سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
باطله او فاسده نکاح
بسم الله الرحمن الرحيم
باطله او فاسده نکاح

 پوښتنه:

السلام عليکم ورحمته الله و برکاته!

امير صاحب، الله سبحانه و تعالی دې له هرې بلا وساته.

زما پوښتنه دا ده، چې د نکاح د صحت او د انعقاد د شرطونو ترمنځ توپير څه دی؟ ياد شرطونه به پر دغه تړون څه اغېز ولري او د يادو شرطونو پر بنسټ کله نکاح باطله او کله فاسدېږي؟ الله د خیر درکړي، الله سبحانه و تعالی دې پر دښمن بری درکړي او الله سبحانه و تعالی د تل له بلاوو وساته.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمته الله و برکاته

  1. موږ ياده پوښتنه په ډېر وضاحت سره د اسلامي نظام کتاب د ټولنیز نظام په برخه کې بيان کړې ده:

«... نکاح په پيل کې د يوه مشروع وړاندېز ايجاب او قبول له لارې رامنځته کېږي. ايجاب د عقد کوونکو لورو د يوه له بيان څخه په لمړي ځل رامنځته کېږي. قبول د پاتې لوري له بيان څخه په دویم ځل رامنځته کېږي.

د نکاح د انعقاد څلور شرطونه دي:

لومړی: ايجاب او قبول په یوه مجلس کې صورت نيسي، په هغه مجلس کې چې ايجاب ترسره شوی وي په ورته وخت کې به قبول هم ترسره شوی وي. دا په داسې حال کې ده، چې باید دواړه عقد کوونکي لوري يوځای شتون ولري. که دوه عقد کوونکي لوري په بېلا بېلو هيوادونو کې اوسيږي او يو لوری د ليک له لارې بل لوري ته د نکاح وړاندیز وکړي او دویم لوری يې قبول کړي، نو د نکاح عقد وتړل شو. که څه هم، په دغه حالت کې شرط دا دی چې د دوو شاهدانو په حضور کې به دا (مېرمن) ياد ليک لولي او يا به یې کوم بل کس ورته لولي. يا دا بايد دوی ته ووايې چې فلاني ما ته ليک رالېږلی دی او د نکاح وړاندېز يې راته کړی دی او اوس دا مېرمن  په ورته مجلس کې د شاهدانو په حضور کې شاهدي ورکوي، چې دې خپل ځان  هغه ته په نکاح ورکړی دی.

دویم: هر يو له دواړو عقد کوونکو لورو څخه بايد د بل لوري خبرې واوري او ځان پرې پوه کړي يعنې دا چې دی غواړي نکاح وتړي. که دی نه وي پوه شوی دا مانا چې ده خبرې نه دي اورېدلي او يا یې نه دي درک کړې، نو د نکاح تړون اعتبار نه لري. د بېلګې په توګه، که يو سړی يوې ښځې ته په فرانسوي ژبه په لوړ اواز ووايې: « ما له تا سره نکاح کړې ده». په داسې حال کې چې دا ښځه په دغې ژبه نه پوهېږي او دا يادې خبرې له دې پرته چې پرې پوه شي، تکرار کړي او سړی په پرله پسې ډول د قبول الفاظ تکرار کړي، نو په دې صورت کې نکاح اعتبار نه لري. خو که دا ښځه د دغو کلمو په مانا پوه شي، چې زه څه وایم دا د نکاح تړون دی، نو بيا د نکاح تړون اعتبار لري او د نکاح تړون وشو.

دريېم: قبول به له ایجاب سره مخالف نه وي، که دا مخالفت له ټول ایجاب سره وي یا یې له کومې برخې سره.

څلورم: شريعت به عقد کوونکو ته یو له بل سره د نکاح اجازه ورکړي وي، د بېلګې په توګه که مېرمن مسلمانه او يا اهل کتابه وي، نو سړی به مسلمان وي او بس. که د نکاح تړون ياد څلور شرطونه پوره کړي، نو نکاح اعتبار لري. که له يادو شرطونو څخه يو شرط پوره نه شي نکاح صحيح نه ده او له پيل څخه باطله ده.

 کله چې نکاح وتړل شي، نو د صحت شرطونه یې په لاندې ډول دي:

لومړی: مېرمن بايد د نکاح تړون ته مناسبه وي. لکه: « په ورته وخت کې به له دوو خويندو سره نکاح نه کوي».

دویم: له ولي پرته نکاح نه صحيح کېږي، ځکه چې مېرمن حق نه لري چې خپل ځان يا نور څوک بل ته په نکاح کړي. همدا راز، دا له خپل ولي پرته نکاح نه شي کولی. که دې داسې وکړل، نو نکاح يې صحيح نه ده.  

دريېم: دوه عاقل او بالغ شاهدان به د عقد کوونکو لورو خبرې اوري او ځانونه به پرې پوه کوي، چې دا د ايجاب او قبول خبرې د نکاح په موخه ترسره کېږي. کله چې د نکاح عقد دغه شرطونه پوره کړي، نو عقد صحيح دی. که ياد شرطونه پوره نه شي، نو نکاح فاسده ده. موږ په  ټولنیز نظام کې د يادو شرطونو لپاره دلایل بيان کړي دي. او د هغو دلایلو پر بنسټ که په نکاح کې يو د انعقاد له شرطونو څخه پوره نه شي، نو نکاح باطله ده او که د صحت له شرطونو څخه یې يو پوره نه شي، نو په دې صورت کې د نکاح تړون فاسد دی.

۲- موږ بايد د فاسد او باطل ترمنځ په توپېر پوه شو. باطل په اصل کې له شريعي حکم سره ټکر لري، يعنې دا کار اصلا منع شوی دی، يا دا چې د دغه تړون يو لازم شرط پوره نه دی او د دغه شرط نشت د عمل (نکاح)اصل زيانمنوي. فاسد په اصل کې له شريعي حکم سره سمون لري، که څه هم ځانګړنې يې له اصل سره ټکر نه لري، خو له شريعت سره سمون نه خوري.

په عباداتو کې فاسد عقد نشته، خو باطل عقد شته.  ځکه چې شرطونه او رکنونه د شريعي حکم په اصل پورې تړلې دي. البته فاسد تړونونه په معاملاتو کې ترسره کېږي. د بېلګې په توګه، په معاملاتو کې د هغه څه چې د حیوان په خېټه کې وي پلورل باطل دي، ځکه شريعت له دې کاره منع کړې. همدارنګه هغه ښاري کس چې پر بل صحرايي کس باندې يو څه پلوري، په داسې حال کې چې صحرايي کس له صحرا څخه راغلی وي او له نرخونو څخه خبر نه وي، نو په دې صورت کې د ښاري کس دغه کار فاسد دی. ځکه که دغه صحرايي کس مارکېټ ته راشي، نو هلته واک لري چې ياد شی وپېري او يا يې فسخه کړي. په شرکتونو کې ونډې له پيل څخه باطلې دي، ځکه يادې ونډې فزيکي شتون نه لري. دغه ونډې له هغه شرط څخه خالي دي، چې په اصل پورې تړاو لري. خو که دغه شريکان د شريعت له اصولو سره سم شريکان شي او له شريکانو څخه یې يو ټينګار وکړي چې دی به یوه ټاکلې اندازه د يو شرط پر بنسټ ترلاسه کوي، نو د شرکت تړون فاسد دی ځکه چې په وصف کې غرر ( ناڅرګند عنصر) شتون لري، نه په اصل کې. ځکه چې ياد شريک په دغې معامله کې يوه متناسبه ګټه لري، نه يوه معلومه اندازه، نو شرکت ښايي له زيان سره مخ شي. که ياد شريکان د سلنې پر بنسټ شريکان شوي وي، نو معامله فاسده نه ده بلکې صحيح معامله ده.

له همدې امله، په عباداتو کې د باطل او فاسد ترمنځ کوم توپېر نشته(دواړه په یوه مانا دي). عبادات هم صحيح (ګناه لرې کوونکي) وي او هم ناصحیح(واجب ساقط کوونکي نه) وي. لمونځ ښايي صحيح يا باطل وي. خو باطل له فاسد سره په مالي تړونونو کې توپیر لري، د اړتیاوو د پوره کېدو یا د ملکیت د انتقال سبب ګرځي لکه: د بیعې، اجارې، حوالې او د شراکت تړونونه یا دې ته ورته.

په نکاح کې باطل او فاسد تړونونه دواړه له شريعت سره خلاف دي، خو باطل تړون له پيل څخه باطل دی او پر نکاح هیڅ کوم اغېز نه لري. که د یوې ښځې او نارینه ترمنځ دخول شوی وي، نو زنا شمېرل کېږي او د ماشوم نسبت زنا کوونکي ته نه کېږي. اوس نه عدت شته، نه مهر شته، نه حرمت مصاهرت(له ښځو سره د نکاح حراموالی)، ځکه دا کار له پيل څخه باطل دی. خو په فاسد عقد پورې اړوند، شریعت د صحت له شرطونو سره مخالفت کوي نه د انعقاد له شرطونو سره. له همدې امله دواړه لوري د ګناه مرتکب شوي، که دخول شوی وي، نو  اغېز او پايلې لري. خو که دخول نه وي شوی هېڅ  اغېز او پايلې نه لري. د فاسد عقد پايلې چې دخول شوی وي، په لاندې ډول دي:

مهر: په فاسده نکاح کې مهر هغه وخت لازمېږي، چې دخول شوی وي. په دې اړوند د رسول الله (صلی عليه و سلم) هغه حديث مصداق دی، چې فرمايي:

«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ وَلِيِّهَا فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَلَهَا الْمَهْرُ بِمَا اسْتَحَلَّ مِنْ فَرْجِهَا...»

(ترمذي)

هره هغه ښځه چې د خپل ولي له اجازې پرته نکاح وکړې، د دې نکاح باطله ده، د دې نکاح باطله ده، د دې نکاح باطله ده؛ که دخول ورسره شوی وي، نو دا ښځه د مهر اخيستلو وړ ده ځکه چې هغه د دې د شخصي غړو لیدلو مستحق شوی. ويل کېږي دا حديث، حسن دی.

په پورته حديث کې رسول الله صلی عليه و سلم هغه ښځه د مهر اخيستلو وړ وبلله چې واده يې د فاسدې نکاح له لارې ترسره شوی وي ( د خپل ولي له اجازې پرته) په دې شرط چې دخول شوی وي. ځکه پېغمبر (صلی الله عليه و سلم) مهر ته له دخول سره تړاو ورکړ.

«فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَلَهَا الْمَهْرُ بِمَا اسْتَحَلَّ مِنْ فَرْجِهَا»

که د دې خاوند له دې سره خلوت صحيحه کړی وي، نو دا د مهر اخيستلو وړ ده ځکه چې هغه د دې د شخصي غړو د لیدلو مستحق شوی

په هغه صورت کې که دخول شوی وي، فاسده نکاح نورې ګڼې پايلې هم لري. خو په دې اړوند ډېر بيان او د فقهاوو اختلافات شته. لکه: عدت، نسب، ميراث او له ځينو ښځو سره د نکاح حراموالی. د لا زياتو معلوماتو لپاره لاندې اړوندو ماخذونو ته مراجعه وکړئ.

The link to the answer from the Ameer’s Facebook page.

The link to the answer from the Ameer’s page on Google Plus.

The link to the answer from the Ameer’s page on Twitter.

الله سبحانه و تعالی ستر عالم او حاکم دی.

ستاسو ورور عطا بن خليل ابو الرشته

۱۴۳۹ هـ.ق، جمادی الاول ۲۹ مه

 ۲۰۱۸/۲/۱۵

پوښتونکی:فراح فراحت

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې