هجری قمری نېټه : 3 رمضان 1446
میلادی نېټه : دوشنبه, 03 مارچ 2025 م
مطبوعاتي دفتر
په دې مناسبت، حزب التحریر- ولايه بنګلهدېش د اسلام پر خواخوږو غږ کوي چې "د خلافت لپاره لاریون" کې ګډون وکړي؛ دا لاریون جمعه، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۷مه، د جمعې تر لمانځه وروسته، د بیت المکرم جومات شمالي دروازې ته راټولېږي او د نبوت پر منهج د خلافت د تأسیس غوښتنه به وکړي.
د ۱۹۲۴ کال د مارچ په ۳مه (د ۱۳۴۲ هـ.ق د رجب ۲۸مه)، د برېټانوي استعمارګرو د دسیسې په پایله کې، د هغوی اجیر مصطفی کمال پاشا د عثماني خلافت د لغوه کېدو اعلان وکړ. له تېرو ۱۰۱ کلونو راهیسې، اسلامي امت د اسلام د احکامو پر ځای، د ژوند په ټولو برخو کې د لوېدیځ کافر تر سیکولر نظام لاندې ژوند کوي. رسول الله ﷺ فرمایي.
«... وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»
«... څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې (له خلیفه سره یې) بیعت نه وي کړی؛ نو هغه د جاهلیت د مرګ په حالت کې مړ شوی» (صحیح مسلم)
دا د اسلامي امت مکلفیت او شرعي فریضه ده چې د خلافت تر سیوري لاندې له شریعت سره سم ژوند وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ﴾ [المائده: ۴۸]
ژباړه: «نو د دوی تر منځ د هغه څه پر اساس پرېکړه وکړه چې الله نازل کړي دي او د هغه حق پر ځای چې تا ته راغلی دی، د دوی د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه.»
نو د خلافت نظام بیا راژوندي کول د هر مسلمان شرعي فریضه ده.
د خلیفه په نه شتون کې، دا عزتمند امت نن ورځ تر پنځوسو په زیاتو ټوټه-ټوټه شویو دولتونو باندې وېشل شوی، چې هیڅ سرپرست نه لري. د لوېدیځو استعماري قدرتونو اجیر واکمنان پر امت ظلم کوي، د فلسطین سپېڅلې خاورې او د الاقصی مسجد اشغال دوام لري، د مسلمانانو سپېڅلې وینه، په فلسطین، کشمیر، روهینګیا او نورو ځایونو کې په وحشیانه ډول تویېږي، د مسلمانانو عقیده، عزت، شتمني او حاکمیت چور کېږي. که څه هم، رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»
ژباړه: «بېشکه، امام (خلیفه) ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او پناه وروړل کېږي.» (صحیح مسلم)
اې مسلمانو! الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللهِ﴾ [آلعمران: ۱۱۰]
ژباړه: «تاسو غوره امت یاست، چې د خلکو لپاره راویستل شوي یاست؛ پر معروف امر او له منکر څخه منعه کوئ او پر الله ټينګ ایمان لرئ.»
نو د اسلامي امت مسولیت دی چې نړۍ د سیکولر-پانګوال نظام له ظلم څخه ازاده کړي، او د خلافت په تأسیس سره، نړۍ د اسلام تر سیوري لاندې راولي.
اې د اسلام خواخوږو! رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً... ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...» (مسند احمد)
ژباړه: «بیا به د جبريه (استبدادي) نظامونو واکمني وي... او بیا به د نبوت پر منهج خلافت تأسیس شي...».
د رسول الله ﷺ دا زېری د الله سبحانه وتعالی وعده ده، چې خامخا به پوره کېږي! خو داسې به نه وي چې یوه پريښته به له آسمانه راښکته شي او خلافت به تأسیس کړي، بلکې الله سبحانه وتعالی به ستاسو هڅې د پريښتو په مرسته بریالۍ کړي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د حزب التحریر امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته، تر مشرۍ لاندې، حزب التحریر په ټولو اسلامي خاورو او همدارنګه نا اسلامي هیوادونو لکه امریکا، برېتانیا او هندوستان کې، د اسلامي امت د یووالي لپاره کار کوي، ترڅو خلافت بیا تأسیس کړي. حزب التحریر د اسلامي هېوادونو د پوځ مخلص افسران رابولي چې د خلافت د تأسیس لپاره نصرت (ځواک) ورکړي، او نظامي افسران هم دې بلنې ته لبیک وايي. نو د نبوت پر منهج د خلافت د تأسیس غوښتنې د پیاوړې کولو لپاره، تاسو هم برخه واخلئ! "د خلافت لپاره لاریون" کې ګډون وکړئ. د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۷مه، د جمعې تر لمانځه وروسته، د بیت المکرم جومات شمالي دروازې ته راشئ او د خپل ایماني مسولیت ادا کړئ!
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [الانفال: ۲۴]
ژباړه: «اې مؤمنانو! د الله او د هغه د رسول بلنې ته لبیک ووايئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند بښونکي دي.»
حزب التحریر – ولايه بنګلهدېش مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان ۳مه
۲۰۲۵م کال د مارچ ۳مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۲۹