کمزوري دولت په رامنځته کولو سره راټیټې کړي. همدارنګه امریکا له راتلونکي څخه د وېرې په سبب له عرب حاکمانو سره د پټو ناستو له لارې د داسې پلان د تپلو هڅه کوي چې د اسلام د طوفان پر وړاندې مقاومت وکړي. د عقبې په ناسته کې د اردن حکومت ټینګار وکړ، چې په سوریه کې باید په سوله‌ییزه توګه قدرت ولېږدول شي. دغه پړاو د غرب او د هغه د مزدورانو لپاره تر ټولو حساس او له خطره ډک پړاو دی، ځکه هغوی په دې لړۍ کې له هر ډول ګډوډۍ څخه وېره لري؛ خو الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللهُ وَاللهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾ [انفال: ۳۰]

ژباړه: «او هغوی مکر او چل کاوه او الله (سبحانه وتعالی) هم مکر او تدبیر کوي، الله (سبحانه وتعالی) غوره تدبیر کوونکی دی.»

له پنځو لسیزو ډېر وخت کېږي چې د سوریې خلک د اسد رژیم د دیکتاتورۍ په سبب د وینو غوړپونه کوي او له مختلفو شکنجو څخه یې ځورېږي او دغه دردونه د دې لامل شوي چې د هغوی فکر لا ژور او غوښتنې یې نورې هم لویې شي. دوی د الهي شریعت پر بنسټ ولاړ حکومت غوښتنه کوي؛ سره له دې چې رسنۍ یې غوښتنې سانسوروي، خو د سوریې خلک دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د غرب لخوا هره وړاندې شوې حللاره مردوده ده او د انقلابیونو په صفونو کې غږونه اوچت شوي، چې د اسلامي خلافت د تاسیس غوښتنه کوي. مسلمانان په ټوله نړۍ کې د قدس د ازادۍ او په غزه او د نړۍ په نورو برخو کې د خپلو مظلومو وروڼو د مرستې هیله لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ﴾ [ یوسف: ۲۱]

ژباړه: «او الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.»

لیکوال: ام احمد عساف – د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې