شنبه, ۱۹ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په سوډان کې هراړخیز هوکړه لیک

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د سوډان په ټلویزیون او مطبوعاتو کې د ۲۰۲۲/۱۲/۵ مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هراړخیز هوکړه لیک د لاسلیک کولو مراسم خپاره شول، چې د پوځ مشر، د سنا مجلس رئیس او د هغه نائب او ۵۲ حزبونو او ډلو پکې ګډون کړی و. په دې توګه هڅه وشوه، چې د دوو کلونو لپاره یوه انتقالي حکومت ته لار هواره شي، ترڅو د عمومي ټاکنو خواته لاړ شي. دې موضوع له ځان سره نړیوال ملاتړ درلود او په ځانګړې توګه د امریکا او برېتانیا او د ملګرو ملتونو د استازي لخوا لاسلیک شوه، چې د دغه هوکړه لیک د صادرولو رول یې ادا کړ. له بل اړخه دغه هوکړه لیک له ځان سره مخالفتونه هم لري؛ لکه څنګه چې دوې ورځې یعنې د ۲۰۲۲/۱۲/۸-۹مه د دغه هوکړه لیک پر ضد لاریونونه وشول. د دغه هوکړه لیک هدف څه دی؟ څوک ورڅخه ګټه اخلي او پر وړاندې به یې څه پېښ شي؟ ایا هیله شته چې دوام وکړي؟

ځواب:

د دې لپاره چې دغه پوښتنې په ښه ډول ځواب کړو، لاندې موضوعاتو ته کتنه کوو:

لومړی؛ د هوکړه لیک له متن څخه:

1-      د هوکړه لیک په لومړۍ برخه کې راغلي: "سوډان داسې یو هېواد چې بېلابېل فرهنګونه، ارزښتونه او دینونه لري" په داسې حال کې چې د سوډان له ۹۶٪ سلنې ډېر خلک مسلمانان دي. په همدې توګه د مختلفو قبیلو په شتون کې واحد دین او فرهنګ لري. له همدې امله هوکړه یو فرېب او چل دی، ترڅو اسلام له ژوند او د هغو احکامو له تطبیق څخه لرې کړي چې د اقتصاد، زده کړو، ټولنیز نظام، جزا، کورني او بهرني سیاست، جګړې، صنعت او د افرادو او ټولنې د ژوند د ټولو چارو په اړه راغلي دي. پر همدې اساس په هوکړه لیک کې راځي: «سوډان یو مدني، ډیموکرات، فدرالي او پارلماني دولت دی، چې حاکمیت یې د خلکو په لاس کې دی او خلک د قدرت سرچینه دي.» دا ټول موضوعات د اسلام مخالف دي، ځکه سوډان یو مدني دولت ګڼل، یعنې یو سېکولریستي دولت چې دین یې له ژوند څخه بېل کړی او یو ډیموکراتیک دولت ګڼل، یعنې د قانون جوړولو حق یې بشر ته ورکړی دی؛ پر همدې اساس سیادت له شریعت څخه نه بولي، چې سرچینه یې قرآن دی. دولت یې فدرالي اعلان کړ چې دا هم غیر اسلامي حکومتولي ده او دولت تجزیه کوي او سیمې یې له یو بل څخه بېلوي؛ ښه بېلګه یې جنوبي سوډان دی. داسې ښکاري چې له دغه کار څخه موخه پر سوډان باندې د اسلام د هر ډول اغېز مخه نیول دي؛ لکه څنګه چې په هغه هوکړه لیک کې راغلي: «دولت د هېچا لپاره دین نه ټاکي او په ځانګړې توګه د دیني او عقیدوي چارو او هغو موضوعاتو په اړه دریځ نه نیسي، چې په ذهنونو کې دي؛ له ازادیو او له بشري حقونو او په خاصه توګه د ښځو له حقونو څخه ساتنه کوي.» یعنې هغه لاملونه چې پر اساس یې دغه هوکړه لیک رامنځته شو، په لوی لاس هڅه کېږي چې اسلام د دغه اسلامي هېواد د مسلمانانو له ژوند څخه لرې شي.

2-      د هوکړه لیک په دویمه برخه کې راغلي: «انتقالي قدرت باید په بشپړه توګه مدني بنسټونو ته وسپارل شي؛ دولت باید تشریفاتي رئیس ولري، وروسته د قانون جوړونې پر مجلس سربېره باید تنفیذي اورګان رامنځته شي، چې په واک به یې له مدني لومړي وزیر سره وي او د هوکړه لیک د لاسلیکوونکو لخوا به ټاکل کېږي. د امنیت او دفاع لپاره به یو بل اورګان هم جوړ شي، چې د هغه ریاست به هم له لومړي وزیر سره وي او د نظامي چمتووالي له مشرۍ او له وسلوالو جنګي حرکتونو سره به یو ځای شي، ترڅو د جوبا سوله لاسلیک کړي.» په هوکړه لیک کې راځي: «پوځ باید له سیاست او د اقتصادي، سوداګریزو او استثماري فعالیتونو له ترسره کولو څخه لرې وي. همداراز د چټک غبرګون ځواکونه او د وسلوالو حرکتونو ځواکونه به د هغه پلان پر اساس په پوځ کې ځای په ځای کېږي، چې د هوکړه لیک په ادغام کمېټه کې به د امنیتي او نظامي سمونې د نقشې په توګه په پام کې ونیول شي، ترڅو د خلکو او ولس د خدمت وړ پوځ جوړ شي.» همدارنګه یو بل ځای لیکي: «د جوبا سولې هوکړه لیک باید عملي شي او سوله باید په هغو وسله‌والو حرکتونو سره بشپړه شي، چې د لاسلیک لپاره حاضر نه شول.» همدارنګه په بله برخه کې لیکي: «د قانون جوړونې لپاره ټولګډونه تګلاره باید د قانون جوړونې کمېټې تر نظر لاندې طرحه شي، ترڅو د سوډان د ټولو سیمو په ګډون پر قانوني اساساتو او قضیو خبرې او هوکړې وشي.» همدرانګه په بل ځای کې راځي: «ټاکنیزه تګلاره باید په ۲۴ میاشتو کې د رئیس الوزراء د ټاکلو له تاریخ څخه د انتقالي دوران تر پایه پورې تنظیم شي.»

دویم؛ سیمه‌ییز دریځونه:

1-                          د پوځ مشر او د سوډان د وزیرانو شورا رئیس عبدالفتاح البرهان د هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال دې موضوع ته اشاره وکړه: «نظامي اورګان باید له سیاسي پروسې څخه د تل لپاره بېل کړو. د انتقالي حکومت د دورې په پای ته رسېدو سره باید ټاکنې ترسره کړو. هغه چارې باید تطبیق کړو، چې په هوکړه لیک کې په هراړخیز ډول مطرح شوې دي. هېواد له یو ډول ځانګړو شرایطو سره مخ دی. موږ په داسې حال کې یو چې د سیاسي او نظامي ځواکونو تر منځ درز لا پاتې دی. دغه حالت پر هېواد منفي اغېز کړی دی. هڅه کوو چې پوځ په قانوني ډول جوړ کړو، ترڅو د حزب، ډلې او ایډیولوژۍ په پلوۍ هېڅکله دریځ ونه نیسي.» د نوموړي نائب محمد حمدان دقولو وویل: «له شک پرته د سیاسي هوکړه لیک لاسلیکول د سوډان هېواد په تاریخ کې یو نوی او هیله بښونکی پړاو پیلوي. د هوکړه لیک لاسلیکول اوسني ناورین ته د پای ټکی اېږدي او د نوي انتقالي پړاو لپاره لاره هواروي، چې د هغې په بهیر کې به د تېرې دورې تېروتنې جبرانېږي. له شک پرته د انتقالي دورې له پیل ۲۰۱۹م کال له اګسټ څخه د انتقال د عواملو او ناسمو سیاسي فعالیتونو تر منځ اختلافات وو، چې په پایله کې یې د اکتبر ۲۵مه پېښه رامنځته شوه. هغه هم یوه سیاسي تېروتنه وه، چې د مخالف انقلاب د ځواکونو د بېرته راګرځېدو پر مخ یې دروازه پرانیستله. پر همدې اساس لازمه ده چې د راتلونکي حکومت لومړیتوب به دا وي، ترڅو جوبا سولې هوکړه لیک تنفیذ کړي، له ناراضه حرکتونو سره سوله وکړي، خپلو سیمو ته د بې ځایه شوو او کډوالو د بېرته راګرځېدو لپاره هڅې وکړي او د کډوالو د ځمکې او نورو چارو اړوند ستونزې حل کړي.» (د سونا رسمي نمایندگي ،5/12/2022م) دا هوکړه لیک هغه نظامي رهبري له سقوط څخه ژغوري، چې مشري یې له "البرهان"، د هغه له نائب او د دوی له نورو کسانو سره ده؛ ځکه خلک دا حکومت نه مني او داخلي ملاتړ هم نه لري. په دې توګه نظامي رهبري پر خپل ځای پاتې کېږي، دوی د خپلو جنایتونو په سبب له قضايي پلټنې څخه خوندي کېږي او له قانوني تعقیب څخه ژغورل کېږي. دوی د هېواد د چارو په اداره کولو کې پاتې راغلل، د هغه د ستونزو په حل کې یې ماتې وخوړه او د امریکا د مزدور عمرالبشیر له ګوښه کېدو وروسته یې د دغه اشغالګر هېواد نفوذ خوندي کړ؛ همدارنګه دوی د مقابل لوري پر شتون سربېره چې د ازادۍ او بدلون ځواکونه نومېږي او هغه حزبونه چې حکومت تشکیلوي، د هېواد د ستونزو په حل او د خلکو د ژوند د کوچنۍ اړتیا په پوره کولو کې پاتې راغلل. د دوی کړنې یوازې تر دې پورې خلاصه کېږي؛ په هېواد کې یې د انګلیس نفوذ څخه ساتلی او په اساسي ډول یې د نظام د بدلون مخه نیولې ده.

2-      له دغه هوکړه لیک سره مخالفتونه هم شوي دي؛ د ۲۰۲۲/۱۲/۸ او ۹مه د دغه هوکړه لیک پر ضد لاریونونه وشول، په دغو لاریونونو کې هغو کسانو ګډون کړی و چې پخپل مخالفت کې رښتیني نه دي او د امت او د سوډان د خلکو لپاره مخلص نه دي؛ لکه د جبریل ابراهیم په مشرۍ د عدل او مساوات حرکت او د «منا ارکو مناوي» په مشرۍ د سوډان تحریر حرکت او هغه سیاسي حرکتونه چې د ازادۍ او بدلون له ځواکونو سره دي او له ښکېلاکګر برېتانیا څخه پیروي کوي. برېتانیا د ځان د بېرته راتګ لپاره موازي خط او ځواک رسم کړی دی؛ کله چې هوکړه لیک له ماتې سره مخ شي، دغه ځواکونه به د مخالفینو په توګه وخوځوي او پر خپلو مزدورانو به پرده وغوړوي ترڅو هغه ولس رهبري کړي چې د امریکایي او برېتانوي مزدورانو له ولکې څخه خلاصون نه لري. هر کله چې له یوه څخه خلاصېږي، د بل په لومو کې لوېږي. دا کار له هغه راهیسې روان دی، چې هېواد ته یوازې په ظاهري ډول خپلواکي ورکړل شوه او ښکېلاک په نظامي ډول بهر شو؛ مګر په سیاسي، فکري، اقتصادي بڼه لا هم دوام لري.

3-      ځینې بیا داسې ګومان کوي چې دا هوکړه لیک په هغو سیمو کې د دغه حکومت ناورین حل کوي، چې هلته د پوځ او سیاسي بنسټونو تر منځ د سیاسي ځواک او قدرت د ترلاسه کولو او له حکومت او سیاست څخه د پوځ د لرې کولو پر سر اختلاف موجود دی. دا اختلاف د چارواکو د مزدورانو تر منځ نشته دی. په لومړي ګام کې هغه اقتصادي ستونزې نه شي حلولی، چې سوډان ورڅخه ځورېږي او حتا انقلاب د هغو پر اساس رامنځته شو او پر دې سربېره د حکومت ستونزه به هم حل نه کړي؛ ځکه اصلي لانجه د هغو لویو هېوادونو د مزدورانو او لاسپوڅو تر منځ ده، چې د سوډان پر سر سیالي کوي. د دغو ستونزو حل ممکن نه ښکاري، ځکه اساس یې پر باطل ولاړ دی او هغه له ژوند، دولت او ټولنې څخه د دین بېلول دي. دا هوکړه لیک د پوځ او د خاینو او د پردیو لاسپوڅو سیاسي ځواکونو د راضي کولو لپاره لنډمهاله حللاره ده. همداراز مخکې هم د دواړو اړخونو تر منځ په انتقالي دوره کې هوکړه شوې وه، مګر د اکتوبر په ۲۵مه یې سقوط وکړ او دا چې موضوع د مدني حکومت په تشکیل او نه تشکیل پورې تړاو نه لري، نو هېڅ شی له لاسه نه ورکوي. همدارنګه د هغه د تحقق لپاره ضمانت نشته دی؛ ځکه هره ډله بلې ډلې ته په کمین کې ناسته ده او د لویو هېوادونو د سیالۍ لوبه پر مخ وړي.

درېیم؛ نړیوال دریځ:

امریکا د هوکړه لیک ستاینه کوي؛ د بهرنیو چارو وزیر یې انتوني بلنکن د ۲۰۲۲/۱۲/۶مه پر خپل ټویټر لیکي: «په سوډان کې د بنسټیز سیاسي هراړخیز هوکړه لیک لاسلیکول، د مدني حکومت د جوړولو لپاره مهم ګام او د ټاکنو په لوري د سوډان د بېولو لپاره د انتقالي حکومت په دوره کې قانوني چمتووالی دی.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲/۱۲/۷مه په خپل سایټ کې یوه بیانیه خپره کړه، چې په هغې راغلي وو: «امریکا له مدني اړخونو او د سوډان له پوځ سره مرسته کوي، ترڅو له وروستي لاسلیک او د مدني ټولنې په مشرۍ انتقالي حکومت ته د قدرت له لېږد مخکې د اړوندو چارو لپاره هراړخیزې خبرې وکړي.» او د هغو کسانو د مجازات کولو خبرداری یې ورکړ، چې د دغه هوکړه لیک د ماتولو لامل شوي دي او وایي: «دغه وزارت نن ورځ د ویزو د ورکړې پراخ سیاست د اوسنیو او پخوانیو چارواکو او هغو کسانو پر وړاندې تثبیت کوي، چې ګومان کېږي مسؤلین دي یا په سوډان کې د ډیموکراتیک بدلون له ناکامۍ سره موافق وو.» نو دا هوکړه لیک په سوډان کې د امریکا د نفوذ د خوندي کولو په موخه د دغه هېواد لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ترڅو نظامي ځواک او خپل وفادار نظام چې مشري یې مزدور عبدالفتاح البرهان او د هغه نائب محمد اقلو کوي، له نسکورېدو څخه وژغوري؛ په داسې حال کې چې دوی دواړو د ۲۰۲۱/۱۰/۲۵مه د مدني حکومت پر وړاندې قیام کړی و او هغه انتقالي دوره یې ختمه کړه، چې د دواړو اړخونو لخوا په ۲۰۱۹/۸/۲۱مه په هوکړه لیک کې لاسلیک شوې وه. دغه هوکړه لیک د وزیرانو شورا پر نظامي ریاست د ۲۱ میاشتو لپاره صراحت درلود. له همدې امله مدني ټولنې ۱۸میاشتې ریاست وکړ او دا وخت د جوبا له هوکړه لیک وروسته د ۲۰۲۰/۱۰/۳مه تر ۵۳ میاشتو پورې تمدید شو، تر دې چې د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر د ۲۵مې انقلاب پېښ شو او د حکومت د شورا ریاست د ترلاسه کولو لپاره یې د انګلیس له مزدورانو څخه فرصت واخیست. دا هوکړه لیک د امریکا مزدوران له سقوط او قضایي تعقیب څخه ژغوري او په پایله کې امریکا په سوډان کې خپل نفوذ خوندي کوي او هڅه کوي چې د سوډان په سیاسي مرکز کې د انګلیس له مزدورانو څخه په قدرت اخیستلو کې مخکې شي.

برېتانیا د خپل وزیر په ژبه د افریقا په چارو او نړیوال انکشاف کې له هوکړه لیک څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «څلورګونې مجموعه او د ترویکا هېوادونه په سوډان کې د مدني ټولنې په مشرۍ د هوکړه لیک په موخه د دغه مهم ګام پلوي کوي. متحده ایالات به په باوري ډول له دغه حکومت سره د هغه له تشکیل وروسته کار وکړي. ټول فعال اړخونه تشویقوي، ترڅو په بېړه وروستي هوکړه لیک ته د رسېدو لپاره سره یو لاس شي.» (السودان الیوم 6/12/2022م) په امنیت شورا کې د برېتانیا استازی «جیمز کاریوکي» په سوډان کې د وروستي هوکړه لیک د ځنډولو له امله د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ: «د مدني ټولنې په مشرۍ د راتلونکي مدني حکومت لپاره یې له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه د برېتانیا د مرستو په اړه خبرې وکړې او د سوډان په ځینو برخو کې یې نازک وضعیت ته اشاره وکړه، په ځانګړې توګه د نیل الارزق زون او کردفان ولایت ته.» (اخبارالسودان، 6/12/2022م) نو برېتانیا هم د امریکا په څېر فعاله لاسوهنه کوي او د هوکړه لیک په اړه خپل رضایت څرګندوي؛ ځکه د امریکا تر څنګ یې د ملګرو ملتونو د استازي په مرسته پر هغه پروسه څارنه کوله. راتلونکی مدني حکومت یواې په دې هیله برېتانیا تاییدولی شي، چې ډېری غړي یې د انګلیس مزدوران وي او له نفوذ څخه یې په سیاسي مرکز کې ساتنه وکړي، حکومت ترلاسه کړي او بالاخره په حکومت کې د پوځ د نفوذ مخه ونیسي.

څلورم: لنډه دا چې په سوډان کې اوسنی وضعیت دا څرګندي، چې نړیوالې لانجې لاتراوسه په دغه هېواد کې بدلې شوې نه دي، بلکې له یوې خوا امریکا، د هغې لاسپوڅی «برهان»، د هغه نائب او ډله یې او له بلې خوا الحریة و التغیر او داسې نور حزبونه چې د برېتانیا مزدوران او پلویان دي، په ښکاره د یو او بل پر وړاندې مبارزه کوي. امریکا او برېتانیا په بشپړه توګه په یوه وخت کې پر نظامي او مدني هسته نفوذ نه دی پیداکړی. امریکا او برېتانیا د همدې لپاره د هوکړه لیک هرکلی کوي؛ لکه څنګه چې د عمر البشیر له بدلېدو وروسته مخالفتونه د اکتوبر په ۲۵ زیات شول، ان تر دې کچې پورې چې اوس بېرته پر هوکړه لیک راضي شول. دا ښایي یو لنډمهاله هوکړه لیک وي، ترڅو له دواړو اړخونو څخه هر یو یې پر مدني او نظامي ټولنه هراړخیز نفوذ پیدا کړي؛ لکه څنګه چې د «برهان» د حکومت په پیل کې مو دغه ټکي ته اشاره کړې وه، چې انقلاب رامنځته کېږي. همدارنګه په دوو بیانیو کې مو دغه موضوع وړاندې کړه:

1-      زموږ په هغه ځواب کې چې د حکومت د دواړو اړخونو د ګډون په پیل کې د ۲۰۱۹/۹/۲۳مه خپور شو، د قدرت د ویش لپاره له مدني اورګان سره د نظامي اورګان د هوکړه لیک په اړه مو خبرې پکې کړې وې: «داسې ښکاري چې امریکا او برېتانیا هېڅکله په خپلو کې په ارامه ژوند نه کوي، ګټې یې مختلفې دي او سیمه‌ییز توکي یې هم په خدمت کې دي. پر همدې اساس له دواړو څخه هر یو یې هڅه کوي، چې هغه توکي د مقابل لوري د کړنو د انحراف لپاره وکاروي. د روانو حالاتو له څارنې او د بهرنیو او سیمه‌ییزو څرګندونو په ځانګړې توګه د امریکايي او اروپايي چارواکو خبرو ته له کتنې داسې ښکاري، چې دواړه لوري هڅه کوي ترڅو له هغو لاروچارو ګټه واخلي، چې مقابل لوری له ستونزو سره مخ کړي، پر هغه لاسبری شي او له حکومت څخه یې لرې کړي...» کوم څه چې موږ په هغه موضوع کې بیان کړل او یا هغه څه چې اوسمهال پېښېږي، یوازې یو داستان دی. وروسته مو ۲۰۲۱/۱۰/۲۵مه په بل ځواب کې وویل: «... د سوډان وضعیت یوه داسې ناوړه او نازک حالت ته روان دی، چې له یوې خوا یې د امریکا مزدوران او له بلې خوا یې د انګلیس او اروپا مزدوران مخته وړي. دا حالت د وینو له بهېدو، ظلم، لوږې او ناورینونو څخه خالي نه دی. پر همدې اساس د سوډان پر خلکو لازمه ده چې خپل کار مشخص کړي او دغو ټولو ماته خوړلو، د امریکا، انګلیس او اروپا مزدورانو ته شا کړي، چې د سوډان د ملت وینې او ارزښتونه د کفري هېوادونو پښو ته غورځوي. دوی باید خپل پرېکنده تصمیم ونیسي او خپل صف د هغوی پر ضد سره متحد کړي ...»

2-      مګر د پوښتنو په اړه: ایا دا هوکړه لیک به دوام وکړي او تطبیق به شي؟ دا یوه احتمالي چاره ده؛ او ایا سیمې په وژغورل شي؟ دا چاره لرې برېښي، ځکه حللاره د باطل پر اساس ولاړه ده او دا چې د سیالو استعماري قدرتونو لخوا صادره شوې، نو ښکاري چې د لنډ مهال لپاره یې هوکړه کړې ده. دا په حقیقت کې د دواړو لورو د مزدورانو تر منځ یو لاسلیک دی، چې هغوی ته یوازې خپل مقام، چوکۍ، له مالي لاسته راوړنو څخه ساتنه او د مالونو زیاتول ارزښت لري؛ نو دوی ته د سیمو چارې، خلک او له ښکېلاک څخه د خلکو ازادي او ویښتیا او له ښکېلاکګرو سره دښمني مهمه نه ده او نه هم له ویښتیا سره بلد دي. هغوی د ښکېلاکي اړخونو او د ښکېلاک د سیاسي او فکري نفوذ د قوي کولو لپاره هڅې کوي او دغه ښکیلاکي لوري په ځانګړې توګه انګلیس او امریکا په سوډان کې د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره کار کوي. له همدې امله د پردیو مداخله ټولو ته څرګنده ده؛ ځکه د هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پردي کسان موجود وو، حتا دغه موضوع پردیو پیل کړه، چې هغه د انګلیس او امریکا تر مستقیم نظارت لاندې د ملګرو ملتونو استازی و. دا دوه لوري په سوډان کې نړیوال سیالان ګڼل کېږي، چې د رباعي او ترویکا په نامه یادېږي. امریکا له خپل مزدور سعودي او برېتانیا او له خپل مزدور امارات سره رباعي ده. امریکا خپل مزدور سعودي پر سیمه د اغېز او د رشوت ورکولو او برېتانیا هم د امریکا په څېر امارات د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي. ترویکا له امریکا جمع برېتانیا او ناروې څخه عبارت ده، چې یوازې د اړینو مسایلو او پټو خبرو پرمهال د دغه هېواد په مرکز اسلو کې جوړېږي. پټ هوکړه لیکونه له خپرېدو وړاندې یو ځل هلته بشپړېږي او وروسته بیا څرګندېږي. امریکا هغه کسان ګواښي چې د هوکړه لیک د ناکامۍ لامل کېږي او برېتانیا یې د هوکړه لیک له ماتېدو وروسته له ناوړه پایلو څخه وېروي. ...»  

3-      د ملګرو ملتونو آلمانی استازی «فولکر بیرتس» چې د دوو سیالو قدرتونو امریکا او انګلیس د راضي کولو هڅې کوي، د نړیوال امنیت شورا په غونډه کې وایي: «دا چې سوډان وروستي سیاسي هوکړه لیک ته نږدې شوی دی؛ مګر هغه کسان چې ګومان کوي سیاسي مساوات یې ګټې ګواښي، له شک پرته چې د روانې سیاسي پروسې د ناکامولو هڅو ته به لاره هواره کړي.» (الراکوبة السودانیة 8/12/2022م) په حقیقت کې د دغو دواړو اړخونو تر منځ لنډمهاله هوکړه لیک، د یوه جنګالي استراحت ته ورته دی. له همدې امله هر وخت چې پر مقابل لوري د قوي کېدو توان پیدا کړي، شخړې له سره پیل کېږي او یا کله چې یو لوری پر بل لوري بریالی شي، مقابل لوری نه تسلیمېږي؛ بلکې د هېواد په ختیځ، لویدیځ، شمال، جنوب او ان مرکز پلازمېنه کې به ستونزې پیدا کوي، ځکه د دغه کار لپاره له ځان سره خپل مزدوران لري. ترڅو چې له هغوی څخه سیمې پاکې نشي، وضعیت نه ارامه کېږي، خلک به همداسې ناهیلي وي، د خوشحاله ژوند خوند به ونه ویني او د دواړو دنیاوو له نیکمرغۍ څخه به بې برخې وي. پر همدې اساس پر هر رښتیني کس لازمه ده، چې خپل مسیر په ښه ډول او پوره هڅو سره له هغو کسانو سره په ګډه تعقیب کړي، چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه زیری ورکړی او فرمایلي یې دي: «ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة؛ وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي.» دا حدیث احمد او الطیالسي روایت کړی دی.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4)بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ٥-4]

ژباړه: په دې ورځ مومنان خوشحاله کېږي. د الله په نصرت باندې. الله چې له هر چا سره وغواړي، مرسته کوي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.

 

د مطلب ادامه...

آیا چین په منځني ختیځ کې نوی ځواک دی؟

  • خپور شوی په سیاسي

شي جین پینګ د ډسمبر په ۱۱مه سعودي عربستان ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه، دغه سفر د سیمې او نړۍ پام ځانته واړوه. شي جین پينګ دغه سفر د سعودي-چین په اړیکو کې (نوي څپرکی) یاد کړ. دغه سفر ته نړیوالو رسنیو ډېر پوښښ ورکړ او  ډیری پر دې باور دي چې چین په منځني ختيځ کې نوی ځواک دی. دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د تایوان پر سر د چین او امریکا تر منځ لانجې زور اخیستی او د سعودي د پاچا، محمد بن سلمان او جوبايډن ترمنځ هم اړیکې کړکېچنې دي. ډېرو نړيوالو رسنیو د نوموړي دا سفر امریکا ته یو زېګنال او زور ښودل وبلل او دا چې سعودي له امریکا څخه لرې او چین ته نیږدې کېږي.

سعودي او چین د یو لړ تړونونو په کولو وښودله چې اړیکې یې په ژورېدو دي. د چين او سعودي مشرانو  (د پراخې سټراټېژیکې همکارۍ تړون) لاسلیک کړ چې د هایدروجني انرژۍ تړون او د سعودي د پاچاهۍ  لرلید ۲۰۳۰ او د چین یوه کمربند یوې لارې نوښت ترمنځ د همغږۍ زیاتول پکې شامل وو. دواړو لورو د ټېکنالوژۍ په برخه کې هم څو تړونونه لاسلیک کړل. سعودي پرس اژانس (SPA) له دغه سفر وروسته شاوخوا ۴۰۰۰ کلیمې ګډه اعلامیه خپره کړه چې د انرژۍ، امنیت، د ایران اټومي پروګرام، د یمن بحران او پر اکراین د روسیې د یرغل په ګډون ګڼ موضوعات یې رانغاړل.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال نظم جوړ او شوروي اتحاد سیالي ورسره کوله. چین د منځني ختیځ په ګډون د نړۍ له ډېرو سیمو لرې شوی و. د شوروي اتحاد په ړنګیدو سره چین وغوښتل چې نړیوال موقف ترلاسه کړي او په تایوان کې د سیال پیدا کېدو په بیه یې د منځني ختیځ له ځينو هېوادونو سره اړیکې پیل کړې. په ۱۹۹۳ کې چین د کورنۍ انرژۍ اړتیا له خپلو کورنيو تولیداتو څخه نه شوه پوره کولی؛ نو د انرژۍ واردولو لپاره یې منځني ختیځ ته مخه کړه. تر ۱۹۹۵ پورې منځنی ختیځ د چین لپاره د نفتو لومړۍ درجه سرچینه شوه. د چین چټک پرمختګ او ګڼ نفوس په دې مانا دی چې دا هېواد د خامو موادو، سوداګریزو توکو او تر ټولو مهم، نفتو برابرولو لارو ته اړتیا لري؛ دلته لومړی پام منځني ختیځ ته اوړي. په ۲۰۲۱ کې چین په ورځ کې ۱۵.۳ میلیون بېرله نفت مصرفول. له دې ډلې یې تر۵ میلیونه بېرلو کم له خپلو کورنیو تولیداتو پوره کول؛ همدا لامل و چې چين له امریکا څخه مخکې او په ۲۰۱۷ کال کې د نفتو تر ټولو لوی واردونکی هیواد شو. ۴۵ هېوادونه د چین د نفتو اړتیا پوره کوي؛ خو نیمايي اړتیا یې د منځني ختيځ له ۹ هېوادونو پوره کېږي، په دې کې د سعودي ونډه تر ټولو لویه ده. په منځني خیتځ کې د چین د شتون لوی لامل انرژي ده. منځنی خیتځ به د چین لپاره د نفتو تر ټولو لویه سرچینه پاتې شي او د منځني ختیځ او سعودي سټراټېژيک ارزښت همدا دی چې چین ته د نفتو تر ټولو لوی صادروونکي دي.

ډېرو د امریکا او سعودي ترمنځ وروستۍ پېښه داسې تفسیر کړې چې ګواکي دوه پاخه ملګري سره بېلېږي. د سعودي وروستۍ پړیکړې ته چې د نفتو د تولید له زیاتولو یې ډډه وکړه؛ د سعودي لخو د خپلواک مسیر رسمولو په سترګه وکتل شول. خو په حقیقت کې ستونزه د سعودي او امریکا تر منځ نه، بلکې د امریکا د ډيموکراټ ګوند او محمد بن سلمان ترمنځ ده. جوبایډن په خپل ټاکنیز کمپاين کې په ډاګه وویل چي د ولسمشر ټرمپ او محمد بن سلمان ترمنځ خصوصي اړیکې دي او زه به دا لړۍ و نه غځوم؛ بلکې غوښتل یې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې په سبب منزوي کړي. کله چې جوبايډن واک ته ورسید؛ له محمد بن سلمان سره يې اړیکې سړې شوې او هڅه یې وکړه چې منزوي یې کړي.

محمد بن سلمان د جمهوري غوښتونکي ګوند ټاکنیز لرلید ته مثبت ځواب ووایه؛ دی د دې ګوند په بریا کې د خپلې بقا هیلې ویني. د بروکینګز انسټیټيوټ جګپوړي غړي، بروس رېډل، انټرسپټ ته وویل: «سعودیان په دې هڅه کې دي چې ټرمپ بیا وټاکل شي او منځمهاله ټاکنې هم MAGA جمهوري غوښتونکي وګټي (د MAGA یعنې امریکا یو ځل بیا لویه کړئ، شعار لېږدوونکي جمهوري غوښتونکي هغه دي چې مشري یې ټرمپ کوي). د نفتو لوړې بیې به ډیموکراټان کمزوري کړي.»[1] د نیو یارک مجلې لیکوال او خبریال، جونا شېپ لیکي: «له شک پرته، د سعودي د خیانت پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو د چوپتیا سبب دا دی چې دوی غواړي له دې څخه په لوړه کچه سیاسي ګټه واخلي. یوازې د ګازو د بیو یو څه لوړوالی د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې لوبې ته بدلون نه ورکوي، خو د ټاکنیزو کمپاینونو په تود بازار کې دا د حاکم ګوند لپاره بد خبر دی.»[2]

په منځني ختیځ کې د چین لپاره تر ټولو لویه ننګونه د امریکا شتون دی. امریکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له منځني ختیځ څخه د برېتانیې د ایستلو لپاره سخته مبارزه پیل کړه. په سیمه کې د نفوذ پیدا کولو لپاره یې له پوځي کودتا او د کمونیزم د پراختیا ګواښ څخه ګټه پورته کړه. امریکا سعودي عرب او اسراییلو ته امنیتي ضمانتونه ورکړل ترڅو په سیمه کې پوځي نفوذ پیدا کړي. په ۱۹۷۰ کې یې له ایران او مصر سره د اقتصادي مرستو او پوځي سوداګریزو معاملو له لارې خپلې اړیکې ټینګې کړې. امریکا په سیمه کې ځینو هیوادونو ته امنیتي ضمانتونه ورکوي، ترڅو همدا استبدادي رژیمونه چې امریکا ته وفادار دي په واک کې پاتې شي. په منځني ختیځ کې د امریکا په شتون کې د سیمه‌ایزو مسایلو لپاره پلانونه شامل دي؛ لکه د دوو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حللاره؛ دغه راز امریکا تر اوسه د امریکا له لویې وچې څخه د پوځي شتون په ساتلو، پېچلو عملیاتو کولو او له خپل هېواد څخه بهر د پوځي اډو په ساتلو کې تجربه لري.

چین په منځني خیتځ کې له ډېرو ننګونو سره مخ شو. دا هېواد نه غواړي چې سیمه ایزې شخړي د زور له لاري حل کړی. په حقیقت کې، په سیمه کې د چین پوځي ښکیلتیا ډېره کمه ده. په جیبوټي کې د چین د سمندري ځواک اډه په سیمه کې د چین د شتون تر ټولو ښکاره نښه ده. همدارنګه، چین په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه او په سوریه کې ځينې پوځي سلاکاران لري. خو د اوس لپاره چین د امریکا د سیمه‌ایز امنیت تر چتر لاندي په تجارت کولو خوشحاله بریښي. بېجينګ په دوديزه توګه د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته ترجيح ورکړې.

که څه هم په تېره لسیزه کې په منځني ختيځ کې د چين اقتصادي ښکېلتیا زیاته شوې؛ خو پوځي او استخباراتي ښکېلتيا یې په حاشیه کې ده. په منځني خیتځ کې د چین مخ پر ودې ګټې او زیاته ښکېلتیا د چین لاسته راوړنې ښيي. خو اوس وخت چین د دغو مواردو د ترسره کولو وړتیا نه لري. دا پر دې اغېز کوي چې چین سیمې ته څومره تمایل لري او ارزښت ورکوي. د پایلې په توګه ویلی شو چې په منځني ختیځ کې د چین ښکیلتیا سیاسي او پوځي اړخ نه لري، بلکې تر اقتصادي او انرژيکي ملاحضاتو را محدوده ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

 

 

د مطلب ادامه...

د پولو وېش که د ورونو بېلول؟

خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ په اونیزه خبري غونډه کې د چمن سپین بولدک په سیمه کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ دې هوکړې ته رسېدلي یو چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره جوړ شوي اداري میکانیزم ته دوام ورکړو». (ډېلي ټایمز)

تبصره:

په هغو سیمو کې د ځمکې پر سر جګړې چې د یوه بهرني ځواک له لوري ټاکل شوې، په حقیقت کې ان د ځمکې پر سر او قبیلوي شخړو په ډله کې هم نه راځي. دا د زندان د ننه جګړې دي چې اسیر کوونکی یې له نیږدې څاري او په خپل زړه یې جوړوي. په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو حالت د بندیانو دی. په افغانستان او پاکستان کې هم خبره همداسې ده؛ دواړه لوري په ویاړ د قدرت ترلاسه کولو په موخه د خپلو پولو دفاع کوي، په داسې حال کې چې دا یې د کمزوري کېدو سبب دی. وړاندې تر دې چې دا سیمه د دولت-ملت بڼه خپله کړي، د هغه وخت د هند نیمې وچې او افغانستان یو له بل سره مرسته کوله او نږدې اړیکې یې لرلې. افغانستان چې په اسیا کې «په الوتکه کې د پیلوټ خونې» په نامه یادېږي؛ له سټراتېژیک، رواني، کلتوري، جغرافیایي او سیاسي پلوه د پاکستان له خورا مهمو ګاونډیو څخه دی؛ دا هېواد ډېرو نورو هېوادونو ته د ننوتو لار ده، ځکه خو غرب ته پر افغانستان واک او کنټرول لرل مهم دي. د تاریخ په اوږدو کې یرغلګر، سوداګر او سیلانیان د هند نیمې وچې ته د افغانستان له لارې تلل. په داسې حال کې چې برېتانیا د هند په نیمه وچه کې پر چور او لوټولو بوخته وه؛ افغانستان ته د روسیې نیږدې کېدو د برېتانیې د تریاکو سوداګري له خنډ سره مخ شوه او په دې توګه د برېتانیا او روسیې ترمنځ پر منځنۍ اسیا د کنټرول پر سر یوه ستره او اوږده لوبه پیل شوه چې په پایله کې یې د ډېورنډ بدنامه کرښه رسم شوه. له سیمې څخه د برېتانیا له شرمه ډکو وتلو وروسته؛ امریکا افغانستان ته پام راواړاوه او په لومړي قدم کې یې په ۱۹۲۱م کال کې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژانده. د وخت په تېرېدو د ګټو له بدلېدو سره سټراټېژۍ هم بدلې شوې. که ښه ځیر شو، وینو چې د جګړې په نامه ځانوژنه کوو او د دښمن وژلو په نامه خپل ورور وژنو؛ دلته قاتل له دښمن سره مرسته کوي. د یوه سازمان عربي او اسلامي نوم په دې معنی نه دی چې دا سازمان د اسلام سمبول یا حمل کوونکی دی. اسلام د ژوند تګلار ده او مسلمان هغه دی چې نه یوازې د اسلام پر اساس ژوند وکړي، بلکې نورو ته هم دا اسانه کوي چې د اسلام پر اساس ژوند وکړي. مسلماني دې ته نه وايي چې یوه ډله جوړه کړې او اسلامي برنډ نوم ورکړې؛ بلکې دې ته وايي چې پر ټولنه اغېز وکړې. اسلام د مکې له کوچني ښار څخه پیل او د الله سبحانه و تعالی په امر په ټوله نړۍ کې خپور شو. د افغانستان او پاکستان ځواکونه دې یو بل ته د دوښمن په سترګه نه ګوري، بلکې باید د مسلمانانو د ژوند او شتمنۍ د ساتنې لپاره اوږه په اوږه کار وکړي.

اسلامي خلافت به ټولې ډلې سره راټولې او په یوه لوی اسلامي ځواک به یې بدلې کړي؛ دا ځواک به په کرښو نه بېلېږي. د مسلمانانو خلیفه به دا یقیني کړي چې د بهرنیو مفکورو نفوذ له منځه تللی او د هغه تر لارښوونې او ساتنې لاندې به د امت فزیکي، رواني او فکري ځواک وده وکړي. خلیفه به والیان ټاکي او ډاډ به ترلاسه کوي چې د مسلمانانو د ځمکې هېڅ برخه ناوړه نه کارېږي. په دې ډول کړنو به خلافت د یوه داسې ځواک په توګه راڅرګند شي چې حساب به پرې کېږي. اوس اسلامي امت شاهد دی چې کفار څومره فرېب ورکوونکي او حیله‌ګر دي؛ دا به د حزب لخوا له نږدې او په ځير کتل کېږي چې کوم زیان رسوونکی حرکت ونه کړي. د سرچینو په سمه توګه وېش او د اسانیتاوو برابرول به پر دولت د خلکو باور رامنځته کړي او په دې توګه به یې په خپل منځ کې مینه او مهرباني هم زیاته شي. له ابو هریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

 ( سنن ابو داوود) «كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ مَالُهُ وَعِرْضُهُ وَدَمُهُ حَسْبُ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ»

ژباړه: د مسلمان مال، عزت او وینه پر بل مسلمان بالکل حرام دي؛ د یوه سړي لپاره همدومره شر بس دی، چې خپل مسلمان ورور سپک وګڼي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

اخلاق جهان

 

د مطلب ادامه...

د پاکستان او بنګله‌دېش وېش یوه ترخه خاطره ده. مسلمانان يې باید بېرته سره یو ځای کړي. Featured

پاکستان د ۱۹۷۱م کال، په همدې ورځو کې په دوو برخو ووېشل شو؛ پاکستان او بنګله دېش. له پېړیو راهیسې د یو ځای اوسېدلي دغه واحد وجود وېش د انګریزانو د هغه ناوړه پلان له مخې وشو چې غوښتل یې د هند نیمه وچه په ډېرو ایالتونو ووېشي. دوی غوښتل په دې توګه د خپلو اجنټانو د حاکمولو له لارې پر دغو ایالتونو اسانه، ارزانه او له لرې لارې کنټرول ولري. دا کار وروسته له هغې وشو چې انګلستان په ۱۹۴۷م کال کې له سیمې څخه د وتلو پرېکړه وکړه. شریر انګلیس په دې ډول د هغو قومونو او مذهبونو تر منځ جګړې ته لمن ووهله چې پېړۍ پېړۍ یې له یو بل سره سوله‌ایز او ارام ژوند کړی و. د دې لپاره چې انګریزان خپله د وېش پروژه د بېلا بېلو مذهبونو او قومونو پر خلکو تحمیل کړي، دا پلان یې په سیمه‌ییزه توګه د هغو واکمنانو او مشرانو له لورې پلی کړ، چې د هند نیمې وچې خلکو ته د اتلو رهبرانو په توګه ور پېژندل شوي وو او کمپاین ورته شوی و. دا کسان په حقیقت کې د انګریزي استعمار زېږنده او په ټوله معنا انګلیس ته ژمن وو؛ ډېرو یې د انګلیس په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کړې وې او هلته را لوی شوي وو. د دغه وېش پروسه انګلستان، امریکا او چین سپانسر کړه؛ درې واړه تل له اسلامي امت او د دغه امت له یووالي څخه وېرېدل.

اې د هند نیمې وچې؛ هند، پاکستان او بنګله دېش مسلمانانو!

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 (إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ)

ژباړه: «دغه ستاسو امت په حقیقت کې یو امت دی او زه ستاسو رب یم، نو تاسو يوازې زما عبادت وکړئ.» [انبیأ: ۹۲]

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)

ژباړه: «مؤمنان یو له بل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم کړئ او له الله تعالی څخه ووېرېږئ، هیله ده چې پر تاسو رحم وکړای شي.» [حجرات: ۱۰]

تاسو له هغه امت څخه ياست چې د خیر (ښېګڼې) امت دی؛ لکه خالق تعالی چې فرمايي:

 (كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ...)

ژباړه: «تاسو په نړۍ کې هغه غوره امت ياست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره راوتلي ياست...» [آل عمران: ۱۱۰]

ستر اسلام تاسو سره یو ځای کړي ياست، ستاسو تر منځ یې قومي او قبیلوي خنډونه له منځه وړي، یو موټی کړي یې ياست. ستاسو تر منځ یو پر بل فضیلت او غوره‌والی یوازې د تقوا له مخې دی. رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى»

ژباړه: «اې خلکو؛ ستاسو رب یو دی، او پلار مو هم يو دی (ټول د آدم عليه السلام اولاده ياست)، عرب پر عجم او عجم پر عرب، سپين پر تور او تور پر سپین فضیلت نه لري، مګر په تقوا سره [احمد]

اې د هند نیمې وچې مسلمانانو! الله سبحانه وتعالی تاسو په اسلام نازولي ياست؛ د اسلام تر حاکمیت لاندې له پېړیو راهیسې یو ځای وئ او اسلامي هویت مو ترلاسه کړ. نن ورځ د غرب او د غرب د اجنټانو دوکه مه خورئ؛  په منځ کې مو د تفرقې اورونه بلوي او ستاسو په منځ کې د جهل اور ته لمن وهي. ابو داود روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ»

ژباړه: «هغه څوک له موږ څخه نه دی چې تعصب ته دعوت کوي، هغه څوک له موږ څخه نه دی چې د تعصب لپاره جنګېږي او هغه څوک  له موږ څخه نه دی چې په تعصب کې مري.»

او هغه صلی الله علیه وسلم همداراز موږ ته د قوم پرستۍ په اړه هم خبرداری راکړی چې:

«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ»

ژباړه: «عصبيت پرېږدئ، ځکه چې بدبویه او خوسا شی دی.» [بخاري او مسلم]

او هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنْ تَعَزَّى بِعَزَاءِ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَعِضُّوهُ وَلَا تَكْنُوا»

ژباړه: «که څوک پر جاهلیت او قوميت وياړ کوي، هغه ته ووایئ: د پلار تناسلي آله مو په خوله کې ونیسئ او دغه خبره ورته صریحه او له کنایې پرته وکړئ.»

اې د پاکستان او بنګلهدېش مسلمانانو! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)

ژباړه: «... کوم کارونه چې د نیکۍ او تقوا دي، په هغو کې له يو بل سره مرسته وکړئ او کوم کارونه چې د ګناه او تيري وي، په هغو کې د هيچا ملاتړ مه کوئ. له الله تعالی څخه ووېرېږئ، د الله تعالی عذاب ډېر سخت دی.» [مائده: ۲]

له دې څخه کومه تقوا غوره ده چې یو مسلمان له بل مسلمان ورور سره د هر هغه څه تر حاکمیت لاندې یو موټی شي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي؟ په حقیقیت کې داسې کسان شته چې تر موږ ټولو غوره دي او په دې کې يې تر موږ سبقت وکړ. د اوس او خزرج د قبیلو له یو ځای کېدو وروسته مهاجرین له انصارو سره یو ځای شول. په داسې حال کې چې د دوی تر منځ دښمنۍ او جګړې وې؛ هېڅ یې نه پرېښودل، هر څه یې سوځول او له کبله یې ډېر خلک وژل شوي. د مسلمانانو ترمنځ همکاري او یووالی له الله سبحانه وتعالی څخه د وېرې او تقوا یوه غوښتنه ده. نو موږ، حزب التحریر تاسو رابولو چې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت، چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې د بیا راتګ زېری ورکړی، په رڼا کې د  توحید تر بیرغ «لا إله إلا الله محمد رسول الله» لاندې سره متحد شئ. موږ تاسو رابولو چې لاسونه راکړئ او د انصارو په څېر وواياست چې کله یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل «وَلَا يَسْبِقَنَّكُمْ إِلَيْهِ...» «او مه پرېږدئ چې څوک په دې کې سبقت درنه وکړي...». نو ځان ډاډه کړئ چې نور خلک سبقت درنه ونه کړي او تاسو په خپله خاوره کې د خلافت په تاسیسولو کې تر ټولو مخکې شئ. له موږ سره په کار کولو کې مه زړه نا زړه کېږئ، چې د دنیا او آخرت عزت مو په برخه شي.

اې د پاکستان او بنګلهدېش پوځيانو! تاسو د خپل امت د قوت او محافظت خلک ياست. انصارو ته ځکه د الله سبحانه وتعالی لخوا د انصار نوم ورکړل شو چې دوی د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مادي ملاتړ وکړ او په مدینه کې یې اسلامي دولت تاسیس کړ؛ دا ستاسو مسولیت هم دی چې د الله سبحانه و تعالی او هغو کسانو مادي ملاتړ وکړئ، چې ستاسو په هیوادونو کې د اسلامي دولت د بیا تاسیس لپاره کار کوي. د هند د نیمې وچې؛ هند، پاکستان او بنګله‌دیش مسلمانان دې ته لېواله دي چې اسلام پرې حاکم شي او یو موټی شي. د اسلام تر حاکمیت لاندې په یووالي او د حزب التحریر په مشرۍ به دوی د راشده خلافت لپاره د ملاتړ یوه پیاوړې نقطه جوړه کړي چې د هند په نیمه وچه کې به بیا ټول مسلمانان سره یو موټي کړي. په دې توګه به دا سیمه د ټولو مستعمره مسلمانو هیوادونو د یووالي لپاره د ملاتړ نقطه وي، چې اوس په ختیځ کې له اندونیزیا تر مراکشه او په لوېدیځ کې تر اندلس پورې د مضرو او زیان رسوونکو حکامو تر حاکمیت لاندې دي.

اې د پوځ سرتېرو، اې د محمد بن قاسم لمسیانو! پوه شئ چې تاسو د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته د نصرت ورکولو وړتیا لرئ. پوه شئ چې د هر ډول ممکنه ننګونو د مقابلې توان لرئ؛ ځکه چې تاسو له مجاهد او مبارز امت څخه ياست. دا امت له هر اړخه دومره وړتیا لري چې یوازې په یو څو کلونو کې به د نړۍ یو مخکښ دولت وي. د خپل رب د رضایت ترلاسه کولو له فرصت څخه ځان مه بې برخې کوئ چې د پخوانیو انصارو په څېر شئ او له هغوی سره یو ځای جنت ته لاړ شئ.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ)

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک وواياست چې کله رسول صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه څه په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. وپوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی. د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

 

د مطلب ادامه...

نوي شواهد ښيي چې برېتانیې په افغانستان کې د «ووژنه/ونیسه» پالیسي پلې کوله

  • خپور شوی په سیاسي

د بي بي سي د پنوراما (panorama) راپور، په ۲۰۱۲م کال کې د بریتانیې د ځانګړو ځواکونو لخوا د یوې افغانې کورنۍ د وژلو په اړه نوي شواهد په ډاګه کړل. دا راپور ښيي چې برېتانوي ځواکونو د یوې کورنۍ مور او پلار په خپل کور کې په بمونو والوزول او د دوی کوچنی ماشوم (له پنځو ماشومانو څخه یو) یې سخت ټپي کړ. هېڅ داسې ثبوت نه و چې د دغې کورنۍ له لوري دې کوم امنیتي ګواښ متوجه وي. وروستیو پلټنو په پوځي عملیاتو کې له هغې سیستماتیکې پالیسۍ پرده پورته کړه چې له مخې یې بې ګناه افغانان وژل او داسې یې ښوده چې ګواکي دوی په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو. د دغې ځانګړې پیښې په اړه هېڅکله راپور ورنه کړل شو. یوه بل سرتېري د خپلې شپږ میاشتینۍ دندې پر مهال ۵۴ کسان وژلي.

د بې‌ګناه افغانانو د یو سره وژلو پالیسي کومه نوې خبره نه ده. دا مساله له ۲۰۰۳م کال راهیسې په سیمه کې د خلیج جګړې له پیل راهیسې د افغانستان خلک ځوروي. د بې‌پیلوټه الوتکو دوامداره بریدونو چې ټوله سیمه یې بمبار کړې او وحشت یې خور کړی، په ټولنه کې یوه داسې فضا رامنځته کړې وه چې خلکو ان په خپلو کورونو کې د خوندیتوب احساس نه کاوه.

واټسن براون تعلیمي پلټ‌فارم اټکل کړی چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو راهیسې په سوریه، یمن، افغانستان او د پاکستان په ځینو سیمو کې نږدې 387,072 ملکي وګړي وژل شوي.

په دغو بریدونو کې د زرګونو ښځو او ماشومانو تر برید لاندې نیولو وحشتاک تاریخ د مسلمانانو په خاوره کې د استعماري پوځي عملیاتو یو دوامداره میراث دی. داسې له وحشت ډک او ښکاره راپورونه شته چې خلک څنګه د خپلو عادي ورځینو چارو د پر مخ وړلو پر مهال تر برید لاندې راغلي. په دغو راپورونو کې ښکاري چې د لویانو او ماشومانو زیانمنېدو او قرباني کېدو ته هېڅ پام نه کېږي. د بي بي سي په یوه راپور کې چې د عبدالعزیز په نامه له یوه بزګر سره یې د هغه په کور کې مرکه کړې، راځي:

« د شپې درې بجې وې، برېتانوي پوځي چورلکې د نیمروز له تیاره اسمان څخه راټيټې او له کلي بهر کېناستې ... د کور ټول غړي ویده وو. عبدالعزيز وايي زه لومړیو ډزو راويښ کړم، په څو دقیقو کې مې بهرني سرتېري د خوب خونې ته راورسېدل، زه يې پر ځمکه وغورځولم، لاسونه او سترګې يې را وتړلې. له سرتېرو مې وغوښتل چې زما د زوی، نږور او لمسیانو د خوب خونې ته د تګ اجازه راکړي. د دوو لوڼو چیغې مې اورېدې چې مرسته یې غوښته ... د خپلو ماشومانو لپاره مې هېڅ نه شوی کولی. د عبدالعزیز سترګې تړلې وې، وهل شوی و او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې وې. ځانګړي ځواکونه ورپسې بل کور ته ورغلي وو چې یو کونډ کس له خپلو شپږو زامنو او درېیو لوڼو سره پکې اوسېده. د هغه یو زوی محمد، چې هغه مهال ۱۲ کلن و، بي بي سي ته وویل، چې دی او وروڼه یې برید کوونکي ټیم را وایستل او بندیان یې کړل. سترګې یې ور تړلې وې او – ښايي د کم عمر په سبب یې - جلا د حسین کور ته وړی او د عملیاتو تر پایه هلته ساتل شوی و. څو ساعته وروسته چې پوځيان له کلي ووتل، عبدالعزیز خپلې سترګې خلاصې کړې او له لمر ختو سره هغه ځای ته لاړ چې حسین، رقیه او اولادونه یې ویده وو. ده وویل: «هلته چې لاړم، هر ځای وینې وې، پردې او توشکې په وینو لندې خیشتې وې.» د دواړو کورنیو د هغو غړو په وینا چې د حسین او رقیې جسدونه یې لیدلي؛ دواړه په سرونو ویشتل شوي و. د عمران او بلال په وینو لړلې بسترې پرتې وې او دواړه یې وژلي وو.»

دا د هغو ورځنیو ظلمونو یوازې یوه بیلګه ده چې افغان مېرمنې او ماشومان د بهرنیو اجنټانو او د مسلمانانو د هغو خاموشه حکامو لخوا ورسره مخ وو چې په اسلامي هېوادونو کې یې د روانې ګډوډۍ لپاره بشپړه اجازه ورکړې. ښځې برمته شوې؛ ماشومان په ښوونځي کې د زده‌کړې پر مهال ووژل شول؛ ښځې اړ ایستل شوې چې له خپلو نارینه سرپرستانو جلا شي او یو دم -شپه او ورځ- پردي کور ته ورننوځي.

اې وروڼو او خویندو، یوازې هڅه وکړئ ځان او خپل عزیزان په دغه ناوړه او نه تصور کېدونکي حالت کې وګورئ. دا په ویښه یو وېروونکی خوب دی چې له خلافت پرته نه ختمېږي. له سلمه بن عبیدالله بن محصن الانصاري څخه روایت دی چې هغه یې له خپل پلار څخه روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ مُعَافًى فِي جَسَدِهِ آمِنًا فِي سِرْبِهِ عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا»

ژباړه: په تاسو کې چې څوک په بدن روغ وي، زړه یې ډاډه وي (وېره ونه لري) او د یوې ورځې خواړه ولري، نو داسې ده لکه ټوله دنیا چې د ده وي.

له بده مرغه؛ د دغو فاسدو حکامو تر حاکمیت لاندې هېڅکله ان لومړني انساني حقونه، لکه امنیت او د ژوند وضعیت نه شي ترلاسه کېدلی. موږ د خلافت د بیا تاسیس کېدو لپاره دعا کوو او د داسې امیر د لرلو لپاره خپله پوره هڅه کوو چې الګو یې پیغمبر صلي الله علیه وسلم وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
عمرانه محمد
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د مطلب ادامه...

بې‌ساری اقتصادي نظام(د اسلام اقتصادي نظام تر چتر لاندې)

  • خپور شوی په سیاسي

(دویمه برخه)

اسلامي نظام؛ بې‌ساری، نوښتګر او ټول‌شموله دید اسلام اقتصادي نظام د هغو شرعي احکامو او قواعدو ټولګه ده، چې مصدر یې اسلامي شریعت دی. دا نظام د نورو شرعي احکامو په څېر د انسانانو په افعالو پورې اړوند هغه احکام بیانوي، چې شریعت بیان کړي دي لکه تکلیفي احکام یعنې فرض، واجب، مندوب، مستحب، مباح، مکروه او حرام. همدارنګه لکه تشریعي احکام یعنې سبب، شرط، مانع، رخصت، عزیمت، صحت، بطلان او فساد. د انسانانو د افعالو په اړه دا ډول تفصیل، کره لیدلوری او اړوند احکام په بل هېڅ وضعي قانون کې موندلی نه شو.د اسلام اقتصادي نظام سره له دې چې د نصاب پر مالک یې په ټاکلې کچه زکات فرض کړی، بلکې صدقه یې هم مستحب ګرځولې، چې په ورکولو یې مسلمان ته ثواب ورکول کېږي.د اسلام اقتصادي نظام له یوه اړخه رباء (سود) حرام او له بله اړخه یې پور مندوب کړی او پور ورکوونکي ته اجر ورکول کېږي. همدا راز د مال ذخیره کول او بازار ته یې له اړتیا پرته نه وړاندې کول هم حرام کړي دي. له بلې خوا یې خلک کار، سوداګرۍ، شراکت او د خیر په کارونو کې انفاق ته هڅولي او مندوب یې ګرځولي دي. همدا شان يې ځينې اعمال یې مباح کړي او په دې برخه کې یې خلک مختار پرېښې دي. د اسلام اقتصادي نظام په هر حالت کې د مال ذخیره کول حرام کړي او د خلکو د اړتیاوو د حل په موخه یې د پروژو او تولیداتو لپاره بازار ته وړاندې کول واجب کړي دي. د اسلام اقتصادي نظام چې تجارت یې مندوب ګرځولی، له دې لارې یې د شتمنۍ پراخولو ته خلک هڅولي او په باطلو لارو (غش، فرېب، دروغ، قمار او سود) یې د خلکو مال خوړل حرام کړي دي. د اسلام اقتصادي نظام په بیه، قیمت او سخاوت کې سیالي کول مباح کړي او د خلکو زیانمنول او احتکار یې حرام کړی دی. د اسلام اقتصادي نظام د مړي میراث د ورثې حق بللی او د هغه قاتل یې ترې محروم کړی دی.د اسلام اقتصادي نظام یوه کس ته اجازه ورکړې، چې کار وکړي او د عایدو په ترلاسه کولو کې تقوا غوره کړي. د خپل ځان او کورنۍ د نفقې پیداکولو په موخه کار پرې واجب شوی؛ داسې چې لږ تر لږه هغه عملونه تر سره کړي چې روحي ارزښت یې مراعات کېږي؛ لکه عبادي اعمال، د زکات ورکول او په خپل مال کې ټاکل شوي حقونه چې پرې لازم شوي دي او تر دې زیات یې مندوب ګرځولي دي. په معاملاتو او چلند کې یې پر مسلمان د اخلاقو مراعاتول، له بې‌وزلو سره مرسته او پر هغوی رحم کول لازم کړي، ترڅو له دې لارې انساني او اخلاقي ارزښتونه ترلاسه کړي. هو، د اسلام احکام په همدې ډول حللارې وړاندې کوي. دغه راز د مال مالک کېدو، د هغه د پراختیا او انفاق احکامو د یوه مفصل او نوښتګر نظام پر بنسټ، د انسانانو ټولو کړنو ته یې نظم ورکړی او انساني ستونزې په داسې ډول حل کوي، چې د روح او حقیقت ژوروالي ته یې لاره پیدا کوي، چې په دې توګه په رښتینې ډول روحي، مادي، اخلاقي او انساني ارزښتونه مراعاتوي. یعنې که هر څومره چې د یو چا غوښتنې متفاوتې وي، ستونزې یې حلېږي، چې په پایله کې د ټولنې امنیت خوندي کېږي، خلک پکې د ارامۍ احساس کوي او په متوازن ډول یې خپل ارزښتونه پکې پلي کېږي.  د اسلام اقتصادي نظام تجارت، اجاره او شراکت په روا لارو (کفاله، ګرو، حواله او احاله، ضمانت، پور، هبه، وصیت او...) مباح کړي او د اباحت لپاره یې ځانګړي شرایط او وسایل وړاندې کړي، چې د مختلفو واقعیتونو ټول حالات پکې بیانېږي؛ داسې چې ستونزې یې حل او حقونه یې مشخص کړي دي. دغه راز ملکیت یې مباح کړی او په دریو برخو یې وېشلی دی:  فردي ملکیت؛ چې فرد په هغه کې اختیار لري او نوموړی یې پر هغه څه حاکم کړی، چې تر خپل ملکیت لاندې یې وي. عامه ملکیت؛ چې ټول خلک او د دولت رعیت ګټه ترې اخلي. په دې مالونو کې احتکار نه دی شوی او د اشخاصو تر منځ یې هېڅ توپیر نشته دی. د دولت ملکیت؛ هغه چې شریعت د دولت په واک کې ورکړی دی، ترڅو یې د امت او تر واک لاندې رعیت د ګټې لپاره د شرعي سیاست پر اساس په خپل کنټرول کې واخلي او په واسطه یې فقر له منځه یوسي او داسې حالت رامنځته کړي چې پانګه په سم ډول ووېشي، اقتصادي توازن وساتي او د ټولنیزو طبقاتي سیسټم مخه ونیسي. همدارنګه پر امت د تیري مخه ونیسي او د دعوت او جهاد له لارې له دار الاسلام څخه بهر د اسلام لېږد ته زمینه برابره کړي. همداراز د اسلام اقتصادي نظام پورته دری ډوله ملکیتونه، له خپلو شرعي صفتونو او وسایلو سره معرفي کړي دي او هېڅوک نه شي کولی چې پورتني دری ډوله ملکیتونه سره ګډ او یا هم یو له بل سره بدل کړي. د بېلګې په ډول؛ هېڅ فردي او عامه ملکیت د دولت ملکیت نه شي کېدلی.

د اسلام اقتصادي نظام؛ انسان ته د وسیلې نه، بلکې انسان په سترګه ګوري

د دې نظام او احکامو تر ټولو مهم او د پام وړ ټکی دا دی چې د انسانانو کړنو ته د انساني اعمالو په سترګه ګوري، یعنې هغه کړنې چې انسانان یې ترسره کوي. علماوو شرعي حکم «د بنده ګانو د کړنو اړوند د شارع خطاب» تعریف کړی دی. د اسلام اقتصادي نظام د وسایلو او شیانو لپاره نه دی؛ که څه هم د وسایلو اړوند ټول احکام یې بیان کړي، مګر د هغو اعمالو نظام دی چې انسان یې د ترسراوي پر مهال له وسایلو هم کار اخلي. د اسلام اقتصادي نظام پخپله د مال او پانګې لپاره نه دی؛ که څه هم وایي چې کوم شی شرعاً مال او کوم شی مال نه دي، بلکې د هغو عملونو لپاره نظام دی چې په مال، پانګه او د هغوی په ملکیت او د تصرف پر څرنګوالي پورې اړه لري، لکه: مال او پانګه څه ډول پراخه شي او څه ډول انفاق وکړو. برعکس د پانګوالۍ اقتصادي نظام، چې په سنجونه او پرتلنه کې یې د فیلسوفانو په نظر ورکولو کې لومړني او تر ټولو خطرناکې ستونزې دي او له عملي پلوه یې د څېړنې له صحیح مسیر څخه انحراف کړی، ځکه هغه ځای چې باید څېړنه پکې وشي، هلته د انسان نفس د مال د ملکیت او اړتیاوو پوره کولو په څرنګوالي، د تولید، د مال ګټور کېدل او د انسان د ملکیت د پرمختګ څرنګوالی د فقراوو د اړتیا پوره کول دي؛ یعنې هغه څوک چې له مصیبتونو سره مخ شوي او له فقر سره یې مخ کړي دي. پورته ټول تنظیمات د اسلام په اقتصادي نظام کې، د دغه نظام د موخو د تر لاسه کولو لپاره د شرعي احکامو پر اساس ترسره کېږي. هغه موخې چې د انسانانو امنیت، کرامت، ارامتیا او نورې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

خو د پانګوالۍ اقتصادي نظام، د اسلامي نظام برعکس په خپلو لومړنیو طرحو او نظرونو کې ناکام و؛ ځکه د انسان په توګه د انسان د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې پاتې راغلی دی. یعنې د دې پر ځای چې انسان او اړتیاوې یې وڅېړي او د دې پر ځای چې انسان د غوښتنو، فکري او جسمي ځواک له اړخه وڅېړي، ان د انسان په اړه یې په مجموعي ډول هم څېړنه نه ده کړې؛ مګر د مالکیت او د ملکیت د پراختیا په برخه کې یې انسان ازاد پرېښی دی. د دا ډول ازادیو په ورکړې سره داسې ویاړي، چې ګواکي ټولې انرژۍ یې ازادې کړې دي؛ لکه ټول خلک چې ګټه ترې اخیستی شي او په تولید او د ملکیت په ډېرولو کې یې کارولی شي، په داسې حال کې چې له هغو انرژیو څخه یوازې پانګوالې او پر ځان بسیا ټولنې ګټه اخیستلی شي. که د یادې ازادۍ مفهوم ته ځیر شو، ښکاري چې په کمه موده کې به حاکم نظام له منځه یوسي. ځکه همدا ازادي د دې لامل ګرځي، چې ګډوډي رامنځته شي، یو پر بل دې برید وکړي او د دغه نظام اصل او بنسټ دې له منځه یوسي. که څه هم نورو ته د زیان رسولو په برخه کې قید وړاندې کوي او هغه دا چې یو شخص تر هغه ځایه ازادي لري، چې د نورو ازادۍ سلب نه کړي.  همدارنګه د دې نظام فلسفه دا ده چې فرع یې اصل نقضوي او په دې کې هم پاتې راغلی چې عقلاً ووایي د انسان په کوم ځای کې د ازادۍ حق لري او په کوم ځای کې یې نه لري. د دې فلسفې ګټه او پایله یوازې دا ده چې پانګوالو  ته د قانون جوړولو واک ورکړي او د خپلو ګټو پر بنسټ ازادۍ وضع او تفسیر کړي، نو له همدې امله د فقراوو د مرګ او غلامۍ حکم کوي.

     د پانګوال نظام کمزوري او شرموونکې ماتې  

د اسلام نظام، چې د علیم او خبیر ذات له لوري راغلی او د انسانانو اساسي واجبي او مندوب مسؤلیتونه بیانوي او همدارنګه مباحات، محرمات، مکروهات، حقوق، صلاحیتونه، مسوولیتونه، قید او بندونه یې په یوه دقیق او مفصل نظام کې بیان کړي ... له هغه نظام سره ډېر توپیر لري چې ګمراهان، ادعا کوونکي، کمزوري او د ځان غوښتونکي پکې فلسفې وایي، د ملکیت ازادي اعلانوي، په داسې حال کې چې د انساني چارو په کوچني تنظیم کې پاتې راغلي دي. نو پر خپلو کمزوریو نورې کمزورۍ او پر خپلو انحرافاتو نور انحرافات ور زیاتوي او د ا قاعده او اصل پر هغه څه پورې تړي چې له هغو سره په ټکر کې وي.     

وروسته دا کمزورۍ او انحرافات په جنایتونو او بې‌لاریو بدلېږي، ځکه د شتمنۍ او واک خاوندان د همدې نظام د احکامو او قوانینو پر بنسټ حکومت کوي او احکام او قوانین یې د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ تفسیروي. په همدې اساس د خلکو لپاره دروغو ته د طریقې، فرېب ته د هنر او دام ایښودلو ته انګېزې رنګونه ورکوي او خلکو ته د ډيموکراسۍ، ښایسته لفظونو او لقبونه تر نامه لاندې وړاندې کوي. هغوی هڅه کوي، چې پر کثافت دانۍ، تویې شوو وینو او خپلو قرباني شوو جسدونو په ظاهر ښایسته پرده وغوړوي! نو ایا ګومان کوئ چې ناوړه بوی به یې پټ کړي!؟

نه پوهېږو هغو کسانو ته څه ووایو، چې د اقتصادي نظام اصطلاح اوري، مګر پرې منکر دي او نیوکې پرې کوي! نه پوهېږو هغو کسانو ته څه ووایو، چې د دې امت بچیان دي او هغوی باید پر نورو نیوکې او مسخرې وکړي؛ ایا د غربي مفکورې مزدوران او د ازادۍ لارویان یې باید مسخره شي او که د اسلام او د هغه د نظامونو په ځانګړې توګه د اسلام د اقتصادي نظام دعوتګران؟! په ټینګار سره باید ووایو، چې د هغه نظام دعوتګران چې له عقیدې څخه سرچینه اخلي، باید پر نورو نیوکې او مسخرې وکړي.

اقتصادي ستونزې د پانګوال نظام له لار ورکیو او انحرافاتو څخه سرچینه اخلي

د پانګوالۍ مفکورې مشرانو ونشو کړلی، چې د انسان د چلند او افعالو لپاره مناسبه لاره پیدا کړي؛ بلکې په چل او فرېب سره راپورته شول او د خپلو انحرافاتو لپاره یې فلسفې وغږولې. د دې پر ځای چې د انسان د چلند او کړنو په اړه فکر وکړي او د وسایلو  په اړه نظریات وړاندې کړي، دوی راپورته شي او د باطل پر اساس داسې نظریات وړاندې کوي، چې د عقل خلاف وي او له هېڅ ډول تفکر سره جوړ نه راځي. ګومان کېږي چې الله سبحانه وتعالی به یې سترګې ړندې کړې وي، نو دوی به څه ډول وویني. دوی وایي: د توکو او نورو شیانو په برخه کې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره باید شیان ډېر تولید شي. خپله دغه وینا یې د کفر، بدعت او داسې خیالاتو پر بنسټ کړې، چې په واقعي ډګر کې هېڅ ډول ثبوت نه لري؛ بلکې د پیدایښت له وخته یې یوازې د خپلو محسوسو انحرافاتو کچه لوړه کړې ده. مګر لا یې هم مکر دا دی چې وایي، د اړتیا د پوره کولو وسایل له اړتیا څخه کم دي، نو تر ممکن حده باید تولید ډېر شي.  

ځینې یې فکر کوي، چې بشریت له خطر سره مخ دی. دا لیدلوری د لابلاس له نظریې څخه اخیستل شوی چې وایي: «د بشر ډېروالی د هندسې تصاعد ۱، ۲، ۴، ۸، ۱۶، ... تابع دی. په داسې حال کې چې د ځمکې پر مخ د تولید ډېروالی د عددي تصاعد  ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ... پر بنسټ دی. پر دې اساس تولید اړتیاوې نه پوره کوي، د پانګوالۍ نظام په اړه یې د فلسفې فکر دا دی چې وایي: «د خلکو اړتیاوې د ډېرېدو په حال کې دي او دغه ډېروالی د پای ټکی نه لري او تولید محدود دی او دا هغه څه دي چې دوی یې د توکو او خدماتو د کمښت سلنه بولي.» نو د دې ستونزې د حل لپاره باید د قانون جوړونې او اقتصاد مفکوره د تولید د زیاتېدو او پرمختګ پر لور روانه شي. همدا راز په قانون جوړونه کې د دې پر ځای چې د انسان د واقعیت، ځانګړنو، اړتیاوو، تمایلاتو او کړنو په اړه فکر وکړي، یوازې د پانګې او د هغې د ډېروالي په  اړه فکر کوي. د افرادو په واسطه د پانګې د مالکیت پر څرنګوالي او دا چې څه ډول ټول کولی شي چې خپلې اړتیاوې له هغه څخه پوره کړي، فکر نه کوي؛ یعنې یوازې په یوه هېواد کې د پانګې د زیاتوالي په اړه فکر کوي.

 د پانګوالۍ نظام د افرادو لخوا د پانګې د مالکیت پر څرنګوالي او د ټولنې خلکو ته یې پر وېشلو هېڅ فکر نه کوي، بلکې ټوله هڅه یې دا ده چې نوښتونو، کشفیاتو او علومو ته لاسرسی یې یوازې د پانګې او تولید د ډېروالي په موخه دی. مګر د دوی هغه نظام چې د انسان د عمالو د تنظیم لپاره یې جوړ کړی او یوازې فردي ازادۍ لري چې خلک فرديت ته تشویق کوي. د لابلاس د نظریې نیمګړتیا ثابته ده او موږ یې په اړه څه نه وايو؛ لکه څنګه چې د توکو او خدماتو د سلنې د کمښت مفکورې تېروتنه او انحراف ثابت دی. البته د هغو پانګو په لیدو سره چې ګټه ترې نه اخیستل کېږي او حتا ګټه اخیستل ترې منعه شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې میلیونونه انسانان چې فکري او جسمي توانایي لري، مګر بې‌کاره دي. سره له دې لا هم د مال او قدرت څښتنان چې په دې ډګر کې یې ګټې په خطر کې دي، خپله چټله مفکوره په زور پلې کوي، نړۍ یې مستعمره کړې او لا یې هم مزدوران خپل رول اداکوي او کمپاین ورته کوي. دا د دوی د انحطاط د کندې وروستۍ برخه نه ده، بلکې د دوی د انحطاط کنده تر دې هم ژوره ده، ځکه د انحطاط کنده یې د عقل او فهم بیخ ته رسېدلې ده.

د ټولنې د شتمن کېدو او فقر په حالت کې دوی د خپلې فلسفې پر اساس د افرادو فقر ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او همدارنګه د ناوړه طبقاتي ټولنیز سیسټم او د پانګې پر وېش باک نه راوړي. د بېلګې په ډول: هغه هېواد چې یو میلیون نفوس لري او کلنی عاید یې ۵ میلیارده ډالر وي، نو هغه ټولنه پر ځان بسیا او شتمنه ټولنه ده، ځکه د هر شخص کلنی عاید ۵ زره ډالر کېږي. دوی په دې ډول حساب کوي او رسنۍ یې تکراروي، خو په ورته وخت کې وایي، چې د دې ټولنې یو سلنه خلک د ټولنې ۹۰٪ پانګه په واک لري. نو واقعیت دا دی چې د دې ټولنې یو پر څلور برخه وګړو کلنی عاید تر ۲۰۰ ډالرو او  نیمایي وګړو یې تر ۳۰۰ ډالرو  نه اوړي. ایا دا محاسبه عقل منلی شي؟ او ایا دا له واقعیت څخه سم تعبیر دی؟ ایا دا د یوې  ټولنې واقعیت په ډاګه کوي، چې ایا دا یوه پر ځان بسیا او مالداره ټولنه ده او یو واقعي معیار ښيي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د غربي پانګوالۍ د اقتصادي نظام مفکورې له مشرانو، دعوت ګرانو او پلویانو څخه باید وشي.

د یادونې وړ ده هغه نظام چې شیانو ته د هغوی له اصل سره سم ګوري او په حکمت سره یې ستونزې حل کوي، هغه نظام چې اقتصادي ستونزو ته څرنګه چې پکار دي په هماغه ډول ګوري او حلاره یې د پانګې په داسې وېش سره ده، چې ټول وکولی شي خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي؛ دا نظام له هغه سره ډېر توپیر لري چې اقتصادي ستونزې یوازې د تولید په ډېرولو سره حل کوي او د تولید ډېروالی د خلکو د ستونزو د حل یوازینی لامل بولي. دغه راز په دې تولید کې هر شخص خپله ونډه لري، خو پوښتنه دا ده؛ هغه څوک چې هېڅ پیسې نه لري او نه شي کولی تولید شوي شیان وپیري، څه وکړي؟ نو په څه ډول د تولید ډېروالی د حل لاره ده چې کالي ډېر شي او یوازې د مالداراو کسانو په واک کې وي، د مالدارانو پانګه ډېریږي او غریبان ترې محروم دي او فقر یې ورځ تر بلې زیاتیږي. دا هغه نظام دی چې د غریبانو د مرګ حکم کوي او د دې مفکورې پلویان په دې باور دي چې د فقراوو شتون ته هېڅ اړتیا نشته، ځکه هغوی د ټولنې د اوږو بار دي، ټولنې ته ګټه نه لري او د ژوند د بقا هېڅ حق هم نه لري. په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزه، په حقیقت کې خلکو ته د پانګې په وېش کې ده. دا ستونزه هغه نظام ته اړتیا لري چې داسې اړیکې رامنځته کړي، چې پر اساس یې هر شخص د پانګې مالک شي، خپل ملکیت ته پراختیا ورکړي او په ملکیت کې یې د فقیرو خلکو حق مشخص او واجبي کړی دی، چې په دې سره به یې د خپلوانو، ټولنې او دولت اړتیاوې پوره او ټول به باعزته ژوند ولري. خو د پانګوالۍ نظام د دې اقتصادي ستونزې لامل د توکو او خدماتو کموالی بولي او د حل لپاره یې لاندې چوکاټ وړاندې کړی: کله چې د توکو او خدماتو تولید ډېر شي او په بازار کې انبار شي، نو هر څوک چې وغواړي کولی شي د پیسو په بدل کې یې وپیري. په داسې حال کې چې د تولید ډېروالی، د ملکیت او تولید ازادي غواړي، ایا تر دې ګمراه او ناوړه افکار هم شته دي!؟

د تېروتنې او انحراف معالجه، په ډېرې تېروتنې او انحراف سره

د دغو افکارو پلي کول د دې لامل شوي، چې کم شمېر خلک د پانګې مالک شي او د پانګې له مخې د پانګوالو تر منځ ډېر توپيرونه رامنځته شي. دا چې فقر په خطرناک ډول په خلکو کې رامنځته شوی او د پانګې مرکزیت د څو محدودو کسانو لاس ته لوېدلی، نو د فقر لمن نوره هم پراخه شوې ده. یعنې له صنعتي انقلاب او د وسایلو له ډېرېدو سره همهاله، د بې کارانو کچه د زیاتوالي په حال کې وه، بې کاري پراخه او تنخوا راکمه شوه. تر کومه ځایه چې په پانګواله ټولنه کې کمونیسي افکارو ځای پیدا کړ، نو د متنفیذینو او هغو کسانو پر وړاندې چې شمېر یې کم او مالونه او احتکار یې زیات و، د فقراوو، کار ګرانو او هغې طبقې د انقلاب فلسفه بیانېدله، چې شمېر یې زیات خو مالونه یې کم وو. هغو کسانو چې پانګوال نظام یې پر پښو درولی و، د مال، واک او رسنیو څښتنان وو، د انقلاب کوونکو او د انقلاب لاملونو له راضي کولو پرته بله لار ونه مونده. دغه راز د مکر لاره یې غوره کړه او هغه وخت یې دولتي سوسیالیزم ورته وویل او د کارګرو، فقراوو، بې کارانو، د بې کارۍ د راکمولو او مرستو لپاره یې قوانین جوړ کړل. د دې قوانینو پر اساس شوې مرستې د کاري ساعتونو مشخصول، تر ټولو د کمې کچې تنخوا ټاکل، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د تقاعد ورکول، فقراوو او بې کارانو ته د مرستو او همدارنګه د زده کړو او طبابت په برخو کې د مرستو وړاندې کول وو. دا ډله پوهېده چې له خلکو د ناوړه ګټې اخیستنې او د هغوی د غلام ګرځولو د دوام لپاره باید خلک لږ تر لږه د ژوند کولو اسانتیاوې په واک کې ولري. خلک باید جسمي، علمي او فني توان ولري، ترڅو د خپلو هڅو پایله یې اصلي زورواکو او فریبکارو ته ګټه ورسوي او دومره حقوق او امتیازات باید ولري، چې انقلاب ونه کړي او نظام له منځه یونسي.

دې ډول کړنو او بدلونونو ټولنه له پاشل کېدو وژغورله، دوی غواړي په دې ډول د ټولنې پایې ټینګې او د خلکو فکر په له کاره لوېدلو کانالونو کې بند کړي، عمومي افکار یې جوړ او مسیر ور ته مشخص کړي. غواړي د هغه څه په محدوده کې و اوسیږي چې پخپله یې غواړي، ترڅو په دې ډول خلک وغولوي او ګومان وکړي چې د مفکورې، رایې او عمل ازادي لري. دا کم عقلان د دغو لارو او نظریو پر اساس پر مخ روان دي او د خپلو اربابانو تر شاه په تکرار سره وایي چې پانګوالي پخپله خپل ځان نوی کوي؛ یعنې دا د نړۍ وروستی نظام دی چې پخپله د خپل ځان درملنه کوي. په داسې حال کې چې ټولو ته حقیقت روښانه دی، چې پرته له دغه واقعیت څخه دی او پوښتنه دا ده چې دا حقیقت څه دی؟

حقیقت دا دی چې دا نظام د خلکو د ستونزو د حل او عزتمند ژوند د تضمین په برخه کې ناکام دی. له ورایه ښکاري چې یو فاسد، ظالم، ناوړه ګټه اخیستونکی او د خلکو قاتل نظام دی، چې خلک په غلامۍ نیسي. له شرمه ډکې پایلې یې په ډاګه شوې او خلکو یې ظلم زیات زغملی او نور یې چیغې راپورته شوې دي. دا نظام به ډېر ژر په هماغه ځای کې راوپرځيږي، چېرې چې پیدا شوی و او د دغه نظام څښتنان د خپل حاکمیت د دوام او خپلو ګټو د ساتلو لپاره له مکر او فرېب پرته بل هېڅ نه شي کولی. مګر دغو کارونو هم دوی ته مالي لګښتونه ور په غاړه کړي، چې د پوره کولو لپاره یې باید سرچینې پیدا کړي؛ خو دغه ډول نظام چې بنسټ یې کمزوری او بې ګټې وي، د دغې ستونزې د حل لپاره فکري او ژوره حللاره نه لري. یوازې د یوه سطحي فکر پر بنسټ سطحي حلاره وړاندې کوي او هغه د مالیاتو وضع کول دي.    

 د مالیاتو ډېرول د دوی یوه بله ځیرکي وه، چې د مالي سرچینو په موخه ګټه ترې اخلي. په داسې حال کې چې مالیات د خلکو فقر او ناوړه اقتصادي حالت، چې د ټولنې او نظام واقعیت دی، له منځه نه شي وړلی. نو په دې واقعیت کې له لاندې دوو مسئلو بله د حل‌لاره نشته: دغه پانګوال چې له دې نظام څخه ګټه اخلي، له خپلو شتمنیو، وسایلو او لارو څخه به د خلکو په ګټه تېریږي او د ملکیت له ازادۍ څخه خالي نظام به رامنځته کوي. دا مورد په دې مانا دی چې له روان نظام څخه به په پوره ډول لاس اخلي او له منځه به یې وړي او یا هم دا چې د قدرت په وسایلو او د مکر او فرېب په تګلارو سره به د نورو ملتونو پر شتمنیو غېټه اچوي، چې هغه بیا استعمار دی. نو د دې برخې د اړتیا وړ مالونو د تیارولو لپاره باید بې کاري له منځه ولاړه او یا راکمه شي. همدا راز دندې باید زیاتې شي او په هغه صورت کې د مالیو وضع کول یوازې د حل لار ده.   

 د دې ټولو لپاره پکار ده چې شرکتونه او کار کوونکي فعال او په کاري فرصتونو کې نوښتونه وشي او همدارنګه د ټولنې د ډېرو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د زیات مال د تر لاسه کولو په موخه له بېلابېلو لارو هڅې وشي. دا مسئله غواړي چې تولید باید چټک شي او رخصتي پکې ونه شي، باید د مال لپاره یې بهرني بازارونه خلاص او خلک یې د تولید کارولو او پېرلو ته اړ شي. دغه راز له پولو بهر باید پروژې ورته جوړ شي، تر څو یې ګټې خوندي کړي. په همدې موخه د وسلو کارخونې فعال شي، چې د ملتونو تر منځ جنګونه رامنځته او خپلو تولیداتو ته بازار پیداکړي.  نو د دې فرېب او مالونو د لوټلو لمن باید پراخه شي. په بل عبارت هغه هېواد چې دا ډول نظام غواړي، نو که یې د اوسېدونکو شمېر ۳۰۰ میلیونه وي، تولیدات یې باید د همدې نفوس څو چنده وي. دوی یې باید کرنیزې ځمکې لاندې او خپلواکي یې سلب کړي. باید پر وړاندې یې هر هغه ګام پورته کړي، چې هغه هېواد پر ځان پورې وتړي او د بېدارۍ او ازادۍ غوښتنو مخه ډپ کړي. باید د نورو پر شتمنیو مسلط شي او د مکر په وسیله خپلې پروژې، ځواک او لښکر کشۍ وکاروي. دغه راز هر څومره یې چې توان وي د ملتونو پر شتمنیو واک پیدا کړي، هغه څه چې هر وخت یې ترسره  کوي. د ملتونو د مال او ذخیرو د نیولو لپاره پرلپسي لارې او وسایل وکاروي او په دې برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.

پانګوالي یوازې په ښکېلاک او فرېب ژوندۍ ده

دا نظام د فقر، د ټولنې طبقاتي کېدو او د پانګې د ناوړه وېش ستونزه او د داخلي پانګې او د نظام د سقوط وېره په پورته ډول حلوي. د فقر، ناوړه استفادې، ظلم، ذلت، بدمرغي او شکنجې دایره پراخوي، ترڅو نور ملتونه هم تر خپل واک لاندې راولي او نړۍ په خپلو منګلو کې ونیسي. هو، دا پانګوال نظام دی چې له ښکېلاک، د نورو ملتونو له ناوړه استفادې او هغوی په غلامۍ نیولو، د خلکو د وینو څښلو او د ژوند پر ټولو برخو لکه؛ پانګه، تولید او تفکر واک ترلاسه کولو او د هغو له منځه وړلو پرته ژوندی نه شي پاتې کېدای. خلکو ته د دې نظام د بقا اصلي لاره په ډاګه شوې، چې هغه ښکېلاک دی او له هغې پرته دا نظام سقوط کوي او له منځه ځي. د دې نظام په پایله کې چې د ملکیت ازادۍ پر مفکوره ولاړ دی، اقتصادي ستونزه د توکو او خدماتو د سلنې کمښت دی، چې د حل‌لاره یې د تولید زیاتول او خدماتو ته زمینه برابرول دي. حاکیمت له داسې خلکو سره دی چې د ټولنې یوه سلنه جوړوي، خو د ټولنې پر شتمنۍ او رسنیو حاکم دي. دغه راز د داسې دولت په وسیله حکومت کوي چې پخپله د دوی په ملاتړ د خلکو پر شتمنیو کنټرلو لري. د نیوریاک پوهنتون د اقتصاد پروفیسرو اډوارډ وولف په خپل کتاب «نامتوازنې شتمنۍ» کې د امریکا په اړه، چې د پانګوالۍ مشره ده داسې لیکي: «د کورنیو یوه برخه چې د ټولنې یو سلنه جوړوي، د مالي شتمنیو د هرم لوړه څوکه په واک کې لري او همدغه طبقه د ټولې شتمنۍ ۴۸٪ څښتنه ده.» 

همدارنګه استاد عبدالحی یحیی زلوم په خپل کتاب «د شر امپراتوري. ص ۲۲۴» کې داسې فرمایي: «د ۲۴۰٪ پانګه چې ۱٪ طبقه یې په واک کې لري، له هغې پانګې ډېره ده چې ۹۰٪ امریکایان یې په واک کې لري.» په دوام کې یې فرمایي: «دا په دې مانا ده چې په امریکا کې ۴۰۰ کورنۍ ستر قدرت لري او د پاتې ۹۰٪ امریکایانو څخه ډېره ونډه لري.» همدارنګه د یاد کتاب په ۲۱۴مخ کې فرمایي: «هغه طبقه چې سلنه یې 1 (OPC)  One percent classته رسیږي، له مالي او رسنیز قدرت څخه نیولې بیا تر د سیاسي رهبرانو د مسیر تر ټاکلو او قانون جوړونې پورې ټول ځواک له دوی سره دی.»  

کله چې امریکا له ښکېلاک او د ملتونو له منځه وړلو پرته خپل نظام او بقا نه شي ساتلی، په همدې ډول انګلیس، فرانسه او نور یې هم د ښکېلاک له لارې خپله بقا خوندي کوي او له ښکېلاک پرته بله لار نه لري. دا یوه حتمي مسئله ده چې په دې سختو شرایطو کې پر نورو ملتونو د برلاسۍ لپاره د دغو دولتونو او دوی ته ورته دولتونو تر منځ لانجې رامنځته شي او د خپلې بقا لپاره د نورو ملتونو په اشغال، نیولو، لوټلو او وینې او غوښې خوړولو کې د ښکېلاک لانجې ډېرې ګرمې وي. دا هغه څه دي چې د اوسنیو ملتونو د بدمرغۍ او هغه اور لامل شوي چې نړۍ پکې سوځېږي، په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ؛ هغه اسلامي نړۍ چې په هوښیارېدو او د اسلام د تطبیق لپاره فکر کولو یې، نه یوازې اقتصادي نظام، بلکې د پانګوالۍ شتون هم په بشپړه توګه له ګواښ سره مخ کړی دی.

پانګوالي یو غیر واقعي او بې ګټې اقتصاد رامنځته کوي

د پانګوالۍ دغه لیدلوري د مالکیت په برخه کې داسې لارې په ګوته کوي، چې ټولنې ته له زیان پرته هېڅ ګټه نه کوي. د حقیقي اقتصاد پر ځای چې ګټه کولی شي، یو غیر واقعي او نورو ته اړمن اقتصاد پرمختګ کړی دی. د دغه نظام خاوندان د خلکو د مالونو د تر لاسه کولو په موخه د قانون جوړونې او نوښت په برخه کې ډېر ماهر شوي وو او له زور او پر نړۍ له کنټرول څخه یې استفاده وکړه، ترڅو پخپله خوښه قانون جوړ کړي او وروسته یې عمومي او نړیوال کړي. همدارنګه هغه یې د ډېری دولتونو په اساسي قوانینو کې په زور ځای په ځای کړي، ترڅو نړۍ یې تر خپل اغېز لاندې راولي او د خلکو هڅې او شتمنۍ پخپله ګټه را وڅرخوي. د تش په نامه مالي معاملو او یا ادعا شوو خدماتو له لارې یې د خوراکي موادو، پوښاک او د اوسېدو وړ توکو د چمتو کولو په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې. هېڅ کس د امنیت ډاډ نه دی کړی، هېڅ ناپوه عالم شوی نه دی او هېڅ ناروغ د دغو خدماتو له امله روغ شوی نه دی؛ مګر فقر، وېره او وحشت زیات شوي او ګټور تولیدات ځنډېدلي دي. دغه راز دولتونه یې له بانکونو څخه د سودي پور اخیستلو ته اړ کړي، ترڅو کمزوري او اشغال یې دوام وکړي. پر تولیداتي او ذیرکو حرکتونو بېلابېلې مالیې لګوي، ترڅو هغه کسان شتمن او قدرتمند شي چې د نرخونو له خرابوالي او د تولیداتو له کمزورۍ پرته ټولنې ته هېڅ ګټه نه لري. څوک چې زراعت او صنعت ترسره کوي او یا داسې خدمات وړاندې کوي، چې ټول خلک ورته اړتیا لري، نو په خپل ټول توان هڅه کوي چې د تولید په هر پړاو کې د جوازلیک، بېلابېلو مالیو او نورو ستونزو په رامنځته کولو سره قوانین کمزوري کړي.

د دغه غیر واقعي اقتصاد پایله دا ده چې میلیونونه دندې او فعال کار کوونکي ټولنې ته هېڅ عاید ور نه کړي، بلکې محصولات له منځه یوسي او هغه شیان د خلکو د مالونو عاید جوړوي، چې له زیان پرته هېڅ ګټه نه لري. سلګونه زره د بانک کار کوونکي او همداسې څو چنده د بیمې شرکتونو کار کووني او همدارنګه د هغوی څو چنده مسلکي ښځينه او نارینه کار کوونکي ټولنې او انسانانو ته هېڅ ګټه نه رسوي، بلکې خلک او ټولنې همېشه زیانمنې وې او د بانکونو او د بیمې شرکتونو څښتنان تر ټولو ډېره شتمن او ځواکمن وي. دا او دې ته ورته ډېرې بېلګې دي چې د دولت د انحطاط او له منځه تلو لامل ګرځي؛ مګر لکه مخکې مو چې وویل، هغوی هڅه کوي چې پر خلکو د واک موندلو او د هغوی د لوټلو په مرسته خپل اقتصادي ماشین فعال وساتي او له منځه تلل یې وځنډوي. دغه موارد له اسلام څخه څومره لرې دي؛ هغه نظام چې غیرواقعي اقتصاد یې له منځه وړي او خلک هڅوي چې محصولات او عاید لاسته راوړي او داسې اقتصادي نظام رامنځته کړي، چې ټول خلک د مال خاوندان شي، نه دا چې یوازې د ملکیت رامنځته کړي او بس. دغه راز له احکامو څخه یې خلک د ملکیت د پرمختګ او پراختیا په برخه کې ګټه اخلي؛ نه دا چې یوازې د مال او شتمنۍ د پرمختګ لامل شي. ځکه موضوع او ستونزه د انسان نفس دی، نه مال.

  اسلام سود حرام کړی، نو د دغو بانکونو فعالیت حرام دی او اوسنۍ دندې پکې ټولې له منځه ځي؛ ځکه دا خلک که په کور کیني او خپلې ورځنۍ اړتیاوې له کار کولو پرته پوره کړي، تر دې ډېره غوره ده چې له ګټې پرته دا ټوله پانګه ولوټي، نرخونه لوړ کړي، تولیدات ودروي او د خلکو ژوند سخت کړي. په همدې ډول اسلام ټول د بیمې تړونونه حرام کړي دي او ټول شرکتونه او مؤسسې چې بانکونه دي، د زیان رسولو له امله منعه کړي دي. په هغه اندازه پوځونه او ساتونکي ګومارل کېږي، چې ټولنې او امت لپاره ګټور وي او د ټولنې او دولت د ځواک لامل شي. اسلام پر خلکو لازموي چې خپلې کرنیزې ځمکې وکري. که څوک خپله ځمکه دری کاله ونه کري، ترې اخیستل کېږي او بل چا ته د کرلو لپاره ورکول کېږي. په اسلام کې هڅه کېږي چې د زراعتي ځمکو له مالکانو سره مرسته وکړي، هغوی ته پور ورکړي او وړیا خدمتونو ورته وړاندې کړي. نو د اسلام اقتصادي نظام یو بې ساری تولیدي نظام دی، چې د شتمنۍ ډېرېدل پکې ګټور او کارنده عاید دی. اسلام له اړتیا پرته د مال ذخیره کول حرام کړي دي. شتمن پرته له دې چې خپل مالونه د الله سبحانه وتعالی په لار کې په خیریه چارو ولګوي، انفاق وکړي او یا دا چې خپل مالونه د کرنې، صنعت او تجارت د پرمختګ او پراخیتا په برخه کې ولګوي، بله لار نه لري؛ خپل مالونه باید د خلکو لپاره بازار ته وړاندې کړي. اسلام شراکت یو مباح مضاربت بولي او خلک ورته تشویقوي. نو په داسې حالت کې به څوک بې کاره پاتې شي؟ څومره پانګوال پېژنو چې له هېڅ ډول عذر پرته یې خپل مالونه په کار نه دي اچولي او په مقابل کې یې څومره مفکرین، پوهان او توانمند خلک پېژنو، چې نه شي کولی خپل فکر او توان په کار واچوي او ګټور کارونه وکړي! که ذخیره کول او سود حرام شي، شرکتونه فعال او پرمختګ وکړي او په ځانګړې توګه دا دوې ډلې خلک فعال شي؛ نو دلته ایا کفار او غرب ځپلي بیا دا پوښتنه نشي کولی او نه هم کوم دلیل ورته پاتې کېږي، چې د اسلام اقتصادي نظام څه شی دی؟!

  د څه لپاره خپله منکر وینا کوئ؟ د هغه نظام لپاره یې کوئ چې خلک له ګټورو کارونو منعه کوي او بې ګټې کارونو ته یې هڅوي، پر تاسو ډېر کړاوونه او زیانونه تپي او د سودي بانکونو له لارې د دوه چنده پور ورکولو ستر سود او استثمار ته مو تشویق کوي؟ په داسې حالت کې چې د تولید بیه لوړیږي او د قېمتۍ لامل ګرځي. سربېره پر دې چې د بانکونو له لوري د مالونو پور ورکول په ټولنه کې د تولید مخه نیسي، سیالۍ نه هڅوي او نرخونه لوړوي، بلکې لوی بهرني بانکونه په خپله کچه هغو دولتونو ته پور ورکوي، چې په هغو بانکونو کې هېڅ برخه نه لري. څو چنده سودي پورونه ورکوي؛ دا هغه څه دي چې په دغو سودي بانکونو کې د حساب پرانیستلو پر مهال مالي مسوولیتونه ورته متوجه کېږي او پر خپله ټولنه زیات مالیات تحمیلوي او نرخونه لوړوي. همدارنګه تولید کمزوری کوي او بې کاري ډېروي، ترڅو دغه دولتونه په دومره کچه کمزوري شي، چې له نوم پرته نور څه ورپاتې نه شي او شتمنۍ یې دوه ښاماران د پانګوالۍ نظام او د هغه وحشیان وخوري. هغه نظام چې تر شا یې نعمتونه دي او هغه نظام څورمه توپیر دی، چې تر شا یوازې غمونه او ستونزې پرېږي؟ او دغو لاسپوڅو ته باید څه ووایو؟

لیکوال: محمود عبدالهادي

د مطلب ادامه...

مسلمانان به کله پوه شي چې له کفارو سره همکاري حرامه او پایله یې یوازې خیانت دی

خبر:

ګارډین د ډسمبر په درېیمه د څارونکو ادارو په حواله لیکي چې هغه افغان اتباع، چې شاوخوا یو کال وړاندې  په انګلستان کې د ځای پر ځای کېدو ژمنه ورسره شوې وه؛ تر اوسه د برېتانیا د حکومت ځواب ته په تمه دي او له شکنجې او مړینې سره مخ دی.

تر اوسه هېڅ افغان د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د افغانانو د ځای پر ځای کولو پروګرام (ACRS) لخوا، چې په جنورۍ کې جوړ شو، نه دی منل شوی او نه ایستل شوی؛ دوی ادعا کوي چې وزیران «د بې کفایتۍ او بې تفاوتۍ زهرجن» ترکیب ښيي. د دغې ادارې موخه د برېتانیا د سفارت د کارکوونکو په ګډون له هغو افغانانو سره مرسته وه چې د برېتانیا له حکومت سره یې کار کاوه او یا د طالبانو لخوا له جدي ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې، ارقام ښیي چې د ACRS سمبالوونکې اداره کې له پینځو تر اوو کارکوونکي کار کوي؛ په دې حال کې چې د اکراین لپاره د دغه ډول ادارې د کارکوونکو شمېر ۵۴۰ دی. سرچینې وايي چې «افغانستان ته هېڅ راز لومړیتوب نه ورکول کېږي».

تبصره:

د مسلمانانو پر وړاندې د استعماري غربي هیوادونو دا ډول خیانتونه حیرانوونکي نه دي. الله سبحانه وتعالی مومنانو ته ښکاره خبرداری ورکړی چې له کفارو سره همکاري حرامه ده.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَ‌ى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ)

ژباړه: «اى مومنانو! یهودیان او نصرانيان خپل ملګري مه نیسئ؛ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي. او که له تاسو څخه څوک له دوی سره دوستي وکړي، نو دوی هم له هغوی څخه شمېرل کېږي...» [مائده:۵۱]

د الله سبحانه وتعالی خبرداری څرګند دی. مسلمانان باید هېڅکله دا فکر ونه کړي چې د الله سبحانه وتعالی پر دوښمنانو د باور پایله به ښه وي. له دغو کسانو سره به یوازې خیانت کېږی او خپل کار به ترې اخیستل کېږي. د کفارو اراده همدا ده چې د دوی د اجنډا ګټې خوندي او د اسلام ګټې له منځه یوسي. د افغان مسلمانان هم له داسې حالت سره مخ شول لکه د هند مسلمانانو چې د برېتانوي هند پلوي کوله؛ یا لکه د فلسطین ځينې مسلمانان چې د «اسرایلو» په نامه د دوو دولتونو د همکارۍ تمه یې لرله. دوی هم دنیا بایلي او هم اخرت. موږ له مسلمانانو غواړو چې له الله سبحانه وتعالی سره خپله اړیکه ټینګه کړي؛ هغه سبحانه و تعالی ته رجوع وکړي او هېڅکله د قران او سنتو له باوري او ریښتینو لارښوونو کاږه نه شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

د نړۍ نفوس ۸ میلیارده شو

  • خپور شوی په سیاسي

د ملګرو ملتونو تازه معلومات ښيي چې د ۲۰۲۲م کال نومبر په ۱۵مه د نړۍ نفوس ۸ میلیارده شو؛ دا چې د پاخه عمر لرونکو کسانو کچه په بیساري ډول لوړه شوې، اټکل کېږي چې تر راتلونکو ۱۵ کلونو به د نړۍ نفوس ۹ میلیارده شي. په وروستیو څو لسیزو کې ټولو څېړنو منلې چې نړۍ د نفوس له خورا ډېر ګڼوالي سره مخ کېږي. د نفوس بې کنټروله ودې ته د نړۍ نایابه زېرمې بسنه نه کوي او چاپېریال ویجاړوي. ډېر نفوس د خوړو او انرژۍ ډېرو سرچینو ته اړتیا لري، چې دا په خپل وار د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو او نورو چاپېریالي ناورینونو د زیږېدو سبب کېږي. خو په ۲۱مه پیړۍ کې د نړۍ په کچه هېوادونه د نفوس له کمېدو او د امېندوارۍ له ټيټې کچې سره مخ دي. په ایټالیا کې زیږنتونونه د تړل کېدو په حال کې دي. په چين کې ښارونه له خلکو په خالي کېدو دی. په سویلي کوریا کې پوهنتونونه د جذب لپاره په کافي اندازه محصلین نه شي پیدا کولی او په جرمني کې په سلګونو زره ویجاړ شویو ملکیتونو او ځمکو کې پارکونه جوړیږي.

تر ۱۸۰۴ پورې د نړۍ نفوس یو میلیارد ثبت شوی. ۱۲۵ کلونه وروسته دوه میليارده شو. درې لسیزې وروسته په ۱۹۶۰ کې د نړۍ نفوس درې میلیارده و. تر راتلونکو ۴۰ کلونو د ۲۱مې پیړۍ په اوږدو کې د نړۍ نفوس دوبرابره شو او له ۳ څخه ۶ ميلياردو تنو ته ورسېد. په دغو کلونو کې هر کال ۷۱ میلیونه تنه اضافه کېدل. یوازې د نړۍ نفوس ډېر نه شو، بلکې د ودې کچه هم په تصاعدي ډول ډېره شوه. د نړۍ ۳۰ سلنه نفوس د افريقا په جنوبي صحرا، نايجريا او جنوبي آسیا کې دی. د نړۍ په نیم نفوس کې د امېندوارۍ کچه د پخوا په پرتله کمه شوې.

په ۲۱مه پیړۍ کې د زېږون کچه لوړه نه، بلکې ټيټه شوه. د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ د نفوس وده دوام وکړي،  خو دا وده به د تېرو پنځوسو کلونو نیمايي وي. د دې پیړۍ په دویمه نیمايي کې به د نړۍ د نفوس د ودې کچه ۰-۱۰ سلنه وي. اټکل کیږي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۵۰ کلونو ترمنځ به د نړۍ نفوس په کال کې ۵۷ میلیونه زیات شي. د ۱۹۵۰ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د نفوس د ډیروالي کچه په کال کې ۷۱ میلیونه تنه وه، چې د اوس په پرتله ډېره وه. د ۲۱مې پیړۍ په یوه برخه کې به د نړۍ د نفوس د ودې اوسنۍ لوړه کچه ونه لیدل شي. سر له اوسه دا بدلونونه وینو. د زیږون ټيټه کچه د دې لامل شوې چې ځوان کارکوونکي د مخ پر زیاتېدو متقاعدینو ځای ډک نه کړي. اروپا او جاپان لا له وړاندې له دې ستونزې سره مخ دي. ډېری کسان دا اټکل هم کوي چې د نفوس وده به په اروپا کې ټیټه شي خو مجموعي کچه به یې د ودې په حال کې کوي، ځکه چې په درېیمه نړۍ کې د زیږون کچه لوړه ده. مګر د زېږون کچه په هر ځای کې د ټيټېدو په حال کې ده. د لومړی نړۍ هیوادونه د کم نفوس پر ژۍ ولاړ دي او نوره نړۍ ور پسې روانه ده. دا جمعیتي بدلون به د ۲۱مې پيړۍ د پاتې برخې بڼه وربدله کړي.

د امېندوارۍ قطعي شمېره د هرې ښځې پر سر ۲،۱ ماشومان دي. دا د ماشومانو هغه شمېره ده چې هره ښځه یې په اوسط ډول باید ولري، تر څو وکولی شي د نړۍ نفوس ثابت وساتلی شي. له دې شمېرې څخه ډېر زیږون د نړۍ نفوس ډېروي، او تر دې شمېرې کم د نړۍ نفوس کموي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په ۱۹۷۰ کې ښځو ۴،۵ ماشومان زیږول. په ۲۰۰۰ کال کې دا شمېره ۲،۷ ماشومانو ته راټيټه شوه. دا کچه ټیټېدل ډراماټيک دي. د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې په ۲۰۵۰ کې به د امیندوارۍ نړیواله کچه د هرې ښځې پر سر ۲،۰۵ ته راټيټه شي. دا شمېره له ۲،۱ څخه چې د نړۍ نفوس ثابت ساتي، ټيټه ده. د ملګرو ملتونو بله وړاندوینه چې پر بېلابېلو ګمانونو ولاړه ده ښيي چې د هرې ښځې پر سر به د زېږېدو کچه ۱،۶ ماشومان وي. د ملګرو ملتونو سازمان چې معلوماتو ته ښه لاسرسی لري، اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ نفوس یا ثابت پاتې شي او یا به په ډراماتیک ډول ټیټ شي.

تر صنعتي کېدو وړاندې د یوې کورنۍ شتمني د هغو د ماشومانو په شمېر پورې تړلې وه. ډېر ماشومان په دې معنی وو چې ډېر کارګر لري چې په پټیو کې کار درته وکړي. کله چې فابریکې راغلې او د انسان ځای ماشین ونیو، دا حالت بدل شو. په تېرو دوه سوه کلونو کې د بشر د ټول تېر تاريخ په پرتله ټکنالوژۍ او ساينس پرمختګ کړی. اوس له اته کلنۍ مخکې د ماشومانو د مړینې کچه ډېره ټيټه شوې. ډیری ناروغی چې په ماشومتوب کې د مړینې لامل کېدې، اوس یې واکسین شته او دا چاره د دې سبب شوې چې د نړۍ نفوس چټکه وده وکړي. کورنۍ، ښځې او جنسي تمایلات د نړیوال اقتصاد او همداراز ډیرو مشتریانو -چې د دغه نړیوال اقتصاد چلوونکو په توګه کار کوي- د غوښتنو په ځواب کې بیا تعریف شوي. د نړيوال اقتصاد اړتیاوې او د مصرفونکو لپاره اړتیا؛ د ښځو رول او له دې لارې د کورنۍ جوړښت بدل کړی. ښځه نور د ماشومانو زیږول خپله دنده نه ګڼي، اوس خپواکې ښځې دي چې د ماشومانو زیږولو پرځای دنده پر مخ وړل او په اقتصاد کې لوی رول لرل خپله دنده بولي. د ښځو او ماشومانو ارزښتونه اوس پر فردپالنې او د ښځې پر اقتصادي ارزښتونو بدل شوي. برابري، فیمینیزم او د همجنسپالو ټولنه (LGBT) هغه مفاهیم دي چې د کورنۍ جوړښت یې ویجاړ کړ. ښځه د ماشوم زیږوونکې، د کور سمبالوونکې او خاوند نفقه راوړنکی؛ دا رول بلکل بدل شوی او په نړۍ کې د امیندوارۍ د کچې پر کمېدو  یې اغیز کړی.

په داسې حال کې چې د نړۍ د نفوس د ودې کچه مخ پر کمېدو ده، په تېرو څو لسیزو کې په اسلامي نړۍ کې هم د امېندوارۍ کچه ټيټه شوې؛ خو تر اټکل شوې کچې ډېره ده او اسلامي نړۍ به له اندونیزیا تر مراکشه د ۲۱مې پیړۍ په پاتې برخه کې د نفوس وده ولري. مسلمانان د نورو لویو مذهبونو په پرتله ډېر ماشومان لري. هره مسلمانه ښځه ۳،۱ ماشومان زیږوي، دا د مسیحیانو (۲،۷) او ټولو نامسلمانانو (۲،۳) په پرتله لوړ شمېر دی.

له یوې پېړۍ چټکې ودې وروسته، د زیږون کچه ټيټه شوې او د پلان له مخې به تر ۲۰۲۰ کال وروسته نوره هم ورو شي. له دې اټکل سره سره به تر۲۰۵۰ پورې په اسلامي نړۍ کې نفوس ډېر شي. په راتلونکي کې به له اسلامي هېوادونو پرته ډېر کم شمېر هېوادونه وي چې نفوس یې وده کوي. مخ پر ودې نفوس به اوبو، کورونو، عصري ټرانسپورټيشن او د کار بازارونو ته اړتیا ولري. د کار موندنو، په ځانګړي ډول دولتي دندو پر سر سیالۍ، بې کیفیته استوګنځایونه او د عمومي خدمتونو کمی د اوسني وضعیت په اړه د ټولنو د نارضایتۍ اصلي لاملونه دي. د نفوس له دغو فشارونو څخه زیږېدونکی سټرس او د دغو فشارونو په کمولو کې د سیمه‌ایزو هېوادونو رول به د اسلامي نړۍ د راتلونکي مسیر په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

 

د مطلب ادامه...

د پوښتنې ځواب په تونس کې د فرانکوفون (فرانسوي ژبیتوب) سازمان ۱۸مه غونډه

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

په ۱۹-۲۰/۱۱/۲۰۲۲ نېټه، په تونس کې د فرانکوفون (فرانسوي ژبیتوب) سازمان ۱۸مه غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د تونس ولسمشر د غونډې د پیل خبرې په فرانسوي ژبه وکړې. دا سازمان څه دی او چاته کار کوي؟ د تونس ولسمشر، قيس سعيد التونسي او له فرانسې سره د ده په اړیکو کې د دغې غونډې ارزښت څه دی؟ ايا د دې معنی دا ده چې په تونس کې د بريتانيې نفوذ په بشپړ ډول ختم شوی؟ الجزاير، چې د فرانکوفون سازمان غړی هم دی، ولې یې په دې غونډه کې ګډون ونه کړ؟ جزاک الله خيرا.

ځواب:

د لا ښه وضاحت لپاره لاندې موضوعاتو ته کتنه کوو:

۱- د فرانکوفون سازمان، يعنې د فرانکوفوني یا فرانسوي ژبیتوب نړيواله اتحاديه له ۸۸ دايمي غړو او څارونکو څخه جوړ دی؛ مرکز يې د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې دی او له ۱۹۸۶ کال راهیسې هر دوه کاله وروسته یوه غونډه کوي. په غړو کې یې په ځانګړي ډول په افریقا کې د فرانسې پخوانۍ مستعمرې دي او په ټوله کې نور غړي هم لري؛ په غړو کې یې داسې هېوادونه هم شته چې په فرانسوي ژبه خبرې نه کوي او د فرانسې مستعمرې نه وې. اړینه نه ده چې د ياد سازمان غړي دې هرو مرو په فرانسه پورې اړوند وي، ځکه خو وینو چې ځینې غړي هېوادونه یې په فرانسه پورې تړلي دي او ځینې نه. په نړۍ کې د فرانسوي ژبې ویونکو شمېر کابو ۳۲۱ میليونه اټکل شوی. دا سازمان په ۱۹۷۰م کال کې په دې موخه رامنځته شو چې – لکه په منشور کې یې چې اشاره ورته شوې- د غړو هېوادونو ترمنځ یې فرانسوي ژبې او دغه راز سياسي، تعلیمي، اقتصادي او کلتوري همکارۍ ته وده ورکړل شي. دا سازمان د فرانسوي ژبې، فرانسوي ارزښتونو، د غربي مفاهيمو لکه؛ ډيموکراسۍ، سيکولريزم، عامه ازاديو، بشري حقونو او ښځو د حقوقو پر خپرولو تمرکز کوي. دغه بنسټ هڅه کوي چې د فرانسې په مستعمرو کې استعماري ميراث وساتي او د فرانسوي ژبې او کلتور په ترویج سره د فرانسې د نفوذ دوام ډاډمن کړي. دا د فرانسې لپاره د خپل استعمار د دوام، د قدرت او نفوذ پراخولو او د فرانسې د لویوالي د ساتلو تر ټولو مهم اړخ دی. فرانسې چې د ۱۹۶۰مو کلونو په لومړيو کې له خپلو مستعمرو ووتله؛ په دې اړه یې فکر وکړ چې د انګليس مشترک المنافع هېوادونو ته ورته سازمان جوړ کړي. د بريتانيې له لوري د مشترک المنافع هېوادونو سازمان په دې موخه جوړ شو چې په خپلو پخوانيو مستعمرو کې نفوذ وساتي؛ ځکه برېتانیه او فرانسه د نوي استعمارګر، امریکا له لوري پیل شوي کمپاین اړ کړي وو چې دغو مستعمرو ته رسمي خپلواکي ورکړي.

۲- د تونس ولسمشر قيس سعيد ډېر لېواله و چې د فرانکوفون غونډه په تونس کې وشي. نوموړي د پيل خبرې په دې موخه په فرانسوي ژبه وکړي چې له فرانسې سره خپل تړاو څرګند کړي او خپله دا موخه چې فرانسه به یې ملاتړ ته دوام ورکړي، ترلاسه کړي. نوموړي وويل: «زه باوري يم چې فرانکوفون غونډه به زموږ ژمنتياوې زموږ د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو په يووالي او محسوسو لاسته راوړنو بدلې کړي» (مونټ کارلو، فرانسه، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲). قيس سعيد ځکه دې غونډې ته لېواله دی چې د خپل حاکميت لپاره ملاتړ پیدا کړي او ده دا ملاتړ په فرانسه کې موندلی، نوموړی غواړي چې خپلو کړنو؛ د پارلمان له لوري د منتخب حکومت پرځولو، د پارلمان منحلولو، د ۲۰۱۴ کال اساسي قانون لغوه کولو او د نوي اساسي قانون تصويبولو ته مشروعيت ورکړي. ګڼو خلکو له ډيموکراټيک پلوه، پر يادو کړنو اعتراض وکړ او دا يې ناقانونه او د ډیموکراسۍ ضد وګڼلې. له همدې امله، نوموړی په کور دننه او بهر له نيوکو سره مخ شو او په ۲۵/۷/۲۰۲۲ نېټه د ده له لوري وړاندیز شوي اساسي قانون ته په رایه ورکولو کې د خلکو ګډون کمرنګه و چې کابو ۲۷.۵۴٪ اعلان شو. 

کله چې غړي هيوادونه او نور تونس ته راغلل، په غونډه کې يې ګډون وکړ او د تونس د ولسمشر پر کړنو د اعتراض په موخه یې ياده ناسته تحريم نه کړه؛ فرانسې هم هيڅ اعتراض ونه کړ او په تونس کې د ناستې په ترسره کېدو يې ټينګار کاوه. کابو ۸۹ پلاوو، چې ۳۱ دولتي او حکومتي مشران او د نړيوالو او سيمه‌ايزو سازمانونو ۷ مشران پکې و، په دې ناسته کې ګډون وکړ. له دې ښکاري چې د قيس سعيد کړنو ته مشروعيت ورکول کېږي او واک یې پیاوړی کېږي.

۳- د فرانسې ولسمشر مکرون يو ځل بيا له قيس سعيد څخه خپل ملاتړ اعلان کړ؛ ده وویل: «دا د فرانسې د ولسمشر کار نه دی چې د تونس ولسمشر ته ووايې چې د خپل هيواد په تړاو څه بايد وکړي. قيس سعيد ته د خپل يوه ملګري په توګه وايم چې فرانسه به د تونس ملاتړ وکړي، ځکه دا هېواد له انقلابه راوتلی، ترهګري یې ماته کړې او د نړۍ د نورو هېوادونو پشان له کرونا وایروس سره مخ دی.» نوموړي زياته کړه: «زما په اند قيس سعيد  غوندې يو لوی حقوقي کارپوه پر دې پوهېږي؛ څه وخت وړاندې مو چې سره وکتل، د بحث موضوع مو همدا وه. تونس اوسمهال يو سياسي بدلون تجربه کوي. زه هيله لرم چې ياد بدلون به پايلې ولري او په راتلونکو ټاکنو کې به د تونس ټول سیاسي ګوندونه او ځواکونه برخه واخلي تر څو د سیاسي بدلون دا پړاو بشپړ شي.» ده وویل چې پر سعيد یې ږغ کړی «چې په سیاسي او اقتصادي کچه د یاد مسیر د بشپړولو لپاره د فرانسې-تونس د اړيکو شونتياوې وڅېړي. فرانسې چې د دغې غونډې په مناسبت تونس ته ۲۰۰ میلیونه یورو ورکړې، دا د اساسي ازادیو او ډیموکراټیکو اصولو په اړه یو سپین چک نه دی.» (العربيه الجديد پاڼه، د فرانسوي د TV5 Monde په حواله، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲). دلته مکرون اعلانوي چې فرانسه د تونس ولسمشر قيس سعيد سياسي او اقتصادي ملاتړ کوي؛ نوموړي ته د يوه ملګري په سترګه ګوري او د ده د ترسره کړو اقداماتو ملاتړ کوي، ځکه دی په قانون پوه سړی دی او هغه څه چې ترسره کوي د قانون له مخې يې ترسره کوي؛ یعنې د نوموړي اقدامات مشروع او د منلو وړ دي. مکرون ده ته ۲۰۰ میليونه پور ورکړ، دا یو سپین چک نه و، بلکې د اساسي ازادیو او ډیموکراټیکو اصولو په نامه په فرانسه پورې د ده د تړاو په سبب و. اروپايي اتحاديې هم د تونس د بوديجوي کسر د مخنيوي لپاره د ۱۰۰ ميليونو سودي پور اعلان وکړ. کله چې قيس سعيد خپل لومړنی بهرنی سفر کاوه، موخه یې فرانسه وټاکله او ۲۰۲۰م کال په جون کې یې دغه هېواد ته سفر وکړ؛ هلته یې د فرانسې ولسمشر، مکرون ته ځان سپک او سرټیټی وښود. ده د خپل پارلمان دا غوښتنه چې فرانسه دې د خپلې استعماري دورې لپاره بخښنه وغواړي، رد کړه او پر ځای يې د خونديتوب غوښتنه وکړه او ۳۵۰ میليونه يورو پور يې ترلاسه کړ. قیس سعید هغه څه وموندل چې په فرانسه او اروپايي اتحادیه، چې فرانسه او جرمني یې مشري کوي، کې یې اړتیا ورته لرله.

۴- قيس سعيد هغه وخت د فرانسې ملاتړ خپل کړ چې په ۲۵/۷/۲۰۲۱ نېټه يې پر حکومت کودتا وکړه. نوموړي پخپله وویل چې ده « په ۲۳/۷/۲۰۲۲ (له کودتا دوې ورځې وړاندې) نېټه له یوه فرانسوي پلاوي سره وکتل؛ له دغه پلاوي سره د لیدو موخه طبي مرسته وه چې د کرونا وایروس د زیاتېدونکو ناروغانو د درملنې او د دغه وایروس د مخنیوي په برخه کې د حکومت لاس ونیسي. دا لیدنه دغه راز د ځينو اقداماتو په بهیر کې وشوه» ده اشاره وکړه چې «ياد اقدامات به د لوبغاړي له ضمني رضایت وروسته پلي شي.» له دې وروسته په ۲۵/۷/۲۰۲۲ نېټه د پارلمان دروازه وتړل شوه، حکومت يې وپرځاوه او اساسي قانون يې وځنډاوه. يو څو ورځې وروسته په ۷/۸/۲۰۲۱ نېټه مکرون خپل تونسي سيال ته وويل چې «فرانسه چمتو ده چې د تونس د ازادۍ ساتلو او دفاع لپاره د دغه هېواد تر شا ودرېږي.» د اليزې ماڼۍ په بيانيه کې راغلي چې «تونس د خپلو اقتصادي، ټولنیزو او روغتیايي ننګونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر فرانسه حساب کولی شي» (الجزيره، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲). له دې ټولو څخه ښکاري چې قيس سعيد له فرانسې سره تړاو لري؛ د فرانسې په مرسته یې کودتا وکړه او ځواک یې ترلاسه کړ چې د پارلمان د منحلولو پرېکړه وکړي، حکومت راوپرځوي او يو داسې حکومت وګوماري چې مشري یې په فرانکفون خوځښت پورې تړلې ښځه وکړي او بیا اساسي قانون لغوه او پرځای يې بل اساسي قانون معرفي کړي.

۵- د غونډې په پای کې، يکشنبه، ۲۰/۱۱/۲۰۲۲، د تونس په جربه ټاپو کې، د روانډن بنسټ سرمنشي لويز مشکيوابو وويل، «جربې موږ نهيلي نه کړو... تونس موږ نهيلي نه کړو... موږ د فرانکوفوني د راتلونکي او عصري کولو لور ته ګامونه اخلو... باید هڅه وشي چې دا یو پل شي» ... مشکيوابو د افريقا په لويه وچه کې په فرانسوي ژبه د زده‌کړې د ودې په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه او ويې وویل چې فرانسوي ژبه باید په انټرنېټ او نړیوالو سازمانونو کې وي... (د فرانسې مونټ کارلو، ۲۱/۱۱/۲۰۲۲)

په تونس کې د دغې غونډې جوړېدو، د ځای په اړه یې د فرانسې ټینګار، په فرانسوي ژبه د تونس د ولسمشر لخوا د غونډې د پیل خبرې، د مکرون لخوا د قیس سعید ستاینه او د سازمان د سرمنشي وینا ... دا ټول د تونس له ولسمشر او فرانسوي ژبې څخه د فرانسې پراخ ملاتړ ښيي.

۶- ايا د دې مانا دا ده چې په تونس کې يوازې د فرانسې نفوذ دی او د بريتانيې نفوذ پای ته رسېدلی دی؟ د دې پوښتنې ځواب مو په ۱/۸/۲۰۲۱ نېټه خپور کړی. زه هغه موضوع دلته هم را اخلم:

[د بريتانيې د دریځ له ارزونې ښکاري چې دوی په تونس پېښېدونکو پېښو هيښ کړي. د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د الجزيره نټ په حواله په ۲۷/۷/۲۰۲۲ نېټه «په تونس کې د کودتا په اړه د ګارډين نظر: پسرلی په ژمي بدل شو» تر سرلیک لاندې مقاله کې لیکلي چې تونس د انقلاب ضد حالت تجربه کوي («د تلويزيون پر اداره د امنیتي ځواکونو بريد هېڅ ښه کار نه دی» دغه راز لیکي چې «خلک بې تفاوته دي او نا لیبرال مفاهيم ځکه مني چې ازادۍ او ډيموکراسۍ سياسي ثبات او اقتصادي وده نه ده رامنځته کړې. د دې پرځای فساد، تورم او بېکاري پر خپل ځای پاتې دي. په تونس کې يو پر درېيمه برخه خلک وېره لري چې تېر کال د کورونا ناروغي تر خپرېدو وروسته حالت په شان به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي او له افشا شويو اسنادو څخه ښکاري چې حکومت چمتو دی چې د پیسو نړیوال صندوق سره د ۴ میلیاردو ډالرو پور پر سر د خبرو اترو لپاره له خلکو سره د ډوډۍ مرسته بنده کړي؛ په تېرو لسو کلونو کې څلورم ځل دی چې د پیسو له نړیوال صندوق پور غوښتل کېږی؛ دې کار د خلکو غوسه راپارولې ځکه د حکومتي پورونو کچه په ملي سطحه زياته شوې او د اوسنيو پورونو کچه د هيواد تر روغتيايي بوديجې شپږ ځله ډېره ده... له دې هر څه سره، ښکاره ده چې په تونس کې د بريتانې نفوذ کمزوری شوی او سبب یې هم روان حالت دی. په دې وخت کې فرانسې ته موکه په لاس ورغله چې په قوت سره تونس ته دننه شي...»)

موږ د پايلې په توګه ويلي وو: [ټولې نښې ښيي چې په تونس کې شخړه اصلاً د برېتانیې، چې پخوا یې په دغه هېواد کې لوی نفوذ درلود، او فرانسې، نوي او بې ثباته نفوذ لرونکي، تر منځ ده... له ټولو نړیوالو دریځونو ښکاري چې په تونس کې فرانسه له بريتانيې سره د واک نيولو په موخه ښکر په ښکر ده، خو دغه شخړه د اروپا دننه ده... ځکه خو د یوې اوږدې شخړې بڼه نه خپلوي. نو د جوړجاړي یوه لار به رامنځته شي او احتمالاً تونس به د برېتانیا له نفوذه خلاص نه شي. برېتانيه سياسي ځيرکتیا لري چې له فرانسې سره نشته. [۱۴۴۲ هـ.ق کال د ذولحجې ۲۲مه - ۱/۸/۲۰۲۱م] د تېر سوال او ځواب پای.

اوس له دې ښکاري چې په تونس کې د فرانسې نفوذ پياوړی دی، د تونس ولسمشر قيس سعيد د فرانسې پر پله پل ږدي او د برېتانيې نفوذ کمزوری او کم شوی دی. خو دا په دې معنی نه ده چې په تونس کې د بريتانيې نفوذ بیخي ختم او برېتانیې تونس پرېښی وي. د بريتانيې مزدوران په تونس کې فعال دي چې د برېتانيې پر سیاسي چالاکۍ تکیه کوي؛ فرانسه دا سیاسي چالاکي او ځيرکتیا نه لري.

۷- دا چې الجزاير ولې په دې غونډه کې برخه وانه خيسته؛ لومړی، هغه د دغه سازمان څارونکی غړی دی، بشپړ غړیتوب یې نه لري ... دوهم، دا غونډه په داسې وخت ترسره شوه چې په الجزاير کې د فرانسې د استعماري دورې په سبب اعتراضونه روان دي او دا چې د هغې لپاره یې بښنه غوښتل رد کړل، د رامنځته کړو تراژیدیو غرامت نه ورکوي، د خپلو ظلمونو او په ۱۹۶۰مو کلونو کې د الجزایر په صحرا کې د اټومي چاودنو پر ضد دوسیې نه پرانیزي؛ د دې تر څنګ یې د عربي ژبې او اسلام پر وړاندې جګړه روانه کړې او هڅه کوي چې فرانسوي ژبه پرې تحمیل کړي. په الجزاير کې د فرانسوي ژبې ویونکي يو پر درېيمه برخه کم شوي، نو الجزاير غواړي له فرانسوي ژبې ځان خلاص کړي. د الجزاير ولسمشر تونس او له فرانسې سره د دغه هېواد اړیکو ته په اشاره وویل: [فرانسه تل د الجزایر په اړه فکر کوي (د غبرګونونو په اړه یې اندېښنه لري)؛ ده دا خبره د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا فرانسه الجرایر ته د خپل ولایت په سترګه ګوري؛ ده د خبریال خبرې د «نه، نه» په ویلو ورلنډې کړې. د الجزایر ولسمشر زياته کړه: «ستا هدف بل هېواد دی چې دوی دستورونه ورکوي او هغه یې په پټه خوله مني او پلي کوي.» ځينې کسان په دې اند دي چې د الجزاير ولسمشر اشاره تونس ته وه؛ په ځانګړي ډول کله چې د تونس ولسمشر فرانسې ته د خپل سفر پر مهال وویل چې تونس تر استعمار نه، بلکې تر خونديتوب لاندې و... (الحوساري وېبپاڼه، ۷/۸/۲۰۲۱)].

ستاسې د معلوماتو لپاره؛ مراکش - چې د دغه سازمان غړی دی- هم په دې غونډه کې ګډون ونه کړ. له دې څخه ښکاري چې د الجزاير او مراکش رژيمونه د برېتانيې لاسپوڅي دي او له قيس سعيد ځکه ملاتړ نه کوي؛ چې هغه د برېتانیې مزدور رژیم ړنګ کړ او د فرانسې لمن یې ونیوله. داسې فکر کېږي چې دا کنفرانس د قیس سعید د ملاتړ او د ده هغو کارونو ته د مشروعیت ورکولو په موخه جوړ شوی و چې دی یې فرانسې ته نیږدې او له برېتانیا لرې کړ؛ د ده دا کار د هغه څه خلاف دی چې دا دوه هېوادونه یې کوي.

۸- موږ په پايله کې پر دوو ټکو ټينګار کوو:

لومړی: هر هغه څه چې فرانسه او فرانکفون سازمان او نور غربي هيوادونه د ډيموکراسۍ، ازاديو، بشري حقونو، د ښځو حقونو او د لږکیو د حقوقو تر نامه لاندې تبلیغوي، یوازینۍ موخه یې دا ده چې په دې هېواد کې خپل نفوذ وساتي؛ که دې موخې ته ورسېدل خو ښه ده، که نه نو له دغو نومونو د فشار د وسیلي په توګه کار اخلي. دغو هېوادونو لسیزې خپلې مستعمرې استعمار کړې وې، ان تر سلو کالو زیات؛ دوی په دغه موده کې نه ازادۍ مراعت کړې، نه د بشر حقونه او نه یې خیالي ډیموکراسي. دا ټول یې تر پښو لاندې کول، خلک یې وژل، عزت او شتمني یې لوټل او حيثيت يې تر پښو لاندې کاوه، چې خپلې ګټې خوندي کړي او خپله دبدبه وساتي. دوی د خپلې ایډیالوژۍ دومره درناوی نه کوي او نه یې د پلي کولو دومره لېواله دي لکه څومره چې د خلکو د شتمنیو د لوټلو، د دوی د وینو زبېښلو او په بې وزلۍ، فقر او ناروغیو کې د دوی د پرېښودلو لېواله دي. کله چې فرانسه له خپلو مستعمرو ووته، فرانکفون یې تاسیس کړ؛ دا تش په نامه د فرانسوي ژبو وګړو سازمان دی چې موخه یې د خپل نفوذ ساتل او د خپلو ګټو خوندي کول دي. له فرانسوي ژبې یې یوازې د یوې وسیلې په توګه کار اخیسته.

دوېيم: په مستعمرو کې هغه سياستوال او ګوندونه يې چې ډيموکراسي او سيکولر مفاهيم يې منلې؛ اصلاح کوونکي نه، بلکې مفسدين دي؛ فاسد سياسي ليدلوری لري؛ له غرب او غربي فکرونو اغېزمن دی؛ دوی روزل شوي چې د غرب غلامي وکړي، هغه که برېتانیا وي، که فرانسه او که نوې استعمارګره امریکا؛ دوی د همدغو استعمارګرو په ملاتړ واک ته رسېږي.

دا سیاسیون او حکام باید له هر سیاسي ډګر او حکومتولۍ لرې کړای شي او خلک له هغو هوښیارو او مخلصو سیاسیونو سره ودرېږي چې سیاسي پېښو ته د اسلام له زاویې ګوري او په استعماري دولتونو پورې هر راز سیاسي، استخباراتي، فرهنګي، اقتصادي یا پوځي تړاو ردوي؛ حللارې د الله سبحانه و تعالی له کتاب او سنتو اخلي او د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره په قوت او حکمت کار کوي چې د اسلام احکام پلي شي ... د دوی دعوت د حق لارې ته دی او همدوی د حق لارې لارویان دي.

[وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ]

ژباړه: «او د هغه چا له خبرې به ښه خبره د چا وي چې هغه د الله لور ته بلنه کوي، نېک عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم. » [فُصلت:۳۳]

 

د مطلب ادامه...

د امریکا منځمهاله ټاکنې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

جمهوري غوښتونکي ګوند د ډیموکراټ ګوند په پرتله د لږ زیاتو رایو په اخیستو د استازو پر مجلس تسلط پیدا کړ؛ دا مجلس له ۴۳۵ استازو جوړ دی،  CBS News شبکې، چې په متحده ایالاتو کې د بي بي سي همکاره ده، اټکل کړی چې ډیموکراټ ګوند له دې ډلې لږ تر لږه ۲۱۸ څوکۍ خپلې کړې. (سرچینه: بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۷مه) خو ډیموکراټانو "د دې لپاره چې چې ګوند یې د امریکا په سنا مجلس کې لا هم اکثریت څوکۍ ساتلې، دا بریا یې ولمانځه او په مناسبت یې نڅا او خوشالۍ وکړې." (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۴مه) له بلې خوا د نړۍ د ډیری حکومتونو کورنیو رسنیو د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو "استازو مجلس او سنا مجلس" د ټاکنو اړوند خبرونه منعکسول. پوښتنه دا ده چې ولې د امریکا داخلي تحولات او پیښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لویې پېښې ګڼل کېږي؟ په داسې حال کې چې له امريکا پرته په نورو سيمو کې دغه ډول تحولاتو او پېښو ته دومره پام نه اړول کېږي؟ آیا امریکا له خپلو غلامانو او پیروانو غواړي چې د دوی داخلي پېښو ته جدي پام وکړي او یوه نړیواله مسله يې وګرځوي؟ لکه څنګه چې د انګلستان غلامې رسنۍ، د انګلستان د پاچاهانو په اړه ډېر بې ارزښته خبرونه په خورا شوق او لېوالتیا لاس په لاس کوي؛ لکه د دوی د واده، اولادونو او ... ؟ او که خبره دا ده چې د امریکا د کانګرس ټاکنې پر نړۍ رښتینی اغیز لري؟

ځواب:

هو، انګلستان یې له خپلو غلامانو او پیروانو غواړي چې د دوی بې ارزښته خبرونه خپاره کړي او د دې لامل د دوی د لوړوالي او برترۍ ژور احساس دی؛ ته به وایې چې د دوی هغه څه چې دوی پخوا امراتوري ورته ویله او لمر به نه پکې ډوبېده، اوس هم شته. په انګلستان کې خبره همداسې ده؛ خو د امریکا مسله بیا په بشپړه توګه توپیر لري. د دې توپیر د روښانه کولو لپاره لاندې مسایل څېړو:

۱. په نړیواله صحنه کې د امریکا د داخلي پېښو پر اغیزو د ښه پوهیدو لپاره، موږ د امریکا د ولسمشر بایډن وروستیو څرګندونو ته اشاره کوو چې ویې ویل: باید په پام کې ونیسو چې روسیه د اوکریان له خرسون سیمې څخه له وتو وړاندې په تمه وه چې د امریکا د کانګریس ټاکنو پایلې څنګه کېږي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۱مه) همداراز د اوپیک پلس سازمان په چوکاټ کې د سعودي عربستان پریکړې ته هم اشاره کوو چې د نفتو تولید یې په ورځ کې دوو ملیونو بیرلو ته را ټيټ کړی. دا پرېکړه په دې موخه شوې، چې په نړیواله کچه د نفتو بیې لوړې شي او امریکايي وګړي د نفتو د بیو لوړېدو په غبرګون کې اعتراضونه وکړي او د ډیموکراټانو پر ځای جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکړي. دغه راز په چین کې وروستیو قرنطینونو ته هم اشاره کولی شو چې د کرونا په پلمه وشول؛ موږ ډاډه نه یو چې د دې لامل په ریښتیا همدا خبره ده چې دوی وايي او که په ټاکنو کې د بایډن د ګوند د ملاتړ کولو لپاره وو. دا به په راتلونکو څو ورځو کې روښانه شي.

لنډه دا چې د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۸مه د امریکا د کانګرېس منځمهاله ټاکنې په نړۍ کې یوه لویه پېښه تمثیلوي؛ ان ویلی شو چې که په امریکا کې د ننه کوم ټکان پېښېږي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نورې سیمې هم لړزوي. له همدې امله د امریکا د ټاکنو نړیوال ارزښت ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي. هغه څه چې دا ارزښت ډېر ښيي، دا دي چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ټرمپ دورې په متحده ایالاتو کې د خلکو، حکومت، ګوندونو او سوداګریزو شرکتونو په ګډون په دغه هېواد کې له لویو درځونو او اختلافونو پرده پورته کړه. دې ته په کتو، نړۍ په تمه وه چې د امریکا د کانګرس ټاکنو پایله به څه شي.

۲. د نړۍ د تر ټولو مشهورې او سترې پانګوالۍ، سیاسي نظام داسې جوړ شوی چې یوازې دوه ګوندونه له یو بل سره سیالي کوي او هر یو د ټاکنو د ګټلو لپاره پر پانګوالو شرکتونو تکیه کوي! په حقیقت کې د امریکا خلک نه، بلکې لوی پانګوال شرکتونه د ټاکنو پایلې ټاکي؛ که د دواړو مجلسونو په ګډون د کانګرس ټاکنو د نوماندانو د ملاتړ په برخه کې د یادو شرکتونو لګښت وڅېړل شي، سږ کال یې کچه شاوخوا ۱۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. «متحده ایالات په هر مناسبت کې له نوې بېلګې سره ډګر ته راځي، په داسې حال کې چې دا هېواد له یوه لوی تاریخي تورم څخه ځوروېږي، د منځمهاله ټاکنو د کمپاین لګښت یې ریکارډ جوړ کړ. یوه امریکايي سازمان په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په لګښت کې د نوي ریکارډ خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغو ټاکنو لګښت له ۱۶،۷ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی دی». (سرچینه: سکای نیوز عربي؛ ۲۰۲۲م د نومبر ۱۳مه) دا کچه د ځينو افریقایي او نا افریقايي دولتونو له کلنۍ بودیجې سره مساوي ده. له دغو پرېمانه لګښتونو ښکاري چې په امریکا کې همدا پانګوال او د لویو شرکتونو مالکان دي چې خلکو ته ور ښيي چې څوک وټاکي او څوک نه.

نو د امريکا د ټاکنو ظاهري بڼه داسې ده، چې واک د خلکو په لاس کې دى، خو په باطن کې بیا اصلي واکمنان لوی شرکتونه دي؛ هغه شرکتونه چې کولی شي د یو ځانګړي نوماند د ملاتړ لپاره سلګونه ملیونه ډالر ولګوي؛ ان تر دې چې ویل کېږي په امریکا کې د دې پر ځای چې رایه ورکوونکي سیاسیون وټاکي، سیاسیون رایه ورکوونکي ټاکي. مثلاً؛ څوک چې د جنین د سقط د آزادۍ شعار ورکوي، د ټاکل کېدو لپاره یوې ډلې ښځو ته اړتیا لري؛ څوک چې د کډوالۍ د دفاع او ملاتړ شعار ورکوي، اقلیتونو ته مخ ور اړوي، یا هغه څوک چې د نژادپالنې شعارونه ورکوي، په سپين پوستو پسې وي او همداسې نور...

۳. حقیقت دا دی چې پیسې او شرکتونه تل پر امریکا مسلط وو، خو د پخواني ولسمشر ټرمپ ادارې له هغو جدي تحولاتو پرده پورته کړه چې په امریکا کې پېښېږي. د دغو تحولاتو مهم سرلیک دا دی چې د لویو شرکتونو ترمنځ سخته سیالي د پخوا پشان نور یوه ورزشي سیالي نه ده؛ بلکې د ګرمېدو په حال کې ده، ان دا چې د جوش ټکي ته رسېدلې یا دې ټکي ته نیږدې ده. د پانګوالو حرص دوی ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو متضادو ګټو په سیوري کې له یو بل سره سوله‌ایز ژوند وکړي. دلته شرکتونو تر منځ پانګواله سیالي دومره ګرمېږي چې سیاسیون، چې اصلاً د دغو شرکتونو استازي دي، د یو بل د هډوکو په ماتولو پیل کوي.

لنډه دا چې پانګوال په دوو برخو ویشل شوي دي: لومړۍ؛ هغه ډله ده چې د ټیکنالوژۍ شرکتونه پرې غالب دي، لکه ډيموکراټ ګوند. دویمه؛ هغه ډله ده چې د نفتو او انرژۍ شرکتونه پرې برلاسي دي، لکه جمهوري غوښتونکی ګوند. دا دوې برخې د امریکا د لویو شرکتونو ګټو او هر ایالت ته چې د دغو شرکتونو ګټې ورباندې متمرکزې دي، په کتو، تل پر نورو برخو د ویشل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د یادولو ده چې د امريکا د تېلو او انرژۍ شرکتونو د څو لسيزو لپاره د امريکا د پانګوالۍ نظام د ماهيت استازولي کوله؛ د امریکا د ننه یې لوی واک درلود او له امریکا بهر یې هم نفوذ ډېر و؛ داسې چې د نفتو جګړو او دولتونو تر منځ د نفتو د نل‌لیکو احداث او د لویو نفت‌کشونو جوړولو دغو شرکتونو ته پراخه ګټه او نفوذ ور په برخه کړ؛ خو په تیرو دوو لسیزو کې د ټیکنالوژۍ شرکتونو سر راپورته کړ، د دغو شرکتونو عواید په ډیرې چټکۍ لوړ شول، ځینو خو ان تر دوو لسيزو کمه موده کې دومره پانګه ترلاسه کړه چې د نفتو او انرژۍ شرکتونو په یوه پېړۍ کې نه وه ټوله کړې.

دا ستونزه د کرونا ویروس د خپریدو پر مهال نوره هم زیاته شوه؛ ځکه چې د قرنطین پالیسۍ د دې سبب شوې چې د نفتو شرکتونه ډېره ګټه ونه کړي، د نفتو بیه به کله ان منفي هم شوه. له بلې خوا؛ د ټیکنالوژۍ شرکتونو پرېمانه ګټه وکړه، خلک په خپلو کورونو کې ناست وو او د مخابراتي ټیکنالوژۍ په کارولو یې له یو بل سره اړیکې نیولې او خپلې ډېرې چارې یې له مخابراتي دستګاوو او کمپیوټر څخه مخته وړلې. سوداګریزې او د پيسو د راکړې ورکړې معاملې هم د دغو شرکتونو له لارې ترسره شوې، لکه امازون امریکايي شرکت چې د سوداګرۍ د ډېرو برخو کنټرول خپل کړ او هغه یې په الکترونیکي سوداګرۍ او کور ته د رسولو خدمتونو باندې بدلې کړې. د الکترونیکي کمپنیو دغه ستر او بې ساري ګام سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له تګ سره په یوه وخت پیل شو؛ دلته د لویو ګټونکو او بایلونکو شرکتونو تر منځ د اختلاف اور ګرم شو، تر دې چې د یو بل د هډوکو ماتولو هڅې یې کولې. دا چې یاد شرکتونه خپلې موخې د سیاسیونو له لارې پلې کوي، دغو سیاسیونو په نورو زیاتو وېشونو پیل وکړ.

۴. د امریکا په ایالتونو کې وېشونه ورځ په ورځ زیات شول، د ډیموکراټانو تر واک لاندې ایالتونو د تیلو شرکتونو پر وړاندې قوانین تصویب کول پیل کړل؛ لکه صفر ته د ګلخانه‌اي ګازونو د کچې راټیټول او تر ۲۰۳۵م کال پورې په بشپړه توګه پر برېښنایي موټرو تکیه. له بلې خوا، د تګزاس په څیر ایالتونه، چې جمهوري غوښتونکي پرې واکمن دي او د نفتو شرکتونه پکې دي؛ د "شنه" صنعت شرکتونه یا هغه شرکتونه چې د ګلخانه‌اي ګازونو د تولید سیاست پر مخ وړي، په تور لیست کې اچولي. د دې وېش شدت هغه وخت زیات شو چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې ایالتونو، د رایې ورکولو د مرکزونو وېش پیل کړل او داسې قوانین یې وضع کړل چې له مخې به یې په راتلونکو ټاکنو کې پر دغو ایالتونو د جمهوري غوښتونکو واک زیاتېږي؛ لکه هغه قوانین چې د پوسټ له لارې رایه ورکول ستونزمنوي؛ د ډیموکراټانو پلویان له دې لارې رایه ورکول خوښوي.

له بل لوري؛ د ډيموکراټانو تر واک لاندې ایالتونو د رایې ورکولو مرکزونو پر وېش پیل وکړ او ځينې قوانین یې وضع کړل؛ لکه د پوسټ له لارې د رایې ورکولو کې اسانتیا، چې له دې لارې په خپلو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو نفوذ ختموي. سربېره پر دې د فرهنګي وېشونو یادونه هم کولی شو؛ لکه د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې ایالتونو په درسي نصاب کې د «نژادي لید» شاملول او د کډوالو پر وړاندې د مخالفت فرهنګ خپرول. په مخالف ګوند کې هم هڅه کېږي چې تر خپل واک لاندې ایالتونو کې د جنین د سقط د ازادۍ فرهنګ دود شي، ځکه چې دا د جمهوري غوښتونکو له محافظه‌کارانه یا ځان‌ساتي لیدلوري سره په ټکر کې ده. دغه راز هڅه کوي چې د کډوالو د هرکلي فرهنګ ته وده ورکړي.

په دې توګه، د امریکا ایالتونه په دوو برخو وېشل شوي دي: سره؛ چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دي او اکثریت یې سپین پوستي دي. شنه؛ چې د ډیموکراټانو تر واک لاندې دي او د کډوالو لږکي ورسره دي. دا په دې معنی ده چې دغو وېشونو نژادي رنګ اخیستی او دا تګلاره ورو ورو ثابته او پایداره بڼه خپلوي او سیاسیون په ټولو ایالتونو کې د اختلافي مسایلو د لویولو لور ته روان دي.

۵. امریکا او د نړۍ حکومتونو د امریکا د کانګریس د منځمهاله ټاکنو پایلې څارلې؛ دا کار هر حکومت د خپلو ګټو پر بنسټ کاوه. مثلاً روسیې غوښتل چې «د ټرمپ ګوند» یې وګټي چې د بایډن د ادارې له لوري اکراین ته د لویو مرستو مخه ونیسي. اروپا، په ځانګړي ډول المان دې ته اندېښمن و چې که «د ټرمپ ګوند» بریالی شي دا به د روسیې د پراختیا غوښتونکې تګلارې په برخه کې له اروپا څخه د امریکا پر ملاتړ منفي اغېزه وکړي. ښايي چين هم اندېښمن و چې امريکا به يې پر ضد نور خصمانه ګامونه پورته کړي او يا به سویلي کوريا او جاپان په اټومي وسلو سمبال کړي. په اسلامي خاورو کې هم د امریکا غلامانو د دغو ټاکنو پایلې څارلې، مثلاً ځینو یې، لکه سعودي پر دې باور دي چې «د ټرمپ ګوند» د «د بایډن ګوند» په پرتله ښه دی او ځينې یا بیا مخالف نظر لري. سمه ده چې دا د ولسمشرۍ ټاکنې نه دي، خو داسې ښودل کېږي چې ته به وایې دا ولسمشریزې ټاکنې دي؛ سره له دې، د دغو ټاکنو پایلې په ۲۰۲۴م کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو ډېره اغېزه لري.

په امریکا کې د لوی تورم، لکه د نفتو د بيو لوړوالي، د جمهوري غوښتونکي ګوند د بریا لپاره فضا برابره کړې وه؛ ټولپوښتنو هم دا اټکل کاوه او رسنیو هم همدا خبره ترویجوله؛ ان تر دې چې ډیموکراټان یې په هغه څه وېرولي وو چې «سره وهونکې څپه» یې بلله. یعنې د ټاکنو شرایط په ټولیزه توګه د جمهوري غوښتونکو په ګټه وو، خو کومې پایلې چې تر اوسه خپرې شوې، ټولپوښتنې او رسنۍ یې حیرانې کړې، په ځانګړي ډول هغه رسنۍ چې د ډیموکراټانو په صف کې دي او د «سرې وهونکې څپې» اټکل یې کړی و. پخواني ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره بېلابېلو ایالتونو ته سفرونه وکړل؛ لکه دا چې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین وي. د دې پر وړاندې ډیموکراټانو د اوسني ولسمشر بایډن او پخوانیو ولسمشرانو لکه اوباما او کلنټن په مشرۍ کمپاین پیل کړ؛ غوښتل یې د «سرې وهونکې څپې»، چې ډېره لویه اټکل شوې وه، مخه ونیسي؛ خو دا څپه را نه غله. ان د ټاکنو پایلې ښيي چې جمهوري غوښتونکی ګوند به بیا هم په کم اکثریت سره د استازو په مجلس واکمن وي؛ دا مجلس له ۴۳۵ استازو جوړ دی،  CBS News  شبکې، چې په متحده ایالاتو کې د بي بي سي همکاره ده، اټکل کړی چې ډیموکراټ ګوند له دې ډلې لږ تر لږه ۲۱۸ څوکۍ خپلې کړې. (سرچینه: بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۷مه) خو ډیموکراټانو «د دې لپاره چې چې ګوند یې د امریکا په سنا مجلس کې لا هم اکثریت څوکۍ ساتلې، دا بریا یې ولمانځه». ډیموکراټان اوسمهال ۵۰ څوکۍ لري، دا د ولسشمر د مرستیالې، کاملا هریس چې د سنا مجلس مشره هم ده، د رایې سربېره دي. جمهوري غوښتونکي ۴۹ څوکۍ لري. یوه بله څوکۍ پاتې ده چې تر اوسه د سنا مجلس په ټاکنو کې پرېکړه نه ده پرې شوې او تمه ده چې په جورجیا ایالت کې د ټاکنو په دویم پړاو کې چې د ډسمبر په ۶مه کېږي، معلومه شي. دیموکراتان ممکن د دې دورې له لارې خپل اکثریت پیاوړي کړي. (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م د نومبر ۱۴مه) دا پایلې د ټولو تمو او ټولپوښتنو خلاف وې.

۶:که هغو ایالتونو ته وګورو چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دي، والي او اکثریت داخلي استازي او سناتوران یې جمهوري غوښتونکي دي، هماغسې جمهوري غوښتونکي پاتې دي او ډیموکراټان په دې نه دي توانیدلي چې په دغو ایالتونو کې څه لاسته راوړنه ولري. البته کوچنۍ استثناوې شته، لکه د کډوالو د شمیر زیاتوالی، په ځانګړي ډول هغه چې له لاتینې امریکا څخه راغلي. د دوی شتون د دې سبب شوی چې د ټګزاس غوندې ایالت ځينې استازي، چې شمېر یې کم دی، د ډیموکراټانو پلوي وي. خو جمهوري غوښتونکي لا هم پر دغو ایالتونو نیږدې بشپړ کنټرول لري. په هغو ایالتونو کې چې د ډیموکراټانو تر واک لاندې دي، د دې برعکس صدق کوي او داسې ښکاري چې دا وېشونه ډېر ژور دي او ریښې یې غځولې. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نور ایالتونه اوس هم د دواړو ګوندونو ترمنځ د جګړې ډګر دی او ټاکونکي ایالتونه بلل کېږي، لکه جورجیا، اریزونا، نیواډا او پنسلوانیا. د دغو ټاکنو د پایلو د تمې خلافوالی ښايي د دې ښکارندوی وي چې هغه امریکایي دولتونه چې د امریکا د پلازمینې واشنګټن تر امر لاندې دي؛ اوس د پخوا په څېر یو موټی نه دي او اختلاف یې تلپاتې کېږي. له بل لوري؛ د واک پر سر د دواړو ګوندونو شخړه او د هغو لویو شرکتونو متفاوتې ګټې چې د دغو ګوندونو تر شا دي، ممکن په ټاکونکو ایالتونو کې ډېر زیاتې شي. ځکه په دغو ټاکنو کې پر دغه هر ایالت د یوه ګوند واکمندېل او په دغو ایالتونو کې د مقابل لوري پر وړاندې د نوو قوانینو وضع کول او له هغو سره د مخالفت فرهنګ خپرېدل، دا ایالتونه له مقابل لوري لرې کوي او دا هغه څه دي چې ناکام لوري ته به د منلو وړ نه وي. نو ښايي په دغو ټاکونکو ایاتونو کې د تاوتریخوالي اور بل شي او ټوله امریکا د لا ډېر تاوتریخوالي لور ته بوزي او په دې توګه د دولت په بهرني سیاست کې بدلون راشي. ان ویلی شو چې دا بدلونونه سر له اوسه لیدل کېږي. د نفتو د تولید د کموالي په مسله کې « د ټرمپ له ګوند» سره د سعودي درېدل، د دغې تګلارې ښکاره او خطرناکه نښه ده.

تر ټولو مهمه خبره چې د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې روښانه شوه، داخلي اختلافات وو؛ داسې چې دواړه لوري د واک په برخه کې تقریباً مساوي دي او د تېلو د بیو لوړېدلو په څېر متغیر شرایط د دوی پر واک اغېز نه کوي؛ خو دا چې حزبي تعصب زیات شوی، دا ډېره خطرناکه مسله ده. دا تعصب په وروستیو ټاکنو کې ښکاره دی؛ د "ټرمپ ګوند" ځینو نوماندانو، ان ښځو په داسې حال کې کمپاین کاوه چې ټوپک یې پر اوږه و. ښايي په راتلونکو ورځو کې د ایالتونو ترمنځ د لا ډېر واټن او د دغه واټن د قانوني کېدو شاهدان وو او ښايي له هغو سیمو د ډېرو نا سپين پوستو د کډه کېدو شاهدان وو چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دي او په دغو سیمو کې د سپين پوستو د برترۍ فکر ته وده ورکړل شي.

۷:هغه څه ته په پام سره چې د متحده ایالاتو په منځمهاله ټاکنو کې پیښ شول، کولی شو تر یوه حده یې پر پایلو داسې رڼا واچوو:

الف. دا چې په امریکا کې داسې څوک نه برېښي چې وکولی شي په واشنګټن کې د واک پر سر د دواړو اړخونو ترمنځ رامنځته شوې تشه ډکه کړي، او دا چې امریکایان ورځ تر بلې په سیاسي تړاو او صف جوړولو کې ډېر تعصب ښيي؛ د بایډن اداره به په راتلونکو دوو کلونو کې له ډېرو خنډونو سره مخ شي. دا خنډونه به د جمهوري غوښتونکو «سرو» ایالتونو او استازو مجلس له لوري جوړ شي؛ د دې په پایله کې به دولت اړ شي چې داخلي وضعیت ته ډېر پام وکړي او پر بهرني سیاست تمرکز کم کړي.

د ټرمپ په اړه باید ووایو چې تر ټاکنو مخکې داسې ښکارېده چې هغه په بشپړه توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند کنټرول په لاس کې اخیستی دی؛ خو د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته څرګنده شوه چې د ټرمپ ملاتړ لرونکي یو شمېر نوماندان بریالي شول او یو شمېر نه. دا مسله ښايي په ولسمشریزو ټاکنو کې چې ټرمپ غواړي د دویم ځل لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب ځان نوماند کړي، د ستونزو راولاړېدو لامل شي.

ب. د جمهوري غوښتونکي ګوند تر شا لوی امریکايي شرکتونه په نړیواله کچه ډېر نفوذ لري، د نفتو د تولید د کموالي په اړه د سعودي وروستۍ پرېکړې دا ښکاره کړه. نو د متحده ایالاتو د نړیوال نفوذ د ټوټه کېدو احمال هم شته. دا به امریکا په نړیواله کچه کمزورې کړي او دا داسې مسله نه ده چې کمه وګڼل شي؛ لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري، چې دیموکرات دی، اړیکو د ټرمپ د ادارې هغه سیاستونه ضعیف کړل چې غوښتل یې پر ایران فشار زیات کړي او جمهوري غوښتونکو د بایډن د ډيموکراټې ادارې پر وخت د نفتو د تولید لپاره د سعودي په تحریک، د دې ځواب ورکړ. دغه ځواب پر روسیې د بایډن د ادارې فشارونه کمزوري کړل. دا واقعیت به د دې سبب شي چې د امریکا نړیوال نفوذ په دوو برخو ووېشل شي او په ورته وخت کې به ځينې سټراټېژیکې ګټې د ګډو ګټو په توګه پاتې شي؛ لکه له روسیې او چین سره مبارزه، چې دغې مبارزې د مخته وړو په څرنګوالي کې هم د دواړو لورو تر منځ د اختلاف امکان شته.

ج. د بایډن اداره لا هم دوه کاله وخت لري چې د اوکراین په مسله کې پر روسیې فشار راوړي، او ان که متحده ایالات د اوکراین او روسیې تر منځ د خبرو اترو دروازه پرانیزي، پر روسیې به فشار ته دوام ورکړي چې په اوکراین کې یې له لنډمهاله لاسته راوړنو بې برخې کړي. نو روسیه به د متحده ایالاتو لخوا د سختو بندیزونو تر بار لاندې پاتې شي، تر هغه چې امریکا وکولی شي د اوکراین له صحنې بهر نورې لاسته راوړنې پیدا کړي؛ لکه د دې تضمین رامنځته کول چې د روسیې اټومي وسلې متحده ایالاتو ته ګواښ نه جوړوي. داسې ښکاري چې د بایډن د ادارې په وخت کې د امریکا پالیسي همداسې ده او که بایډن دا لاسته راوړنې ونه لري، روسیه به له غربي نړۍ او اتباعو يې لرې پاتې شي؛ اقتصاد به یې ټکنی وي او د مقاومت توان به ونه لري.

د. د بایډن اداره په دې بریالۍ شوه چې له روسیې سره د مرستې په برخه کې د چین په وېرولو، دغه هېواد له روسیې لرې وساتي، که څه هم چین او روسیه په خپل منځ کې د اړیکو په اړه بې بنسټه څرګندونې کوي؛ خو دا ریښتیا نه دي. باید پوه شو چې د لرې کولو دا پروسه لا بشپړه نه ده؛ روسیه پوهېږي چې چین یې تر شا نشته او د امریکا او ناټو سازمان غړو هېوادونو پر وړاندې یې یوازې پرېښې؛ دا هېوادونه ناټو ته پراخې پوځي مرستې لېږي او پر روسیې یې لوی اقتصادي بندیزونه لګولي؛ خو چین خپل متحد ته هېڅ راز اغېزناکه او ګټوره مرسته نه ده لېږلې؛ همدغه متحد یې د اوکراین له جګړې وړاندې دوه اړخیزه همکارۍ «نامحدودې» بللې وې.

هـ. د غربي اروپا دولتونه دې ته اندیښمن وو چې ټرمپ یو ځل بیا واک ته ونه رسېږي؛ دا که بیا ځلي ولسمشر کېدل وي او که یې پر کانګرس د حزب تسلط؛ ځکه چې هغه یوه داسې سیاست په مخ کې نیولی و چې یعنې د «ناټو» تاریخ تېر دی دا چې د اروپا پوځي ځواک د روسیې د پراختیا غوښتونکي سیاست پر وړاندې کمزوری دی، اروپا خوشاله شوه چې د بایډن ادارې مخ ور واړاوه. دغه راز د امریکا د ګازو شرکتونو اروپا ته په امریکا کې د ګاز د بیې په پرتله څلور برابره زیات، د روسیې د بدیل په توګه د ګاز په برابرولو د بایډن پر ادارې فشار راوړ او اروپايي دولتونو یې پر وړاندې اعتراض وکړ. بایډن پخپله هم پر دغو شرکتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اوکراین د جګړې پر مهال یې زیاته ګټه ځان ته اخیستې او خبرداری یې ورکړی چې د دوی پر ګټو به اضافي مالیات ولګوي. طبیعتاً بایډن په کور دننه هم د نفتو د بیې پر لوړېدو نیوکه کوي، ځکه چې په اروپا کې د نفتو د بیې لوړېدل ده ته دومره مهم نه دي، بلکې کوم سیاست چې اوس بایډن د المان په محور رهبري کوي، موخه یې د اروپا پاشل دي او دا سیاست د امریکا د پخواني ولسمشر، ټرمپ سیاست ته ورته دی چې د «انګلستان د برېګزېټ» په محور یې د اروپا وحدت ته د زیان رسولو په موخه پر مخ یووړ.

۸. لنډه دا چې معلومه شوه چې د امریکا د کانګریس منځمهاله ټاکنې ډیرې داخلي او بهرنۍ اغیزې لري او په ټوله نړۍ کې د امریکا د تسلط لپاره دا ټاکنې یوه نړیواله پېښه ګرځیدلې؛ دا چې دا ټاکنې د امریکا پر بهرني سیاست اغېز کوي، نو پایله یې د نړۍ ډېرو هېوادونو څارله او پام یې ورته کاوه. دا ټاکنې د انګلستان له داخلي تحولاتو سره نه شو پرتله کولی، ځکه چې انګلستان له سیاست، لوړوالي او برترۍ سره د سختې مینې په سبب له خپلو غلامانو غواړي چې د خپلو رسنیو پام ور واړوي.

دا د تش په نامه لویو دولتونو حقیقت او هغه یې د داخلي تحولاتو ارزښت دی. کله چې الله سبحانه وتعالی د اسلامي دولت د تاسیس اراده وکړي، د اسلامي امت لپاره په نړۍ کې د نفوذ لاره پرانستل شي او دا امت نړۍ ته د هدایت پیغام ورسوي؛ هغه وخت به د مسلمانانو هر کوچنی او لوی تحول کفري دولتونو ته سیاسي او رسنیز ارزښت لري؛ داسې چې د هغو د پایلو د تحلیل له مخې به ځان جوړوي. اوس هم لوى کفري دولتونه په اسلامي نړۍ کې هرې لويې او وړې پيښې ته ډيره پاملرنه کوي او په دوامداره توګه د اسلامي حرکتونو څارنه کوي. په دوی پورې تړلې رسنۍ هڅه کوي چې ځینې هغه حرکتونه چې دوی یې "منځلاري" بولي، راپورته کړي او لوی یې وښيي او امت له نورو حرکتونو چې په اخلاص کار کوي، لرې کړي. دا کفري دولتونه شپه او ورځ د مسلمانانو د مخلصو حرکتونو او خوځښتونو فعالیتونه څاري، محاسبه کوي یې او له خپلو غلامانو غواړي چې دا حرکتونه په نطفه کې خنثی کړي. هو، د دوی دا انديښنې په داسې حال کې دي چې اسلامي دولت، خلافت لا نه دی تاسیس شوی. د کفارو حالت به هغه وخت څنګه وي چې اسلامي امت او ټولې وړتیاوې یې تر یوې مخلصې رهبرۍ لاندې د الله سبحانه و تعالی د رضایت او د امت ګټو ته د خدمت لپاره رهبري شي؟ هغه وخت به اسلامي امت خپل له لاسه ورکړی عظمت بېرته لاسته راوړي او د دغو تش په نامه لویو دولتونو سستي او کمزوري به ښکاره شي. الله تعالی فرمایي:

﴿وَسَیَعلمُ الّذینَ ظَلَمُوا أیّ مُنقَلَبٍ یَنقَلِبُون﴾ [شعراء: 227]

ژباړه: او ظالمانو ته به ژر معلومه شي چې له څه ډول برخلیک سره مخ کېږي!

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې