جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ولې پر امریکا باور ونه شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ولې پر امریکا باور ونه شي؟

د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې تر ګردو اساسي پوښتنه دا ده چې که امریکا د طالبانو له اساسي غوښتنو سره هوکړه هم وکړي، څه باور شته چې امریکا به پر خپله هوکړه عمل کوي؟

د امریکا او طالبانو د خبرو پنځم پړاو د فبرورۍ په ۲۵مه پیلیږي. له دې غونډې وړاندې د امریکا او طالبانو یو ګډ پلاوی پر یوه مسوده کار کوي او د فبرورۍ په پنځه ویشته به دواړه اړخونه پرې خبرې وکړي. طالبانو پخوا ویلي چې امریکا د ځواکونو وتل منلي. امریکايي چارواکو بیا ویلي چې دوی یوه برخه ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي. زلمي خلیلزاد بیا په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې پر هوکړه کار کوي، نه د ځواکونو د ایستلو پر هوکړه. له دې ښکاري چې د ځواکونو د وتلو په تړاو په امریکايي دریځ کې ثبات نشته.

طالبان وايي چې یو امریکایی سرتیری په افغانستان کې وي، دوی به جګړه کوي. راځئ ومنو چې امریکا خپل ځواکونه د سولې د توافق پر اساس له افغانستان څخه وباسي. د وتلو پروسه به پیل شي، وسله وال طالبان به هم جګړه بنده کړي او له خپلو مخالفینو سره به ګډ حکومت جوړ کړي، همدا چې طالبانو جګړه ودروله، وسله یې تسلیم کړه او له جګړه ییز حالته ووتل، څه تضمین شته چې امریکا به یو ځل بیا ځواکونه را ډېر نه کړي او هوکړه به ماته نه کړي؟ د امریکا لپاره پلمې اسانه دي، که په امریکا یا اروپا کې یو برید وشي او مسوولیت یې د داعش خراسان څانګه واخلي، نو امریکا ته همدا پلمه بسنه کوي چې بېرته افغانستان ته ځواکونه را ولېږي. داعش هسې هم امریکايي پروژه ده او هر کله چې امریکا اړتیا احساس کړي، د خپلو ګټو لپاره به یې کاروي.

اوس به استدلال دا وي چې طالبان له امریکا تضمین اخلي. سمه ده، ښايي د سولې په چاره کې روسیه، چین او یا ملګري ملتونه تضمین وکړي او پکې ور ګډ شي، خو ایا دا قدرتونه د امریکا مخه نیولی شي؟

امریکا له ایران سره اټومي تړون مات کړ، ایران له بد وضعیت سره مخ دی، نه روسیې وژغوره، نه چین، نه اروپايي ټولنې او نه هم ملګرو ملتونو. همداسې امریکا د ځمکې د تودخې له نړیوال توافق څخه ووتله، چا یې مخه ونیوله؟ امریکا ګڼ نور تړونونه هم تر پښو لاندې کړل او هېڅ چا یې مخه ونه نیوله. اوس به له طالبانو سره د سولې هوکړه هم لاسلیک کړي، بېرته به یې نقض کړي او هېڅوک نشته چې بیا له امریکا پوښتنه وکړي. نه روسیه، نه چین، نه ملګري ملتونه او نه هم کوم بل ځواک شته چې پر امریکا ومني څو تړون ته ژمنه پاتې شي.

طالبان چې له امریکا سره د سولې تړون کوي، باید یو ځل ولولي چې امریکا څومره تړونونه مات کړي. باید ولولي چې روسیې، چین، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او بل هېڅ ځواک امریکا نه ده مجبوره کړې چې تړونونه ته ژمنه پاتې شي. له همدې امله پر امریکا باید باور ونه شي او پرې نه ښودل شي چې د سلګونو زرو افغانانو وینې بې ګټې شي او په سیاسي معامله کې امریکا بری تر لاسه کړي. موږ نه غواړو چې زموږ سلګونو زره افغان مسلمان وروڼو وینې بې ګټې شي او امریکا خپله نظامي ماتې په سیاسي لوبه کې جبران کړي.

زمري افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې