شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله سبحانه و تعالی ژمنه زموږ بريا او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم زېری زموږ ځواک دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله سبحانه و تعالی ژمنه زموږ بريا او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم زېری زموږ ځواک دی

د څوارلسو پېړيو په اوږدو کې، د الله سبحانه و تعالی ژمنه د محمد صلی الله علیه وسلم د امت د بریا لپاره یوه پیاوړې انګېزه وه. د خلافت له ړنګېدو وړاندې او د اسلام د پلي کېدو پر مهال، تر هغه وخته چې مسلمانانو د ژوند په ټولو اړخونو کې اسلام پلی کاوه، له ځواکمنو دښمانانو سره يې جګړه کوله او د اسلام د پراختیا لپاره یې د نوو خاورو د پرانیستنې لاره اواروله.د خلافت له ړنګېدو مخکې، د الله سبحانه و تعالی ژمنې مسلمان جنګيالي وهڅول او ذهنيت يې ورکړ، چې د جګړې په ډګر کې د هغه دښمن پر وړاندې چې د شمېر له پلوه تر دوی څو ځله زيات و پرله پسې برياوي ترلاسه کړې، ان دښمنانو باور درلود چې مسلمانان نه ماتېدونکی ځواک دی.

د خلافت له ړنګېدو وروسته او تر بيا ځلې تاسيسېدو وړاندې،  اوس مهال د الله سبحانه و تعالی له لوري د بريا پر ژمنې كلك باور لرل اړين دي. دغه فکر جنګيالي هڅوي، ترڅو بهرني ښکېلاک ته د پای ټکی کېږدي، د دوام مخه يې ونيسې او دښمنان د نهيلۍ کندې ته وغورځوي، لکه: په تېره کې چې موږ په افغانستان او کشمير کې د ورته حالت شاهدان و. همدغه فکر دعوتګران هڅوي، چې د رسول الله صلی الله عليه و سلم پر طريقه د خلافت د بيا تاسيسولو په موخه هلې ځلې وکړي، د ښکېلاکي ځواکونو دسيسې بربنډې کړي او اسلام د ژوند د هراړخيزې تګلارې په توګه مسلمانانو ته ور وپېژني. دغه راز ياد فکر د وسله والو ځواکونو افسران په  ډاډ، هيله مندۍ او زړه ورتیا سره د الله سبحانه و تعالی ژمنې ته هڅوي، چې د خلافت د بيا تاسيس په موخه اسلام ته نصرت ورکړي او په خپل ټول توان سره د امت لپاره بنسټيز بدلون رامنځته کړي.

راځئ! د ځوان نسل پاملرنه مو د الله سبحانه و تعالی دې وینا ته راواړوو، هغه فرمايي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آَمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَ یَومَ یقُومُ الاَشهدُ﴾

[الغافر:۵۱]

ژباړه: باوري اوسئ، چې د خپلو پېغمبرانو او مومنانو مرسته به هرومرو په دنیا کې او په هغه ورځ وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.

په ریښتیا سره په هره موضوع کې د الله سبحانه و تعالی ژمنه د مخلوق د ژمنې په څېر نه ده، هغه سبحانه و تعالی خپله  ژمنه تل پوره کوي او ژمنه يې ريښتنې وي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿ِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ﴾

[العمران:۹]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی هيڅکله خپله ژمنه نه ماتوي.

او په بل ايت کې فرمايي:

﴿وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا﴾

[النساء:۱۲۲]

ژباړه: او له الله څخه به څوک زیات په خپله خبره کې ریښتنی وي.

خلک مو بايد د الله سبحانه و تعالی پر ژمنه ټينګه عقيده ولري،ترڅو له دې لارې و کولای شي نېک عملونه ترسره کړي او د ځمکې خلافت ور په برخه شي، د انسانیت مشران او واکمنان شي، د وېرې له حالت څخه ووځي، د سولې او ټيکاو حالت ور په برخه شي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[النور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی له هغو کسانو سره، چې ايمان يې راوړی او نېک کارونه کوي، ژمنه کړې چې هغوی به په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي و. د هغوی لپاره به هغه دين پر کلکو بنسټونو دروي چې الله ورته غوره کړی. دهغوی وېره به په امن بدله کړي. هغوی دې زما بندګې کوي او له ما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.

راځئ امت په دې پوه کړو، چې الله سبحانه و تعالی څرنګه د دغه لومړني او غوره امت لپاره خپله ژمنه پوره کړه. دوی پر الله سبحانه و تعالی ايمان درلود او د اسلام احکام يې پوره پلي کول، نو ځکه الله سبحانه و تعالی دوی ته د نورو ملتونو پر وړاندې بری ورکړ. لومړنی نسل د مستبدو حاکمانو تر ځورونې لاندې او له بې شمېره ستونزو سره مخ و. دوی د داسې دښمنانو له لوري کلابند وو، چې د شمېر او مادي امکاناتو له پلوه تر دوی زيات وو.خو واقعت دا دی، چې بری د الله سبحانه و تعالی په لاس کې دی. لومړنی نسل پر دې سربېره له ډېرو خنډونو سره مخ و، خو خلکو ته د اسلام په لېږد کې په بشپړه ډول بوخت و. دوی ډاډه وو، چې الله سبحانه و تعالی به د دوی ملاتړ کوي، همدا و چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته په نصرت ورکولو کې د انصارو جنګیالیو خپله دنده ترسره کړه.

نو ځکه د لومړني نسل مسلمانانو پر مکه، خیبر، بحرین، پر ټوله عربي ټاپووزمه او يمن بری ترلاسه کړ. دوی د حجر او د سوريې د سرحدي سيمو له زردشتيانو څخه جزيه واخيستله. لومړني نسل د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دوره کې ټوله عربي ټاپووزمه فتح کړه، اسلامي لښکر د فارس، شام او مصر په لور ولاړ او د اسلام لمن يې پراخه کړه. وروسته د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په دوره کې د شام او مصر پاتې برخې او د فارس ډېرې برخې مسلمانانو فتح کړې او اسلام يې په کې حاکم کړ. کسرا له ماتې سره مخ، ذلیل شول او پادشاهي پرې راتنګه شوه. د ځواکمن قیصر دبدبه هم را ټيټه شوه، د شام له تخته وپرځېد او د قسطنطنيې په لور شاتګ ته اړ شو. وروسته د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت په دوره کې اسلامي دولت د ختيځ او لوېديځ په لور پراختيا وموندله. د لوېديځ خاورې تر قبرص او اسپانيې پورې فتح شوې. د ختيځ په لور تر چين پورې اسلامي دولت پراختيا وموندله. کسرا ووژل شو، پادشاهي يې په بشپړه توګه له منځه ولاړه او دغه راز د عراق، خراسان او احواز ښارونه فتح شول.

په حقيقت کې لومړني نسل د الله سبحانه و تعالی له لوري ژمنه شوې بريا په خپلو سترګو وليدله. د الله سبحانه و تعالی د اطاعت او د هغه د رسول صلی الله عليه و سلم د زېري په ترڅ کې، دوی د سترو بریاوو لاس ته راوړنو شاهدان وو. په دې اړه د الله رسول وفرمایل:

»وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ هَذَا الأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ، لاَ يَخَافُ إِلاَّ اللَّهَ أَوِ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَسْتَعْجِلُونَ«

(بخاري)

په الله قسم دغه دين به تر هغه ځايه پراخ شي، چې يو مسافر به د یمن له صنعاڅخه تر حضرالموت پورې پرته له وېرې سفر کوي، خو يوازې به له الله سبحانه و تعالی څخه وېرېږي، يا به ليوه د پسونو ساتنه کوي، خو تاسو به بیړه کوئ...

هغه صلی الله عليه و سلم مسلمانان خبر کړي و، چې اسلام به پر عربي ټاپووزمه او د پولې هغه خوا په فارس کې حاکم شي.

»فَوَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُتِمَّنَّ اللهُ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى تَخْرُجَ الظَّعِينَةُ مِنَ الْحِيرَةِ حَتَّى تَطُوفَ بِالْبَيْتِ فِي غَيْرِ جِوَارِ أَحَدٍ، وَلَتَفْتَحُنَّ كُنُوزَ كِسْرَى بْنِ هُرْمُزَ نَعَمْ، كِسْرَى بْنُ هُرْمُزَ، وَ‍لَيُبْذَلَنَّ الْمَالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ «

قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، الله سبحانه و تعالی به د اسلام دین دومره پراخ کړي، چې يوه ښځه به پر اوښ باندې له حيره څخه د چا له ساتنې پرته سفر کوي او د کعبې پر شاوخوا به طواف کوي، او د کسرا د زوی هرموز خزانې به ترلاسه شي.هغه صلی الله علیه و سلم وويل: هو! د کسرا د زوی هرموز شتمني به تر هغه وخته وېشل کېږي، چې د شتمنۍ د اخیستلو لپاره به یې څوک نه پیداکېږي. ‌‌

عادي بن حاتم رضی الله عنه فرمايلي: اوس هغه وخت راغلی چې يوه ښځه پر اوښ سپره له حيرې څخه د چا له ساتنې پرته سفر او د کعبې شريفې پر شاوخوا طواف وکړي، او زه یو له هغو کسانو څخه وم چې د کسرا د زوی هرموز خزانه مې ترلاسه کړه.

زموږ لپاره د الله سبحانه و تعالی د بريا پر ژمنې سربېره، د رسول الله صلی عليه و سلمزېري هم شته. دا هغه زېري دي، چې تېرو نسلونو نه دي ليدلي او که د الله خوښه وه موږ به يې د الله سبحانه و تعالی او د ده د رسول صلی الله علیه وسلم په بشپړ اطاعت کې  شاهدان یو.

د مسلمانو حکامو پر ظلمونو سره سره، مسلمانان بايد د اسلام د حاکميت په موخه خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي، ترڅو د وخت له پای ته رسېدو وړاندې او له ظالمې دورې وروسته، موږ د خلافت په بيا راتګ سره د رسول الله صلی الله عليه و سلم د زېري شاهدن واوسو. رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمايلي:

«ثُمّ تكونُ مُلْكاً جَبريَّةً، فتكونُ ما شاءَ الله أنْ تكون، ثُمّ يرفعُها إذا شاءَ أنْ يرفعَها. ثُمّ تكونُ خِلافةً على مِنهاج النُّبُوَّة، ثم سكت»

(رواه: امام احمد)

وروسته به د ظلم واکمني وي، دا به تر هغه وخته وي چې د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، او وروسته به يې الله سبحانه و تعالی چې کله وغواړي لرې کړې. وروسته به د رسول الله صلی عليه و سلم پر طريقه خلافت رامنځته شي او بیا چوپ شو.

له يهودي دولت سره د اړيکو په پرېکولو سره، موږ مسلمانان بايد د رسول الله صلی عليه و سلم پر طريقه د خلافت د بيا ځلې تاسيسېدو په موخه هلې ځلې وکړو، ترڅو زموږ وسله وال ځواکونه سمبال شي او د يهودي دولت اشغال پای ته ورسوي. او په دوی کې دومره وېره خپره شي، چې دوی فکر وکړي چې ونې او تيګې د دوی ځای مسلمانانو ته په ګوته کوي.

» لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ حَتَّى يَخْتَبِئَ الْيَهُودِيُّ مِنْ وَرَاءِ الْحَجَرِ وَالشَّجَرِ فَيَقُولُ الْحَجَرُ أَوِ الشَّجَرُ يَا مُسْلِمُ يَا عَبْدَ اللَّهِ هَذَا يَهُودِيٌّ خَلْفِي فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ‏.‏ إِلاَّ الْغَرْقَدَ فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرِ الْيَهُودِ«

(مسلم)

رسول الله صلی عليه و سلم فرمايلي: د قيامت ورځ به تر هغه وخته را نه شي، چې مسلمانان له يهودو سره جګړه و نه کړې او ويې نه وژنې، يهود به د ونو او تيګو تر شا پټېږي، تيګه او ونه به غږ کوي چې ای مسلمانه! ای د الله بنده! دغه دی زما تر شا يهودی دی، راشه او مړ يې کړه، خو د غرقد ونه به غږ نه کوي، ځکه چې هغه د يهودو ونه ده.

د هند پر وړاندې د اوسنيو حکامو د کمزوري دريځ په رد سره،مسلمانان بايد د رسول الله صلی عليه و سلم پر طريقه د خلافت د بيا ځلې تاسيسېدو په موخه خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي، ترڅو وسله وال ځواکونه مو پر ټول هندوستان اسلام واکمن کړي، دا په داسې حال کې ده، چې د پخوانيو مسلمانانو له لورې ياده چاره سرته نه ده رسېدلې.

» وَعَدَنا رسولُ اللّهِ صلى الله عليه وسلم غزوةَ الهند، فإنْ أدركتُها أُنْفِقْ نفسي ومالي، وإنْ قُتِلْتُ كنتُ أفضلَ الشهداء، وإنْ رجعتُ فأنا أبو هريرة الـمُحَرَّرُ«

(احمد، النسايي، الحکيم)

له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه و سلم موږ ته د هندوستان د فتحې ژمنه راکړې. که زه تر هغه وخته ورسېږم، زه به خپل ځان او مال وښندم. که زه ووژل شم، نو له بهترينو شهيدانو څخه به شم، او که ژوندی پاتې شم، نو به غازي ابوهريره يم.

دغه راز له ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عِصابتان من أُمّتي أَحْرَزَهُما اللّـهُ من النار: عِصابةٌ تغزو الهندَ، وعِصابةٌ تكون مع عيسى ابن مريم عليهما السلام»

(احمد او النسايي)

زما د امت دوې ډلې به د جهنم له اور څخه په امن وي؛ هغه ډله چې هند فتح کړي او هغه ډله چې له عیسی ابن مريم سره وي.

او په نړیواله سطحه د ظالمو ښکېلاکې ځواکونو له ولکې څخه د خلاصون لپاره باید، مسلمانان د رسول الله صلی عليه و سلم پر طريقه د خلافت د بيا ځلې تاسيسېدو په موخه وهڅوو، ترڅو مسلمانان د رسول الله صلی عليه و سلم د هغه  زېري شاهدان شي، چې اسلام به پر ختيځ او لوېديځ حکومت کوي.په یو صحیح حدیث کې راغلي چې د الله پېغمبر وفرمایل:

»إِنَّ اللهَ زَوَى لِيَ الْأَرْضَ فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَسَيَبْلُغُ مُلْكُ أُمَّتِي مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا «

الله سبحانه و تعالی ماته ځمکه راوښودله، د هغې ختيځ او لوېديځ مې ولیدل. زما د امت حکومت به تر هغه ځايه ورسېږي چې ماته راوښودل شول.

د بخاري په حدیث کې ابوهريره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه روایت کوي:

« وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمُ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَدْلًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لَا يَقْبَلَهُ أَحَدٌ، حَتَّى تَكُونَ السَّجْدَةُ خَيْرًا لَهُمْ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا»

زما د په هغه رب قسم وي چې زما روح یې په واک کې دی، د مریم زوی عیسی به ژر د يو عادل حاکم په توګه راکښته شي ، صليب به مات کړې، خنځير به ووژنې او جزيه به لغوه کړي،  مال به دومره ډېر شي، چې اخیستلو ته به یې څوک چمتو نه وي. په دغه وخت کې به دوی ته يوه سجده تر ټولې دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي، غوره وي.

راځئ! مسلمانانو ته ور یاد کړو چې د رسول الله صلی عليه و سلم د هغه زېري شاهدان شي، چې پر بنسټ یې د روم د قیصر جيولس ښار فتح شو او دا کار د خلافت په وروستیو کې د هرقل ښار (قسطنطنيې) په نیولو سره سرته ور سېد.

امام احمد په خپل سند کې له عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روايتوي:

بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَكْتُبُ، إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا»، يَعْنِي: قُسْطَنْطِينِيَّةَ

موږ له رسول الله صلی عليه و سلم راغونډ وو او ليکل مو کول، له ده (صلی الله عليه و سلم) څخه پوښتنه وشوه، کوم ښار به لومړی فتح شي، قسطنطنيه که روم؟ رسول الله صلی عليه و سلم وویل: د هرقل ښار (قسطنطنیه) به لومړی فتح شي.

د حزب التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

لیکوال: مصعب عمير

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې