جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تروریزم تر سرلیک لاندې مسلمانان له بې عزتۍ او ګواښ سره مخ دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د تروریزم تر سرلیک لاندې مسلمانان له بې عزتۍ او ګواښ سره مخ دي

د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۶مه د جمعې په ورځ، يوې مسلمانې مېرمنې حنیا ساګر (د مسلمان لیکوال شهید ابو دروګو مېرمنې)ته په ممباسا کې د محکمې له لورې د لس کاله بند سزا اعلان شوه. د محکمې د ستر قاضي په وینا، دغه مېرمن په هغه ترورېستي برید کې په لاس لرلو تورنه ده، چې د ورانکارو له لوري د پولیسو پر مرکزي دفتر تر سره شو. تر دې یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۷مه یو بل مسلمان وګړی شيخ ګویو ګورسا(GuyoGorsa)د میلیمانې محکمې له لورې په نایروبي کې له الشباب تروریستي ډلې سره د غړیتوب په تړاو تورن شو. دا ښيي چې یو ځل بیا د کينیا مسلمانان له ځورنې سره مخ دي.

دا دوه پېښي د نورو ورته زړه بوږنونکو پېښو یو وړه بېلګه ده، چې د کینیا مسلمانان ورسره مخ دي، چې تر اوسه یې یادونه هم نه ده شوې.له دې څخه څرګندېږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګرې موخه یوازې اسلام او مسلمانان دي. په نړیواله سطحه له ترهګرۍ سره د جګړې په پلمه د نړۍ مسلمانان بې عزته کېږي او د ګڼو ګواښونو موخه ګرځي. ولې د لوېدیځ د دغې جګړې قربانیان یوازې اسلام او مسلمانان دي؟ اسلام  یوه داسې ایډیالوژي ده چي د مخلوقاتو د خالق له لورې را لېږل شوې، له انساني فطرت سره موافقه او د بشر ټولو هغو ستونزو ته حللاره لري چي انسانان په ژوند کې ورسره مخ کېږي. همداراز اسلام د سېکولرې پانګوالې ایډیالوژۍ یوازېنی او هر اړخیز بدیل دی. سېکولره پانګواله ایډیالوژي د انسان له محدود فکر څخه سرچینه اخلي او له انساني فطرت سره اړخ نه لګوي، ځکه نو کومې ستونزې چې نن ورځ بشر ورسره مخ دی، له سیاست څخه تر اقتصاد پورې ټول د همدې نیمګړې ایډیالوژۍ له امله دي.

د ۱۹۲۴م د مارچ پر ۳مه د اسلامي دولت (خلافت)  له ړنګېدلو سره سم لوېدیځ قدرتونه په دې هڅه کې شول، تر څو خپله باطله ایډیالوژي له ناکامۍ څخه وژغوري او خپراوي ته یې لار هواره کړي. په همدې موخه لوېدیځ د امریکا په مشرۍ د اسلام او مسلمانانو د ځپلو لپاره پراخ کمپاین پیل کړ، د دغه کمپاین له څو اساساتو څخه یادونه کوو:

  1.  امریکا او متحدینو یې له رسنیو څخه د مرګونې وسلې په توګه ګټه اخیستل پیل کړل، چې خپل شعارونو لکه: ډیموکراسي، پلورالیزم، د بشر حقوق او د ډیموکراسۍ څلور آزاديو ( د عقیدې آزادۍ، د بیان آزادۍ، د ملکیت آزادۍ او شخصي آزادۍ( ته وده ورکړي، د اسلام اصلي څېره کمزورې وښیي او ترڅنګ یې په نړیواله کچه د هغو ډلو او اشخاصو پر وړاندې ودرېږي چي د اسلام غوښتنه کوي او بیا دا ډلې او اشخاص په بنسټپالو، تندلارو، سخت دریځو، ترهګرو او نورو نومونو نوموي.
  2. لوېديځ له مزدورو حکامو او د هغوی د چارچاپېره کړۍ له لاسپوڅو، دوه مخو، فرصت طلبو او داسې اشخاصو څخه چې د فاسد لیبرال د کلتور او د ژوند تر اغېز لاندې دي، ګټه واخیستله. په دې کړۍ کې داسې کسان هم شته چې په ښکاره ځان د اسلام خواخوږي بولي، لکه: درباري ملایان او یا هغه اشخاص چې خلکو ته د اسلامي مفکرینو په نامه د ځېنو اسلامي حرکتونو له لورې ور پېژندل شوي، خو دوی په حقیقت کې له سیکولرانو پرته بل څوک نه دي، چې د دین او ژوند جلاوالې ته خلک رابولي.

د پورتنیو اساساتو پر بنسټ امریکا او متحدینو یې د هغو مسلمانانو پر وړاندې په ښکاره ډول يو نړیوال جنګ پیل کړ، چې د دوی پر وړاندې درېږي او د دوی د شعارونو خنډ ګرځي. هغوی لوېدیځ تمدن او د دوی باطلې سیکولر پانګوالې ایډیالوژۍ ته ګواښ ګڼل کېږي. په کینیا کې لوېدیځ پلوه امپرالیسټان، چې مشري یې د امریکا له لورې کېږي، فزیکي شتون نه لري. دوی یې د ترهګرۍ پر وړاندې د رسمي کارېدونکي ځواک په بڼه ساتلي او د کینیا له دفاعي ځواک څخه یې د ۲۰۱۱م د اکتوبر پر ۱۶مه په سومالیا کې د برید په موخه کار واخېست. خو په کور دننه کي يې د افراطیت، سخت درېځۍ، بنسټپالنې له نومونو څخه په ګټې اخستنې سره د هغو کسانو پر وړاندې کار اخیستی چي ځانونه په ټینګه اسلام ته ژمن ګڼي.

د کینیا دولت، د نورو استعمار شوو دولتونو په څېر باید د مرستې د تر لاسه کولو په موخه لوېدیځوالو تمویلونکو دولتونو ته سر ټیټ کړي، خو د دوی دا مرستې په ځانګړو او پټو شرطونو پورې تړلې دي. یو له هغو شرطونو څخه په کینیا کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې لوېدیځ پلوه د ټروریزم  ضد پالیسۍ پلي کول دي چې د دغې پاليسۍ پر مټ د کینیا دولت بايد د تروریزم په پلمه له مسلمانانو سره جګړې ته دوام ورکړي. دغه وروستۍ پېښې د مسلمانانو پر وړاندې د لوېدیځ له لورې په دولتي کچه د ملاتړ کېدونکي تروریزم، چې په سوریه، مصر، تاجکستان، ازبکستان، روسیه او نورو هیوادونو کي د مسلمانانو پر وړاندې مخته وړل کېږي؛ وړې بېلګې دي. دا پېښې هغو جنايتونو ته په کتو داسې برېښي لکه تر اوبو لاندې د کنګل شوي غونډۍ وړه څوکه، چې له اوبو څخه دباندې ليدل کېږي او نوره تر اوبو لاندې پټه وي.

﴿أَمْحَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمۖمَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُواحَتّٰى يَقُول الرَّسُولُ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا مَعَهُۥمَتٰى نَصْرُاللَّهِ أَلَآ إِنّ نَصْرَاللَّهِ قَرِيب

[البقرة:۲۱۴]

ژباړه: ايا تاسو دا انګېرئ چې همداسې به جنت ته ننووځی، په داسې حال کې چې لاتر اوسه پر تاسو هغه څه نه دي تېر شوي،چې له تاسو څخه پر مخكینیو مومنانو راغلي دي. پر هغو ی ستونزې راغلي، کړاوونه ورته ورسېدل، ولړزول شول، ان تر دې چې د وخت پېغمبر او د هغه مومنو ملګرو فريادونه وکړل، چي د الله مرسته به كله راشي؟ په هغه وخت کې هغوی ته ډاډګېرنه ورکړل شوه،چي هو د الله مرسته نږدې ده.

﴿إِنَّ مَعَ الْعُسْرِيُسْرًا

[الشرح:۶]

ژباړه: له شك پرته په تنګلاسۍ پسې پراختيا هم شته

لیکوال: د حزب التحریرـ ولایه کینیا مطبوعاتي دفتر ویاند شباني موالیمو

ژباړن: عبدالله لطفي

Last modified onشنبه, 10 مارچ 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې