شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سیاسي او عملي توګه د سوریې د کړکېچ حل
بسم الله الرحمن الرحيم
په سیاسي او عملي توګه د سوریې د کړکېچ حل

(ژباړه)

‌‌په دې کې شک نشته چې د نړیوال سیاست اصلي موخې او ناوړه نیت تل پټ جوړېږي، نړیوال سیاستونه داسې جوړ شوي، چې اسلام له منځه یوسي او د ژوند په چارو کې یې عملي کېدو ته پرې نږدي. دغو دولتونو ته د اسلام پر وړاندې جګړه له پخوانیو نسلونو په میراث پاتې ده. د اوسنیو دولتونو سیاست هم یوازې د مادي ګټې پر محور را څرخېږي، چې دا محور یې په غولوونکي او بېلابېل ډول پوښلی دی، نو ځکه عام خلک پرې غولوي. هغه کسان چې له سطحي مسلو سره بلد نه وي، له ستونزو سره مخ کېږي او د سیاسي موخو د درک توانایي نه لري.

موږ په داسې یو وخت کې ژوند کوو چې نړۍ پر یوه قطب بدله شوې او هغه امریکا ده چې د ختیځ بلاک له سقوط او د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته یې نړۍ تر خپل کنټرول لاندې راوسته. دغه قطب (امریکا) د نړۍ د دولتونو سیاستونه د خپلو سیاستونو پر اساس کنټرولوي او د پاتې نورو دولتونه که څه هم چې په کنټرول کې یې نه دي، خو بیا هم د دوی پر وړاندې کوم ښکاره خنډ نشي کېدای. په همدې توګه دا قطب په دې توانېدلی چې ټول وسایل او امکانات د خپلو سیاستونو د عملي کېدو لپاره وکاروي او هڅه کوي چې د خواخوږۍ او مرستې د جملو او اصطلاحاتو تر شا خپله اصلي او غولوونکې څېره پټه کړي، هغه څېره چې د فرعوني فکر تګلاره تعقیبوي. الله سبحانه وتعالی د فرعون هغې خبرې ته اشاره کوي چې خلکو ته به یې ویل:

 ﴿ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ﴾

[غافر: ۲۶]

ژباړه: ما پرېږدئ، زه موسی وژنم او دی دې خپل رب راوغواړي. زه وېرېږم چې ستاسو دین به بدل کړي او یا به په دغې خاوره کې فساد او تباهي رامنځته کړي.

د حقایقو څېرې په چټکۍ سره بدلېږي؛ امریکا د ترورېزم پر وړاندې جګړې له اصطلاح څخه د شعار په توګه او له بشري حقونو، خپلواکۍ او عدالت څخه د خپلو عیبونو د پټولو لپاره ګټه اخلي؛ په داسې حال کې چې خپله ترورېزم جوړوي او خلک یې د ځان غلام ګرځولي.

دا د امریکا د چل او فرېب د درک لپاره یوه سرېزه وه، چې د شام پر وړاندې رسم شوې او لا به هم رسمېږي؛ د هغې عقلیې د پېژندلو لپاره سریزه ده چې دغه لوی فرېب مدېریت او ترسره کوي او هم د هغو وسایلو او اسالیبو پېژندل چې ګټه ترې اخیستل کېږي.

د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ په ۱۴مه د «سوچي» تاریخي غونډې شعار، حقایق ګډوډ کړل. د وینې بهېدو درول، د ملکیانو ساتنه، سیاسي حل او فصل او د پناه غوښتونکو بېرته راګرځول هغه فرېب ورکوونکی او رنګارنګ پوښ دی چې د نړیوالې ټولنې عورت یې پټ کړی؛ په دې سره غواړي چې واقعي موخې پټې او د حقایقو څېره بدله کړي. که چېرې د هغو دولتونو وضعیت ته پام وکړو، چې د «سوچي» ناستې غړیتوب یې درلود، نو ښکاري چې هر یو له دغو دولتونو څخه د خپلو ګټو د خوندي کولو پر اساس له امریکا سره همنظره حل لاره وړاندې کوي.

روسیې درک کړې چې په یوه رښتیني کړکېچ کې ښکېل ده او د خپلې ابرو د ساتلو لپاره غواړي په یوه ممکن وخت کې په چټکۍ له سوریې څخه ووځي؛ په داسې حال کې چې په دې هم پوهېږي چې امریکا دا اجازه نه ورکوي څو له سوریې څخه په بریالیتوب او ویاړ سره بهر شي. په ځانګړې توګه همدا امریکا وه چې روسیه یې د سوریې په کړکېچ کې ښکېل کړه او د نظامي مداخلې اجازه یې ورکړه. پر ادلب د نظام د واکمنېدو خبرې اترې په نژدې راتلونکي کې یا د امریکا د سیاسي حل لارې له پوره کېدو وړاندې ناممکنې دي. امریکا پر نړیوالو سیاسي حل لاره تپلې او هغه اقدامات هم په دغه سیاق کې دي چې روسیې ته یې د سرته رسولو اجازه ورکول کېږي. روسیه دا توان نه لري چې پر نړیوالو نظامي حل لاره وتپي او د سوریې کړکېچ ته په خپله خوښه د پای ټکی کېږدي.

بل خوا، نړیواله ټولنه په دې پوهېږي چې د بشار اسد ځواکونه د روسیې او ایران د ځواکونو په مرسته نیول شوې سیمې نشي ساتلی؛ په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې مبارزین د سوریې له ګوټ ګوټ څخه را وټوکېدل او ډېری ولسي خلکو د بشار د ظالم نظام پر وړاندې انقلاب پیل کړ. نظامي حل لاره د چارو د کنټرول ضمانت نشي کولی؛ ځکه د انقلاب اور به د تل لپاره په سینو کې ځلاند پاتې وي. هېڅ ځواک یې مړ کولی نشي او پر دې مسله تر ټولو غوره دلیل هغه څه دی چې په درعا کې رامنځته شول.

نو په همدې توګه غرب د سوریې په شمالي سیمو کې د خپل واک د ډېرولو لپاره د هغو ډلو په مشرۍ تکیه کړې، چې په کم لګښت یې پېرلې. د ډلو مشري له غرب سره همنظره د چارو په کنټرول کې تر ټولو ځواکمن لوری و، چې له ځانګړي لګښت پرته د امریکا د سیاستونو په خدمت کې دي. په هر حال، یوازې د شام خلک او د دوی هغه بچیان بریالي کېدای شي، چې په دې ډله کې وي.

ایران په دې لټه کې دی چې په سوریه کې د ځان لپاره د پښې ټینګولو ځای پیدا کړي. ایران په دې پوهېږي چې د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې د بدلون ورځ را رسېدلې او دوی ښایي له سوریې ګوښه شي. ایران خپل ډېری اتباع سوریې ته ولېږل او د سوریې تابعیت یې ورته واخیست. ایران به د بشار له ظالم نظام څخه د دفاع په موخه تر مرګه ولاړ وي، حتا تر دې چې د سوریې ټول خلک په دې لاره کې قرباني شي.

په همدې توګه ترکیه بیا د خپل دولت د امنیت او پولو د ساتلو په غم کې ده. روسیې د «ادانا» توافق لیک په واسطه، چې د ترکیې د نظام او سوري سیالانو تر منځ په ۱۹۹۸م کال کې لاسلیک شوی و، د ترکیې دغې اندېښنې ته ډاډ ورکړ. همدارنګه د دغه توافق لیک په یوه برخه کې ترکیې ته دا حق ورکړل شوی و، چې د سوریې په خاوره کې تر پنځو کیلو مترو پورې تروریستان تعقیب کړي او هم د ترکیې ملي امنیت ته د خطر پر مهال اړین اقدامات کولی شي. 

نو دې پایلې ته رسېږو چې د سوچي ناسته د شام د خلکو د ګټو لپاره نه، بلکې په هغې کې د ګډونکونکو غړو د ګټو د ساتلو لپاره جوړه شوې وه. له شک پرته چې د سوچي ناستې د امریکا له سیاسي حل لارې سره کوم ټکر نه درلود؛ بلکې حتا هڅه یې دا وه چې د اساسي قانون د کمېټې د جوړولو له لارې هغه قانون تصویب کړي چې د دولت جوړښت ځانګړی کوي.

په عملي ډګر کې بیا درنو بمباریو ډېرې سیمې د وژنو په وحشي مرکزونو بدلې کړې، د ډلو مشران ارامه کېناستل او د دغې صحنې ننداره یې کوله. د دې ترڅنګ پر خلکو فشار و، چې یوې ټیټې مرحلې ته تیاری ونیسي او دا ټیټېدل په دې پلمه رامنځته کېدل، چې ګواکي د وینو د تویېدو مخنیوی کوي. کله چې غواړي د اسد نظام پر ځینو سیمو واکمن کړي، نو دا ډول فشارونه پر خلکو ډېروي. د شام خلک باید په ښه توګه د جګړې حقیقت او د خپلې قضیې لویوالی درک کړي، جګړه یې د مرګ او ژوند جګړه او قضیه یې یوه برخلیک ټاکونکې قضیه ده. د شام خلک باید په دې پوه شي چې منافقین او خاینین هېڅکله د دوی دوستان نشي کېدای او پر هغوی د دوست ګومان کول خپله د دښمنانو په کنده کې د ځان غورځول دي، چې په دې حالت کې یې بیا تباهي حتمي ده.

وروسته له دې کله چې د شام خلکو د جګړې حقیقت درک کړ او خپل دښمنان یې په ښه توګه وپېژندل، نو هغه مهال بیا په جګړه کې خپله تکیه او توکل په پوره توګه د الله سبحانه وتعالی په قدرت سره کوي. د شام خلک باید پر الله سبحانه وتعالی باندې د خپل باور سندونه وړاندې کړي او د وضعي پروګرامونو په بدل کې باید د مسلمانانو له عقیدو څخه اخیستل شوی سیاسي قانون وټاکي؛ دا به هغه بدیل  وي چې الله سبحانه وتعالی راضي کوي او د منلو او د الله سبحانه وتعالی د نصرت وړ به وي. هغه مهال به د قدرت خاوندان د ولس له غېږې راپورته شي او اوږه په اوږه به د دغه نظام د جوړلو په موخه له یوې مخلصې سیاسي مشرۍ سره یوځای شي او د بشار د جنایتکاره نظام د سقوط لپاره کومه هڅه ونه سپموي. هغه وخت به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت راتلل دي، پر یوه حقیقت بدل شي.

لیکوال: استاد احمد عبدالوهاب

د حزب التحریر-ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر رئیس

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې