یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب‌التحریر د امیر، جلیل‌القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته لخوا د ۱۴۴۵هـ.ق او ۲۰۲۴م کال د رمضان مبارکې میاشتې په مناسبت د خپلو انټرنټي‌پاڼو څارونکو ته د مبارکۍ پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب‌التحریر د امیر، جلیل‌القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته لخوا د ۱۴۴۵هـ.ق او ۲۰۲۴م کال د رمضان مبارکې میاشتې په مناسبت د خپلو انټرنټي‌پاڼو څارونکو ته د مبارکۍ پيغام

 (ژباړه)

هغه غوره امت ته چې د بشر د ژغورنې لپاره پیدا شوی دی، هغه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی د خپل اطاعت لپاره خوښ کړی دی، هغو عزتمندو دعوتګرو ته چې هېڅ سوداګري او راکړه ورکړه یې د الله سبحانه وتعالی له ذکر څخه نه غافله کوي او د پاڼې هغو څارونکو ته چې د خپل خیر او نیکۍ لپاره هغه څاري.

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه وبعد:

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د ټولو مسلمانانو روژه او قیام قبول کړي او زموږ ټولو تېر ګناهونه وبښي او مغفرت وکړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې بخاري او مسلم له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، فرمایلي دي:

«من صَام رَمَضَانَ إيِمَانًا واحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقدَّمَ مِن ذَنْبِه»

ژباړه:‌ هر څوک چې د رمضان میاشت د ایمان له مخې او د هغې د ثواب ترلاسه کول لپاره ونیسي، تېر ګناهونه بښل کېږي.

له ابوهریره رضی الله عنه څخه په یو بل روایت کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَاناً وَاحْتِسَاباً، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

ژباړه:‌‌ هر څوک چې د رمضان میاشت د ایمان له مخې او د هغې د ثواب لپاره قیام وکړي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.

ګرانو وروڼو!

د دویم هجري کال د شعبان میاشت وه، چې الله سبحانه وتعالی د رمضان میاشتې روژه فرض کړه؛ هغه میاشت چې الله سبحانه وتعالی په هغې کې قرآن کریم نازل کړی دی:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [بقره: ۱۸۵]

ژباړه: «د رمضان میاشت ده، چې قرآن پکې را ولېږل شو (او نزول یې پیل شو او د ۲۳ کلونو په بهیر کې په تدریجي توګه تر خلکو پورې ورسېد) ترڅو خلکو ته لارښوونه وکړي او (د حق او حقیقت لپاره) د لارښوونې ښکاره نښې او ایتونه وي او (د حق او باطل تر منځ په ټولو برخو کې) بېلوالی رامنځته کړي.»

رمضان، هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی پکې امت ته ښکاره نصرت او فتحه په نصیب کړه. د بدر غزا د رمضان مبارکې میاشتې په اوولسمه ورځ وه، چې د مکې مشرکین پکې له سترې ماتې سره مخ شول او په دې مبارکه میاشت کې نورې برخلیک‌ټاکونکې جګړې هم شوې دي؛ د رمضان مبارکې میشتې په شلمه د مکې له فتحې نیولې بیا د بویب (د اوسنۍ کوفې ښار ته نږدې) تر جګړې پورې، چې همغه د فارس یرموک دی؛ هغه ځای چې مسلمانان د المثنی په مشرۍ په ۳۱هـ.ق کال د رمضان په څوارلسمه بریالي شول؛ وروسته د المعتصم په مشرۍ د ۲۲۳هـ.ق کال د رمضان په ۱۷مه عموریه فتحه شوه او د ۶۵۸ هـ.ق کال د رمضان په ۲۵مه د عین جالوت جګړه، چې مسلمانانو تاتاریانو ته پکې ماتې ورکړه او همداسې نورې بریاوې دي، چې په دغه مبارکه میاشت کې ترلاسه شوې دي.

د رمضان روژه، له قرآن سره داسې قرین ده، چې باطل ورته له هېڅ لارې نشي رسېدلی. روژه له فتحې او نصرت سره مل ده. روژه له جهاد سره مل ده. روژه د الله سبحانه وتعالی د احکامو له تطبیق سره تړاو لري او هر د نظر څښتن او عاقل پوهېږي، چې د الله سبحانه وتعالی احکام یو له بل څخه نه بېلېږي، مهمه نه ده چې دغه احکام د عباداتو اړوند دي که د جهاد، یا د معاملاتو اړوند دي که د اخلاقیاتو او یا هم د حدودو او که جنایاتو اړوند دي؛ ځکه ټول د نور له یوې سرچینې څخه دي او هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د لوی کتاب په ایتونو او د احادیثو په نصوصو کې تدبر وکړي، دا په ښکاره او څرګنده توګه موندلی شي؛ ځکه مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د حکیمانه ذکر له ایتونو څخه ﴿وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ﴾ تلاوت کوي، همدارنګه ﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ﴾ وایي او ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ﴾ تلاوتوي، لکه څنګه چې ﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ﴾ تلاوتوي، په همدې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په لړۍ کې د حج په اړه «خُذُوا عَنِّي مَنَاسِكَكُمْ» وایي، چې بیهقي په خپل سنن کبرا کې له سیدنا جابر رضی الله عنه څخه روایتوي او د حدودو په تړاو «خُذُوا عَنِّي، خُذُوا عَنِّي، قَدْ جَعَلَ اللهُ لَهُنَّ سَبِيلاً، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ، وَالرَّجْمُ» وایي، چې مسلم له عباده بن صامت څخه روایت کړی دی، په خپلو معاملاتو کې د «البَيِّعَانِ بِالخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا - أو قال حتى يتفرقا -» وایي، چې بخاري له حکیم بن حزام څخه روایت کړی دی؛ همدارنګه له خلیفه سره په بیعت کې «وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً» وایي، چې مسلم له عبدالله بن عمر څخه روایت کړی دی.

پر همدغه اساس اسلام یو نه‌تجزیه کېدونکی کُلیت دی، چې په واحد دولت، واحد ژوند او واحده ټولنه کې د هغه د پلي کېدو لپاره دعوت کېږي. هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی د ایتونو تر منځ فاصله رامنځته کړي او په دې باور وي چې دین له ژوند او یا دین له سیاست څخه بېل دي، نو په قطعي توګه د لویې ګناه او ستر جنایت مرتکب شوی دی او او دغه جنایت نوموړی د دنیا له رسوایۍ او د اخرت له دردناک عذاب سره مخ کوي.

اې مسلمانانو!

په داسې حال کې تاسو ته د دغو ټولو مواردو یادونه کوم، چې په دې ورځو کې د غزې پر خلکو د یهودو وحشیانه تېری شدید شوی دی او زه د غزې د خلکو اتلولۍ ته حیران شوم! وروستۍ څو میاشتې په داسې حال کې تېرې شوې، چې د یهودو ظالم رژیم خپلو هغو بریاوو ته هېڅ نه دی رسېدلی، چې د غزې د خلکو پر وړاندې یې ادعا کوله، خپل اعصاب او روان یې له لاسه ورکړی دی. که څه هم د امریکا او غرب په وسلو بشپړ سمبال دی، خو بیا هم له هغې مومنې ډلې سره، چې پرمختللې وسلې نه لري، د مخامخ جګړې پر ځای د ښځو او ماشومانو وژلو ته مخه کړې ده، ترڅو بریا ترلاسه کړي او په اړه یې خبرې وکړي!

د یهودو رژیم په خپلو لاسونو خپله ماته ترسیموي، ځکه دغه قوم د خلکو له ملاتړ او خوندیتوب پرته د جنګ خلک نه دي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل‌عمران: ۱۱۲]

ژباړه:‌ «دوی چې هر ځای پیدا شي، نو ذلت به پرې حاکم وي، خو دا چې (له خپلې ناوړه کړنلارې څخه لاس واخلي او په خپلو عملونو ته بیاکتنه وکړي) الله تعالی (د الله سبحانه وتعالی قوانین رعایت کړي) او خلکو ته پناه یوسي.»

یهودو، د خپلو پیغمبرانو له وخت راهیسې له الله سبحانه وتعالی سره خپل عهد او امان مات کړی دی او یوازې د امریکا او اروپا او د هغوی د مزدورانو چې د اسلامي خاورو خاین حکام دي، امان او ملاتړ ورته پاتې دی؛ هغه حکام له ښځو او ماشومانو سره د یهودانو وحشیانه تېري ویني، خو هېڅ اقدام نه کوي. په دغو حکامو غوره یې هغه دي، چې راپورته شوي او یوازې شهیدان او ټپیان شمېري!

﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]

ژباړه: «الله دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه اوړي!»

خو اې مسلمانانو!

له یهودو سره مبارزه او د هغوی وژل او له منځه وړل باید د راشد او مجاهد خلیفه په مشرۍ له دغو ظالمو دولتونو او لاسپوڅو حکامو وروسته وشي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ونه ځنډېږي؛ لکه څنګه چې امام احمد د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه روایت کړی، چې فرمایي: ‌

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه:‌ «وروسته به د ظالمو حکامو حاکمیت راشي او هر کله چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، هغه به له منځه یوسي او له هغه وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي او له هغه وروسته بیا چوپ شو.»

همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه حدیث په مصداق، مسلم داسې روایت کړی دی:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...»

ژباړه:‌ «تاسو به له یهودو سره حتمي جګړه کوئ او هغوی به وژنئ...!»

په پای کې لکه څنګه موږ باید روژې ته لېواله وو، چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه راضي شي او زموږ تېر ګناهونه معاف کړي، همداسې د نبوت پر منهج د خلافت دولت په تاسیس سره د اسلامي ژوند بیا راوستلو ته هم باید لېواله وو، ترڅو د الله سبحانه وتعالی د احکامو په پلي کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رأیه لاندې په دنیا کې بریالي شو او که خدای کول په اخرت کې هم د هغه سبحانه و تعالی د رحمت تر سیوري لاندې راشو او د اخرت بریالي هم شو؛ په دې توګه د دنیا او اخرت بریا ته رسېږو او دا تر ټولو ستره بریا ده!

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

۱۴۴۵ هـ.ق، د رمضان لومړۍ نېټه

۲۰۲۴م، د مارچ ۱۱مه

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابوالرشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې