هجری قمری نېټه : 22 ذولقعده 1441
میلادی نېټه : دوشنبه, 13 جولای 2020 م
ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر
حزب التحریرـ ولایه سوډان ویاړي چې تاسو ته د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه درکوي، خوښ یو چې تاسو به د یوې ډلې سیاسیونو، د رسنیو متخصیصینو او کاروپوهانو سره ګډون وکړئ. دلته به نه یوازې په ځينو مسایلو او پرمختګونو بحث وکړئ، بلکې له یوه ژور لید سره راپورته شئ، چې زموږ امت به له ظلم څخه ژغورئ او بېرته به یې هغه موقف ته راګرځوئ چې پخوا یې درلود. غوره ملت چې صادقانه لیدلوری لري، تل له مسلسلو پېښو او ډېرو مسایلو وروسته د بشر ژغورلو لپاره راپورته شوي دي. موږ پرېکړه وکړه چې ناسته له میاشتې څخه اونۍ ته راواړوو، چې راتلونکې شنبه به پيل شي او وروستي حقوقي تعدیلات به د لاندې سرلیک له ژور شرعي لید سره سم مطرح شي:
وروستي حقوقي اصلاحات... د اسلام پر اساس یو روښانه لید
اصلي ویناوال:
۱. استاد حاتم جعفر ابراهیم (وکیل) ـ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د ولایتي مجلس غړی.
۲. استاد ابراهیم عثمان (ابو خلیل) د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند
ځای: د حزب التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفترـ ختیځ/ لويديځ خرطوم، المک نیمر سړک، د ۲۱ اکټوبر سړک سره متقاطع.
وخت: ۱۴۴۱هـ.ق، د ذي القعدې ۲۷مه، چې د ۲۰۲۰م، د جولای له ۱۸مې سره سمون خوري د سهار ۱۱:۰۰
ستاسو حضور د امت د مسایلو په اړه ستاسو اندېښنې ښيي.
ابراهیم عثمان ابو خلیل
د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند