چهارشنبه, ۲۳ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اې د پاکستان حکامو! د خلافت د ملاتړو ځورول د الله سبحانه و تعالی د قهر سبب کېږي، له دې کاره لاس واخلئ Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د خلافت د داعي عبدالهادي له تښتولو نیږدې درې اونۍ تېرېږي؛ خو د روغتیا او ځای په اړه یې تر اوسه کورنۍ ته کوم معلومات نه دي ورکړل شوي. د روان کال د نومبر په ۲۰مه، د رژیم جنایتکارانو، چې د ځینو یې یونیفورم پر تن و او د ځینو نه، نیمه شپه د غلو په څېر په کراچۍ کې د عبدالهادي پر کور چاپه ووهله او نوموړی یې له خپل بوډا پلار سره – چې د زړه ناروغي لري- ونیو. په دې توګه رژیم له هغو مسلمانانو سره ډېر وحشیانه عمل کوي چې د قران او سنتو د حاکمیت غوښتنه کوي؛ د کورنو حرمت ته فکر نه کوي او نه د ناروغ او بوډا خیال ساتي. خو که خبره د ابهینندان او ګلباشان وي، بیا نرمېږی او په اشغال شوي کشمیر کې د مودي د وحشت پر وړاندې هم صبر او هم حوصله کوي.

د باجوه-عمران رژیم د نبوت پر منهج د خلافت د داعیانو په ځورولو سره خپله هغه ادعا تر پښو لاندې کوي، چې ګواکي هغه دولت به جوړوي چې وروستي پیغمبر محمد صلي الله علیه وسلم تاسیس کړی و. د دوی لپاره د هغه پرهېزګاره نسل بېلګه سمه نه ده، دغه رژیم د مشرکو قریشو پر لار ځي، هغوی هم مسلمانان یوازې د دې لپاره ځورول چې یوازې د الله سبحانه و تعالی عبادت ته یې دعوت کاوه. کټ مټ لکه قریش، دغه رژیم هم د اسلام د دښمنانو پر وړاندې نرم او زړه‌سوانده دی؛ خو د مومنانو پر وړاندې سخت‌زړی دی.

اې د پاکستان مسلمانانو! پاکستاني حکامو عبدالهادي سره له دې ونیو، چې د نوي پاکستان (نیا پاکستان) پروژه له تاریخي ناکامۍ سره مخ شوه او د پاکستان لپاره د مخ پر وړاندې تګ یوازينۍ لار د اسلام حاکمیت دی. دوی په هغه دولت کې چې د اسلام په نامه جوړ شوی، د خلافت له دعوتګرو او ملاتړو سره ظلم کوي او هغوی ځوروي؛ الله سبحانه و تعالی خبرداری ورکوي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

[البروج:۱۰]

ژباړه: چاچې پر مومنو نارینه‌وو او ښځو باندې ظلم او تېری وکړ او بیا یې توبه ونه اېستله، هرو مرو د هغوی لپاره د دوزخ عذاب او د هغوی لپاره د سوزېدو سزا ده.

دغه ګنهکاره حکام د هغو مسلمانانو پر وړاندې بې رحمه دي چې د ما انزل الله د حاکمیت لپاره دعوت کوي او د شریعت پلي کول غواړي؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم په یوه قدسي حدیث کې فرمایي:

«إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ»

(بخاري)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي، زه د هغه چا پر وړاندې د جګړې اعلان کوم چې زما دوست (ولي) ځوروي.

نو اې د اسلامي امت مخلصینو، په ځانګړي ډول ژورنالېستانو او د بشري حقونو فعالانو، ځانونه مو د حکامو په دغه ښکاره او ناوړه ګناه کې مه شریکوئ او د خلافت د دعوتګرو او ملاتړو د ځورنې د پای ته رسولو لپاره غږ اوچت کړئ!

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په عراق، لبنان او ایران کې عمومي لاریونونه

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

موږ پوهېږو چې په عراق، لبنان او ایران کې په خودجوشه ډول عمومي لاریونونه د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۵مه پیل شول؛ ایا همداسې ده؟ ایا په دغو دریو واړو هېوادونو کې چې د امریکا تر نفوذ لاندې دي، د کومې اروپایي لاسوهنې مسله ده؟ ایا په دغو دریو هیوادونو کې به امریکا د خپلو مزدورانو د بدلېدو هڅه وکړي، که به حالات همداسې روان وي؟ هغه هڅه چې په سوډان او مصر کې یې وکړه، چې ځینې یې په نورمال او ځینې یې د پوځ په واسطه بدل کړل. الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

د دې لپاره چې پورتنۍ پوښتنې ځواب شي، اړتیا ده چې لاندې ټکو ته اشاره وکړ:

لومړی: د لاریونونو لمسوونکي لاملونه:

هو، لاریونونه په دریو واړو هېوادونو کې نژدې په يوه وخت کې را پیل شول او لمسوونکو عواملو ته يې په لاندې ډول لنډه اشاره کوو:

۱- د عراق لاریونونه: د عراق اعتراضونه د ۲۰۱۹م کال اکتوبر په لومړیو کې په پراخو لاریونو او پرلتونو واوښتل او وروسته بیا همدا لاریونونه په بغداد کې د پلونو د او نورو عمومي سرکونو د تړلو لامل شول. دا لاریونونه د هېواد د اقتصادي حالت د لاخرابوالي، په دولتي ادارو کې د اداري او مالي فساد د خپرېدو او پراخې بېکارۍ په غبرګون کې پیل شول. اعترضونه په خودجوشه ډول را پیل شول، چې وروسته بیا په ډېرو خواشینونکو اعتراضونو واوښتل او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ. حکومت په خپله شپاړلس کلنه دوره کې په دې ونه توانېد چې د برېښنا ستونزه حل کړي، ځوانانو او فارغ التحصیلو لپاره دندې پیدا کړي او د پراخو نفتي زېرمو په شتون کې د خلکو لوږه ختمه کړه. لاریونونو هغه وخت لا زور واخیست، چې حکومت په ځوابي عملیاتو کې ۳۵۰ لاریونوال ووژل او په زرګونو نور يې ټپیان او بندیان کړل. لاریونکوونکو د ایران پلوه ګوندونو دفترونو ته اور ورته کړ، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۰مه یې په کربلا کې د ایران کونسلګري لومړی په ډبرو وویشتله او بیا يې وسوځوله؛ غوښتنه یې دا وه چې دا کونسلګري دې له دغه ښاره لرې شي. د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه يې په نجف کې هم د ایران کونسلګري وسوځوله. د عراق حکومت دغو لاریونونو هغه مهال لا ډېر وارخطا کړ، چې په حکومت پلوه سیمو (بغداد، ناصریه، کربلا، نجف او نورو) کې لاریونونو زور واخیست. د دغو لاریونونو پایلې دومره سختې وې، چې عبدالمهدي نور د خپل واک په ساتلو کې پاتې راغی او د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۳۰مه یې استعفا ورکړه. د عراق پارلمان هم د ده استعفا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۱ ومنله.

۲- د لبنان لاریونونه: د لبنان اقتصاد د بشپړې ویجاړۍ پر څنډه ولاړ دی او یا هم بشپړ ویجاړ شوی دی. د لبنان د حکومت پورونه د ۲۰۱۹ م کال په پیل کې ۸۵،۳۲ میلیارډه ډالر وو (العربيه الجدید، ۲۰۱۹/۳/۱۵). دا ډېر لوی پورونه دي، چې د لبنان د دولتي عوایدو نیمايي برخه يې په سود ورکولو لګېږي. د لبنان د ناخالص ملي تولید کچه ۱.۵۲ سلنه ده او د پورونو د سود کچه یې نږدې نیمايي دولتي بودجه کېږي (بي بي سي ۲۰۱۹/۱۰/۲۸). دغو د پانګې جرمونو د بېکارۍ کچه په هغو کسانو کې چې عمرونه یې د ۳۵ کلونو څخه ټیټ دي  ۳۷ سلنې ته پورته کړې ده (بي بي سي ۲۶/۱۱/۲۰۱۹). د دغې بشپړې اقتصادي ویجاړۍ له امله چې خلکو ته د سیاسي طبقې له لوري ورسېده، د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۱۷مه د واټساپ یوه پیغام د لبنان په کوڅو کې اورنه بل کړل. لاریونوالو د وکیلانو دفترونه وسوځول. په ځانګړې توګه په جنوبي لبنان، بیروت، النبطیه او صور کې له غوسې څخه ډک پراخ لاریونونه را ووتل. دوی په سملاسي ډول د حکومت د استعفا غوښتنې پیل کړې او ان د ټول لبنان د سیاسي کړیو د بشپړ بدلون غوښتنې يې کولې. له هغه امنیتي ذهنیت سره چې دولت او د هغه پلویان یې په لبنان کې لري؛ د ایراني حزب (حزب الله) پلویانو هڅه وکړه، ترڅو د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۴ او ۲۵مه لاریونوال د څلورلارو په نیولو سره ووېروي. بیا دا کار د ایران حزب او د امل حرکت پلویانو په تکرار سره په بیروت کې وکړ. 

۳- د ایران لاریونونه: د ایران رژیم د خپلو محوري دولتونو (هغه دولتونه چې په یو ډول د ایران پر محور را څرخي) په پرتله په غوره حالت کې نه دی. عراق، لبنان او سوریه له دوی وړاندې د غوره حکومتولۍ لپاره کومه پایداره تګلاره نه لري، چې له امله یې انقلابي ګارډ د ایران د اقتصاد ډېر سکتورونه په خپل واک کې ساتلي، غیر فارسي سیمې یې تل له پامه غورځولي دي او د هېواد په شاوخوا کې یې د داسې ښارونو کړۍ جوړه کړې چې تل په بدبختۍ کې ډوب دي. د ایران په مرکزي او سرحدي سیمو کې اقتصادي حالت د نړېدو تر بریده رسېدلی. دا د یو داسې رژیم لپاره د شرم خبره ده چې د اټومي او توغندیز پروګرام لاپې وهي او په ښارونو کې یې خلک د پترولو د کمښت له امله عمومي لاریونونو ته مخه کوي. دغه کمښت د تېلو د چاڼ د دستګاوو د نشتون له امله را منځته شوی دی، د هغو هېوادونو نیمګړی صنعت چې د خپلو خلکو د ملکیت ساتنه کوي. له ۲۰۱۷م کال راهیسې په ایران کې د پترولو په مصرف کې نږدې۴۰ سنله زیاتوالی راغلی، خو حکومت بیا هم نه دی توانېدلی چې په هرمزګان ولایت کې د تیلو د چاڼ مرکز فعال وساتي. په زیاته کچه پترول د بانډونو له لوري له ایران څخه بهر ته قاچاقیږي او لامل یې هم په سیمه کې د پترولو د بیو توپیر دی. د دغو بانډونو پېژندنه د دولت لپاره کومه سخته چاره نه ده او دا د دولت د ناکامۍ بل مظهر دی چې د ډېرې حیاتي سرچینې (تېلو) په مدیریت کې پاتې راغلی دی. له همدې امله دولت د پترولو په بیو کې تر ۳۰۰ سلنې پورې لوړوالی راوستی. دغه کار د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۵مه په تهران او نورو لسګونو ایراني ښارونو کې اعتراضونه را وپارول. لاریونونه سخت شول بانکونو ته اور ورته کړ، ایراني ملکیتونه، دولتي او امنیتي دفترونه تر برید لاندې راغلل او د دغو هرڅه په ځوابي عمل کې د ایران حکومت پر لاریونکوونکو انټرنټ بند کړ. د ایران رژیم د لاریونکوونکو پر وړاندې بې ساری توند چلند غوره کړ او لاریونکوونکو ته يې په ټوپک او مرمۍ سره ځواب ورکړ. دا چې ایراني امنیتي ځواکونو د لاریونوالو او ایراني اپوزیسیون پر ضد خپل توند چلند ته داوم ورکړ، نو د نوامبر پر ۲۳مه د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ کسانو واوښت. دوی د وژل شویو له ډلې څخه د ۹۹ کسانو نومونه مستند کړي، تر ۴۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي او تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان بندیان شوي دي. حتا دا نښې لیدل شوې چې د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو له روغتونو څخه د لاریونکوونکو جسدونه نامعلوم ځای ته نقل کړي دي. (عربي انډپینډنټ ۲۰۱۹/۱۱/۲۴).

دویم: دا لاریونونه اوس هم په خودجوشه ډول د اروپا له لاسوهنې پرته روان دي.

اروپا هڅه وکړه چې له دغو لاریونونو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي، خو دا هڅه یې دومره اغېزمنه او له نفوذ څخه ډکه نه وه، چې په دغو دریو هیوادونو کې امریکایي نفوذ ته ګواښ پېښ شي. وضاحت یې په لاندې ډول دی:

۱- په عراق کې د اروپا هڅې: لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، د عراق لاریونونه په تېره بیا په جنوبي سیمو کې چې لا یې زور اخیستی، تمرکز يې شیعه مېشتې سیمې دي. دا لاریونونه د اروپا له نظره پټ نه دي، په تېره بیا د بریتانيې. بریتانيې هڅه وکړه چې په لاریونوالو کې نفوذ وکړي او په خپله ګټه یې تمام کړي، خو داسې کوم قوي ثبوت نشته چې د دغو لاریونونو تر شا د بریتانيې لاس لرل ثبوت کړي. ایران هم په دې برخه کې محتاط و او ان د دغو لاریونونو ضد دریځ لري. د تهران د جمعې خطیب محمد علي مهدي کرما په خپله خطبه کې د عراق لاریونکوونکي انګریز شیعه ګان وبلل او زیاته یې کړه: «دا هغه شیعه ګان دي چې د انګریز په لمسون يې لاریونو ته لاس اچولی او د عراقیانو په جامه کې يې ځانونه نغښتي دي.» (ایران انټرنیشنل ۲۰۱۹/۱۱/۱۱). د ده  له څرګندونو څخه داسې برېښي چې ګواکي ایراني چارواکي وېره لري، چې هسې نه بریتانیه له دغو ولسي خوځښتونو څخه په خپله ګټه کار واخلي. پر دې سربېره ایران هڅه کوي، چې لاریونوال له دې لارې وګواښي چې تاسو د برتانیې مزدوران یاست. په ځانګړې توګه له هغه وخت راهیسي چې د بریتانيې حکومت د دغو لاریونونو ملاتړ په ښکاره توګه اعلان کړ او سفارت پر خپله رسمي ټويټرپاڼه ولیکل: «سوله ییز لاریونونه د عراق د خلکو حق دی او زیاته یې کړه چې د لاریونکوونکو پر ضد له زوره کار اخیستل د منلو وړ نه دي. زموږ خواخوږي له هغو کسانو سره ده، چې زخمیان شوي او د هغو کورنیو لپاره دعا کوو چې غړو یې په دغو لاریونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی». (سپوټنیک ۲۰۱۹/۱۱/۵). دا له هغه دریځ سره ورته دی، چې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر اندري موریسن څرګند کړی وو او العین خبري وېبسایټ د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۷مه را اخیستی و.

۲- په لبنان کې د اروپا هڅې: دا ښکاره خبره ده چې د اروپا او امریکا پلویان په لبنان کې شته او ګرځي راګرځي. دا هم ښکاره ده چې امریکا پلوه ډلې په لبنان کې فعالیت کوي، هغه که مستقیم د امریکا ملاتړ کوي لکه ولسمشر عون او بري او که نامستقیم لکه حزب الله چې د ایران له لوري اداره کېږي. دوی په لبنان کې خورا نفوذ لري او غښتلي اړخونه ګڼل کېږي، خو هغه ډلې چې د اروپا په تېره بیا د بریتانیې او فرانسې ملاتړ کوي، لکه جعجع او جنبلاط کمزوري اړخونه ګڼل کېږي. البته د حریري په برخه کې بیا خبره بېله ده، دی تقریبا حساس دی ځکه ده یوه پښه په اروپايي پلوه موزه کې اچولې او بله پښه يې په امریکايي پلوه سعودي کې ايښې او ډېر وخت داسې کارونه کوي چې مقابل اړخ پرې ګنګس کړي. د بېلګې په ډول د لبنان څلورو هغو وزیرانو چې لاریونکوونکو يې د ۲۱۰۹م کال د اکتوبر پر ۲۰مه له حکومت څخه د استعفا غوښتنه کوله او یوه ورځ وړاندې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۱۸مه سعد حریري اعلان کړی و، چې روان ناورین به په ۷۲ ساعتونو کې حل کوي، خو ده د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۹مه د ولسمشر عون او ایران پلوه امنیتي برلاسې ډلې د هیلو خلاف خپله استعفا ورکړه. بیا فرانسې د بهرنيو چارو په وزارت کې د منځني ختيځ او شمالي افريقا د څانګې مشر کرسټوف فارنو د لبنان ولسمشر ميشل عون ته ولېږه. هغه نوموړي ته د فرانسوي ولسمشر ايمانويل مکرون پيغام ورساوه او په دغه پيغام کې یې د لبنان د وضعیت په اړه د فرانسې د حکومت لېوالتیا په ډاګه کړه او په لبنان کې یې د روان کړکېچن حالت په سمولو کې له خپله اړخه تیاری وښود (العربيه، ۱۱/۱۱/۲۰۱۹). د ياد استازي ليدنه د امريکا پلوو کسانو له لوري ونه منل شوه. څرنګه چې د رسمي معلوماتو لپاره د لبنان ملي ادارې د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران جرجي باسيل له قوله خبر ورکړ، چې ده فرانسوي استازي ته ويلي: "هيڅ بهرنی لوری د لبنان په کړکېچ کې لاسوهنه نشي کولای او له ياد کړکېچ څخه په خپله ګټه کار نه شي اخيستلی." برتانيې هم خپل استازی ريچرد موړ لبنان ته ولېږه او له ميشل عون سره يې وکتل او ويې ويل: "برتانيا د لبنان يو تلپاتې ملګری پاتې شوی او د اوږدمهال لپاره يې د لبنان ملاتړ کړی دی؛ د بېلګې په توګه تېر کال یې ۲۰۰ مېليونه ډالر د لبنان امنيت، ثبات، ښيرازۍ او حاکميت د ملاتړ لپاره پانګونه وکړه." ده زياته کړه: "سوله ييزو اعتراضونو ته احترام مهم دی او د تاوتريخوالي او فشار په مټ د معترضو حرکتونو مهارول په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي." (انډپنډنټ عربي ورځپاڼه، ۲۵/۱۱/۲۰۱۹).

۳- په ايران کې د اروپايي هېوادونو هڅې: ايراني رژيم له معمول سره سم تل بهرنيو دسيسو او ګواښونو ته د ځواب ورکولو ادعا کړې ده. نن ورځ د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک مشر د امريکا، اسراييل، برتانيې او سعودي عربستان د له منځه وړلو ګواښ وکړ او ویې ويل د ده له هېواد (ایران) سره په چلند کې دوی له «سرو کرښو» څخه تېرېږي. قاسم سليماني په تهران کې پخپل يوه بيان کې حکومت پلوو لاریونکوونکو ته چې له ايراني تلويزيون څخه خپرېد وويل: "زه امريکا، اسراييل، د السعود کورنۍ او برتانيې ته وايم، چې تاسو زموږ ځواک د جګړې په ډګر کې وليد او تاسو ځواب نشو ورکولای؛ زموږ څپېړې لا تر اوسه د نړۍ په ياد دي." ده زياته کړه: "موږ تاسو ته وايو: زموږ له سرو کرښو مه اوړئ، خو که تاسو له سرو کرښو راتېر شوئ، نو له منځه به مو يوسو" (آر ټي، ۲۵/۱۱/۲۰۱۹). رژيم غواړي وښيي چې د لاريونونو ترشا بهرنۍ کړۍ دي او یوازې هغه خلک نه وو، چې له تاوتريخوالي سره مخ شول. باید ووایو چې ټولې نښې نښانې څرګندوي، چې د خلکو لاريونونه د دوی له زړونو او وینو څخه وو. داسې ښکاري چې د بهرنۍ لاسوهنۍ بڼه په ايراني رژيم کې تر دې بريده تحرفېږي، چې د تهران د جمعې خطيب مخکې ویلي وو: «په عراق کې شیعه لاريونوال انګلېسي شيعه ګان دي!» په ايران کې اوسني لاريونونه نه لومړي او نه به هم وروستي وي او ښايي خودجوشه وي او د بهرنۍ لاسوهنې هېڅ نښه نه پکې ليدل کېږي. په ايران کې لاريونونه هم د سوريې د لاريونونو په څېر دي چې خلک د جابرو چارواکو د تګلارو پر ضد مبارزه کوي- هغه تګلارې چې د امت د چارو په مديريت کې یې د بري هېڅ نښه نه ليدل کېږي.

درېيم: دا چې امريکا غواړي په دریو هیوادونو کې خپل مزدوران بدل کړي؛ نو دا موضوع په لاندې ډول ده:

۱- په يادو دريو هېوادونو کې د امريکا حقيقي اغېز شته دی، په داسې حال کې چې اروپا (برتانيه او فرانسه) له امريکا سره د نفوذ په وېشلو کې پاتې راغلې.

۲- تر هغه وخته چې امت د اسلام پر بنسټ بيداري نه وي ترلاسه کړې او حقيقي بدلون رامنځته نشي، د يادو هېوادونو واکمنان به د امريکايي پاليسۍ تابع وي او دوی به یوازې بدلېږي يا به پر خپل ځای پاتېږي.

۳- کافر استعماري دولتونه له خپلو لاسپوڅو څخه غواړي چې د دوی ګټې خوندي کړي. که خلک پاڅون وکړي او ګډوډي رامنځته شي، بیا نو استعماري دولتونه خپلو لاسپوڅو واکمنانو ته تر ټاکلې مودې پورې وخت ورکوي. که نوموړي د نظم په ساتلو کې پاتې راشي، مانا دا چې بادار ته په چوپړ کولو کې پاتې راغلي او بادار یې له خپل موقفه لیري کوي. دا د تش په نامه ډيموکراسۍ دروغجنه څېره ده، چې نوی لاسپوڅی تر شړل شوي لاسپوڅي سپین معرفي کوي، يعني که کړکېچ د مهارېدو وړ نه وي، بيا له پوځ څخه کار اخلي؛ لکه څرنګه یې چې په ۲۰۱۱ م کال په مصر او په ۲۰۱۹ م کال په سوډان کې ترسره کړل.

څلورم: د اوسنيو واقعيتونو په رڼا کې په يادو دريو هېوادونو کې احتمالي بدلون ته په کتو لاندې مسایل ښکاره دي:

۱- د ايران په تړاو: امريکا په ډاګه وايي چې په ايران کې د رژيم بدلون نه غواړي، يعني هېڅ پروا نه کوي چې په لاريونونو کې څومره کسان وژل کېږي، ځکه امريکا باوري ده چې ياد رژيم یې ګټې خوندي کوي. په هغه وخت کې چې ايراني رژيم د خلکو وينې تویولې، امريکايي چارواکو د نظم پر ساتلو ټينګار کاوه. په سپينه ماڼۍ کې يو لوړپوړي امريکايي چارواکي د يکشنبې په ورځ وويل: «د ده هېواد په ايران کې د رژيم بدلون نه غواړي...» (العربيه نيټ، یک شنبه ۱۷/۱۱/۲۰۱۹)؛

له همدې امله د تېرو کلونو د لاريونونو په څېر د نومبر ۲۰۱۹ لاريونونو په پايله کې هم د رژيم د بدلون احتمال نشته.

۲- د لبنان په تړاو: لکه څرنګه چې موږ مخکې يادونه وکړه، په لبنان کې امريکايي پلوه او اروپایي پلوه کسان شتون لري او د پرتلنې په پایله کې ویلای شو چې لومړۍ ډله پياوړې او د کمزروي ډلې له واک څخه د تېرېدو لاره هواروي او دواړه ډلې د تکنوکرات حکومت په تړاو بېل نظرونه لري. سربېره پر دې هم احتمال شته، چې امريکا په لبنان کې د حکومت پلې ته بدلون ورکړي، ترڅو د امريکايي پلوو ونډه غوښنه او اروپايي پلوو ته هم يو څه ونډه ورکړي او په دې سره د لاريونونو مخه ونيسي.

۳- د عراق په تړاو: امريکا د پردې تر شا کابو ټول عراق اداره کوي. په بغداد کې د امريکا سفارت ۱۶۰۰۰ مامورين لري، چې هغوی د ټولو عراقي وزيرانو په ځانګړي ډول د تېلو او امنيتي سکتور د وزيرانو چاري څاري او په نړۍ کې د امريکا تر ټولو لوی سفارت همدا دی. امريکا په عراق کې ګڼې پوځي اډې لري، چې مهمه يې په انبار کې د عين الاسد اډه ده. د تېرې مياشتې په وروستۍ اونۍ کې امريکا خپل ګڼ استازي عراق ته ولېږل، چې له ډلې يې د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۳مه د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پنس ناڅاپي ليدنه وه. نوموړی عين الاسد ته ولاړ او تر ده يوه اونۍ مخکې د امريکا لوی درستيز مارک ميلي بیا د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه بغداد ته ولاړ. دا له عراق څخه د امريکا دقيقه څارنه په ګوته کوي. عراق امريکا ته ډېر ارزښت لري؛ دوی عراق اشغال کړ او ادعا کوي چې عراق ته یې پرمختګ ورکړ. په داسې حال کې چې هلته يې ګډوډي او بې اتفاقي رامنځته کړه. هلته پرله پسې کړکېچونه روان دي، احتمال شته که وضعيت سم نشي امريکا به ډېر ژر د پوځ له لارې بدلون رامنځته کړي او لارو کوڅو ته به یې د حکومت پرضد را وباسي، لکه څنګه چې یې په مصر او سوډان کې دا کړنه ترسره کړه. د تروريزم ضد ځواک ډله چې امريکا جوړه کړې، په ښو وسلو سمبال ده او په عراق کې لوی پوځي ځواک دی. هغوی لا تراوسه د لاريونوالو په ځورولو کې ونډه نه ده اخيستې، داسې ښکاري چې په تحرير څلور لارې کې د راغونډو شويو لاريونوالو لپاره د فاسدو سياستوالو پر وړاندې د ژغورلو يو ځواک دی. دوی د عراق د لومړي وزير عادل عبدالمهدي تر استعفا وروسته د ياد ځواک د يوه مشر جنرال عبدالوهاب الساعدي انځور له ځانه سره ګرځاوه، ګواکي دغه ځواک د لاريونوالو لپاره د منلو وړ دی او د ستونزې په حلولو کې رول لوبولی شي. له بل لوري امريکا په بغداد کې پوځي ناستې ترسره کړې او خپل استازي یې د يادې ستونزې د حل لپاره ولېږل؛ سربېره پردې چې د امريکا لوی سفارت هلته ګڼ فعاليتونه ترسره کوي او ټول هغه کارونه یې ترسره کړل چې اړين وو.

د عادل عبدالمهدي استعفا او د نوي لومړي وزير ټاکل به ياده ستونزه حل نه کړي، خو په موقت ډول يعني زخمونه به یې د جوړېدو تر وخته پرانيستي وي.

که څه هم په دری واړو هېوادونو کې لاريونوالو ځينې داسې شعارونه زمزمه کول، چې حساب پرې کېږي او ځينې نور بیا داسې شعارونه بدرګه کول، چې له هغو مخکنيو سره ضد وو. له لوموړنيو شعارونو څخه یې داسې ښکارېدله، چې ياد حرکتونه خودجوشه دي؛ خو له ورستيو لاريونونو څخه داسې ښکارېدله چې دوی الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم، د خپلو ځانونو او کورنيو نيکمرغي، د اسلام حاکميت او د رښتني دویم راشده خلافت تاسيس هېر کړی دی. که د يوه حرکت تر شا رښتنی مشرتابه نه وي، نو هغه حرکت پرته له سمې لارښوونې مخته ځي او د دوی هڅې او قربانۍ به بې ګټې وي او داسې به وي لکه هغه څوک چې خپل وېشلي تارونه له ټينګوالي څخه وروسته بېرته شني. الله سبحانه وتعالی د سمې لارې لارښوونکی دی.

 

د مطلب ادامه...

اروپا د ایران پر سندان او د امریکا تر چکش لاندې؛ د اټومي هوکړې برخلیک به څه وي؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د ایران اټومي پروګرام الماني او فرانسوي شرکتونو د شاه په وخت کې رامنځته کړ، چې شاه هغه مهال په ځانګړې توګه د انګلیس تابع و؛ خو په ۱۹۷۹م کال کې د شاه د حکومت له نسکورېدو وروسته په ایران کې د اروپا نفوذ ختم شو او دغه هېواد د امریکا په دام کې ولوېد. اروپا هڅه وکړه چې په ایران کې د خپل نفوذ لپاره لاره پیدا کړي، نو له همدې امله یې د ایران هستوي مسلې ته وروسته له هغو لمن ووهله، چې په ۲۰۰۳م کال کې ایراني مخالفینو د دغه هېواد له ځینو هستوي فعالیتونو څخه پرده پورته کړه. پر چین او روسیې سربېره د ایران او اروپایي مثلث (انګلیس، فرانسې او المان) تر منځ خبرو دوام درلود، چې ایران په همغه کال د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره یو پروتوکول لاسلیک کړ او د هغه پر بنسټ یې د اټومي انرژۍ د چټکې کتنې اجازه درلوده. دغه مسله یو ځل بیا په  ۲۰۰۵ م کال کې له هغه وروسته راپورته شوه، کله چې ایران د اټومي انرژۍ د غني کولو لړۍ پیل کړه. اروپا فشار راوړ، ترڅو قضیه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي، چې وروسته بیا روسیې د مخالفت تر څنګ پخپل هېواد کې د اټومي انرژۍ د غني کولو وړاندیز وکړ، خو ایران د ۲۰۰۶م کال په لومړیو کې دغه مسله ونه منله.

په دې توګه دغه حالت تر اوږدو کلونو پورې د ډېرو هسکو ټیټو په ترڅ کې دوام وکړ او امریکا هڅه وکړه، چې دغه مسله حل نه شي. امریکا غوښتل چې اروپا په یاده مسله کې بوخته وساتي او په دروغو سره یې خپل دخالت پکې رد کړ او داسې یې وښوده چې له ایران سره هېڅ لېوالتیا نه لري. اروپا هم له امریکا پرته د دې مسلې د حل توان نه درلود، تر دې چې د ۲۰۱۳م کال د نومبر پر ۲۴مه د ایران او پنځه جمعه یو هېوادونو یعنې د المان په ګډون د امنیت شورا د دایمي غړو تر منځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه هوکړه لاسلیک شوه. پر همدې اساس ایران د بندیزونو په لرې کولو کې د امریکا پر وړاندې پاتې راغی، تر دې چې له انقلابونو وروسته یې په سیمه کې د امریکا په ګټه رول ولوباوه. په ځانګړي ډول د سوریې انقلاب، چې اسلامي رنګ یې خپل کړ او د امریکا ګټې یې له ګواښ سره مخ کولې، لکه څنګه چې اوباما هم پر دغې موضوع اعتراف وکړ.

پر همدې اساس ایران په ډېرې بې شرمۍ سره د دغه ناوړه رول لوبول پیل کړل او هغه اموال یې بیرته راوګرځول او په دغه لاره کې یې ولګول، چې د امریکا له لوري بلاک شوي وو، ترڅو د هغوی اووه میلیارده ډالر په امن کې شي. اروپا پر دغه حالت ناخوښه وه، ځکه د امریکا په موخه ښه پوهېده او امریکا له ایران سره د پټو خبرو په پایله کې هوکړه پای ته رسولې وه. اروپا هڅه وکړه چې دوی ته ماتې ورکړي، خو کله چې ناکامه شوه، نو د دغو خبرو منلو ته یې غاړه کېښوده، ترڅو خپل نړیوال اغېز وساتي او ګټې یې خوندي شي او د فشارونو د دوام له لارې یې هڅه وکړه، چې ډېرې لاسته راوړنې ولري. تر دې چې د ۲۰۱۵ م کال د جولای پر ۲۰مه نوې هوکړه وشوه. که څه هم دغه هوکړه د امریکا په ګټه وه او اوباما یو تاریخي لقب ورکړ، چې د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو کې یې د ډیموکراټانو د رایو تر لاسه کولو او په سیمه او ځانګړي ډول سوریه کې یې د ایران د رول ساتلو لپاره ترې د تبلیغاتو په توګه ګټه واخیسته. اروپایانو دغه فرصت د اقتصادي لاسته راوړنو لپاره یو غنیمت وباله او جمهوري غوښتونکو بیا له دغې هوکړې سره مخالفت وښود، ترڅو مخالفین یې په ټاکنو کې بریالي نه شي.

وروسته له هغې چې جمهوري غوښتونکي واک ته ورسېدل، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۸مه دغه هوکړه له منځه یوړه؛ نوموړي وویل: «دا چې په سوریه کې حالات بدل شوي او اوس د نظام د نسکورېدو ګواښ نشته؛ نو د ایران لپاره هلته اړتیا نه لیدل کېږي.» روسیې او اردوغان تر ایران او په لبنان کې د هغه تر حزب وروسته د اسلامي انقلاب په له منځته وړلو او د امریکا د مزدور سیکولر نظام په واکمنولو کې مهم رول ولوباوه؛ ځکه ګومان یې کاوه چې اروپا له دغه هوکړه لیک څخه ګټه کړې. امریکا هوډ وکړ چې پر اقتصادي جګړې سربېره، چې ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د مارچ پر ۲مه پر دوست او دښمن باندې اعلان کړه، له ایران سره یو بل هوکړه لیک ترسره کړي. دا هغه هوکړلیک و، چې په دې سره یې د اروپا ګټې له ګواښ سره مخ کولې. 

ایران د امریکا له برید سره همغږي لري، د هغې په ګټه کار کوي او پوهېږي چې امریکا په نړیواله کچه تر ټولو پیاوړی نفوذ لري. نو پر همدې اساس اروپا د اټومي هوکړې په پرېښېدو ګواښي، نو ځکه په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال د مې پر ۸مه بندیزونه پرې راکم شول؛ په همدې توګه د دویم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۷مه، د درېیم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر پر ۷مه او د څلورم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۶مه وګواښله، ترڅو بندیزونه پرې راکم شي. په هره کچه چې اروپا د غوښتنو منل ځنډوي، د امریکا د بندیزونو د ډېرېدو ترڅنګ د ایران ګواښونه هم لوړېږي. دا ټول د امریکا په ګټه دي، ځکه موخه یې د هوکړې له منځه وړل دي. اروپا هڅه وکړه چې خپلو نفتي عایداتو ته د رسېدو لپاره له امریکایي نړیوال مالي نظام پرته بله لاره پیدا کړي.

فرانسې د امریکا د قانع کېدو هڅه وکړه، چې ایران ته اجازه ورکړي، ترڅو هستوي هوکړه لیک ته د ژمنتیا، د خلیج د امنیت او د سیمې د امنیت لپاره د خبرو د پیل د ضمانت او له ۲۰۲۵م کال وروسته د هوکړه لیک د وروستي پړاو لپاره د ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یو باوري ګام واخلي، چې د نفتو له څلور میاشتنيو حقونو سره برابر دی. خو امریکا دغه وړاندیز ونه مانه او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول چې ۱۶ موسسې، ۱۱ کښتۍ او ۱۰ کسان پکې شامل وو؛ نو په دې سره اروپا خپلې موخې ته ونه رسېده. د امریکا دغه کار په ښکاره توګه له ستونزو سره د اروپا مخ کول او په ایران کې یې د سوداګریزو ګټو ګواښل وو.

اروپا پر هوکړه ټینګار کوي، ځکه سیاسي او اقتصادي ګټې یې چمتو کوي؛ هغه داسې چې له امریکا سره به د هوکړه لیک د تړلو لپاره د ناستې توانايي پیداکړي او د دوی نړیوال قدرت به لوړ کړي. امریکا غواړي د اروپا لاسته راوړنې له منځه یوسي او په داسې ډول یې یوې څنډې ته کړي چې پر امریکا پسې روانه وي، نه دا چې د دغه هېواد پر وړاندې ودرېږي. همدارنګه د چین او روسیې لپاره هم دا ډول پلان لري. پر همدې اساس امریکا غواړي په یوازې توګه له ایران سره داسې هوکړه لاسلیک کړي چې چوکاټ یې خپله جوړ کړي، ترڅو په لومړي ګام کې خپلې اصلي ګټې او بیا وروسته د نورو هېوادونو ګټې خوندي کړي. دا ښکاره ده چې امریکا له شمالي کوریا سره په خبرو اترو کې چین ګوښه کړ، په داسې حال کې چې چین په دغه سیمه کې د نفوذ څښتن دی؛ خو د سیاسي کمزورتیا له امله ونه توانېد چې امریکا درې اړخیزې ناستې ته اړ کړي.

همدارنګه امریکا له شمالي کوریا سره هغه شپږاړخیزه خبرې لغوه کړې، چې روسیې، چین او چاپان هم پکې ګډون کاوه؛ ترڅو په یوازې توګه تصمیم ونیسي. بل دا چې امریکا وښيي، چې په نړیواله کچه سیال نه لري، په یوازې توګه نړیوالې اړیکې معلومې کړي او نور ورته ژمن پاتې شي. که ژمن پاتې نشي، پر هغوی فشارونه راوړي او بندیزونه پرې لګوي، تر دې چې د هغوی پر وړاندې عامه افکار تحریکوي؛ لکه څنګه یې چې د تروریزم په مسله کې د نړۍ ټولو هېوادونو د امریکا امر ومانه او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره ملګري شول، د هغې قوانین یې ومنل او چا به چې سرغړونه وکړه، هغه به یې له ترورېزم سره په ملاتړ تورن کړ او بندیزونه به یې پرې ولګول، ترڅو د عامه افکارو د کرکې لامل شي. نو امریکا دا ډول په نړیوالو قضیو کې عمل کوي او خپله واکمني او ګټې خوندي کوي.

له همدې امله ښکاري چې د اروپا هڅې ډېرې سستې او ناکامې دي؛ ځکه ګومان کېږي چې هوکړه لیک به عملي نه شي او یوازې تر خبرو پورې به پاتې شي. اروپا په دغه کار سره راضي کېږي، ترڅو یوه زمینه برابره شي او د خپلو لاسته راوړنو په ساتلو کې ځنډ وکړي؛ په داسې حال کې چې امریکا غواړي نور هېوادونه ګوښه کړي او په یوازې ځان له ایران سره تړون لاسلیک کړي او ایران هم د امریکا له دغه کار سره همغږي لري. ایران تل د اروپا په اړه د امریکا له دریځ څخه په ګټې اخیستنې سره پر اروپا فشار راوړي، خو  د دې تر څنګ نورې ستونزې هم شته چې دغه تړون په بهرنۍ او کورنۍ کچه ځنډوي؛ ځکه ټرمپ غواړي داسې کار وکړي چې په ټاکنو کې یې د بریا زمینه برابره شي.

ایران یو ملتپال دولت دی، چې مذهبي اختلافونو ته لمن وهي او ګټه ترې اخلي. دغه هېواد د امریکا په رکاب کې د خپلو ګټو د خوندي کېدو هڅه کوي او د خپلو ګټو لپاره د امریکا نفوذ پیاوړی کوي. لکه څنګه چې په سورریه، عراق او افغانستان کې د دغه هېواد کړنې ولیدل شوې. اوس د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس وخت دی، چې ډېر ژر به تاسیس شي او له هېچا سره به د جګړه ییز او اټومي وسلو د جوړښت په تړاو خبرې ونه کړي او لاسوهنې به یې ونه مني؛ بلکې هغه څه به ترسره کړي چې شریعت اجازه ورکړې او د دښمن د وېرولو لپاره به امکانات برابروي.

لیکوال: اسعد منصور

مترجم: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

سېکولر دولتونه، طبیعي افتونه په بحران بدلوي

خبر;

د تېرو څو اونیو سختو بارانونو له وجې د هېواد وضعیت خراب شوی، رسنیو په ټول هېواد )مرکزي، ساحلي او شمال‌ختیځو سیمو په ګډون( کې د ورانیو او مرګ‌ژوبلې رپوټ ورکړی؛ د وضعیت د لا خرابېدو د شونتیا خبرداری هم ورکړل شوی. وروستۍ وژونکې پېښه هغه تند سېلابونه وو چې په ختیځ پوکاټ کې يې د کورونو پر ړنګولو سربېره له ۵۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی او ډېری اوسېدونکي یې د ځمکې د ښویېدو له امله تر خاورو لاندې کړل. په دغو وروستیو کلونو کې دا ډېره خونړۍ طبیعي تراژېدي وه.

تبصره:

دغه بارانونو یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې سېکولر دولتونه د بحرانونو په مدیریت کې عاجز دي. د لویدیځ پوکاټ مرګژوبله ناوړه پېښو ته د امادګۍ په وسیله په ډېره ښه توګه راکمېدای شوی. دولت ډېره بې غوري وکړه؛ د داخلي کابینې د مشر، فرېډ مټیانګي په مشرۍ لوړپوړي دولتي چارواکي هغه کلي ته ونه شوای رسېدلی، چې ډېر خلک په سختۍ او بې رحمۍ پکې له منځه لاړل. که دولت مخکې له مخکې فکر کړی وی، هر څه یې سنجولي وی او خپل مسولیت یې ادا کړی وی، وضعیت به تر دې حده نه و خراب.

د هېواد د چارواکو له خوا د ځمکو غصبول او د اوسېدلو د کورونو لپاره د لږ پاملرنې پلانونو له امله ډېرې غریبې کورنۍ د اوسېدلو وړ مناسب ځایونو ته کمه لاسرسی لري، په همدې ډول په سیلابي سیمو کې یې ژوند له خطر سره مخ وي. په لرې پرتو سیمو کې په ځانګړي ډول چې تر اوسه یې سرکونه د فساد له امله نه دي جوړ شوي، ۳۲ سلنه خلک له سرکونو دوه کیلو متره لرې اوسېږي، دا د دې سبب کېږي چې د سېلونو د راتګ پر وخت دوی ته پر وخت مرسته ونه رسېږي یا بې مرستې پاتې شي.

دغه ورانوونکې پېښې په ډاګه کوي، چې د سرمایه دارۍ نظامونه طبیعي پېښې څنګه پر بشري ناورین بدلوي. دېر ځله د دغو ناوړه پېښو د رامنځته کېدلو له امله د پانګوالۍ اصلي څېره او د حاکمیت سیستم په ډاګه کېږي، چې د عامه خلکو ګټو ته پاملرنه نه لري. سېکولر پانګوال سیاسیون په هېواد کې په رایو پسې په الوتکو کې ګرځي، خو کله چې عام خلک په سېلابونو کې ډوبېږي، نو دوی په تلویزیونو کې را ښکاره شي! د پانګوالۍ او د هغوی د رهبرانو اصلي تعریف دادی، چې یوازې خپل ژوند ورته مهم دی او د بېوزلو خلکو د ژوند پروا نه لري.

حتا دا هم رښتیا دي چې انسان په طبیعي ډول نشي کولایو چې د دغو ډول پېښو مخنیوی وکړي؛ خو الله سبحانه وتعالی امر کړی دی چې د ځانګړو پروسو او لارو په وسیله د دغو ناوړه پيښو د رامنځته کېدلو وړاندوینه وکړئ، تر څو تلفات یې راټیټ شي. اسلام د یوه بشپړ دین په توګه ښکاره کړې ده، چې عامه چارو ته د پاملرنې مسوولیت د افرادو نه، بلکې د دولت دی. لکه څنګه چې زموږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام د خلکو شپون دی او د خپل رعیت مسوولیت هم لري.

اسلامي دولت (خلافت) مسوولیت لري، چې د اوسېدونکو د ژوند امنیت په هر وخت کې وساتي. د سیلابونو یا ځمکې ښوییدلو په ناوړه پېښو کې خلافت د بیت المال له خزانې څخه ګټه اخلي، چې له زیانمن شوو عامه خلکو څخه ساتنه وکړي او دا یې یو مسوولیت دی، نه نیکي. که چېرې په بیت المال کې پانګه نه وي، نو خلیفه به پر شتمنو خلکو په جبري توګه یوه ځانګړې اندازه امکانات وضعه کړي، تر څو دغه حالت جبران کړي. خلافت به په دې توګه د خپلو هېوادوالو له قیمتي ژوند څخه ساتنه کوي؛ بااذن الله وتعالی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعتي دفتر ته

په کینیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر استازی

 لیکوال: شباني موالیمو

د مطلب ادامه...

د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم قطعي حکم نېکي کول دي او که فدیه؟

  • خپور شوی په فقهي

نبیل ابوالعبد ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله!

موږ په خپلو کتابونو کې د بنو قریظه د یهودو اړوند د سعد بن معاذ د پرېکړې په اړه روایت وینو، چې پکښې راغلي: نارینه يې دې ووژل شي، مالونه يې دې غنیمت شي او ښځې يې دې مینځې شي؛ خو د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم حکم بل ډول دی، من (زړه سوی یا احسان کول) یا فدیه: ایا د سعد دا پرېکړه د قران له حکم سره په ټکر کې نه ده او که دغه روایت له پامه وغورځوو، نو په دې اړه بل کوم وضاحت شته؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

ستاسي د پوښتنې لنډ ځواب د اسلامي شخصیې کتاب د دویم ټوک د «جګړې د بندیانو» نومي څپرکي کې ورکړل شوی. په هغه ځای کې د سعد بن معاذ رضی الله عنه د دې پرېکړې په اړه داسې راغلي دي:

 «که چېرې مسلمانان په جګړه کې خپل دښمن د بندي په توګه ونیسي، نو د دوی په اړه یوازې خلیفه حکم کولی شي؛ د جګړې قومندان، د پوځ امیر او هغه څوک چې دوی يې نیولي، هېڅ یوی دا حق نه لري چې د دوی په اړه پرېکړه وکړي. که چېرې يو جنګیالی په جګړه کي نیول کېږي، د ده په اړه یوازې خلیفه حکم کولی شي او خلیفه د بندیانو په اړه هغه حکم کوي، چې په شریعت کې ورته ټاکل شوی وي. د قرانکریم له نصوصو سره سم خلیفه دا حق لري، چې د جګړې بندي د ترحم او یا هم د فدیې د ورکړې له مخې ازاد کړي. نو د جګړې د اسیر حکم من او یا هم فدیه ده، هغه هم د الله سبحانه وتعالی له دغه قول سره سم:

﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا﴾

 [محمد: ۴]

ژباړه: كله چې له دغو كافرانو سره په جګړه کې مخامخ شئ، نو ستاسې لومړی كار دا دی چې د  هغوی ورمېږونه ووهئ، کله مو چې هغوی وټکول، بیا نو بندیان کلک وتړئ. له هغې وروسته ستاسې خوښه، چې ښېګنه كوئ، یعنې دوی وړیا خوشي کوئ او كه د دوی د ازادولو په بدل کې د فدیې معامله كوئ؛ تر هغې پورې چې جنګیالي پخپله وسله وغورځوي.

دا د جګړې د بندیانو په اړه واضح حکم دی.

له دې ټولو څخه څرګندېږي چې یوازې خلیفه د جګړې د بندیانو د حکم په اړه پرېکړه کولی شي: هغه کولی شي چې له دغو دوو څخه پر یوه عمل وکړي او هغه من (ترحم) او یا هم فدیه ده. د هغه روایت په اړه باید وویل شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنو قریظه نارینه ووژل، هغه د خاین د خیانت کولو د حکم پر بنسټ وو، نه د جګړې د بندیانو په توګه.

د جنګي بندیانو د حکم په اړه لکه څنګه چې پورته یادونه شوه، یوازې دوه اختیاره شته چې هغه به یا من وي او یا هم فدیه، نه بل څه. همدا دوه حکمونه به د قیامت تر ورځې پاتې وي. که چېرې اسلامي دولت له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي او بندیان نیسي، نو له همدې دوو حکمونو (ترحم یا فدیې) څخه به کار اخلي.» پای.

په قرانکریم کې د جګړې د بندیانو په اړه همدا ترحم او فدیه د قطعي او ثابت حکم په توګه راغلي دي.

﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا﴾

 [محمد: ۴]

ژباړه: كله چې له دغو كافرانو سره په جګړه کې مخامخ شئ، نو ستاسې لومړی كار دا دی چې د  هغوی ورمېږونه ووهئ، کله مو چې هغوی وټکول، بیا نو بندیان کلک وتړئ. له هغې وروسته ستاسې خوښه، چې ښېګنه كوئ، یعنې دوی وړیا خوشي کوئ او كه د دوی د ازادولو په بدل کې د فدیې معامله كوئ؛ تر هغې پورې چې جنګیالي پخپله وسله وغورځوي.

همدا د هغو جنګیالیو په اړه چې مسلمانانو ژوندي نيولي وي او د جګړې د بندیانو په توګه د مسلمانانو له لوري نیول شوي وي، څرګند او صریح حکم دی.

خو هغه څه چې د بنو قریظه سره وشول، هغه تر دې عنوان لاندې نه راځي او د هغوی مسله د جګړې د بندیانو په څېر نه وه. هغه داسې رامنځته شوه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بنو قریضه د جګړې لپاره محاصره کړل، نو دوی خپله د ځان په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم ته تسلیم شول. دوی ومنله چې له جګړې پرته به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیمېږي او دوی ومنله چې د سعد بن معاذ له شرایطو سره سم به وسله پر ځمکه ږدي. بخاري شریف د ابوسعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت کوي: کله چې بنو قریظه وو د سعد بن معاذ منځګړیتوب ومانه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ده ته خبر ورکړ، چې راشي. سعد پر بوده سپور راغی او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رانږدې شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم انصارو ته وویل: خپل مشر ته پاڅېږئ. دی راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته کېناست. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«إِنَّ هَؤُلَاءِ نَزَلُوا عَلَى حُكْمِكَ» قَالَ فَإِنِّي أَحْكُمُ أَنْ تُقْتَلَ الْمُقَاتِلَةُ وَأَنْ تُسْبَى الذُّرِّيَّةُ قَالَ: «لَقَدْ حَكَمْتَ فِيهِمْ بِحُكْمِ الْمَلِكِ»

ژباړه: دوی ستا د حکم پر اساس موږ ته تسلیمېږي، هغه ورته وویل: زه حکم کوم چې نارینه یې دې ووژل شي او ماشومان يې دې ونیول شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تحقیق سره تا د الملک (الله سبحانه تعالی) د حکم پر اساس حکم وکړ.

په صحیح البخاري کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایت شوي، چې وايي: سعد رضی الله عنه د خندق په ورځ د حبان بن العرقه په نامه یوه قریشي له خوا په غشي سره ټپي شو. دی حبان بن قیس و، چې د بن معیص بن عامر بن لوی تر بیرغ لاندې جنګېدو. غشی د ده په بیجلکه کې لګېدلی و، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد نبوي کې نژدې خېمه ورته درولې وه، ترڅو ورته نږدې وي او لیدو ته یې ورشي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خندق څخه راستون شو، نو خپله وسله يې کېښوده او سعد ته یې غسل ورکړ. جبریل علیه السلام ورته راغی، له خپل سر څخه يې دوړې وڅنډلې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل: ایا تا خپله وسله کښېښوده؟ په الله قسم ما خپله وسله نه ده ايښې، هغوی ته ورشه... رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چېرې؟ هغه د بنو قریظه لور ته اشاره وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ورغی، هغوی سعد د منځګړي په توګه ومانه، سعد رضی الله عنه وویل: زما حکم دا دی، چې نارینه يې دې ووژل شي، ښځې او ماشومان يې دې ونیول شي او مالونه يې دې تقسیم شي.

له دغو مبارکو احادیثو څخه ښکاري، چې بنو قریظه د مسلمانانو له لوري د جګړې د بندیانو په توګه نه وو نیول شوي. له همدې امله د جګړې د بندیانو حکم نشي پرې کېدای. له حدیثو څخه ښکاري چې دوی د سعد ابن معاذ پرېکړه منلې وه او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېکړې ته یې غاړه ایښې وه او هغه بیا د معاذ پرېکړه ومنله. یعني دوی د منځګړي کس حکم منلی و. د ده حکم داسې و چې جنګیالي يې دې ووژل شي، اولادونه او ښځې يې دې ونیول شي او مالونه يې دې غنیمت او ووېشل شي. د دوی په اړه د سعد رضی الله عنه پرېکړه د الله سبحانه تعالی له حکم سره سمه وه.

له همدې امله د دغې پېښې او  د جګړې د بندیانو د حکم په اړه چې د قران کریم د نص له مخې ثابت دی، هیڅ ډول ټکر نشته؛ ځکه هره مسله د جلا مضمون تر عنوان لاندې راځي. د دې اړتیا نشته چې د احادیثو مانا دې رد شي، ځکه د قرانکریم له مبارکو ایاتونو سره یې کوم ټکر نشته.

هیله مند یم چې مسله روښانه شوې وي.

ستاسې ورور،

عطاء بن خلیل ابو الرشته

د مطلب ادامه...

په اسلام کې د ښځې موقف او عزت او په کفري نظامونو کې د هغې ذلت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

کله چې ډیموکراسي رامنځته شوه او دغه نظام د انسان غرایز ازاد پرېښودل، نو کافر غرب له هماغه ورځې راهیسې په دې شرمېدلي حالت کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع چیغې وهي. غرب چې کله نړیوال سازمانونه، بنسټونه او د ښځو د ژوند لپاره نوي قوانین جوړل کړل، نو د ښځو عزت، حقونه او پاکوالی یې همغه وخت تر پښو لاندې کړ. پورته ټکي د پانګوالۍ کلتور ته خدمت دی؛ هغه نظام چې د مصلحت او ګټو پر بنسټ ولاړ دی او د ټولو دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو پر ځای یوازې مادي ارزښتونو ته پام کوي.

له هغې ورځې وروسته چې ښځو په غرب او نورو هېوادونو کې د دغه نظام پیرو کوي؛ له ذلت، فساد او سختۍ پرته یې بل څه نه دي تر لاسه کړي او له هدایت څخه لرې شوې دي. ښځو په پانګوال نظام کې د سوداګریزو جامو حیثیت غوره کړی دی او دغه نظام د ښځو له بربنډېدو او ذلته ګټه اخلي. د هغوی پر عزت او کرامت د سوداګرۍ له لارې ځان ته د ژوند امکانات برابروي. ښه بېلګه یې په غرب کې ټولنیز ژوند دی، چې غربي ښځې بدمرغه شوې دي. د دغه نظام له ناوړه پایلو ځوریږي او شکایت کوي، خو د خپلو ستونزو حللار نشي موندلی.

په غرب او شرق کې د ټولنیز ژوند په اړه ډېری سمینارونه، مقالې او څېړنیز مرکزونه د دې شاهد دي، چې ښځې نور له هغه ژوند څخه ستړې شوې دي چې د ډیموکراسۍ پر اساس جوړ شوی دی. په دغو څېړنو کې اخلاقي کمزوري، تېری او ځورونې ښکاري. دغه راز کورنۍ ستونزې او د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې او لوېدنې شمېرې هم  حیرانوونکې دي. ولې به دا شمېرې حیرانوونکې او لوړې نه وي، په داسې حال کې چې بشر د پانګوالۍ په ظالم رژیم کې ژوند کوي او د الله سبحانه وتعالی له شریعت او هدایت څخه لرې دی. له اسلام څخه لریوالي او پانګوال نظام ته نیږدې کېدو بشر تباهۍ په لور روان کړی او فساد یې په ځمکه او اوبو کې ډېر کړی دی. الله سبحانه وتعالی تر قیامت پورې ادم او حوا علیه السلام او د هغوی نسل مخاطب کړي او فرمایي:    

﴿قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعاً بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾

[طه: 123-124]

ژباړه: تاسو دواړه (ادم او حوا) له جنت څخه ووځئ او په ځمکه کې ژوند وکړئ. هلته به ستاسو ځينې زامن د ځینو نورو دښمنان شي. کله چې زما هدایت او لارښوونه در ورسېده او هغو کسانو چې پیروي یې وکړه، هېڅکله به ګمراه او بدمرغه نه شي او هغه څوک چې له ما څخه مخ واړوي او له اسماني کتابونو او احکامو څخه لرې شي، ژوند به یې ستونزمن وي. ځکه دا کار په نصیب نه کېږي او په دې ډول به الهي قضا او قدر ته تسلیم هم نه شي. د محشر په ورځ به ړانده د حساب لپاره له نورو سره یو ځای راټولېږي.

الله سبحانه وتعالی انسان جوړه (ښځه او نر) پیداکړي او ځمکې ته یې خلیفه هم رالېږلی. الله سبحانه وتعالی پوهیږي چې د انسان لپاره کوم شی ګټور او کوم شی فاسد دي. د ښځې او نر اړیکه یې له شرعي احکامو سره سمه، مکمله او یو د بل پر ملاتړ جوړه کړې ده. د الله سبحانه وتعالی شریعت د خپلو بنده ګانو لپاره د ژوند هره برخه لري؛ لکه سیاست، اقتصاد او ټولنه.

د هغه ایمان پر اغېز سربېره چې پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر عدالت یې لرو؛ پر کتاب (قرآن) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو منګولې لګول مو وجیبه ده. له هر ډول ناهیلۍ پرته به د ژوند تر پایه پر الهي شریعت عمل کوو او له الله سبحانه وتعالی سره به په کړې ژمنه وفا کوو. هېڅکله مو د غرب چل او بې‌ځایه شعارونه بې لارې کولی نشي. کافر او مجرم غرب چې د اسلامي خاورې یې پر وینو رنګ کړې؛ پر ښځو تېری کوي او ټول حقونه یې تر پښو لاندې کوي. په داسې حال کې چې په دروغو سره د ښځو د حقونو د ملاتړ نارې هم وهي.

موږ هغه کسان وینو چې په اسلامي نړۍ کې د کفري سازمانونو، رسمي او نارسمي موسیسو مسوولیت لري. دوی شپه او ورځ د مسلمانو ښځو، نجونو او کورونیو د جدا کولو او کورني ژوند د له منځه وړلو هڅې کوي. غواړي د مسلمانې ښځې او نر تر منځ اخلاقي رذالتونه رامنځته کړي. همدارنګه دغه سازمانونه د قوانینو  تصویب او پراخوالی غواړي. لکه؛ ژمنلیک (CEDAW) یا د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون. دغه کنوانسیون له هغه څه سره مخالفت کوي، چې له اسلام څخه په اسلامي خاورو کې پاتې دي؛ لکه د واده، طلاق، میراث، کورنۍ اړیکې او داسې نور قوانین، چې په شرعي محکمو کې شخصي قوانین یادیږي.

دا یو ناوړه حالت دی او موخه یې دا ده چې مسلمانه ښځه هم باید د بې دینه غربي ښځې ژوند تجربه کړي. هغه ځای چې اخلاقي فساد پکې قانوني، زنا پکې ارزانه وي او د هغو قوانینو ملاتړ پکې کېږي چې ښځه دې له کور څخه په بې عزتۍ کې بهر شي. تر څنګ یې نر پر دې مکلف دی، چې پر وړاندې یې هېڅ ونه وايي او که کوم غبرګون یې وښود ځای به یې زندان وي. زموږ لپاره د خلاصون لار یوازې دا ده، چې د حق د ټینګښت او د باطل د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړو. د حق لار یوازې د الله سبحانه وتعالی په شریعت او په هغه څه کې ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله رالېږل شوي دي او د الله سبحانه وتعالی له شریعت پرته هر څه باطل دي.

اې مسلمانانو! که اسلامي امت هغه دولت درلودای، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر اساس حاکمیت کوي یا هغه خلیفه وی چې د الله سبحانه وتعالی له خوا رالېږل شوی شریعت یې د حق او باطل تر منځ عدالت او حاکمیت کوي، نو هېڅکله به کافر غرب دا جرات نه شو کولی چې زموږ پر خاورو خپل ګمراه کوونکي قوانین پلي کړي. ابو هریره روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ، فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، وَعَدَلَ كَانَ لَهُ بِذَلِكَ أَجْر، وَإِنْ يَأْمُرْ بِغَيْرِهِ كَانَ عَلَيْهِ مِنْهُ»

(رواه مسلم)

ژباړه: امام هغه ډال دی، چې خلک له هغه څخه په پیروۍ له کفارو سره جنګېږي او هغه ته پناه وروړي. که هغه د تقوا او عدالت امر وکړي، نو اجر تر لاسه کوي؛ خو که پر ظلم امر وکړي، د عذاب مستحق کېږي.

 

لیکوال: عبدالعزیز محمد

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د الله سبحانه تعالی د ایتونو د متن (رسم) او تلاوت تر منځ د لېږد توپیر

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

 بکر الشامي ته

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

د مهربانۍ له مخې دغه حديث ماته تشريح کولای شئ، ځکه ماته یو څه ګونګتیا پکې ښکاري. د علماوو د ويناوو تر لوستلو وروسته زه د لاندې حديث په تړاو سم پوه نه شوم:

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَع ُرَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: ابن شهاب وايي ما ته خارجه بن زید بن ثابت خبر راکړ، هغه وايي: ما له زید بن ثابت نه واورېدل«موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول یوځای کاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، تر څو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې پخپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «ژباړه: په مؤمنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې وعده کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

زه تر اوسه په دې نه پوهېږم چې څرنګه صحابه وو رضی الله عنهم له ده څخه ياد ايت قبول کړ، په داسې حال کې چې دی يو کس دی او دغه تواتر يې نه دی پوره کړی. که موږ د ده شاهدي د دوو تنو له شاهدۍ سره مساوي وګڼو، نو دغه صحيح دی خو بیا هم تواتر نه پوره کوي!

الله سبحانه وتعالی دې پر  تاسو رحم وکړي، زموږ شېخه.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته.

داسې ښکاري چې ستاسو لپاره دا ګونګه ده چې څه ډول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د قران کریم تلاوت او لیکلې بڼه (رسم) تر موږ پورې رارسېدلې ده. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په تواتر ډول د صحابه وو د يوې ډلې، الله سبحانه وتعالی دې پر دوی ورحمېږي، له لوري د ایتونو د تلاوت لېږد، تر هغو چې موږ ته په تواتر ډول را ورسېږي او دا چاره به د قيامت تر ورځې پورې د الله سبحانه تعالی په ساتنه کې وي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

 [الحجر:۹]

ژباړه: په تحقیق سره دا قران موږ نازل کړی او همدا موږ يې ساتونکي یو.

د قرانکريم د متن (رسم) د لېږد په تړاو بايد ووايم، چې صحابه کرامو رضی الله عنهم له يادولو پرته د قرانکريم متن نه ليکه، بلکې خپل هغه ليکلي متنونه يې ټولول چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې يې ليکلي وو. همدغه کفايت کوي چې خپل ليکلي متنونه (صحف) يې له خپل ځان سره لرل، که څه هم صحابه وو الله سبحانه وتعالی دې پرې ورحمېږي، ژمن خلک وو چې د هرې هغې پاڼې د رښتياوالي لپاره چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکلې شوې وه دوه شاهدان د ډېر احتياط په موخه ونيسي. همدغه د الله سبحانه وتعالی له لوري توفیق (بری) دی، چې د خپل کتاب ساتنه کوي او د جعل کارۍ امکان پکې ناشونی دی.

﴿لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ﴾

[فصلت:۴۲]

ژباړه: باطل نه له مخې پرې راتلى شي او نه هم له شا څخه، ځکه دا د حكمت د څښتن او یو ستايل شوي (الله سبحانه وتعالی) نازل کړل شوی کتاب دى.

اصلي موضوع دا ډول ده او تفصیل یې په لاندې بڼه دی:

لومړی: د قران د را ټولولو موضوع:

موږ د اسلامي شخصيې کتاب په لومړۍ برخه، " قران را ټولولو " فصل کې د قران د جمع کولو موضوع په تفصيل سره بيان کړې ده؛ لکه څرنګه چې مو په "تـيـسـيـر الوصول إلى الأصول" کتاب کې د "قران نزول او د هغه متن" تر عنوان لاندې فصل کې او د "قران ټولولو" فصل کې بیان کړې ده. که څوک غواړي په دې برخه کې لا نور زيات معلومات او ثبوتونه ترلاسه کړي، پورته ياد شوي کتابونه دې وګوري... زه به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ځينو هغو برخو ته ستاسو د ښه پوهېدو په موخه اشاره وکړم، چې په يادو شويو کتابونو کې بيان شوي دي.

۱- زه تا ته د خپل کتاب "تـيـسـيـر الوصول إلى الأصول"  د «قران را ټولولو» فصل څخه لاندې حواله درکوم:

[... د مرتدينو سره په جهاد کې د ګڼ شمېر حافظانو شهادت، ابوبکر صديق رضی الله عنه ته ويره پيدا کړه، دوی د قران حافظان وو او د فصلونو (سورتونو) په بڼه یې ترتیب کړی و. ده امر وکړ چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له لوري تایید شوي د هر سورت ليکل شوي اياتونه دې په يوه ځای کې راټول او په ترتيب سره دې تنظيم شي. هغه سورتونه چې پر بېلابېلو ټوټو باندې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي او تاييد شوي وو، په ترتيب سره راټول شول او پر هره ليکل شوې ټوټه باندې دوه تنه صحابه د شاهدانو  په ډول ونيول شول، ترڅو دا تصديق کړي چې دغه سورتونه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي. صحابه کرامو رضی الله عنهم يوازې پر ليکل شويو متنونو او یا د حافظانو د تلاوت پر ورته والي باندې اکتفا ونه کړه. د يادونې وړ ده چې هر ايت د يو شمېر صحابه وو له لوري په تواتر بڼه حفظ شوی و.

نو کله چې دوی د سورت توبې وروستني ايتونه يوازې له خزيمه رضی الله عنه څخه چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې یې ليکي وو، وموندل او يوازې هغه رضی الله عنه تصديقول. دوی د خزيمه رضی الله عنه متن په قرانکریم کې د یوځای کولو څخه منع کړ، تر هغو چې یې داسې ثبوت یې پيدا کړ چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ده په تړاو فرمايلي و، چې د خزيمه رضی الله عنه شاهدي له دوو تنو عادلو مسلمانان له شاهدۍ سره برابره ده. وروسته دوی هغه ليکل شوې نسخه چې خزيمه رضی الله عنه تصديقول را ټوله او له قران سره یو ځای کړه. د یادونې وړ ده چې صحابه وو دغه ایت په مطلق ډول حفظ کړی و، خو دغه کار د دوی له لوري د ډېر تاييد په موخه تر سره شو، الله سبحانه تعالی دې له دوی څخه راضي شي، ځکه دوی غوښتل چې هغه پاڼې (صحف) چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي، جمع کړي او نه يې غوښتل هغه ایتونه ولیکي چې د خلکو په حافظه کې وه.

له همدې امله خو د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لوري را ټول شوی قرانکريم د هغو ليکل شويو پاڼو ټولګه وه چې اياتونه پکې ليکل شوي او په سورتونو کې تنظيم شوي وو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تاييد ورسره مل و؛ يعني د قران د ټولو سورتونو لپاره يې د هر سورت د اياتونو پاڼې په ترتيب سره يوځای کړي وې] پای.

۲- زه لومړی تاسو ته د اسلامي شخصيې د لومړۍ برخې حواله درکوم، وروسته د ابوبکر صديق رضی الله عنه له ټولګې څخه هغه ایتونه بیانوم، چې په خپلو سورتونو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي:

 «د قرانکریم د را ټولو په اړه له امر ورکولو څخه د ابوبکر صديق رضی الله عنه موخه دا نه وه، چې قرانکریم دې د یوه مصحف به بڼه ولیکل شي، بلکې د ده موخه د هغو نسخو را ټولول و چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوې وې؛ ترڅو په یوه ځای کې را ټولې او ډاډه شي چې دا هماغه بڼې دي، چې هره نسخه یې د دوو شاهدانو د شاهدۍ ملاتړ له ځان سره لري... دغه پاڼې د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د ژوند پر مهال له ده سره وې او ور پسې د حضرت عمر رضی الله عنه د ژوند پر مهال له هغه سره وې او وروسته د حضرت عمر رضی الله عنه لور حفصې رضی الله عنها ته چې د مومنانو مور ده، له هغه څخه په میراث ورته پاتې شوې.

دا د ابوبکر صديق رضی الله عنه له لوري د قرانکریم د راغونډونې په اړه وه. د حضرت عثمان رضی الله عنه له لوري د قرانکریم راغونډونه د هغه د خلافت په درېيم او د ځينو روايتونو له مخې په دوهم کال، يعني د هجرت پر ۲۵م کال تر سره شوه. حذيفة بن اليمان رضی الله عنه د حضرت عثمان رضی الله عنه د لیدو لپاره مدینې ته راغی. دا هغه وخت و چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د قرآنکریم په تلاوت کې د شام او عراق د خلکو لهجې سره بېلې دي.

نو دی عثمان رضی الله عنه ته راغی. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده چې د شام او عراق خلک د قرآنکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف ونه کړي. ده وويل: اې اميرالمومنينه! وړاندې له دې چې دا امت په قرانکریم کې اختلاف سره وکړي، ويې ژغوره. لکه په پخوا زمانه کې چې یهودو او نصاراوو په خپلو منځونو کې اختلاف سره کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصه رضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږه: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او تاسې ته به یې بیرته اصلي نسخه در ولېږو.» حفصې خپله نسخه حضرت عثمان ته رضی الله عنه ولېږله. حضرت عثمان رضی الله عنه زيد بن ثابت رضی الله عنه، عبدالله ابن الزبير، سعيد ابن العاص او عبدالرحمن ابن حارث ابن هشام ته دنده وسپارله، چې له يادو متنونو څخه ورته بشپړې نسخې ولیکي؛ دوی همداسې وکړل. کله یې چې له دغې نسخې څخه ګڼې نورې نسخې ولیکلې، نو عثمان رضی الله عنه اصلي نسخه بیرته حفصې رضی الله عنها ته ولېږله. حضرت عثمان رضی الله عنه د لیکل شویو نسخو څخه یوه نسخه هر ولايت ته ولېږله او امر يې ورکړ چې ټولې هغه نورې قراني نسخې چې نيمګړې يا بشپړې وي باید وسوځول شي. له اصلي نسخې څخه د جوړو شويو نسخو شمېر اوه نسخې و. دغه اوه نسخې مکې، شام، يمن، بحرين، بصرې او کوفې ته واستول شوې او يوه نسخه يې په مدينه منوره کې وساتل شوه.

له همدې امله د حضرت عثمان رضی الله عنه دا کړنه د قران کريم راغونډونه نه وه، بلکې دا يوازې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه د قران کریم د همغه متن د بیا لیکلو او رانقولو د چارې بنسټیز کول و، کوم چې د ده صلی الله علیه وسلم په مخ کې لیکل شوی و. ده پرته له دې چې د حفصې رضی الله عنها په ملکیت کې د شته قرانکریم څخه  اوه نورې نسخې ولیکي، بل کار نه دی کړی. ده رضی الله عنه مسلمانان پر همدغې واحدې نسخې راټول کړل او له دې پرته يې نورې ټولې نسخې منعه کړې. ټوله موضوع د ده رضی الله عنه له امر سره سم د همدې نسخې له بیا لیکل کېدو سره حل شوه. دا همغه نسخه او نقل دی چې د وحیو د نزول پر مهال د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل کېده. دا هماغه نسخه ده چې ابوبکر رضی الله عنه را ټوله کړې ده. وروسته مسلمانانو له همدغه قران څخه نورې نسخې اخيستلې او له دې پرته یې له بل شي څخه نورې نسخې نه لیکلې. په متن کې له عثماني مصحف پرته بل شی پاتې نه شول. کله چې د چاپ ماشین جوړ شو، له همدې نسخې او نقل څخه بیا مصحف چاپ شو.»

۳- لکه څنګه چې تاسو وینئ، دا د قرانکريم  د تلاوت د انتقال موضوع نه وه. قرانکريم د يو شمېر صحابه کرامو له لوري د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه په قطعي تواتر ډول را نقل شوی دی. دا د هغه څه انتقال دی چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوي دي... له همدې امله د قران دغه نسخه (رسم) توقيفي ده (څه ډول چې وه، همغسې اخيستل شوې ده او بدلون پکې نه دی راغلی) او يوازې پر همدغه بنسټ پاتې ده. دا حرامه ده چې له ياد متن پرته دې په بله بڼه وليکل شي. دا هم روا نه ده چې ټول متن ته دې بدلون ورکړل شي... که څه هم موږ بايد د قران عثماني (د عثمان رضی الله عنه) متن په پام کې ونيسو، ځکه دغه متن د ټول قران لپاره ځانګړی دی. که چېرې قران د ثبوت او زده کړې یا نورو موخو لپاره پر تخته ليکل کېږي او یا هم په يو بل ځای کې د قران له مصحف پرته ليکل کېږي؛ بیا نو د دې اجازه شته چې بل ډول ولیکل شي لکه «الرِّبَوا» (سود).

په قران کې پر تخته باندې «الربا» ليکل کېدای شي، ځکه چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم تایید او د صحابه وو رضی الله عنهم اجماع يوازې د قران کريم د مصحف لپاره وه، نه د بل ځای لپاره. د نورو شيانو لپاره دغه ځانګړتیا نشته، ځکه قران توقيفي دی (څه ډول چې و، همغسې اخيستل شوی دی او بدلون پکې نه دی راغلی)، د دې لپاره اسماني دليل نشته او دلته د قياس مجال هم نشته.

دویم هغه حديث چې تاسو يې په اړه پوښتنه کړې ده، هغه امام بخاري روايت کړی او په لاندې ډول دی:

«4604- حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ أَنَّ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ حَدَّثَهُ أَنَّ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ قَدِمَ عَلَى عُثْمَانَ وَكَانَ يُغَازِي أَهْلَ الشَّأْمِ فِي فَتْحِ إِرْمِينِيَةَ وَأَذْرَبِيجَانَ مَعَ أَهْلِ الْعِرَاقِ فَأَفْزَعَ حُذَيْفَةَ اخْتِلَافُهُمْ فِي الْقِرَاءَةِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ لِعُثْمَانَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَدْرِكْ هَذِهِ الْأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ اخْتِلَافَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى فَأَرْسَلَ عُثْمَانُ إِلَى حَفْصَةَ أَنْ أَرْسِلِي إِلَيْنَا بِالصُّحُفِ نَنْسَخُهَا فِي الْمَصَاحِفِ ثُمَّ نَرُدُّهَا إِلَيْكِ فَأَرْسَلَتْ بِهَا حَفْصَةُ إِلَى عُثْمَانَ فَأَمَرَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ وَسَعِيدَ بْنَ الْعَاصِ وَعَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ هِشَامٍ فَنَسَخُوهَا فِي الْمَصَاحِفِ وَقَالَ عُثْمَانُ لِلرَّهْطِ الْقُرَشِيِّينَ الثَّلَاثَةِ إِذَا اخْتَلَفْتُمْ أَنْتُمْ وَزَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ فِي شَيْءٍ مِنْ الْقُرْانِ فَاكْتُبُوهُ بِلِسَانِ قُرَيْشٍ فَإِنَّمَا نَزَلَ بِلِسَانِهِمْ فَفَعَلُوا حَتَّى إِذَا نَسَخُوا الصُّحُفَ فِي الْمَصَاحِفِ رَدَّ عُثْمَانُ الصُّحُفَ إِلَى حَفْصَةَ وَأَرْسَلَ إِلَى كُلِّ أُفُقٍ بِمُصْحَفٍ مِمَّا نَسَخُوا وَأَمَرَ بِمَا سِوَاهُ مِنْ الْقُرْآنِ فِي كُلِّ صَحِيفَةٍ أَوْ مُصْحَفٍ أَنْ يُحْرَقَ.»

 ژباړه: (۴۶۰۴؛ موسی له ابراهیم، ابراهیم له ابن شهاب څخه روایتوي، چې ابن شهاب وايي؛ ما ته انس ابن مالک وویل، چې حذیفه بن الیمان حضرت عثمان رضی الله عنه ته راغی. دا هغه وخت و چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د شام او عراق خلک د قرانکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف سره ونه کړي. ده حضرت عثمان رضی الله عنه ته وویل: اې امیرالمومنینه! وړاندې له دې چې امت په قرانکریم کې اختلاف وکړي، ويې ژغوره. لکه په پخوا زمانه کې چې یهودو او نصاراوو په خپلو منځونو کې اختلاف کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصې رضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږی: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او اصلي نسخه به یې بیرته در ولېږو.» حفصې خپله نسخه حضرت عثمان رضی الله عنه ته ولېږله. حضرت عثمان رضي الله عنه زید بن ثابت، عبدالله ابن الزبیر، سعد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام وګمارل ترڅو له دې نسخې څخه نورې نسخې په صحیح شکل ترتیب کړي. حضرت عثمان رضی الله عنه دریو واړو قریشو ته وویل: په هغه صورت کې چې تاسې له زید بن ثابت سره د قرانکریم د کوم ایت د تلاوت پر سر اختلاف پیدا کړ، نو د قریشو په لهجه يې ولیکئ، ځکه قرانکریم د هغوی په ژبه نازل شوی دی. دوی همداسې وکړل، کله چې يې د حضرت حفصې رضی الله عنها له نسخې څخه ګڼې نسخې ترتیب کړې، بیا نو حضرت عثمان رضی الله عنه د هغې اصلي نسخه بیرته ور وسپارله. حضرت عثمان رضی الله عنه له دې نسخو څخه یوه یوه نسخه ټولو ولایاتو ته ولېږله او امر يې وکړ، چې له چا سره له دې پرته د قرانکریم بله کومه بشپړه نسخه او یا په څو ټوټو کې لیکل شوې نسخې وي، نو باید وسوځول شي.)

«4604- قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللَّهِ يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (4604- ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت خبر راکړ، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول یوځای کاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ.) هغه ایت دا و:

 ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ﴾

[الاحزاب:۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې خلک هم شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.

نو په ډاګه شوه چې دا حديث د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د قران کريم د نسخو د بیا لیکلو له پېښې څخه بحث کوي. هغه رضی الله عنه زيد بن ثابت او نورو ته دنده وسپارله، چې د قران کريم له هغو نسخو او پاڼو څخه نورې نسخې ولیکي، چې ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دور کې يوځای کړې وې او د حضرت حفصې رضی الله عنها په کور کې وې. يعني دغه حديث د هغو پاڼو د بیا لیکل کېدو په تړاو بحث کوي، چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مخ کې ليکل شوې وې او د تلاوت د انتقال په تړاو بحث نه کوي. نو قرانکريم له هغه متن څخه ليکل شوی، چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مخ کې ليکل شوی دی. اصلاً تواتر ته اړتيا نه لري، خو دا کفايت کوي چې د هغه په تړاو صحيح روايت شتون ولري. پر صحابه کرامو دې الله سبحانه وتعالی ورحمېږي، دوی د زيات احتياط او پاملرنې په موخه د هرې نسخې لپاره دوه تنه شاهدان هرو مرو غوښتل. د قرانکریم تلاوت موږ ته د هغو صحابه کرامو رضی الله عنهم له لوري را انتقال شوی، چې هغوی له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه نيغ په نيغه اورېدلی دی.

په دې ډول د الله سبحانه تعالی په خوښه ستا د پوښتنې ځواب روښانه شو او الله سبحانه وتعالی د قيامت تر ورځې پورې د خپل کتاب ساتوونکی دی.

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

[الحجر:۹]

ژباړه: پاتې شو دا ذکر (قران)، دا موږ نازل کړی او موږ یې په خپله ساتونکي یو.

درېيم، دوه موضوعات پاتې شول، چې هغه هم بايد روښانه شي:

لومړی، هغه کوم ایاتونه دي چې وموندل شول او يوازې خزيمه رضی الله عنه ليکلي دي... ؟

دویم، ايا دغه ايتونه له خزيمه سره پيدا شوي دي او که له ابو خزيمه سره... ؟

د الله سبحانه تعالی په توفیق سره ځواب په لاندې ډول دی:

۱- د لومړۍ موضوع په تړاو چې کوم ایتونه دي، امام بخاري «رح» په دې تړاو دوه روایتونه لري؛ د ۴۳۱۱ شمېرې او ۴۶۰۴ شمېرې تر عنوان لاندې چې په دې ډول دي:

 «4311 حدثنا أَبُو الْيَمَانِ أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ عَنْ الزُّهْرِيِّ قَالَ أَخْبَرَنِي ابْنُ السَّبَّاقِ أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وَكَانَ مِمَّنْ يَكْتُبُ الْوَحْيَ قَالَ أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ الْيَمَامَةِ وَعِنْدَهُ عُمَرُ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي فَقَالَ إِنَّ الْقَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ الْيَمَامَةِ بِالنَّاسِ وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ الْقَتْلُ بِالْقُرَّاءِ فِي الْمَوَاطِنِ فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنْ الْقُرْآنِ إِلَّا أَنْ تَجْمَعُوهُ وَإِنِّي لَأَرَى أَنْ تَجْمَعَ الْقُرْآنَ قَالَ أَبُو بَكْرٍ قُلْتُ لِعُمَرَ كَيْفَ أَفْعَلُ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ rفَقَالَ عُمَرُ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي فِيهِ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ لِذَلِكَ صَدْرِي وَرَأَيْتُ الَّذِي رَأَى عُمَرُ قَالَ زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ وَعُمَرُ عِنْدَهُ جَالِسٌ لَا يَتَكَلَّمُ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ وَلَا نَتَّهِمُكَ كُنْتَ تَكْتُبُ الْوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ فَتَتَبَّعْ الْقُرْآنَ فَاجْمَعْهُ فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفَنِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنْ الْجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ كَيْفَ تَفْعَلَانِ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ النَّبِيُّ r فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ أَزَلْ أُرَاجِعُهُ حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ اللَّهُ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ فَقُمْتُ فَتَتَبَّعْتُ الْقُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنْ الرِّقَاعِ وَالْأَكْتَافِ وَالْعُسُبِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ حَتَّى وَجَدْتُ مِنْ سُورَةِ التَّوْبَةِ آيَتَيْنِ مَعَ خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهُمَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ: [لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم ] إِلَى آخِرِهِمَا وَكَانَتْ الصُّحُفُ الَّتِي جُمِعَ فِيهَا الْقُرْآنُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ... »

ژباړه: (۴۳۱۱- ابو اليمان له شعيب او شعیب له الزهري څخه روایت کوي، دی وایي: ابن السباق ما ته وویل چې زيد بن ثابت الانصاري رضی الله عنه له هغو کسانو څخه دی، چې سپېڅلي وحې يې ليکلې او وایي: وروسته له دې چې ګڼ شمېر حافظان د يمامه په جګړه کې په شهادت ورسېدل ابوبکر صديق رضی الله عنه ماته خبر راکړ چې راشه. حضرت عمر رضی الله عنه د ابوبکر صديق رضی الله عنه په څنګ کې ناست و. ابوبکر را ته وويل، چې عمر ماته راغلی او وایي چې د يمامه په جګړه کې ګڼ شمېر حافظان شهيدان شول او زه وېرېږم که چېرې قرانکریم را ټول نه کړې، نو په نورو جګړو کې به هم قرا (هغوی چې قران یې په سینو کې حفظ کړی دی) په شهادت ورسېږي او په دې توګه به د قران یوه لويه برخه له لاسه ورکړو. زه په دې اند يم چې تاسو بايد قران را ټول کړئ. ابوبکر صديق رضی الله عنه زياته کړه، ما عمر رضی الله عنه ته وويل: زه څنګه داسې يو کار وکړم، چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؟ عمر رضی الله عنه ماته وويل: په الله قسم دا د خیر او ښه کار دی. نو عمر رضی الله عنه ټينګار وکړ او زه يې وهڅولم، چې د ده وړانديز ومنم؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی زما ټټر پرانيست او ما هم د عمر رضی الله عنه په څېر نظر خپل کړ. زيد بن ثابت زياتوي: عمر رضی الله عنه له ابوبکر رضی الله عنه سره ناست و او خبرې یې نه کولې. ماته يې وويل: ته يو هوښيار ځوان يې او ستا په تړاو موږ (د درواغو ويلو يا هېرولو) شک نه لرو او ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وحيې کاتب وې. له همدې امله په قران پسې وګرځه او په يوه نسخه کې یې راټول کړه. په الله قسم که ده (ابوبکر صديق) ماته دستور راکړی وای چې له دغو غرونو څخه يو غر له خپل ځای څخه لېرې کړه، دا به زما لپاره اسانه وه، تر دې چې ده دستور راکړ چې قران را ټول کړم. ما دوی دواړو ته وويل: تاسو څنګه د داسې يو کار جرات وکړ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؟ ابوبکر رضی الله عنه وويل: په الله قسم دا یو ښه او د خیر کار دی. نو ما له ده رضی الله عنه سره په دې تړاو استدلال کاوه، تر هغو چې الله سبحانه وتعالی زما ټټر هم د هغه کار لپاره پرانيست چې د ابوبکر او عمر رضی الله عنه ټټر یې ورته پرانيستی و. نو ما د قرانکریم په راټولولو او یوځای کولو پیل وکړ. د قرانکریم هغه ایتونه چې د حیواناتو پر څرمنو، د وزر پر هډوکو، د خرما پر پاڼو لیکل شوي وو او هغه چې خلکو حفظ کړي وو (په سینو کې یې محفوظ وو)، په راغونډولو کې مې يې درېغ ونه کړ. له خزیمه رضي الله عنه سره مې د سورت التوبه دوه داسې ایتونه وموندل، چې تر اوسه ما له بل چا سره نه وو موندلي او هغه په دې ډول وو؛ ژباړه: «په تحقیق سره موږ تاسې ته ستاسې له منځه رسول (محمد) درلېږلی دی. دی (محمد) پر تاسې مهربانه دی او پر دې حریص دی، چې تاسې پر مستقیمه لار(هدایت) لاړ شی.» (التوبه:۱۲۸) د قرانکریم اصلي نسخه له حضرت ابوبکر صدیق سره وه، کله چې هغه وفات شو بیا دا نسخه حضرت عمر رضي الله عنه ته ورسېده؛ خو کله چې هغه هم وفات شو، بیا دا نسخه د حضرت عمر رضي الله عنه لور حضرت حفصې رضي الله عنها ته پاتې شوه.)

لکه څنګه چې د حدیث په متن کې څرګنده شوه، دا د ابوبکر صدیق رضی الله عنه زمانه وه، چې له حضرت خزیمه رضی الله عنه سره د قرانکریم هغه لیکلې پاڼه پیدا شوه، چې په هغې کې د سورت التوبه دا دوه وروستي ایتونه شته وو.

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم﴾

 [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

والثانية: «4604- حَدَّثَنَا مُوسَى حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ أَنَّ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ حَدَّثَهُ أَنَّ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ قَدِمَ عَلَى عُثْمَانَ وَكَانَ يُغَازِي أَهْلَ الشَّأْمِ فِي فَتْحِ إِرْمِينِيَةَ وَأَذْرَبِيجَانَ مَعَ أَهْلِ الْعِرَاقِ فَأَفْزَعَ حُذَيْفَةَ اخْتِلَافُهُمْ فِي الْقِرَاءَةِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ لِعُثْمَانَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ أَدْرِكْ هَذِهِ الْأُمَّةَ قَبْلَ أَنْ يَخْتَلِفُوا فِي الْكِتَابِ اخْتِلَافَ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى فَأَرْسَلَ عُثْمَانُ إِلَى حَفْصَةَ أَنْ أَرْسِلِي إِلَيْنَا بِالصُّحُفِ نَنْسَخُهَا فِي الْمَصَاحِفِ ثُمَّ نَرُدُّهَا إِلَيْكِ فَأَرْسَلَتْ بِهَا حَفْصَةُ إِلَى عُثْمَانَ فَأَمَرَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ وَعَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ وَسَعِيدَ بْنَ الْعَاصِ وَعَبْدَ الرَّحْمَنِ بْنَ الْحَارِثِ بْنِ هِشَامٍ فَنَسَخُوهَا فِي الْمَصَاحِفِ وَقَالَ عُثْمَانُ لِلرَّهْطِ الْقُرَشِيِّينَ الثَّلَاثَةِ إِذَا اخْتَلَفْتُمْ أَنْتُمْ وَزَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ فِي شَيْءٍ مِنْ الْقُرْانِ فَاكْتُبُوهُ بِلِسَانِ قُرَيْشٍ فَإِنَّمَا نَزَلَ بِلِسَانِهِمْ فَفَعَلُوا حَتَّى إِذَا نَسَخُوا الصُّحُفَ فِي الْمَصَاحِفِ رَدَّ عُثْمَانُ الصُّحُفَ إِلَى حَفْصَةَ وَأَرْسَلَ إِلَى كُلِّ أُفُقٍ بِمُصْحَفٍ مِمَّا نَسَخُوا وَأَمَرَ بِمَا سِوَاهُ مِنْ الْقُرْآنِ فِي كُلِّ صَحِيفَةٍ أَوْ مُصْحَفٍ أَنْ يُحْرَقَ.»

دویم؛ ژباړه: (۴۶۰۴ موسی له ابراهیم، ابراهیم له ابن شهاب څخه روایت کوي، چې ابن شهاب وايي: ما ته انس ابن مالک وویل، چې حذیفه بن الیمان حضرت عثمان رضی الله عنه ته راغی. دا هغه وخت و، چې د شام او عراق خلکو د ارمینیا او اذربایجان د فتحه کولو په موخه جګړه پیل کړې وه. حذیفه رضی الله عنه له دې ډارېده، چې د شام او عراق خلک د قرانکریم د تلاوت په لهجه کې اختلاف سره ونه کړي. ده حضرت عثمان رضی الله عنه ته وویل: اې امیرالمومنینه! وړاندې له دې چې دا امت په قرانکریم کې اختلاف سره وکړي، ويې ژغوره. لکه څنګه چې پخوا یهودو او نصاراو په خپلو منځونو کې اختلاف سره کړی و. نو حضرت عثمان رضی الله عنه حضرت حفصې ضی الله عنها ته داسې پیغام ولېږه: «موږ ته د قرانکریم نسخه راولېږه، موږ به له دې نسخې څخه نور مصحفونه جوړ کړو او تاسې ته به یې بیرته اصلي نسخه در ولېږو.» حضرت حفصې خپله نسخه حضرت عثمان رضی الله عنه ته ولېږله.

حضرت عثمان رضي الله عنه زید بن ثابت، عبدالله ابن الزبیر، سعد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام وګمارل، ترڅو له دغې نسخې څخه نورې نسخې په صحیح شکل ترتیب کړي. حضرت عثمان رضی الله عنه دریو واړو قریشو ته وویل: په هغه صورت کې چې تاسې له زید بن ثابت سره د قرانکریم د کوم ایت د تلاوت پر سر اختلاف پیدا کړ، نو د قریشو په لهجه يې ولیکئ، ځکه قرانکریم د هغوی په ژبه نازل شوی دی. دوی همداسې وکړل؛ کله چې يې د حضرت حفصې رضی الله عنها له نسخې څخه ګڼې نسخې ترتیب کړې، نو بیا حضرت عثمان رضی الله عنه د هغې اصلي نسخه بیرته ور وسپارله. حضرت عثمان رضی الله عنه له دغو نسخو څخه یوه یوه نسخه ټولو ولایاتو ته ولېږله او امر يې وکړ چې له دې پرته د قرانکریم ټولې بشپړې او نابشپړې نسخې باید وسوځول شي.)

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللَّهِ يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت وویل، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول را ټولاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

د حدیث له متن څخه ښکاري، چې دا د عثمان رضی الله عنه زمانه وه او له هغې پاڼې څخه چې دوی له حضرت خزیمه سره موندلې وه، دا څرګندېږي چې په هغې کې د سورت الاحزاب دا ايت و:

 ﴿مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ﴾

[الاحزاب:۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.

که ۴۳۱۱ او ۴۶۰۴ شمېرو احادیثو ته ښه ځیر شو، دواړه بخاري روایت کړي دي او په سند کې يې صحیح ګڼلي دي او دا خبره روښانه ده چې:

الف: په پیل کې موږ دا روښانه کړه، چې دا دواړه احادیث د دغو ایتونو د تواتر په اړه نه دي راغلي. د دواړو روایاتو اصلي موخه متن دی، نه د حفظ د تواتر ثبوتول. هر ایت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د څو نفرو صحابه وو په سینه کې محفوظ و. صحابه وو غوښتل دا نسخې کټ مټ په هغه شان ولیکي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر وړاندې لیکل شوي وې. دوی نه غوښتل چې د خلکو د حفظ په ډول يې ولیکي، چې بیا به په الفاظو کې اختلاف رامنځته شوی وی، بلکې دوی غوښتل کټ مټ يې هغه شان ولیکي، څه ډول یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې صحابه وو لیکلي وو. د لا ښه احتیاط او توفیق په اړه العزیز او الحکیم ذات داسې فرمایي: 

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ﴾

 [الحجر:۹]

ژباړه: په تحقیق سره قران موږ نازل کړی او همدا موږ يې ساتونکي یو.

له همدې ځایه شرعي حکم استنباط کېږي او هغه داسې چې له عثماني نسخې پرته حتا د یوه مصحف د چاپ اجازه نشته. له عثمان رضی الله عنه څخه دې الله سبحانه تعالی راضي شي.

ب: د هغو پاڼو راټولول چې قرانکریم پرې لیکل شوی و د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په زمانه کې و او په صحیح روایاتو سره مو ثابت کړل، چې د هرې پاڼې لپاره به دوه شاهدان اړین و او دا روایت هم د سند په لحاظ صحیح دی. د حضرت عثمان رضی الله عنه د واکمنۍ په زمانه کې د قرانکریم نسخې له هغه مصحف څخه ولیکل شوې، چې د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په وخت کې لیکل شوی و. هغه مهال له حضرت حفصې رضی الله عنها سره موجود و، حضرت عثمان رضی الله عنه غوښتنه ځنې وکړه، چې وريې کړي. عثمان رضی الله عنه حضرت زید رضی الله عنه او دری نور کسان په دې وګمارل، چې له دغه مصحف څخه یو شمېر نورې نسخې ترتیب کړي.

نو دلته د دې شونتیا نشته، چې د عثمان رضی الله عنه په زمانه کې دې کومه لیکل شوې نسخه ورکه شوې وي. هغه مهال به ورکه شوې وي، کله چې د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کې د قران کریم نسخې را ټولېدلې او دا هغه نسخه وه چې د سورت توبه دوه وروستي ایتونه پکې لیکل شوي وو:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ﴾

  [التوبه: ۱۲۸-۱۲۹]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص او د مومنانو لپاره خواخوږی او زړه سواندی دی. اوس که دغه خلک ستا څخه مخ اړوي، نو اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی، له هغه پرته بل هېڅ د عبادت وړ کس نشته، پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.

نو دغه ورکې پاڼې د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د نسخو د لیکلو پر مهال نه وې، ځکه د قران د راټولولو چاره د حضرت ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کې ترسره شوه، نه د حضرت عثمان رضی الله عنه په وخت کې. له همدې امله د بخاري د ۴۶۰۴ شمېرې حدیث معنی د «درایه» له لوري رد شوې ده، چې په لاندې ډول دی:

«قَالَ ابْنُ شِهَابٍ وَأَخْبَرَنِي خَارِجَةُ بْنُ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ سَمِعَ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ قَالَ فَقَدْتُ آيَةً مِنْ الْأَحْزَابِ حِينَ نَسَخْنَا الْمُصْحَفَ قَدْ كُنْتُ أَسْمَع ُرَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقْرَأُ بِهَا فَالْتَمَسْنَاهَا فَوَجَدْنَاهَا مَعَ خُزَيْمَةَ بْنِ ثَابِتٍ الْأَنْصَارِيِّ [مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ] ، فَأَلْحَقْنَاهَا فِي سُورَتِهَا فِي الْمُصْحَفِ.»

ژباړه: (ابن شهاب وايي: ما ته خارجه بن زید بن ثابت وویل، چې ما له زید بن ثابت څخه واورېدل: «موږ چې کله قرانکریم د یوه مصحف په ډول را ټولاوه، نو له ما څخه د سورت الاحزاب یو ایت ورک شو او ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه ایت تلاوت اورېدلی و. موږ پلټنه وکړه، ترڅو له خزیمه بن ثابت الانصاري سره مو وموند او بیا مو همدا ایت په محصف کې په خپل سورت کې ځای پر ځای کړ. هغه ایت دا و: «په مومنانو کې داسې خلک شته، چې له الله سبحانه تعالی سره په کړې ژمنه کې رښتیني دي.» (الاحزاب: ۲۳).

۲ـ د دویمې موضوع په اړه، چې ایا زید په لیکل شوې پاڼه کې د سورت التوبه دوه ایتونه یوازې له یوه صحابي سره موندلي و؟ ایا دغه صحابي خزیمه وو او که ابو خزیمه؟ د دغه ځواب په لاندې ډول دی:

ـ البخاري دوه ډوله روایتونه رانقل کړي دي: (۴۳۱۱) او (۴۶۰۳)

د ۴۳۱۱ شمېره روایت چې موږ پورته بیان کړ، داسې وايي:

نو ما د قرانکریم په راغونډولو پیل وکړ (د هغو پاڼو چې قرانکریم پرې لیکل شوی و) د خرما پاڼې، سپیني نازکې ډبرې او له هغه چا څخه چې په سینه کې يې حفظ کړی و؛ ترڅو ما د سورت التوبه وروستي ایتونه له ابوخزیمه الانصاري سره وموندل او له ده پرته مې له بل هېچا سره ونه موندل. هغه ایت په دې ډول دی:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ * فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ﴾

  [التوبه: ۱۲۸-۱۲۹]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص او د مومنانو لپاره خواخوږی او زړه سواندی دی. اوس که دغه خلک ستا څخه مخ اړوي، نو اې پیغمبر صلی الله علیه وسلم! دوی ته ووایه: زما لپاره الله کافي دی، له هغه پرته بل هیڅ د عبادت وړ کس نشته، پر هغه مې توکل کړی او هغه د لوی عرش څښتن دی.

 «4603 - حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ سَعْدٍ حَدَّثَنَا ابْنُ شِهَابٍ عَنْ عُبَيْدِ بْنِ السَّبَّاقِ أَنَّ زَيْدَ بْنَ ثَابِتٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ أَرْسَلَ إِلَيَّ أَبُو بَكْرٍ مَقْتَلَ أَهْلِ الْيَمَامَةِ فَإِذَا عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ عِنْدَهُ قَالَ أَبُو بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ إِنَّ عُمَرَ أَتَانِي فَقَالَ إِنَّ الْقَتْلَ قَدْ اسْتَحَرَّ يَوْمَ الْيَمَامَةِ بِقُرَّاءِ الْقُرْآنِ وَإِنِّي أَخْشَى أَنْ يَسْتَحِرَّ الْقَتْلُ بِالْقُرَّاءِ بِالْمَوَاطِنِ فَيَذْهَبَ كَثِيرٌ مِنْ الْقُرْآنِ وَإِنِّي أَرَى أَنْ تَأْمُرَ بِجَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ لِعُمَرَ كَيْفَ تَفْعَلُ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ  قَالَ عُمَرُ هَذَا وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ عُمَرُ يُرَاجِعُنِي حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِذَلِكَ وَرَأَيْتُ فِي ذَلِكَ الَّذِي رَأَى عُمَرُ قَالَ زَيْدٌ قَالَ أَبُو بَكْرٍ إِنَّكَ رَجُلٌ شَابٌّ عَاقِلٌ لَا نَتَّهِمُكَ وَقَدْ كُنْتَ تَكْتُبُ الْوَحْيَ لِرَسُولِ اللَّهِ ﷺ  فَتَتَبَّعْ الْقُرْآنَ فَاجْمَعْهُ فَوَاللَّهِ لَوْ كَلَّفُونِي نَقْلَ جَبَلٍ مِنْ الْجِبَالِ مَا كَانَ أَثْقَلَ عَلَيَّ مِمَّا أَمَرَنِي بِهِ مِنْ جَمْعِ الْقُرْآنِ قُلْتُ كَيْفَ تَفْعَلُونَ شَيْئاً لَمْ يَفْعَلْهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ قَالَ هُوَ وَاللَّهِ خَيْرٌ فَلَمْ يَزَلْ أَبُو بَكْرٍ يُرَاجِعُنِي حَتَّى شَرَحَ اللَّهُ صَدْرِي لِلَّذِي شَرَحَ لَهُ صَدْرَ أَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا فَتَتَبَّعْتُ الْقُرْآنَ أَجْمَعُهُ مِنْ الْعُسُبِ وَاللِّخَافِ وَصُدُورِ الرِّجَالِ حَتَّى وَجَدْتُ آخِرَ سُورَةِ التَّوْبَةِ مَعَ أَبِي خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيِّ لَمْ أَجِدْهَا مَعَ أَحَدٍ غَيْرِهِ [لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ] حَتَّى خَاتِمَةِ بَرَاءَةَ فَكَانَتْ الصُّحُفُ عِنْدَ أَبِي بَكْرٍ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ ثُمَّ عِنْدَ عُمَرَ حَيَاتَهُ ثُمَّ عِنْدَ حَفْصَةَ بِنْتِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ.»

ژباړه: ۴۶۰۳ـ موسی ابن اسماعیل له ابراهیم ابن سعد څخه روایت کوي، ابراهیم ابن سعد بیا له ابن شهاب څخه روایت کوي او هغه بیا عبید ابن السباق څخه روایت کوي او وایي چې زید ابن ثابت رضی الله عنه وویل: زه د اهل یمامه (د یمامه په جګړه کې چې له مسیلمه سره وه، یو شمېر صحابه هم شهیدان شول) تر وژل کېدو وروسته حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته ورغلم، له ده سره حضرت عمر رضی الله عنه هم و. ابوبکر رضی الله عنه ما ته وویل: عمر ما ته راغی او ويې ویل، چې د قرانکریم د قاریانو (هغوی چې قران یې په سینه کې حفظ کړی) مرګ ژوبله د یمامه په جګړه کې خورا ډېره وه او زه وېرېږم که چېرې دا ډول د قرانکریم قاریان د جګړې په نورو ډګړونو کې شهیدان شي، نو هسې نه چې د هغوی په سینو کې د حفظ شوي قرانکریم ډېره برخه له لاسه ورکړو. حضرت عمر رضی الله عنه ابوبکر ته وویل: زما مشوره دا ده چې د قرانکریم د را ټولېدو امر وکړې. ابوبکر صدیق رضی الله عنه وایي، ما عمر رضی الله عنه ته وویل: «ته څنګه داسې یو کار کوې، چې رسول الله صلی الله عیله وسلم نه دی کړی؟» عمر راته وویل: «په الله قسم دا یو غوره کار دی.» عمر زما سره پر همدې مسله بحث کاوه، ترڅو الله سبحانه تعالی د عمر د دغه وړاندیز په اړه زما سینه هم راخلاصه کړه او پوه شوم چې د عمر دغه مفکوره غوره ده او دا وړاندیز زموږ په خیر دی. بیا ابوبکر ما ته وویل: «ته یو هوښیار ځوان يې او موږ ستا په اړه کومه بدګماني هم نه لرو. تا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکې وحې لیکلې. نو ته باید د قرانکریم (د پاشل شویو ټوټو) په موندلو او د یوه کتاب په بڼه په یوځای کولو کې خپلې هڅې پیل کړې.» په الله قسم که هغوی ما ته د یوه غره د خوځولو ویلي وی، پر ما به دومره دروند نه وای تمام شوی؛ لکه څه ډول چې د قرانکریم د یوځای کولو امر را ته سخت و. بیا ما ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وویل: ته څنګه داسې یو کار کوې، چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی کړی؟ ابوبکر راته وویل: په الله قسم دا یوه غوره کار دی. ابوبکر تر هغه وخته زما سره بحث کاوه، ترڅو الله سبحانه تعالی زما سینه د دغه کار لپاره پراخه کړه؛ لکه د ابوبکر او عمر سینه یې چې خلاصه کړې وه. نو ما د ټولو هغو څیزونو په راغونډولو پیل وکړ، چې قرانکریم پرې لیکل شوی و؛ هغه پاڼې، نازکې سپینې تيږې وې او ځینې هغه برخه چې په سینو کې يې حفظ کړی و. ترڅو د سورت التوبه اخرنی ایت مې له ابوخزیمه الانصاري سره وموند او له ده پرته له بل چا سره نه و. هغه ایت په دې ډول و:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾

  [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

 همداسې د سورت التوبه تر پایه و. بیا د قرانکریم مکمله نسخه له ابوبکر سره د هغه د ژوند تر پایه پرته وه. د ابوبکر تر وفات وروسته بیا دا نسخه له حضرت عمر رضی الله عنه سره وه او د ده له وفات څخه وروسته د حضرت حفصې بنت عمر رضی الله عنها سره پاتې شوه.

د ده له دغې خبرې څخه څرګندېږي چې:

ما د ټولو هغو څیزونو په راغونډولو پیل وکړ، چې قرانکریم پرې لیکل شوی و؛ پاڼې، نازکې سپینې تيږې او هغه چې په سینو کې يې حفظ کړی و. ترڅو د سورت التوبه وروستی ایت مې له ابو خزیمه الانصاري سره وموند او له ده پرته له بل چا سره نه و. هغه ایت په دې ډول و:

﴿لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ﴾

  [التوبه: ۱۲۸]

ژباړه: وګورئ! تاسې ته یو پیغمبر راغلی، چې له همدا تاسو څخه دی. ستاسو زیانمنېدل هغه ځوروي او هغه ستاسو د رغېدنې په اړه حریص دی.

د پورتنیو دوو حدیثونو د متنونو په ځیر لوستلو او فکر کولو څخه وروسته دا څرګندېږي، چې د دغه صحابي نوم خزیمه ابن ثابت الانصاري و او ابوخزیمه نه و او ثبوت یې دا دی، چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه دا شرط ایښی و چې د قرانکریم د هرې پاڼې د تصدیق دوه شاهدان اړین دي، ترڅو دا ثابته شي چي په واقعیت کې هم دغه نسخه یا پاڼه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې لیکل شوې ده. زید د هر لیکل شوي ایت لپاره دوه شاهدان وموندل، پرته د سورت التوبه له دوو وروستيو ایتونو څخه. د یوه روایت له مخې دا ایت پر يوه پاڼه لیکل شوی و او پاڼه یوازې له خزیمه سره پرته وه او په يوه بل روایت کې له ابو خزیمه سره پرته وه او پایله يې دا شوه، چې زید دا ایتونه په قرانکریم کې ترتیب کړل. په دې ترتیب سره دا ایتونه چې له کوم چا سره موندل شوي هغه څوک دی، چې یوازې د ده شاهدي له دوو شاهدانو سره مساوي ده، که چېرې داسې نه وای دا ایتونه به لکه څنګه چې ابوبکر صدیق لارښوونه کړې وه، په قرانکریم کې نه وای ځای پر ځای شوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه حدیث کې چې روایت يې صحیح ګڼل شوی دی راغلي، چې د خزیمه ابن ثابت الانصاري شاهدي د دوو کسانو له شاهدۍ سره برابره ده. الله سبحانه تعالی العزیز الحکیم ذات ته دې حمد او ثناء وي، چې د خپل کتاب ساتونکی دی. د خزیمه حدیث په لاندې ډول دی. دا حدیث امام احمد په خپل کتاب مسند او امام ابو داود په خپل کتاب سنن کې روایت کړی دی او د احمد الفاظ په دې ډول دي:

«حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ حَدَّثَنَا شُعَيْبٌ عَنِ الزُّهْرِيِّ حَدَّثَنِي عُمَارَةُ بْنُ خُزَيْمَةَ الْأَنْصَارِيُّ أَنَّ عَمَّهُ حَدَّثَهُ وَهُوَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ ﷺ أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ ابْتَاعَ فَرَساً مِنْ أَعْرَابِيٍّ فَاسْتَتْبَعَهُ النَّبِيُّ ﷺ لِيَقْضِيَهُ ثَمَنَ فَرَسِهِ فَأَسْرَعَ النَّبِيُّ ﷺ  الْمَشْيَ وَأَبْطَأَ الْأَعْرَابِيُّ فَطَفِقَ رِجَالٌ يَعْتَرِضُونَ الْأَعْرَابِيَّ فَيُسَاوِمُونَ بِالْفَرَسِ لَا يَشْعُرُونَ أَنَّ النَّبِيَّ ﷺ  ابْتَاعَهُ حَتَّى زَادَ بَعْضُهُمْ الْأَعْرَابِيَّ فِي السَّوْمِ عَلَى ثَمَنِ الْفَرَسِ الَّذِي ابْتَاعَهُ بِهِ النَّبِيُّ ﷺ  فَنَادَى الْأَعْرَابِيُّ النَّبِيَّ ﷺ  فَقَالَ إِنْ كُنْتَ مُبْتَاعَا هَذَا الْفَرَسَ فَابْتَعْهُ وَإِلَّا بِعْتُهُ فَقَامَ النَّبِيُّ ﷺ  حِينَ سَمِعَ نِدَاءَ الْأَعْرَابِيِّ فَقَالَ أَوَلَيْسَ قَدْ ابْتَعْتُهُ مِنْكَ قَالَ الْأَعْرَابِيُّ لَا وَاللَّهِ مَا بِعْتُكَ فَقَالَ النَّبِيُّ ﷺ  بَلَى قَدْ ابْتَعْتُهُ مِنْكَ فَطَفِقَ النَّاسُ يَلُوذُونَ بِالنَّبِيِّ ﷺ  وَالْأَعْرَابِيِّ وَهُمَا يَتَرَاجَعَانِ فَطَفِقَ الْأَعْرَابِيُّ يَقُولُ هَلُمَّ شَهِيداً يَشْهَدُ أَنِّي بَايَعْتُكَ فَمَنْ جَاءَ مِنْ الْمُسْلِمِينَ قَالَ لِلْأَعْرَابِيِّ وَيْلَكَ النَّبِيُّ ﷺ  لَمْ يَكُنْ لِيَقُولَ إِلَّا حَقّاً حَتَّى جَاءَ خُزَيْمَةُ فَاسْتَمَعَ لِمُرَاجَعَةِ النَّبِيِّ ﷺ  وَمُرَاجَعَةِ الْأَعْرَابِيِّ فَطَفِقَ الْأَعْرَابِيُّ يَقُولُ هَلُمَّ شَهِيداً يَشْهَدُ أَنِّي بَايَعْتُكَ قَالَ خُزَيْمَةُ أَنَا أَشْهَدُ أَنَّكَ قَدْ بَايَعْتَهُ فَأَقْبَلَ النَّبِيُّ ﷺ  عَلَى خُزَيْمَةَ فَقَالَ بِمَ تَشْهَدُ فَقَالَ بِتَصْدِيقِكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَجَعَلَ النَّبِيُّﷺ  شَهَادَةَ خُزَيْمَةَ شَهَادَةَ رَجُلَيْنِ»

د عماره ابن خزیمه اکا روایت کوي:

 ژباړه: (ابو الیمان له شعیب، شعیب له الزهري، او الزهري له عماره ابن خزیمه څخه روایت کوي. الزهري وايي چي عماره بن خزیمه راته وویل: زما اکا د رسول صل الله علیه وسلم صحابي و. اکا مې راته وویل، چې رسول  الله صلی الله علیه وسلم له یوه صحرايي عرب څخه یو اس اخیستو. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عرب له ځان سره روان کړ، ترڅو پیسې يې ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم چټک روان و، خو صحرايي ورو ورو تګ کاوه. خلکو دا صحرايي عرب ودراوه او د اس د رانیولو په موخه يې ورسره چنې وهل پیل کړې، خو دا خلک نه خبر چې اس له وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم پېرلی دی.

صحرايي عرب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: که چېرې دغه اس غواړې، را څخه ویې پېره؛ کنه زه يې خرڅوم. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د دغه صحرايي خبره واورېده، ودرېد او ويې ویل: ایا دا اس ما له تا څخه نه دی پېرلی؟ صحرايي عرب وویل: په الله قسم ما دا اس پر تا نه دی پلورلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا اس ما له تا څخه پېرلی دی. اعرابي وویل: شاهد دې راوله. خزیمه ابن ثابت رضی الله عنه وویل: زه پر دې شاهدي ادا کوم چې تا دا اس پېرلی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم خزیمه رضی الله عنه ته مخ واړاوه او ويې ویل: ته پر کوم بنسټ دا شاهدي ادا کوې؟

هغه ورته وویل: اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! په دې چې ته د باور وړ يې. همدلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خزیمه شاهدي له دوو کسانو سره برابره کړه. دا روایت الحکیم په خپل المستدرک کې په دوو صحیحو روایتونو کې راوړی دی او وايي: دا صحیح حدیث په سند کې روایت شوی دی او د دوو شیخانو د توافق پر اساس دا راویان رښتني دي، خو دوی یې روایت نه دی را نقل کړی.)

له دې ټولو څخه دا خبره جوتېږي، چې له کوم صحابي سره چې د سورت التوبې د ایتونو دا لیکل شوې پاڼه موندل شوې او له بل چا سره نه وه، هغه خزیمه  دی، نه ابوخزیمه. په قرانکریم کې ځکه دا ایتونه ځای پر ځای شول، چې د دغو ایتونو د لېږدونکي شاهدي د دوو کسانو له  شاهدۍ سره برابره وه. دا د خزیمه په اړه واقعیت دی، نه د ابوخزیمه په اړه. داسې برېښي چې په نومونو کې کوم شک را منځ ته شوی و، دا ځینې وخت پېښېږي... په هرصورت دا سړی ابوخزیمه ابن ثابت الانصاري وو، لکه پاس مو چې وښود.

په دې ډول ستاسو پوښتنې ته ځواب وویل شو... همدا راز ځواب د دوو پورتنیو پوښتنو په اړه و. الله سبحانه تعالی پوره پوهېږي او حکیم ذات دی.

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۱ هـ.ق د ربیع الاول ۱۲مه

۲۰۱۹م کال، د نومبر ۹مه

د مطلب ادامه...

رسول الله صلی الله علیه وسلم مدني دولت تاسیس کړی!؟

  • خپور شوی په یمن

(ژباړه)

محمود الجنید، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۵مه د «عصري یمني دولت ته ملي ليدلوری» لپاره د لومړي وزیر د استازي په توګه وګومارل شو؛ نوموړي د لومړي ځل لپاره  سه شنبه، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۹مه د ټرانسپورټ له وزیر ذکریا الشامي، د سیمه‌ییزې ادارې له وزیر علي القیسي او د ملکي خدماتو له وزیر ادریس الشارجبي سره په یوه ناسته کې د «مدني دولت» اصطلاح یاده کړه، ده ټينګار وکړ: «د عالي سیاسي شورا د رییس د لارښوونو پلي کولو ته د ادارو او بنسټونو چټک غبرګون ښيي چې له اداري فساد سره مبارزې، روڼتیا ډېرولو او د یوه داسې مدني دولت جوړولو لپاره د کار لېوالتیا شته چې نه پکې فساد وي او نه مفسدین». التاورا ورځپاڼه، یمن، 20/11/2019.

نیږدې له یوه کال راهیسې، حوثیان د "عصري دولت" اصطلاح کاروي او خپلو پیروانو ته دا هیله ورکوي چې یوازې قراني لار د هغه دولت د تاسیس ډبره ږدي چې د اسلام پر بنسټ حکومت وکړي. دوی د ۲۰۱۹م کال د جنوري له ۲۹مې راهیسې چې د خپل لیدلوري مسوده یې خپره کړه، د مارچ تر ۲۶مې چې دغه مسوده د سیاسي شورا له لوري تصویب شوه، د «مدني دولت» د اصطلاح په اړه چوپ پاتې وو؛ ګڼو رسنیو غوره بلله چې د «عصري یا ماډرن دولت» اصطلاح وکاروي. دا لومړی ځل دی چې یو رسمي ویاند په ښکاره د مدني دولت جوړولو لپاره د حوثيانو نیت څرګندوي.

مدني دولت د غربي‌ حکومت اصطلاح ده او هغه دولت ته وایي‌چې دین یې په قوانینو او مقرراتو کې ځای نه لري. دغه دولت همداراز خلک ازاد پرېږدي چې خلک د هر دين پیروي کوي ودې یې کړي او که یې نه کوي هم نه دې یې کوي. چا چې د سیاسي عالي شورا له لوری تصویب شوی لیدلوری لوستی وي، دا یې لیدلي. دا د یمن د خلکو –هغوی چې مدني دولت پرې حاکمېږي- حق دی چې حیران شي؛ ایا رسول صلی الله علیه وسلم - چې په دې وروستیو کې یې د ميلاد ورځ هم ونمانځل شوه- مدینې ته په رسېدو، هغه وخت چې انصارو د عقبې په دویم تړون کې نصرت ورکړی و، مدني دولت تاسیس کړ!؟ او که یې د اسلام پر اساس دولت حاکم کړ؟

دا تاسو ته هېڅ توپیر نه کوي، یا تاسو پر دې د ګناه احساس نه کوئ چې د مدني دولت د جوړولو پلان په ربیع الاول میاشت کې، د پيغمبر صلي الله علیه وسلم له میلاد څخه څو ورځې وروسته بیانېږي!؟ تاسو د هغه صلي الله علیه وسلم نافرماني وکړه، ایا تاسو د رسول الله صلي الله علیه وسلم له لوري د دې لپاره ټاکل شوی یئ چې په اخر وخت کې مدني دولت جوړ کړئ!؟ تاسو او تر تاسو مخکې کسان چې پر یمن یې حکومت کړی، په بدۍ او د الله سبحانه و تعالی د قوانینو په له پامه غورځولو کې له یو بل سره سیالي کوئ.

په اسلام کې د حکومت په اړه د الله سبحانه و تعالی اوامر ښکاره دي. هغه سبحانه و تعالی فرمایي:

[وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ]

ژباړه: «نو (اې محمد صلی الله علیه وسلم) ته د الله سبحانه و تعالی له نازل کړي قانون سره سم د دې خلکو د چارو فیصله وکړه.»

[المائده: ۴۹]

 الله سبحانه و تعالی همداراز فرمایي:

[فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ]

ژباړه: نو د دوی تر منځ په هغه څه حکم وکړئ چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي او کوم حق چې تا ته راغلی دی، له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغوی د غوښتونو پيروي مه کوه.

[المائده: ۴۸]

الله سبحانه و تعالی همدا راز بل ځای فرمايي:


[فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی په تاسو کې هغه خلک ښه پېژني چې یو بل څخه ځانونه پناه کوي او غلي په څکېدو سره وځي. د رسول صلی الله علیه وسلم له حکم څخه سرغړوونکي باید ووېرېږي چې په کومه فتنه کې ښکېل نه شي یا کوم دردناک عذاب پرې رانه شي.

[النور: ۶۳]

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم موږ ته د هغه کسانو د پیروۍ په اړه خبرداری راکړی چې موږ ته یې مدني دولت راوړی؛ هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ حَتَّى لَوْ دَخَلُوا جُحْرَ ضَبٍّ لَدَخَلْتُمُوهُ» قالوا: اليهود والنصارى؟ قال: «فَمَنْ؟»

ژباړه: تاسو به د هغو قومونو لارې تعقیب کړئ چې له تاسو څخه مخکې وو، د اندازې او مساحت په اندازه پراخوالی سره (لکه د انچ په اندازه یو انچ) دومره حتی که دوی په کومه سوري ننوځي، تاسو به دوی تعقیب کړئ." موږ وویل، ای رسول الله صلی الله علیه وسلم! ایا ستاسو مطلب یهودیان او عیسویان دي؟" هغه وفرمایل: "بل څوک؟"

 

مدني دولت یو سیکولر دولت دی چې د الله سبحانه و تعالی په قانون او هغه څه چې هغه سبحانه و تعالی نازل کړي حکم نه کوي، دا یو بد شر او ظلم دی او د اسلام هېڅ برخه نه بلل کېږي. د دې منل، پلي کول، دعوت، غوښتل  او ملاتړ ټول، ناروا دي. په اسلام کې د حکومت نظام خلافت دی، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې له خلکو واخیستل شو. نو موږ د یمن پر خلکو غږ کوو چې له حزب التحریر سره د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي او هغه مدني دولت چې د غرب له لوري د ایمان او پوهې په یمن کې رامنځ ته شوی، له منځه یوسي.

حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

زموږ د بربادۍ لامل شخصاً د اردو مشر نه، بلکې د ډیموکراتیک ظالم نظام حاکمیت دی Featured

  • خپور شوی په پاکستان

که جنرال باجوه د پوځ مشر وي که نه، اشغالګرو ته به د دغه ناکاره سیستم غلامي روانه وي. له دغه مردار څاه څخه چې هر څومره اوبه راوباسئ، تر هغه نه پاکېږي چې څو د استعمار فاسد جسد ترې را ونه ایستل شي. د استعمار غلامان د دې پر ځای چې د امت له لاسونو څخه د کفر د حاکمیت کړۍ وباسي، خلافت بیا تاسیس او د استعمارګرو پلانونه خنثی کړي؛ په ډېره خوشالۍ خپله دوره ټرمپ او مودي ته په غلامۍ تېروي. جنرال باجوه او عمران خان به د امریکا له لوری په افغانستان کې د دوی لپاره د چارو د اسانوونکو او هغو کسانو په توګه په یاد وساتل شي چې اشغال شوی کشمیر یې به ډېره بې غیرتۍ مودي ته تسلیم کړ. دوی له امت سره خیانت کوي او د هغو کسانو د خوشاله کولو په هڅه کې دي چې زموږ له دین سره جنګېږي او په خپلو لاسونو او ژبو یې د خدای قهر ځان ته اخیستی. که جنرال باجوه له واک څخه لرې هم شي، نوم به یې تل د استعمار له خدمت کوونکو ډېموکراتانو او دېکتاتورانو سره یو ځای د تاریخ کثافت‌دانۍ ته ولوېږي.

د غرب ویجاړوونکی استثماري سیسټم هېڅ وخت پرڅېرو تکیه نه کوي؛ بلکې په دې پورې اړه لري چې انسانان مختار دي، هغه څه چې الله سبحانه و تعالی حرام کړي، حلالوي یې او هغه چې الله سبحانه و تعالی یې امر کړی، حراموي یې. ډیموکراسي که پارلماني وي که ولسمشریزه، خیانت او دامت د سرچینو او چتمنیو لوټول پکې یو اصل دی. جنرال ایوب خان درې سینده هند ته ډالۍ کړل، بوټو او جنرال یحیی خان ختیځ پاکستان تسلیم او جنرال ضیاء سیاچین له ګواښ سره مخ کړ، همدارز نواز او جنرال مشرف کارګیل پرېښود. پرله‌پسې ملکي او پوځي رهبریو د پاکستان اقتصاد د ډالرو په بدل کې د پیسو نړیوال صندوق ته تسلیم کړ. قضایه قوه لا هم د استعمارګر انګلستان تر قانون لاندې چلېږي او د لارډ ماکاول تعلیمي سیسټم د پاکستان د راتلونکي نسل فکر او ذهن فاسدوي.

دغه ملکي او نظامي رهبرۍ د غرب د هغه نړیوال نظم لاسپوڅي او غلامان دي چې په ۱۹۴۰ کلونو کې رامنځته شو او اوس د استعمار د وسیلې، ملګرو ملتونو تر چتر لاندې کار کوي چې امت په کوچنیو دولتونو ووېشي، کمزوری یې کړي او په دې توګه د غرب استعمار تسلط باوري کړي. ددغه نظامونو په شتون کې هرڅوک چې واک ته رسیږي نه به د مسجد القصي او اشغال شوي کشمیر د ازادولو لپاره د لښکر د لېږلو وړتیا ولري او نه به د امریکایي ډالرو واکمنۍ او د سود پر اساس استعماري پورونو ته نه وویلای شي. یوازې د نبوت پر تګلاره د خلافت بیا تاسیس به د نېشن سټېټس پر فکر ولاړ استعماري سیسټم ړنګ کړي، د استثمار ټولې بڼې به له ریښو سره خښې کړي، ژر به ټول اسلامی هېوادونه سره یو او په یوه ځواکن دولت بدل کړي، امت به هغه حالت ته بېرته یوسي چې وړ یې دی او مسلمانان به د ټولې نړۍ رهبران وي. 

په دې توګه حزب التحریر د پاکستان په پوځ کې پر مخلصو او ریښتینو افسرانو غږ کوي چې نور د کمزورۍ  هغه سیاست رد کړي چې امت او د هغوی عقیدې ته یې له خرابۍ پرته بل څه نه دي ورکړي او پر ځای یې حزب التحریر ته د ریښتیني بدلون د راوستلو لپاره نصرت ورکړي. د سعد بن موحد د هغه نصرت په اړه فکر وکړئ چې رسول الله ص ته یې ورکړ ، د عبدالله بن ابی واک ته د رسېدو پلان یې شنډ کړ او په دې توګه یې نا امنۍ، غربت او سیاسي جګړو ته یې د پای ټکی کېښود. هو دا نصرت و چې اسلام ته یې داسې یو عظیم دولت ورپه برخه کړ چې د ټولې نړۍ نظم ته یې جېټکه ورکړه او د یوې لسیزې په لړ کې یې د نړۍ دوه لوی قدرتونو را نسکور کړل. د نن ورځې سعد (رحمة الله علیه) به څوک وي؟ چې په خپل نصرت سره زموږ دین ته عزت او امت ته راحت ورکړي او د الله ج پر وړاندې خپل مقام لوړ وساتي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا په افغانستان کې خپله ماتې د سترو دروغو تر شا پټه کړې ده Featured

واشنګټن پوسټ ادعا کړې چې د افغانستان د جګړې په اړه یې ۲۰۰۰ پاڼې محرم اسناد تر لاسه کړي چې په افغانستان کې د تیرې ۱۸ کلنې جګړې واقعیت افشا کوي. د دې اسنادو محوري موضوع دا ده چې د امریکا ولسمشرانو، وزیرانو، ډیپلوماتانو او جنرالانو د افغانستان د جګړې په اړه حقیقتونه پټ کړي او د امریکا خلکو ته یې دروغ ویلي، تر څو خپله ناکامه جګړه بریالۍ وښیي.

که څه هم د دې اسنادو افشا کول، د افغانستان په هکله د امریکايي بنسټونو د خپل منځي سیالۍ يوه برخه نندارې ته وړاندې کوي، مګر موخه یې دا ده چې پر امريکايي نظامیانو باندې فشار راوړي ترڅو د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړي. خو دا راپور د امریکا د سیاست یو مهم اړخ بربنډوي، هغه دا چې دروغ، دوکه او د حقیقتونو پټول د پانګوالي سیاست نه بیلېدونکې برخه ده او امریکا چې ددغې ایډیالوژی مخکښه لیږدوونکې ده، یاد مسایل یې تر ټولو ښه تمثیل کړي دي. ځکه د پانګوالۍ ايډيولوژۍ د یوه مشهور رهبر په وينا؛ د یوه دروغ د پټولو لپاره باید زر ډوله نور دروغ جوړ شي.

پانګواله-ډیموکراسي د سیاست ډګر د اوبو هغه حوض ته ورته بولي چې له ورګډیدو وړاندې باید لومړی خپل د ارزښتونو، اخلاقو او صداقت لباس له تنه لرې کړي او په پراګماتیک ډول پکې لامبو پیل کړي. هو! د امریکا سیاست یو ماکیاولیستي سیاست دی چې دوکه، وحشت، جنایت او له عامه افکارو سره لوبې، پکې ستر مهارت او لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

امریکا له هماغه لومړي سره چې د افغانستان د اشغال اراده يې وکړه، لومړی ګام یې له سترو دروغو سره تړلی و. له ترهګری او مخدره توکو سره مبارزه، د فساد له منځه وړل، ملت جوړونه او داسې نور هغه لوی دروغ وو چې د افغانستان اشغال یې ور باندې توجیه کړ. په داسې حال کې چې د وخت بهیر او د دوی خپلو ژبو د دغه ښکېلاکګر او جنایت کاره موجود زر-رنګي او نفاق بربنډ کړ. لکه څنګه چې په دغه رپوټ کې  د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د پخواني استازي جمیز ډابېنز مرکه د امریکا نفاق په ښه توګه بربنډوي: "موږ بې وزله هیوادونه نه اشغالوو، ترڅو هغوی شتمن کړو، موږ په دکتاتوریو باندې برید نه کوو ترڅو هلته ډیموکراسي واکمنه کړو؛ بلکې موږ په بلواګرو او ناآرامو هېوادونو برید کوو، ترڅو هلته سوله راولو او هغه څه چې روښانه دي، موږ په افغانستان کې په دغه ماموریت کې ناکام شوي يو."

په پایله کې، د افغانستان مسلمان ولس باید دا درک کړې وي چې؛ هغه هیواد چې د راکړې ورکړې او سیاست بنسټ یې له افغانستان سره په دروغو، فریب او جنایت باندې ولاړ وي، په ټنډه یې باید د نفاق ټاپه ولګول شي؛ نه د ستراتیژیک ملګري. په تیرو ۱۸ کلونو کې د امریکا ژمنو له دروغو او غولولو پرته بل څه له ځان سره نه لرل. د فساد او مخدره توکو د محوه کولو پروني دروغ، د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو د سبا له دروغو سره هیڅ توپیر نه لري.

نو د افغانستان مسلمان ولس باید د دروغ پالې ډيموکراسۍ او د هغې د اشغالګرو لېږدوونکو پر وړاندې ودریږي او د سولې په شان په امریکایي پروسو کې له ورګډیدو څخه ځان وساتي، ترڅو امريکا د هغې خپل دروغ پخپله تباه کړي او د پخواني شوروي اتحاد په شان، د افغانستان خلک د امریکا د ماتې د جشن ورځ هم په خپله کليزه کې شامله کړي. دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس د چارو واګي له اشغالګرو څخه په خپل لاس کې واخلي او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ دولت رامنځ ته کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې