جمعه, ۲۵ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته لخوا د ۱۴۴۰ هـ.ق کال ( چې له ۲۰۱۹م سره سمون خوري) د لوی اختر د مبارکۍ پیغام

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد...

کریم اسلامي امته، په بیت الحرام کې حاجیانو، د دعوت حمل کوونکو او د فېسبوک پاڼې تعقیب کوونکو!

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته... طاعات او عبادات مو قبول شه، الله دې دا اختر د خیر او برکت اختر وګرځوي. الله سبحانه و تعالی دې د حاجیانو حج قبول او مقبول وګرځوي او د ګناهانو د مغفرت سبب دې یې شي... الله سبحانه و تعالی دې هغو کسانو ته چې سږ کال یې ونه شوای کړی هم د حج د ادا کولو توفیق ورکړي.

ګرانو خویندو او وروڼو!

موږ د تکبیر په ویلو سره او د اسلام د خیر او برکت لپاره د الله سبحانه و تعالی حمد وایو، او د خلافت د اقامې په موخه د حزب التحریر په صفونو کې د دعوت د لېږد لپاره د الله سبحانه و تعالی حمد وایو، د هغه سبحانه و تعالی حمد وایو چې د کفارو، مستعمرینو، د هغوی د جاسوسانو او خاینو حکامو له مکرونو او د منافقینو ، چې زړونه یې مریض دي، له توطیوسره سره یې بیا هم دا حزب لا تر اوسه قایم ساتلی. هو د الله تکبیر وایو: الله اکبر الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله الله اکبر الله اکبر و لله الحمد...

خلافت چې حزب التحریر یې د تاسیس لپاره کار کوي؛ د کفارو له سترګو یې خوب غلا کړی او د مسلمانانو جاسوسو حاکمانو په زړونو کې یې وېره اچولې؛ منافقین او هغوی چې له کفارو مرسته غواړي، له هغه څه چې پرې راتلونکي دي، ځورېږی.

 [فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ]

ژباړه:« نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو نیږدې ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي په هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې»[المائده:۵۲ ایه]

خویندو او وروڼو، له کله نه چې حزب التحریر تاسیس شوی، فشارونه ورباندې دي. د هغو کسانو د کړنو له امله چې الله هغوی ړانده کړي، د هغوی د بې ایمانۍ له امله او د هغوی د منافقت له امله د هغوی له زړونو یې احساس اخیستی، او په ګناه کې روان دي او له دې خیال سره ژوند کوي چې د خلافت د قایمېدو مخه به ونیسي. هغوی به د حق په راتلو سره په تعجب کې شي او هغوی له حق څخه وېرېږي او له هغو ډلو څخه دي چې په خپل مکر کې به راګیر شي څرنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

«وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ»

ژباړه: «او ډېر بد مكر يواځې په خپل اهل (مكر كوونكي) چاپېره كېږي»[فاطر:۴۳]

کافر استعمارګر هېوادونه چې د اسلام او د خلافت دولت بد غواړي او د خلافت کرکه کوونکي لکه صلیبیان، دا هېوادونه او د هغوی جاسوسان خپلې ټولې هڅې کوي او هر ډول مکر څخه کار اخلي چې د اسلام دعوتګران وځوروي هغوی بند ته واچوي او په زندانونو کې یې په شهادت ورسوي او خپل دا جنایت د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې پټوي او ادعا کوي چې د ترهګړۍ په وړاندې یو کمربند دی. او اوس د انلاین ترهګرۍ بهانه یې وړاندې کړې! او وايي چې حزب د خپلو کسانو پاڼې د بنسټ پالنې او ترهګرۍ له نظریو او مفکورو څخه ډکوي؛ دوی دا کسان په دې بهانه چې انلاین ترهګري کوي په پاڼو کې ځوروي، څاري یې او بندي کوي یې. ټول د دې شاهد دي چې د دعوتګرانو پاڼې له حق څخه ډکې دي په داسې حال کې چې د دوی پاڼې له دروغو، چل او مکر څخه ډکې دي! الله دې دوی تباه کړي او دوی باطل دي...

او هغه کسان چې زړونه یې مریض دي او منافقین او هغه کسان چې افترا کوي: د دوی مخالفت او افترا له پخوا څخه وو که څه هم د دوی دروغ او انتقاد په لومړیو کې د حزب په مشرتابه او چارواکو وو په داسې حال کې چې د حزب په مفکورو او طریقه یې باور درلود... دوی افشا شول او رښتنې موخه یې څرګنده شوه چې نه یوازې مشرتابه ته، بلکې حزب ته زیان رسوي. خو په وروستیو کلونو کې هغوی په خپله حزب، مفکوره او طریقه باندې یې برید کوي. هغوی په حزب، طریقه او فکره یې، د حزب په مشرتابه، ناستو او دې ته ورته نورو کړنو باندې انتقاد کوي. او د دوی اصلي موخه، چې غواړي حزب ته زیان ورسوي، د هر هغه چا لپاره چې بصیرت لري ښکاره او په ډاګه ده... خو حزب لا تر اوسه قایم، سلامت او خالص پاته دی.

[كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا]

ژباړه: «د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي»[ابراهیم: ۲۴-۲۵]

الحمد لله رب العالمین

ګرانو ورونو او خویندو، استعمارګر کافر هېوادونه او د هغوی جاسوسان به ارام نشي هغوی به خپل مکرونه یو په بل پسې وکاروي ځکه چې د خلافت په تاسیس کې د حزب مخنیوی د هغوی لپاره داسې اړین دی لکه څرنګه چې د خلافت قایمېدل د حزب او ټولو مومنانو لپاره بنسټیزه موخه ده. د اسلام دښمنان به د حزب او خلافت پر وړاندې له خپلو مکرونو لاس وانخلي او دې ته به دوام ورکړي. که څه هم هغوی تر موږ زیات امکانات لري خو اوس هم څلور حقیقتونه دي چې موږ ته پیاوړتیا او ایمان رابښي او د فشارونو له امله او د الله سبحانه و تعالی په توفیق سره به کمزوري نشي او زموږ پیاوړتیا به لا زیاتوي او د کفارو مکرونه به د هغوی پر وړاندې ودریږي او هغوی به د تباهۍ په لور روان کړي.

«وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ» [ابراهیم: ۴۶]

ژباړه: او یقینًا هغوى خپل مكر (او فریب) ښه په كوشش سره وكړ، حال دا چې د دوى مكر الله سره دى، او د دوى مكر داسې نه و چې د هغه په وجه به غرونه زايل شي

حزب خپلې د حق مبارزې ته دوام ورکوي څو چې د الله سبحانه و تعالی په اذن سره خلافت تاسیس کړي.

دا څلور واقعیته شته:

لومړی: په ستختۍ پسې اسانی وي؛ دا خبره د الله سبحانه و تعالی په کتاب کې له یوه نه په ډېرو ایتونو کې راغلې:

[حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ]

ژباړه: «تر هغه پورې چې رسولان به نا امېده شول او هغو (خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دوى (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (، نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى»  [سورة یوسف: ۱۱۰]

دا خبره د پیغمبر صلي الله علیه وسلم له سیرت نه معلومېږي چې بریا ته د نیږدې کېدو پر وخت به سختي ډېره شوه...د ابن هشام په سیرت کې راځي:

«ابن اسحق ویلي: خدیجه بنت خوویلید او ابو طالب په یوه کال کې مړه شول، دا پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته پرله‌پسې سختۍ او مصیبتونه وو... دا پېښه له هجرت نه درې کاله مخکې وشوه... ابن اسحق وایي: الله عزوجل غوښتل خپل دین حاکم، خپل پيغمبر (صلي الله علیه وسلم) پیاوړی او خپلې ژمنې پوره کړي... پیغمبر صلي الله علیه وسلم د خزرجو له یوې ډلې سره ولیدل... پیغمبر صلي الله علیه وسلم دوی د الله عزوجل لوري ته را وبلل... دوی ومنله...»

راتلونکی کال یې د عقبې لومړی تړون وشو، بیا یې دوهم، بیا هجرت او ورپسې د دولت تاسیس... په دې توګه هڅه کوونکي او کار کوونکي مومنان چې له سختۍ سره مخ شي، د القوي، العزیز، الحکیم خدای په خوښه په دغه سختۍ پسې اساني او بریا وي. 

دوهم: الله د « دولت او قدرت » د ځایناستي کېدو او توالي ژمنه کړې،

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ]

ژباړه: «الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو»[ سورة النور: ۵۵]

پیغمبر صلي الله علیه وسلم له دغه ظالم حکومت وروسته چې موږ یې تر حاکمیت لاندې ژوند کوو، د خلافت د راتګ زېری راکړی: احمد او ابو داوود له ابو حذیفه نه روایت کوي چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»، ثُمَّ سَكَتَ

ژباړه: «... بیا به تر هغه چې د الله خوښه وي جبریه حکومتونه وي، بیا یې چې کله خوښه شي  دا به له منځ ه یوسی، بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.» بیا دی صلي الله علیه وسلم چوپ شو.

درېیم: د ځایناستي کېدو لپاره د الله سبحانه و تعالی ژمنه او د خلافت د بیا راتګ په اړه د پیغمبر صلي الله علیه وسلم زېری د الله په قدر، د دده سبحانه و تعالی په علم په لوح محفوظ کې لیکلي. ټاکلی وخت یې العزیز، الحکیم خدای لیکلی او په دې کې ځنډ نه راځي. هره ورځ چې تېرېږي ورنیږدې کېږو، ترې لرې کېږو نه؛ نو موږ د دې لپاره هڅه او هیله کوو.

څلورم: الله سبحانه و تعلی ملایکې نه رالېږي چې موږ ته خلافت تاسیس کړي، خو خدای هغو خلکو ته په دې سره عزت ورکوي چې په خپلو لاسو د خلافت د تاسیس وړتیا لري، سخت او جدي کار ورته کوي، جهد کوي او دې کار ته ژمن پاتې کېږي. حزب التحریر چې د خلافت لپاره کار کوي، که خدای کول د دې کار وړتیا او شایستګي لري. موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې موږ ته په بریا او فتحې سره عزت راکړي، چې موږ د خلافت سرتېري شو او شاهدان یې و اوسو او زموږ د اختر تکبیر د فتحې له تکبیر سره یو ځای شي.

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ]

ژباړه: «او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي د الله سبحانه و تعالی په مرستې سره»[سورة الروم: ۴-۵]

الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، لا اله الا الله، الله اکبر، و لله الحمد

وسلام علیکم و رحمته الله و برکاته

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو الرشته

د حزب التحریر امیر

۱۴۴۰ هـ ق کال د ذولحجې د لسمې ماښام چې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ له ۱۱مې سره سمون خوري

د مطلب ادامه...

حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د نړۍ مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي Featured

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو مبارکي وايي او الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه پورته کوي، ترڅو زموږ او ستاسو طاعات، عبادات، حج او قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي او د خير او برکت، نصرت او برياليتوب دروازې د اسلامي امت پر مخ باندې پرانېزي.

د قربانۍ عيد د الله سبحانه وتعالی د رضا او د اسلام د قايمولو لپاره د ابراهيمي سنتو د رسم او رواج د دوام پر بنسټ د ځان، مال او ژوندانه د تر ټولو ښو څېزونو قربانول دي. مګر له هغه ځایه چې د نړۍ د اوسني نظم رهبري د مفسدين فی الارض او د دې عصر د دجالانو لاس ته لوېدلې، هغوی د لوی اختر خوشالۍ په اسلامي خاورو په ځانګړې توګه په افغانستان کې په غميزه بدلې کړې دي.

په داسې حال کې چې د يوه مسلمان وينه الله متعال ته تر کعبې ډېر ارزښت لري، د دې پر ځای چې د مسلمان وينه د اسلام د حاکميت او سرلوړۍ لپاره تويې شي، متاسفانه د دغه امت د بچيانو وينه د امريکا د ګټو، د لاسپوڅو دولتونو د بقا او خپل منځي جګړو لپاره ضایع کيږي.

لکه څنګه چې يرغلګرو له هوا او ځمکې د افغانستان د مسلمانانو سينې د خپلو تروريستي او وحشيانه بريدونو هدف ګرځولې، د فکري او ثقافتي بريدونو په ترڅ کې يې ذهنونه د انحطاط لور ته بېولي او ځوانان او سياستوال يې لار-ورکي کړي دي. امريکا د خپلو اغوا کوونکو سياسي پروګرامونو له مخې په افغانستان کې د دايمي نفوذ په هڅه کې ده، مګر داسې ښيي چې موږ د جنګ د ختمولو او سولې د تحکيم په هڅه کې يو. حال دا چې د امريکايي سولې له منځه وحشت او جنګ اوريږي.

اسلامي امت به د عيد پرمهال واقعي خوشالي هغه وخت حس کړي چې د اسلامي مبداء او ارزښتونو پر بنسټ نوی سياسي نظم رامنځ ته شي او د مسلمانانو د ژوند په ټولو برخو کې پلی شي او داسې رهبران د قدرت پر ګدۍ کښېني چې اسلامي ارزښتونه، د اسلام تطبیق او د مسلمانانو وينې او عزت ورته سرې کرښې وي. نه دا چې شخصي، قومي، مذهبي او جغرافيوي کوچنۍ ګټې ورته سرې کرښې وي. ‌‌ان شاء الله العزیز چې د داسې ورځې راتلل لېرې نه دي، چې د امت سترګې يو ځل بيا د راشده خلافت په نور باندې روښانه شي او د امت غم لړلې ورځې د خوشالۍ او یووالي په جشن باندې بدلې شي، مګر ړوند اندي هغه لېرې بولي، حال دا چې الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

دغه مقاله د ۲۰۱۹/۷/۲۴مه د الحور‌ة وېبپاڼې له لوري د خپرې شوې مقالې د لاندې سرلیک په ځواب کې ليکل شوې ده : «حزب التحریر غواړي په سوډان کې د خلافت دولت تاسیس کړي»

  • خپور شوی په سوډان

زموږ ځواب په لاندې ډول دی:

د بابکر فیصل ورور له لوري ليکل شوې مقاله هېڅ څرګند بنسټ نه لري، ځکه چې نوموړي هڅه کړې چې پر حزب تحریر بريد وکړي او نوموړی ناسم تورونه پورې کوي. نوموړی ادعا کوي چې ګواکي د عمر البشیر پخوانی نظام یو اسلامي نظام و او دې پایلې ته رسېږي چې حزب تحریر هم غواړي کټ مټ لکه د البشیر په څېر نظام پلی کړي. وروسته پرته له دې چې موږ په حقیقت پوه شو شعارونو او د احساساتو څپو ته لمن وهي. د دې لپاره چې انصاف مو په پام کې نيولی وي موږ یې د مقالي ځواب په بشپړه توګه داسې څېړو.

ليکوال ویلي: «د سوډان د ميلیونونو خلکو غوښتنې له هغو شعارونو سره چې د آزادۍ، سولې او عدالت لپاره یې پورته کړي وو او کوڅې یې په لاریونونو ډکې کړې وې همغږې دي.» موږ په ډاډ سره ویلی شو چې کله خلک د باندې راووتل، دوی له خپلو ځانونو سره د آزادۍ، سولې او عدالت شعارونه هېڅ نه لرل، سربېره پردې چې دوی د پانګوال «...ډيموکراټيک یا ډېکټاټوري» نظام د ظلم د پلي کېدو په پایله کې لاریونونو ته اړ شوي وو.

کوم چا چې دا شعارونو له ځان سره درلودل هغه  یو مشهور سازمان دی چې د ځوانانو د انقلاب په منځ کې ننوتی و. دوی ادعا کوله چې د دې لاریونونو مشري پر غاړه لري او تر اوسه هم په همدې اړه لګیا دي خبرې کوي، که څه هم دوی پوهېږي چې لاریون کوونکي د دوی پيروان نه وو، بلکې هغه څه چې دوی یې لاریون ته اړ کړي وو، هغه د حاکم نظام ظلم و، چې موږ یې وړاندې یادونه وکړه. دوی د عدالت او ښه ژوند غوښتونکي وو. موږ ښکاره وایو چې د اسلامي نظام پرته عدالت ناشونی دی، توپير نه کوي چې ليکوال یې مني او که نه ځکه الله تعالی فرمایي:

[وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ]

«څوک چې د الله تعالی له نازل کړي قانون سره سمې پرېکړې ونه کړي، ظالمان دي» [المائده: ۴۴]

د ليکوال د وینا لپاره چې وايي: «له شک پرته حزب تحریر له پوځ (د قدرت او ملاتړ خلکو) څخه غواړي چې د خلافت نظام د تاسیس لپاره دوی ته قدرت وروسپاري. په داسې حال کې چې دا غوښتنه د پاڅون کوونکو له شعار سره چې مدني دولت غواړي مغایرت لري. د خلافت او مدني دولت اساسات یو له بل سره په بشپړه توګه مخالفت لري؛ مدني دولت پر نشنلیزم ولاړ دی او د خلافت دولت پر دین ولاړ دی او د خلافت په دولت کې غیرمسلمانان داسې انګېرې چې ګواکي دوی دوهمه درجه وګړي دي.»

د پورتنۍ وینا په لومړي سر کې حقیقت نغښتی، خو په وروستۍ برخه کې یې دوکه ښکاري. رښتیا هم مدني دولت له خلافت سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی، ځکه چې خلافت د نړۍ د ستر څښتن رب تعالی پر اصولو او قوانینو ولاړ دی، خو مدني دولت د بې لارو او ناپوهو کسانو د نفسي غوښتنو پر اساس ولاړ دی. الله تعالی د دوی په اړه ښکاره وایي:

[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُون]

[المائده: ۵۰]

ژباړه: که دوی د الله تعالی له قانون څخه مخ اړوي نو ایا دوی بیا د جاهلیت فیصله غواړي؟ په داسې حال کې چې څوک په الله تعالی باور لري، د هغوی په نزد له الله تعالی څخه غوره فیصله کوونکی هېڅ نشته.

بل ځای کې فرمایي:

[ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ]

[الجاثیه: ۱۸]

ژباړه: له دې وروسته اوس [اې پیغمبره صلی الله عیله وسلم!] موږ د دین په اړه په یوه سمه روښانه لاره (شریعت) برابر کړی یې. له همدې امله پر هماغه لاره ولاړ شه او د هغو کسانو د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه چې پوهه نه لري.

دا چې وايي غیر مسلمانان دویمه درجه اوسېدونکي دي په بشپړه توګه ناسمه ادعا ده او یوازې د خلکو منحرفول دي؛ ځکه هر څوک که هغه مسلمان وي او که غیر مسلمان چې د اسلامي دولت تابعیت ولري د اسلام ترځانګړو شرایطو لاندې له ټولو حقونو او اړتیاوو څخه خوند اخيستلای شي. د بېلګې په ډول واکمن باید غیر مسلمان نه وي، که نه تاسو غواړئ چې یو غیر مسلمان پر اسلام واکمن وي؟

 د داسې تورونو پر وړاندې د مومنانو د مشر علی رضی الله تعالی عنه او یوه یهودي ترمنځ د ډال پر سر د هغې دعوې بېلګه چې د محکمې واک یې د یوه داسې قاضي په لاس کې و چې د یهودي خوښ و خورا مشهوره ده کافي بولو.

ليکوال همدا راز ليکي: «حزب التحریر نه یوازې د دین پر اساس د دولت تاسیس غواړي، بلکې دوی په ډيموکراسۍ هېڅ باور نه لري او وایي دا یو کفري نظام دی او داسې نور...» موږ ده ته وایو، چې ډیموکراسي یو کفري نظام دی، پلي کول یې حرام دي او په دې اړه موږ ښکاره ثبوتونه لرو. مګر ليکوال چېرته دی چې داسې ثبوتونه وړاندې کړي چې ډیموکراسۍ ته جواز ورکړي او ووايي چې ډيموکراسي له اسلام سره مخالفت نه لري؟!

ليکوال بیا تکراروي: «داسې یو ملت چې د ژوند ټولې برخې یې پر اسلام ولاړې وي، یو ايډیولوژیک خیال دی» هغه دا خبره دوه ځلې تکرار کړې او په دې سره یې پای ته رسولې: «له شک پرته  حزب تحریر هم نورو اسلامي سیاسي ګوندونو غوندې دی او د خلافت د تاسیس پړاو او د حاکم د ټاکلو لپاره یو څرګند لیدلوری نه لري.))

رښتیا هم نوموړي ته عجیبه او د حیرانتیا وړ خبره برېښي ځکه چې دی له ظالم لوېديځ څخه د حل لار غواړي، حزب تحریر اسلامي ژوند د نبوت پر اساس د دویم راشده خلافت په خپل بلوري ليدلوري سره تشریح کوي او دا غلطه ادعا ده چې دا حل لاره ګواکي ايډیالوژیک خیال دی. لویه بد بختي دا ده چې د ساینس، عصریتوب، مدني دولت او نور ځلېدونکي شعارونه نه شي کولای د پانګوال ظالم نظام په چوکاټ کې د امت ستونزو ته د حل لار ومومي.

له شک پرته د دوی بدبختي له خپلې ناپوهۍ څخه سرچینه اخلي؛ که ليکوال په خپلو الفاظو ایمان لري باید د اسلامي دولت په اړه د حزب تحریر اساسي قانون د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او د نني واقعیت په اړه د شرعي قانون حل لارې لږ تر لږه یو ځل ولولي بیا کولای شي له پوهې سره سم په دې اړه خپل نظر وړاندې کړي، خو موږ یو شی ویلی شو چې انسان تل د خپلې ناپوهۍ دښمن وي! سربېره پر دې، موږ دغه ليکوال بابکر فیصل ته تر یو ځل ډېره بلنه ورکړې چې له موږ سره کېني خبرې وکړي خو هغه بیا هم په حزب تحریر خپلو برېدونو ته پرته له دې چې د حزب په اړه په څه پوه شي یوازې هغه څه چې یې زموږ په اړه  اورېدلي ادامه ورکوي!! موږ بیا هم له هغه څخه غواړو چې مهرباني وکړئ یو ځل له موږ سره وګورئ او د حزب تحریر پروژې ته نږدې راشئ او هره وړه یا ستره پوښتنه چې لرئ له موږ یې وپوښتئ، ځکه دی ادعا لري  چې مقالې یې له ګومان او شک پرته د پوهې او پېژندنې سره سمې خپرېږي.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب تحریر ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر

 رسمي ویاند

د مطلب ادامه...

د پاکستان د وسلوال پوځ زمري سره راټول کړئ چې اشغال شوی کشمیر ازاد او پر سیمه د هندي تسلط لپاره د مودي پلان تر خپلو مبارکو پښو لاندې کړي

  • خپور شوی په پاکستان

هند پر کشمیر باندې د خپلې سلطې لپاره ګامونه اخیستي؛ دغه هېواد د اګېسټ پر ۵مه د کشمیر خپلواکي د ولسمشر په یوه سخت فرمان لغوه کړه، نور ځواکونه یې سیمې ته واستول، عامه اړیکې یې پرې کړې، د خپل اشغال پر وړاندې د مقاومت پیاوړي ځایونه یې موخه وګرځول او د ۳۷۰مې مادې د ۳۵-الف بند په تر پښو لاندې کولو سره یې د هندو دولت د ځای پر ځای کېدو لارې پرانیستې. هند دولت په دې لټه کې دی چې د کشمیر د سیمې واقعیت بدل کړي، دا تخنیک لکه د فلسطین په سپېځلې خاوره کې د یهودي دولت د تخنیک په شان دی. دوی دا تخنیکونه په داسې حال کې کاروي چې د «کشمیر به د پاکستان وي» تر شعار لاندې د لسیزو مقاومت یې مات نشوای کړی؛ د دوی د ځواکونو مورال کم دی، پوځ یې د طبقاتي سیسټم په سبب د ځانوژنې پر لور روان دي، داسې وسله وال پوځ ته نه دې ورته چې د شهادت په شوق جګړه وکړي. د پاکستان حاکمان د دې پر ځای چې په کشمیر کې د هند دولت د سلطې له منځه وړلو لپاره تحرک او انګېزه زیاته کړي، لومړی پر هغو کسان برید کوي چې د کشمیري مقاومت ملاتړ کوي، هغوی ته ترهګر وايي او اوس د غربي استعمارګرو لخوا د منځګړیتوب نارې وهي، په داسې حال کې چې غرب به بیا هم د هغو کسانو پلوي کوي چې له مسلمانانو سره په دښمنۍ کې مخکښي دي، هغه که یهودي دولت وي او که هندو دولت؛ دوی به خپلې وسیلې - ملګري ملتونه او نړیوالې محکمې - وکاروي چې اسلامي امت له خپلو حقونو محروم کړي.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو!

د باجوه-عمران د بې جراته رژیم د ځانساتنې او نرمۍ پالیسي رد کړئ چې یوازې مودي په خپل شرارت کې نور هم جسور کوي. هندو دولت د کشمیر د ځمکې پر یوه لوېشت هم حق نه لري، دا ځمکه د زرګونو مسلمانانو شهیدوانو په وینو خړوبه ده. څه وخت مخکې د مودي له بریدونو ورسوته تاسو د خپلو مټو په یوه کوچنۍ ضربه هندي پوځ ووېراوه او هغه وېره یې لا په زړونو کې ده.  د شاتګ، ځانساتنې او نرمۍ ټول فکرونه لرې کړئ او په خپله وینه، اور او فولادو د کشمیر د ازادولو لپاره سره یو ځای شئ. د هند عالي کمیشنري وتړئ، غړي او کارکوونکي یې بهر کړئ او د کشمیر لپاره خپل وسله‌وال ځواکونه سره یو ځای او بسیج کړئ. اټومي وسلې مو تیارې کړئ چې مقابل لوری مو ووېرېږي او د کشمیر له سیمې نه بهر جګړه پراخه نه شي کړی. دکشمیر خلک منظم مسلح کړئ چې له تاسو سره په څنګ کې د ازادۍ لپاره جګړه وکړي. د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت (مادي ملاتړ) ورکړئ چې دا هر څه ممکن شي. دا ستاسو وخت دی چې په شرېنګړ سیمه کې د خلافت بیرغ پورته کړئ، او په دې لار کې د شهادت او بریا لپاره هڅه وکړئ. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ)

[سوره التوبه: ۱۲۳ آیه]

ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له هغو كفارو سره وجنګېږئ چې تاسو ته نژدې دي او لازم ده چې دوى په تاسو كې سختي ومومي او تاسو پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارو ملګرى دى

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الاقصی جومات: سیاسي تحلیل (د تانکرونو درول د سربازانو د سمېدلو لپاره یوه بهانه!)

له الاقصی جومات څخه د اونۍ سیاسي تحلیل

د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابوحمزه) لخوا

بیت المقدس – مبارکه ځمکه فلسطین

چهار شنبه، ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۲۸ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۳۱ مه

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ!

د مطلب ادامه...

پاکستان باید هېڅکله ځان بې اټومي وسلو نه کړي؛ ان که چلباز هندو دولت وښیي چې موږ دا کار کوو.

عمران خان زموږ د اټومي وسلو په اړه خطرناکه خبره کړې، دغه خبره باید رد شي څو د یوه خیانت د پیلېدو مخه ونیسو.   

د ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای پر ۲۴مه د فاکس نیوز خبریال «بریټ بایر» له عمران خان څخه وپوښتل: «که هند ویلي وي چې موږ به له اټومي وسلو لاس واخلو، پاکستان به دا کار وکړي؟» عمران خان نا مسوولانه ځواب ورکړ: «هو، ځکه چې اټومي جګړه زموږ انتخاب نه دی. د پاکستان او هند تر منځ اټومي جګړه په حقیقت کې د خپل ځان له منځه وړل دي.»

د پاکستان د اټومي ځواک په اړه د امریکا د اندېښنې په تړاو عمران خان بیاځلي امریکا ته په داسې څرګندونو ډاډ ورکړ: «موږ له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د خوندیتوب د اندازې هر ډول استخباراتي معلومات شریکوو.» 

پر همدغه بنسټ، د پاکستان رژیم دښمن ته د یو قوي او ګواښوونکي پیغام پرځای، په ډېرې ساده ګۍ د اټومي وسلو خلع سلاح کولو او د اټومي وسلو له منځه وړلو ته چمتوالي څرګندوي. دوی دا کار په یوه داسې محیط کې کوي چې نړیوال پوځونه پکې د پرمختللو اټومي وسلو او توغوندیو د وړتیاوو سیالي کوي.

اې د پاکستان مسلمانانو او په ځانګړي ډول سټراټیژیکو خلکو!

موږ باید دولت سخت محاسبه کړو او ترې وغواړو چې بېرته خپل ګواښوونکی او خطرناک دریځ غوره کړي. اټومي وسلو د جګړه‌مار هند د ساړه پیل او همداسې د جګړې او عملیاتو د پلانونو مخه ونه نیوله.

هند پلان لري چې د پاکستان پر وړاندې یوه نا اعلان شوې ښکاره جګړه پیل کړي. د رژیم د هیلو په اړه باید وویل شي چې د پولووانا له پېښې وروسته چې هندي هوایي ځواکونو د پاکستان پر خاوره برید وکړ او ټرمپ چې د مودي ټینګ متحد دی، په دې اړه منځګړیتوب وکړ، پر دې دلالت کوي چې امریکا د هند په خوا ده.

د هند له پوځ سره د امریکا ملاتړ دی، ځکه چې هند له امریکا سره د چین په مخالفت او په سیمه کې د مسلمانانو په ځپلو کې مرسته کوي. د تېر رژیم په وروستي کال او د باجوه-عمران د رژیم په لومړي کال کې د توغندیو د ازمویلو د درېدو په اړه هم باید د خطر زنګ ووهل شي، دوی خو اوس ځان د مودي ملګري بولي.  

همدارانګ له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول هغه موخه ده چې امریکا غواړي په افغانستان کې پاتې شي او پاکستان دا کار له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو د چارو د اسانولو له لارې کوي او دا کار زموږ د اټومې وسلې شتمنۍ ته څېرمه کېږي. نو زموږ د اټومي وسلو د پروګرام په اړه له امریکا سره استخباراتي معلومات شریکول له اسلام، پاکستان او د سیمې له مسلمانانو سره له خیانت پرته بل څه نه دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 (وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ)

«او تاسو تر خپلې وسې ډېر زیات ځواک او تیار زین‌کړي آسونه د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ چې په دې وسیله د الله پر دښمنانو، ستاسو پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هیبت راولئ چې تاسو یې نه پېژنئ خو الله یې پېژني.»[سورة الانفال ۸:۶۰]

زموږ سپڅلی او پراخ دین د دښمنانو د وېرولو لپاره د عصري پوځي وړتیاوو؛ لکه اټومي وسلو، هوایي ځواک، خفیه ټکنالوژۍ او مصنوعي استخباراتو ( استخباراتي ټکنالوژي او ماشینونه ) د لرلو امر کړی.  زموږ اټومي وسلې باید یوازې هند ته ګواښ نه وي، بلکې باید زموږ ټولو دښمنو ته ګواښ وي، که هغه امریکا ده او یهودي دولت.

زموږ پیاوړی نظامي ځواک باید یوازې له یوه دولت سره سیالي ونه کړي، بلکې موخه یې باید دا وي چې پر نړۍ باندې د اسلام د واکمنېدو د باوري کېدو لپاره د اسلام د بهرني سیاست ملاتړ وکړي.

دا یوازې د نبوت پر منهج خلافت دی چې موږ د دې وړ کوي چې د امریکا له راج نه ځان خلاص کړو، اسلامي امت یو موټی کړو او لکه پخوا چې د څو پېړیو لپاره د نړۍ قدرت وو، بیا هغه مقام ته ځان ورسوو.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾ «یوازې مومنان یو د بل وروڼه دي»

  • خپور شوی په لبنان

(ژباړه)

وروسته له هغې چې د عوني خوځښت وزیرانو د کار له وزارت سره د سوریې د مهاجرینو په ځورولو کې سیالي وکړه ... د دې خبرې په پوهېدو چې د فلسطین خلک وروسته له دې چې د یهودو دولت دوی آواره او ځمکې یې ترې غصب کړې، تر اویا کلونو ډېر وخت په لبنان کې وو، د کار وزیر په لبنان کې د فلسطین د خلکو د ځورولو لپاره بلې سیمې ته لاړ. که څه هم د ځینو خوښېږي چې دوی ته بهرنیان ووایي، خو د بشر په لاس جوړ شوو قوانینو له مخې، دوی په دغه هېواد کې د اوسېدو سند لري او بهرنیان نه دي. سره له دې چې د لبنان سیاستوال ادعا کوي چې دوی د یهودو د شتون مخالف دي، نارملایزشن نه ورسره غواړي او له مهاجرو ملاتړ کوي چې خبله خاوره بېرته ونیسي؛ خو د فلسطنیانو پر وړاندې د لبناني چارواکو کړنې، د هغوی د ادعا خلاف دي؛ هلته فلسطینیان د دوی له لوري ځورول کېږي، له لومړنیو حقونو یې بې برخې کړي او غرب خواته کډوالۍ ته یې اړباسي!

ځینې نژادپال او کینه ګر کسان د کډوالو د سپکاوي، ښکنځلو، ګواښلو، وېرولو او د شام او فلسطین د آواره مسلمانانو پر وړاندې پاروونکې ویډیوګانې خپروي. خبره ان دې حد ته رسېدلې چې اسلام، مسلمانانو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی کوي. که څه هم دا خبرې د قانون له مخې جرم دي. موږ دا قدرت نه لرو چې د جګړې جنایتکاره عاملین ونیسو چې د یوې نوې داخلي قومي جګړې لامل نه شی. په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو د وزیر خبرې او کړنې، چې مسیحیانو ته د قدرت ورکول غواړي. دوی ادعا کوي چې د اهل سنتو سیاسي فرقه پالنې دوی له دې لارې پټ کړي... ورپسې مسلمانانو ته د ځمکو د نه پلورلو او ان اجارې نه ورکولو په اړه د الحدث ښاروالۍ پرېکړې.

په حزب التحریر-لبنان کې زموږ اوسني وضعیت ته په کتو، چارواکو ته خبرداری ورکوو چې د نژادپالو او کینه ګرو له پرېکړو پیروي ونه کړي، هغه که وزیر وي، که ښاروالان او که بل څوک. باید هغه پرېکړه لیکونه لغوه کړي او د هر ډول تجاوز مخه ونیسي. هغو جنایتکارانو ته سزا ورکړي چې زموږ او مهاجرینو له دین څخه ناوړه ګټه اخلي. هغوی زموږ وروڼه او خویندې دي. موږ به چاته اجازه ورنه کړو، چې هغوی کمزوري او حمله پرې وکړي. دا خو لاپرېږده چې هغوی یې له خپل حق – کار او پانګې – څخه محروم کړي.

موږ د داخلي جګړې د راګرځولو لپاره د ځینو فتنه ګرو د هڅو په اړه خبرداری ورکوو. که په دې برخه کې غفلت وشي، نو هېڅ شی به ژوندي پاتې نه شي. موږ د لبنان مسلمانانو ته توصیه کوو، چې د بشار له جنایته خپل مهاجر شوي وروڼه مه ځوروئ او نه هم هغه کسان چې د خپلو ویاړونو او مقدساتو لپاره، د یهودي غاصب، وینه څښونکو او متجاوزینو له کبله مهاجر شوي دي. د اسلامیت پر بنسټ ورورولي زموږ د هېواد د بېلېدو له خبرو لوړه ده، په دغه هېواد کې زموږ حق له دوی نه ډېر نه دی.

د لبنان نا مسلمانانو ته وایو: تاسو باید د نژادپالو لاس راټول کړي، د اسلام او مسلمانانو د سپکاوي مخه ونیسئ، هغه که د سوریې وي که د لبنان او که د فلسطین. زموږ او ستاسو پلرونو په دې خاوره کې، له اسلامي قانونو سره سم، پرته له داخلي جګړو او شیطاني فتنو ژوند کاوه؛ دلته مسلمانانو سلګونه کاله تاسو ساتلي یئ او پام یې درته کړی...

تاسو هم د مسلمانانو په یوه داسې سیمه او ملت کې ژوند کوئ، چې د جبري حاکمیت له نظام څخه د خلاصون په لټه کې دی. هغه نظلم چې پر موږ او تاسو تپل شوی. ملت د غرب له تقسیمه وژغورئ او هغه د یوه داسې هېواد تر چتر لاندې راټول کړئ، چې د الله سبحانه وتعالی د قانون تر کنټرول لاندې دی، د ټولو خلکو چارو ته پرته له دې چې مذهب، ملیت یا ژبې ته یې وګورئ، پام وکړئ. 

اسلامي امت که د الله سبحانه وتعالی خوښه وه، دغه حالت ته د رسېدو په حال کې دی. نو د امت د حرکت پر وړاندې مه راپورته کېږئ، داسې نه چي د بایلودونکو له ډلې شئ.

د حزب التحریرـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې