- مطابق
(ژباړه)
امام احمد حنبل پخپل مسند کې له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«هَلْ تَدْرُونَ مَنْ الْمُفْلِسُ" قَالُوا الْمُفْلِسُ فِينَا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ لَا دِرْهَمَ لَهُ وَلَا مَتَاعَ قَالَ "إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي مَنْ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصِيَامٍ وَصَلَاةٍ وَزَكَاةٍ وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ عِرْضَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا وَأَكَلَ مَالَ هَذَا فَيُقْعَدُ فَيَقْتَصُّ هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يَقْضِيَ مَا عَلَيْهِ مِنْ الْخَطَايَا أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ»
ژباړه: ایا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟ ویې ویل: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې درهم او توکي (نغدي او غیرنغدي شتمني) ونه لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما په امت کې مفلس هغه څوک دی، چې د قیامت په ورځ به (له ډېرو نېکو عملونو لکه) لمانځه، روژې او زکات سره په داسې حال کې حاضرېږي، چې یو کس ته یې ښکنځل کړي، پر یو کس یې تور پورې کړی، د یو بل یې مال خوړلی، د بل کس یې وینه تویې کړې او یو بل کس یې وهلی دی. له همدې امله د نوموړي نېکۍ دغو کسانو ته ورکول کېږي؛ که یې نېکۍ د هغو حقونو له اداکولو وړاندې خلاصې شي، چې پر غاړه یې دي، نو د هغو کسانو بدۍ را اخیستل کېږي او د ده په حساب کې جمع کېږي، چې وروسته به دغه کس د دوزخ اور ته واچوي.
دغه حدیث د مهمو احادیثو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې معنا او مفهوم یې باید درک شي. ځینې خلک د نېکو عملونو لکه لمانځه، روژې او زکات د اداکولو تر څنګ بیا هم مفلس دي؛ ځکه یو کس ته یې کنځل کړي، پر بل کس یې تور پورې کړی، د بل یې مال خوړلی، د بل کس یې وینه تویې کړې او یو بل یې وهلی دی.
د نوموړي مفلس کېدل له دې امله دي، چې د نېکو عملونو پانګه یې ورڅخه اخیستل شوې او هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې ښکنځل یې ورته کړي او ډبولي یې دي. که یې نېکۍ د هغو حقونو له ادا کولو وړاندې خلاصې شي، چې پر غاړه یې دي، نو د هغو نورو کسانو بدۍ را اخیستل کېږي او په ده پسې حسابېږي، چې وروسته به نوموړی د دوزخ اور ته واچوي.
کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه پوښتنه وکړه: « أتدرون من المفلس؛ ایا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟» په دې جمله کې یې له «أتدرون» کلمې څخه استفاده کړې ده، چې له «درایة» کلمې څخه اخیستل شوې ده او درایة په باطني چارو کې د علم په معنا ده. نو دلته د «أتدرون» موخه د «أتعلمون» په معنا ده؛ یعنې ایا پوهېږئ چې حقیقي مفلس څوک دی؟ دغه جمله د علي کریم الله وجهه هغه وینا تاییدوي، چې ویې فرمایل: «الغنى والفقر بعد العرض على الله؛ کله چې د الله سبحانه وتعالی حضور ته (د قیامت په ورځ) عملونه وړاندې شي، نو هغه وخت معلومېږي، چې څوک شتمن او څوک مفلس دي.»
کله چې له اصحابو رضی الله عنهم څخه دغه پوښتنه وشوه، نو هغوی د خپلو تجربو پر بنسټ ځواب ورکړ: په موږ کې مفلس هغه څوک دی چې هېڅ درهم، دینار او مال ونه لري. د اصحابو رضی الله عنهم په نظر د مفلس معنا همدا وه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په تېر حدیث کې د اصحابو رضی الله عنهم په ځواب کې وفرمایل: نه، بلکې زما په امت کې مفلس هغه څوک دی، چې د قیامت په ورځ له ډېرو (نېکو عملونو لکه) لمانځه، روژې او زکات سره حاضرېږي...
خو دغه (أتَدْرُونَ مَنْ الْمُفْلِسُ؟) جمله د حضرت عمر رضی الله عنه هغه خبره تاییدوي، چې فرمایي:
«من شاء صام ومن شاء صلى لكنها الاستقامة، لأن الصلاة والصوم والحج والزكاة هذه عبادات قد يفعلها الإنسان وفي نفسه إخلاص لها، وقد يفعلها نفاقاً، لكن مركز الثقل هو أن ينضبط على أمر الله»
ژباړه: هر څوک غواړي چې روژه ونیسي او هر څوک غواړي چې لمونځ وکړي، خو مهمه دا ده چې استقامت ولري؛ ځکه لمونځ، روژه، زکات او حج هغه عبادات دي، چې انسان یې هم د اخلاص او هم د نفاق له مخې اداکولی شي؛ خو مهمه مسله دا ده چې انسان د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر ځای کولو ته ژمن وي.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې پر حق باندې موږ ته استقامت راکړي، موږ پخپلو پرهېزګاره بندګانو کې حساب کړي، ګناهونه مو په نېکو عملونو بدل کړي او د قیامت په ورځ مو له رسوایۍ څخه وژغوري! اللهم آمین!
ژباړه: بهیر «ویاړ»