پنجشنبه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په یمن کې د سولې او پخلاینې د باران لومړی څاڅکی، د الله سبحانه و تعالی د حکم خلاف امر کوي

  • خپور شوی په یمن

د سولې او پخلاینې کمېټې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۸مه په صنعا ښار کې د لومړۍ ناستې په خبرو اترو کې د نوموړې کمېټې مشر یوسف عبدالله الفیشی وویل: «راځئ په ډيموکراتیک ډول د خبرو اترو، سولې او ملي اجماع له لارې خلکو ته ور وګرځو». دا خبر د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۹مه د ثورة ورځپاڼې له لوري هم خپور شوی و.

حوثیانو په دغو چیغو «قران او د الله سبحانه  وتعالی قانون» د خلکو غوږونه کاڼه کړل. دوی دې ته لاره هواروي چې دین له ژوند څخه بېل کړي او غواړي په یمن کې د غربي کپیټلیسټي بنسټ له زړه څخه راوتلې پخلاینه وشي. دوی د رښتني اسلامي نظام لپاره کار نه کوي، چې پر ځمکه د اسلام دین حاکم کړي او هغه نظام چې سرچینه یې له اسلامي مفکورو څخه اخیستې وي. دوی باید د هغه اسلام ملاتړ وکړي، چې د اسلامي دولت اساس او بنسټ بلل کېږي.

د دې لپاره چې خلک سره راټول کړي، خپلواکي رامنځ ته کړي او الله سبحانه و تعالی ته وروګرځي، د هغه اوامرو ته غاړه کېږدي او له هغه څه چې الله سبحانه و تعالی منع کړي ډډه وکړي او همدا راز اسلامي قانون (شریعت) پلی کړي؛ دوی ځي د قدرت  سرچینو ته او د هغوی پر بنسټ ښه او بد ټاکي! د دې پر ځای چې قانوني سرچینو ته سر ورښکاره کړي، حلال او حرام یو له بل څخه بېل کړي، له حرامو ډډه وکړي او له مکروه کارونو څخه لاس واخلي، د اکثریت په پلمه هوس او نفسي غوښتنو ته لاره هواروي او غواړي چې له ډيموکراټيکو لارو چارو کار واخلي. دوی خلک د جمهوري نظام منلو ته رابولي، هغه نظام چې اساس یې له مخکې اېښودل شوی دی. دوی غواړي چې خلک باید بل دولت ته زړه ښه نه کړي. دا ټولې فدرالي پروژې دي، چې د لويدیځ له لوري په بېلا بېلو سیمو کې پلې کېږي. د دې پر ځای چې حقیقت ته وګوري او د اسنادو په قوت سره د الله سبحانه و تعالی له امر سره سم خلافت د حکومتي نظام په توګه ومني؛ دوی راځي د اکثریت په پلمه اخ و ډب ته لاره هواروي.

که د باران لومړۍ برخه یو څاڅکی وي، د سولې او پخلاینې وروستی څاڅکی به یې څه شی وي، په داسې حال کې چې د الله سبحانه و تعالی له حکم پرته امر یې لومړۍ برخه وي؟!

اې د یمن خلکو، اې مومنانو! هغه څوک چې د دوی لپاره ښه سلاکار وي او په دې هم پوهېږي چې حوثيان د څه لپاره بلنه کوي، په کوم دلیل د هغوی د غوښتنو پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ ایا د حق غږ پورته نه کړي او د ژوند په چارو کې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پلي کېدل و نه غواړي؟ حوثیان خو دوه سرونه نه لري؛ چې یو یې د ژوند په ټولو چارو کې د الله سبحانه و تعالی د قانون پلي کول غواړي او بل یې بیا ګناه کوي لکه، څنګه چې د الفیشي په خبرو کې له ورایه ښکاري، چې د ژوند په ټولو چارو کې یې د له الهي قانون پر ځای د بشري قانون پلي کول غوښتل. ایا تاسو کوم داسې معقول سړی لرئ، چې د حقیقت غوښتنه وکړي؛ په داسې حال کې چې دا کار به ښايي له کړاوونو څخه ډک هم وي؟!

لکه څنګه چې موږ حزب التحریر تل وایو، چې د الله سبحانه و تعالی حکم پر ټولو مسلمانانو واجب دی. دوی باید ژر تر ژره د نبوت پر اساس هغه راشده خلافت تاسیس کړي، چې الله سبحانه و تعالی یې له موږ سره ژمنه کړې ده. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ

[غافر:۵۱]

ژباړه: له شک پرته، چې موږ له خپلو پيغمبرانو او مومنانو سره هم په دې دنیا کې او هم په هغه ورځ مرسته کوو، چې شاهدان به شاهدي ورکوي.

او پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې هم په اړه زیری ورکړی دی، چې فرمایي:

«ثٌمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...»  

ژباړه: بیا به خلافت د نبوت په تګلاره راګرځي....

د حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له هندو دولت سره ګډ فوځي تمرینات؛ د اشغال شوي کشمیر له مظلومو مسلمانانو سره خیانت دی

  • خپور شوی په پاکستان

د باجوا-عمران رژیم به له هند او نورو هېوادونو سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې هندو دولت په ډېره سپین سترګۍ سره د اشغال شوي کشمیر پر خلکو بریدونه کوي. نارینه یې شکنجه کوي او ښځینه وو ته یې سپکاوی کوي. «ISPR» د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په ۱۷مه تایید کړه، چې پاکستان به له شانګهای (SCO) غړو هېوادونو سره یو ځای د روسیې د Tsentr (مرکز) د ۲۰۱۹م کال په تمریناتو کې برخه واخلي. د دې پر ځای چې زموږ د وسله والو ځواکنو زمریان د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ وخوځوي؛ د باجوا-عمران رژیم د هند وحشي دولت ته دا زمینه برابروي، چې زموږ له جنګي وړتیاوو سره بلد شي. ولې د پاکستان په شان پیاوړی وسلوال ځواک د یوه وحشي سیال پر وړاندې د خپلو وړتیاوو په ډاګه کولو ته اړ اېستل کیږي؟ ولې له دښمن سره دومره لویه مرسته وشي؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی یوازې له هغو مسلمانانو سره د مرستې امر کړی، چې د دښمنۍ له امله ځورېدلي دي؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ

[انفال:۷۲]

ژباړه: که هغوی له تاسو څخه د دین په اړه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کولی در باندې فرض دي.

پر الهي امر سربېره ولې باید دا ډول ښکاره خیانتونه وزغمل شي؟ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:

«لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ»

[احمد او طبراني]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نافرمانۍ کې د مخلوق لپاره هېڅ اطاعت نه شته.

څنګه له هندو دولت سره دا ډول نظامي مرسته د منلو وړ ده؟ که دا له هندو دولت سره د اړیکو د عادي کولو پیلامه بولي، نو مانا دا چې اشغال شوی کشمیر هند ته پرېږدي او په دغه سیمه کې د هند واکمنۍ ته تسلیمېږي.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو! نور باید د دغه خیانتونو مخه ونیسئ. ایا ستاسو منځ کې اسد بن زراره، اوسید بن حیدر یا سعد رضی الله عنه نشته؟ هغه کسان چې د خپل اخرت د خوندي کولو لپاره به یې د اور، فولادو او خپل روح د پراخوالي دوعاګاني کولې! ایا ستاسو په منځ کې هغه باایمانه کس نشته، چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت (مادي ملاتړ) ډالۍ کړي او د انصارو عالي میراث را ژوندی کړي؟ همدا د یوه رښتیني خلیفه وخت دی، چې موږ رهبري کړي؛ هغه به مو د دښمن پر وړاندې له جګړې څخه را ونه ګرځوي، بلکې د هغوی پر وړاندې به مو جګړې ته واستوي. مسلم له ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام په حقیقت کې هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کوئ او خوندي وئ.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ډيموکراتيکې ټاکنې؛ افغانستان ژور سياسي ناورين ته بيايي! Featured

د جمهوري رياست د ټاکنو اړوند ټول واقعيتونه، د دې څرګندوونکي دي چې اکثره خلکو په «ډيموکراتيکو ټاکنو» باندې خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړی او ځینې کانديدان په تکرار سره په دغه پروسه کې د پراخ فساد خبرداري ورکوي. همداراز ګڼ شمېر متنفذينو او سياسي رهبرانو د سولې پروسه خپل کاري لومړيتوب اعلان کړی او طالبانو هم خبرداری ورکړی چې ټاکنې به ګډوډوي.

د ټاکنو په اړه د شته بې باورۍ له امله ويلی شو چې دا ډيموکراتيکه پروسه په افغانستان کې بشپړه ناکامه شوې ده. هغوی چې خلک د رايې ورکولو پروسې ته هڅوي، په واقعيت کې د خلکو د وينو په بيه شخصي، قومي او مالي ګټې تعقيبوي او يا هم له سخت ستړيتوب څخه د «بد او ډېر بد» ترمنځ ټاکلو ته اړ شوي دي، نه دا چې د کوم ډيموکراتيک باور او اعتماد پر بنسټ دا ډول ټاکنو ته مخه کوي.

د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د هغو سرو سکروټو ايرو ته ورته دي چې په خپل زړه کې ستر سياسي ناورين روزي او ژر ده چې خلک به دغه ناورين په زړه او ځان سره احساس کړي. لکه څنګه يې چې د ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو په ټاکنو کې تجربه کړل. له دې امله چې ډيموکراتيکې ټاکنې د افغانستان د مسلمان ولس له ارزښتونو سره مخالفې دي، هر ځل د لا ډېرو قومي او سمتي اختلافاتو او سياسي بې ثباتۍ سبب کيږي، چې په پايله کې د خلکو رايه بې ارزښته پاتې وي او د ناورين د حل لپاره امريکا ته مراجعه کوي.

دا پلا ټاکنې هم ناورين ته تلونکې دي او وړ پايله به و نه لري. که وړونکی هم ولري، هغه به داسې کس وي چې د سولې د مذاکراتو په پروسه کې به د امريکا ګټې خپل کاري لومړيتوب ګڼي او د امريکا، طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې په صورت کې به له واکه د ګوښه کېدو او د واک د تقسيمېدو لپاره تيار وي. د پايلې په توګه هر نظام او حاکم چې د دغه معاملې او خطرناکې لوبې له زړه څخه بریالی راووځي، د افغانستان وضعيت به د پخوا په پرتله لا ډېر خراب کړي. همدا يې ځای دی چې له خلکو پوښتنه وشي: آیا ستاسو رايه په داسې سیستم کې کوم ارزښت درلودلی او يا به يې ولري؟

نو له ناکامو تکراري نسخو، پخوانيو ترخو تجربو او د ډيموکراسۍ د ناورين زيږوونکو حللارو څخه ځانونه وساتئ او پر ځای يې د اسلام ژوند بښونکې نسخې ته رجوع وکړئ او د راشده خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحرير د سياسي او فکري  مبارزې بلنې ته لبيک ووایئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له افغانستان څخه ووځئ!!!

  • خپور شوی په سیاسي

د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۲۹مه الجزیرې خبرې سرچینې یو خبر خپور کړ، چې ځینو افغان مېرمنو له امریکا څخه په دغو الفاظو غوښتنه وکړه: «اوس نو موږ مه پرېږدئ». دا غوښتنه د سولې روانو خبرو او د طالبانو سره د امریکا د همغږۍ په تړاو شوې. په دې راپور کې مېرمنو د طالبانو د راستنېدو په تړاو یاد غږ پورته کړی او وېره یې څرګنده کړې چې ژوند به یې يو ځل بیا له ناورین او تیارو سره مخ شي. په کوچنیوالې کې د کم عمره نجونو ودونه، د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د جنسیت نا برابري، له تعلیم څخه محرومیت او شخصي ازادي، دا ټول هغه څه دي چې په دې راپور کې پرې ټینګار شوی.

خو ایا دا ټول په ريښتیا سره د اندېښنې وړ دي؟ ایا دا دلیل شته، چې پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې دې د تاوتریخوالي، له زده کړو څخه د مېرمنو د محرومیت او د جنسیت د نابرابرۍ کچه دې راکمه شوې وي؟ ایا امریکا افغان مېرمنېو ته هغه کوم عدالت او عزت ورکړ، چې پخوا یې نه درلود؟

تر ټولو لومړی باید وویل شي: دا څرګنده ده چې په افغانستان کې سیاسي وضعیت یوه غولونکې لوبه ده او دا لوبه د امریکا لخوا طرحه شوې. د امریکا متحده ایالتونه د سولې بهیر له خپل ادرسه خلکو ته وړاندې کوي، څه یې چې زړه وغواړي همغه کوي یا له چا سره سوله کوي یا یې نه کوي. ښه بېلګه یې د روان کال د سپټمبر پر ۷ مه د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو څخه په ډاګه کېږي. هغه وویل: «له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د امریکايي سرتېري د وژنې له امله لغوه کوي.» دغه سرتیری په کابل کې د یو ځان مرګي برید په پایله کې ووژل شو. دغه ټګماران او جنایتکاران په نړیواله کچه د سیکې په څېر دوه مخي دي، چېرې یې چې ګټه خپل مخ همغه لوري ته ګرځوي.

دویم، د اشرف غني دوه مخی حکومت د مېرمنو د اساسي حقونو د ترپښو لاندې کېدو په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه لري. څه شی چې دوی ته ګټه رسوي، هغه له مېرمنو څخه د سولې او ډیموکراسۍ د پرمختګ لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل دي. په دې اړه ډېرې بېلګې شته چې افغان مېرمنې له وحشت سر مخ دي، ځکه افغان حکومت یې د حقونو په ساتنه کې پاتې راغلی او افغانستان د مېرمنو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی. ملګري ملتونه د ۲۰۱۸م کال په یوه راپور کې وایي، چې افغان مېرمنې له چنسي ځورونو سره مخ دي او حتا په دې اړه له شکایت کولو څخه هم وېره لري. په ډېرو قضیو کې دوی د هغو ادعاوو په تړاو تورنې ګرځي، چې دوی پکې زیانمنې شوې دي.

دریم، د ملګرو ملتونو د جنسیتي نابرابرۍ په نوملړ کې افغانستان د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې ۱۶۸ هېواد دی، چې مېرمنې پکې په  لویه کچه د تبعیض له امله ځورېږي. د مېرمنو پر وړاندې تبعیض او جنسي ځورونه د حکومت په اډانه کې خپله حکومتي چارواکي ترسره کوي. هو! په رښتیا سره هم افغان مېرمنې په افغان حکومت کې کوم ځای نه لري. د جنسي ځورونې رسوايي هغه مسله وه، چې حکومتي چارواکو به له افغان مېرمنو څخه د دندو په بدل کې جنسي غوښتنه کوله. د بېلګې په توګه، د اشرف غني پخواني امنیتي سلاکار ادعا وکړه: «چې ځینې وزیران، د ارګ سلاکاران او د پالمان غړي په بدلمنۍ کې لاس لري.» ځینې مېرمنې «د جنسي کړنو په تړاو» د ټاکنو ګټونکې نومول شوې وې. اوس په ډاګه شوه چې ډیموکراسي څه ډول د افغان مېرمنو واقعي درناوی کوي.

څلورم، د ملګرو ملتونو د یو خبر له مخې د افغانستان د جزايی او جنايي چارواکو له لوري تراوسه د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې ناغېړي او بې پروایي کېږې او دا قضیې ورځ تر بلې مخ په ډېریدو دي. د بشر حقونو د څار ادارې د راپو پر بنسټ، نږدې ۸۷ سلنه افغان مېرمنې په ژوند کې له ستونزو او ځورونو سره مخ دي. د نړیوالو حقونو د ادارې د څېړنې له مخې له هرو ۱۰ مېرمنو څخه ۹ مېرمنې د جنسي تاوتریخوالي ښکار ګرځېدلې دي. دې ته ورته د ۲۰۱۴م کال سرشمېرنې ښیې چې ۸۰ سلنه ځان وژنې مېرمنو کړې دي او په دې لړ کې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د مېرمنو په تړاو د دغو پېښو کچه پکې ډېره ده.

پنځم، لا تراوسه هم د افغانستان ښوونیز نظام وروسته پاتې او کیفیت یې ټيټ دی. د یو اټکل له مخې د افغان مېرمنو دوه برخې یې په ښوونځیو کې ګډون نه شي کولی او ۸۷ سلنه مېرمنې بې سواده دي.

دې ټولو لاملونو ته په کتو سره موږ وینو چې امریکا او د هغوی مسخره حکومت د تېر ۱۸ کلن اشغال په ترڅ کې د افغان مېرمنو د واقعي حقونو په ساتنه او عدالت کې پاتې راغلي. د افغان مېرمنو هغه عزت چې تل یې دوی هیله لري، د دغه بشري نظام په لاس نه شي راستنېدلی. دا اصلي ترهګر باید د خلکو له ژوند سره لوبې ختمې کړي او له مېرمنو څخه د سولې د یوې وسیلې په توګه کار وانه خلي.

اې درنو او باعزته افغان مېرمنو! راپاڅئ او د مکارې ډیموکراسۍ پر وړاندې خپل ږغ پورته کړئ! د خپلو لوڼو او لمسیانو لپاره راپاڅئ. امریکا ته اجازه مه ورکوئ چې د دوی حقونه په وحشي توګه تر پښو لاندې کړي او د دوی لپاره په قوت سره راپورته شئ. ستاسو او ستاسو د خویندو لپار رښتنی عدالت هغه وخت راتلی شي، چې هراړخیز اسلامي نظام جوړ شي، هغه مهال به اړتیا نه وي چې تاسو د جنسیت د مساواتو لپار مبارزه وکړئ او هره مېرمن به په ټولنه کې له ځانګړو امتیازاتو څخه برخمنه وي. د باکیفیته ښوونیز نظام پر بنسټ به له تاسو څخه هره یوه لوړو زدکړو ته لار پیدا کولی شي. د سوچه اسلامي جزايي نظام له مخې به ستاسو هره یوه له تاوتریخوالي څخه په امن کې وي، ځکه همدا نظام دی چې د هر وګړي ژوند او عزت په کې نغښتی دی. د دغه نظام پر بنسټ به اړتیا نه وي چې تاسو په سیاست کې د برخې اخیستنې په پلمه خپل عزت و پلورئ او له لاسه یې ورکړئ. همدا یې وخت دی چې هر مسلمان د امت چارو ته خپل پام راواړوي.

اې باعزته افغانو خویندو! راپاڅئ او په یوه خوله د امریکا او د هغوی له ملګرو څخه وغواړئ: له افغانستان څخه ووځئ!!!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

امانه عابد

د مطلب ادامه...

خبرې او منځګړیتوب به هېڅکله د کشمیر ستونزه حل نه کړي

خبر:

واشنګټن: امریکا اسلامي ډلو (سازمانونو) ته خبر ورکړی، چې د کشمیر او نورو موضوعاتو په هکله د هند او پاکستان تر منځ له مخامخ خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي.

تبصره:

د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې اسیا او اروپا ډېر مهم ځایونه شمېرل کېږي. غواړي له سرچینو دغه ډک ځای تر خپل ولکې لاندې راولي او هېڅ سیال یې په اسیا او اروپا کې سر راپورته نه کړي. امریکا په سیمه کې چین خپل اصلي سیال کڼي؛ ځکه چین د ۹۰ مې لسیزې راهیسې امریکايي ګټو ته یو لوی ګواښ دی. ددې لپاره امریکا په پاسیفیک اسیا کې د ډېرو هېوادونو په مرسته غواړي چين وګواښي. په همدې موخه یې د هند له شبه قارې څخه کار اخیستی، چې چین د یو لاسبري سمندري ځواک په توګه په سیمه کې را پورته نه شي. امریکا د ۹۰ مې لسیزې په لومړیو کې په ځینو هېوادونو کې ملګري پیداکړل او د ۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې یې واک ته ورسول، ځکه د هغوی په واسطه یې په اسیا کې خپل واک پیاوړی کړ.

د بوش د حکومت پر مهال د امریکا د بهرنۍ پالیسي مهمه موخه د اسیا لپاره  دا وه، چې د هند او چین تر منځ نظامي توپیر له منځه یوسي. د کشمیر پر سر د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ د هند لپاره یو لوی خنډ دی، چې نه شي کولای د امریکا په خوښه په سیمه کې د چین پر وړاندې ودرېږي. له همدې امله امریکا د دغه کړکېچ د ختمولو لپاره د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو د عادي کولو لړۍ پیل کړه، څو د کشمیر پر سر د هند او پاکستان د ځواکونو جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د دغه کار موخه دا وه، چې هند په سیمه کې د امریکايي ګټو لپاره خپلې هڅې پیل کړي او د چین د ګړندي نظامي او اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.

امریکا غوښتل چې دا مسله د فلسطین په څېر پر مخ بوځي. په فلسطین کې هم د عباس ځواکونه او عربي هېوادونه جګړه نه کوي او د جګړې پر ځای غوړه مالي (چاپلوسي) کوي. په ورته وخت کې د هند له خوا د اګېسټ د ۵ مې کړنه هم د امریکا په خوښه وه. همدارنګه د پاکستان ملکي خلک او نظامي ځواکونه یوازې شعار ورکوي، چې موږ له کشمیر سره ولاړیو. د دوی دا شعار به هېڅکله د مسلمانانو دغه ناوړه حالت ته بدل نه کړي، چې بت پال تر دې کچې د دوی سپېڅلې وینې تویوي، چې حتا ماشومان یې هم په امن کې نه دي.

اسلامي امت په پوره توګه دا ځواک او پیاوړتیا لري، چې خپل تېر عظمت او مقام بېرته په لاس راوړي. کفارو ته داسې د عبرت درس ورکړي، چې تر مرګه یې هېر نه شي. زموږ د بدبختۍ اصلي لامل د اسلامي هېوادونو مشران دي، چې خپلو بادارانو ته د سر ټیټولو لپاره له الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او اسلامي امت سره خیانت کوي. زموږ مشران باید د کفر پر ځای الله سبحانه و تعالی ته سر ټیټ کړي، چې د ټولې نړۍ او کایناتو پاچاه دی او بس.

همداراز د اسلامي هېوادونو مشران خپلو فوځونو ته اجازه نه ورکوي، چې د کفر پر وړاندې وجنګېږي او د مسلمانانو اشغال شوې خاورې ازادې کړي. یوه ورځ به راشي چې دغه اشغال شوې خاورې، یعنې له فلسطین څخه تر کشمیره او له افغانستان څخه تر برما پورې به ټولې د الله سبحانه و تعالی په ارادې سره د خلافت تر بیراغ او د خلیفه تر ریښتنۍ لارښونې لاندې ازادې شي. هر څوک چې غواړي په دنیا او اخرت کې ویاړ تر لاسه کړي، باید له هغو خلکو سره یو ځای شي چې د خلافت د بیرته را ګرځیدو لپاره په ډېر اخلاص او رښتینولۍ سره کار کوي. دوی باید دغه کار ته په درنه سترګه وګوري او ډېر په اخلاص او ایماندارۍ سره حرکت وکړي. 

﴿إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلْ الْعَامِلُونَ

[صافات: ۶۰-۶۱]

ژباړه: په رښتیا هم همدا لوی بریالیتوب دی. د همدغه بریالیتوب لپاره باید دوی عمل وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

محمد عادل

د مطلب ادامه...

واقیه ټلویزیون: عاجل پیغام (د شریعت له تطبیق پرته ژوند له پت او غرور پرته ژوند دی)

واقیه ټلویزیون ـ عاجل پیغام

(د شریعت له تطبیق پرته ژوند له پت او غرور پرته ژوند دی)

د استاد محمد ناصر شویخه له خوا

جمعه، ۱۴۴۱ د محرم ۱۴مه/ ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۳مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې