پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امریکا: په امریکا کې د (د مسلمانانو پر ذهنونو باندې برید) تر سرلیک لاندې د خلافت کلنی کنفرانس
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا: په امریکا کې د (د مسلمانانو پر ذهنونو باندې برید) تر سرلیک لاندې د خلافت کلنی کنفرانس

حزب التحریر – امریکا د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل د میاشتې په ۲۹مه (د مسلمانانو پر ذهنونو باندې برید) تر سرلیک لاندې د خلافت کلنی کنفرانس جوړ کړ. سږ کال د دې کنفرانس نوم د (د مسلمانانو پر ذهنونو باندې برید) و. په دې کنفرانس کې د بحث او خبرو اصلي محور په دې باندې څرخېده چې د مسلمانانو پر ذهنونو باندې له برید څخه موخه دا ده چې د مسلمانانو شخصیتونه سېکولر کړي او مسلمانان داسې شخصیتونه وي چې د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره سېکولرم غوره کړي.

په یاد کنفرانس کې درېیو ویناوالو خبرې وکړې. لومړی ویناوال دوکتور عبدالرافع و، چې (د مسلمانانو پر ذهنونو باندې برید) تر سرلیک لاندې یې وینا وکړه او د غرب د پخوانیو او اوسنیو داسې بریدونو څخه یې یادونه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د غرب د نوې صلیبي جګړې موخه دا ده چې اسلام د مسلمانانو له زړونو او دماغونو وباسي او اسلام یوازې د تش شعار په توګه د مسلمانانو د سېکولر کولو په موخه پرېږدي.

دویم ویناوال هیثم ناصر و چې (د مسلمانانو پر ذهنونو باندې د برید اغېزې د مسلمانانو پر نسلونو باندې) تر سلیک لاندې خبرې وکړې. نوموړي په غرب کې د مسلمانانو پر ذهنونو باندې د برید له تاثیراتو یادونه وکړه او دا چې له دې بریدونو څخه دوی د نړۍ د نورو مسلمانانو پر وړاندې څنګه استفاده کوي رڼا واچوله.

همدارنګه درېیم ویناوال رضا علي و، چې د (پر سېکولریزم غلبه) تر سرلیک لاندې یې وینا وکړه. نوموړي د سېکولرېزم د برنامې په اړه چې غواړي مسلمانان له خپلې سیاسي او روحي عقیدې څخه بېل کړي خبرې وکړې.

عبدالصبور

Last modified onیکشنبه, 06 می 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې