- مطابق
(ژباړه)
د ۲۰۲۵م کال، د جنورۍ په ۱۶مه، الجزیرې وېبپاڼې د غزې تړانګې د اوربند د هوکړې جزیات خپاره کړل چې یکشنبه، د جنورۍ ۱۹مه به یې تطبیق پیل شي. په دغه راپور کې راغلي دي: «د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د غزې تړانګې لپاره د درېیو پړاوونو اوربند هوکړه اعلان شوه...»
لومړی پړاو:
د دغه پړاو موده ۴۲ ورځې ده او د هوکړې له مخې په دغه پړاو کې لاندې موارد پلي کېږي:
۱. د نظامي عملیاتو درېدل: دواړه لوري په موقتي ډول د یو بل پر وړاندې نظامي عملیات دروي او د یهودي رژیم اشغالګر ځواکونه له استوګنیزو سیمو څخه ختیځ لوري ته په شا کېږي.
۲. د هوايي فعالیتونو ځنډول: د یهودي رژیم هوايي عملیات او کشفي فعالیتونه په موقتي ډول په ورځ کې ۱۰ ساعته درېږي او په هغو ورځو کې چې بندیان خوشې کېږي، دغه موده ۱۲ ساعتونو ته لوړېږي.
۳. د فیلادلفیا پر محور د ځواکونو کمښت: د یهودي رژیم ځواکونه په فیلادلفیا سیمه کې خپل ځواکونه د دواړو لورو ترمنځ د هوکړه شوو نقشو له مخې کموي.
۴. د نتساریم پر محور د موټرو بېرته راستنېدل: د هوکړې د تطبیق په اوومه ورځ موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې د منځګړو لخوا د یوې خصوصي کمپنۍ تر ارزونې وروسته، شمالي نتساریم محور ته راستانه شي. دغه اقدام د هوکړه شوي میکانیزم له مخې ترسره کېږي.
غیر مستقيمې خبرې اترې:
په حداکثر ډول د هوکړې د تطبیق تر پیل وروسته به په ۱۶ ورځو کې د دویم پړاو د شرایطو د ټاکلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې پیل شي. دغه خبرې باید د لومړي پړاو د پنځمې اونۍ تر پایه نتیجه ورکړي.
دویم پړاو:
د دغه پړاو موده هم ۴۲ ورځې ده او د هوکړې له مخې په دغه پړاو کې لاندې موارد پلې کېږي:
- دایمي ارامي اعلانول: د دواړو لورو له خوا دایمي نظامي عملیاتو او خصمانه فعالیتونو درول او د بندیانو او اسیرانو تبادله بېرته پيلېږي چې پکې ټول ژوندي پاتې شوي اسراییلي بندیان د هوکړه شوي شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي کېږي.
- د اشغالګرو ځواکونو بشپړ شاتګ: د یهودي رژیم ځواکونه له غزې تړانګې څخه په بشپړ ډول شاتګ کوي.
درېیم پړاو:
د دغه پړاو موده هم ۴۲ ورځې ده او د هوکړې له مخې په دغه پړاو کې لاندې موارد پلې کېږي:
- د مړو او پاتې کسانو تبادله: له دواړو لورو سره شته مړي او پاتې کسان تر پېژندنې او تایید وروسته تبادله کېږي.
- د غزې تړانګې بیا رغونه: د غزې تړانګې د بیا رغونې پروګرام چې له ۳ تر ۵ کلونو کې به ترسره شي، عملي کېږي. په دغه پروګرام کې د کورونو، ملکي ودانیو او بنسټیزو جوړښتونو بیا رغونه شامله ده. همدارنګه ټول زیانمن شوي خلک به غرامت ترلاسه کړي. دغه اقدامات د هوکړې ملاتړو هېوادونو او سازمانونو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.
- د لارې خلاصون: ټولې لارې خلاصېږي او د خلکو او مالونو ازاد تګ راتګ به تامین شي. (سرچینه: وکالات)
په ښکاره ډول لیدل کېږي چې لومړی پړاو د دې هوکړې اصلي ستنه ده او له ډېرو ستونزو او خنډونو ډک دی. د دغه پړاو په تطبیق کې هر ډول خنډ د نورو پړاوونو تطبیق دروي. له استوګنیزو سیمو څخه د ځواکونو له شاتګ نیولې بیا د ساعتونو لپاره د هوايي فعالیتونو تر ځنډ پورې، د ځواکونو تدریجي کمښت او د راستنېدونکو موټرو ارزونه، هر یو که بشپړ تطبیق ونه دروي، متزلزل خو یې خامخا کوي.
اې مسلمانانو!
د غزې خلکو، چې په غم او ماتم کې وو، په داسې حال کې خوښي ښکاره کړه چې کېدای شي کړاوونه یې یو څه کم شي. په داسې حال کې چې د اسلامي خاورو له حکامو څخه یې هېڅ مرسته ترلاسه نه کړه!
د غزې خلکو دغه پرېکړه ومنله، کېدای شي وروسته له هغې چې د اسلامي خاورو پوځونو – هم د ګاونډیو او هم د لرې پرتو خاورو - دوی یوازې پرېښودل، د دوی لپاره د سکون یوه کړکۍ پرانیزي.
د غزې ماشومان په داسې حال کې اوربند لمانځي چې نړۍ ورته تنګه شوې وه او د اسلامي خاورو حکام یې لکه مړي په حالت چپ پاتې دي. په داسې حال کې چې یهودو پر غزه بشپړه ولکه ټینګه کړې، د اسلامي خاورو د حکامو چوپیتا ډیره د افسوس وړ ده.
﴿قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [توبه: ۳۰]
ژباړه: «الله دې هغوی ووژني! څنګه له حق څخه مخ اړوي!»
اې مسلمانانو! اې د اسلامي خاورو پوځونو!
ایا د یهودو فطرت د داسې فریبورکوونکي تړون په وسیله اصلاح کېدای شي چې امریکا جوړ کړی او پلی کوي یې؟ داسې تړون چې موخه یې د یهودي رژیم د مقام لوړول دي؛ هغه رژیم چې امریکا یې د وسلو او نورو مرستو په وسیله لا پیاوړی کوي؟ ایا د یهودو فطرت به د داسې تړون په وسیله اصلاح شي چې پر یوه کمزورې رسۍ ولاړ وي؟ هغه رسۍ چې یوازې د دې لپاره پاتې ده چې د پرې کولو څوک یې نشته! ایا د یهودو فطرت د داسې فریبورکوونکي تړون په وسیله اصلاح کېدای شي؛ په داسې حال کې چې هغوی له تېرو زمانو څخه تر اوسه په پرلهپسې ډول خپلې کړې وعدې ماتوي، په هر ځای کې یې خپلې وعدې ماتې کړې دي؟ ایا وعده ماتول د دوی تلپاتې ځانګړنه نه وه، له ماضي څخه تر اوسه پورې، هر چېرته چې هغوی قدم اېښی دی، خپلې وعدې یې نه دي ماتې کړې؟ همدا اوس په لبنان کې د دوی چلند وینو؛ دوی د ۲۰۲۴م کال، د نومبر په ۲۷مه یو تړون لاسلیک کړ خو بیا یې مات کړ. همدارنګه په سوریه کې یې د ۱۹۷۴ کال تړون مات او په جولان کې یې خپل تېری لا زیات کړی.
ایا له هغه قوم سره تړون کېدای شي چې شتون یې پر اسلامي خاورو د اشغال پر بنسټ ولاړ وي؟ ایا له هغوی سره د دوی د اشغال د مشروعیت تړون پر ځای، پکار نه ده چې شتون یې بېخي ختم شي؟
اې مسلمانانو!
یهود هغه قوم دی چې په دروغو او فریب پېژندل کېږي، هغه قوم چې وعده ماتونکی او بدسیرته دی، چې پرته له هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ویلي دي، بله هېڅ شی یې مخنیوی نه شي کولای:
﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾ [انفال: ۵۸]
ژباړه: «نو که په جګړه کې هغوی ومومې، داسې بريد پرې وکړه چې د شا ډلګۍ يې تيت او پرک شي. کېدای شي پند واخلي.»
یهود هغه قوم دی چې په دروغو او خیانت پېژندل شوی دی، هغه قوم چې یوازې د یوه نوي «خندق» په وسیله چې د هغوی جرړې وباسي او د یوه نوي «خیبر» په وسیله چې لکه تندر یې له منځه یوسي، مهار کېدای شي. د دوی حالت له هغه وخت راهیسې همدا دی چې د خپلو پیغمبرانو په وخت کې یې د الله سبحانه وتعالی رسۍ پرې کړه او د خلکو رسۍ ورته پاتې شوه. دا رسۍ یوه کمزورې او ماتېدونکې رسۍ ده چې کله د مسلمانانو پوځونه له مخې او شا برید پرې وکړي، نو په بشپړ ډول به ماته شي:
﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ﴾ [توبه: ۱۴]
ژباړه: «له هغوی سره جګړه وکړئ! الله تعالی به هغوی ته ستاسو په لاسونو عذاب ورکړي، هغوی به خوار کړي، تاسو به پرې بریالي کړي او د مومنانو د یوې ډلې زړونه به شفا کړي.»
هغه وخت به سپېڅلې خاوره بیا دارالاسلام ته راوګرځي، لکه څنګه چې عمر رضیاللهعنه فتحه کړه، صلاحالدین آزاده کړه او عبدالحمید یې ساتنه وکړه:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]
ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله تعالی په نصرت خوشاله شي، چې هغه هر چا ته چې غواړي نصرت ورکوي او هغه نه ماتېدونکی او مهربانه دی.»
اې مسلمانانو!
د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې زموږ د ستونزو حللارې، د امت لپاره عزت او زموږ د دښمنانو لپاره سپکاوی شته دی. دغه حللاره روښانه او ښکاره ده چې حق او د حق پیروان عزیز کوي او باطل او د باطل پلویان سپکوي. دغه حللاره د اسلامي دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس دی؛ هغه دولت چې د پرهېزګار او پاک حاکم په وسیله رهبري کېږي؛ داسې حاکم چې د هغه تر شا جګړه وشي او خوندي شو. دغه دولت به د اسراء او معراج سپېڅلې خاوره ازاده کړي او یهود او هر متجاوز به د دې دنیا د سپکاوي او د اخرت د عذاب ژورې کندې ته ولېږي.
اې مسلمانانو! پوه شئ چې دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې د دغو جبریه حکومتونو له دورې وروسته چې موږ یې اوس تجربه کوو، پوره کېږي. احمد له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت کړی دی:
«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: «بیا به جبریه (استبدادي) حکومتونه رامنځ ته شي او هغه به تر هغه وخته پاتې وي چې الله تعالی وغواړي. بیا به الله تعالی هغه ختم کړي، کله چې وغواړي؛ وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راشي. بیا نبي صلی الله علیه وسلم چوپ شو.»
مسلم له نافع، هغه له ابن عمر او هغه له رسول الله صلی الله علیه سلم څخه روایت کړی دی:
«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ»
ژباړه: «له شک پرته چې تاسو به له یهودو سره جګړه کوئ او هغوی به وژنئ.»
خو د الله سبحانه وتعالی سنت دا دی چې موږ ته د خلافت د تاسیس او د دښمنانو پر وړاندې د جګړې لپاره ملایکې نه راځي چې موږ هیڅ نه کوو او هغوی مو پر ځای کار کوي؛ بلکې الله سبحانه و تعالی خپلې ملایکې د هغو خلکو لپاره د مرستې او زېري په توګه راکوزوي، چې پر خپل رب ایمان لري او په خپل هدایت کې زیاتوالی راولي. دا هغه مومن پوځونه دي چې په جګړه کې صبر کوي، د خپل امام اطاعت کوي او د هغه تر شا د خپلو دښمنانو پر وړاندې جنګېږي:
﴿بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ﴾ [آلعمران: ۱۲۵]
ژباړه: «هو، که تاسو صبر وکړئ او تقوا اختیار کړئ او هغوی اوس پر تاسو بريد وکړي، ستاسو رب به له تاسو سره د پنځه زره نښه لرونکو ملایکو په وسیله مرسته وکړي.»
بیا به موږ له هغو کسانو څخه یو چې زېری ورته ورکړل شوی دی:
﴿نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]
ژباړه: «د الله له لوري مرسته او نږدې فتحه ده او مومنانو ته زېری ورکړه.»
اې مسلمانانو!
دا د حزب التحریر له لوري بلنه ده چې د راشده خلافت راشده د تاسیس له لارې خپلې لیکې متحدې کړئ او د اسلام د نصرت لپاره هڅه وکړئ؛ چې د هغې په وسیله به اسلام او د اسلام خلک عزتمن شي او کفر او د کفر پلویان به لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی وعده کړې؛ سپک شي:
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]
ژباړه: «له شک پرته په دې (بلنه) کې د هغه چا لپاره یادونه ده چې زړه ولري یا غوږ ونیسي؛ په داسې حال کې چې زړه یې حاضر وي.»
دا د فکر او جدي عمل لپاره بلنه او دعوت دی.
حزب التحرير
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رجب ۹مه
۲۰۲۵م کال، د جنوري ۱۹مه
ژباړن: اسرار تکل