- مطابق
)ژباړه(
له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أبغض الناس إلى الله ثلاثة ملحد في الحرم ومبتغ في الإسلام سنة الجاهلية ومطلب دم امرئ بغير حق ليهريق دمه» (رواه البخاری)
ژباړه: د الله (سبحانه وتعالی) په نزد تر ټولو منفور خلک دری کسان دي: په حرم کې ملحد، هغه کس چې په اسلام کې د جاهلیت سنت ژوندي کوي او هغه کس چې په ناحقه د بل کس د وینې تویولو هڅه کوي.
په دغه حدیث شریف کې د هغو خلکو یادونه شوې، چې د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو ډېر منفور دي. په دوی کې لومړی هغه کس دی، چې په مسجد الحرام کې الحاد کوي؛ یعنې هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی پر بندګانو ظلم کوي او د حق تر پېژندلو وروسته په ښکاره توګه د الله سبحانه وتعالی نافرماني کوي. دغه کسان په اسلام کې تر دې کچې معلومات او علم لري، چې که چېرې د یوې موضوع په اړه پوښتنه ترې وکړئ، حتماً ځواب درکوي. دوی په دې پوهېږي چې الله سبحانه وتعالی په څه شي امر کړی او له څه شي څخه یې نهې کړې ده او په دې هم پوهېږي چې کوم عملونه د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ لامل کېږي او کوم عملونه هغه سبحانه وتعالی ناراضه کوي؛ خو بیا هم د الله سبحانه وتعالی په نافرمانۍ ویاړي، له شریعت څخه یې انکار کوي او کفر، د کفر پلویانو او د شیطان لارې ته نږدې کېږي. دا مهال د الله سبحانه وتعالی شریعت تحریف او بدلوي او ځایناستی یې د کفر یا ځنګل قانون ټاکي؛ ته به وایې چې دوی نه پوهېږي، چې الله سبحانه وتعالی فرصت ورکوي؛ خو الله سبحانه وتعالی یې هېروي نه او دوی به په دنیا او یا اخرت کې د هغه سبحانه وتعالی له عذاب سره مخ وي. په اوسني وخت کې دغه ډول کسان څومره ډېر دي.
بله موضوع چې په دغه حدیث شریف کې ورته اشاره شوې او الله سبحانه وتعالی له دغه عمل او ترسره کوونکي څخه یې بېزار دی، هغه دا ده چې یو کس د باخبره، هدایت شوو او مخلصو علماوو خواته راشي او له دوی څخه وغواړي چې بېرته د جاهلیت دوران ته وګرځي، هغه دوران چې د خلکو د ژوند هدف یې یوازې خوند اخیستل او د الله سبحانه وتعالی له مخلوقاتو څخه ګټه تر لاسه کول و؛ پرته له دې چې د محاسبې کوم قانون او یا پلټنه موجوده وي. دغه کسان هڅه کوي چې د الله سبحانه وتعالی بندګان له اسلامه مخکې دوران ته وګرځوي، ځکه له دوی څخه د هغه هدایت په سبب کرکه لري، چې د مسلمانانو په برخه شوی دی او دغه ډول کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه تر نن پورې شته دي. موږ داسې کسان وینو چې مسلمانان هغو عملونو ته دعوتوي، چې زړه لړزوي او سلیم عقل یې له ترسره کولو ډډه کوي او همدارنګه له مسلمانانو څخه غواړي چې د دغو عملونو پیروان ومني او د مخالفینو پر وړاندې یې دریځ ونیسي. نو الله سبحانه وتعالی حق لري، چې له هغوی څخه کرکه وکړي او د هغه فساد له امله چې د بشریت او انسانیت په حق کې یې کړی، پر دوی هغه عذاب راولي چې دوی یې مستحق دي.
وروستی عمل چې حدیث شریف ورته اشاره کړې، یوازې د هغو کسانو لخوا ترسره کېږي، چې رواني ناروغي او ذهني ستونزه لري. هغوی ګورې چې په ناحقه غواړي د یو انسان وینه توی کړي او هڅه کوي چې له شرعي انګېزې پرته او یوازې د خپلو ناروغو نفسي غوښتنو د اشباع لپاره او د بشریت په اړه د خپلې کرکې پر اساس، په ناحقه د انسانانو وینه توی کړي. پر همدغه اساس ګورې چې دغه کسان د الله سبحانه وتعالی د مخلوقاتو له وژلو او پر هغوی له ظلم کولو څخه خوند اخلي او له هغو مصیبتونو څخه ګټه اخلي، چې نور ورسره مخ کېږي او د لا ډېرېدو هڅه یې کوي. الله سبحانه وتعالی له دې ډلې څخه بېزاري ښودلې او په دنیا او اخرت کې یې د دردناک عذاب ژمنه ورسره کړې ده.
موږ مسلمانان باید په ټول توان سره د دغو کسانو پر ضد ودرېږو او د هغوی ناوړه کړنې پای ته ورسوو، ترڅو ژر تر ژره د هغه عذاب خوند وڅکي، چې الله سبحانه وتعالی له دوی سره په دنیا کې یې ژمنه کړې. په دې توګه به مو د الله سبحانه وتعالی رضایت تر لاسه کړی او خپله دنده به مو ترسره کړې وي.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته دا توان ژر راکړي، چې د دغو کسانو ناوړه عملونه پای ته ورسوو، چارې بېرته خپلو څښتنانو ته را وګرځوو، د الله سبحانه وتعالی شریعت په خلکو کې پلی کړو او په دې توګه د الله سبحانه وتعالی محبت ترلاسه کړو.
ژباړه: بهیر «ویاړ»