پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا اوسنی سیاست
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا اوسنی سیاست

(ژباړه)

پوښتنه:

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۹مه او نوي ولسمشر ته له واک سپارلو درې اونۍ وړاندې، پر روسیې له یو لړ پیاوړو بندیزونو خبر ور کړ. په دغو بندیزونو کې له امریکا څخه د یو شمېر روسي ډیپلوماټانو ایستل، چې شمېر یې ۳۵ کسانو ته رسېږي او همدارنګه د جاسویۍ په پلمه په نیویارک او میریلانډ کې پر روسي ډیپلوماټانو پورې اړوندو مرکزونو تړل هم شامل دي. دغه اړیکې له هغه وروسته سختې شوې چې امریکا پر روسیه تور پورې کړ چې د انټرنټي فعالیتونو له لارې یې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده. پوښتنه دا ده چې د دغه تور پر وړاندې غبرګونونه د دې سختو اقدامونو لامل کېدای شي؟ یا د دغو سختو اقدامونو دلیل هغه بدلونونه دي چې په سوریه کې د روسیې په رول کې ښکاره شوي دي؟ او یا کوم بل دلیدل دی؟ په ځانګړې توګه دې ته په کتو سره چې «ټرامپ» څرګنده کړه چې له روسیې سره به اړیکې ښې کړي، حال دا چې اوباما د دغو اړیکو د سختېدو په لټه کې دی. جزاک الله خیر.

ځواب:

د ځواب د روښانتیا لپاره لومړی د هغو بدلونونو پر واقعیت چې په دې برخه کې ښکاره شوی، خبرې کوم، وروسته به د پوښتنې ځواب روښانه کړم:

لومړی: د دغو بدلونونو د واقعیت په اړه باید ووایم چې دغه بدلونونه رښتیا دي او د امریکا اوسنۍ اداره هڅه کوي چې له امریکا سره د روسیې اړیکې ګډوډې کړي. روسیې هم د امریکا د دې پیغام په اړه ډېر ژر غبرګون وښود، څنګه چې د نن روسیې او فرانسې ټلویزیونونو د کرملن ماڼۍ له ویاند بیسکوف نه په نقل په یو خبر کې وويل: «د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه د دښمنۍ او ویجاړونکی طبیعت لري دي. نوموړي همدارنګه وویل: د اوباما د حکومت اداره له واک ته رسېدو نه تر اوسه د روسیې او امریکا د اړیکو د ګډوډلو په هڅه کې ده. نوموړي زیاته کړه: مسکو به د واشنګټن اقدامونو ته ډېر ژر ځواب ور کړي». 

ځینې هڅې چې د اوباما ادارې د دغو اړیکو د ګډوډولو لپاره کړې، په دې ډول دي:

  1. د فرانس ۲۴ انټرنټي پاڼې د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۶مه په خپل خبر کې داسې وویل: «د امریکا ولسمشر اوباما د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۱۵مه په خپلو څرګندونو کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتونه به د هغو انټرنټي هڅو په اړه چې روسیې د امریکا په ټاکنو کې کړې، غبرګون وښیي. اوباما چې په (ان بي ار) راډیو کې خبرې کولې وویل: «موږ باید د پردیو حکومتونو پر وړاندې، چې هڅه کوي زموږ د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي، غبرګون وښیو او په دې اړه یو لړ ګامونه واخلو. نوموړي همدارنګه زیاته کړه: زموږ غبرګون به څه وخت چې موږ لازمه وبلله، وښودل شي. د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل: د دې غبرګون ځینې برخې به ښکاره وي او ځینې به یې داسې نه وي». د واشنګټن وروستیو څرګندونو دا وښودله چې هغه غبرګونونه چې اوباما یې خبرې کولې، څه وو.
  2. د امریکا ولسمشر اوباما د مسخرو په ډول روسیه یاده کړه او هغه یې یو کوچنی دولت وباله. د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۰مه له نوموړي څخه په نقل په خپل راپور کې وویل: «هغوی کوچني او کمزوري دي. اقتصاد یې له نفتو، ګازو او وسلو پرته چې هېڅ پرمختګ نه کوي، بل داسې څه نه شي تولیدولی چې نور یې ترې غواړي».
  3.  ډاټ مصر انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۲۰مه په یوه خبر کې وویل: «د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۰مه د روسیې پر خاوره پورې د کریمیې د تړلو په غبرګون کې پر روسیه د یو لړ بندیزونو لګولو خبر ور کړ چې د دې هېواد اووه تنه سوداګر او اته شرکتونه پکې دي. د دغو بندیزونو موخه اووه تنه سوداګر دي چې د روسیې بانک یو شمېر مسولین هم پکې دي، هغه بانک چې تر ډېره د روسیې حکومت پر ځواکمنو پورې تړلی دی. پر دې سربېره په دغو بندیزونو کې څلور ساختماني شرکتونه هم شته چې په کریمیه کې فعالیت لري، هغه کریمیه چې د مسکو په واسطه د روسیې پر خاوره پورې وتړل شوه. د امریکا د حکومت ادارې همدارنګه زیاته کړه چې دغه اقدام د روسیې په واسطه د کریمیې د اشغال پر وړاندې د جدیت ښکارندوی او همدارنګه د هغو اعترافونو پر وړاندې مخالفت دی چې د دې جزیرې په اشغال کې تر سره شوي».
  4. امریکا د روسیې په واسطه د اټومي وسلو د پراخوالي د دوام په غبرګون کې د ستورو جگړې برنامې ته د خپلې نوې تګلارې په اړه خبرې وکړې. د دې نوې تګلارې پر بنسټ د امریکا قوانین به د یو لړ تعدیلونو شاهد وي چې امریکا ته له نظامي فضا څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورکوي. دار الاخبار انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۲۴مه ولیکل: «باید اشاره وکړو چې د امریکا کانګرس مخکې له دې چې د دغه هېواد قانون تصویب کړي، دوه مهم بدلونونه یې پکې راوستل: یو یې دا دی چې د واشنګټن د توغندوییز ډال د پراختیا محدودیت لرې کوي او دویم بدلون دې ته اجازه ور کوي چې په راتلونکي کې فضا ته د لېږلو په موخه د دغې برخې د نوو تجهیزاتو د طراحۍ کار په عملي ‌ډول پیل کړي.د لاسانجلس ټایمز خپرونې په دغه برخه کې د ولسي جرګې د یوه غړي ټرینټ فرنکس چې د جمهوري غوښتونکي حزب پلوی دی او د دغو دوو بدلونونو له مهمو مطرح کونکو څخه دی، له خولې یو اعتراف خپور کړ چې ویلي یې دي: «په قانون کې دغه دوه بدلونونه د سټراټیژیکې دفاع د وړاندیز پر پروګرام ولاړ دي چې په ۱۹۸۳ کې امریکا پخواني ولسمشر رونالډ ریګان پیل کړي وو. دغه سټراټیژیک وړاندیز د «ستورو جګړې» په نوم هم مشهور شوی دی». د دې طرحې موخه له روسیې سره اړیکې ترینګلې کول دي.
  5. د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۳مه د راپور په خپرولو سره وویل: «د امریکا ولسي جرګې استازو داسې قانون تصویب کړ چې پر بنسټ به یې د امریکا دفاع وزارت ته ۳.۴ میلونه ډالر ورکړل شي چې په ۲۰۱۷ زکال کې د روسیې د خوځښتونو د مخنیوي لپاره ګټه ترې واخلي. د ولسي جرګې ۳۹۰ غړو د دغه قانون لپاره شنه کارتونه وښودل، خو یوازې ۳۰ کسانو له دغه قانون سره مخالفت کاوه. د امریکا دفاع وزیر اشتون کاټر د دفاع بودیجې طرحې د وړاندې کولو په جریان کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتونه هڅه کوي چې د روسیې د سرغړونو پر وړاندې په ناټو تړون کې خپلو تړون کوونکو ته په نېږدوالي په اروپا کې خپل موقعیت پیاوړی کړي».
  6. پر دې مواردو سربېره، امریکا د سوریې په کړکېچ کې د روسیې مقام هم ټیټ کړ او د جان کېري او لاوروف دوه اړخیزې ناستې یې د روسیې او ترکیې پر دوو اړخیزو ناستو بدلې کړې. مسکو د جان کېري او لاوروف پر ناستو ویاړ کاوه او هغه یې هغه یې نړیوال مقام او عظمت ته د روسیې د رسېدو نښه وبلله. که څه هم امریکا د سوریې په بحران کې د ښکېلو اړخونو له کړنو او رول ادا کولو څخه د ډاډ لپاره تل له روسیې او ترکیې سره په اړیکه کې ده او د هر یوه د هڅو ملاتړ به وکړي؛ خو د امریکا د نوي اقدام پر بنسټ د امریکا او روسیې دوه اړخیزې ناستې د روسیې او ترکیې پر دوو اړخیزو ناستو بدلول په حقیقت کې د روسیې د نړیوال مقام او مرتبې ټیټول بلل کیږي او هغه د ترکیې په څېر د دولتي مقام په کچ معرفي کوي. دغه اقدام د روسیې پر وړاندې د امریکا د فشارونو یوه برخه بللای شوو.
  7. د اړیکو دغه سختوالي روسیه و وېروله. د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ د ډېسمبر پر ۳۰مه د امریکا له خوا پر روسیې د لګېدلو بندیزونو په غبرګون کې د روسیې له ولسمشر نه په نقل سره څرګندونې خپرې کړې او ویې وویل: «روسیه دا حق لري چې د امریکا له خوا پرې د نوو لګېدلو بندیزونو په اړه غبرګون وښیي؛ خو دا غبرګون هېڅکله د امریکا د اوسنۍ ادارې په کچه نه دی او هېڅ وخت به ډیپلوماټان موخه ونه ګرځوي. پوتین زیاته کړه: موږ به هېڅ وخت امریکایي ډیپلوماټانو ته ستونزې جوړې نه کړو او هغوی به له خپل هېواده ونه باسو. موږ به هېڅ وخت د امریکا د ډیپلوماټانو کورنۍ او ماشومان له هغو امکاناتو نه چې د نوي کال د جشنونو په جریان کې راټولېدل، محروم نه کړو؛ بلکې په روسیه کې د منل شوو امریکایي ډيپلوماتانو ماشومان به راوبولو چې په کرملن ماڼۍ کې د نوي میلادي کال په جشنونو کې ګډون وکړي». دا چې مسکو معمول غبرګون ونه ښود او له امریکایي ډیپلوماټانو سره ورته معامله نه کوي، دوه څیزونه ښیي:

لومړی: له واشنګټن سره د ناندریو د زیاتېدو له پایلو او موخو د مسکو سخته وېره.

دویم: مسکو دې ته په تمه دی چې د ټرامپ ادارې ته واک وسپارل شي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو جوړښت د مسکو د خوښۍ ته په پام له سره ورغوي. د روسیې د سیاسي درایت کمزروۍ ته په پام،  روسان انګیري چې د راتلونکي ولسمشر ټرامپ دریځ به د اوباما په پرتله توپیر ولري. خو روسان له دې نه ناخبره دي چې هر ولسمشر چې له هر حزبه وي،‌ چې واک تر لاسه کړي، مکلف دی چې بهرني سیاستونه عملي کړي چې په امریکا کې د حکومتوالۍ د پراخو سازمانونو په وسیله طرحه کېږي او هغه اختلافونه چې د اوباما او ټرامپ ترمنځ لیدل کیږي؛ په اصل کې پلان شوي او موخن دي او د امریکا د مخکې رسم شوو سیاستونو عملي کېدل ښیي.

دویم: د پوښتنې پاتې برخې ته ور ځو:

په دې کې شک نشته چې د اوباما اداره د روسیې پر وړاندې دغه پیاوړي بندیزونه په داسې حال کې عملي کوي،‌ چې ډاډه ده چې روسیه په سوریه کې په خپل نړیوال رول لوبولو کې هېڅکله دوه زړې شوې نه ده او خپل رول به ډېر ښه عملي کړي. ځکه چې امریکا روسیه د سوریې په کړکېچ کې تر دې کچې راګیر کړې چې هېڅ وخت به د سوریې له کړکېچ څخه بېرون نه شي. کله چې امریکا ډاډه شوه چې روسیه په کافي کچه د سوریې په کړکېچ کې ښکېله شوه، د هغې مقام او باور یې له منځه یووړ. د ترکیې حکومت ته یې دنده وسپارله چې د امریکا د حکومت په استازولۍ له روسیې سره په اړیکه کې شي. نو پر همدې بنسټ له روسیې سره د امریکا د اړیکو سختوالی او هغه فشارونه چې امریکا یې پر روسیه راوړي، د سوریې له مسئلې سره هېڅ اړیکه نه لري؛ ځکه چې روسیه په سوریه کې په بشپړه توګه د امریکا د ګټو په چوپړ کې ده او امریکا په دې برخه کې هېڅ شک نه لري؛ بلکې دا هم ویلی شو چې په سوریه کې د روسیې د سیاست وزرونه پر امریکا پورې تړلو هېوادونو لکه ایران او ورپسې روان، د سوریې حکومت، ترکیه او د ترکیې طرفدارو مخالفانو له لوري په بشپړه توګه تړل شوي او روسیه هېڅ وخت په دغه هېواد کې بېل سیاست نه شي ټاکلی. نو له سوریې بېرون نه شي وتلی او هغه نا معلوم راتلونکي ته نه شي پرېښودای. همدا دلیل دی چې هڅه کوي په لاذقیه او طرطوس کې خپلې نظامي اډې پیاوړې او پراخه کړي. د دې وس نه لري چې جګړو ته په خپله خوښه جهت ورکړي؛ ځکه چې په دغه هېواد کې نړیوال اعتبار لرونکي ځمکني ځواکونه نه لري. نو اوس په سوریه کې د روسیې رول نه یوازې دا چې ښکاره شو، بلکې دا هم ویلی شو چې امریکا د سوریې په کړکېچ کې د روسیې لاس په امریکا پورې د سیاسي تړل شوو او خپلو سیاستونو په واسطه په بشپړه توګه تر شا تړلي دي. نو د امریکا او روسیې د اړیکو سختوالی دلیل دا نه دی چې روسیه نه غواړي په سوریه کې د امریکا رسم شوي رول لوبولو ته نور دوام ور نه کړي؛ بلکې روسیه به د امریکا په وسیله رسم شوي رول ته همداسې دوام ورکړي او مجبوره ده چې پر هغه پابنده وي.

دغه موضوع هم باید د یو چا په ذهن کې ونه ګرځي چې پر روسیې د امریکالګېدلي بندیزونه هغه تند او تیز غبرګون وي چې د امریکا په ټاکنو او دیموکرات ګوند او د کاندید په ناکامۍ کې یې د روسانو د انټرنېټي لاسوهنې پر وړاندې وښودل شو. په دې دلیل سره که چېرته داسې وای، د اوباما د حکومت ادارې به د بندیزونو موضوع تر هغه وړاندې مطرح کړې وای،‌چې د امریکا د ټاکنو کمېټې په ۲۰۱۶/۱۲/۱۹ په رسمي ډول ټرمپ ولسمشر اعلان کړي. خو دا چې د اوباما ادارې دغه قضیه د ټرامپ له بریا او د سازمانونو او قانوني مراجعو په وسیله د نوموړي د بریا تر تایید وروسته راپورته کړه؛ د دغو ټاکنو د باور او د ټاکل شوي ولسمشر تر پوښتنې لاندې را وستو په مانا به وي، دا داسې کار دی چې په امریکا کې مخینه نه در لوده او د امریکا د حکومت هېڅ کومې ادارې دا ډول کار نه دی کړی. که فرض کړو چې دغه بندیزونه د قانوني مراجعو په واسطه د ټاکنو د پایلو تر تایید وړاندې نه وی لګول شوي، په دې صورت کې حکومت کولی شول له انټرنټي لاسوهنو پرته بله پلمه وکړي او د عامه فکرونو په شک کې اچولو مخه ونیسي. خو دا چې دغه بندیزونه د ټاکل شوي ولسمشر د بریا تر رسمي تایید وروسته مطرح کیږي او دلیل یې په دغو ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه وبلل شوه، نو په اسانه پوهېدلی شو چې دغه موضوع د بندیزونو لګولو دلیل نه شي کېدای.

ښايي وویل شي چې د هغو فشارونو دلیل چې اوس یې امریکا پر روسیه راوړي دا وي چې روسیه اراده لري چې خپل بریدکونکي توغوندي او اټومي وسلې پراخې کړي. د اناضول اژانس انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۲مه په خپل خبر کې وویل: «د روسیې ولسمشر پوتین هغه لیدنه چې د دفاع وزارت له چارواکو سره یې په مسکو کې در لوده وویل: زموږ د اټومي سټراټیژۍ د ځواکونو وړتیاوې باید تر نویو کرښو لوړې شي، په داسې کچه چې په ټول وس سره د هر ګواښ پر وړاندې چې روسیه ګواښي، ودریږو». که څه هم دا څرګندونې بې اغېزې نه دي، خو د روسیې د اقتصاد ټیټه کچه به د دې سبب شي چې په دې برخه کې د مسکو هڅې جدي نه وي؛ په ځانګړي ډول وروسته له دې چې د امریکا متحده ایالاتونه پر دې بریالي شول چې د شوروي اتحاد تر تیت پرک کېدو وروسته د روسیې د صنعت لویې زېربناوې له پښو وغورځوي. په پایله کې روسیې که څه هم خپل نظامي صنعت وساته، خو په عین حال کې پر داسې دولت بدله شوه چې یوازې اومه (خام) توکي صادرولی شي. دا په دې مانا نه ده چې روسیه په دې هڅه کې ده چې په نړیواله کچه له امریکا سره سیالي وکړي، بلکې واقعیت دا دی چې روسیه له امریکا غواړي چې په نړیوال سیاست کې د دوی لپاره رول په نظر کې ونیسي، هغه غوښتنه چې په ټوله کې امریکا ور سره مخالفت ښیي. تر دې کچې چې په سوریه کې د امریکا لپاره د روسیې خدمتونو هم امریکا ته قناعت نه دی ور کړی چې روسیه د یو نړیوال دولت په توګه ومني او هغې ته په نړیوالو قضیو کې برخه ور کړي.

دا په دې مانا ده چې روسیه د پخواني شوروي اتحاد د وارث په توګه هیله لري چې په سوریه کې له امریکا سره د روسیې مرسته به د دواړو هېوادونو تر منځ د یوځایوالي سبب شي. پرلپسې یې له امریکا غوښتل چې په نړیوالو لوبو کې روسیې ته هم برخه ورکړي. دغه واقعیت د روسانو لنډ سیاسي نظر ښیي، ځکه چې امریکا له شوروي اتحاده د خپل د یوځایوالی دوسیې هغه وخت بېلې کړې چې دغه اتحاد لا تر اوسه په نړیواله کچه درک کېدونکی اغېز هم درلود؛ نو دا څنګه کېدای شي چې دا ډول دوسیې د اوباما په وینا له (کوچیني) دولت سره ومني!؟ روسیه په دغه نوي کوچیني حجم د امریکا لپاره یو عملي ګواښ نه بلل کیږي، چې امریکا له دغه هېواد سره خپلې اړیکې دومره سختې کړي. نو دا ټول موارد دا ښیي چې د اټومي وسلو د پراخولي په اړه د روسیې وروستۍ څرګندونې له روسیې سره د اړیکو د سختوالي رښتنی دلیل نه دی. 

درېیم: په همدې ترتیب؛ یاد موارد د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا دلیل نه دي، بلکې بل څه دی چې لاندې به خبرې پرې وکړو. 

هر سیاستوال په اسانۍ دا درک کولی شي چې نن د امریکا پر وړاندې تر ټولو غټه ستونزه د چین چټک پرمختګ او لوی اقتصاد ته د هغه لاس رسی دی، چې په نړۍ کې د امریکا اقتصاد له ګواښ سره مخ کولی شي. که چېرته په نظامي برخه کې د چین پانګونې او په دغه برخه کې یې لاسته راوړنې د دغه هېواد پر اقتصادي پرمختګ ور زیاتې کړو، نو  اوسمهال د چین نظامي لګښت د روسیې، انګلیستان او فرانسې په څېر هېوادونو د ټولو تر نظامي‌لګښت زیات دی. دغو مواردو ته په کتو پر دې پوهیږو چې  چین اوسمهال د امریکا د سیاستوالو لپاره اصلي ګواښ بلل کیږي.

 په دې وروستیو کې د امریکایي چارواکو څرګندونې په ټوله کې پر همدې موضوع راڅرخي، د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په خپلو څرګندونو کې وویل چې چین خپل نظامي فعالیتونه لوړ کړي او امریکا په انتقالي پړاو کې ده. عربي القدس خپرونې د ۲۰۱۵ زکال د نومبر پر ۸مه د یو راپور په خپرولو وویل: «واشنګټن ډي سي د اشتون کارتر څرګندونې چې د کالیفورنیا په ایالت کې یې په یوه دفاعي غونډه کې کړې وې، نقل کړې چې ویلی وو: «موږ چې ۱۴ کاله یوازې له تروریزم سره مبارزه وکړه، په پیل کې په انتقالي سټراټیژیک پړاو کې یو، چې امنیتي برخلیک ټاکونکو ګواښونو ته د ځواب ویلو په موخه مطرح شوې. کارتر همدارنګه زیاته کړه: دا چې چین نوې په جنوبي سمندر کې ځمکې نیسي، کېدای شي نظامي وړتیاوې یې لوړې کړې وي او دا ډېر لوی ګواښ دی.» اوباما هم په خپلو څرګندونو کې وویل چې د امریکا راتلونکی نن ورځ په اسیا کې  لیدل کیږي، د وینټیان او رویټرز خبري اژانسونو د ۲۰۱۶ زکال د سپټمبر پر ۹مه د امریکا له ولسمشر بارک اوباما نه په نقل سره وویل: «دا چې نوموړي د امریکا بهرنی سیاست تر ډېره پر اسیا راټول کړی، یو تېرېدونکی پړاو او د نوموړي د ریاست په دوره پورې به منحصر نه وي». نو ښکاره ده چې پر اسیا د تمرکز موخه له چین سره د امریکا مخ کېدل دي.

امریکا د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د چین او شوروي له نېژدېوالي ځورېده، ځکه چې کمونست حزب یو موټی و او امریکا په خپل بشپړه جدیت د شوروي اتحاد د ماتې په لټه کې وه؛ د چین او شوروي نېژدېوالي موضوع یې ډېره جدي ونیوله او هڅه یې کوله چې دغه نېژدېوالی یې د پخواني شوروي اتحاد د کمزورۍ او ماتې لپاره د یو اړین ګام په توګه له منځه یوسي. نو دا و چې د کیسینجر پروګرام د چین او شوروي اتحاد تر منځ د اړیکو د ویجاړېدو لپاره ښکاره شو او تر ډېره بریالی هم شو. خو وسمهال دغه واقعیت سرچپه شو، څنګه چې امریکا د چین له ځواک څخه په وېره کې وه، نو له روسیې سره د هغه نېژدېوالی یې درک کړی او غواړي چې د دغه نېژدېوالي مخه ونیسي او له روسیې نه د چین د کمزورۍ او کونچ ته کولو لپاره ګټه واخلي. یعنې همغه کار یې وکړ چې وړاندې یې کړی و، خو دا ځل یې طریقې توپیر درلود.

دا هغه څه دي چې واشنګټن پوسټ ورته اشاره وکړه، د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۸مه له دغې خپرونې نه په نقل وویل: «په دغه مقاله کې ویل شوي چې د امریکا پخواني ولسمشر نیکسون ۴۵ کاله وړاندې هڅه کړې وه چې د شوروي اتحاد، امریکا متحده ایالاتونو او چین درې ضلعي مثلث جوړښت ته بدلون ورکړي؛ هغه وخت یې له پېکن سره اړیکې  ګډوډې کړې. نیکسون د ۱۹۷۲ زکال د فبرورۍ پر ۴مه له کیسینجر سره چې د نوموړي د حکومت د ملي امنیت مشاور و، ولیدل او د هغه سفر په اړه چې ټاکل شوې وه چین ته یې وکړي، له نوموړي سره خبرې وکړې. کیسینجر په دغه لیدنه کې نیکسون ته وویل: «چینایان هم لکه روسان ډېر خطرناک  ښکاري او حتی تاریخ ته په کتو تر روسانو څخه هم خطرناک دي. نوموړي نیکسون ته په خبرو کې وویل: که هغه ولسمشر چې تر تا ۲۰ کاله وروسته به د امریکا واګې په لاس کې ولري، ستا په څېر حکیم او باتدبیره وي، نو د چین پر وړاندې سیاست کې به پر روسانو تکیه وکړي».

په همدې ترتیب د روسیې پر وړاندې د امریکا د وروستیو بندیزونو رښتیني مفهوم درک کولی شو. هغه فشارونه چې امریکا یې له څه وخت راهیسې پر روسیه راوړي، په حقیقت کې د روسیې پر وړاندې د امریکا نوی سیاست دی، چې د چین پر وړاندې د یوځای کېدو لپاره د روسانو د هڅولو په موخه تر سره کیږي. د یادولو وړ ده چې دغه فشارونه د امریکا د کانګرس ډیموکراټ ګوند پر غړو سربېره د جمهوري غوښتونکو حزب د غړو له پلوۍ هم برخمن دي؛ یعنې د امریکا راتلونکی ولسمشر ټرامپ ګوند چې ډېر ژر به د قدرت واګې په لاس کې واخلي. اوس امریکا په دغو فشارونو چې روسان یې هم یادوي، غواړي دا ووایي چې که څه هم د اوباما د حکومت ادارې د امریکا روسیې اړیکې سختې ورانې کړې، خو روسیه به د ټرامپ په واک ته رسېدو یو طلایي فرصت لري چې له واشنګټن سره خپلې اړیکې له سره ورغوي.

یعنې هغه سازمانونه چې د امریکا قدرت په واک کې لري، له قصده هڅه کوي چې له پاتې فرصت نه په ګټې اخیستنې سره د اوباما حکومت له روسیې سره اړیکې نورې هم خرابې کړي او ناندرۍ ډېرې کړي چې روسانو ته د ژغورنې هېڅ کومه هیله پاتې نه شي؛ خو دا چې د ټرامپ په هبرۍ د راتلونکي حکومت له ادارې سره کېني او تفاهم وکړي؛ هغه اداره چې پر معامله ایمان لري او د فعالیتونو بنسټ یې جوړوي. یعنې له روسیې سره د اړیکو رغول د چین په اړه د یوې غټې معاملې له پیلولو پرته ناشوني دي. امریکا د دغې موخې د رښتیا کېدو لپاره له داسې های هویه ګټه اخلي چې د امریکا راتلونکی ولسمشر ټرامپ، د روسیې ولسمشر پوتین ته درناوی کوي؛ ګواکي دا چې دغه دوه ولسمشران د دوو دوستانو په توګه د چین پر وړاندې یو موټی کېدای شي.

هغه څه چې دغه واقعیت ډېر پیاوړی کوي، دا دی چې راتلونکی ولسمشر ټرامپ مخکې له دې چې نوموړي ته واک وسپارل شي، له چین سره یې د امریکا اړیکې سختې کړې او ټینګار کوي هغه ژمنې چې نوموړي د ټاکنیزو سیالیو په دوام کې کړې وې چې هغه پر چینایي توکو ډېره مالیه لګول او امریکایي سوداګر یې هڅول چې له چینه را وګرځي، ضرور به یې عملي کړي. دا یو ډېر لوی سوداګریز ګواښ دی چې ټرامپ چین ته کړی. ټرامپ همدارنګه په یو بې ساري ګام کې د ټایوان له ولسمشر سره په اړیکه کې شو او دا په خپله ښیي چې امریکا پر چین د فشار راوړلو په هڅه کې ده. د هغو ګواښونو په ګډون چې امریکا اراده لري چې د چین د سیاست پر وړاندې یو موټی شي. دا د چین لپاره یو لوی سیاسي ګواښ بلل کیږي.

نو پر همدې اساس د امریکا د نوې ادارې لومړیتوب دا دی چې د چین د پرمختګ او ځواکمنېدو مخه ونیسي.  د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۱۸مه له واشنګتن پوسټ نه په نقل وویل: «د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ټرامپ کړنې دا ښیي چې نوموړی د چین پر وړاندې د امریکا پر سیاستونو له سره کتنه کوي. ټرامپ په خپلو څرګندونو او ټیلفوني اړیکو کې په ځلونو د دې غوښتنه کړې چې واشنګټن باید د پېکن پر وړاندې له سخت سیاست نه کار واخلي. څنګه چې ټرامپ د ټایوان له ولسمشر سره په اړیکه کې شو او دا لومړی ځل دی چې په څو لسیزو کې د امریکا یو ولسمشر د ټایوان له لوړپوړو چارواکو سره اړیکه نیسي. ټرامپ همدارنګه په خپله مخکینۍ مرکه کې چې له فاکس نیوز امریکایي ټلویزیون سره یې کړې وه، ویلی وو چې زه پر دې ډاډه نه یم چې د چین پر وړاندې د یوموټی کېدو سیاست دې سم وي، متحده ایالاتونو دغه سیاست د ولسمشر نیکسون له تاریخي سفر راهیسې د چین پر وړاندې ټاکلی و. ټرامپ همدارنګه زیاته کړه چې چین پر سوداګریزو فرېبونو تورن دی».

په دې اړه چې ټرامپ د چین پر وړاندې له روسیې سره څه ډول معامله کوي او له هغه نه به کار واخلي، باید وویل شي چې امریکا به په ډاډه زړه د چین پر وړاندې د روسیې د کمزوري اقتصاد په مخکې کولو سره نقشه جوړه نه کړي او د چین پر وړاندې د روسیې له فرهنګ نه به هم ګټې اخیستنې به هم برنامه طرحه نه کړي؛ ځکه چې روسیه د ګډ نظام له ورانېدو وروسته هېڅ ځانګړی فرهنګ نه لري. واقعیت دا دی چې امریکا د روسیې په نظامي وړتیاوو کې سترګې ګنډلې دي، هغه وړتیاوې چې امریکا د چین پر وړاندې ګټه ترې اخیستی شي. هغه داسې چې روسیه وګوماري چې د شمالي کوریا پر اټومي وسلو په فشار راوړلو کې برخه واخلي؛ یا به له روسیې دا وغواړي چې په هغو فعالیتونو کې چې دچین او منځنۍ اسیا تر منځ د انرژۍ د لېږد رالېږد سرچینو په ګواښ کې چولو موخو کې ور سره مرسته وکړي او دا هم شونې ده چې له روسیې وغواړي په هغو ځانګړو سیاستونو کې چې د چین په سمندر کې د لېږد رالېږد پر وړاندې روان دي، برخه واخلي او له امریکا سره له دغې جزیرې نه د چین په ایستلو کې مرسته وکړي.

دغه ټول انتخابونه د دې لپاره دي چې امریکا به روسیه تحریک کړي چې نېغ په نېغه د چین پر وړاندې ودریږي. باید پوه شو دغه ټول موارد په نړیوالو معاملو کې د روسیې لپاره د انتحار مانا لري. خو لرې نه ده چې روسیه به د یوه لوی دولت په توګه د خپل ظاهري دریځ د ساتنې لپاره د امریکا دغو سیاستونو ته غاړه کېږدي او د هغو په پلي کېدو کې به برخه واخلي. خو دا به ډېره ستونزمنه وي چې ووایو روسیه به پر دې بریالۍ شي چې خپل ځان د امریکا له فشارونو وژغوري او د امریکا تر څنګ د چین پر وړاندې ونه دریږي؛ ځکه چې روسیه په سیاسي لنډ نظرۍ ناروغۍ اخته ده او دغه ناروغي یې پر یوه اوږدمهاله ناروغۍ بدله شوې او همدا دلیل دی چې د خپلو کارونو د پایلو وړاندوینه یې له لاسه ور کړې.

د روسیې د دغې اوږدې ناروغۍ تر ټولو لویه نښه دا ده چې په سوریه کې د خپلو وحشیانه لاسوهنو په پایلو ته فکر نه کوي او د مسلمانانو راتلونکو غبرګونو ته د هغو جنایتونو پر وړاندې چې د شام په سپېڅلې خاوره کې یې تر سره کوي، پاملرنه نه کوي. د دغې نه پاملرنې دلیل همغه د روسیې لنډ سیاسي نظر دی، ځکه چې مسلمانانو ته د هغو پاچایانو د شخصیتونو په هنداره کې ګوري چې همدا اوس پر مسلمانانو حکومت کوي او له هغه نه داسې پایله تر لاسه کوي چې د مسلمانانو له لوري به هېڅ ډول ګواښ روسیه ونه ګواښي. روسیه دا نه درک کوي چې امریکا په دې دلیل په سوریه کې له مسقیمې لاسوهنې ډډه کوي چې پوهیږي د مسلمانانو برخلیک پر دوی له حاکمو ولسمشرانو او پاچایانو لوړ دی او ځواک یې د دوی له دروغجن ځواک څخه پیاوړی دی. پورتنیو دلیلونو ته په کتو  داسې پایله تر لاسه کوو: هغه بندیزونه چې اوباما یې پر روسیه لګوي او له روسیې سره د امریکا په اړیکو کې ترینګلتیا د دې لپاره دي چې روسیه منزوي شوې او خپل ملګري ټرامپ ته یې پنا وړې ده او په همدې ترتیب د هغو نقشو لپاره چې ټرامپ له چین څخه د روسیې د لرې کېدو په موخه کښلې، لار هواره کړي.

نو پر دغه اساس په غالب ګومان د دې دلیل چې اوباما د خپل حکومت دورې په وروستیو کې هڅه کوي چې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې سختې کړې؛ دا دی چې غواړي د ټرامپ لپاره لاره هواره کړي چې نوموړی وکولی شي د روسیې او چین پر وړاندې د امریکا د یاد شوي سیاست پرګرامونه چې د امریکا د سیاست جوړونکو سازمانونو په واسطه طرحه شوي؛ په ښه ډول عملي کړي. د دغې ادعا ښکاره موارد دا دي چې مخکې مو اشاره ورته وکړه. نو واقعیت دا دی چې د امریکا سیاستونه د سازمانونو په واسطه جوړ شوي او د ولسمشرانو په وسیله چې له هر ګوند څخه وي،‌ عملي کېږي.

خو چین دا خطر چې ترې چاپېر دی ښه درک کړی او همدا دلیل دی چې هڅه کوي روسیې ته په بشپړ احتیاط او یو لړ پانګونو  فریب ور کړي. همداراز چین له روسیې سره ګډ مانورونه پیل کړي او د سوریې په قضیه کې د ویټو له حق څخه په ګټې اخیستنې د روسیې تر څنګ ودرېد او هغه یې یوازې پرې نښوه. چین دغه ټول ګامونه د دې لپاره اخلي چې د خپل ځان پر وړاندې له روسیې څخه د واشنګټن د ګټې اخیستلو مخه ونیسي. خو په ښکاره هغه د دښمنۍ لید چې د روسیې پر ضد د چین د سیاستوالو په فکرونو کې دی، ډېر کلک دی، په دې توپیر سره چې هغه نوې ګټې چې په روسیه کې د چین مخ پر ودې اقتصاد یې غوښتنه کوي او په روسیه کې شته خامو توکو او د انرژۍ سرچینو ته د چین سخته اړتیا د دې لامل کیږي چې خپل ناوړه لید د پردې تر شا پټ کړي.

په ورته وخت کې چین د خپل ځان پر وړاندې د امریکا له دښمن موقفه خبر دی او هغه ناوړه سلوک چې اوباما چین ته په وروستي سفر کې ور سره مخ شو، د دغه موقف نښه بلل کېږي. د الجزیرې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د سپټمبر پر ۵مه په خپل راپور کې وویل: «اوباما د متحدا ایالاتونو د ولسمشر په توګه چین ته په خپل وروستي سفر کې دې ته اړ شو چې له هغې الوتکې نه د بهر کېدو لپاره چې نوموړی یې په شل اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه د چین خوانجوی ته وړی و، د الوتکې د مخکینۍ معمولې زینې د کارولو پر ځای د الوتکې په شاتنۍ برخه کې له شته بېړنۍ زینې ګټه واخلي. د دغه کار دلیل اور لګېدنه او یا کومه بله ستونزه نه وه، بلکې چینایي چارواکو کومه ځانګړې زینه په پام کې نه وه نیولی چې اوباما له هغه نه په ګټې اخیستنې په معمولي بڼه له مخکینۍ دروازې بهر شي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې د چین دغه کار د امریکا ولسمشر ته سپکاوی و او د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو زیاته ترینګلتیا ښیي؛ هغه دوه هېوادونه چې په خپل منځ کې په ډېرو قضیو او دوسیو کې د نظر اختلاف لري او په سر کې یې د جنوبي کوریا په خاوره کې د توغوندويز ډال د نصبولو لپاره د جنوبي کوریا او امریکا ګډ هوډ دی. همدارنګه د چین او امریکا نور مخالفتونه د چین په جنوبي سمندر کې د فلپین او چین تر منځ د شته شخړو پر وړاندې د امریکا د موقف پر سر دي او له چینه د فولادو پر وارداتو د مالیې ډېرول هم د دوی تر منځ بل مخالفت دی.

یو شمېر زماني توپیرونه دا دي چې کیسینجر چې یو وخت د امریکا د ملي امنیت مشاور او د امریکا د بهرینو چارو وزیر و، اوس د ډېر عمر په درلودلو سره د ټرامپ د حکومت په اداره کې له روسیې سره د سیاسي خبرو دنده پر غاړه لري. دا هغه کیسینجر دی چې مسکو ته سفر کوي او له پوتین سره لیدنې او خبرې کوي او نوموړی د چین پر وړاندې له امریکا سره یوځای کېدو ته هڅوي. روسیې هم دې هڅولو ته ښه راغلاست ووایه؛ په دې ګمان سره چې کیسینجر د روسانو ګټو ته پام کوي. د اعلام عربي ډلې انټرنېټي پاڼې په دغه برخه کې د خبر په خپرولو سره وویل: «د روسیې د ولسمشرۍ ماڼي ویاند دیمتري بیسکوف په خپلو څرګندونو کې وویل: مسکو د متحدا ایالاتونو او روسیې تر منځ د اړیکو په بیارغولو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هنري کیسینجر ګډون ته ښه راغلاست وایي. بیسکوف چې نن سه شنبې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کیسینجر د امریکا یو پوه، باحکمته او تجربه کار سیاستوال دی، د روسیې په چارو او د روسیې او امریکا د دوو اړخیزو اړیکو په اړه ژورې تجربې لري».

د اورپا یو شمېر باخبره سرچینو دغې کړنلارې ته اشاره کړې ده، د نن روسیې ټلویزیون د ۲۰۱۶ زکال د ډېسمبر پر ۲۸مه په دې اړه د یو راپور په خپرولو وویل: «بلیډ الماني خپرونې لیکلي چې کیسینجر د چین وړتیاوو لوړېدو ته په کتو له روسیې سره د اړیکو ښه کېدل یوه اړتیا بولي. دې ته په کتو سره چې د امریکا د بهرینو چارو وزیر یو سیاسي پوه دی او نوموړي پخپله د روسیې له ولسمشر پوتین سره لیدنې او کتنې کړې دي. داسې تر سترګو کیږي چې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو دنده پر غاړه ولري. الماني خپرونې د خپل راپور په دوام کې لیکلي: ټرامپ د کیسینجر لارښونو ته په کتو سره هڅه کوي چې پر روسیه لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د دغې موضوع بله نښه هغه څېړنه ده چې د اورپا د ځانګړو دستګاوو په غوښتنه په دې برخه کې شوې ده؛ په دغه څېړنه کې په لاسته راغلو اطلاعاتو کې د ټرامپ پر انتقالي ډلې تمرکز شوی دی.

دغه ټول موارد ښیي چې امریکا وسمهال د چین او روسیې پر وړاندې د خپل عملي سیاست د پلي کېدو په هڅه کې ده، هغه سیاست چې اصلي موخه یې د امریکا د ګټو لپاره د چین پر وړاندې د روسیې هڅول دي. اوباما پر روسیې د خپلو فشارونو پړاو پیل کړی او د دغو فشارونو موخه دا ده چې د راتلونکي ولسمشر ټرامپ لپاره زمینه برابره شي چې خپل هڅونکي فعالیتونه د خپل حکومت له پیلېدو سره پر یو وخت پیل کړي. امریکا دغو فشارونو ته د روسیې د غاړه اېښودو او د چین پر ضد د امریکا او روسیې د یو ځای کېدو په اړه هېڅ شک نه لري.

څلورم: په همدې ترتیب وینو چې لوی او حتی کوچیني دولتونه د دغو دولتونو تر منځ د نفوذ د میزان توپیر ته په کتو د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره په زیاتو ستونزو او شخړو کې ګیر دي. په دغو شخړو کې د ټولو دولتونو تر منځ ګډ سبب دا دی چې د دغو شخړو بیه د شر او بدبختۍ په زغملو د نړۍ خلک ورکوي. څه چې ډېر دردونکي دي، هغه دا دي چې اسلام تر اوسه داسې دولت نه لري، چې د چارو واګې پر غاړه واخلي او نه یوازې اسلامي خاورې، بلکې ټوله نړۍ په بې کچې خیر او برکت له دغو ستونزو وژغوري او هغوی به د واقعي نېکمرغۍ لور ته هدایت کړي! خو پر دې سربېره باید پوه شو چې اسلام تل داسې خلک لري چې د قران کریم په تعبیر سره په هغه تړون کې چې له الله سبحانه وتعالی سره یې کړی، تل به رښتني او ټينګ پاتې شي.

[مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا]  (احزاب: ۲۳)

په مومنانو  کې داسې کسان شته چې پر هغه تړون چې له الله سبحانه وتعالی سره یې کړی، صادقانه ولاړ دي؛ ځینو خپل تړون تر پایهرسولی (او د هغه په لاره کې یې د شهادت جام نوش کړی) او ځینې نور بیا په تمه دي او هېڅ وخت یې په خپل تړون کې بدلون نه دی راوستی.

لرې نه ده چې دغه اسلام ته مخلص کسان به اسلامي دولت چې هغه به د نبوت پر تګلاره راشده خلافت وي، د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه بیا پر پښو ودروي او د اسماني احکامو او فرمانونو په پلې کېدو به په ټوله نړي کې توازن ټینګ کړي.

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا] (طلاق: ۳)

الله سبحانه وتعالی خپل فرمان سر ته رسوي او الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره کچه (اندازه) ټاکلې ده.

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې