د خلافت لپاره دعوت د ټولو مسلمانانو شرعي مکلفیت دی، مجرمان هغه څوک دي چې دعوتګران تعذيبوي Featured
- خپور شوی په افغانستان
د حزبالتحریر درې تنه غړي د روان کال د ثور په میاشت کې په هرات ولایت کې د استخباراتو ځواکونو لخوا خلافت او د امت یووالي ته د دعوت په «جرم» نيول شوي دي. استخباراتو د یوه دعوتګر د نيولو پر مهال په تېروتنه کې د هغه ورور، چې له مسجد څخه کور ته پر لاره و، نيولی دی. کله چې دعوتګر د خپل ورور د ازادولو او د ځان د تسليمولو لپاره استخباراتو ته مراجعه کړې، استخباراتو د قانون او شرعي عرف خلاف دواړه ورونه بنديان کړي دي. قانوني اصل دا دی؛ کله چې مظنون خپل ځان تسليم کړي، نو څوک چې په تېروتنه کې نيول شوی وي، بايد ازاد کړل شي. دغه راز يو تن بل دعوتګر د هرات په يوه مسجد کې د تفسير د حلقې د مخته وړلو په وخت کې نيول شوی دی. د هرات د استخباراتو ځواکونو لومړی دغه اشخاص سخت وهلي ټکولي او بيا يې د «مصنوعي ډوبولو» او «پلاستيکي کڅوړې په واسطه خفه کولو» په روشونو سخت شکنجه کړي دي.
موږ د مسلمانو دعوتګرانو پر ضد له تاوتریخوالي ډکې کړنې په کلکو ټکو غندو او له ټولو شرعي او انساني ارزښتونو او اصولو سره یې په ټکر کې بولو. دغه ډول شکنجې د اشغالګرو په زندانونو لکه؛ ابوغریب، ګوانتانامو او بګرام کې اوږده مخینه لري او له بده مرغه داسې ښکاري چې د استخباراتو ځینې کړۍ د دغو ظالمانه کړنو په ترسره کولو کې له هغو زندانونو څخه تقلید کوي.
د استخباراتو مسولین د دعوتګرانو شکنجو او ځورونو ته څه شرعي توجیه لري؟ د اکثریت علماوو فقهي نظر پر دې دلالت کوي، چې د هر مجرم شکنجه کول جایز نه دي؛ د دعوتګرانو شکنجه کول خو لا پرېږده. د نظام رهبرۍ په واضح توګه فرمان ورکړی، چې په زندانونو کې باید شکجنه ونه شي. خو د استخباراتو په زندانونو کې دغو فرمانونو ته هېڅ پام نه کېږي او نه ارزښت ورکول کېږي. ايا استخبارات د دغو غیرشرعي کړنو په ترسره کولو سره پر یوه خپلسري سازمان بدل شوی او که شرعي اصولو ته ژمن دی؟ ځکه هغه کسان چې د اسلام، ایمان او جهاد ادعا لري، کړنې او چلند یې باید د هوای نفس پر بنسټ نه، بلکې د شرعي حکم له مخې وي.
﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾ [بروج: ۱۰]
ژباړه: «کوم کسان چې نارینه او ښځینه مومنان شکنجه کړي، بیا توبه ونه کړي، د هغو لپاره د دوزخ او سوځوونکي اور عذاب دی.»
موږ پوهېږو چې د نظام دننه او همدرانګه د استخباراتو په راس کې مخلص مسولین شته چې له دغو شکنجو سره مخالف دي. خو که چېرې دغه کسان چوپ پاتې شي او خپل همکاران له منکراتو څخه منعه نه کړي، دا فتنه نوره هم پراخېږي او د الله سبحانه وتعالی د عذاب د نازلېدو په وخت کې به د مخلص او غیرمخلص تر منځ هېڅ توپیر نه وي او ټول به له قهر او عذاب سره مخ شي.
وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ [الانفال:۲۵]
ژباړه:« له هغې فتنې څخه ځانونه وساتئ، چې ناوړه اغېز یې یوازې تر هغو خلکو نه محدودېږي چې ظلم کوي (بلکې که چېرې د ظالمانو مخه ونه نیول شي، د هغوی د ګناه په سبب وچ او لامده دواړه سوځوي) او پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی.»
ځینې مسولین دا ګومان کوي چې د نظام بقا د احزابو په مخنیوي او د دعوتګرانو په ځپلو کې ده. دا تفکر نه یوازې د اسلام له احکامو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی، بلکې له ځان سره به د ټولنې لپاره ناوړه پایلې هم ولري. جمعي او حزبي فعالیت د بشري ټولنو لپاره یوه فطري او اړینه چاره ده. تاریخ ښودلې ده، هغه ټولنې چې "ویښوونکو احزابو" ته یې اجازه نه ده ورکړې، له نزول او ژور انحطاط سره مخ شوې دي. د دې موضوع څرګندې بېلګې منځنۍ اسیا، سعودي او ایران دي. په دغو هېوادونو کې که څه هم دولتونه د اسلام خلاف سیاستونه پر مخ وړي، خو د حزبي فعالیت د نشتون له امله یې خپلو غیرشرعي سیاستونو ته خلک هم تسلیم کړي دي او ان له هغوی څخه یې پر معروف د امر کولو جرات اخیستی دی. په حقیقت کې د «ویښوونکو احزابو» له فعالیت پرته ټولنه له فکري، سیاسي او جهادي مبارزې څخه محرومېږي او خلک د پردیو د پلانونو ښکار ګرځي.
په واقعیت کې پر مسلمانانو فرض ده، چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره په حزبي ډول فعالیت وکړي. پر همدغه اساس حزبالتحریر په نړیواله کچه له اندونیزیا تر مراکشه د خلافت د تاسیس لپاره فعالیت کوي. زندان، ځورولو او شکنجې د دعوتګرانو اراده او استقامت نه دي کمزوري کړي، بلکې دغې وجیبې ته په لا ډېره انرژۍ دوام ورکوي.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر