جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
طالبان له بهرنیو مجاهدینو سره څه کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
طالبان له بهرنیو مجاهدینو سره څه کوي؟

امریکا ټینګار کوي چې طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او فعالیتونه به یې په افغانستان کې منحصر وي، نو پوښتنه دا ده چې طالبان به له غیر افغان مجاهدینو سره څه کوي؟

په ۲۰۰۱ کال کې امریکا ته د اسامه بن لادن په نه سپارلو سره ملا عمر او په ټوله کې طالبانو له یوه اړخه د اسلام پر هغه حکم عمل وکړ چې ( مسلمان به کافر ته نه سپارئ) او له بل اړخه یې د افغاني غیرت یوه ننداره وکړه. که څه هم پر افغانستان د امریکا د یرغل نور لاملونه هم شته، خو په ظاهره همدا د بن لادن نه سپارل د برید لامل شول. دې چارې د طالبانو حکومت نسکور کړ، لسګونه زرو طالبانو په دې جګړه کې خپل ژوند بایلود، لسګونه زره د امریکا او کابل حکومت په زندانونو کې بندي شول او لا هم بندیان دي. له دې اوږدو قربانیو وروسته وخت بدلیږي، خو د ملا عمر او طالبانو له خوا پر مسلمان ورور مېړانې او امریکا ته یې نه سپارلو د طالبانو د وفا او میړانې یو تصویر جوړ کړ.

له طالبانو سره اوس هم  ازبک، تاجک، چیچین، ایغور او نور مجاهدین شته. ددغو مجاهدینو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو له شته والي یې انکار نه کېږي. اوس چې طالبانو له امریکا سره د سولې خبرې پیل کړي دي او په دې خبرو کې امریکا ټینګار کوي چې طالبان به له القاعده او نورو  ”ترهګرو” ډلو سره اړیکې پرې کوي او فعالیتونه به یې په افغانستان کې منحصر وي، نو پوښتنه دا ده چې طالبان به له دغو غیر افغان مجاهدینو سره څه کوي؟

که څه هم طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه واضحې خبرې نه دي کړي، خو طالبان دا خبره په ښکاره کوي چې غواړي له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او چا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. له دې خبرو چې څه واضح دي، هغه دا دي چې طالبان به دغو مجاهدینو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې په دغو هېوادونو کې حکومت ضد فعالیتونه او یا هم جهاد وکړي. ښايي طالبان دا دریځ په دې خاطر توجیه کړي او یا یې هم ښايي تر شا دا دلیل وي چې طالبان او بیا افغانستان په داسې حالت کې نه دي چې د نورو هېوادونو د  مجاهدینو ملاتړ وکړي او خپله خاوره او امکانات یې په اختیار کې ورکړي. دې چارې ته به د مصلحت په سترګه کتل کیږي چې له شک پرته له شرعي اړخه د بحث او فکر وړ مسأله ده او ډېری عالمان دا هم سم دریځ نه ګڼي.

که طالبان غیر افغان مجاهدینو ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې څخه فعالیت پیل کړي او په نورو هېوادونو کې جهاد وکړي، نو ددې کار تمه خو ترې نه شي کېدلی چې دا مجاهدین به نورو هېوادونو ته وسپاري او یا دې هم ظلم او زیاتی ورسره وکړي. که طالبان دا وکړي، مانا یې دا ده چې هم د شریعت خلاف کار کوي، هم د ملا عمر لاره پرېږدي او هم د افغاني اسلامي غیرت خلاف ګام پورته کوي. زه فکر نه کوم چې طالبان دې له خپلو غیر افغان مجاهدو مسلمانو وروڼو سره دا خیانت وکړي، ځکه طالبان هم مسلمانان دي او هم پخوا له مسلمان ورور څخه په دفاع کې هر ډول قربانۍ ته تیار شوي دي.

اوس چې خبرې روانې دي، طالبان باید نورو امتیازاتو لپاره پر خپل تاریخ او ارزښتونو لیکې را ونه کاږي او په هېڅ ډول حاضر نه شي چې خپل مسلمان وروڼه نورو غیر مسلمانانو ته وسپاري.

زمری افغان

Last modified onجمعه, 01 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې