شنبه, ۲۶ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: د مسجد درس «د حجرات سورت د ځینو ایتونو په رڼا کې»

وړاندې کوونکی: شیخ یوصف مخازره یوسف (ابو همام)- مبارکه خاوره (فلسطین)                   

              ۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۴مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: انقلاب ته د غوره حللارې د څرنګوالي او د ادلب جګړه د شام د خلکو په ګټه د پای ته رسونې د څرنګوالي په اړه مهمه خبره!

د حزب التحریر- ولایه سوریې د عمومي اړیکو د کمېټې د رییس استاد عبدالحمید مهمې خبرې: د شام انقلاب ته د غورې حللارې څرنګوالی او د شام د خلکو په ګټه د ادلب د جګړې د پای ته رسونې څرنګوالی.                                                                

     ۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۷مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، سپتمبر ۱۷مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د موضوع توضیح «په لبنان کې د دېموکراسۍ رسوايي!»

د حزب التحریر د مرکز مطبوعاتي دفتر د رییس دکتور عثمان بخاش (ابو عبیده) اونیز سیاسي تحلیل                                                                            ۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۵مه

د مطلب ادامه...

په ټاکنو کې درغلۍ، که په درغلیو کې ټاکنې؟

  • خپور شوی په سیاسي

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې ټاکنې هر ځل تر پخوانیو هغو چټلې وې. د ۲۰۱۴ کال ټاکنو خلک ډېر وځورول او نور یې د ټاکنو له نوم څخه بد راتلل. خلک تیار نه وو چې د ۴۰۱۴ کال له مسخره شوو ټاکنو وروسته په ۲۰۱۵ کې د ولسي جرګې ټاکنو ته را ووځي. حکومت او امریکايي ملګرو یې دا حالت درک کاوه او له همدې امله یې د ولسي جرګې ټاکنې تر اوسه ځنډولې دي. اوس ټاکل شوې چې د راتلونکې مېزان میاشتې په ۲۸مه ټاکنې وشي، خو له اوسه ښکاري یا به دا ټاکنې ځنډیږي او یا به هم تر پخوا لا زیاتې چټلې وي.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې څه باندې نهه میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده، خو ویل کیږي چې ددې شمېرو شپږ نیم میلیونه یې جعل دی او یوازې څه باندې درې میلیونه کسانو نوملیکنه کړې ده. سر له اوسه د درغلیو په تړاو اسناد او شواهد را ښکاره شوي دي. د سیاسي ګوندونو یوه ایتلاف یو لک جعلي تذکرې او پرې وهل شوي سټیکرونه رسنیو ته وښودل. اوس چې کله یو لک جعلي تذکرې او سټیکرونه د یوه ایتلاف لاس ته ورځي، نو ښکار ده چې دا درغلي تر هغه ډېره ده چې ادعا یې کیږي. د ټاکنو په تړاو ټول بدلونونه داسې ښيي چې راتلونکې ټاکنې به تر پخوا ډېرې چټلې وي. دا به په ټاکنو کې درغلۍ نه وي، بلکې په درغلیو کې به ټاکنې وي.

له نیکه مرغه اوس خلک هم پوه دي او دا هر څه درک کوي. له همدې امله ډېره کمه برخه افغانان په ټاکنو کې برخه اخلي. دا کمه برخه هم یا د ولسي جرګې د کاندیدانو د کورنۍ غړي، نږدې خپلوان او دوستان دي او یا هم هغه کسان دي چې غواړي خپله رایه وپلوري او په دې ډول یو څه پیسې پیدا کړي. که تاسې په عامه ځایونو کې له خلکو وپوښتی چې د رایې ورکولو لپاره یې نوملیکنه کړې او که نه، ډېری به نه یوازې منفي ځواب در کړي، بلکې آن درته وبه وايي چې دوی د تېرو ټاکنو لانجه نه هېروي او نور نه غواړي ددې لانجو او بدبختیو برخه شي.

نه یوازې حکومت، بلکې نړیوال ملاتړي یې هم درک کوي چې د دوی له خوا تحمیل کېدونکې ډیموکراسي ماته شوې، مسخره شوې او خلک یې نه مني. دوی لا هم هڅه کوي چې خپل کار وکړي او له همدې امله هم راتلونکې پروسه ټاکنې نه، بلکې درغلي ده او دا ادعا سمه ده چې په درغلیو کې ټاکڼې کیږي. خلک په ټاکنو کې برخه نه اخلي، خو دوی د جعلي شمېرو په خپرولو سره غواړي ووايي چې خلک لا هم د دوی لاره خوښوي او په ټاکنو کې برخه اخلي.

زمری افغان

د مطلب ادامه...

ادلیب: د عربي پسرلي وروستی سنګر!

  • خپور شوی په سیاسي

په سوریه کې پر ادلیب باندې د برید کولو لپاره یو ځل بیا د جګړې ډولونه وهل کېږي. د بشار اسد پوځونه او ملګري یې ایران او روسیه پر ادلیب باندې چې د انقلابیونو اوه کلن سنګر دی د برید کولو هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.  اوس هره ورځ نوي خبرونه دا وي چې سوریه او ملګري یې پر ادلیب هوايي بریدونه کوي او خپل پوځونه ورنېږدې کوي، ترکیه روانه وژنه غندي او امریکا ګواښونه کوي که په دې جګړه کې کیمیاوي وسله وکارول شي، مداخله به وکړي. د جګړې ټول اړخونه په ښکاره داسې څه څرګندوي چې د دوی اصلي موخې او نیتونه ورباندې پټ شي او په هغه څه چې رښتیا یې دوی سرته رسوي پټوي. مګر موږ د جګړې په اصلي موخه پوهېږو او پوهېږو چې په دې جګړه کې حقیقت او دروغ څه دي او موږ حقیقت او دروغ بېلولی شو.

اردوغان او ملګري یې خپلې کړنې داسې وړاندې کوي چې ګواکي د بشار اسد پر وړاندې له انقلاب کوونکو څخه ملاتړ کوي. د ترکیې حکومت د عربي پسرلي په لومړیو کې د سوریې له پوځ څخه ملاتړ کاوه او او دوی ته یې روزنه او وسلې ورکولې او وروسته یې بیا د سوریې له ازاد پوځ څخه ملاتړ کاوه او دوی ته یې په ترکیه کې زده کړې ورکولې او وسله وال کول یې. د فرات د سیند د ډال په نامه د عملیاتو له لارې یې په ادلیب او د سوریې په شمال کې خپل پوځونه په څو اډو کې ځای پر ځای کړل.

د دې اډو د ځای پر ځای کولو ترڅنګ یې د رژیم پر وړاندې له جنګېدونکو ډلو سره لږ اندازه مالي مرستې پیل کړې. مګر کله یې هم دغو جنګیالیو ډلو ته درنې او زیاتې وسلې ورنه کړلې او نه یې هم توغندي ورکړل. یوازې داسې وسلې یې ورکولې چې لنډ هدفونه یې په نښه کولی شوی او بس. د حلب په جګړه کې ترکیې پر جنګېدونکو ډلو زور واچاوه چې له حلب په شا شي او د فرات د سیند د ډال په نامه عملیاتو کې په شمالي کوردي سیمو کې مېشت شي. د ترکیې دغه کار په حلب کې جنګېالي سخت کمزوري کړل او د دی لامل شول چې د حلب ښار یې له لاسه ووزي. ترکیې مخکې په ادلیب کې جنګیالي هڅولي وو چې هغه تړون چې له روسیې او ایران سره ورباندې خبرې شوې وې تقویه کړي.

ترکیې ټینګار کاوه چې پر ادليب پوځي برید به د یوې فاجعې لامل شي، مګر د دوی دا ټینګار د دې لپاره نه و، چې د ادلیب عام ولس وژل کېږي، دوی په ادليب د پوځي عملیاتو په نه کولو ځکه ټینګار کاوه چې دوی نورې موخې درلودې او دغه موخې د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالن د سپټمبر پر ۱۴مه په یوه غونډه کې د فرانسې، جرمني او روسیې استازو ته بیان کړې، کالن وویل: (د هر چا غوښتنه دا ده چې دا موضوع باید له سیاسي اړخه حل شي، نه له پوځي اړخه.) کالن وویل چې ټول په دې پوهېږو چې که پر ادلیب پوځي برید وشي، نو دا به یو لوی بشري ناورین رامنځته کړي او د کډوالو یو لوی سیلاب به راوکوچېږي او د مهاجرینو دا سیلاب به نه یوازې ترکیه ونیسي، بلکې ټوله اورپا به هم ونیسي. د ترکیې یوازینۍ اندېښنه دا ده چې د ادلیب مهاجرین به ترکیې ته ورشي او دا اندېښنه بلکل ورسره نشته چې د ادلیب خلک به ووژل شي. په داسې حال کې چې همدا اوس روسيي هوايي ځواکونه ادلیب بمباردوي او غواړي ځمکنیو بریدونه ته لاره اواره کړي.  

روسیې خپل سمندري پوځ د سوریې څنډو ته نېږدې کړی، په دې سمندري پوځ کې ۲۵ کښتۍ، جنګي الوتکې او لوی توغندي شامل دي. د دې ترڅنګ چټکې جنګي کښتۍ هم پکې برخه لري. د کرملېن ویاند ډیمتري پېسکوف وویل چې دا تمرینونه تر ادلیب پورې غځېږي. د کریمیې په سیوستپول ښار کې د روسیې پوځي اډه له سوریې څخه یوازې ۶۰۰ میله واټن لري او د سوریې او کریمې ترمنځ ترکیه پرته ده. دا ټول پوځي تجهیزات د ترکیې د باسفور د تنګي له لارې سوریې ته ځي او ترکیه اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې دوی وایي دوی له انقلاب کوونکو سره مرسته کوي. د ترکیې مشران په داسې حال کې په سوریه کې له برید ګرو ځواکونو سره مرسته کوي، چې دوی د عملیاتو په جزایاتو کې له دوی سره اختلاف لري.  

د دې عملیاتو په اړه د امریکا استازي جان بولټون په بیت المقدس کې داسې وویل: (موږ رښتیا هم په دې اړه اندېښنه لرو چې اسد به یو ځل بیا کیمیاوي وسلې وکاروي.) نوموړي وویل: (که د سوریې رژیم یو ځل بیا کیمیاوي وسلې وکارولې، نو موږ به په خورا چټکۍ د دوی ځواب ووایو او دوی باید په دې اړه ښه فکر وکړي.) روسیه، ایران او بشار د کلابندۍ، لوږې او بلاخره د تسلیمولو له تاکتیک څخه کار اخلي، دوی په روغتونونو، ښوونځيو او نورو بیخ بنسټونو بریدونه کوي، مګر امریکايي چارواکي یوازې د کیمیاوي وسلو د کارولو نیوکه ورباندې کوي، په داسې حال کې چې څو ځله بشار پر ملکي خلکو کیمیاوي وسلې کارولي دي او امریکا یې پر وړاندې هېڅ هم نه دي کړي. دا اوه کاله امریکا یوازې د بشار پر رژیم تشې نیوکې کړې دي دي او بس چې دا خپله د سوریې له رژیم څخه یو ډول سیاسي ملاتړ دی.

د بشار اسد لپاره به د ادلیب بېرته نیول یوه لویه کامیابي ونومول شي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې بشار د هېواد زیاته برخه له لاسه ورکړې وه او اوس یې بېرته ورو ورو تر لاسه کوي، چې دا به د نوموړي د رژیم په قانوني توب یو سمبول ونومول شي. روسیه، ایران او سوریه داسې تبلیغات کوي چې ګواکي دوی په ادلیب کې د ترورستانو پر وړاندې جګړه کوي او د دوی دا ادعا به د دوی جرمونه پټ کړي. په ورته وخت کې بشار داسې څرګندوي چې ګواکي د ترکیې او سوریې موخې سره بېلې دي او سوریه په پرلپسې توګه پر اردوغان تور لګوي چې تروریستي ډلې حمایه کوي. په داسې حال کې بشار او اردوغان په ځینو موضوعاتو کې له یو بل سره موافق نه دي، مګر د انقلاب کوونکو پر وړاندې دواړه یو موقف لري او یوازې دوی د انقلابیونو د له منځه وړلو په اسلوب کې مخالفت لري.

مګر دا هم باید په یاد ولرو چې د ادليب نیول دومره اسانه هم نه دي. د ادلیب نیول د سوریې د جنوبي سیمو تر نیولو سخت او پېچلي دي. ادلیب تر درعا، غوطې او قنطیرې لویه او پراخه سیمه ده. همدارنګه په ادلیب کې خورا زیات جنګیالي مېشت دي او هغه جنګیالي چې د سوریې د جنوب د کلابندۍ په وخت کې وتښتېدل ټول ادلیب ته راغونډ شول. بشار کېدی شي په ادلیب کې له یوه زیات شمېر جنګیالیو سره مخامخ شي، په داسې حال کې د سوريې په جنوبي سیمو کې دومره جنګیالي نه وو، نو دا به یوه داسې جګړه وي چې سختې وینې به پکې وبهول شي، ډېره قیمته به پریوځي او وړاند وېینه یې هم سخته ده. که څه هم بشار په وروستیو کې د هېواد زیاته برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستلې ده، مګر پوځ یې اوس هم په دې نه دی توانېدلی چې برید کوونکي او تهاجمي جنګونه وکړي، بلکې یوازې په نیول شوو سیمو کې د ګارنیزون د پوځونو غوندې دندې سرته رسوي. دا په دې دلالت کوي چې د سوریې جګړې د سوري پوځ ته سخته ضربه ورکړې ده او سخت زیانونه یې لیدلي دي او د پوځ زیات تجربه لرونکي او ښه روزل شوي کسان یې له منځه تللي دي او دا کمزروي به انقلاب کوونکي وهڅوي چې د سوریې په نورو سیمو کې د بشار رژیم ته ګواښونه پیدا کړي.

په پای کې ویلی شو چې د سوریې راتلونکی برخلیک د سوریې د خلکو په لاس کې نه دی. د سیمې قدرتونه او همدارنګه نړیوال قدرتونه سیالي کوي چې د سوریې په یوه برخه کنټرول ولري او د اووه کلنې جګړې د پای ته رسولو وروسته یې د خپلو موخو او نفوذ لپاره وکاروي. د اسلامي نړۍ لپاره دا ډېر لوی شرم دی چې په ادلیب کې له پېښېدونکي ناورین او عام وژنې سره مرسته کوي. د دې غدر او خیانت په لومړۍ کرښه کې ترکي مشران دي، هغه مشران چې له روسيې او امریکا سره یې په پټه د ادلیب د ویجاړولو توطیه جوړه کړې ده.

لیکوال: عدنان خان

ژباړه: انجنیر احرار

د مطلب ادامه...

اندو نیزیا: (د اسلام د حاکمیت لپاره مهاجرت) تر سرلیک لاندې لویې غونډې

له مکې څخه مدینې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت په اسلامي تاریخ کې یوه لویه پېښه ده. د دعوت په بهیر کې له مکې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت یو اساسي پړاو و او د اسلام د حیات لپاره یو خورا مهم ګام و او د مسلمانانو د نړیوال قدرت کېدلو لپاره یوه طلایي زمان و.

په اندونیزیا کې د حزب تحریر څانګې نوی هجري کال د اندونیزیا په ګڼو ښارونو کې د (د اسلام د حاکمیت لپاره مهاجرت) تر سرلیک لاندې په ګڼو غونډو کې د ۲۰۱۸ د سپټمبر له نهمې تر ۲۰۱۸ د سبټمبر تر ۱۱ د لویو غونډو په جوړولو سره ونمانځه.

په اندونیزیا کې د حزب تحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر- امریکا یو پلاوي زموږ د خویندو رومانې او روشن د نیولو په تړاو په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ته دوه مطبوعاتي اعلاميې وسپارلې

(ژباړه)

د حزب التحریر- امریکا یو پلاوي زموږ د خویندو رومانې، روشن او د روشن د خاوند د تښتولو په تړاو، په دې جرم چې د اسلام د حاکمیت له لارې یې د مسلمانانو د عزت لپاره فعالیت کاوه، د پاکستان سفارت ته دوه مطبوعاتي اعلاميې وسپارلې... هغوی د الله سبحانه وتعالی دغه قول هېر کړی دی او یا داسې ښيي چې هېر کړی یې دی:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾

[بروج: 10]

ژباړه: له شک پرته هغه څوک چې د الهي دین د پرېښودلو لپاره مومن نارینه او مومنې ښځې شکنجه کوي او وروسته توبه نه کوي او پر خپلې کړنې نه پښېمانه کېږي، خامخا به د دوزخ په اور کې لوېږي او همدارنګه د هغوی لپاره سوځوونکی اور تیار شوی دی.

او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول:

«إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ»

(رواه البخاری)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایي: هغه څوک چې زما له ولي سره دښمني وکړي، زه له هغه سره د جګړې اعلان کوم.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زموږ د خویندو هرې یوې رومانې او روشن او  زموږ د ورور نوید بټ چې څو کاله مخکې تښتول شوی ستونزه حل او لرې کړي له زندانو ازاد شي.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې