شنبه, ۱۹ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

زموږ د وسله‌والو ځواکونو، ځمکو او دین د حیثیت ساتلو لپاره له امریکا سره د همکارۍ د پای ته رسولو غوښتنه

د نړۍ په کچه د تر ټولو ځواکمن مسلمان پوځ لپاره نوی مشر د یوې سترې نهیلۍ پرمهال وټاکل شو. د جنرال باجوه د شپږ کلنې دردناکې دورې په پای ته رسېدو سره مو د ارام ساه واخیسته. د جنرال باجوه دې تګلارې او فکر چې موږ یې له امریکا سره همکارۍ ته اړ ایستلو؛ زموږ د وسله‌والو ځواکونو شهرت او اعتبار خراب او بې ثباتي او نا امني یې خپره کړه. له دې ځای وروسته د پاکستان د پراخ ظرفیت او پوتانشیل په درک کولو سره له امریکا سره د هر ډول همکارۍ له پای ته رسولو پرته، زموږ د وسله والو ځواکونو حیثیت نه شي خوندي کېدای.

اې د پاکستان مسلمانانو! له امریکا سره د هغې همکارۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړئ چې له امله یې اشغال شوی کشمیر هند ته پرېښودل شو. د باجوه تګلارې په کشمیر کې د جهاد ټول ملاتړ له منځه یووړ او په دې سره یې د هند د پوځ او اقتصاد د کمزوري کېدو مخه ونیوله. د جهاد د اسلامي فريضې په پرېښودلو سره هند ازاد پرېښودل شو چې د امريکا د سيال چين پر وړاندې د امريکا د متحد په توګه راپورته شي، په افغانستان کې ژور نفوذ وکړي او په هند کې زموږ د مسلمانو وروڼو، جومات، حجاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حرمت پر وړاندې وحشيانه کمپاين پيل کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! له امریکا سره د هغې همکارۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړئ چې له مخې یې د پاکستان پوځ د "ځان ساتلو" سیاست په مخته وړلو سره د هند پر وړاندې کمزوری کوي. د امریکا په امر د باجوه تګلارې "د جګړې لپاره ځای نشته" خیالي افسانې ته وده ورکړه. د امریکا پلان دا دی چې د پاکستان د ځواکمن پوځ ظرفیت د دوی په خبره "مناسبې کچې" ته ټیټ کړي او پوځي او اټومي وړتیاوې یې کمې کړي؛ په داسې حال کې چې د هند دا ظرفیتونه په چټکۍ لوړوي. له دې سره، زموږ د اردو افسرانو اوس پر موږ د هند د پوځي او اقتصادي لوړوالي د ناسم تصور له امله خپله روحیه بایللې.

اې د پاکستان مسلمانانو! له امریکا سره د هغې همکارۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړئ، چې افغان مجاهدین یې اړ کړل چې له امریکا سره تړون لاسلیک کړي او په دې توګه د ناکام امریکايي پوځ لپاره د وتلو خوندي لار برابره کړي او افغان رهبري د امریکا د نړیوال نظم په دام کې واچوي. له امریکا سره همکاري دا ډاډمنوي چې زموږ پر سرونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو لپاره د "بولیوارډ" هوایی دهلیز د پرانیستو له لارې له افغانستان سره پر پوله په قبایلي سیمو کې شخړې روانې وي. زموږ پوځيان اوس زموږ په لوېديځه پوله کې په پراخه کچه بوخت دي، دا هند ته اجازه ورکوي چې په اشغال شوي کشمیر او سیمه کې د خپلو موخو مخته وړلو ته بې غمه وي. سربېره پر دې، د باجوه تګلارې د دې مخه نیولې چې پاکستان او افغانستان د یوه دولت په توګه سره یو شي او د هند پر وړاندې لا پیاوړي شو.

اې د پاکستان مسلمانانو! د امریکا د استعماري راج د پای ته رسیدو غوښتنه وکړئ چې پر موږ د امریکا د کنټرول وسیله، ډیموکراسي یې ژوندۍ ساتلې. د باجوه امریکایي باداران له دې اندېښمن وو چې په موږ کې د د ډیموکراسۍ د رد او اسلامي نظام، خلافت د غوښتلو نارې په زیاتېدو دي. د باجوه تګلارې دا باوري کړه چې موږ بیا خپل مخونه ناکامې ډیموکراسۍ ته واړوو او ژوند یې اوږد کړو. په دې توګه، واکمني له پاکستان مسلم لیګ – نواز څخه د پاکستان تحریک انصاف ته او بيا مسلم لیګ – نواز ته واوښته او داخلي ګډوډي يې رامنځته کړه. په حقیقت کې، له امریکا سره همکاري له موږ څخه دا فرصت اخلي چې د ما أنزالله په حاکمولو سره له ډیموکراسۍ ځان خلاص کړو.

اې د پاکستان مسلمانانو او د دوی وسله والو ځواکونو! اوس د نبوت پر منهج د خلافت پر بیا تاسیس ټینګار وکړئ، چې د باجوه د تګلارې او فکر په ګډون به له امریکا سره هر ډول همکاري پای ته ورسوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ]

ژباړه: «له شک پرته، همدا خبره ده چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي چې ستاسو سره د دین په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو ایستلي یاست او ستاسو په ایستلو کې یې له یو بل څخه ملاتړ کړی دی. له هغوی سره چې کوم کسان ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.» [ممتحنة ۶۰:۹]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په ایران کې د حجاب ضد لاریونونو په اړه غبرګون

  • خپور شوی په سیاسي

د رژیم لخوا د ٢٢ کلنې مهسا امیني تر وژلو وروسته، چې د راپورونو له مخې د حجاب نه پر سرولو په جرم د پولیسو په توقیف کې وژل شوې، په دغه هېواد کې د روانو پېښو ځینو مهمو ټکو ته اشاره کوو:

  1. د مهسا امیني وهل د اسلام له نظره حرام کار دی. اسلام هر ډول ډول شکنجه منع کوي. دا په اسلامي نصوصو کې روښانه ده. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

إِنَّ اللهَ يُعَذِّبُ الَّذِينَ يُعَذِّبُونَ فِي الدُّنْيَا

ژباړه: « هغه خلک چې په دې نړۍ کې خلک ربړوي، الله تعالی عذاب ورکوي».

  1. 2.    په ایران کې د پخوانۍ دورې ډېر شمېر سیکولاران شته چې د پخوانیو مستشرقينو په څېر پر اسلام تورونه لګوي، په حجاب او اسلامي ټولنیزو احکامو پسې درواغ تړي او اسلام تورنوي چې ګواکي پر ښځو يې ظلم کړی. مثلاً د سپټمبر په ۲۳مه په Britain’s Times ويبپاڼه کې د یوه خبریال، جینس ټرنر مقاله خپره شوې چې سرلیک یې «که حجاب را وپرځېږي، د ایران ظالم رژیم به ورپسې پرځېږي». د متن یوه برخه یې داسي ده: «حجاب يوازې د جامو یو اصل نه دی، بلکې یو ډول کنټرولوونکې وسيله ده چې د ټول ملت ترمنځ د ويرې خپرولو او نفاق رامنځته کولو لپاره طرح شوې». دا خبره ډېره بې ځایه ده چې اسلامي حجاب د ایران په څېر ظالمو حکومتونو په دوام کې مرسته کوي. دا ډول تورونه د نړۍ او نورو کلتورونو په اړه له بې بنسټه، اسلام ضد او اروپايي محوره لید څخه راپورته کېږي او باید په لوړ آواز يې پر وړاندې مبارزه وشي.
  2. دا خبره چې ګواکي د ایران رژیم د اسلامي احکامو پلي‌کولو او ساتني ته ارزښت ورکوي، بېځایه ده. دا هغه رژیم دی چې له قصاب اسد سره یې د لسګونو زرو بیګناه سوري مسلمانانو په ټول‌وژنه کې مرسته کوله او لاسونه يې د یمن او عراق مسلمانانو په وینو رنګ دي. دوی همداراز هغه افغانان وژلي چې د ښه ژوند په لټه کې د دوی خاورې ته ور اوړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ؛ دَمُهُ وَمَالُهُ وَعِرْضُهُ»

ژباړه: د مسلمان وینه، شتمني او عزت پر نورو مسلمانانو حرام دي. (رواه مسلم)

  1. داسې کسان شته چې په ایران کې د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو لامل د حجاب او نورو اسلامي ټولنیزو اصولو پلي کول او د جنسیتي برابرابرۍ نه شتون بولي. په داسې حال کې چې اصلي لامل یې د ایلان تئوکراتیک رژیم دی چې د قران او سنتو د احکامو پر ځای د آخوندانو د غوښتنو او احکامو له مخې چلېږي. هر نظام، که هغه دیکتاتوري وي که ډيموکراسي، چې د انساني هوس او غوښتنو پر بنسټ حکومت وکړي، پایله به یې پر خلکو ظلم او له اساسي حقوقو څخه محروميت وي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)

ژباړه: او كوم خلك چي د الله د نازل کړي قانون سره سمه فېصله ونه کړي، هغوى ظالمان دي. [ سوره المائده: 45]

  1. د ایران له ظالم او جابر رژیم څخه د خلکو ناخوښي د درک وړ ده. خو په دغو لاریونونو کې ولې ځيني مسلمانې ښځې خپل حجابونه سېځي او په په عام محضر کې ناڅي؛ ولې خپله ناخوښي او غوسه د الله تعالی -د دوی خالق او رب- د احکامو پر وراندي ښکاره کوي؟ له لاسونو او مخ پرته، د ښځې ټول بدن باید پټ وي او نامحرم یې ونه ویني؛ دا د ایران یا کوم بل رژیم امر نه، بلکې د الله سبحانه و تعالی امر دی چې په قران او سنتو کې روښانه راغلی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء

ژباړه: او [اې پېغمبره (ص)!] مومنو ښځو ته ووايه: چي خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي.  او خپله ځان جوړونه او سينګار دې نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دې د خپلو پوړنو پلوونه واچوي. هغوى دې سينګار له دغو خلکو پرته بل چا ته نه ښكاره كوي: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، د خپلې طبعې ښځې، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، یعني په دغو ماشومانو کي جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوي. [سورة النور : 31]

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّ الْجَارِيَةَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ يَصْلُحْ أَنْ يُرَى مِنْهَا إِلا وَجْهُهَا وَيَدَاهَا إِلَى الْمَفْصِل»

ژباړه: کله چې یوه نجلۍ بلوغ ته ورسي (مياشتينی عادت يې پيل شينو نه ښايي چې پرته له مخ او لاسونو تر مړونده د هغې نور ځای ولیدل شي. [رواه ابو داود]

  1. 6.    ځينې خلک د دې ښودلو هڅه کوي چې تر اسلامي دولت لاندې به د ښځو او نورو ژوند داسې وي لکه اوس په ایران کې؛ په داسې حال کې چې د ایران تئوکرات - جمهوري – پارلماني – سیاسي نظام د تش په نوم "معظم رهبر" او آخوندانو لخوا اداره کېږي او په اسلامي نصوصو کې هېڅ اساس نه لري. بلکې، په اسلام کې د حکومتولۍ موډل د قرآن او سنتو لخوا روښانه تعریف شوی چې د نبوت پر منهج خلافت دی؛ خلافت یو داسې ټاکل شوی رهبر لري چې د خلکو پر وړاندې مسول دی او د تش په نوم آخوندانو د امر او دېکتې پر ځای، د قرآن او سنتو پر بنسټ حکومت کوي.
  2. ایراني رژیم مطلق اقتدار غوښتونکې رهبري لري او باید په اسلامی هېوادونو کې د نورو دېکتاتوري او نا اسلامي رژیمونو په څېر له منځه لاړ شي. هغه لاریونوال په غلطه روان دي چې د ایران راتلونکي لپاره لیبرال ارزښتونه غواړي او په دې باور لري چې لیبرال ارزښتونه د ښځو او نورو لپاره نیکمرغي راوړي. موږ په غرب او نورو ځايونو کې لیبرال دولتونه وینو چې له یوه بحران څخه په بل کې ډوبيږي او له لویو ټولنيزو او رواني ستونزو سره مخ دي. د ښځو پر وړاندې پراخ تاوتریخوالی او د کورني نظم پاشل کېدو سونامي يې بیلګې دي. په اروپايي اتحاديه کې له دریو ښځو څخه یوه یې د تاوتریخوالي قرباني شوې، همداسې له دوو څخه یوې یې جنسي تيری تجربه کړی (اروپايي کمېسیون). په فرانسه کې په هرو دريو ورځو کې یوه ښځه د خپل تېر یا اوسني ژوند-ملګري لخوا وژل کیږي ( ګارډین، ۲۰۱۹)، همداسې په امریکا کې د کورني تاوتریخوالي له امله هره ورځ نږدې درې ښځې وژل کیږي (Bureau of Justice). دا ټول د لیبرال ارزښتونو لکه فردي او جنسي آزادیو پایله ده چې نارینه د خپل فردپاله هوس او غریزې اشباع کولو ته هڅوي. همدارنګه روښانه ټولنیز ارزښتونه نشته چې د ښځې او نارینه ترمنځ اړيکه تنظیم کړي، په ټولنه او کورني ژوند کې د هغوی حقونه او مکلفیتونه روښانه کړي ترڅو په ټولنه کې د نارینه او ښځې ترمنځ د سالمې همکارۍ پر بنسټ با ارزښته او  له درناوي ډکه اړيکه رامنځته شي. په ټولنه کې د ښځې او نارینه ترمنځ سالمه همکاري ده چې د اسلام ټولنیز اصول، چې حجاب یې یوه برخه ده، یې د لاسته راوړلو په لټه کې دي.
  3. يوازنۍ لاره چې د ښځو او نورو لپاره په ایران یا نورو اسلامي هېوادونو کې روښانه راتلونکی رامنځته کوي، د نبوت پر منهج خلافت لخوا د اسلام پوره او سم پلي کول دي. څوک چې دا نظام سم او له ښکېلاکي افسانو او دروغو پرته مطالعه کړي، پوهېږي چې د دغه نظام تر حاکمیت لاندې په ټولنه کې ښځو ته څومره درناوی شته؛ ښځې له تاوتریخوالي څخه ژغوري او د الله له لوري ورکړل شوي ټول سیاسي، اقتصادي، ښوونیز، قانوني او ټولنیز حقوق يې خوندي کوي. دا هغه حقونه دي چې حکام یې تر پښو نه شي لاندې کولی؛ ځکه چې الله تعالی ورکړي. دا د سیکولر دولتونو، لکه، فرانسې، ډنمارک، بلجیم او هالنډ پر خلاف دي چې پر حجاب د بندیز په سبب یې مسلمانې ښځې له خپلو ښوونیزو، اقتصادي او نورو حقونو بې برخې کړې. د مسلمانانو په توګه، باید دا ومنو چې څو مو د خپل خالق سبحانه و تعالی احکامو، قوانینو او نظام ته پوره غاړه نه وي اېښې، نه به په دنیا کې بریالي شو او نه په اخرت کې.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)

ژباړه: اې مؤمنانو! له الله څخه ووېرېږئ او د هغه په حضور کې د مشرف كېدو وسيله ولټوئ او د هغه په لاره کې جهاد وکړئ. ښايي چې تاسې ته برياليتوب در په برخه شي. [سوره المائده : 35]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې مشره

 

د مطلب ادامه...

افغانې کورنۍ له لوږې سره د مبارزې په موخه خپل ماشومان نشه کوي Featured

بي بي سي د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۲۴مه، د خوراکي توکو د کمښت په اړه چې افغانستان یې خورا ډېر ځپلی دی یو راپور خپور کړ. د دې ناورین په اړه د عبدالوهاب په نوم يو کليوال پلار وايي: "زموږ ماشومان ژاړي، خوب نه کوي، خواړه نه لرو، درملتون ته ځو، ګولۍ راوړو او خپلو ماشومانو ته یې ورکوو. په همدې سره دوی ویده کېږي." د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) شمېرې خپرې کړې چې له ۲۰ ملیون څخه ډیر خلک - د نفوس نیمایي برخه - د خوراکي خوندیتوب د ۳ اندازې "ناورین" یا ۴ اندازې "اضطراري" حالت سره لاس او ګريوان دي. له یو ملیون څخه ډیر ماشومان چې له ۵ کالو څخه کم عمر لري، د خوړو د محرومیت د کچې لوړیدو او د شدیدې مزمنې خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دي. پر ځوانانو د لوږې اغیزې په ساده ډول د خوراکي توکو په ډېرولو سره بدلون نه مومي. حقیقت دا دی چې له روغتیايي اړخه، کله چې د ماشومانو وده په ټپه ودرېږي، ان که ژوندي هم پاتې شي، بیا هم له پام وړ روغتیایي ستونزو سره مخ وي. WFP راپور ورکړی چې په غور ولایت کې په لسګونو زره خلک د ۵ اندازې "ناورین" شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي. په ټولیز ډول د ۲۰۲۲م کال له اګست میاشتې راهیسې څه باندې ۹۰ سلنه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د یوې شپې او ورځې په ترڅ کې خواړه پریښودل یا نه درلودل او د خوړو د ترلاسه کولو لپاره په بېلا بېلو میکانیزمونو کې ښکېلېدل او کار ته د ماشومانو لیږل یو معمول ګرځیدلی. د ماشومانو د نشه یي توکو وروستۍ طریقه د خطر سره د ماشومانو د کړاو د کمولو لپاره د خلکو د ناهیلو اقداماتو ثبوت دی. غلام حضرت په هرات ولایت کې خبریالانو ته د Omeprazole ټابلیټونو پاکټ وښود چې د خپلو ماشومانو د آرامولو لپاره یې کاروي. په هرصورت، که ماشومانو ته ورکړل شي ښايي د پښتورګو او ځيګر ناروغیو لامل وګرځي. Escitalopram او sertraline هم د ډوډۍ د یوې ټوټې په بیه ترلاسه کیدی شي.

د ماشومانو د روزلو پر ځای د مسمومولو دا وحشتناک حالت د خلافت د اسلامي رهبرۍ د نه شتون له امله دی. متحده ایالاتو او نورو حکومتونو، د نړیوال بانک ګروپ سره، د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو واکمنۍ ته د سزا ورکولو لپاره د افغانستان د مرکزي بانک اعتبار لغوه کړ.  د بشري حقونو د څارنې د اسیا د څانګې مشر جان سیفټن وویل: "په افغانستان کې د لوږې او روغتیايي کړکیچ شدیده بیړنۍ اړتیا ده او ريښه یې بانکي ناورین دی. له دې پرته چې د طالبانو دریځ یا له بهرنیو دولتونو سره اعتبار ولري، نړیوال اقتصادي محدودیتونه لا هم د دغه هېواد د ناورین او زیان لامل ګرځي.» د افغانستان مرکزي بانک نه شي کولای خپلو بهرنیو اسعارو زیرمو ته لاسرسی ومومي او نه شي کولای ډیری نړیوالې معاملې پروسس یا ترلاسه کړي. د پایلې په توګه، هیواد د پام وړ ناورین او د بانکنوټونو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دی.  سربېره پردې، سوداګرۍ، بشرپاله ډلې او خصوصي بانکونه د خپلو عملیاتي ظرفیتونو پراخ محدودیتونو راپور ورکولو ته دوام ورکوي. په ورته وخت کې، له دې امله چې بهرنیو تمویل کوونکو د افغانستان د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو کې د مرستې لپاره مالي مرستې په جدي توګه کمې کړې، میلیونونو افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی دی.

په تېرو شلو کلونو کې د مرستو او پيسو ډېره برخه امريکايي او اروپايي قرارداديانو ته تللې او په افغانستان کې هيڅ زيربنا نه ده جوړه شوې، چې همدا لامل دی هېواد يې اوس مهال بې وزله او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی. د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې یې د ډېرې شتمنۍ د لوټلو سربېره، د یو باثباته اقتصاد او د خوړو خوندیتوب تضمین کولو لپاره څه شی ترسره نه کړل. افغانستان د هغه څه مثال دی چې الله سبحانه وتعالی د هغو پاچاهانو په اړه فرمایلي دي چې یو ملت اشغال او ذلیل کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ]

ژباړه: «ملکې وویل: «پاچاهان چې کله یوه کلي (سيمې) ته ننوځي، نو هغه ورانوي او د هغه عزتمند خلک ذلیله کوي. دوی همدغسې کار کوي.» [نمل: ۳۴]

الله سبحانه وتعالی هیڅکله دا نه مني چې مسلمانان دې د نا مسلمانو ادارو په کنټرول کې ژوند وکړي چې په اړه یې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلا]

ژباړه: «... او الله تعالی د کافرانو لپاره پر مسلمانانو د برلاسۍ هېڅ کومه لارده نه ده جوړه کړې.» [نسأ: ۱۴۱]

نو په کار ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرمنهج د دویم راشده خلافت د راګرځولو لپاره هلې ځلې وکړو چې اسلام به په هر اړخیزه توګه تطبیق کړي او د دې امت سرپرستي او ملاتړ به زموږ د ګرانو اولادونو په ګډون له کړاوونو وژغوري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله تعالی او د هغه د پیغبر بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. وپوهېږئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او د هماغه لوري ته به تاسو ورټولېږئ[انفال: ۲۴]

د حزب التحریرـ د ښځو برخې مرکزي مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ټوماس وېسټ ولې دومره لالهانده دی؟!

خبر:

سیمې ته د خپل سفر په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ روانه اوونۍ هند او بیا متحده‌عربي اماراتو ته ځي، چېرته چې له وړاندې د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی، پخواني وزيران او افغان سياسيون عمر زاخېلوال، کریم خرم او اوس د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد اماراتو ته تللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د ټوماس وېسټ د دغه سفر په اړه ویلي و؛ چې هغه به په خپل دې سفر کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د بشري حقونو، سوداګرۍ، د بیان ازادۍ او نورو ننګونو د حل په څرنګوالي خبرې اترې وکړي. د یادولو وړ ده چې وېسټ جاپان ته هم تللی او په دې اړه یې ويلي؛ چې په افغانستان کې له خپلو متحدانو سره په ګډ کار کې د هر ډول ننګونو په وړاندې پیاوړي دي.

«سرچينه: آزادي راډیو»

تبصره:

درې ځله د انګريزانو ماتې، بيا د شوروي ماتې او دا ځل د امريکا او ناټو ماتې، افغانستان کفري نړۍته پر یوه سياه‌چال بدل کړی او نه پوهېږي چې په راتلونکي کې به هغوی ته له دغې سيمې کومې ستونزې راټوکېږي. له همدې امله امريکا له اسلامي امارت سره د مطلقې انزوا او تحریم پر ځای د تعامل سیاست غوره کړی، چې د ټوماس وېسټ یاد سفرونه هم د همدغه سياست د عملي کولو یوه برخه دي.

امريکا له یوې خوا غواړي چې افغانستان د خپلو نړيوالو رقيبانو؛ چین او روسيې غېږې ته ونه لوېږي، له بل پلوه له دې سخت وېرېږي چې د افغانستان پر محوريت یو ستر اسلامي دولت چې منځنۍ آسیا له جنوبي آسيا سره یو ځای کړي رامنځ ته نشي او دې ته ورته له هغو نړيوالو مجاهدينو څخه هم اندېښنه لريچې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو پر اهدافو باندې بریدونه کوي. نو ځکه په دوامداره توګه هڅه کوي، ترڅو په افغانستان کې خپل سياسي، اقتصادي، استخباراتي او فرهنګي نفوذ پیاوړی کړي.

امريکا د خپلو عامه افکارو د مراعاتولو له امله غواړي په افغانستان کې خپل دغه نفوذ په اسلامي خاورو کې د خپلو لاسپوڅو حکومتونو او یو شمېر متحدينو له لارې تامين کړي. د دغو لاسپوڅو اساسي لوبغاړي، قطر، پاکستان، ازبکستان، ترکيه، عربي متحده امارات، سعودي او همداراز د هغې متحدین؛ اروپايي هېوادونه، هند، جاپان او دې ته ورته هېوادونه دي.

امریکا د تعامل له لارې غواړي، اسلامي امارت په تدريجي ډول نړيوالو کفري ارزښتونو، قوانينو او بنسټونو ته تسليم کړي، چې څه موده وړاندې دغې چارې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، نډ پرایس «سمې لارې ته د طالبانو برابرول» ويلي وو. یعنې د سیکولرېزم، سیکولر نړیوال نظم او لیبرال ارزښتونو لارې ته، ترڅو اسلامي امارت هم د اسلامي خاورو د نورو لاسپوڅو حکومتونو په څېر له خپلو ګټو سره همغږی کړي.

له افغانستان څخه د امريکا او ناټو د ځواکونو وتل هېڅکله په دې معنی نه وو، چې امريکا به له افغانستانه لاس اخلي، بلکې هغوی په نظامي ډګر کې له افغانستانه ووتل، خو په سياسي، اقتصادي، استخباراتي او فرهنګي برخه کې په تدريجي ډول بېرته راګرځېدلي دي. له همدې امله موږ په ډاګه د اسلامي امارت مجاهدینو ته د دې خبرداري ورکول چې امريکا د دوحې د تړون په واسطه یوازې غواړي د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، ترڅو په نړيواله کچه د چين او روسيې د تهديدونو مهارولو ته وزګار شي.

اسلامي امارت باید د امريکا او غرب د تعامل (تطمیع او تنبيه) دغه خبيث سياست دقیق درک کړي او د خطرونو پر وړاندې یې پیاوړي ګامونه پورته کړي. هغه داسې چې نور باید په دغه نړيوال نظم کې ونه لوبېږي، بلکې د نوي نړيوال نظم د رامنځ ته کولو لپاره پر اسلامي امت، د هغه پر استعدادونو او د اسلامي خاورې پر جغرافیه، جيوپوليتيک موقعیت او زیرمو تمرکز وکړي، ترڅو د ستر اسلامي دولت (راشده خلافت) د رامنځ ته کېدو لپاره لاره اواره کړي. هغه مهال به خلافت په خپل ميدان کې د دوی لوبول پيل کړي او د بشريت د هدايت پر وړاندې چې هر څوک مادي خنډ کيږي، هغه به د راشده خلافت د بهرني سياست (دعوت او جهاد) په واسطه له مخې ليرې کيږي او اسلامي امت به یو ځل بيا خپل اصلي رسالت چې د کفر او پانګوالي دجال د تورو تيارو څخه د اسلام نور ته د بشریت هدایت دی، اوږه ورکړي، ترڅو په آخرت کې جنت ته د ډېرو انسانانو د تلو او له دوزخ څخه د خلاصون سبب شي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

له ګوانتنامو څخه زموږ د تر ټولو مشر زنداني ورور ازادېدل

خبر:

NPR خبري اژانس راپور ورکړی چې د ګوانتنامو زندان تر ټولو لوړ عمر لرونکی زنداني، د ۷۵ کالو په عمر ازاد شو چې له دې سره په یاد زندان کې د پاتې کسانو شمېر ۳۵ ته راټیټ شو.  سیف الله پاراچا د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې خپل پلرني ټاټوبي، پاکستان ته واستول شو. د نوموړي ازادي ځکه تایید شوه چې پر وړاندې یې هېڅ شواهد نه وو او په زندان کې د ساتلو لپاره یې نوره کومه توجیه نه وه. د نوموړي د ازادېدو پر وخت، د NPR خبریال ساچا فایفر په سیمه کې و او ویې کولی شوی چې په دغه بدنامه زندان کې د بندیانو د شرایطو په اړه لومړی لاس سرچینو ته لاسرسی ولري.

تبصره:

پر دغه مشر ورور د ظلم کیسه له ۲۰۰۲ کال څخه پیلېږي چې دی د امریکايي ځواکونو لخوا په پاکستان کې د القاعده ډلې سره د تړاو په تور ونیول شو. په ګوانتنامو کې له ۷۰۰ نورو بندیانو سره تر زنداني کېدو وړاندې؛ دی لومړی افغانستان ته یوړل شو او هلته شکنجه شو. ده ته «د تل لپاره زنداني» لقب ورکړل شوی و؛ دا کلیمه به هغو زندانیانو ته کارېده چې د بند موده به یې نامعلومه او د ازادېدو امکان به یې نه و. سره له دې هم د الله سبحانه و تعالی په اراده ازاد شو؛ دا موږ ته تذکر راکوي چې الله سبحانه و تعالی د مومنانو چارې سمبالوي او سموي او دا چې موږ باید د دنیا شکنجو ته له پام پرته پر خپل ایمان ثابت قدمه پاتې شو.

قُلْ مَنۢ بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ.

ژباړه: «دوی ته ووايه: كه پوهیږئ ووايئ چې د هر څه او واك له چا سره دی؟ او هغه ذات څوك دى چي پناه وركوي او پر وړاندې یې هېڅ پناه ورکوونکی نشته؟» [المؤمنون ۲۳: ۸۸]

د ګوانټامو د مشروطې ازادۍ پلاوي دا ارزونه وکړه چې دی نور د امریکا حکومت ته ګواښ نه دی او له شل کاله نا عادلانه زندان وروسته پایله دا شوه چې ازاد یې کړي. سبحان الله؛ یوازې د جنت بدله هغو ګڼ شمېر مسلمانانو ته عدالت دی چې د خپلې خوښې خلاف شکنجه او بندي کېږي. موږ لا هم نه پوهېږو چې زموږ له خور، ډاکټرې عافیې صدیقي سره څه وشول؛ زموږ هغه مسلمانه خور چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې د لاس لرلو په بې بنسټه تور له کلونو راهیسې د خپلو ماشومانو پرېښودو ته اړ ایستل شوې او د زندان په توره خونه کې ده.

د دین د خدمت په لار کې د مومنانو ژوند نه ضایع کېږي؛ باید هېڅکله اجازه ور نه کړو چې د خلافت د بیا راوستلو لپاره د کار په لار کې مو دا بېلګې زړونو ته وېره واچوي. دوی غواړي چې د دغو مسمانانو په بېلګو موږ د الله سبحانه و تعالی د رضایت لپاره کار څخه راوګرځوي. موږ دعا کوو چې د نړۍ په هر کونج کې مسمانان له خپلو کورنیو او ماشومانو سره یو ځای شي. د ریښتیني خلافت د تاسیس لپاره دعا کوو چې له دې ډاډمن شو چې د الله سبحانه و تعالی د دښمنانو په لاس دا ناعادلانه کړنې په یو ځل او د تل لپاره پای ته رسېږي.

د حزب اتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

د امریکا په مشرۍ پانګوال نړیوال نظم او د دغه نظم واکمني او اړوند بنسټونه به تل پاکستان خپل غلام ساتي

خبر:

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په دویمه نېټه د ریکو ډیک (Reko Diq) د مسو او سرو زرو د کان پروژې په اړه د ولسمشرۍ مرجع (Presidential Reference) اورېدو پر وخت قاضي منیب اختر د پانګې اچونې د شخړو د هواري لپاره نړیوال مرکز (ICSID) لخوا د پاکستان پر وړاندې د ۶،۵ بیلیونو ډالرو وروستۍ پرېکړه «اټومي بم» وباله؛ ځکه چې د نړۍ په هر ځای کې یې د پلي کېدو لپاره په پام کې نیولی شو.

تبصره:

د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۱۲مه، د نړیوال بانک محکمې، پاکستان ۶.۵ ملیارده ډالر جریمه کړ؛ دا پرېکړه یې د پاکستان د حکومت او تیتیان مسو کمپنۍ ((TCCP ترمنځ د ریکو ډيک ستر کان پر سر د شخړې د حل په موخه وکړه. دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د بلوچستان د کانونو ادارې د سترې محکمې د ۲۰۱۳ کال حکم په تعقیب دTCCP  شرکت هغه غوښتنلیک رد کړ چې په یاد ایالت کې یې د څو ملیونو ډالرو کان د کېندنې اجاره غوښتله. د سوداګرۍ نړیوالې خونې د منځګړیتوب له مخې، که پاکستان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۱۵مې کومې هوکړې ته ونه رسېږي؛ دغه هېواد د ۲ تر ۳ ملیارده اضافي جریمې له ګواښ سره مخ کېږي. په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتلو قانون ۲۰۲۲ (FIPPA) لخوا پر پاکستان د فشار د بلې دروازې د پرانیستل کېدو په مانا ده.

د حکومت لپاره دا نا معمولي خبره ده چې له سترې محکمې وغواړي چې د یوه «خپلواک» هېواد، پاکستان او د نړۍ تر ټولو مخکښ د کان کیندنې کمپنۍ تر منځ داسې سوداګریزیه معامله له وړاندې پاکه وښيي؛ هغه کمپنۍ چې د پانګې اچونې د شخړو د هواري لپاره نړیوال مرکز (ICSID) امر، چې په نړیواله کچه د پلي کېدو وړ دی، له ځان سره لري.

دا څرګنده ده چې په اوسني نړیوال نظم کې له لویو قدرتونو پرته هېڅ دولت خپلواکي نه لري. هغه «ملي خپلواکي او حاکمیت» چې په اوسنی نړیوال نظم کې «پاک او سپېڅلی» ګڼل کیږي؛ له فرېب او دوکې پرته بل څه نه دي. له یوې خوا دولتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د ملي حاکمیت او خپلواکۍ په نوم خپل قوانین جوړ کړي؛ خو له بل لوري د ICSID پشان د نړیوالو قوانیونو او بنسټونو په نوم نور قوانین ورباندې تحمیلېږي.

نړیوال حاکمیت او قوانین تر ملي قانون پورته او برلاسي دي، ځکه دولتونه باید د ډیموکراټیک نظام له مخې قوانین جوړ کړي. نو قوانین د استعماري هېوادونو له حکمونو سره سم جوړېږي، ترڅو د نړیوالو قوانینو او پرېکړو برلاسي ډاډمنه شي؛ لکه په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتلو قانون ۲۰۲۲ (FIPPA) کې مو چې ولیدل.

نو کله چې یو دولت د ملګرو ملتونو، سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO)، د عدالت نړیوالې محکمې، FATF او IMF غړیتوب واخلي، نو بیا د ملي حاکمیت او ریښتني خپلواکۍ خبرې بېځایه دي. ډیموکراټیک نظام، نړیوال نظم او نړیوال استعماری بنسټونه زموږ د دښمنانو هغه «اټومی بمونه» دي، چې له لارې یې موږ د ریښتینو وسلو له کارولو پرته خپل غلامان جوړوي.

د ریښتینې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې اوسنۍ نړیوال  نظم ختم کړل شي او دا  د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته ناشونې ده. خلافت هغه دولت دی چې قوانین یې له قران او نبوي سنتو څخه اخیستل شوي او د نړۍ بل هېڅ قانون نه شي ورباندې برلاسی کېدلی.

خلافت د حکومتولی هغه نظام دی چې اسلامي ځمکې به سره یوځای کړي او د هغوی بشري او طبیعي زېرمې به په یوه ستر ځواک بدلې کړي؛ هغه وخت به اړتیا نه وي چې خپل حاکمیت او خپلواکي د کومې بهرنۍ پانګې پانګونې ته وسپارو. همدا یوازینۍ لار ده چې کولای شو خپل عزت، سوکالي او د الله سبحانه وتعالې رضایت ترلاسه کړو.

 [وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللّٰهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً]

ژباړه: «... او څوك چې پر هغه ژمنه ودرېږي چې له الله سره یې کړې، الله به ډېر ژر لوی اجر ورکړي» [الفتح، ۴۸:۱۰]

   

د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

انجنیر شهزاد شیخ، د حزب التحریر ولایه – پاکستان مرستیال ویاند

د مطلب ادامه...

د ښځو او عدالت پنځمه نړیواله ناسته د CEDAW خدمت کوي Featured

په استانبول کې د ۲۰۲۲م کال، د نومبر له ۴ تر ۵مې «د ښځو او عدالت پنځمه نړیواله ناسته» د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پرانېستل شوه. دا ناسته د ښځو د مدافع ډلې، د ښځو او ډيموکراسۍ ټولنې (KADEM) د کورنیو او ټولنیزو خدمتونو وزارت په ملتیا تنظیم کړې وه. د یادې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې د پیاوړې ټولنې لپاره د یوې پیاوړې کورنۍ پر اړتیا ټینګار شوی.

سږنۍ ناسته، چې اصلي موضوع یې "فرهنګي کوډونه او میرمنې" ده، له لومړۍ جملې تر وروستۍ اعلامیې له فرېب ډکه ده. دا سرلیک په حقیقت کې د CEDAW (د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون) "د تعصب او دودونو له منځه وړل" د یوې اصلي مادې په چوکاټ شامل دی او ښکاره ده چې نړیوال استعماري فرهنګ ته خدمت کوي. په دې اعلامیه کې راغلي چې د موډرنیزاسیون ترڅنګ، «د نړۍ د ټولو ښځو لپاره د یو واحد فرهنګي کوډ تحمیلي دی او باید چلنج او پر وړاندې یې اعتراض وشي» او زیاتوي: «د دغه تحميل پروړاندې درېدل د فرهنګ په اړه د غفلت په مانا نه،  بلکې د هغو قوانینو او ګډوډیو چلنج او تر پوښتنې لاندې راوستل دي چې د بې عدالتۍ، نابرابرۍ او تبعیض لامل کېږي.»

مهمه ده چې د دغو مراسمو په اوږدو کې څو څرګند شوي ټکي وارزول شي:

۱. "ښځې، په ځانګړې توګه هغه چې د استعمار سابقې لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي او پر خلکو یې حاکم فرهنګ مسلط کړای شوی، د فرهنګي کوډونو له فشار سره مخ دي"

زموږ خاورو ته د استعمارګرانو له ننوتلو وړاندې، اسلامي فرهنګ مسلمانو او نامسلمانو ښځو ته هغه ازادۍ ډالۍ کړې چې د غرب ښځې یې ان نن هم نه لري. په اسلامي فرهنګ کې د علم، ساینس او سیاست په برخه کې د ښځو لاسته راوړنې ان په دایرة المعارف کې نه ځایېږي. سربیره پردې، موږ د "استعماري ماضي" خبرې نه شو کولای، ځکه چې په اسلامي هیوادونو کې استعمار پای ته نه دی رسیدلی، یوازې بڼه یې بدله کړې ده. اوس مسلمانې ښځې د یوه «فرهنګي استعمار» تر ظلم لاندې دي چې له پوځي هغه ډېر خطرناک دی او دغه راز د هغو مغزونو تر تحمیل لاندې چې په دغه «فرهنګي استعمار» ککړ دي!

۲. "په ډیری هیوادونو کې ښځې د خپلې عقیدې له امله له تبعیض سره مخ دي."

له دې جملې څخه موخه دا ده چې د فرهنګي اشغال له لوري مسموم شوي ذهنونه څنګه د خپلو دیني خویندو پر وړاندې تبعیض کوي. ځکه مسلمانې ښځې دا تبعیض په اسلامي واکمنۍ کې نه، بلکې د غرب د مذهبي او فرهنګي جبر او د غرب د ګوډاګیو او مزدورو رژیمونو له امله تجربه کوي! همدا دوی دي چې د مسلمانو ښځو وطنونه، کورونه، مالونه، ژوند او فرهنګي ارزښتونه او عقیدې لوټوي!

۳.  "ښځې باید هغه دندې وا نه خلي چې په عمومي توګه د نارینه وو دنده ګڼل کیږي."

په داسې حال کې چې نارینه په خپله په دنده کې استثمارېږي، تاسو پرته له دې چې له مورولۍ څخه د ښځو د بېلولو او له ماشومانو څخه د دوی د میندو د بېلولو په قیمت ښځې د استثماري پانګوالې نړۍ په څرخ کې له ډېر ناوړه حالت سره مخ کړئ، نور څه وړاندیز لرلی شئ؟ د اسلامي ثقافت او د اسلامي اقتصادي نظام تر تسلط لاندې ښځې د شریعت له حکم سره سم هر هغه کار او مسلک مخته وړلی شي چې غواړي يې.

۴. تاسو دا هم وویل، "له واکمن قدرت پرته قانوني بیخ‌بنسټ د ښځو لپاره خوندي چاپيریال رامنځ ته کوي؛ نو داسې اساسي قانون چې د عدالت له محور څخه انحراف نه کوي د ښځو حقوق تضمینوي.»

اې KADEM او دې ته ورته ټولنو! په دې کې شک نشته، لکه له نوم څخه مو چې ښکاري، حللاره په ډیموکراسۍ او غربي فرهنګ کې ګورئ. نو تاسو یوازې د اوسني نظام د ګټو لپاره کار کوئ. تاسو په ښکاره دا خبره وکړه چې "اسلام د اوسنۍ نړۍ د ستونزو لپاره د حل لاره نه لري"، تاسو وویل چې د استعمار او انسان په لاس جوړ شوی د استانبول کنوانسیون، CEDAW، د بیجینګ اعلامیه او د دې پر بنسټ قوانین غوره ګڼئ. تاسو هغه وخت مقاومت وکړ، چې ترکیې پریکړه وکړه، چې په ۲۰۲۱م کې د "انقرې کنوانسیون" په بدل کې د استانبول کنوانسیون ته غاړه کیږدي. تاسو د ۶۲۸۴ قانون شمېرې دفاع کوئ، چې کورنۍ تباه کوي او هغه مدني قانون ته مو غاړه اېښې چې کورني تاوتریخوالي ته لار هواروي او د زنا سزا ردوي. تاسو د هغو مسلمانانو پروړاندې اقدام وکړ، چې ستاسو د افکارو د باطلوالي په اړه خبرې کوي. نو بیا څنګه د عدالت په اړه خبرې کولی شئ؟

تاسو د هغو مسلمانو ښځو په ځورولو چوپه خوله ياست چې سیاسي افکار او دریځ یې د اسلامي ژوند غوښتنه کوي او له قدرت ترلاسه کولو څخه ستاسو د درک مخالف نظر لري. تاسو په وار وار ثابته کړې چې د ډیموکراسۍ او فیمینیزم کوډونه غوره ګڼئ. تاسو ولې په ترکیه کې د هغو ښځو له حقونو دفاع نه کوئ، چې د نړۍ د نورو ښځو په څیر د "خلافت تاسیس کړئ!" په شعار ورکولو نیول کیږي، یا هغه څوک چې له چادر سره د درس ورکولو په تور قانوني محاکمې ته کش کېږي. په زندانونو کې په خپلسري ډول لوڅې پلټل کېږي او هغه چې مېړونه یې د وختي واده له امله تر ۸ کلونو زندان محکوم شوي؟  

موږ مسلمانې ښځې؛ نه تاسو ته اړتیا لرو، نه مو سازمانونو او نه مو ناستو ته. یوازې مزاحمت مه راته کوئ! کله چې د الله سبحانه و تعالی له ژمنې سر سم د نبوت پر منهج راشده خلافت ډیر ژر بیا تاسیس شي؛ مسلمانې او نا مسلمانې ښځې به له خپلو بشپړو حقونو برخمنې شي؛ په کورنۍ او ټولنه کې به ارام او هوسا ژوند لري. د ځینو برعکس چې یوازې د نورو تر پښو لاندې ګرد دی، دوی به پر سیاست ریښتینی اغیز ولري. بیا به موږ مسلمانې ښځې، نړۍ د یوه ځانګړي فرهنګ ـ د اسلام په وقار او عزت ـ سره پياوړې کړو.

د حزب التحریرـ ښځو برخې مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

سياسي بحثونه د ځينو شبابو د پوښتنو ځوابونه

  • خپور شوی په سیاسي

۱- یو چا پوښتلي چې: ايا شونې ده چې امريکا له چين سره هم يو تړون وکړي، لکه څرنګه چې په ۱۹۶۱ م کې د کينيډي او خروشچف ترمنځ شوی و. ايا موږ داسې ويلی شو؟ په ځانګړي ډول د دې لپاره چې چين يو نړيوال اقتصادي ځواک او د امريکا لپاره لومړۍ درجه ګواښ دی؟ همدارنګه په ټایوان کې د چین پر وړاندې د امریکا ګواښ له دې مسلې سره څه تړاو لرلی شي؟

ځواب: له چين سره داسې يو تړون ناشونی برېښي. د تړون پر ځای، امريکا هڅه کوي چې چين په ټايوان کې ښکېل کړي او په دې ډول يې مهار کړي، د خپلې ارادې تابع يې کړي او په اوکراين کې یې د روسيې له ملاتړ څخه منعه کړي. امريکا د چين لمڅولو په موخه يو شمېر اقدامات کوي؛ د دغه هېواد پر وړاندې متحدین راټولوي چې پر ضد يې کار وکړي او بنديزونه پرې وضع کړي. امريکا په حقیقت کې د چين پر وړاندې سوداګريزه جګړه اعلان کړې او ښکاري چې په يو ډول د ټايوان د ستونزې تر حلولو پورې به خپلو پاروونکو اقداماتو ته ادامه ورکوي؛ ځکه چين په دې خبره ټینګار کوي چې ټايوان، که په زور هم وي، باید له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. ولسمشر شي جين پينګ، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې خپله درېيمه ولسمشريزه دوره پيل کړه وويل: «چين حق لري چې په سختو حالتو کې د وروستي انتخاب په توګه د ټايوان پر سر له زوره کار واخلي» (الجزيره، ۱۶/۱۰/۲۰۲۲). چين په اوکراين کې اوسنۍ او راتلونکې پېښې د دې لپاره څاري چې که روسيه په اوکراين کې له درنې مرګژوبلې سره مخ شي، چين به په ټايوان کې له ښکېلېدو ډډه وکړي.

چين که څه هم په پیل کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی و او د نامحدودې همکارۍ تړون یې لاسلیک کړ، په اوکراين کې د روسيې له ملاتړ څخه لاس په سر شو او د بې طرفۍ درېځ یې غوره کړ. ياد درېځ روسيه زيانمنه کړه او پوتين ځکه متوازن درېځ وباله چې که هغه پر چين نيوکه يا اعتراض وکړي، ښايي د چين همدغه کم ملاتړ هم له لاسه ورکړي. له همدې امله، امريکا له چين سره تر هغه وخته د پخواني شوروي اتحاد پشان د نړيوال مشارکت تړون نه کوي چې ټولې چارې يې پای ته نه وي رسولې. امريکا همدارنګه له چین سره د دغه هېواد په سوېل او ختیځ سمندرونو کې د نفوذ سیمې رامنځته کولو پر سر هم تړون نه کوي؛ امريکا د دې سيمو شاوخوا هېوادونه هڅوي چې د چين پر ضد اقدامات وکړي او په دې سيمو کې د چين مخه ونيسي.

۲- بل کس پوښتي چې: (روسيه کولی شي د کیوبا د توغوندیو د بحران پشان په ګواښ سره امریکا ته ځواب ورکړي؛ لکه شوروي اتحاد چې وکړل؛ روسیې ولې تر اوسه دا کار نه دی کړی؟

ځواب: پورته بيان د روسيې په اړه ریالیستیک نه دی؛ ځکه روسیه پوهېږي او احساسوي یې چې امريکا تر دوی ځواکمنه ده. شوروي اتحاد له امريکا متحده ايالاتونو سره موازي ځواک و. که ياده موضوع په ژوره توګه تحليل کړو، دواړه هيوادونه د اټومي ځواک له پلوه سره مساوي دي، خو امريکا د توغنديو ضد داسې یو سيستم لري چې د روسيې د توغنديو دفاع کولی شي؛ دا سیستم له روسیې سره نشته. روسيې چې د توغنديو ضد سيستم جوړولو په اړه کوم اعلان وکړ؛ کار یې لا په لومړیو پړاوونو کې دی؛ یعنې د روسې د هغو فعالو توغنديو شمېر ډېر کم دی چې امريکا ته رسېږي او د توغنديز ضد سیستم څخه تېرېږي؛ برعکس د امريکا پخواني نصب شوي توغندي چې د روسيې خاورې ته رسېږي؛ ټول شته.

امريکا په معمولي وسلو کې په حيرانوونکي ډول پرمختګ کړی دی، لکه؛ بې پيلوټه الوتکې، نه کشفېدونکې الوتکې او ځيرک توغندي او روسيه په دې برخه کې له امريکا سره د پرتلې وړ نه ده. د اوکراين په جګړه کې د روسيې د هوايي ځواک کمزوري ښکاره شوه چې ان د اوکراين په څېر هېواد هوايي حریم يې مهار نشوای کړی او بې پيلوټه الوتکې يې نيمګړتياوې لري. د راپورونو له مخې، روسيه د اوکراين په جګړه کې له ايراني بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخلي. د اکراین جګړې د روسي ځواکونو کمزوري هم افشا کړه. دا څنګه ابرځواک دی چې په شاوخوا اتو مياشتو کې یې د اکراین پشان يوه کوچني هيواد ته، که څه هم د غرب ملاتړ ورسره و، ماتې ور نه شوی کړی!؟ روسیه د جګړې په لومړيو کې د غربي ملاتړ تر ډېرېدو وړاندې، د پلازمېنې کېيف له شاوخوا په بيړه ووتله، دا څنګه لویوالی دی؟ هغه وخت خو له اکراین سره دومره زور نه و! نو، لکه مخکې مو چې وويل؛ دا خبره چې (روسيه کولی شي داسې ځواب ورکړي لکه څرنګه چې د «کيوبا د توغنديو کړکېچ» په وخت کې پخواني شوروي اتحاد امريکا په نیږدې کېدو وګواښله)؛ له واقعیت څخه لرې ده؛ ځکه روسیه د هغه شوروي اتحاد په څېر نه ده چې د کیوبا د توغندیو د کړکېچ پېښېدو پر وخت و.

۳- په پوښتنه کې چې د نړیوال مشارکت خبره شوې؛ په دې اړه باید ووایو چې د امریکا لپاره نړیوال مشارکت په دې معنی دی چې لوی هېوادونه باید د امریکا په موافقت او له نړیوالو ګټو او عوایدو څخه د لږې برخې په بدل کې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي؛ لکه روسيې چې هوکړه وکړه چې په سوريه کې د امريکا ګټي خوندي کوي، دوی په ۲۰۱۵ کې په سوريه کې پوځي مداخله وکړه، روسيه د يوه لوی هېواد په توګه راپورته شوه او په امنيت شورا کې یې د ويټو حق وپېژندل شو؛ دغه يو نړيوال رشوت و چې سترګې نه شي پرې پټېدای. بیا امريکا وغوښتل چې د روسیې خدمت د چین حوزې او هلته د چین او شمالي کوريا پر ضد د امریکا لپاره کار کولو ته بدل کړي؛ خو روسیې رد کړه. کله چې امريکا ډاډمنه شوه چې روسيه په دې برخه کې کار نه ورته کوي؛ په سوريه کې يې د زياتېدونکي رول په کمولو پيل وکړ او په نورو برخو، لکه د اذربایجان او ارمنستان په جګړه کې یې هم پر روسیې فشار راوړ او همداسې ډېرې نورې برخې.

دا امريکايي فکر دی؛ واشنګټن یې خپل نفوذ له چا سره نه شريکوي، بلکې په دې اړه فکر کوي چې له لویو هېوادونو ګټه واخلي او له دې لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو ګټو ته ورسېږي؛ امریکا د دغې مرستې په بدل کې دغو هېوادونو ته د نړيوالو ګټو يوه برخه ورکوي. امريکا د چين، روسيې او اروپايي هيوادونو پر وړاندې همدا فکر لري. نن ورځ امريکا په ختيځه اروپا کې د روسيې پر ضد د المان رول پراخ کړی دی، خو دغه رول د امريکا تر مشرۍ او پلان جوړولو لاندې څارل کېږي. که المان د امريکايي مشرۍ او پلان جوړولو پرته پخپله کوم کار وکړي؛ امريکا زیان ورته رسوي. د امريکايي فکر منطق همدا دی.

۴- بله پوښتنه دا وه، چې «ولې امريکا پر هند بنديزونه نه لګوي؟ په داسې حال کې چې هند له روسيې څخه د تېلو پر واردولو هوکړه کړې.»

ځواب: امریکا پر هند بندیزونه نه لګوي؛ که دا کار وکړي، د امريکا د ګوډاګي مودي او د ده د ګوند، بهارتیاجاناتا برخلیک له ګواښ سره مخ کېږي. نو امريکا د هند پر وړاندې له روسيې څخه د ګازو او تېلو واردولو په تړاو غبرګون نه ښيي؛ ځکه چې بدیل نه شي ورته پیدا کولی. که هند د المان په څېر له روسيې څخه د انرژۍ سرچینو واردات ودروي، په دغه هېواد کې بيې دوه برابره کېږي او خلک به يې د پېرلو توان ونه لري. دا بیا په هند کې د مودي پر امريکايي پلوي حکومت باندې اغېز کولی شي؛ هند کې د کانګرېس ګوند غړي چې د انګليس مزدوران دي؛ دې فرصت ته په تمه دي. امريکا ان هند ته د روسي وسلو پيرلو اجازه هم ورکوي، ځکه دا کار د کانګريس ګوند له تاسيس څخه ۱۹۴۷ تر ۱۹۸۸ پورې چې پر هند واکمن و، دود و. د هند ملتپال بهارتیاجاناتا ګوند (BJP) په لومړي ځل تر ۲۰۰۴ کال پورې په هند کې واکمن و او وروسته کانګريس ګوند تر ۲۰۱۴ پورې په هند کې واکمن و. وروسته تر هغه د هند ملتپال ګوند بیا واکمن شو او تر نن ورځې پورې یې د بریالیتوب دلیل د پاکستان د لاسپوڅو حکامو شاتګ دی؛ په ځانګړي ډول د کشمیر په مسله کې چې د امریکا په امر پر شا شول.

پاکستان د امريکا په امر کشمير هند ته وسپاره او په دې سره د هند د ملتپال ګوند محبوبیت زيات شو. کله چې هند له روسیې څخه S-400 توغندي وپېرل، امريکا د ترکیې په څېر بندیز پرې ونه لګاوه. امريکا، هند د بنديزونو له لارې د امريکا د سيالانو د مخنيوي قانون یا CAATSA له مخې له بندیزونو معاف کړ او د امريکا د استازو جرګې هم په ۱۴/۷/۲۰۲۲ نېټه د ۲۰۲۳ کال لپاره د امريکا دفاع وزرارت بوديجه د يوې برخې په توګه دا پرېکړه تایید کړه او ویې ویل «چې دا معافیت به د امريکا او هند ترمنځ دفاعي اړيکې پياوړي کړې» (انادولو، ۱۶/۷/۲۰۲۲). د مور ميرې چلند ته په کتو، د دې قانون په چوکاټ کې پر ترکيه بنديزونه لګول کېږي او پر هند له دې وېرې بنديزونه نه لګول کېږي چې ګواکې امريکا خپل نفوذ له لاسه ورکوي، که هند د روسيې د انرژۍ له پېرلو منع شي، نو مودي او هندو ملتپال ګوند به يې له واکه لري شي. په داسې حال کې چې دغه څه پر اردوغان او حکومت يې چې د امريکا پر محور څرخي، اغېز نه کوي؛  برعکس د هغه شهرت ډېروي او له امريکا سره يې اړيکې پټوي.

۵- د تېلو او ګازو په تړاو د نورو پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو چې:

الف: د روسيې انرژۍ د بنديدو لومړۍ درجه قرباني اروپا ده، ځکه اروپا خپل لور ته د روسيې پراخوالي ته د خطر په سترګه ګوري، که د روسيې پر ګازو او تېلو د اروپا تکيه کمه شي، اروپا له امريکا سره په همغږۍ چمتو ده چې له روسيې سره ښکېله شي او راتلونکې پايلې ومني.

له همدې امله، امريکا، اروپا د روسيې د انرژۍ له پېرلو نه منعه کوي، که څه هم دا د امريکا مخکينۍ ستراتيژي ده. امريکا په اوکراين کې د روسيې په ښکېلولو سره، اوکراين د غرب لور ته مايل کړ، يعنې، امريکا په اوکراين کې د لسيزو مداخلې په ترڅ کې په دې وتوانيدله چې روسيه منزوي کړي او ټولې اروپا ته يې يو ګواښ معرفي کړي. کله چې د روسيې ګواښ د اروپا لپاره واقعي شو اروپايي هېوادونه په داوطلبانه ډول د امريکا له تګلارې سره يوځای شول او د روسيې انرژي يې پرې کړه. په دې سره په اروپا کې د هغو ګازو بيه لوړه شوه چې د بحري ټانکرونو له لارې لېږدول کېده، چې مايع ګاز دي او هغه ګاز چې د نليکو له لارې انتقاليدل د هغو بيه بيا هم ارزانه ده. کله چې د ګازو نل‌ليکې پرې شوې، اروپا مجبوره شوه چې د ټانکرونو له لارې ګاز وارد کړي او دا ګاز ګران ځکه دی چې په صادروونکي هېواد کې ګاز لومړی په مايع بدلېږي او تر انتقالېدو وروسته په واردوونکي اروپايي هيواد کې بيرته په ګاز بدلېږي.

ب: له ګازو پرته، د تېلو بيې په نړيواله کچه نه يوازې په اروپا کې بلکې په ټوله نړۍ کې لوړې شوې دي. په امريکا کې هم د تېلو بيې لوړې شوې او همدا رنګه د اوکراین د جګړې له امله د غلو دانو بيې هم لوړې شوې دي. یعنې د غلو دانو بيې هم نه يوازې په اروپا، بلکې په نړيواله کچه لوړې شوې. له اوکراين او روسيې پرته، په اروپا او نوره نړۍ کې د غلو دانو او تېلو کموالی د بيو د لوړوالي له امله دی او بل لامل يې له نورو سيمو څخه انتقال دی. د طبعي ګاز مسله توپیر کوي. د طبعي ګاز د بیو لوړېدو سبب د ګاز د مایع کولو صنعت او د لېږدوونکو ټانکرو کموالی دی.  همداراز د طبعي ګاز په مصرف پورې د نړۍ ډېر تړاو یې بل سبب دی؛ یعنې دا چې له ګاز څخه ډېره ګټه اخیستل کېږي چې د ډبرو سکرو او اټومي انرژۍ په سبب د هوا ککړتیا او نور ګواښونه کم کړي.

ج: امريکا غواړي چې د طبيعي ګازو پېر او پلور په ډالر وشي، دا یوه جدي مسله ده خو پر وړاندې يې ډېر خنډونه شته؛ مثلاً روسيې له چين او يو شمېر نورو هېوادونو سره هوکړه کړې ده چې سوداګري به په محلي پولي واحدونو وي؛ له ۲۰۱۴ کال راهيسې د روسیې تګلاره همدا ده. کله چې ګڼ هېوادونه پوه شول چې پر امريکايي ډالر يې تکيه زياته شوې ده، نو د ۲۰۰۹ کال له مالي بحران راهيسې د ورته تګلارې په اړه فکر کوي. په دې توګه ویلی شو چې له ډالر پرته پر نورو پولي واحدونو سوداګریزه راکړه ورکړه دود شوې خو لا محدوده ده. په امريکا کې د سود کچې زياتوالی او د ډالرو نوې پياوړې تګلاره چې په ۲۰۲۲ کې منل شوې ده، امريکا پورته تګلارې ته په پام سره، غواړي چې پر ډالر باندې اعتبار بيرته زیات کړي او په محلي پولي واحدونو سوداګريزه راکړه ورکړه کمزورې کړي. په اوږد مهال کې اقليمي سیاست په نړيواله کچه پر طبيعي ګاز تکيه ډېروي او د يادې انرژۍ ارزښت هم ډېروي، له همدې امله یې په ډالرو بیه ټاکل امریکا ته لویه ګټه رسوي.

د: امريکا د روسيې او اروپا ترمنځ د نلیکې له لارې د ګازو پرې کولو کې بريالۍ شوه، د نارډ سټريم نل‌لیکې یې پرې کړې ځکه هغه د امريکا له کنترول څخه بهر وې. خو د روسيې يوه بله نل‌لیکه د ترکيې له لارې اروپا ته ګاز لېږدوي او امريکا پر ترکيې ځکه فشار نه راوړي چې ورپورې تړلې ده. د روسيې ولسمشر، پوتين په ترکيه کې د ترکي مرکز د تاسيسولو اعلان وکړ چې اروپا ته ګاز لېږدوي، يعنې امريکا غواړي چې په راتلونکي کې اروپا ته د روسيې ګاز ولېږدول شي؛ خو دا کار دې له هغو لارو وشي چې واشنګټن یې کنټرولوي.

 

 

د مطلب ادامه...

له قصاب بشار سره د حماس لیدونکي پلاوي ته: «أَلَا وَإِنَّ الإِيمَانَ حِينَ تَقَعُ الْفِتَنُ بِالشَّامِ» Featured

په ډېرې خواشینۍ سره مو ولیدل چې د حماس او د خلیل الحية په مشرۍ د فلسطیني ډلو پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له ظالم بشار سره لیدنه وکړه، دا لومړی ځل دی چې حماس د سپټمبر په ۱۵مه اعلان وکړ چې له کفري بعثي رژیم سره به خپلې اړیکې بیا رغوي. د ۲۰۱۲م کال د ګډوډیو پرمهال د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د پرېکون دلیل داسې بیان کړ: «موږ د یوه داسې رژیم ترڅنګ نه شو درېدلی چې خپل خلک وژني او څوک چې له موږ سره په حق درېدلي وي، موږ به پر باطل نه ورسره درېږو."

هنيه دغه څرګندونې د بشار د ظالم رژيم د جنايت د پيل پرمهال کړې وې، چې لا يې په سوريه کې تر دوو ميليونو ډېر مسلمانان نه وو وژلي، انساني سپيو یې په زندانونو کې پر زرګونو مسلمانو ښځو جنسي تيري نه و کړی، زرګونه بمونه یې نه وو غورځولي، د سوريې ښارونه يې نه وو ويجاړ کړي؛ تر شکنجو لاندې د وژل شويو زرګونو کسانو عکسونه نه وو افشا شوي او داسې نور وحشيانه بشري جنايتونه چې یوازې وحشي انسانان یې له الله، د هغه له رسول او مؤمنانو سره په دښمنۍ کې کوي؛ دا جرمونه لا روان دي.

موږ حیران یو؛ څه بدل شوي چې حماس خپل چلند ورسره بدل کړ؟ موږ له حماس څخه د یوه اسلامي حرکت په توګه پوښتنه کوو چې د دې جنایتکار رژیم لپاره کوم شرعي حکم شته چې زموږ عزت یې تر پښو لاندې کړی، زموږ وینه یې توی کړې، کورونه یې را ويجاړ کړي او له خاورې یې شړلي یو؟

په داسې حال کې چې موږ له درد او وير څخه ډک وضعیت کې سوځو، تاسو ته وایو چې دا هغه څه نه دي چې موږ یې ستاسو په اړه فکر کاوه. ايا اسلامي ورورولي همداسې وي!؟ ایا دا پر یوه مسلمان د بل مسلمان حق دی؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«الْمُسْلِمُ ‌أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»

ژباړه: «مسلمان د مسلمان ورور دی، نه ظلم پرې کوي او نه يې دښمن ته سپاري»

«المُسْلِمُ ‌أَخُو المُسْلِمِ، لَا يَخُونُهُ وَلَا يَكْذِبُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ»
ژباړه: «مسلمان د مسلمان ورور دی، نه خیانت ورسره کوي، نه دروغ پسې وايي او نه يې رسوا کوي.»

ایا دا رسوايۍ او لوېدو ته د شام د خلکو پرېښودل نه دي!؟

موږ نه پوهیږو چې تاسو ولې جنایتکار بشار ته لاسونه ورکوئ، هغه څوک چې د شام د خلکو وینې تویولو ته دوام ورکوي، ایا اسلام تاسو پر همدې مکلف کړي یئ!؟

ګرانو وروڼو: د اسلام دښمنان لګیا دي چې د مسلمانانو پر وړاندې د خپلو جنايتکارو سياستونو په پلي کولو سره په سیمه کې دغه ظلم ته ځای ورکړي او تاسو په دغه جنايت کې ورسره شريک ياست او ان ښکاري چې ملاتړ مو یې کړی، نو په دې کار سره به څنګه له خپل رب سره مخامخ کېږئ!؟

اې زموږ وروڼو: د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره باید څه وشي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او د مسلمانانو ملاتړ وشي او د الله سبحانه و تعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم له دښمنانو څخه خلاص شو. ظالم بشار د الله سبحانه و تعالی دښمن دی، نو ولې د الله تعالی په خاطر نه په قهر کېږئ؟!

اې زموږ وروڼو: دا ستاسو مرګ دی چې خپل ځانونه مو د ګوډاګیو واکمنانو په واک کې ورکړي، سیاسي پرېکړې مو په قطر او ایران پورې تړلې، چې په مردارو سیاسي پیسو مو دوکه کوي او په دې سره مو واک او اختیار په لاس کې اخلي. نو تاسو صادقانه د اسلام بیان نه شئ کولای او د هغو کړنو د ترسره کولو حقیقي اراده نه لرئ چې اسلام یې حکم کوي. تاسو ډاډه ياست چې دا سپېڅلې خاوره به له یهودو څخه ترهغه وخت پورې نه ازادېږي، چې څو اسلامي امت او د اسلامي امت د لښکرو په مرسته د خلافت په  تاسیس سره د مسلمانانو له لښکرو سره یو ځای د قدس په لور روان نه شئ، نو څه شی مو مخه نیسي؟ ایا دا د ګوډاګیو واکمنانو او د هغوی په مردارو سیاسي پیسو ستاسو انحصار نه دی؟!

اې زموږ وروڼو: د شام هېوادونه يو دي. بیت المقدس، د بیت المقدس شاوخوا او زموږ دښمن یو دی؛ یهودي دولت او د حاکمانو او جنایتکارانو ډله چې د اسلام د دښمنانو سیاستونه پلي کوي. ستاسو دنده دا ده چې له هغو کسانو سره دښمني وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره دښمني لري.

اې زموږ وروڼو: پر موږ ګران ياست. نو ځکه سپارښتنه درته کوو چې تقوا وکړئ، له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ او په اخلاص توبه وکړئ؛ هغه سبحانه و تعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او پوه شئ چې د الله تعالی فتح تر هغه وخت پورې نه راځي، تر څو مو د هغه پر ټینګه رسۍ منګولې نه وي لګولې او د شرعي حکم پیروي مو نه وي کړې، چې د امت پر وړاندې مو له جرمونو څخه پر خلاصون مکلفوي. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د الله سبحانه وتعالی په کلام کې تدبر وکړئ:

(وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ * إِذْ ‌تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ * وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ)

ژباړه: «خو د الله تعالی پر یووالي د دې څرګندو نښو نښانو د لیدلو سربېره ځینې خلک له الله تعالی پرته نور د هغه شريکان ګر ځوي، له هغوی سره داسې محبت لري لکه څنګه چې له الله سره محبت لرل ښايي. په داسې حال کې چې ایمان لرونکو ته تر هر چا ډېر الله تعالی محبوب وي. هغه ادراک او احساس چې ظالمانو ته د عذاب د لیدو پرمهال پیدا کېدونکی دی، که همدا نن  دوی لیدلی وای، نو باور به یې راغلی و چې ټول قوت او ټولې واکمنۍ یوازې د الله تعالی دي او په دې به یې هم باور شوی و چې له الله تعالی سره ډېر سخت عذاب شته. کله چې هغه سزا ورکړي، په هغه وخت کې به حالت داسې وي چې هماغه مشران او رهبران چې په دنیا کې یې پیروي کوله، له خپلو پيروانو څخه به بېزاري څرګنده کړي، خو په عذاب به اخته شي او د هغوی د ټولو سببونو او وسایلو بار په پرې کړل شي. هغه خلک چې په دنیا کې یې د هغوی پیروي کوله،   وبه وایي: کاش چې یو ځل بېرته دنیا ته زموږ تګ شوی وای، نو څنګه چې نن دوی له موږ څخه بيزاري څرګندوي نو موږ به هم له دوی څخه بيزراي ښکاره کړو. دغه راز به الله تعالی د دې خلکو هغه عملونه چې په دنیا کې یې کړي وو، داسې د دوی مخې ته کښېږدي چې دوی به د افسوس او پښېمانتیا لاسونه ومروړي خو له اور څخه د وتلو هېڅ لاره به پيدا نه کړي.» [بقره: ۱۶۵- ۱۶۷ ]

بل ځای فرمايي:

 (إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ * فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ *)

ژباړه: «حقیقت دا دی کوم کسان چې د هدایت له روښانه کېدو څخه وروسته په شا وګرځېدل، د هغو لپاره شیطان دغه کړنلاره اسانه کړې ده او د درواغجنو هیلو لړۍ یې د هغوی لپاره اوږده کړې ده. له همدې امله دوی د الله تعالی د نازل کړي دین بد ګڼونکو ته وویل چې په ځینو چارو کې به موږ ستاسو (حکم) منو. الله تعالی د دوی په دغو پټو خبرو ښه پوهېږي. نو په هغه وخت کې به څه حال وي چې پرښتې د دوی ساګانې اخلي او پر مخونو او شاګانو یې وهي؟» [محمد: ۲۵ـ ۲۸]

په پایله کې: زموږ خبرې ښايي پر تاسو سختې تمامې شوې وي، خو دومره سختې نه دي چې زموږ او د خپل امت د بچیانو او په ځانګړې توګه د سوریې د خلکو زړونه مو ظالم بشار ته په موسکه خوله لاس ورکولو ډک کړل. موږ تاسو ته د هغه څه خطاب کړی چې اسلام امر پرې کړی. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې ستاسو زړونه د توبې لپاره خلاص کړي او الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړئ، ترڅو په قوي توګه اسلام پرمخ بوزئ. تاسو به د اسلام او مسلمانانو په ډګر کې د اسلام له دښمنانو او د هغوی له غلامو او ظالمو واکمنانو سره مقابله کوئ. پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ، چې فتح یوازې د هغه سبحانه و تعالی په ​​واک کې ده.

فتح او بری د قطر، ایران او یا د ظالم بشار په لاس کې نه دی؛ اصلي بری د دوی جنايتونو ته په غاړه نه اېښودو کې دی. نو پر الله تعالی ایمان راوړئ او هغه سبحانه وتعالی به پر تاسو باور وکړي او که داسې ونه کړئ، نو د الله سبحانه وتعالی له لوري قهر او غضب ته په تمه شئ چې زغمل یې ډېر سخت دي.

یا الله، زمونږ د وروڼو لپاره د هدایت لاره اسانه کړه او د هغوی سینه ستا د اطاعت او د دین د ملاتړ لپاره خلاصه کړه.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام؛ یوه تاریخي بدنامي

خبر:

په څو ورځو کې به د ډنمارک د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام کې د ګډون په موخه قطر ته لاړه شي. ډنمارکي لوبغاړي به د لوبې پر مهال تورې جامې واغوندي؛ دا د ویر نښه ده او په دې توګه د قطر له رژیم څخه خپله ناخوښي ښيي. دوی وايي له داسې هېواد څخه باید ملاتړ ونه شي، چې له بشري حقونو سرغړونه کوي، د جنسي تمایل ښودلو باندې بندیز لګوي او له کډوالو کارګرو سره ناوړه چلند کوي. کومو هېوادونو چې دغو لوبو ته لار موندلې؛ ټول ګډون کوي، ځينې خو یې ان سیاسي استازولي کوي.

تبصره:

له څو میاشتو د فوټبال نړیوال جام د کوربه په توګه د قطر د ټاکل کېدو په اړه بحثونه روان دي؛ ډېرو اروپايي سیاسیونو پر قطر سختې نیوکې وکړې او په ځانګړي ډول د همجنسپالو د ملاتړ لپاره یې د لوبو د وروستي پړاو د بایکاټ غوښتنه وکړه. په دې ورستیو کې د ډنمارک دولتي تلویزون، DR، چې د دغه هېواد د کلتور وزارت د چارچوکاټ له مخې خپرونې کوي، یو مستند خپور کړ. دا مستند د نړیوال جام فاسد او ظالمانه اړخ ښيي. کله چې دا سیالۍ په ۲۰۱۹ کال کې په روسیه کې کېدې؛ سره له دې چې د لوبغالو کارګران له سختو او وژونکو شرایطو سره مخ وو او روسي ځواکونو په سوریه کې په خپلو بمباریو د بې ګناه وګړو ژوند اخیست؛ دا ډول مستندونه نه وو. هغه وخت يې ویل چې سپورټ او سیاست باید سره یوځای نه کړو. بیا چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، نو دغه هېواد یې له نړیوال جام څخه منع کړ.

په دې کې هېڅ شک نشته چې قطر یو توکمپال، ظالم او دېکتاتور هیواد دی، چې ګډوال کارګر استثماروي او په عصري غلامۍ کې یې ساتي او دې کار یې تر ۶۵۰۰ زیات کارګر وژلي. ډنمارک له همدغه دېکتاتور دولت سره له لسیزو راهیسې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري چې تر اوسه روانې دي. د ډنمارک حکومت د هند له قصاب مودي سره همکاري کوي، په داسې حال کې چې د مودي لاسونه د بی ګناه مسلمانانو په وینو سره دي. همداسې په منځني ختیځ کې؛ چې د ډیموکراسۍ تر حاکمیت لاندې د اشغال شوي فلسطین پر خلکو ظلم روان دی. په دغو حالتونو کې بیا د لاریونونو، اعتراضونو او د اړیکو پرې کولو خبرې نشته! او که بشري حقونه یوازې د همجنس پالو ټولنو او اوکراینیانو لپاره دي؟

په ډنمارک کې اوکرایني کډوالو ته ځانګړې قوانین جوړ شول؛ په دې توګه به له دوی سره د سوریې د کډوالو په څېر نا انساني چلند نه کېږي. ډنمارک په قطر کې د کډوالو کارګرو په اړه اندېښمن دی او د عدالت غوښتنه ورته کوي، په داسې حال کې چې د سوریې کډوال یې بېرته د دغه هېواد دېکتاتور ته تسلیم کړل.

د قطر لپاره د نړیوال جام کوربه‌توب له هر اړخه یو تاریخي شرم دی؛ پر دغو مراسمو تر ۲۰۰ ملیاردو ډالرو ډېر لګښت راځي؛ دا کچه له نړۍ څخه د بې‌وزلۍ ورکولو لپاره تر بس هم ډېره ده! دغه رژیم خپلې د نفتو پراخې سرچینې، چې د ټول اسلامي امت دي، د خپل نوم لوړولو لپاره کاروي؛ په داسې حال کې چې د دغو سرچینو اصلي خاوندان په بې وزلۍ او سختو اقتصادي ستونزو کې ژوند کوي.

غربي ځان ښودونکي او منافقین د قطر د ملامتولو هېڅ حق نه لري. خپل لاسونه یې د استعمار په وینو ککړ دي، پر استبدادي رژیمونو وسلي پلوري او په افغانستان او عراق کې د وژنو او ویجاړۍ لامل شوي. دوی نورو ملتونو ته د انساني حقونو د خوندي کولو په اړه د درس ورکولو هېڅ حق نه لري. دا د غرب منافقت او دوه‌ګوني معیارونه دي چې غواړي خپل وحشت او شیطاني کارونه وپوښي!

نړۍ یوه ايډيولوژیک بدیل ته اړتیا لري چې له تبعیض او منافقت پرته؛ ثابت او نه بدلېدونکی اخلاقیت او انسانیت پلی کړي. د پانګوالۍ دوه‌ګونو معیارونو ته یوازینی بدیل ریښتیني اسلامي اخلاق دي چې په هغو کې معیار ګټه نه، بلکې هغه احکام دي چې د کایناتو خالق را نازل کړي؛ بېلګې یې د اسلامي دولت «خلافت» په پالیسيو کې وینئ.

[وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ]

ژباړه: «او په هغو كسانو كې چې مونږ پیدا كړي دي، یوه ډله داسې هم شته چې له حق سره سمه نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره عدالت كوي.»  [اعراف:۱۸۱]

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ابراهیم عطرچ

ژباړه: محمد هارون ر‌ؤفي

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې