چهارشنبه, ۱۶ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 محرم 1446

میلادی نېټه :     یکشنبه, 04 آګست 2024 م

شمیره:      ګڼه: ح.ت.افغ 2/۱۴۴6

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
د دوحې تړون ته په پابندۍ سره که افغانستان له فلسطين سره پوله هم لرلای، څه شی يې نه شول کولی!

د ايسنا خبري شبکې د راپور له مخې د افغانستان د حکومت د رئيس الوزراء سياسي مرستيال، چې د ايران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه يې تهران ته سفر کړی و، د فلسطين د قضيې په اړه څرګنده کړې چې: «افغانستان د ايران له اسلامي جمهوریت سره د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ کوي او که چېرې موږ له اشغالګر رژيم سره پوله لرلای، نو د غزې له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ په جګړه کې ور ګډېدلو».

د رئيس الوزراء سياسي مرستيال داسې وخت دغه خبرې کوي چې د دوحې تړون او د ځینو غير شرعي افکارو شتون د افغانستان د حکومت لاسونه داسې د شا لخوا تړلي چې حتا که افغانستان د فلسطين پر ځای هم وای، نه يې شو کولی چې د يهودي دولت پر وړاندې ګام پورته کړي. امريکا د دوحې په تړون کې د افغانستان له فعلي حکامو ژمنه اخيستې «چې خپل هيڅ غړي او د القاعدې په ګډون نورو افرادو او ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امريکا متحده ايالاتو او د هغوی متحدينو ته د تهديد لپاره استفاده وکړي.» امريکا په دغه تړون سره خپل متحدين له خطر څخه خوندي کړي دي او يهودي دولت د اسلامي خاورو په زړه کې د امريکا تر ټولو ستر ستراتژيک شريک او متحد دی.

پر دغه اساس، د دوحې تړون ته په پابندۍ سره که افغانستان له فلسطين سره پوله هم لرلای، نو د حاکمانو استدلال به يې د مصر او اردن د حاکمانو له استدلال سره توپير نه درلود. دغه هېوادونه چې د افغانستان په پرتله ډېره نظامي وړتيا لري، د فلسطين له خلکو سره د نصرت نه کولو لپاره پر خپلو اقتصادي مصلحتونو او سياسي هوکړه‌ليکونو استدلال کوي. مصر په ۱۹۷۸ کال کې له اسرائيلو سره کمپ ډيويډ د سولې معاهده لاسليک کړې او اردن په ۱۹۹۴ کال کې د وادي عربه تړون لاسليک کړی چې د هغو پر اساس يې تعهد کړی چې اسرائيلو ته به خطر متوجه نه شي.

يو بل مورد چې د اسلام د هر اړخيز تطبيق او مظلومانو د نصرت په لاره کې يې د افغانستان د حکومت لاسونه تړلي دي، د دغه نظام «پراګماټيک او اقتصادي محوره» سياست دی. په دغه سياست کې اسلامي ارزښتونه کمزوري کېږي او ملي ګټو او اقتصادي اړېکو ته لومړيتوب ورکول کېږي. اقتصاد محوري او شخصي او ملي ګټې دي چې له فلسطين سره هم‌سرحده هېوادونه يې د غزې له مسلمانانو سره خيانت ته اړايستلي دي. امريکا د اسرائيلو د امنيت د تأمين لپاره له مصر او اردن سره مالي مرسته کوي او لبنان او سوريه هم د ملي ګټو او اقتصاد محوره سياست پر بنسټ استدلال سره خپل خيانت ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام بهرنی سياست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام حمل (لېږد) مقرر کړی دی.

هيڅ عذر د اسلامي خاورو حکام د فلسطين له مظلومو خلکو سره له نصرت څخه نه شي راګرځولی. که واقعاً له فلسطين سره پوله نه لرل له هغوی سره د مرستې نه کولو لپاره عذر وي، بايد پام وشي چې افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره هم پوله لري، چېرې چې پر اسلامي شعائرو بندېز لګېدلی او مسلمانان د اسلام په خاطر په زندانونو کې اچول کېږي او شکنجه کېږي. حتا تاجک مسلمانې خويندې چې د تاجکستان حکومت يې د حجاب پر ايسته کولو حکم کړی او هغوی د افغانستان لور ته د «وا معتصماه» په څېر نارې وهي! دغه راز له شرقي ترکستان سره هم پوله لرو، هغه خاوره چې د کمونيست چين لخوا اشغال شوې ده او د يهودي دولت په څېر يې پر خلکو ظلم او تېری کوي. خو د افغانستان  حکومت وايي چې د «واحد چين» سياست ته ژمن دی او د چينايي پلاوو تود هرکلی کوي.

پر دغه اساس، که د افغانستان حکام د تقوا لار خپله نه کړي او له ډيپلوماټيکو او تشو خبرو څخه لاس وا نه خلي، نو ډېر ژر به د نورو اسلامي خاورو د حکامو له کاروان سره يو ځای شي. د نورو حکامو د استدلال له اسلوب څخه ـ چې له خپلو خلکو سره خيانت کوي ـ بايد ډډه وشي او د الله سبحانه و تعالی له مکر څخه بايد ووېريږو، ځکه چې الله تعالی تر ټولو غوره مکر کوونکی دی. بايد پوه شو چې څرنګه چې د مظلومانو نصرت پر اهل قدرت فرض دی، دغه شان پرې د خلافت تأسيس هم فرض دی، د خلافت دولت به د ټينګې کلا په څېر د مسلمانانو له وينو او حريم څخه دفاع وکړي. نو د اهل قدرت شرعي مسووليت دا دی چې، هر ميثاق چې د الله سبحانه و تعالی له ميثاق سره په ټکر کې دی، مات کړي او د دويم راشده خلافت د تأسيس لپاره ګام پورته کړي، تر څو الله سبحانه و تعالی د هغوی مرسته وکړي او قدمونه يې ټينګ کړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [محمد: ۷]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی که د الله (دین) ته نصرت ورکړئ، هغه به ستاسو نصرت وکړي او ستاسو قدمونه به ټينګ او مستحکم کړي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې