شنبه, ۱۹ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ولي الأمر لقب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ولي الأمر لقب

بسم الله الرحمن الرحیم

له حديث شريف سره

مسلم په خپل صحيح کې روايت کړی دی:

 عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: "خِيَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ وَشِرَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُبْغِضُونَهُمْ وَيُبْغِضُونَكُمْ وَتَلْعَنُونَهُمْ وَيَلْعَنُونَكُمْ قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلَا نُنَابِذُهُمْ بِالسَّيْفِ فَقَالَ: لَا مَا أَقَامُوا فِيكُمْ الصَّلَاةَ وَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْ وُلَاتِكُمْ شَيْئًا تَكْرَهُونَهُ فَاكْرَهُوا عَمَلَهُ وَلَا تَنْزِعُوا يَدًا مِنْ طَاعَةٍ".

له عوف بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايلي يې دي: «ستاسو غوره امامان (حاکمان) هغه دي چې تاسو ورسره محبت لرئ او هغوی هم له تاسو سره محبت لري، هغوی تاسو ته دعا کوي او تاسو هغوی ته دعا کوئ او ستاسو شرير او ناوړه امامان هغه دي چې تاسو ورسره بغض (کينه او دښمني) کوئ او هغوی هم له تاسو سره بغض لري او تاسو پر هغوی لعنت وايئ او هغوی پر تاسو لعنت وايي: اصحابو وويل: اې د الله رسوله! ايا د دوی پر وړاندې توره پورته نه کړو؟ ويې فرمايل: نه، تر هغه چې په تاسو کې لمونځ اقامه کوي او کله چې مو له خپلو چارواکو داسې څه وليدل چې تاسو يې ناوړه بولئ، نو عمل يې ناوړه وبولئ خو له اطاعت څخه يې لاس مه اخلئ.»

نووي د مسلم په شرح کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې قول: «خِيَار أَئِمَّتكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ» په اړه وايي چې دلته  په «يُصَلُّونَ» او «تُصَلُّونَ» کې صلاة د دعا په معنا دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې حديث کې د خلافت په دولت کې، حاکم امام نومولی دی.

له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نور صحيح روايتونه هم شته چې هغه صلی الله عليه وسلم حاکم د خليفه په لقب هم نومولی دی. لکه هغه حديث چې مسلم په خپل صحيح کې له ابو سعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت کړی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا

ژباړه: کله چې په يوه وخت کې د دوو خليفه‌ګانو لپاره بيعت واخيستل شي، نو دويم يې ووژنئ.

دغه راز اصحابو د حاکم لپاره د امير المؤمنين لقب د غوره کولو پر جواز اجماع کړې ده. حاکم په خپل مستدرک کې له ابن شهاب زهری څخه روايت کړی دی چې عمر بن عبد العزيز له ابو بکر بن سليمان بن ابي حثمه څخه وپوښتل: ... چې پخوا د ابو بکر رضي الله عنه په عصر کې ليکل کېدل: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خليفه له لوري، بيا د عمر رضي الله عنه د دور په لومړيو کې ليکل کېدل: د ابو بکر د خليفه له لوري، نو د لومړي وار لپاره چا وليکل چې د امير المؤمنين له لوري؟ هغه وويل: شفاء ـ چې له لومړيو مهاجرينو ښځو څخه ده ـ ما ته روايت کړی چې عمر رضي الله عنه په عراق کې خپل عامل ته وليکل چې دوه تنه چابک اشخاص راته رارولېږه، تر څو د عراق او د عراق د خلکو حال او احوال ترې وپوښتم، د عراق عامل د بليد بن ربيعه او عدی بن حاتم په نومونو دوه تنه ورولېږل، کله چې دوی مدينې ته ورسېدل، خپل اوښان يې د مسجد په صحن کې پرې ايستل او دوی مسجد ته ننوتل، هلته له عمرو بن عاص رضي الله عنه سره مخ شول، هغه ته يې وويل: اې عمرو! له امير المؤمنين سره زموږ لپاره د ملاقات اجازه واخله، هغه وويل: پر الله سوګند چې تاسو د هغه لپاره مناسب او ښه نوم غوره کړ، موږ مؤمنان يو او هغه مو امير دی. عمرو ابن عاص رضي الله عنه له ځنډ پرته د عمر رضي الله عنه خوا ته ورغی او ورته ويې ويل: السلام عليکم اې امير المؤمنين! عمر رضي الله عنه ورته وويل: په دې نامه کې تا ته څه ښکارې اې عمرو! الله پوهېږي چې ته څه وايې! عمرو ابن عاص رضي الله عنه وويل: بليد بن ربيعه او عدي بن حاتم راغلل، خپل اوښان يې د مسجد په صحن کې پرې ايستل، بيا دننه زما خوا ته راغلل او راته ويې ويل: اې عمرو! له امير المؤمنين سره زموږ لپاره د ملاقات اجازه واخله، پر الله سوګند دوی ستا لپاره ډېر مناسب نوم غوره کړ، موږ مؤمنان يو او ته مو امير يې. نو کاتب بيا له همغې ورځې د «د امير المؤمنين له لوري» ليکل پيل کړل. او شفاء د ابو بکر بن سليمان انا (نيا) وه. تر دې وروسته په همدې توګه د امير المؤمنين نوم د صحابه‌و په وخت کې او هم تر هغوی وروسته د خلفاوو لپاره کارېده. د دې روايت پر اساس، تر دې وروسته تل عمر رضی الله عنه ته د اصحابو په مخکې امير المؤمنين ويل کېده چې هغوی ليده او اورېده، خو هيڅ صحابي هم له دې سره مخالفت نه دی کړی، نو په دې توګه دا د اصحابو اجماع ده.

له تېر بحث څخه څرګندېږي چې که د مسلمانانو حاکم د امام، خليفه او امير المؤمنين په لقبونو ونومول شي، دا سم کار دی. ځکه له دغو لقبونو څخه هر يو يې شرعي دليل لري چې پر صحت يې دلالت کوي. خو زما لپاره د خليفه لقب تر ټولو خوښ او زړه ته نږدې لقب دی، ځکه دا لقب موږ ته زموږ تېر تاريخ رايادوي، چې په هغه سره د وياړ، عزت او حيثيت احساس کوو او موږ هڅوي چې خليفه بېرته راوګرځوو، دا هغه لقب دی چې تل د الله سبحانه و تعالی د دښمنانو په زړونو کې وېره او رعب خپروي او خوب يې له سترګو تښتوي او دوی ته هغه ماتې ور په زړه کوي چې د خلافت په زرين دوران کې يې د خلفاوو لخوا خوړلي دي. نو کله چې الله سبحانه و تعالی له خپلې خوښې سره سم بېرته موږ ته خلافت راکړي، نو خپل ولي الأمر ته به د خليفه په نامه غږ وکړو، تر څو کافران ـ چې په خپلو ټول توان يې د دې لقب د له منځه وړلو لپاره هڅې کړي ـ له خپلې غوسې څخه مړه شي او هيلې يې د سراب په څېر په ناهيلۍ بدلې شي. نو کله چې خلافت دوباره قايم شي، امت به يو وار بيا د حيثيت او ځواک څښتن شي، هغه څه چې د کفارو د وېرې او رعب سبب کېږي.

اې الله! دغه ښکلې او ځلانده ورځ ژر پر موږ ولوروه!

ژباړه: يما افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې