جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کوم خلافت ړنګ شو، د داعش که د اسلام؟
بسم الله الرحمن الرحيم
کوم خلافت ړنګ شو، د داعش که د اسلام؟

امریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال د مارچ په ۲۱مه په واشنګټن کې خبریالانو ته هغه خلافت رسماً مات او له منځه تللی اعلان کړ چې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۲۹مه د داعش ډلې د بنسټګر ابوبکر البغدادي له خوا د عراق په موصل ښار کې تاسیس شوی و.

ډونالد ټرمپ خبریالانو ته هغه نقشه هم وښودله چې پکې هغه سیمې چې داعش یا د عراق او سوریې اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۶کال کې لاندې کړې وې او اوس یې په دواړو هېوادو (عراق او سوریه) کې له لاسه ورکړې دي.

د داعش په نوم ډله د اسلامي-جهادي ډلو په تاریخ کې کومه مخینه نه لري. که تاسو وغواړئ چې د اسلامي-جهادي ډلو په کتار کې د داعش نوم پیدا کړی، نو په ټولو کتابو او اسناد کې چې له ۲۰۱۰ز کال څخه وړاندې لیکل شوي دي، د داعش په نوم څه نه پیدا کیږي.

داعش د ۲۰۱۴-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په عراق او سوریه کې شاوخوا ۳۴ زره میله مربع ځمکه تر خپلې ادارې لاندې راوستې وه چې د دواړو هیوادونو درېیمه برخه یې جوړوله، خو اوس یې خپل وروستی سنګر د سوریې د دیر الزور ښار د باغوس په کلي کې د سوريې ډیموکراتیکو ځواکونو ته وبایله او په دې توګه د داعش په لاس جوړ شوي خلافت ته د پای ټکی کیښودل شو.

خو اساسي پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د خلافت کیسه ختمه شوه؟ د داعش د خلافت او هغه خلافت چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر مسلمان په رګ رګ کې ځای لري، څه توپیر شته او دغه خلافت او بلنه نوره په ټپه ودریده؟

کوم خلافت ړنګ شو؟

د اسلامي دولت لومړنی بنسټ په مدینه منوره کې کیښودل شو او څه باندې ۱۳ پیړۍ یې دوام وکړ چې بیا په ۱۹۲۴ کې په نننۍ ترکیه کې له منځه ولاړ او تر اوسه بیا نه دی را ګرځیدلی. د عثماني خلافت له ړنګیدو وروسته د مسلمانانو له خوا ډیرې هڅې وشوې چې بیا هغه دولت را ژوندی کړي، خو د مختلفو کورنیو او بهرنیو دلایلو په وجه، بریالي نه شول.

په ۲۰۱۱ کال کې چې امریکایانو له عراق څخه د ځواکونو وتل اعلان کړل او چارې یې خپل لاسپوڅي دولت ته وسپارلې، په دغه هیواد کې جګړه په شدت سره روانه وه او عراقي ولس عملاً په دریو برخو؛ شیعه، سني او کُردانو ویشل شوي و. امریکا په خپل اته کلن (۲۰۰۳-۲۰۱۱) حضور سره په عراقي ولس کې داسې فجایع او عام وژنې وکړې چې عراق په ټول تاریخ کې نه وې لیدلې. بل ستر جنایت چې امریکایې دولت وکړ، په عراقي ولس کې د فرقه یي تبعیض او جګړې اور لګول وو. عراق په دریو ډلو؛ شیعه، سنې او کُردي ویشل شوی و چې هره شیبه یې د تجزیې شونتیا وه او اوس هم دا احتمال شته.

د دې تر څنګ، امریکایي استخباراتو د لومړي وزیر نوري المالکي په مرسته د شیعه او سني ترمنځ مذهبي جګړه رامنځ ته کړه چې په لسګونه زره عراقیان پکې و وژل شول او په دې سره امریکايي پوځ ځان د عراقي مجاهدینو له مستقیمو بریدونو په امن کړ. دا ځکه چې امریکايي ځواکونو په لومړیو دریو کلونو کې د عراقي مجاهدینو له سخت مقاومت او غبرګون سره مخ شول چې ظاهراً یې د مقابلې توان له لاسه ورکړی و.
 په ۲۰۱۱ز کال کې امریکا په حقیقت کې له عراق څخه ونه وتله او نه یې غوښتل چې و وځي، نو په یوې سیاسي-استخباراتي دسیسې کې یې د داعش ډلې ته داسې زمینه سازي وکړه چې د ۲۰۱۳ز کال په وروستیو کې یې په ډیر ډراماتیک او جادویي شکل سره د عراق سترې سیمې او ښارونه لاندې کړل. حال دا چې د عراقي ځواکونو په پرتله یې تعداد او وسلې ډیرې کمې او ابتدایې وې، خو وضعیت داسې مدیریت شوی و چې باید ستر ښارونه او د وسلو سترې زیرمې په موصل او الانبار کې د داعش لاس ته ورغلې وای.

د متحده ایالاتو په مشری غربي هیوادونو له ډیرو کلونو را په دېخوا، په منځني ختیځ کې د اسلامي خلافت له جوړیدلو څخه جدي او لویه اندیښنه لرله، هغه خلافت چې څه باندې ۱۳ پیړی یې په لوی منځني ختیځ (چې درې لوی وچې را نغلاړي) باندې واکمني کوله. دغه دولت د اسلامي عقیدې او سیاسي نظام په وسیله د خلکو چارې سمبالولې او د اسلام نور یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپور کړی و. اسلامي خلافت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  د ټولو نورو ولسونو ترمنځ د یو عادل او د ستر اعتبار لرونکي دولت په نوم پیژندل کیده چې ډیری وخت به نورو دولتونو او ولسونو خپلې ستونزې ورته راجع کولې او ډاډه وو چې دغه دولت د خیر او عدل سمبول دی.

په ټوله اسلامي نړۍ کې په عمومي توګه او په منځني ختیځ کې په ځانګړې توګه، د اسلامي دولت د اعادې او بیا جوړولو لپاره په ډیره چټکۍ سره کار او مبارزه روانه وه چې امریکا او په سیمه کې امریکا ته تابع او ژمن دولتونه یې سخت ورخطا کړي وو. امریکا او په سیمه کې امریکا ته تابع دولتونو د خلافت مفکورې او داعیې د بدنامولو په موخه، له ډیرو لارو چارو کار واخیست چې تر ټولو ستره او اغیزمنه هغه یې د داعش پروژه وه چې په دې توګه یې په عراق او سوریه کې هغه نادودې ترسره کړې چې له اسلام او خلافت سره یې په زرګونه میله واټن لاره.

داعش ډله په ډېر لږه موده کې د نړیوالو خبرونو په سرټکو کې راغله او غربي رسنیو په یوه خوله داسې تبلیغات ورته وکړل چې ګویا نړیوال نظم ته ستر ګواښ دی او که یې مخه و نه نیول شي، نو ژر ده چې ټول منځنی ختیځ به لاندې کړي. حال چې دا ټول د امریکا او په سیمه کې یې د مزدورو دولتونو له خوا مدیریت شوی حالت و. د داعش کړنو د امریکا نظامي-استخباراتي حضور ته په عراق او سوریه کې زمینه برابره کړه چې کلونه کلونه یې ورته شونډې څټلې. کله چې په عراق او سوریه کې امریکا خپل حضور تثبیت کړ، نو بیا یې د داعش پروژې د پای ته رسولو هڅې پیل کړې.

په ۲۰۱۱ز کال کې، په عربي نړۍ کې د ظالمو او مزدورو نظامونو او حکامو په ضد پاڅونونه له ټونس څخه پیل او تر سوریې را ورسیدل چې پکې د ځینو چارواکو قدرت ته د پای ټکی کیښودل شو. خو دغه انقلاب په سوریه کې سخت زور واخیست او کابو ټول ولس په یوه خوله د نظام د بدلون غوښتونکي و او د اسلام د سیاسي نظام د راګرځیدو شعار یې ورکاوه. د سوریې د انقلاب د ناکامولو او د خلافت د بدنامولو په هدف، امریکا د داعش پروژې ته لاره چاره برابره کړه او د خلافت نړیواله داعیه او تحریک ته یې سخته ضربه ورکړه. د داعش ډلې په منځ کې د مخلصو، خو ناپوهو او ساده مجاهدینو په شتون قطعاً شک نه شته او د دوی له اخلاص او انرژی نه سخته ناوړه ګټه پورته شوه.

د داعشي خلافت په پای ته رسیدو سره، ځینې داسې ګومان کوي چې ګواکي نور د خلافت د تاسیس کار او هسته خنثی شوه او امریکا په خپل مکر کې بریالی شوه. خو واقعیت داسې نه دی. الله سبحانه و تعالی ته مخلص، د خلافت نظام داعیان له سره پوهیدل چې د داعش پروژه د څه لپاره جوړه شوه او هدف یې څه دی. همدا وو چې له هغه لومړۍ ورځې یې د داعش پروژې ترشا د امریکا د سترو اهدافو په افشا کولو لاس پورې کړ. هغه څه چې تیره میاشت ډونالد ټرمپ اعلان کړل چې نور د داعش خلافت پای ته رسیدلی، رښتیا یې ویلي، د داعش خلافت پای ته رسیدلی، نه هغه خلافت ته کار او مبارزه چې مسلمانانو له کابو نیمې پیړی پخوا پیل کړې وه.

همدا اوس هم په عراق او سوریه کې د اسلامي خلافت د تاسیس او اسلامي ژوند ته د ورګرځیدو سخته مبارزه او دعوت روان دی. هغوی چې د داعش له پیدا کیدو مخکې د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره کار او مبارزه کوله، اوس هم په هماغه مسیر روان دي او په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

امریکا د داعش هغه خلافت پای ته ورساوه، چې په جوړیدو کې یې امریکا بنسټیز نقش درلود. خو د اسلامي خلافت مفکوره او هغې ته کار او فعالیت امریکا نه شي ختمولی، که څه هم چې په دې کې ورسره ټول کفار متحد شي. ځکه چې اسلامي خلافت د ټول اسلامي امت شرعي دولت دی او له دې پرته نور ټول غربي-سیکولر نظامونه دي چې د ټانک او طیارې په زور تپل شوي دي چې مسلمانان هېڅ ډول هویت ورته نه لري. له اسلامي خلافت پرته نور ټول پردي نظامونه دي چې هیڅ مسلمان ته د منلو نه دي، که د جبر او استبداد دوره ختمه شي، دغه نظامونه به یوه اونۍ هم دوام و نه کړي.

خالد مشعل

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې