جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غوطې ناورین، له حق څخه د باطل د بېلېدلو وخت
بسم الله الرحمن الرحيم
د غوطې ناورین، له حق څخه د باطل د بېلېدلو وخت

(ژباړه)

هغه چلونه او وحشتناک ناورینونه چې په دغو څو کلونو کې د سوریې د خلکو پر وړاندې ترسره شول، له دې مخکې نه وو تر سره شوي. د سوریې د مسلمانانو پر وړاندې ځکه دغه دسیسې او جنایات وشول چې دوی یوازې دا ویل: «ربي الله (زموږ پرودګار الله دی)»، حق غوښتونکي غږونه چې له مسجدونو (هغه ځایونه چې الله سبحانه وتعالی پکې برکت اچولی دی) څخه راوتل او د الله سبحانه وتعالی دین ته یې بېرته راستنېدل غوښتل.

دغه دسیسې چې د سوریې د مسلمانانو پر وړاندې سرته رسېدلې، بېلابېل اسالیب او بڼې یې درلودې او دا چې د سوریې انقلاب سیاسي مخلص رهبر نه درلود او د مخلصو سیاسي اشخاصو نصیحتونه یې وانه ورېدل، د ډېرو استعمارګرو دولتونو دسیسو پرې اغېز وکړ. د دوی موخه دا وه چې د اسلامي امت بچیان وغولوي، په ځانګړي ډول د دولت د مخالفو ډلو رهبران. په دې دسیسو کې بریالي هم شول د دولت د مخالفو ډلو رهبرانو فکر کاوه چې دښمن غولوي په داسې حال کې چې دښمن نه، بلکې امت غولوي، د دښمن نقشې او امرونه پرځای کوي، له هغوی سره په دسیسو کې مرسته کوي او هغو خیالي موخو ته د رسېدو لپاره چې دغو ډلو ځانته ټاکلې دي او یا جنایتکارانو وعده ورکړې، د ډلو با ارزښته قربانۍ بې ارزښته کوي او په حقیقت کې دا وعده شیطان ورکوي او له غولونې پرته بل څه نه دي.

ډېرې سیمې لکه: حمص الولید، ساحلي سیمې او ستراتېژيک تنګي، حلب او د فرات سیمې، ښارونه او صحرایې سیمې، د حومه حماة او ادلب سیمې، د ختیځې او لودیځې غوطې سیمې، چې د سوریې مرستندویو نظامونو او ځواکونو ماتې نه شوی ورکولی، وتوانېدل چې یادې سیمې تر خپل واک لاندې راولي. په دې دلیل چې دغه ټولې پېښې او عملیات د دغه نظام او هوکړه کوونکو په قوت یې نه دي شوي، ځکه هغوی نه شوی کولی چې په خپل ځواک باندې هغه ځای چې په اخلاص او صدق سره دفاع ترې کېږي، په خپل واک کې راولي، چې د انقلاب تاریخ په دې ګواهي ورکوي. کله چې حلب، فرات او صحراګانې یې دښمن ونیولې، دښمن نه شوی کولی د جوبر  په سیمه کې، هغه ښار چې د جمهوري ریاست ماڼۍ ته څو میله نږدې پروت دی یو متر هم مخکې لاړ شي، خو کله چې خاینو چارواکو د ډلو رهبرانو ته دستور ورکړ، د سیمې مخالفو ډلو په یوه اشاره سره جوبر او شاوخوا سیمه دولت ته تسلیم کړې.

په همدې ډول د دغو خیانتونو له امله د سوریې جنوب هم دښمن ونیوا. د بېلګې په توګه: کله چې د سوریې نظام د مختلفو ډلو د نظامیانو سربېره، د روسیې د هوايي ځواکونو او نورو ملګرو ملاتړ يې په درې لویو سنګرونو کې د (څلورم، پنځم او پنځلسم سنګر) په نوم، د درعا په سیمه کې را وغوښت، ویې نه شوی کړلی چې یو متر هم مخکې لاړ شي، بلکې برعکس انقلابیانو په همدغه سیمه کې د منشیې مهمې برخې هم ازادې کړلې. خو له بل لوري د سوریې نظام نورې سیمې لکه: خربة غزاله چې یوه ستراتیژیکه سیمه ده همدارنګه د شیخ مسکین سیمه او په مثلث الموت کې نورې سیمې هم په ډېره اسانۍ سره په خپل واک کې کړې، چې له خیالي جګړو پرته بل هېڅ مقاومت ونه شو.

نو په هغو جګړو کې چې د سوريې نظام ډېرې سیمې ونیولې، په دې معنا نه دی چې دا نظام بېرته له هغه قوت او ځواک څخه برخمن شوی دی چې تر انقلاب وړاندې یې درلود، بلکه په دې معنا دی چې کله د مخلصو جګړه مارو له ډلې سره مخ شوی ماتې یې خوړلې او د غوطې په شمول په ټولو نورو جنګي سیمو کې داسې پېښ شول. کله چې د مخلصو جګړه مارو ډلې د شهادت تر سرحده ژمنه وکړه، ویې کولی شول چې د سوريې ځواکونه د مسربا له ښار څخه په شا وتمبوي او لسګونه نور یې ووژني.

هغه څه چې د غوطې د ماتې او تسلیمېدو لامل شول، هغه د ځینو انقلابیانو کړنې وې چې یوه یې هم د ځینو ناوړه علماوو رول و، د بیلګې په توګه د بسام ضفدع رول، نوموړي د جهادي ډلو او خلکو د له منځه وړلو او تسلیمولو لپاره ډېر خطرناک رول ولوباوه او دوی ټول یې د وخت جلاد ته تسلیم کړل. هغه حقیقت چې لازم دی د نورو سیمو په اړه هم وپوهېږو، دا دی چې د انقلاب ماتوونکو چونګښو په څير چې له ولاړو او خرابو اوبو پرته نمو او تکثر نه شي کولی، چټلې  اوبه چې مجاهدین پکې بوخت دي او له جهاده پاتې دي، په پای کې به ټول سنګرونه له منځه یوسي، لکه څنګه چې دا ډول پېښه د سوریې په شمال او جنوب کې پېښه شوې ده او په خپلو منځو کې په حرامه جګړه کې ښکېل دي او خپل دښمنان یې هېر کړي دي.

نو لازمه ده چې د امت پوه او واقعي استازي ځانته سیاسي پوه رهبر وټاکي، اسلامي سیاسي رهبر چې اسلامي نظام د امت د ژغورلو لپاره حمل کړي. بې له شکه چې له حزب التحریر پرته بله هېڅ ډله نشته چې له دې حالته د امت د ژغورنې او یوځای کولو لپاره هر اړخیزه برنامه ولري. امت په دومره وخت کې په داسې خیالونو کې ډوب دی چې له هغو خیالونو به هېڅ هم لاسته رانه وړي او د بې اعتمادۍ له امله د خپلو مخلصو بچیانو نصیحتونو ته غوږ نه نیسي. مخلصو ناصحینو چې امت ته یې له موصیبتونو څخه خبرداری ورکوي او د انسي شیطانانو له اوربندونو او خبرو اترو چې ګواکې سولې ته یې نږدې کوي، هم خبرداری ورکوي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾

[هود: 113]

ژباړه: ظالمانو ته مه نږدې کېږئ او خپل برخلیک هغوی ته مه سپارئ، که مو داسې وکړل، دوزخ ته به لاړ شئ او هغه وخت به له الله سبحانه و تعالی پرته بل هېڅ مرسته کوونکی نه لرئ او هېڅ څوک به تاسو سره مرسته ونه شي کړی.

همدارنګه یې د امت مخلصو بچیانو ته له غولونکو خبرو اترو، له کفري دولتونو او د دوی له همکارانو سره له تړاو او د مسلمانانو له چارواکو او چټلو سیاسي مالونو خبرداری ورکړ، خو هغوی دغو مخلصو نصیحتونو ته غوږ ونه نیوه، د شیطانانو وسوسې یې ومنلې او دا یې د مصلحت یو فرصت وباله چې ګواکې د انقلاب مصلحت یې و، خو لکه څنګه چې وینو پایله یې  د تمې خلاف ده، د خاورو له تسلیمولو، وینې تویونې او د عزت تر پښو لاندې کولو پرته بل څه نه دي چې د ملګرو او مجرمو دولتونو په دستور دغه کار تر سره شو. مخلصو نصیحت کوونکو پرله پسې خبرداری ورکاوه چې یاد تړونونه په حقیقت کې هغه دام دی چې ستر دولتونه غواړي د اسلامي امت په خاورو او امت واک پیدا کړي او دغه کړنې موږ ته د یهود مذاکرات او د هغوی مسلمانوژنه رایادوي.

خو هغوی یې دغه دردمن نصیحتونه وانه ورېدل او د ژینو، ویایا، استانې، مسکو او ریاض کنفرانسونو ته لاړل او د یادو کنفرانسونو پایله د امت  اوسنی دردونکی حالت دی. دغو قضیو څرګنده کړه چې ملګري ملتونه له اسلامي امت سره ښکاره دښمني کوي او پر ټولو هغو جنایتونو چې په تاریخ کې تر اوسه چا نه و لیدلي، سترګې پټې کړې او په سیمه کې یوازې د دې لپاره پاتې دی چې د مجاهدینو او مسلمانانو د سیمو  روغتونونه په نښه کړي او روسانو ته یې د له منځه وړلو لپاره راپور ورکړي؛ لکه څنګه چې د اورینت رادیو د انګلیسي ورځپاڼې د راپور اړوند په غوطه کې داسې پېښه شوه.

اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت د خپلو بچیانو مخلص او دردمن نصیحتونه واوري، هغه مخلص بچیان چې امت ته په دغو نصیحتونو کې له خیر او مصلحت پرته د بل څه اراده نه لري. هغوی چې په دغو کنفرانسونو کې یې ګډون وکړ، تر اوسه یې پر امت له ظلم پرته بل څه نه دی کړي. حتا د دې لامل شول چې امت په بېلابېلو مصیبتونو کې وغورځوي، ځکه چې له کومې سیاسې پوهې پرته یې دغه کار وکړ، تر دې پورې یې ګومان یې وکړ چې د روسیې مجرم نظام چې تل یې د مسلمانانو وینه تویې کړې ده او د دوی په خپلمنځي وژنو کې یې هم لاس درلود، د مسلمانانو د وینې، عزت او برخلیک ساتونکی ده. خو په حقیقت کې دا پړاو د صادقو او خایینو مومنانو د پېژندندګلوی پړاو و. لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالی سنت دي او لکه څنګه چې رسول صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبر ورکړی دی چې خلک به په دوو ډلو وېشل کېږي او ان شاء الله چې د غوطې مسلمانان به د ایمان او مومنانو له ډله وي.

په پای کې اړتیا ده چې د هغې موضوع حقیقت چې ځینو ته ګونګ دی، روښانه کړم او هغه دا چې د سوریې دغه مبارک انقلاب په یوې ډلې پورې نه و تړلی، بلکې یاد انقلاب په امت کې رامنځته شو او ان شاء الله تر هغه چې بریالی نه شي او موخې ته ونه رسېږي غلی به نه شي. له دې انقلاب څخه موخه په امت باندې د تحمیل شوي ظلم لرې کول دي، خو هغه څه چې د یاد انقلاب موخه منحرفه کړې، هغه څه دې چې یو شمېر فاسدو او ضعیف النفسه انسانانو وغوښتل چې یاد انقلاب په نطفه کې غلی کړي او د کفارو د راضي کولو لپاره د امت د شعارونو مسیر کوږ کړي. یقینا چې دغه انقلاب همېشنی دی، سربېر پردې دې انقلاب د اسلامي خاورو خاین چارواکي، سپینه او توره ماڼۍ هم وارخطا کړې ده. که دغه انقلاب د خپل  امت له سیاسي مخلصو بچیانو څخه رهبر درلودلی، څه به شوي وی؟! د سیاسې او مخلص رهبر موخه به د انقلاب اصلي موخې ته رسول، د الله سبحانه تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضایت و او د نبوت پر منهج به یې خلافت تاسیس کړی وی؛ هغه خلافت چې الله سبحانه وتعالی یې زېری ورکړئ او فرمایلي یې دي.

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً﴾

[اسرأ: 51]

ژباړه: وایې بریا به څه وخت وي؟ ورته ووایه نږدې ده.

لیکوال: داکتر محمد حورانی

ژباړن: فیاض

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې