جمعه, ۱۸ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
قرآن او روژه
بسم الله الرحمن الرحيم
قرآن او روژه

(ژباړه)

عبد الله بن عباس رضي الله عنه وایي:

«کان النبی صلی الله علیه وسلم أجود الناس باالخیر، وکان أجود مایکون فی رمضان، حین یلقاه جبریل، وکان جبریل علیه السلام یلقاه کل لیلة فی رمضان حتی ینسلخ، یعرض علیه النبی صلی الله علیه وسلم القرآن، فإذا لقیه جبریل علیه السلام کان أجود بالخیر من الریح المرسلة» (سنن بن ماجه)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په نېکیو کې تر ټولو ډېر سخي کس و او کله به چې جبرائیل علیه السلام په رمضان کې هغه ته راغی، نو د بل هر وخت په پرتله به ډېر سخي شو. جبرائیل علیه السلام به په رمضان کې هره شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راته او له هغه سره به یې قرآن تکراراوه، تر دې چې رمضان میاشت به پای ته ورسېدله. هو، کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جبرائیل علیه السلام راغی، نو په نېکۍ کې به له باد څخه هم ډېر سخي شو.  

په دغه حدیث کې دوې مهمې موضوعګانې بیان شوې دي، چې په دې مبارکه میاشت پورې تړاو لري؛ لومړی دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو چارو کې زموږ الګوه دی، نو په رمضان میاشت کې یې هره شپه له جبرائیل علیه السلام سره قرآن تلاوت کاوه او دغه حدیث شریف باید موږ په ټولو ورځو، په ځانګړې توګه د رمضان په ورځو کې چې په هغو کې ډېر اجر او ثواب نغښتی دی، د قرآن لوستلو ته وهڅوي. یوازې د قرآن تلاوت بسنه نه کوي، بلکې د قرآن په معنی او د شریعت د احکامو په پېژندلو کې باید تدبر (فکر) وکړو، ترڅو د قرآن له تلاوت څخه ثواب او معرفت ترلاسه کړو او په پایله کې خپل ځانونه محاسبه او خپل عملونه د هغه حکم له اړخه شریعت ته راجع کړو، چې له ځان سره ثواب او غوره بدله او یا ګناه او جزا لري. پر همدې اساس که چېرې د قرآن په تلاوت او د معاني په تدبر کې ټمبلي وکړو او په سبب یې قرآن سم ونه پېژنو او د شریعت احکامو ته خپل عملونه راجع نه کړو، نو په حقیقت کې دا بې‌پروایي ده او د دې لامل کېږي چې موږ دې ځانته متوجه نه وو او ګومان به کوو چې موږ د صالح عمل د ترسره کولو په حال کې یو، چې د الله سبحانه وتعالی د رضایت سبب کېږي؛ په داسې حال کې چې حقیقت داسې نه دی.

دویمه موضوع صدقه ورکول دي، چې دغه حدیث مو ورته هڅوي. صدقه په عامو ورځو کې د ګناه د کفارې لامل کېږي. نو په دې میاشت کې به څنګه وي، په داسې حال کې چې اجر او ثواب څو چنده کېږي؟ موږ باید له دې میاشتې څخه د صدقې ورکولو لپاره ګټه واخلو او خپلې صدقې ډېرې کړو؛ ځکه په هغو کې داسې نېکۍ نغښتې دي، چې زموږ په عملنامو کې لیکل کېږي.

پر همدې اساس موږ باید تل د دغو دوو خبرو په برخه کې حریص وو، چې لومړی یې د قرآن تلاوت او د هغه په معناګانو کې تفکر کول دي او دویم یې په مختلفو ډولونو سره د صدقې په ورکړه کې زیاتوالی دی، ترڅو د الله سبحانه وتعالی مخلص بنده‌ګان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو لارویان شو.

یوازې له الله تعالی څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو په دې مبارکه میاشت کې روژه ونیسو او په معاني کې په تدبر سره قرآن تلاوت کړو. همدارنګه له الله تعالی څخه غواړو چې موږ ته د هر ډول صدقې په برخه کې توفیق راکړي! اللهم آمین!

لیکوال: دکتر ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې