جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د شام د انقلاب د له منځه وړلو لپاره د امریکا د جرمونو او جنایتونو مثلث
بسم الله الرحمن الرحيم
د شام د انقلاب د له منځه وړلو لپاره د امریکا د جرمونو او جنایتونو مثلث

(ژباړه)

د شام انقلاب له خپل مبارک پیل وروسته د اوو کلونو راپه دې خوا تل د کفري دولتونو په ځانګړې توګه امریکا له دسیسو او چلونو سره مخ دی او هېڅکله له دغو توطئو خوندي نه دی پاتې شوی. امریکا د دغه انقلاب خطر او د نړۍ په دغه ستراتیژیکه سیمه کې د هغه واقعیت او نفوذ ښه درک کړی دی او پوهېږي چې کوم خطر د دوی لپاره ګواښ دی. دا انقلاب د الله سبحانه وتعالی له کورونو (جوماتونو) څخه راپورته شو او په ډېر ښکاره ډول د اسلام لېږدوونکی و. له اسلام څخه یې روح اخیست، روان یې اسلامي و او دغه شعارونه یې ورکول: «هی لله هی لله (دا یوازې د الله د رضا لپاره دی، دا یوازې د الله د رضا لپاره دی) او قاعدنا للابد سیدنا محمد (محمد صلی الله علیه وسلم تر پایه زموږ مشر او سرور دی.)»

د کفري دولتونو له دسیسو څخه موخه چې په بېلابېلو بڼو یې پر مخ بیایي، تل د شام د انقلاب له منځه وړل دي؛ خو تر دې مهاله یې تر ټولو خطرناکه دسیسه د استانې کنفرانسونه دي. لکه څنګه یې چې سیمه د جګړو د کمښت پر اساس وویشلې او د جرم او جنایت (روسیې، ایران او ترکیې) د درې ګونو استازو د رامنځته کېدو لامل شول؛ هغه دولتونه چې له سقوط څخه د نظام د ساتلو او یو په پرله پسې توګه یې د سیمو د نیولو لپاره د امریکا د نقشې له پلي کولو پرته بله موخه نه درلوده.

د جرم او جنایت له درې ګوني جوړښت څخه هر یوه غړي یې د دغې نقشې د پلي کولو لپاره ځانګړی مکلفیت درلود: روسیې او ایران له نظام څخه د ملاتړ، هغوی ته د توکو د رسولو او یو پر بل پسې د مجاهدینو تر کنټرول لاندې سیمو د نیولو لپاره د مرستو، مسوولیت پر غاړه درلود او په دې ترتیب سره نظام وتوانېد څو ختیځه غوطه، د ادلب جنوبي حومه، د سکې ختیځ، د حمص شمالي حومه، حوران او قنیطره له مجاهدینو بېرته ونیسي. بل خوا د ترکیې دنده دا وه چې د نظام او د هغه د ملګرو د جنایتونو پر وړاندې د انقلابیونو د هر اقدام مخه ونیسي او پرې نږدي چې د نظام په واسطه نیولې سیمې بېرته ونیسي. ترکیې دنده درلوده چې د تش په نامه ژمنو په واسطه انقلابیونو ته هیلې ورکړي، څو هغه څانګه پر مخ یوسي چې په ښکاره شین زیتون او په اصل کې د شام د اوسېدونکو او د هغوی د انقلاب لپاره له خپګان او بلا پرته بل څه نه وه.

دغه دولتونه یوازې له هغې طرحې سره سم عمل کوي چې له وړاندې جوړه شوې ده؛ غوره دلیل یې څه وخت وړاندې د حلب د لویدیځې حومې په اورم کبری کې وحشتناکه عام وژنه ده؛ روسي چورلکو پر ښار برید وکړ او لسګونه ملکي کسان یې شهیدان او زخمیان کړل(په هغې سیمه کې چې ضمانت یې ترکیې کړی و). هغه ضمانت چې حتا له غیر وسلوالو ښاریانو څخه یې هم ملاتړ ونشو کړای، له دغو ناوړو توطئو او پروګرامونو څخه یې موخه یوازې د شام د خلکو او د دوی د انقلاب له منځه وړل دي؛ خو موږ ولیدل چې امریکا څه ډول په جنوب کې د نظام د نه خوځښت ضمانت، پرې ښود. تردې ناوړه لا دا چې یو شمېر ډلې یې پرې نښودې څو له غوطې او ځینو نورو سیمو سره مرسته وکړي. د امریکا سفیر په ښکاره د دغو ډلو مشرانو ته وویل: «موږ له تاسو سره مرسته نه کوو، دا ستاسو خپله ستونزه ده او خپله یې وټاکۍ چې له نظام سره باید څه ډول جوړجاړی وکړی.»

دغو دسیسو سیمه په بېلابېلو ټوټو ووېشله، چې بیا وروسته هرې ډلې یوازې د ځان او هغې سیمې په اړه چې پکې اوسېدل فکر کاوه او ټوله اندېښنه یې یوازې د خپل امنیت ساتل و، چې هر وخت د نظام او د هغه د ملګرو له خوا له ګواښ سره مخ دي. د نظام د ړنګېدو شعار، هغه شعار چې خلکو د انقلاب په لومړیو کې ورکاوه، نور د دغو ډلو په قاموس کې نشته؛ د هرې ډلې مشر د خپلو ګټو د ساتلو په هڅه کې دی او غواړي ډېر وخت ژوندي پاتې شي او ډېر څه لاسته راوړي.

هغه جرم او جنایت چې ضامنو دولتونو پر ادلب وکړ، د هغو دسیسو له عام سیاق څخه بهر نه دی چې کفري دولتونو په همغه لومړیو کې د شام د انقلاب لپاره طرح کړې وې. د کفري دولتونو ټوله هڅه د انقلاب له منځه وړل او د نظام لپاره د سیمو او مشروعیت راګرځول دي، د  شخصیتونو او ځانګړو نومونو پر شتون سربېره یو ځل بیا د شام پر خلکو په سیکولریستي چوکاټ کې نظام وتپل شو، هغه نظام چې د کافرې امریکا تابع دی، هغه طرحه چې هم د سیاسي او هم د نظامي اقداماتو له لارې پلې کېږي. روسیې دې ته اشاره وکړه چې په ادلب کې به پراخه نظامي عملیات نه وي، چې همغه مهال د ترکیې د دولت سیاسي اقدامات او ناوړه رول پیل شو. ترکیې پردې ټینګار کاوه چې داسې کړنه باید تر سره نشي څو د نظام د تحریک لامل شي، له همدې امله یې پر انقلابیونو او جبهو فشار راوړ چې د نظام او د هغه د ملګرو د جنایتونو پر وړاندې له هر ډول عمل څخه لاس په سر شي؛ دا هغه لوی دام و چې له انقلابیونو څخه یې اراده واخیسته او نور د نظام پر وړاندې د نظامي عمل کولو توان نه لري او په چټکۍ سره به یوې ناوړه حل لارې ته په داخلېدو اړ شی.

باید دغو ټولو سیاسي او نظامي کړنو ته چې له ځانګړو خواوو تر سره کېږي پام وشي او وپوهېږو چې دغه ضامن دولتونه د امریکا په لاس له ابزارو پرته بل څه نه دي؛ دا هغه وسایل دي چې د امریکا موخې ته؛ د انقلاب د له منځه وړلو لپاره استعمالیږي. له دې څرګندیږی چې د هغو هېوادونو چې په ښکاره ډول مرستې کوي، په ځانګړې توګه د ضامنو دولتونو پر ژمنو باور ونشي. دغه دولتونه وروسته له دې چې مخلص انقلابیون له منځه یوسي، پر ځان پورې اړوندې ډلې هم په میدان کې یوازې پرېږدي او څنګه چې خپلې موخې ته ورسیږي، له صحنې څخه وځي، چې نه به د غیر نظامیانو چیغو ته پام وکړي او نه به د مظلومو خلکو اواز واوري.

نو انقلابیونو په ځانګړې توګه د دوی مخلصینو ته اړینه ده څو دغو کړنو ته پوره پام وکړي، ملا کلکه وتړي او د امریکا توطئې او د هغې وسایل او ملاتړي خنثی کړي او ځانته د انقلابیونو همغه لومړنۍ تګلاره غوره کړي؛ خو باید هېر نه کړي، چې دا هر څه هغه مهال ممکن دي چې انقلابیون خپل فعالیتونه د سیاسي او زیرکې مشرۍ پر اساس په هغه لور روان کړي، چې د امت پروګرام پر غاړه واخلي؛ د ستر اسلام پروګرام، د نبوت پر منهج د راشده خلافت پروګرام، هغه پروګرام چې کفار یې یوازې د نامه په اورېدلو سره لړزیږي او چیغې وهي. انقلابیون باید په پوره هوښیارۍ سره په ښکاره او ثابتې تګلارې او ټاکل شوې لارې سره حرکت وکړي، څو د اسلامي امت لوړو موخو ته ورسیږي او د لوی اسلام پروګرام پلی شي، د امت له لاسه وتلی عزت بېرته را وګرځي، ځکه اسلامي امت یوازې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سیوري لاندې عزت موندلی شي او بس.

په پای کې هم باید هېر نشي چې اسلامي امت هېڅکله مایوسه شوی نه دی او د بې غیرتو د غپلو پر خلاف، تر اوسه یې فرصت له لاسه نه دی وتلی، ځکه د دغه انقلاب لومړي سر کې یې، کله چې د سوریې یوه لوېشت ځمکه د بشار له ولکې څخه هم نه وه وتلې، د نظام پښې یې ولړزولې، ځکه دغه انقلاب د هغو نښتو په څېر نه دی چې د یو ښار یا سیمې د نیولو لپاره کېږي؛ بلکې دغه انقلاب د فکر او احساساتو انقلاب دی، هغه انقلاب چې د الله په حمد سره به د خلکو په زړونو کې تاند پاتې شي، په داسې حال کې چې نظام او ملاتړي به یې لا ډېر کمزوري شي. څه وخت وړاندې یوه ایراني سلاکار وویل: «کله چې ایران او روسیه له سوریې څخه بهر شي، ترورستان بیا راګرځي.» دغه مسله ښيي چې د نظام عمر د پای ته رسېدو په حال کې دی او نصرت، د الله سبحانه وتعالی په لاره کې رښتنوالی غواړي او هغو مخلصینو ته به ورکړل شي چې د الله سبحانه وتعالی د منهج د بیا راوستلو لپاره هڅه کوي؛ هغه منهج چې د ظلم په بازار بدله شوې ځمکه به له عدل ډکه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لِلَّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[روم: 4 - 5]

ژباړه: د هر کار وړاندې او وروسته پایله د الله سبحانه وتعالی په واک کې ده، هغه ورځ چې د الله سبحانه وتعالی نصرت راورسیږي مومنان به ډېر خوښ وي. الله سبحانه وتعالی چې هر چاته وغواړي نصرت ورکوي او یوازې هغه ماتې نه منونکی قدرت او مهربان دی.

لیکوال: دکتور محمد الحوراني

د حزب التحریر –ولایه سوریې د اړیکو د مرکزي کمېټې غړی

ژباړن: منصور دریځ

Last modified onدوشنبه, 24 سپټمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې