پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام، ملي دولت رد کړی او اسلامي امت یوازې د واحد او ځواکمن خلافت دولت تر چتر لاندې متحد کېدلی شي!
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام، ملي دولت رد کړی او اسلامي امت یوازې د واحد او ځواکمن خلافت دولت تر چتر لاندې متحد کېدلی شي!

(ژباړه)

د خلافت په واحد دولت کې یووالی د بېلابېلو ملي دولتونو له وېش سره توپیر لري: د اسلامي نړۍ پر اقتصادي او امنیتي ستونزو سربېره مسلمانان نن ورځ په ۵۷ کمزورو ملي دولتونو وېشل شوي. د مسلمانانو تر منځ د اسلامي امت د یووالي په اړه بحثونه ورځ تر بلې زیاتېږي، ترڅو د امت قدرت او دبدبه ځواکمنه شي او د هغو ستونزو حل پیدا کړي، چې اوس ورسره لاس و ګرېوان دی. د امت یووالی په دې معنا دی، چې امت باید یو واحد دولت ولري، چې په نړۍ کې تر بل هر دولت لوی وي، یو واحد پوځ او یوه واحده خزانه ولري، چې د ولایتونو تر منځ یې هېڅ پوله او مرز نه وي ... په داسې حال کې به زیات شمېر ځوانان، د اسلامي خاورو ځواکمن پوځونه او له ثروت او پانګې ډکې خاورې له خلافت دولت سره یو ځای شي. هغه وخت به د کرنې تولیدات زیاتېږي، طبعي سرچینې او پراخې او بېلابېلې انرژۍ به رامنځه شي او خلافت به د اسلامي نړۍ ټولې سوداګریزې او سمندري لارې په خپل واک او کنټرول کې واخلي.

اسلام یوازینۍ کړۍ ده، چې ځانګړی یووالی رامنځته کوي. همدا اسلام دی چې د یوه واحد امت په توګه مسلمانان له نورو امتونو او قومونو څخه بېل معرفي کوي او د هغوی تر منځ د نژاد، رنګ، قبیلې، قوم، ملت او هېواد پر اساس هر ډول وېش او بېلتون ردوي ... اسلام پر اسلامي امت د واحد دولت جوړول چې خلافت دولت دی، واجب کړي دي او د ټول اسلامي امت لپاره د یوې واحدې سرچینې سلطه (د خلیفه واک) په رسمیت پېژني. اسلام د مسلمانانو د دولت او واک وېش حرام کړی دی، هغه که تر هر نامه لاندې وي. پر همدغه اساس د اسلامي دولت مفهوم د ملي دولت له مفهوم سره ډېر توپیر لري.

ملي دولت په اصل او اساس کې له اسلام سره ټکر لري: د ملي دولت مفهوم د مسیحي اروپا له تاریخ او عقیدو څخه را ټوکېدلی؛ یعنې له اسلام سره په بشپړه توګه ټکر لري او دغه مفهوم د اروپا د مسیحي دولتونو تر منځ له دېرش کلنې مذهبي جګړې وروسته رامنځته شو. دغو دولتونو لومړی په خپلو کې د هوکړو په اړه خبرې اترې پیل کړې، چې په پایله کې یې د "وسټفالیا" سوله رامنځته شوه او دغه جګړه په ۱۶۴۸م کال پای ته ورسېدله. دغه پیل د نوي ملي دولت د ظهور لپاره و، چې اروپایي ستونزې او شخړې پای ته ورسوي.

په غرب کې پانګوال دولتونه د ملي دولت پر مفهوم ولاړ دي او هغه داسې چې: ملت پر دې باور دی چې حاکمیت د دوی دی او په دې توګه دولت د خپل ځان ګڼي. هر ملت د دغه مفهوم په چوکاټ کې تعرفېږي. امت په غربي مفکوره کې ممکن د یوه واحد بنسټ او یا د ډېرو نورو لاملونو لکه؛ جغرافیې، تاریخ، قومیت، میراث او ژبې پر اساس معرفي شي.

د ملي دولت مفهوم په اساس کې فاسد دی، ځکه له امت څخه د ناسم درک پر اساس ولاړ دی. امت به د ژوند په ډګر کې یوازې هغه وخت د یوه امت په توګه را څرګند شي، چې په همدې توګه د امت مفاهیم، باورونه، معیارونه او نړۍلید هم ولېږدوي؛ په داسې حال کې چې د هغوی تاریخ، جغرافیه، قومیت، ژبه او میراث دا توان لري، چې د خلکو تر منځ د یوه قوم د ګډو ځانګړتیاوو په رامنځته کولو کې اغېزناک وي، خو د امت په جوړولو او د هغه په ژوند کې د واحد نړۍ‌لید او لیدلوري په جوړولو کې خاص رول نه لري. د یوه امت د جوړولو لپاره یوازینۍ سمه لاره دا ده، چې امت باید د یوې ګډې مبدأ او اصل پر بنسټ جوړ شي. پر همدغه اساس له امت څخه سم تعریف یوازې د هغه په ګډه ایډیولوژۍ پورې تړاو لري. سربېره پر دې ملي دولت ستونزو او شخړو ته د پای ټکی نه دی اېښی، بلکې هغوی یې په نوې بڼه رامنځته کړې دي. په حقیقت کې همدا شخړې د ملي دولتونو تر منځ دي، چې ټوله نړۍ یې له ستونزو، سیالیو، شخړو او جګړو سره مخ کړې ده او نړیوالو جګړو ته یې لاره هواره کړې ده.

د ملیت پالنې او ملي دولتونو د فساد زیانونه: ‌د غرب د ادعا خلاف ملي دولت ډېرو شخړو او جکړو ته لمن وهلې ده او د دوو لویو نړیوالو جګړو لامل و. د ملي دولت مفهوم له دې څخه راځي، چې یو ملت دې پر نورو ملتونو غوره وي او یو نژاد دې پر نورو نژادونو واک ولري؛ هغه فکر چې المان، فرانسې، روسیې، انګلیس او ډېری غربي دولتونو، ملتونو او استعمارګرو له ځان سره درلود. د همدغو ملي دولتونو د ستونزو او شخړو پر بنسټ، نن ورځ د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه او همدارنګه د امریکا او چین تر منځ اختلاف روان دی.

ملي دولت د امپراتورۍ د استعماري پراختیا لپاره د لا ډېرې لېوالتیا لامل شوی دی. کله چې په اروپا کې نويو راټوکېدلو ملي دولتونو (د ملي دولت د منلو پر اساس) سیمه‌ییزه او اقلیمي پراختیا نشوای کولی، نو استعماري پراختیا ته یې مخه کړه؛ هغه څه چې د ډېرو ویچاړیو لامل شوه. ښه بېلګه یې اسلامي نړۍ ده، چې دغه استعمار پکې تر نن ورځې پورې دوام لري، خو بڼه یې معاصره ده او د مستقیم نظامي اشغال پر ځای یې د سیاسي او اقتصادي استعمار لاره غوره کړې ده. البته واقعیت داسې دی، چې اوسنی نوی استعمار، ښايي د هغه نوې افراطي او پرمختللې بڼه وي او د غرب په تاریخ کې به د مخکینیو دورو په پرتله تر ټولو بده دوره وي.

ملي دولت پر استعمار سربېره په خپل وېش او تفرقې خپرولو سره اسلامي امت ته ډېر زیانونه اړولي دي. په داسې حال کې چې مسلمانان فکر کوي، چې ملي دولت دوی ته له استعمار څخه ازادي ورکوي؛ خو په حقیقت کې یې مسلمانان ذلیل او کمزوري کړي دي. د عرب او ترک د ملیت په سبب عربانو قیام وکړ او ځانونه یې د حکومتي مسولیت په برخه کې د ترکانو له رهبرۍ څخه وایستل او په دې توګه د بالکان سیمه له عثماني خلافت څخه بېله شوه او الله سبحانه وتعالی کفار زموږ پر چارو واکمن کړل. ان په دې وروستیو کې پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره له امریکا څخه د افغانستان پر ضد ملاتړ وکړ. پر همدغه اساس سعودي عربستان، سوریې، ترکیې، کوېټ او اماراتو پر عراق باندې د امریکا له برید څخه ملاتړ وکړ او همدا لامل دی چې د اسلامي خاورو اوسنيو حکامو د کشمیر او فلسطین د ازادۍ لپاره له قتال او مبارزې څخه لاس اخیستی دی.

هو، بشریت د ملي دولت په سبب ډېر زیانونه لیدلي او بشریت باید پر هغه ځانګړي مفهوم تدبر وکړي، چې اسلام یې له امت، ورورۍ، یووالي او دولت څخه وړاندې کوي او د مسلمانانو په مشرۍ د نوي نړیوال نظم په توګه دې د اسلام په لوري حرکت وکړي.

مسلمانان هغه واحد امت دی، چې ایمان یو موټی کړي دي: مسلمانان د خاورې، قبیلې، نژاد، هویت او ژبې پر اساس یو واحد امت نه دي؛ بلکې اسلام د ملي پالنې، ملي هویت، ملي نژاد، ملي ګټو او ملي دولت له غربي مفاهیمو سره ډېر توپیر لري. مسلمانان یو واحد امت دي، چې د اسلام په واسطه یو موټی شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَٱعتَصِمُواْ بِحَبلِ ٱللَّهِ جَمِیعٗا وَلَا تَفَرَّقُواْ﴾ [آل‌عمران: ۱۰۳]

ژباړه: د الله په رسۍ منګولې ټینګې کړئ او متفرق کېږئ مه.

دغه ایت بیانوي چې مسلمانان باید په یوه واحد ټولي کې او د یوه واحد حاکمیت تر چتر لاندې سره متحد شي. ابن کثیر د دغه ایت په تفسیر کې وایي: «هغوی ته (الله سبحانه وتعالی) په یووالي امر کړی او له تفرقې څخه یې منعه کړي دي.» او په بل ځای کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا ٱلمُؤمِنُونَ إِخوَةٞ﴾ [حجرات: ۱۰]

ژباړه: مومنان د یو او بل وروڼه دي.

قرطبي رحمه الله د دغه ایت په تفسیر کې وایي: «یعنې (مومنان) په دین او حرمت کې (سره وروڼه دي)، نه په نسب کې؛ له همدې امله ویل کېږي، چې د دین وروري د نسب له ورورۍ څخه غښتلې ده. د نسب وروري د دین په توپیر سره له منځه ځي، خو دیني وروري د نسب په توپیر سره له منځه نه ځي.» رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«هَذَا كِتَابٌ مِنْ مُحَمَّدٍ النَّبِىِّ صلى الله علیه وسلم بَینَ الْمُسْلِمِینَ وَالْمُؤْمِنِینَ مِنْ قُرَیشٍ وَیثْرِبَ وَمَنْ تَبِعَهُمْ فَلَحِقَ بِهِمْ وَجَاهَدَ مَعَهُمْ أَنَّهُمْ أُمَّةٌ وَاحِدَةٌ دُونَ النَّاسِ» (رواه البیهقي في السنن الكبرى)

ژباړه: دا د محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لخوا کتاب دی، د قریشو او یثرب د مسلمانانو او مومنانو تر منځ او هر هغه څوک چې له دوی څخه یې پیروي کړې، له دوی سره یو ځای شوي دي او له هغو سره یې جهاد کړی (باید پوه شي)، چې دوی له ټولو خلکو بېل یو واحد امت دی.

هو، اسلامي امت په اصل کې یو واحد امت دی او د هغوی تر منځ باید اسلامي وحدت رامنځته شي؛ خو د دوی تر منځ سیاسي یووالی د خلافت په تاسیس سره رامنځته کېدلی شي. بلخوا د یادونې وړ ده چې اسلامي دولت په مدینه کې یو ملي دولت نه و؛ بلکې پر یوه واحد امت باندې واکمني او حاکمیت و. اسلامي امت متحد او یو موټی مومنان وو. د قبیلو او قومونو پر توپیر سربېره، تاریخ پر دې شاهد دی چې اسلام څه ډول د دریو لویو وچو خلک په ایمان سره متحد کړل او هغوی یې اسلام ته پر مخلص او وفادار واحد امت بدل کړل.

مسلمانان باید د نژاد، قومیت او ... پر اساس متفرق نشي: اسلام د نژاد، قبیلې، قوم، ژبې او ... پر اساس د تفرقې او تبعیض ټولې بڼې ردوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خطبة الوداع کې داسې وفرمایل:

«یا أَیها النَّاسُ أَلا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَباكُمْ وَاحِدٌ، أَلا لا فَضْلَ لِعَرَبِی على عَجَمِی، وَلا لِعَجَمِی عَلَى عَرَبِی، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، ولا أَسْوَدَ على أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَ» (رواه الإمام أحمد)

ژباړه: اې خلکو پوه شئ، چې ستاسو رب یو دی او دا چې یو پلار لرئ، نو پام مو وي چې عربي پر عجمي او عجمي پر عربي غوره نه دی، همداسې سور پر تور او تور پر سره غوره نه دی، مګر په تقوا سره.

«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّیةَ الْجَاهِلِیةِ وَفَخْرَهَا بِالآبَاءِ، مُؤْمِنٌ تَقِی وَفَاجِرٌ شَقِی، أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ. لَیدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ أَوْ لَیكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلاَنِ الَّتِی تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتْنَ» (رواه أبو داود)

ژباړه: الله تعالی د جاهليت د وخت تکبر او پر پلرونو (قومونو) وياړ له تاسو څخه ايسته کړی دی (تاسو يې ترې منعه کړي ياست) سړی به يا پرهېزګار مؤمن او يا به بدمرغه او نافرمانه فاجر وي. تاسو ټول د ادم اولاد ياست او ادم له خاورې څخه و. خلک باید خامخا پر خپلو قومونو وياړ پرېږدي، ځکه پر قومونو وياړ کوونکي خلک د جهنم سون توکي دي او که نه (که پر قومونو فخر کول پرېنږدي) نو د الله تعالی پر وړاندې به تر هغې ګونګوټې (تورې کوچنۍ حشرې) ډېر سپک او ذليل شي چې په خپله پزه چټلي ټيلوهي.

په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی بشر د بېلابېلو قبیلو او ملتونو په توګه پیدا کړی دی، ترڅو یو او بل سره وپېژني، نه د دې لپاره چې په خپلو کې تبعیض او غوره‌والی وکړي؛ بلکې د خلکو تر منځ د غوره‌والي معیار تقوا ده. دا هغه مسله ده چې یوازې الله سبحانه وتعالی ترې خبر دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿یٰٓأَیهَا ٱلنَّاسُ إِنَّا خَلَقنَٰكُم مِّن ذَكَرٖ وَأُنثَىٰ وَجَعَلنَٰكُم شُعُوبٗا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓاْۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ ٱللَّهِ أَتقَىٰكُمۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِیمٌ خَبِیرٞ﴾ [حجرات: ۱۳]

ژباړه: اې خلکو! موږ تاسو له یوه سړي او یوې ښځې (ادم او حوا) څخه پیدا کړي یئ او بیا مو تاسو په قومونو او قبیلو بدل کړي یئ، ترڅو یو او بل وپېژنئ. له شکه پرته چې د الله په نزد په تاسو کې تر ټولو غوره انسان پرهېزګاره کس دی. الله په هر څه خبر او پوهېدونکی دی.

د اسلام او ورورۍ له اړیکې پرته بلې هرې اړیکې ته دعوت کول، لویه ګناه ده: اسلام د قوم او قبیلې لپاره دعوت کول رد کړي او هغه دعوت یې خطرناک ګڼلی، چې مسلمانان متفرق او کمزوري کوي او د همدغه دعوت په لار کې مرګ د جاهلیت د مرګ په څېر دی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَایةٍ عُمِّیةٍ یدْعُو عَصَبِیةً أَوْ ینْصُرُ عَصَبِیةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِیةٌ» (رواه مسلم)

ژباړه: څوک چې د عصبیت د غیرت تر بیرغ لاندې ووژل شي (په داسې حال کې چې) عصبیت ته دعوت کوي او د عصبیت د نصرت لپاره هڅې کوي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې د عصبیت په اړه وایي: «یعنې هغه څوک چې د دین د نصرت لپاره نه غوسه کېږي، بلکې د عصبیت لپاره غوسه کېږي؛ عصبیت دا دی چې یو کس په ظلم کې له خپل قوم څخه ملاتړ وکړي.» پر همدغه اساس پر موږ مسلمانانو واجب دي چې قومي دعوتونه پرېږدو او یوازې د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ منګولې ټینګې کړو؛ ځکه زموږ د ځواک او قدرت یوازینۍ لاره همدا ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم (د مسلم رحمه الله په روایت) د قوم او قبیلې پر اساس غوره‌والی داسې منعه کړی دی:

«اقْتَتَلَ غُلاَمَانِ، غُلاَمٌ مِنَ الْمُهَاجِرِینَ وَغُلاَمٌ مِنَ الأَنْصَارِ فَنَادَى الْمُهَاجِرُ أَوِ الْمُهَاجِرُونَ یا لَلْمُهَاجِرِینَ‏.‏ وَنَادَى الأَنْصَارِی یا لَلأَنْصَارِ،‏ فَخَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله علیه وسلم فَقَالَ: "مَا هَذَا، دَعْوَى أَهْلِ الْجَاهِلِیةِ؟!"»‏ ‏(رواه مسلم)

ژباړه: دوو غلامانو (ماشومانو) پخپلو کې جګړه وکړه، یو یې له مهاجرینو او بل له انصارو څخه و، مهاجر غلام (ماشوم) مهاجرین راوبلل او انصاري غلام (ماشوم) انصار راوبلل، (دا مهال) رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرون راووت او ویې فرمایل: «دا د جاهلیت رابلل څه شی دي؟!»

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعوت جاهلي دعوت بللی، نو له دغه دعوت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناخوښۍ هغه (شدت) څرګندېږي. دغه دعوت هغه چاره ده چې جاهلیت (د قریشو جاهلیت) پکې دی، لکه قبیلې چې د دنیا او د هغې اړوند چارو کې له یو او بل سره مرسته کوي. هغه مهال به جاهلیت خپل حقونه د عصبیت پر اساس او د قبیلو (د اړیکې او واقعیت) له مخې ترلاسه کول؛ خو اسلام راغی او دغه موضوع یې له منځه یووړه او مسایل یې د شرعي احکامو پر اساس حل او فصل کړل.» تری جویی را بر اساست قومی و قبیله‌ای را چنین نهی نموده است: سبحانه و روسل و جهان

هغه څه چې د جزیرة العرب دښمنې قبیلې یې پر یوه ټغر سره راټولې کړې، نسب نه و؛ بلکې اسلام و، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم تعصب په کلکو ټکو رد کړ. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ تَعَزَّى عَلَیكُمْ بِعَزَاءِ الْجَاهِلِیةِ فَأَعِضُّوهُ بِهَنِّ أَبِیهِ وَلَا تُكَنُّوا»‏ (رواه أحمد)

ژباړه: څوک چې تاسو ته د جاهلیت د وخت په تسلیت سره تسلیت ووایي، له هغه سره داسې چلند وکړئ، چې پلار ته یې سپکاوی وشي او تاسو ذلیل نه شئ.

ملا علي قاري رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «(من تعزی) یعنې یو څوک په خلاصو سترګو ځان ته د جاهلیت د وخت په تسلیت سره نسبت وکړي؛ یعنې د خپلې کورنۍ، پلورونو او نیکونو په نسب وویاړي.»

اسلام د نژاد، قبیلې او ملت پر اساس ډلې جوړول حرام کړي دي: ابن مسعود رضی الله عنه وایي: «څوک چې په ناحقه د خپل قوم ملاتړ وکړي، د هغه اوښ په څېر دی چې (په څاه کې) ولوېږي او بیا یې له لکۍ څخه کشوي.» (سنن ابی داود) او امام خطابي په (معالم السنن) کې وایي: «د (ابن مسعود رضی الله عنه) د خبرې معنا دا ده، چې دغه ډول کس د ګناه په (څاه) کې لوېدلی او هلاک کېږي؛ ځکه کله چې اوښ په څاه کې ولوېږي او په لکۍ لخوا سره یې د را ایستلو هڅه وشي، معنا دا چې د ژغورلو هېڅ لاره نه لري.»

شافعي رحمه الله وایي: «څوک چې په خپلو خبرو کې عصبیت ښکاره کړي، له هغه سره انس (عادت) وکړي او د هغه لپاره دعوت وکړي؛ که څه هم د هغه په لاره کې په جنګ کې ځان قربان نه کړي، خو بیا یې هم شاهدي نه منل کېږي؛ ځکه تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، هغه حرام عمل يې  کړی، چې د مسلمانو علماوو تر منځ د هغه په اړه هېڅ اختلاف نشته دی.» د الله سبحانه وتعالی په دغه قول سره، چې فرمایي: ﴿إِنَّمَا ٱلمُؤمِنُونَ إِخوَةٞ؛ له شک پرته مومنان د یو او بل وروڼه دي. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبرې سره، چې فرمایي: «وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا؛ او د وروڼو په څېر د الله بنده‌ګان شئ ...» استناد کوي. (سنن الصغیر بیهقي)

بدرالدین عیني حنفي (۸۵۵ هـ.ق مړ) په "عمدة القاري شرح صحیح البخاري" کې وایي: «د دې خبرې "مَا بَال دَعْوَى الْجَاهِلِیة؟... د جاهلیت په لوري د دعوت اهمیت څه دی؟ ..." معنا دا ده چې یو او بل د قبیلوي ارزښتونو په لوري را ونه بولئ؛ بلکې د یوه واحد دعوت په لوري یې را وبولئ او د اسلامي په لوري یې راوبولئ. وروسته وایي: د دې اهمیت څه دی؟ یعنې هغو له څه شي سره مخ شول او دلیل یې څه دی؟ (چې د جاهلیت په لوري یې رابولي) او د دې خبرې "دَعُوهَا...پرې اېږدئ ..." معنا دا ده چې دا خبرې پرېږدئ او دغه دعوت مه کوئ. وروسته یې د پرېښودلو حکمت بیا کړی او فرمایي: "فَإِنَّهَا خبیثة...ځکه هغه بد دی" یعنې د جاهلیت لپاره دغه دعوت چټل دی؛ همدارنګه بد، ناوړه، منفور او مضر دی؛ ځکه د جاهلیت لپاره دعوت په ناحقه قهر او د باطل لپاره جګړه رامنځته کوي او پایله یې یوازې دوزخ ته تګ دی.» همدارنګه په یوه حدیث کې داسې راغلي:

«من دَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِیة فَلَیسَ منا ولیتبوأ مَقْعَده من النَّار»

ژباړه: څوک چې د جاهلیت لپاره دعوت وکړي، له موږ څخه نه دی او ځای به یې په دوزخ کې وي.

پر مسلمانانو واجب دي چې واحد خلیفه ولري: اسلامي امت سربېره پر دې چې له نورو ملتونو څخه یو بېل امت دی، یو واحد امت دی چې د یوه خلیفه تر حاکمیت لاندې په یوه واحد دولت کې ژوند کوي. همدرانګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَإِنَّهُ لاَ نَبِی بَعْدِی، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ،قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَیعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ» (رواه مسلم)

ژباړه: له شک پرته له ما وروسته به بل پیغمبر رانه‌شي، له ما وروسته به ډېر خلفاء راشي، وویل شول: هغه مهال موږ ته په څه امر کوئ؟ ویې فرمایل: له لومړي او بیا له لومړي بیعت (تل له هغه لومړي کس سره بیعت وکړئ، چې د خلیفه په توګه بیعت اخلي) سره وفا وکړئ.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «د دغه حدیث معنا دا ده چې که چېرې له یوه خلیفه سره تر بیعت وروسته له بل خلیفه سره بیعت وشي، نو لومړی بیعت سم دی او باید ورته ژمن پاتې شئ او دویم بیعت باطل دی او ژمنتیا ورته حرامه ده. همدارنګه د دویم خلیفه لپاره د خلافت غوښتنه حرامه ده. مهمه نه ده چې له دویم خلیفه سره دې علماوو او پوهانو بیعت کړی وي او له لومړي خلیفه سره دې ناپوهانو بیعت کړی وي. دا هم مهمه نه ده چې هغه دواړه کسان چې بیعت ورسره شوی، په یوه ښار کې دې وي او یا دې په دوو ښارونو کې وي او یا یو دې په هغه ښار کې وي چې په هغه کې پخوانی خلیفه و او بل دې په بل ښار کې وي.»

له ابن اسحاق څخه روایت دی چې ابوبکر رضی الله عنه په خپله خطبه کې وفرمایل: «د مسلمانانو لپاره روا نه ده چې دوه امیران ولري؛ که داسې وشي، نو په چارو او احکامو کې یې اختلاف رامنځته کېږي، د مسلمانانو ټولی متفرق کېږي او تر منځ یې شخړه پیدا کېږي. هغه مهال بیا سنت تر پښو لاندې کېږي، بدعت غالبېږي او فتنه پراخېږي. هېڅوک داسې حق نه لري.» له همدې امله عمر رضی الله عنه د دریو لویو وچو د مسلمانانو خلیفه و؛ هغه څه چې د هغه وخت په ډیرو ابتدایي امکاناتو کې ممکن وو؛ نو اوس به د ټېکنالوژۍ، معلوماتو او هوایي سفرونو په عصر کې ولې امکان نه لري؟

مسلمانانو ته روا نه ده چې په یوه وخت کې دوه خلفاء ولري: امام شافعي رحمه الله په خپل کتاب (الرسالة) کې وایي: «کوم څه چې مسلمانان پکې د نظر یووالی لري، هغه دا دي چې خلیفه او امام باید یو وي، قاضي باید یو وي او امیر باید یو وي.» امام ماوردي په خپل کتاب (احکام السلطانیه) کې وایي: «که چېرې د امامت عقد له دوو امامانو سره په دوو ښارونو کې وشي، د دواړو امامانو امامت نه کېږي، ځکه د اسلامي امت لپاره دا روا نه ده، چې په یوه وخت کې دې دوه امامان ولري.» او ابن حزم (۴۵۸هـ.ق، مړ) په خپل کتاب "مراتب الاجماء" کې وایي: «په دې کې هم‌نظره دی، چې د مسلمانانو لپاره روا نه ده چې په ټوله نړۍ کې دې په یوه وخت کې دوه داسې امامان وي، چې له یو او بل سره دې یا موافق وي او یا هم مخالف، یا دې دواړه په یوه سیمه کې وي او یا هم په دوو بېلو سیمو کې.»

دا شرعي حکم د هغه وخت لپاره دی، چې دوه خلفاء د اسلام پر اساس پر مسلمانانو حکومت وکړي؛ نو د هغه حالت حکم به څه وي، چې لسګونه حاکمان د اسلام خلاف پر مسلمانانو حکومت کوي، مسلمانان متفرق کوي او پر څو دولتونو یې وېشي؟!

د مسلمانانو د واحد واک او سلطې وېشل په قطعي او لازمي ډول منعه دي: پر مسلمانانو لازمه ده چې واحد خلیفه ولري، د دوی متفرق کول او وېشل لویه ګناه ده. د قدرت او سلطې د یووالي خونديتوب په اسلام کې یو اساسي امر دی، ان تر دې چې د هغه لپاره قتل روا دی. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي:

«إِذَا بُویعَ لِخَلِیفَتَینِ فَاقْتُلُوا الآخَرَ مِنْهُمَا» (رواه مسلم)

ژباړه: که چېرې له دوو خلفاوو سره بیعت وشو، وروستی (دویم) خلیفه یې ووژنئ.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې فرمايي: «علماء په دې اړه د نظر اتفاق لري، چې په یوه وخت کې له دوو خلفاوو سره د خلافت عقد کول روا نه دي، که څه هم دارالاسلام پراخ شوی وي او یا نه وي پراخ شوی. د حرمین شریفین امام په خپل کتاب «الارشاد» کې فرمایي: «زموږ اصحابو ویل: د خلافت عقد د دوو کسانو لپاره روا نه دی» او وایي: «زما په نظر په یوه ځای کې د دوو کسانو لپاره عقد کول روا نه دي او پر دې امر اجماع شوې ده». همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«فَمَنْ أَرَادَ أَنْ یفَرِّقَ أَمْرَ هَذِهِ الْأُمَّةِ وَهِی جَمِیعٌ، فَاضْرِبُوهُ بِالسَّیفِ كَائِنًا مَنْ كَانَ» (رواه مسلم)

ژباړه: هر څوک چې غواړي دغه امت په داسې حال کې ووېشي، چې یو موټی دی، هغه په توره ووهئ، که هر څوک وي.

نووي رحمه الله د دغه حدیث په شرحه کې وایي: «په دغه (حدیث) کې له هغو کسانو سره د جنګ امر شوی، چې د امام پر وړاندې قیام کوي یا غواړي چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه او یا هغې ته ورته بل څه رامنځته کوي. دا ډول کسان باید له خپل دغه کار څخه را وګرځول شي او که چېرې یې لاس نه اخیست او شر یې له وژل کېدو پرته پای ته نه رسېد، نو بیا دې ووژل شي.»

په اسلامي امت کې اصل دا دی چې ټول باید تر یوه واحد قدرت او سلطې لاندې وي، چې د خلافت له قدرت او سلطې څخه عبارت دی او هر څوک چې وغواړي هغه په کوچنیو رژیمونو او هېوادونو ووېشي، نو د هغوی لپاره شرعي حکم وژل دي.

لنډه دا چې خلافت د اسلامي امت د یووالي لپاره یوازینۍ عملي لار ده او بس: یوازې د اسلام ستر دین دی، چې هغو تل‌پاتې شخړو ته د پای ټکی اېږدي، چې ملي دولت رامنځته کړې دي. د اسلام دین د ورورۍ هغه قوي اړیکه جوړوي، چې د بشریت د رښتیني هدف پر اساس ولاړه ده (چې هغه د الله سبحانه وتعالی عبادت دی) او د خلکو تر منځ هغه درز چې د نژاد، قوم او ملت پر اساس رامنځته شوی، د ایمان په زور له منځه وړي.

اسلام د اسلامي امت لپاره یو واحد واک او سلطه غواړي او تفرقه او وېش یې حرام کړي دي. همغه د راشده خلافت سلطه ده، چې انشاءالله ډېر ژر به را وګرځي؛ هغه مهال که الله سبحانه وتعالی وغواړي، نو خپل نصرت به را ولېږي او په عملي ډګر کې به سره متحد شو. ډېر ژر به دغه سلطه په یوه اسلامي خاوره کې د اسلام او اسلامي ورورۍ پر بنسټ رامنځته شي، نه د قومیت پر اساس. ډېر ژر به د نبوت پر منهج خلافت په پوره جدیت سره، د اسلامي نړۍ ټولې سیمې د ځواکمن واحد دولت تر چتر لاندې سره یو ځای کړي او ټول مسلمانان به له اندونیزیا څخه تر المغرب پورې ایماني ورورۍ او دوستۍ ته راوبولي؛ هغه څه چې اسلام ورته را بللي دي. خلافت به د ملي دولتونو د مرزونو د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي، هغه مرزونه چې مسلمانان یې متفرق او له ډېر وخت راهیسې کمزوري کړي دي.

له الوعی مجلې څخه

شمېره: ۴۴۸-۴۴۹ 

لیکوال: مصعب عمیر – ولایه پاكستان

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې