چهارشنبه, ۲۳ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د باجوه-عمران رژیم له چین څخه د پور اخیستو په بدل کې د اېغوري مسلمانانو پر ناوړه حالت سترګې پټوي او خپل اخرت پلوري

  • خپور شوی په پاکستان

د چین دولت تر ۴۰۰ ډېرو افشا شوو اسنادو وښوده، چې په کمپونو کې د بندي کولو له لارې د مسلمانانو اړ کول چې اسلام پرېږدي، د دغه دولت رسمي پالیسي ده. د چین ولسمشر شي جین پېنګ په ۲۰۱۴م کال کې پخپله د دغه ناوړه چلند، سختګیرۍ او وحشت امر وکړ. په ګڼو رپوټونو کې اټکل شوی چې په چین کې له یوه تر دریو میلیونو مسلمانان په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي.

د دغو سختګیریو او ناوړه چلند ډېروالی له دې څخه واضح ښکاري چې چینایي چارواکي په منظم ډول د بندي شوو مسلمانانو کورونو ته ځي او د دوی د باعزته مېرمنو او کورونو حرمت تر پښو لاندې کوي. په چین کې له تېرو څو کلونو راهیسې ږیرې په زور خرېیل کېږي، مېرمنې د اسلامي جامو اغوستو ته نه پرېښودل کېږي، پر روژه نیولو بندیز دی او د جوماتونو امامان نڅا ته اړ ایستل کېږي. داسې معلومیږي چې د باجوه-عمران  رژیم خپل اېمان د چین پر ملحد دولت د پور او پانګونې په بدل کې خرڅ کړی دی، ځکه دغه دولت په اشغال شوي شرقي ترکستان (اېغور) کې پر مسلمانانو د چینایي دولت د روان ظلم او وحشت پر وړاندې په خورا بې شرمۍ سره غلی دی.

نن ورځ مسلمانان د خلافت د نشتون له امله د بې سرپرسته یتیم په څېر دي. د فلسطین، میانمار (برما) چیچینیا او اشغال شوي شرقي ترکستان د مسلمانانو د چیغو اورېدلو او ساتنې څوک نشته. چین همداراز د کشمیر یوه برخه هم لاندې کړې ده. د اسلامي دولت په وخت کې ټول مظلوم مسلمانان خوندي وو او پر دوی د کېدونکي ظلم بدل اخیستل کېده. اسلامي دولت د بنو قیانقه ټوله قبیله یوازې په دې ګناه له مدینې وشړله، چې د یوې مسلمانې ښځې سپکاوی یې کړی و او بې ستره کړې یې وه. اسلامي دولت د محمد بن قاسم په مشرۍ یو لوی لښکر د هغې مسلمانې خور د غږ اورېدو لپاره ولېږه، چې د هندي واکمن راجه داهیر (پخوانی مودي) لخوا نیول شوې وه.

عباسي خلیفه معتصم بالله د هغې بې وزلې ښځې د غږ په ځواب کې چې پر خلیفه یې کړی و، د زرګونو جنګیالیو لښکر د روم پر لور وخوځاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې له قریشو سره د حدیبیې سولې د تړون له لاسلیک کولو وروسته هم قریشو ته هغه مسلمانې مېرمنې ونه سپارلې، چې د حدیبې تر تړون وروسته یې مدینې ته هجرت کړی و او قریشو ته یې دا په ډاګه کړه چې ښځې د دوی د تړون برخه نه دي. پاکستاني واکمنان په سیمه کې د امریکایي ګټو پر خوندي کولو سربېره تر چینایي ښکېلاک لاندې هم خپل لاس او پښې وهي.

همدا یې وخت دی چې خپل ځانونه له دغو واکمنانو څخه د داسې یو امام په درلودلو سره خلاص کړو، چې مسلمانان او د هغوی ارزښتونه وساتي. رسول الله صلی الله وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(مسلم)

ژباړه: امام (خلیفه) د مسلمانانو لپاره ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او ځانونه پرې ساتل کېږي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

ایا ناټو رښتیا ړنګه شوې؟

خبر:

په دې وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اقتصادپوهانو ته یوه مهمه وینا وکړه. هغه پر دغې خبرې ټینګار وکړ: «موږ اوس د ناټو له منځه تلل وینو.» سربېره پردې نوموړي د اوسني وضعیت اصلي لامل د امریکا لخوا د اروپا یوازې پرېښودل وبلل. له دغه حالت څخه ښکاري، چې ایا ناټو به په راتلونکي کې پاتې شي، که نه.

تبصره:

مکرون په خپله دفاع کې د ټرمپ ولسمشرۍ ته په مستقیم ډول اشاره کولی شي، چې د ناټو د له منځه تلو اصلي لامل دی. ټرمپ په وار وار د ناټو غړو ته ویلي چې یا پیسې پیداکړئ او یا به له ناوړه پایلو سره مخ شئ. ټرمپ په ډېرې بې پروایۍ سره د پوتین کړنې وغندلې، که څه هم چې په اوکراین او ځینو نورواروپایي هېوادونو کې یې د روسیې لاسوهنې ته اشاره ونه کړه. ټرمپ وروسته اردوغان ته شین چراغ ورکړ، چې په سوریه کې امن سیمه رامنځته کړي او د ناټو د متحدینو رول ولوبوي، خو سپینې ماڼۍ له مهمو متحدینو لکه بریتانیا او فرانسې سره مشوره ونه کړه. .

د ناټو ملاتړي هېوادونه به ادعا وکړي، چې فرانسې تل د ناټو پر وړاندې سخت دریځ او د امریکا له څارنې سره یې کلک مخالفت درلود. وروسته له هغې چې چارلس دوګول ۴۳ کاله وړاندې په ناټو کې د امریکا مشري منلې وه، په ۲۰۰۹م کې هغه سړې اړیکې د سرکوزي د ولسمشرۍ پر مهال بیخي پرې شوې.

د نړۍ په کچه د اروپا او ناټو په رول کې د امریکا د مداخلې تشویش نوې خبره نه ده. په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ډېرو اروپایي هېوادونو له امریکا څخه تمه درلوده، چې د ناټو ماموریت پراخ کړي. ناټو په ۱۹۴۸م کې د امریکا له خوا په دې موخه جوړه شوه چې د المان پوځي قدرت راچپه کړي، لوېدیځې اروپا ته د شوروي اتحاد د مخته تګ مخه ونیسي او د اروپا د امنیت کنټرول بیا لاسته راوړي.

دغه سیاست امریکا ته زمینه برابره کړه چې د نړۍ لومړی غیر اسیا-اروپایي قدرت شي او پر اسیا-اروپا باندې ډېر کنټرول ولري. د شوروي اتحاد له منځه تلو څخه لږ وروسته  امریکا د ناټو ماموریت له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته واړاوه، له ناټو څخه په استفادې یې د اروپا امنیتي جوړښت پراخ کړ، ختیځه اروپا یې پکې راګډه کړه او په دې توګه یې د روسیې قلمرو کم کړ.

ځکه نو پر دې باور سخت دی چې امریکا دې ناټو پرېږدي او شاته تګ دې وکړي. امریکا دغه قمار ته ډېرې پیسې اېښې. د دې تر څنګ اروپا به ونشي کولای چې په ډېر نږدې راتلونکي کې د امریکا ځای ونیسي او خپل امنیت پخپله ټینګ کړي. د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال سازمان د اټکل له مخې که اروپا د ناټو په شان د امنیت یو جوړښت رامنځته کوي، نو ۳۴۷ بیلیونه ډالرو او شلو کلونو وخت ته اړتیا لري.  

پخوانۍ اروپا ډېر له مخکې پر اروپایي امنیت باندې د امریکا له کنټرول څخه د ناټو تر چوکاټ لاندې ځورېدله. مکرون د دغه ډول احساساتو افشا کوونکی و او له دې څخه یې وېره هم نه درلوده چې په عام محضر کې یې بیان کړي. خو مېرکل – چې له امریکا سره د اوږدې سوداګریزې جګړې مخه نیول غواړي- په خپلو خبرو کې ډېر پام کوي. دې په تېزۍ سره د مکرون د خبرو په اړه بې اعتنایي وښوده، که څه هم نوموړې پخوا له ناټو او په ټوله کې د اروپا له امنیت سره د امریکا د دوه‌ګوني چلند په اړه همدا اندېښنې ښودلې وې.

ټرمپ د اروپا ړنګېدل غواړي خو د ناټو نه. امریکا غواړي دا سازمان وساتي چې اروپايي هېوادونه خوندي وي او د روسیې لاس ته ونه لوېږي.

یوه خبره باوري ده. د امریکا او اروپا له اقیانوس اخوا اړیکې – چې یو وخت د پر نړۍ د امریکا د راج د اساس ډبره وه- خرابې شوې او لېرې ده چې په راتلونکو کلونو کې دې پاتې شي. دا به د امریکا غیر اروپایي سیالانو (روسیې او چین) ته دا موکه برابري کړي چې د امریکا ځای ونیسي (امریکا باید د شاته تګ پرېکړه وکړي) او په اروپایي لویه وچه کې د یوه بهرني تعادل ساتونکي رول ولوبوي. یوازینی غیر اروپایي دولت چې دا رول یې درلود، په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني خلافت و.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بټ

د مطلب ادامه...

حزب التحریر د امت دی او د امت په منځ کې فعالیت کوي! نه مرموز دی او نه یې هویت مجهول دی! Featured

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رييس او جمهوري ریاست ته کانديد رحمت الله نبیل د پنجشنبې په ورځ د ټاکنيز ناورين په اړه د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل: «د داعش بحث جدي کېږي... هغه سازمانونه او جوړښتونه چې په ډېرو مجهولو او مرموزو نومونو تشکیل شوي وو، خپل موقعیت او دریځ روښانه کوي. د حزب التحریر خطر په څو ولایتونو کې زیاتېږي، د دوی تمایل د داعش خوا ته زیاتېږي».

د حزب التحریر ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر؛ د نبیل د بې اساسه او بېباکه څرګندونو په اړه لاندې ټکي له رسنیو او د افغانستان له مسلمان ولس سره شریکوي:

  • نن د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس؛ په ځانګړې توګه علما، قومي مشران، سياسي رهبران او ځوانان، حزب التحریر په ټول افغانستان کې پېژني، له افکارو او پروګرامونو يې خبر دي او له غړو سره يې نېکې اړیکې لري. ځکه حزب التحریر د همدغه مجاهدپال ولس زامن او وروڼه دي، نه بل څوک. نو دغه حزب او غړي یې نه مرموز دي او نه مجهول!
  • حزب التحریر د اسلامي امت -چې د افغانستان مجاهد ولس هم د دغه واحد جسم یوه برخه دی- د دنیا او آخرت د سعادت او نېکمرغۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. نو حزب التحریر د افغانستان د مسلمانو خلکو لپاره خطر نه دي، بلکې دا په پردیو هېوادونو او استخبارتي سازمانونو پورې اړوند بې پروګرامه سیاستوال دي، چې د خلکو عقاید، مقدسات، د کورونو حریم او د خلکو شتمنۍ یې له خطر سره مخ کړې دي.
  • حزب التحرير په منځني ختیځ کې د داعش د مرموزې ډلې په اړه د هغې د تشکیل په هماغه لومړیو ۲۰۱۴م کې خپل دریځ روښانه بیان کړ او یاده ډله يې د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له لوري يوه پروژه وګڼله، کوم چې دغه واقعیت اوسمهال ټولې نړۍ ته روښانه شوی دی. نو د داعش لور ته د حزب التحرير د تمایل تور يو څرګند تهمت دی چې له سياسي ناپوهۍ څخه سرچينه اخلي.

د افغانستان مجاهد خلک شاهد دي چې نبیل د افغانستان د ملي امنیت د رییس په توګه د دندې پر مهال د ډېرو دعوت کوونکو په ځانګړې توګه د حزب التحریر د غړو له نیولو او تعذيبولو وروسته په افغانستان کې د امت د يووالي او خلافت لپاره د دعوت له مخنیوي عاجز پاتې شو او دا دی اوس د فاسدو او بدنومه ډیموکراټيکو ټاکنو له تېرولو وروسته د افغانستان په مسلمانو خلکو کې د زیاتې عاجزۍ له امله، د خپلو ناکاميو د پټولو په موخه د دغه مخلص او ويښوونکي حزب په اړه تهمت ویلو ته مخه کړې.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په سويډن کې پر امامانو تور پورې کول؛ د ډموکراسۍ یو واقعي ناورین Featured

  • خپور شوی په ډنمارک

(ژباړه)

د همدې کال په مې میاشت کې د سويډن استخباراتو د څلورو امامانو په ګډون شپږ مسلمانان ونيول، چې د سويډن د کډوالو چارو له لوري د بېګانه وو په څېر تر پلټنې لاندې ساتل کېدل، ځکه چې دوی د شاهي سويډن امنیت ته ګواښ ګڼل کېدل. د اوړي په پيل کې د کډوالۍ سترې محکمې د شپږو مسلمانانو د ایستلو پرېکړه صادره کړه. حکومت د اوړي په پای کې د همدې شپږو مسلمانانو له استيناف وروسته د هغوی دوسیه تر لاسه کړه، خو خپله پرېکړه یې د اکټوبر په پای کې صادره کړه ترڅو دوی ټول له سويډن څخه وایستل شي. دغه شپږ مسلمانان بیا وروسته د یوې اونۍ په ترڅ کې خوشي شوي، ځکه چې دا اخراج هغه وخت د پلي کېدو وړ نه و.

دغه شپږ مسلمانان له کوم دلیل پرته له شپږو میاشتو ډېر په بند کې پاتې کېږي. د سويډن جاسوسي استخباراتو د معمول په څېر پټ عمل تر سره کړ او اوس پرته له دې چې دغه شپږ مسلمانان په خپلو تورونو پوه شي او له خپل ځان څخه د تورونو پر وړاندې دفاع وکړي، حکومت خپله پرېکړه صادره کړې! د کډوالۍ سترې محکمې ویلي چې د محکمې له لوري تر لاسه شوې قضیه کې د هغوی د فعالیت په اړه منسوب تحقیقات مشخص نه دي.

یو څوک ښايي فکر وکړي، چې دا تر تهدید لاندې حکومت کې د پېښېدو امکان لري؛ لکه سوریه او مصر چې خلک پکې له عادلانه محکمې پرته محکمه کېږي او خپل اساسي حقوق ترې اخلي. دا باید په سويډن کې پېښ نه شي، ځکه چې دوی د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت لاپې وهي!

د سویډن د مدافع وکیلانو د ټولنې سرمنشي اني رمبري په دې پروسې باندې نيوکه وکړه او ویې ویل: «سویډني استخبارات باید د هغه افرادو پر وړاندې چې په هېواد کې ویره او تهدید خپروي، د ګام پورته کولو وړتیا ولري. په دې برخه کې د قانون روڼوالی نه ليدل کېږي او د شواهدو او اسنادو کچه ډېره ټيټه ده. لکه څرنګه چې همدا موضوع اوس نه ده روښانه... موږ باید په یاد ولرو چې دا د ټول نظام د باور موضوع ده.» په نظام باور؛ د موضوع اصل دی. 

لويدیځ حکومتونه د سپټمبر له ۱۱مې راهیسې له ترهګرۍ څخه د یوې پلمې په توګه ګټه اخلي، په دې توګه د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي او حتی له منځه یې وړي. همدا راز د شوروي اتحاد له لارو چارو څخه هم ګټه پورته کوي، خلک نه پرېږدي چې په ارامه خپل ژوند وکړي او دا مسخره ډرامه تر اوسه دوام لري. حتی هغو چارواکو چې د ایستلو پرېکړه یې صادره کړې وه، هغه ټول اسناد چې د استخباراتو له خوا تر لاسه شوي وو نه دي ليدلي! د کډوالو چارو سترې محکمې، چې د دوی په نظر باید د ایستلو پرېکړه صادره شي، اعتراف کوي چې د دې موضوع په اړه بشپړ معلومات شته. ځينو هڅه وکړه چې د سويډني استخباراتو دغه کار توجيه کړي. خو ایا سويډن پر اساسي قانون ولاړ یا تر تهدید لاندې یو حکومت دی؟ دغه انکشاف یوازې مسلمانان نه، بلکې د سويډن ټول اوسېدونکي اغیزمن کوي. نن ورځ مسلمانان د دغه بدمرغه پېښو د انکشاف قرباني دي، سبا دا ښايي د کوڅو خلکو ته ورسېږي. له همدې امله، د دې په اړه منفي فکر کول ښه پرېکړه نه ده!

حتی که موږ د ایستلو په اړه د حکومت پر پرېکړې سترګې پټې کړو، چې حکومت خلکو ته هېڅ شواهد هم نه دي وړاندې کړي، اړتیا ليدل کېږي چې باید خلک پوه شي چې شپږ مسلمانان بې ګناه وو او ایستل یې بې انصافي ده. سربېره پر مشکوکې ادعا چې دغه شپږ مسلمانان یې افراطي یا هم د داعش خواخوږي بللي وو، دا خپله په سويډن کې جرم نه بلل کېږي. د سويډن د استخباراتو مشر د اګسټ په ۲۹مه په یوه لنډه وینا کې وویل: «د افراطي افکارو لرل ازاد دي».

د سويډن لپاره د بیان ازادي یو اصل دی، خو کله چې خبره مسلمانانو ته راشي، سويډن دا او نورې ازادۍ ترې اخلي، څو «مسلمانانو ته ډېسېپلین ورکړي»... وضعیت هغه وخت خراب شو کله چې ځينو سیاستوالو د خپلې ليوالتیا پر اساس مداخله وکړه او د شپږو مسلمانانو د مشخص زندان او د هغه ځای غوښتنه یې وکړه چې هلته په شکنجه او مرګ محکوم شي.

د شپږو مسلمانانو د شړلو پلویان په خپله لېوالتیا کې له اسلام وړاندې د عربو ليوالتیا ته ورته دي، چې خپل معبودان به یې له خرما جوړول او وروسته به چې وږي شول هغه یې خوړل! داسې برېښي چې د سیکولرانو د سپېڅلو غواګانو تر پښو لاندې کول نن د ټولو لپاره په سیالیۍ اوښتې، یو ګوند چې ټولو ته ښه راغلاست وايي. خلک سیکولر ډموکراسي د ګودر او خواخوږۍ د زړه په توګه کاروي، وروسته یو ناڅاپه دا زړه سوانده مور په شيشکه بدلېږي او په ټولنه کې پر ضعیفه خلکو بريد کوي.

مسلمانان ړانده نه دي، هر څه ويني. موږ پوهېږو چې دغه شپږ مسلمانان یوازې د دې لپاره چې مسلمانان دي له دې ډول چلند سره مخ کېږي. دا کومه نوې پېښه نه ده، ځکه چې اسلام او مسلمانان په مسلسل ډول تر بريد لاندې راځي، دا یوازې د دې لپاره دي چې سیکولریسټان د اسلام د رد او تکذیبولو لپاره شواهد نه لري. پرځای یې، دوی هڅه کوي د مسلمانانو ارادې او همدار راز پر اسلام باور مات کړي. خو اسلام مسلمانانو ته ګران دی او دوی به تسلیم نه شي. مسلمانان پر اسلام ویاړي او خپل اسلام ارزښتونه به په سيکولر ارزښتونو چې د ظلم او توکم پالنې لامل کېږي بدل نه کړي!

په سکندنویا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د سیکولرېزم د پیل شوو غمیزو په اور کې څوک نه دي سوزېدلي؟!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

تر یوې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې نړۍ په یوه کنده کې لوېدلې او د سیکولریستي پانګوال نظام تر سیوري لاندې د یو نامعلوم برخلیک پر لور روانه ده، چې له مادیاتو پرته بل هېڅ شي ته درناوی نه لري او یوازې د منفعت په لټه کې ده. د دغه واکمن نظام تر سیوري لاندې ظلم، بېکاري، د ژوند په مختلفو برخو کې فساد او تورم وروستۍ کچې ته رسېدلي دي. همدارنګه دغې ایډیولوژۍ پر نړیوالو ورځ تیاره کړې او له بې شمېره غمیزو سره یې مخ کړي دي. د امریکا په ګډون په ډېری هېوادونو کې اقتصادي ناورینونه اوج ته رسېدلي دي.

نړیوال اقتصادي ناورین په ۲۰۰۸ م کال کې رامنځته شو. ډېرو کسانو دندې پرېښودې او ډېری شرکتونه سقوط شول او اغېزې یې تر نن ورځې پر ځای پاتې دي. دغه اقتصادي کړکېچ نور هم ډېر شوی او د امریکا پورونه تریلیونونه ډالرو ته رسېدلي دي. دا له اقتصادي زاویې د پانګوال نظام طبعیت دی او د ملتونو د زغم کاسه نوره ډکه شوې او موږ ولیدل چې په ټولو لویو وچو کې خلک واټونو ته راووتل او لاریونونه یې وکړل. دغه رامنځته شوي ټول اقتصادي او سیاسي کړکېچونه د پلي کېدونکي نظام له امله دي، چې اوسمهال خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

په اروپا کې مو د ریاضتي حالت د اعلان په ترڅ کې لاریونونه ولیدل. د سیکولریزم په مور (فرانسه) کې مو ژېړ واسکټي کسان ولیدل، چې واټونو ته راووتل او په ورته لاریونونو کې یې ګډون وکړ. دوی د داسې حللارې په لټه کې وو، چې د سیکولرېزم د ظالم نظام له ظلم او تیري څخه یې وژغوري. هر کله به چې د دوی غږونه چوپ شول، یو ځل بیا به د اساسي حللارې په موخه را ووتل. افریقا، اسیا او په ځانګړي ډول منځنی ختیځ د لویو انقلابونو شاهد وو. دغه لاریونونه په تونس، مصر، لیبیا، یمن، سوریه او په دې وروستیو کې په ایران، عراق، الجزایر، سوډان او لبنان کې هم وشول. ایا په دغو ټولو هېوادونو کې د سیکولرېزم پانګوال نظام نه دی واکمن؟

د یادو هېوادونو واټونه او ښارونه مو ولیدل چې د اور غورځوونکو په شان وو. دا د سیکولرېزم ګټه او حللاره نه، بلکې دغه نظام د رامنځته شوو بدبختیو لامل دی او د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د دغه وحشي نظام د پلي کېدو په پایله کې د خلکو پر ناخوښیو او چیغو ټول نړیوال خبر شول.

که څوک دغه لاریونونه وڅاري، دا پیدا کولی چې ستونزه یوه ده او هغه مختلفې ستونزې چې اوسمهال خلک ورسره لاس او ګېروان دي، له همغې یوې ستونزې (سیکولرېزم-پانګوال نظام) څخه سرچینه اخلي، چې دین یې له ژونده بېل کړی دی. پر دې سربېره، تر ټولو دردونکې بیا دا ده چې د مسلمانانو ځینې دوکه او ګمراه شوي زامن په دغه شعار سره، چې سیکولرېزم حللاره ده، بیا هم د دغه چټل نظام غوښتنه کوي. که هغوی رښتیا هم  د ناپوه او دوکه شوو کسانو له ډلې څخه وي، باید پوه شي چې په دغه ایډیالوژۍ کې خیر، غوروالی او حللاره نشته، بلکې د ټولو بدبختیو سرچینه همدغه پلی کېدونکی سیکولرېزم-پانګوال نظام دی. کومو کسانو چې پر سیکولرېزم قناعت کړی، هغوی ته د سیکولرېزم ستونزې او ناورینونه په هغو هېوادونو کې ښه څرګندېږي، چې دغه نظام پکې په پوره توګه پلی کېږي. 

اوس مهال له هغو ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول له ځوانانو څخه غواړو، چې د بنسټیز بدلون په رامنځته کولو کې مهم رول لري، چې خپل سیاسي او شرعي فکرونه جوړ کړي او د سیکولرېزم ملاتړي او پلي کوونکي لېرې وغورځوي. ځکه سیکولرېزم نظام په بشپړ ډول له اسلام سره په ټکر کې دی او پر مسلمانانو او په ځانګړي ډول پر ځوانانو د اسلام د سیاسي افکارو پېژندنه فرض ده.

پر همدې اساس، بیاهم وایو چې مسلمانان به په ژوند کې د نبوت پر تګلاره د اسلامي دولت له تاسیس پرته هېڅ نېکمرغي تر لاسه نه کړي، هغه دولت چې الله سبحانه وتعالی یې د تاسیس ژمنه کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی. هغه وخت به امت د ټولو ښېګڼو او خیر شاهد وي. دغه دولت به شریعت پلی کړي، ځکه چې له علیم او خبیر ذات څخه یې سرچینه اخیستې او د هغو بشري نظامونو په څېر نه دی، چې عاجز او کمزوري انسان جوړ کړي دي.

د حزب التحریر ـ ولایه یمن مرکزي مطبوعاتي راډیویي دفتر ته

لیکوال: محمد طرموش

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

اې مسلمانانو! د بابري مسجد عزت او درنښت بېرته راوګرځوئ

په داسې حال کې چې موږ لا د کشمير د اشغال او بشپړې تجزیې په حال کې یو، ظالم هند یو ځل بیا د خپل هېواد د مسلمانانو د ځپلو او ناهيلۍ لپاره یو بل ګام پورته کړ او د بابري جومات ځمکه یې افراطي هندوانو ته وسپارله چې د «رام» افسانوي معبد پکې جوړ کړي. دا اوس ښکاره شوې چې هند د هندوتوا ایډیالوژۍ په پلمه د هند یوه ډېره ناوړه جیوپولیټیکي هیله په راغوړېدو ده؛ په دې کې د امریکا پوره ملاتړ ورسره دی. امریکا غواړي په سیمه کې یو شریر اجېنټ جوړ او پیاوړی کړي، کټ مټ هماغسې لکه په منځني ختیځ کې یې چې د یهودو نامشروع دولت پیاوړی کړ. لکه څرنګه چې اشغالګر غرب د خاینو مسلمانو واکمنانو په مرسته د یهودو غیر قانوني کمزوری دولت داسې وښود چې ګواکي نه ماتېدونکی دی؛ اوس هماغه تګلاره غواړي د همدې خاینینو په مرسته پلې کړي او کمزوری هند د سیمي په کچه یو قدرت وښيي، ترڅو امت له ناوړه وضعیت سره مخ کړي او د دویم راشده خلافت د راګرځېدو لپاره یې د هيلو کړکۍ وتړي. له همدې امله هند یو پر بل پسې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه دسیسې پلې کوي او د مسلمانانو بې زړه او خاین واکمنان یې ګام اخیستلو ته مشروعیت ورکوي.

ومو ليدل چې د اماراتو خاین حاکم، هند ته د کشمير له بشپړ سپارلو څخه څو ورځې ورسته د خپل هېواد تر ټولو لوړ مډال قصاب مودي ته ورکړ. همدا راز مو ولیدل چې بل خاین عمران خان، د پاکستان زړور امنیتي ځواکونه پرېنښودل چې د هند د یرغل ځواب ورکړي او هڅه یې وکړه چې په خالي خبرو او ټوېټونو سره د امت پام له دغه دردناک وضعیت څخه بلې خوا ته واوړي. د حسینې فرېبکار حکومت د امت د ملاتړ لپاره په ځانګړي توګه د بابري مسجد په اړه د غږ پورته کولو پر ځای، هغه د هند داخلي موضوع وبلله او ویې ویل چې د دغې قضیې په اړه د هېڅ ډول شخړې زغم نه لري!

اې مسلمانانو! د بابري مسجد لپاره له ۲۰۰۰ څخه ډېرو مسلمانانو خپل سرونه ښندلي، بیا هم د حسینې رژیم د دغه مسجد پر ځای د یو معبد جوړېدل د هند داخلي موضوع بولي!! د دغه رژیم له نظره د مسلمانانو وینه، عزت او سپېڅلي ځایونه د خپل مشرک بادار د خوښۍ لپاره ډېر بې ارزښته دي. دوی له موږ غواړي چې د هند خیالي واکمني ومنو او په سيمه کې د هندوتوا د برترۍ پر وړاندې غلي کېنو. نو له دغه ذلت څخه د خلاصون او عزت تر لاسه کولو یوازینۍ لار دا ده، ترڅو د حسینې خاین رژیم رانسکور کړو چې د هند د برترۍ او ګټو تابع دی. همدا یې وخت دی چې له حزب التحریر سره د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړو. پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

»إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«

(مسلم)

ژباړه: امام (خلیفه) هغه ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او پر هغه باندې ځان ساتل کېږي.

له شک پرته، رسول صلی الله علیه وسلم رښتیا وایي! یوازې خلیفه کولای شي د مسلمانانو له وینې، عزت او مسجدونو څخه دفاع وکړي؛ لکه څرنګه چې سلطان عبدالحمید د فلسطین له سپېڅلې خاورې څخه ساتنه وکړه.

یهودانو د طلا میلیونونه سکې د دولت خزانې ته وړاندې کړې، خو هغه د پام وړ نړیوالو فشارونو پر وړاندې بیا هم سر ټيټ نه کړ او یهودانو ته یې اجازه ور نه کړه چې په فلسطین کې مېشت شي. ده په دغو تاریخي خبرو ځواب ورکړ: «یهودان دې هغه د طلا سکې له ځان سره وساتي. کله چې خلافت ړنګ شو، هغه وخت فلسطین له کومې بیې او لګښت پرته ترلاسه کولی شي. خو تر هغه وخت پورې چې زه ژوندی یم، دا غوره بولم چې په توره ووژل شم، نه دا چې د فلسطین ځمکه د خلافت له دولت څخه بېله ووینم.»

اې مسلمانانو! د خلافت قریب الوقوع او حتمي دولت به ډېر ژر د مسلمانانو خاورې سره یو ځای او خپل زړور لښکر به د هند د نیولو لپاره واستوي. هغه وخت به د مسلمانانو د دغه دښمن ماتې او رسوایي ووینئ او د رسول صلی الله علیه وسلم زیری په ځانګړي توګه «د هند فتح» (غزوه هند) ان شأالله رښتیا کېږي. له ابو هریره رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی:

«وَعَدَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَزْوَةَ الْهِنْدِ فَإِنْ أَدْرَكْتُهَا أُنْفِقْ فِيهَا نَفْسِي وَمَالِي وَإِنْ قُتِلْتُ كُنْتُ أَفْضَلَ الشُّهَدَاءِ وَإِنْ رَجَعْتُ فَأَنَا أَبُو هُرَيْرَةَ الْمُحَرَّرُ»

[سنن النسایي]

ژباړه: رسول صلی الله علیه وسلم له موږ سره پر هند باندې د بريد ژمنه راکړې. که تر هغه وخت پورې ژوندی پاتې شوم، خپل ځان او شتمني به په همدې لاره کې ولګوم. که ووژل شوم، له غوره شهيدانو څخه به یم او که ژوندی پاتې شوم او بېرته راغلم، ابو هریره محرر به وم (محرر هغه څوک دی چې له اور څخه ژغورلی شوی وي.) 

حزب التحریر-ولایه بنګلدیش مطبوعاتي دفتر 

د مطلب ادامه...

په بګرام اډه کې د افغانستان د ولسمشر سپکاوي او ذلت د یوه مزدور چارواکي برخلیک نندارې ته وړاندې کړ Featured

د امریکا ولسمشر د ټاکنو په یوه کمپایني سفر کې افغانستان ته راغی او د «شکرانې د ورځې» په مناسبت یې له امریکايي سرتېرو سره لیدنه وکړه. په دغه وخت کې د افغانستان ولسمشر د دولتدارۍ او ټولو اخلاقي اصولو خلاف د ټرمپ د لیدو لپاره بګرام اډې ته ولاړ او د خپل ذلت وروستۍ کچه یې نندارې ته وړاندې کړه. د افغانستان ولسمشر په دغه لیدنه کې خپله ټوله هڅه وکړه، ترڅو د چاپلوسۍ له لارې خپله بقا د افغانستان د قدرت په راتلونکي کې تضمین کړي، چې ډېرو خلکو د هغه دا کار تاریخي سپکاوی بللی دی.

د افغانستان ولسمشر په خپله وینا کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سرښندنې وستایلې او په ویاړ یې اعلان وکړ چې د خپل حکومت په دوره کې یې د امریکايي ځواکونو تلفات تر ۵۲ تنو پورې راکم شوي دي. خو دا یې ونه ویل چې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو د کموالي لپاره د افغانستان خلکو څومره ستره بیه پرې کړې ده او دغه چاره په هېواد کې د تابوت جوړولو، قبر کیندلو او قبرپلورلو د تجارت د غوړېدا لامل شوې ده. په پنځو کلونو کې ۵۰ زره افغان امنیتي ځواکونه د امریکايي جګړې د اور سونتوکي ګرځېدلي او سلګونه ملکیان وژل شوي او ټپي شوي دي.

که څه هم د افغانستان ولسمشر په خپله واکمنۍ کې د امریکا ګټو ته تر خورا لوړ پوړو امریکايي جنرالانو او وينې تويونکو سرتېرو ډېر خدمت کړی دی؛ خو بیا هم د یوه مزدور چارواکي وروستی برخلیک ذلت دی، چې د امریکا ولسمشر په بګرام اډه کې په خورا ناوړه ډول د هغه سپکاوی وکړ.

د افغانستان مسلمان خلک باید وپوهېږي چې ډيموکراسي داسې بې غيرته رهبران روزي چې هېڅ عزت او ویاړ پکې نه لیدل کېږي، دوی یوازې د خپل قدرت د بقا په فکر کې وي، ولو که په هره بیه وي. انساني احساس په دوی کې مړ دی، ذره شرم نه لري، غلام او خپلو بادارنو ته اېل شوي دي، حال دا چې باداران یې هېڅ اهمیت نه ورکوي. د اسلامي نظام تر سيوري لاندې زړور، باعزته او د امت غمخور رهبران رامنځ ته کيږي، چې د مسلمانانو د وینې، عزت او ناموس دفاع کوي او د اوسنيو چارواکو په څېر د امت پر ټنډه د ننګ داغ نه وي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ټرمپ باید د جنګي بندي په توګه د محاکمې لپاره راوړل شوی وای، نه دا چې د جګړې د فاتح په توګه افغانستان ته راغی! Featured

د امریکا ولسمشر ټرمپ د لېندۍ په اومه د پنجشبنې په شپه په افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره د «شکرانې د اختر» په مراسمو کې د ګډون لپاره په یوه ناڅاپي سفر دغه هېواد ته راغی او دوه ساعته وروسته یې په بيړه افغانستان پرېښود. په دې اړه لاندې ټکي د غور وړ دي:

  • د مسلمانانو سرسخت قاتل ټرامپ باید په فاتحانه ډول له افغانستان څخه ليدنه نه وای کړې، بلکې باید د خلافت دولت د جنګي بندي په توګه په تړلو لاسو او پښو د مسلمانانو د قاضي د محاکمې مېز ته راښکل شوی وای او د مسلمانانو پر وړاندې د خپلو تروریستي او وحشي اعمالو جزا یې لیدلې وای.
  • ټولو غلام‌فکرو ته یې ثابته کړه چې امریکا د افغانستان د خلکو پر وړاندې هېڅ ډول ارزښت ته ژمنه نه ده او ټول هغه شعارونه لکه؛ ډيموکراتيک نظام، بشري حقونه، د ښځو حقونه، آزادۍ او... چې په پلمه یې افغانستان اشغال کړی و، سوچه دروغ وو او یوازې خپلو استعماري ګټو او د اسلامي دولت د رامنځته کېدو وېرې دې خاورې ته د امریکا پښه راښکلې ده.
  • د دغه سفر له بهیر څخه د افغانستان د مسلمانو او مجاهدو خلکو پر وړاندې د امریکا د دښمنۍ روان په ښکاره احساسېږي؛ ځکه د امریکایانو د «شکرانې اختر» د ورځې ټاکنه، ناڅاپي سفر، د افغانانو له نورو رهبرانو پرته یوازې له لومړۍ درجې غلام سره لیدنه، تر جامو لاندې زرهې اغوستل او د جنګي موضع غوندې د بوجیو د دفاعي دېوال تر شا وینا، ټول پر دې دلالت کوي چې افغانستان د دښمن خاوره ده او د دښمنانو په خاوره کې باید په امنیتي تدبیرونو کې بې پروايي ونه شي.
  • د ټرامپ د دغه سفر اصلي موخه د امریکا د ولسمشرۍ ریاست د ټاکنو لپاره د کمپایني پروګرام یوه برخه، له طالبانو سره د خبرو اترو د پيلولو اعلان او خپلو ماتې خوړولو سرتېرو ته روحیه ورکول وو، چې ورته روښانه یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې د سولې د پروګرام په وسیله اشغالګرانه اسالیب پر استعماري هغو بدلېږي او ډېر شمېر امريکايي نظاميان به بېرته امریکا ته ور وګرځي.

نو اې مسلمانانو! د اسلامي خاورو پر خاینو چارواکو او لاسپوڅو نظامونو باور مه کوئ، ځکه ټول د کفارو د پروګرامونو یوه برخه دي او د سعودي، پاکستان، ترکیې، او نورو اسلامي خاورو د چارواکو او نظامونو په څېر اشرف غني هم خپله له دوی څخه دی او د افغانستان له مسلمانانو سره هېڅ تړاو نه لري.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

نړۍ څه ډول په امریکا پورې وتړل شوه؟

  • خپور شوی په سیاسي

نړۍ څه ډول په امریکا پورې وتړل شوه؟

(ژباړه)

امریکا په خپل واقعي قدرت سره د نړۍ زبرځواک ګڼل کېږي. دا په تاریخ کې یوازینی زبرځواک دی، چې دا ډول قدرت لري. که یې د روم او فارس له امپراطوریو سره پرتله کړو، نو هغوی زبرځواک نه، بلکې یوازې سیمه ییز قدرتونه وو. د خلافت دولت هم یو سیمه ییز قدرت و. اوس ټوله نړۍ د امریکا په کنټرول کې ده. امریکایان د نړۍ پر هر څه واکمن دي. دغه راز پر اسلامي نړۍ هم نفوذ لري. دلته یوازې پر دې بحث نه کوو چې امریکا ولې پر نړۍ حاکمه شوه، بلکې دا هم څېړو چې څه ډول پرې حاکمه شوه.

د امریکا نژدې تاریخ ته یوه لنډه کتنه

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره انګیستان، فرانسې او نورو اروپایي قدرتونو په نړۍ کې ډېرې مستعمرې له لاسه ورکړې. د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیله امریکا د اروپا ناوړه حالت یوازې څاره او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره ډاډمنه شوه چې اروپایي قدرتونه به له دغې ستونزې څخه د راوتو توان ونه لري. امریکا دغه وخت پوه شوه، چې د اروپا د انحطاط لپاره نړیوال ډګر ته د راوتو وخت دی.

امریکا د دواړو نړیوالو جګړو په لومړیو کې یوازې دغه پېښې له خپلې قارې څخه څارلې او دا یې غوره ګڼله چې د یوه نندارچي په څېر پاتې شي او پر خپل داخلي اقتصاد تمرکز وکړي. امریکا له صنعتي انقلاب وروسته اقتصادي پرمختګ ته پام واړاوه او د صنعتي تاسیساتو پر جوړولو یې پیل وکړ. سره له دې چې تر همغه وخته د مخ پرودې هېوادونو په کتار کې وه. که څه هم امریکا په دویمه نړیواله جګړه کې مداخله وکړه؛ خو انګیزه یې تر ډېره دا وه چې د جاپان د امپراطورۍ پر وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي. امریکا په ۱۹۴۴ـ ۱۹۴۵م کلونو کې په دویمه نړیواله جګړه کې مداخله وکړه. په دغه وخت کې یې پوځي ځواک دا توان درلود، چې د اروپا د ملاتړ لپاره متحدین (المان، اېټالیا او جاپان) له پښو وغورځوي. د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د امریکا صنعت د اروپا له صنعت سره د سیالۍ توان پیداکړ او د جاپان صنعت یې له کمزورۍ سره مخ کړ. دغه قضیه د امریکا لپاره طلایي فرصت و، څو نړیوال ډګر ته راووځي او خپل هغه لوی ستراتیژیک پلان پلی کړي، چې دغه هېواد یې د کلونو لپاره په قدرت کې ساتلی شوی.

د ستراتیژیکو پروګرامونو په ځانګړې توګه د سړې جګړې د ستراتیژۍ جوړوونکی جورج کنان، د پالیسیو د طرحې د ۲۳مې شمېرې په څېړنه کې بیانوي: «موږ د نړۍ تقریباً ۵۰ سلنه پانګه او ۶.۳سلنه نفوس لرو... په داسې حال کې له موږ سره باید څوک کینه او نفرت ونه کړي. زموږ اصلي دنده په راتلونکي پړاو کې دا ده، چې د اړیکو یوه نوې طرحه جوړه کړو، ترڅو موږ ته له دغه ناسم دريځ څخه د ملاتړ اجازه راکړي... د دغې چارې د پرځای کولو لپاره باید موږ د بشري حقونو، د ژوند د معیارونو او د ډېموکراتیک کولو په څېر له خیالي موخو څخه ډډه وکړو. دغه خیالي شعارونه به موږ له کاره وباسي، ځکه زموږ لپاره مناسب نه دي.»

 (۱) دا د امریکا لپاره یو مناسب وخت و، چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د خپلې لوبې قوانین طرحه کړي او داسې اړیکې ورغوي چې امریکا په راتلونکي کې برلاسې کړي.

لومړی: د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې ټوله اروپا ړنګه شوه. امریکا په دې پوهېده چې د اروپا اقتصادي جوړښت تر دوی لوی دی؛ ځکه د امریکا په پرتله یې هم ښارونه لوی وو او هم یې ډېر پوه کسان دلودل. امریکا درک کړې وه، که چېرې اروپا یوازې پرېښودل شي ځان به له ټولو ویجاړیو وژغوري او په بریالیو او شتمنو هېوادونو به بدله شي. په دې توګه به په نیږدې راتلونکي کې د امریکایي پانګوالو او شرکتونو پر وړاندې جدي ګواښ شي. له همدې امله امریکا د ۱۹۴۸- ۱۹۵۱م کلونو په بهیر کې د مارشال د طرحې پر اساس له اروپا سره د مرستې په موخه ۱۲میلیارده ډالر پور ورکړل، چې له مخې یې د امریکا درېیمه برخه صادرات اروپایي هېوادونو وپېرل. دغې معاملې امریکا ته ډېره ګټه وکړه، ځکه د هغې په واسطه یې اروپا په خپل نفوذ کې وساتله.

دویم؛ د امریکا نوي نړیوال نظم د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په نړۍ کې ځانګړي ځایونه رسم کړل. المان او جاپان  د صنعتي تخصص په لرلو سره کاري ځواک ګڼل کېدل. داسې انګېرل کېده چې په راتلونکي کې به دغه هېوادونه د امریکا لپاره د تولید په لوړ قیمت سره وکارول شي. د نړۍ درېیمه درجه هېوادونه په طبیعي سرچینو او ټیټ قېمت کارولو سره پېژندل شوي وو، چې د امریکا له صنعتي کمربند (د ډېرو صنعتي شرکتونو شتون) سره یې مرسته کوله، څو په لږ لګښت سره خپل تولیدات ډېر کړي. امریکا خپلو اقتصادي ګټو ته په پام سره د نړۍ بېلابېلو برخو ته بېلابېل نومونه غوره کړل.

درېیم: ډالر په ۱۹۷۱م کال کې د اروپایانو په غوښتنه د طلا پر ځای معیار شو. دغه کار د امریکا په ګټه نه و، ځکه چې د ډالر ارزښت راټیټېده. دغه راز امریکا کافي طلا نه درلوده، چې ډالر بېرته پرې را وګرځوي. نو ولسمشر نیکسون د طلا معیار ټول ختم کړ، چې په دې سره اروپا او د نړۍ نور هېوادونه د تل لپاره په ډالر پورې وتړل شول. اوسمهال ۴۰سلنه نړیوالې راکړې ورکړې او معاملې په ډالر کېږي. دا د امریکا د رښتیني زبرځواکېدو د هڅو یو ښه ګام و، چې په دغه لاره کې یې د دوی ګټې او قدرت خوندي کړل.

کمونېزم په دغه برخه کې کوم جدي ګواښ نه ګڼل کېده. لکه څنګه چې له ‌ډیموکراسۍ سره پرتله کېږي، چې کمونېزم به د هېوادونو د باثباته کېدو مخه ونیسي. یو له دغو هېوادونو څخه اېټالیا و. (۲) د ۱۹۴۸م کال په بهیر کې کمونیستي رژیم له یوې روا ډيموکراتیکې لارې څخه د قدرت اخیستو په حال کې و؛ نو له همدې امله امریکا له پخواني فاشیست رژیم سره مرسته وکړه، څو په واک ته رسولو کې یې په اېټالیا کې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي. ډیموکراسي او فارملېت پال او د فاشیست ضد رژیمونه هېڅکله د امریکا لپاره په ګټه نه وو؛ ځکه ملت له دې لارې پر خپلو سرچینو واک او خپلواکي پیداکوله، امریکایي شرکتونه یې نه پرېښودل او پر امریکایي پانګوالو یې محدودیت لګاوه.

وودرو ویلسون هغه کس دی چې د دولتونو لپاره یې د خود مختارۍ (خپلواکۍ) پروګرام جوړ کړ. هغه پوهېده، که چېرې دولتونه قدرت تر لاسه کړي، نو دغه کار به دوی ته سیاسي اراده ورکړي، چې په پایله کې به د دوی د اقتصادي ثبات او خپلواکۍ لامل شي؛ خو د هغوی پر ملي سرچینو باندې د برلاسي یادونه یې ونه کړه. نو له همدې امله د دمینیکان پر جمهوري او د هائیتي پر جزیرو باندې په داسې حال کې برید وشو، چې سرتېرو زرګونه کسان مړه او چاپېریال یې له ناوړه حالت سره مخ کړ. کله یې چې په دغه سیمه کې وحشي رژیمونه او بې ثباته سیاسي نظامونه رامنځته او د امریکایي شرکتونو په واسطه یې کنټرول کړل، نو وروسته یې دا سیمه پرېښودله. وودر ویلسون د دې لپاره د خودمختارۍ (خپلواکۍ) موضوع رامنځته کړه، چې پر اروپایي مستعمېرو د اروپایانو واک او نفوذ ختم کړي. که څه هم هغه پوهېده، چې دا موضوع به د وخت په تېرېدو د امریکا له امپریالیستي ګټو سره په ټکر کې شي؛ خو پرېکړه یې کړې وه چې خپلو ضد او نقیص خبرو ته به دوام ورکوي.

دلته هم ډېرې خبرې دي، چې امریکا څه ډول پر ټوله نړۍ کودتاوې پیل کړې. په ځانګړې توګه د نړۍ پر درېیمې درجې هېوادونو لکه: ایران ۱۹۵۳م، ګواتمالا ۱۹۵۴ او ۱۹۶۳م کلونو کې؛ هغه وخت چې «کندي» د یوې پوځي کودتا په وسیله د ډيموکراسۍ د مخنیوي لپاره خپل هېواد ته راوګرځېد. دغه راز برازیل په ۱۹۵۴م او شیلي په ۱۹۷۳م کال کې. (۳) کله چې په یوه هېواد کې انقلاب رامنځته کېږي، امریکا د ډیموکراسۍ د ثبات د مخنیوي په خاطر چې انقلاب ختم شي، د هغوی په چارو کې مداخله کوي. په دغه دلیل چې ډیموکراسي کپیټالېزم ته ګواښ دی او هغوی یو د بل مترادف نه دي. ارسطو په خپل کتاب «سیاست» کې دې ته ورته موضوع بیانوي: «یا نابرابري کمه کړئ یا هم ډیموکراسي.»

 (۴) دوی هغه نظام ښه بولي، چې د الیګارشي او ډیموکراسي تر منځ وي؛ ځکه دواړه په هر حالت کې ستونزې را ولاړوي. غرب لاتر اوسه دلته د یوه داسې سیاسي نظام په راوستو کې ناکام دی، چې د منلو وړ وي. ان په امریکا کې هم لېبرال ډيموکراتیک ارزښتونه یوازې د ځانګړو خلکو لپاره وو او دي. اوس هم لېبرال دېکتاتوري نظام دی. هېڅکله کامله او خالصه ډيموکراسي نه وه، ځکه د ځانګړو اشخاصو لپاره خالصه ډیموکراسي تر ناخالصې ډیموکراسۍ ډېره زیانمنه وه. دولتونو د ازادۍ او نیکمرغۍ مصنوعي بېلګې رامنځته کړې، چې ډېر محدودیتونه لري او هڅه کوي چې خلک پرې وغولوي او کم عقل یې کړي.

په لندن کې د رویال نړیوالو چارو انستیتیوت له خوا په څېړل شوي او مطالعه شوي کتاب «امریکايي نظامیان» کې راغلي: «کله چې امریکا د ډیموکراسۍ لپاره چاپلوسي کوي، اصلي ژمنه یې د کاپیټلیستي نظام د خصوصي پانګې اچونې لپاره ده. کله چې د پانګوالو حقونو ته ګواښ وي، هلته ډيموکراسي باید له منځه ولاړه شي، خو که دا حقونه وساتل شي، نو قاتلین او شکنجه کوونکي بیا هغه ښه بولي.» (5)

اسلامي نړۍ په نامعلوم حالت کې

امریکا په اسلامي هېوادونو کې د بهرنیو هېوادونو پوځیان د اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي بې‌ثباتۍ لپاره کاروي. وروسته هغوی له ډېرو ستونزو سره ملکي وګړو ته پرېږدي، چې د ځان لپاره مشر وټاکي یا هم ځینې وخت پخپله امریکا د هغوی خراب حالت ته په کتو سره مشر ورته ټاکي. په پایله کې دغه حاکمان د خپل هېواد د ثبات لپاره د امریکا پر لوري منډې وهي، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور واخلي. نو له پوځي مسوولیت وروسته د پیسو نړیوال صندوق د هغه هېواد ټول واک په لاس کې اخلي او په امریکا پورې یې تړي. په دغه حالت کې نظامي هڅې ته اړتیا نشته، ځکه د پیسو نړیوال صندوق پروګرام پر مخ وړي، خو که خلک بیا را پورته شي، هغه مهال یو ځل بیا امریکا د بې ثباتۍ لپاره نظامي عملیات کاروي او بېرته په همغه توګه دوام ورکوي ... ایا دغه حالت درته اشنا ښکاري او که نه؟

په دغه کار سره د امریکا ځانګړي بهرني متحدین په واک کې پاتې کېږي. دغه راز سیمه ییز ځانګړي کسان هم په دغې دوستۍ کې ونډه لري؛ په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه بې‌ګناه ملکي وګړي له دغه حالته ځوریږي. امریکا په دې توګه منځنۍ اسیا، لاتینه امریکا او افریقا تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

امریکا په منځنۍ اسیا کې داسې دېکتاتوران او پاچاهان ټاکي، چې د هغې سیمې طبیعي سرچینې د دوی د متحدینو په واک کې ورکړي. د هغوی د مزدورۍ او غاړې اېښودنې په پایله کې ورته د مننې لپاره ځینې شیان ورکوي. امریکا د الفتاح سیسي په شان دېکتاتور څخه په پوره توګه راضي ده، چې د بیان، عقیدې او لېبرال ـ سیکولار ازادي پر خلکو تپي. د سیسي سرتېري د هغو کسانو په شکنجه او ځورولو لاس پورې کوي، چې د اسلام حاکمیت غواړي او یا هم بنسټیز تړاو ورپورې لري. په داسې حال کې چې امریکا له دغو مظلومانو سره د مرستې هېڅ لېوالتیا نه لري. مثلاً، امریکا د مصر د انقلاب پر مهال د سیسي مرستې ته ور ودانګل، څو د پاڅون په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي او هغه په واک کې پاتې شي.

د پاکستان رول د کشمیر په ناورین کې په همدې ډول دی. عمران خان د مودي له خوا د ۳۷۰مې مادې د لغوه کولو او تندو خبرو په غبرګون کې ډېرې کمې هڅې کړې دي. په حقیقت کې دغه مزدور حاکمان د امریکا کسان دي او له امریکا سره ګټو ته په رسېدو کې مرسته کوي، لکه د پیسو نړیوال صندوق چې یو استعماري بنسټ دی.  عمران خان د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور اخلي او دغه هېواد نور هم د دغه صندوق پر رسۍ تړي. د پیسو نړیوال صندوق ډېری سیاستونه: د بهرنۍ مستقيمې پانګونې د ترویج لپاره قانون جوړونه یا (FDI)، د نرخ د ارزښت ټیټول، امریکا ته د صادراتو ډېرول او د خصوصي کولو لپاره یې اسانتیاوې برابرول دي؛ چې دغه کار به په راتلونکي کې پاکستان سخت زیانمن کړي. دا ټول سیاستونه د امریکا له متحدینو سره د پانګې د ډېرېدو او ساتلو لپاره مرسته کوي. یو خوا حکومت خصوصي سکتورونه له اندازې ډېر کړي دي او بل خوا بیا خلک له درنو مالیو ځوریږي. دغه ستراتیژي، پوروړی حکومت تل په پور کې ساتي.

دا ښکاره ده، چې امریکا ځینې هېوادونه د پانګې په وسیله په ځان پورې تړلي دي، ترڅو د نړۍ یوازیني زبرځواک اقتصادي او پوځي قدرت ته سر خوږی جوړ نه کړي. د نړۍ د نفتو ټوله سوداګري په ډالرو کېږي، ډېری بندیزونه د ډالرو له لارې لګول کېږي او لېبرال سازمانونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا د ځانګړو پانګوالو ملاتړ کوي. مثلاً: بیلدربرګ او تریلاتیرال کمیسیون د شلمې پړۍ په اویایمو کلونو کې پر پرمختللو ملتونو د نړیوال صندوق د سیاستونو په تپلو سره وتوانېد، چې د امریکا پر صنعتي متخصصینو (جاپان او اروپا) د نفتي ناورین ناوړه اغېز را ټیټ کړي.

دا د دې لامل شو چې د صنعت نړۍ یعنې جاپان او اروپا د امریکا د ډالر نظام سربېره، د ډیموکراتیکې، ملتپالې او انقلابي لېوالتیا په له منځه وړلو سره په دې وتوانېدل، چې د لسیزو لپاره په نړۍ (په ځانګړې توګه درېیمه نړۍ) کې خپل ثبات وساتي. امریکا د پیسو نړیوال صندوق په وسیله د ډېرو تګلارو د صنعتي کېدو مخه نیولې ده، پرته له هغو چې اړینې یې ګڼلې؛ د مثال په ډول: امریکا په ۲۰۰۳م کې د ډیموکراسۍ په پلمه عراق اشغال کړ او د انګلیس په ملګرتیا یې د هغوی د تېلو اداره په خپل لاس کې واخیسته. دا د پوره واک د تر لاسه کولو یوه برخه ده، چې امریکا هڅه کوي د هغې په واسطه اقتصادي، سیاسي، پوځي، ټېکنالوژیکي ولکه او د انرژۍ ډګرونه کنټرول کړي.

امریکا د نړۍ هېوادونو ته وایي چې خپل نرخونه مو وساتئ، خو له بله اړخه خپله د نړۍ د ځینو برخو د له منځه تلو لامل شوې ده؛ چې څوک د امریکا د واکمنۍ پر وړاندې ګواښ ونه اوسي. که چېرې یو څوک له دغې کړۍ څخه بهر شي، په پایله کې به بېرته امریکا ته راګرځي. لکه څنګه مو چې په دې وروستیو کې ولیدل، چې عمران خان غواړي د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز CPEC)) پرېږدي او په امریکا پورې په دې موخه ځان وتړي چې هغوی یې اقتصادي او F  ۱۶جنګي الوتکو نظامي ملاتړ وکړي او د دې ترڅنګ د مالي اقداماتو ځانګړې ډله (FATF) هم لغوه کړي. پاکستان پوه شوی؛ چې چین د امریکا په پرتله په اقتصادي، پوځي او په نورو برخو کې د ملاتړ توان نه لري؛ ځکه امریکا نړیوال نظم داسې تنظیم کړی، چې د پانګوالۍ په نړیوال نظام کې یې د ټولو ځای ثابت ساتلی دی.

په منځني ختیځ کې د قدرت انډول

د اقتصادي وحشت په وسیله په سیمه کې د هېوادونو په یو او بل پورې له تړلو وروسته، امریکا له اسرائیلو څخه د منځني ختیځ په ختیځو سیمو کې د انډول ساتلو لپاره ګټه اخلي. هغوی په دې ډول په سیمه کې خپلې اقتصادي ګټې ساتي. امریکا د خپلو ګټو د ساتلو په بدل کې له اسرائیلو سره مرستې کوي؛ لکه: لکه د اردن د سیند او غزې غربي څنډې. لېبرالان او جمهوري غوښتونکي دواړه لوري امریکایان له ۱۹۶۷م راهیسې د اسرائیلو په تاسیس کې له یو بل سره له اندازې ډېر متحد وو. چې ښه بېلګه یې د عرب پر ختیځ اورشلیم واک ټینګول دي. که څه هم په نړیواله توګه عامه افکار هغه غندي، خو امریکا لا تر اوسه له اسرائیلو سره د پیسو او په سیمه کې د واکمنېدو په برخه کې مرستې کوي، ترڅو د خپلې خوښې کړنې ترسره کړي. همداراز په دغه سیمه کې یو افراطي مسیحي عنصر هم شته؛ یا په بل عبارت هغه صلیبیان او اسراییل چې امریکا اجازه ورکوي، څو د فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې خپله وحشیانه دښمني وکړي.

د ایران او عربستان په اړه هم دغه ډول قضیه روانه ده، چې د امریکا په وسیله په سیمه کې د قدرت د انډول په موخه کارول کېږي او همدا د سیمې د نازک او ناوړه حالت ښکارندویي کوي. د ایران د ښي او کیڼ لوري دواړه ګاونډیان یعنې پاکستان او اسرائیل هستوي وسلې لري. ایران له همدې امله د هستوي وسلو د جوړولو هڅه کوي؛ که څه هم امریکا فشار پرې راوړي او هڅه کوي چې ایران د هستوي وسلو جوړول ودروي. که ایران د هستوي وسلو پر جوړولو بریالی شي، نو اسرائیل د تهدید احساس کوي. دغه شخړه به د فارس په خلیج کې د سیمې د نفتو د سوځېدو لامل شي، چې په پایله کې به د نفتو بیه لوړه شي او پر نړیوال اقتصاد به اغېزه وکړي. د قدرت انډول یوازې پر منځني ختیځ نه دی تپل شوی، بلکې د نړۍ په نورو سیمو کې هم پلی کېږي. مثلاً ناټو د امریکا په وسیله اروپایي ملتونو ته د قدرت د وېش په توګه کارول کېږي. که څه هم دا په اسلامي نړۍ کې د امریکا د نفوذ ساتلو د څرنګوالي یو انځور دی.

پایله

له دې دایرې څخه د وتو یوازینۍ لاره دا ده، چې له تکتیکي اېډیولوژیک بدلون څخه کار واخیستل شي؛ هغه بدلون چې نړیوالو ته به رښتینې سوله راولي. هغه اېډیولوژي چې د انسانانو غرېزې او عضوي اړتیاوې به په سمه توګه اشباع کړي؛ په پوره توګه به متفاوت اقتصادي او سیاسي نظامونه رامنځته کړي، چې د خپلو ټولو ښاریانو امنیت، سوله او عدالت به وساتي او پر اوسني پانګوال نظام به بریالۍ شي. نو اسلام یوازنۍ ایډیالوژي ده چې د دغو غوښتنو د لاسته راوړلو توان لري. کمونېزم خو د تاریخ اشغال دانۍ ته ولوېد او یوازې کپیټلېزم د انسانانو یوازینۍ هیله ده، چې دغه هیله هم د له منځه تلو په حال کې ده.

د واقعیت د بدلون لپاره ډېری خلک له دغه نظام څخه نشي تښتېدلی؛ ترڅو چې پر ځای یې یو باارزښته او قوي نظام راشي او د هغه ځایناستی شي. پر دې سربېره اسلام په سیمه کې د نظامي انډول د منطق مفهوم د اېډیولوژۍ د قدرت په وسیله چلنجوي. اسلام د فارس او روم قدرتونه په ګونډو کړل؛ که څه هم د مدینې جغرافیوي موقعیت د دې وړ نه و. اسلام به یو ځل بیا راشي او نړۍ به ازاده کړي، داسې چې ۱۴۰۰سوه کاله وړاندې یې ازاده کړې وه. په دې تمه چې اسلام به ډېر ژر د زبرځواک په توګه د تاریخ په کتاب کې ثبت شي.

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

 [توبه: ۳۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې د خلکو د لارښوونې لپاره یې رسول او حق دین راولېږه، څو هغه پر ټولو دینونو برلاسی کړي؛ که هر څو د مشرکینو نه خوښیږي.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

 لیکوال: محمد مصطفی

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د چا امنیت او ملاتړ ډېر مهم دی؟ Featured

  • خپور شوی په تونس

امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر میاشتې په ۳مه د تونس په المروج ښار کې د حزب التحریر یو غړی سلیم صمیدة د موټرو په یوه مارکېټ کې د حزب التحریر د ورځپاڼو له وېشلو وروسته اختطاف کړ. د بن علي له ظالمانه پالیسيو سره سم دوی د اسلام دعوتګر د غلو او داړه مارانو په څېر څاري.

هغه څه دي چې د تونس چارواکي یې د حزب التحریر د ورځپاڼې په اړه اندېښمن کړي؟! په داسې حال کې چې هره اونۍ دغه ورځپاڼې په قانوني توګه وېشل کېږي. ایا دا د سلیم صمیدة د همغې مقالې پر وړاندې غبرګون نه دی، چې د فرانسې د سفیرې له هغه سپکاوي څخه یې پرده پورته کړه چې د دغه هېواد خلکو ته کړی و؟ ایا په دغه ورځپاڼه کې د هغو مقالو له امله دغه کار ترسره شو، چې د راتلونکو حکومتونو هغه ژمنتیاوې یې په ډاګه کړې وې چې برېتانیا د اوسني حکومت لپاره په پام کې نیولې دي؟ یا ښایي د هغو مقالو غبرګون وي، چې له اشغال یا د یوه هېواد له ګرو کولو وړاندې یې د سیاسي چاپیریال دروغ او خیانتونه په ډاګه کړي وو؟

دا لومړی ځل نه دی چې خلک اختطاف کېږي او موږ پوهېږو چې دا ښايي وروستی ځل هم نه وي. د تونس چارواکي ډېری مهال د حزب التحریر د ځوانانو په نیولو او څارلو سره خپل قوانین او عزت تر پښو لاندې کوي. د حزب التحریر ځوانان د اشغال شوي هېواد د ازادۍ او هغه دولت د تاسیس لپاره خلک رابولي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسیس کړی و.   

واکمنو او هغو کسانو ته چې ځانونه واکمنان بولي!

د چا څارل او ټېل وهل مهم دي؟ ایا تاسو او ستاسو امنیتي خدمتونو ته د هغې فرانسوۍ سفیرې شړل مهم نه دي، چې ټول ډيپلوماټیک معیارونه یې تر پښو لاندې کړل، له تاسو ټولو چارواکو څخه یې کرکه څرګنده کړه، د هېواد له خپلواکۍ څخه یې سرغړونه وکړه او پرته له دې چې حساب ورکړي په ازاد ډول تګ راتګ کوي؟ ایا ستاسو امنیتي چارواکي د اشغالګرې برېتانیا سفیره نه ويني، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې وګرځېده او د یوې واکمنې په څېر یې پلټنه او چلند وکړ؛ حتا هغه امر کوي او تاسو یې امر منئ؟! ایا تاسو د جنایتکارې امريکا سفیر نه وینئ، چې ماشومان او لویان وژني، له خلکو ضمیرونه اخلي او حتا د شاروالۍ په چارو کې مداخله کوي؟!

امنیتي خدمتونو ته!

ستاسو عزت او زړورتیا چېرې ده؟ په دغه هېواد کې دښمنان قوانین تر پښو لاندې کوي، تاسو یې وینئ او پر وړاندې یې هېڅ غبرګون نه ښيئ؛ ایا د کوم یوه نیول ډېر مهم دي؟ ایا هغه کسان چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره کار کوي او هېواد د بهرنیانو او د هغوی د ګوډاګیان له منګولو ژغوري یا هغه نیمه چارواکي چې د چوکیو د لاسته راوړلو لپاره یې خپل دین او هېواد پر کفارو پلورلي دي؟ ولې باید سلیم صمیدة او د هغه وروڼه چې له خپل دین، هېواد او امت څخه دفاع کوي ونیول شي، په داسې حال کې چې دښمنان او لاسپوڅي دې په امن کې وي؟! د چا امنیت او ملاتړ ډېر مهم دی؟ ایا په تاسو کې کوم پوه سړی نشته؟!

په تونس کې زموږ باعزته مسلمانانو ته!

له دغه اختطاف څخه ښکاري، چې د هېواد لوړ تصمیم د لوېديځو هېوادونو په ګټه نیول کېږي. د اشغال له منځه وړل د ژوند او شریعت اړتیا ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تاسو غږ کوي، چې ستاسو عزت یوازې په اسلام کې دی او د هغه له دین څخه ملاتړ وکړئ.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ

[المنافقون: ۸]

ژباړه: عزت یوازې د الله سبحانه و تعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو لپاره دی، خو منافقان نه پوهېږي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ الله وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ فِي الْأَذَلِّينَ* كَتَبَ الله لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ الله قَوِيٌّ عَزِيزٌ

[المجادله: ۲۰ـ۲۱]

ژباړه: له شک پرته هغه کسان ډېر ذلیل او خوار دي، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې جګړه کوي. الله سبحانه وتعالی ليکلي، چې زه او زما پیغمبران به هرو مرو برلاسي کېږو؛ په واقعیت کې الله سبحانه وتعالی برلاسی او زورور دی.

 

د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې