پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 محرم 1446

میلادی نېټه :     شنبه, 27 جولای 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۱

أوزبيكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په ازبکستان کې د ظلم او تاوتریخوالي پر وړاندې د حزب التحریر کمپاین بریالی پای ته ورسېد! الحمدلله!

(ژباړه)

د میرزضیایف نظام د پخوانیو زندانیانو په بیا نیولو، چې د کریموف د وخت له ظلم څخه روغ وتلي وو او په اوږدمهاله بند د هغوی په محکومولو سره يې ځان د نړۍ پر وړاندې رسوا کړ او اوس ټول اسلامي امت د دغه واقعیت شاهد دی. یعنې دا چې د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د جنایتکار یهودي رژیم په واسطه د بې ګناه مسلمانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وینې بهېږي، بس نه دي چې هغه حکام هم دغه ځورېدلی امت د خپل خیانت په خنجر ووهي، چې ځانونه مسلمانان ګڼي. د دغه ډول ظلم او تاوتریخوالي د پای ته رسولو هېڅ نښه نشته او له هېڅ ډول منطق سره جوړ نه دی، چې په بشپړه توګه د دوی له غولوونکو ژمنو سره په ټکر کې دی.

همدارنګه د هغه قانون تصویب ته د ازبکستان د دولت تمایل چې د ځوان نسل لپاره اسلامي زده کړې منعه کوي، حجاب ته اجازه نه ورکوي، واده کول سختوي، له یوه زیات ودونه کول منعه کوي او له ټولنې څخه د اسلامي ارزښتونو د لرې کولو هڅې کوي، دا په ډاګه کوي چې دغه دولت په کوم لوري روان دی؛ د اسلام او مسلمانانو له ګټو څخه د ملاتړ پر ځای دا غوره ګڼي چې د روسیې او امریکا په څېر استعمارګران راضي کړي.

حزب التحریر د دغه ظلم او تاوتریخوالي پر وړاندې په ټوله نړۍ کې مسلمانان را پورته کېدو ته دعوت کړل او د «وا امتا؛ هغه اواز چې په ازبکستان کې عقیدتي زندانیان یې زمزمه کوي» تر سرلیک لاندې یې یو کمپاین اعلان کړ. مسلمانان د حزب د شبابو په رهبرۍ په بېلابېلو خاورو لکه پاکستان، تونس او سویډن کې له دغه کمپاین سره یو ځای شول. د بېلګې په توګه؛ په هغه لاریون کې چې د سویډن په مرکز استکهلم کې د ازبکستان د سفارت مخې ته وشو، د ازبکستان-حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر رییس استاد اسلام ابوخلیل وینا وکړه او له دولت څخه یې وغوښتل چې هغه ظلم او تاوتریخوالی باید ودروي، چې د استعمارګرو کفارو د خوشالۍ لپاره یې روان کړی او همداراز له اسلام او مسلمان ضد سیاست څخه باید ځان وساتي.

د اوکراین-حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر رییس فضل امزایف په مشرۍ یو پلاوی د ۲۰۲۴م د جولای په ۲۳مه چې د ۱۴۴۶هـ د محرم له ۱۷مې سره سمه ده، په کییف کې د ازبکستان سفارت ته لاړ چې خپل اعتراض‌لیک ورکړي. همدارنګه د الماني ژبو هېوادونو-حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر استازي انجینیر شاکر عاصم په مشرۍ یو پلاوی د ۲۰۲۴م د جولای په ۱۷مه چې د ۱۴۴۶هـ د محرم له ۱۱مې سره سمه ده، په ویین کې د ازبکستان سفارت ته لاړ، چې اعتراض لیک ورته وسپاري. د دغه پلاوي مشر د سفارت مسول ته حزب معرفي کړ او زیاته یې کړه چې حزب‌التحریر یو فکري او سیاسي حزب دی او په هېڅ فزیکي فعالیت کې لاس نه لري. برعکس خپل هدف ته د رسېدو لپاره حزب د وسیلې په توګه له تاوتریخوالي ګټه اخیستل ردوي او په اسلامي خاورو کې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره پرله‌پسې هڅې کوي.

پر همدغه اساس دا یوه لویه تېروتنه ده، چې د ازبکستان دولت د روسیې په څېر د استعماري دولتونو د راضي کولو لپاره حزب‌التحریر د یوه ترهګریز سازمان په توګه ډلبندي کوي. همدارنګه دا یو ناوړه عمل دی، چې د حزب له غړو څخه دې له بیاځلي نیولو وروسته د دروغو او اجباري اعتراف واخیستل شي او هغوی دې د ژمن‌لیک لاسلیکولو ته اړ ایستل شي او د نه لاسلیک په صورت کې وګواښل شي، چې د دوی پر مېرمنو به تېری وشي او اولادونه به یې بندي کړل شي.

د دغه کمپاین د یوې برخې په توګه یو شمېر مقالې هم خپرې شوې، چې د ازبکستان پر سیمه‌ییزو رسنیو یې د دې لپاره نیوکې وکړې، چې د دولت ظلم او زیاتي ته پاملرنه نه کوي او د دولت سرې کرښې نه شي ماتولی. همداراز د ازبکستان اړوند ځینې بهرنۍ رسنۍ هم په دغو مقالو کې یادې شوې وې.

همدارنګه د ازبکستان په قضایي نظام کې د اصلاحاتو پر اعلان سربېره، دغه نظام د امنیتي دستګاوو تر اغېز لاندې دی؛ لکه څنګه چې د تېر ظالم نظام په وخت کې و او دا موضوع د یو شمېر مقالو له لارې مسلمانو خلکو ته څرګنده شوې ده. همدارنګه د محکمې د حکم له متن سره سم چې د جولای په ۱۵مه ولوستل شو، په ۲۳ کسانو کې چې ډېرو یې لوړې زده کړې درلودې او هره یوه یې لږترلږه ۳ اولادونه درلودل، دغه ځوانان "ډېر خطرناک جنایتکاران" یاد شوي دي! په داسې حال کې چې واقعیت داسې نه دی؛ دغه ځوانان په خلکو کې د نېکو او متقي کسانو په توګه پېژندل کېږي، چې د هېچا په حق کې خیانت نه کوي او یوازې د خپلې خاورې او خلکو ګټې ته اهمیت ورکوي او د خلکو سلامتیا او ګټې ته پر خپلې سلامتیا او ګټه لومړیتوب ورکوي.

هو، په ازبکستان کې بې‌پرې خلکو له دغه کمپاین څخه د ظلم او تاوتریخوالي د سیاستونو پر وړاندې ملاتړ وکړ. دا چاره ځکه د تایید وړ ده چې تصوري او صوتي مواد، مقالې، په ژوندۍ او غیر ژوندۍ بڼه د دغه کمپاین په چوکاټ کې وېشل شوي دي، چې د زرګونو کسانو لخوا لیدل شوي او د سلګونو نورو کسانو لخوا تایید شوي دي. خو ځینې ناپوهان شته چې د الله سبحانه وتعالی دا خبره د دوی په حق کې صدق کوي، چې فرمایي:

﴿أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ﴾ [اعراف: ۱۷۹]

ژباړه: «هغوی د څارویو په شان دي، بلکې له هغو هم بدتر! دا هغه خلک دي چې په غفلت کې لوېدلي دي (د هدایت له ټولو امکاناتو سربېره بیا هم ګمراه دي)!»

په پای کې باید پام وکړو، چې هر وخت یوه قدرت د ظلم لاره ونیوله، هغه به کمزوری او له منځه لاړ شي. تاریخ په خپلو پاڼو کې د دغه ډول حکومتونو ډېرې بېلګې لري او پخپله د کریموف تېر نظام پر دې ښکاره شاهد دی؛ ځکه د خلکو پر وړاندې د ظلم او زیاتي سیاست یوازې د دې ښکارندویي کوي، چې حکومت کمزوری دی او له خپلو خلکو وېرېږي او د دغو حکامو د پاتې کېدو یوازینی هیله د دوی باداران دي.

برعکس غښتلی حکومت د خپلو خلکو ملاتړ او محبت په خپلو لوړو ځانګړتیاوو لکه؛ له مظلوم څخه ملاتړ، د ظالم مخنیوی، د دښمن او دوست تر منځ توپیر او د دښمن پر وړاندې په زړورتیا سره په لاس راوړي. اسلامي امت نن ورځ په ډېرې بې‌صبرۍ سره دغه ډول راشده حکامو ته په تمه دی او شپه و ورځ دعا کوي چې د نبوت پر منهج خلافت دوران را ورسېږي؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی ژمنه حق ده او هغه دعاګانې قبلوي، ان که یو څه وخت وروسته هم وي او خپلو بندګانو ته نصرت او توانایي ورکوي!

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ۞ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «او په هغې ورځ به مومنان (د بلې بریا له امله) د الله د مرستې په سبب خوشاله شي؛ هغه چې هر څوک وغواړي مرسته ورسره کوي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.»

 

د حزب التحریر – ازبکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.د محرم ۲۱مه

۲۰۲۴م د جولای ۲۷مه

ژباړن: منصور

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې