ولایه سوریه: د جمعې خطبه (محمد مرسي او د رایو صندوق!)
- خپور شوی په ویډیوګانې
د استاد سامر عید د جمعې د ورځې د خطبې یوه برخه چې د ادلب په اریحا ښار کې یې وړاندې کړې وه.
جمعه ، ۱۴۴۰ د شوال ۱۸ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۱ مه
د استاد سامر عید د جمعې د ورځې د خطبې یوه برخه چې د ادلب په اریحا ښار کې یې وړاندې کړې وه.
جمعه ، ۱۴۴۰ د شوال ۱۸ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۱ مه
د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ
د ۱۴۴۰ شوال / د ۲۰۱۹ جون
د (قدرت د امت لخوا دی) تر سرلیک لاندې له ځینو ازاد شوو برخو څخه د مجاهدینو لخوا د صادر شوي بیان یوه برخه
د ۱۴۴۰ د شوال میاشت / د ۲۰۱۹ د جون میاشت
له الاقصی مبارک جومات څخه د اونۍ سیاسي تبصره
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد خطواني (ابوحمزه)
بیت المقدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)
چهار شنبه ، ۱۴۴۰ د شوال ۱۶ مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۹ مه
د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ
شیخ دوکتور محمد ابراهیم
د ولایه لبنان حزب التحریر مطبوعاتي دفتر رئیس
جمعه، ۱۴۴۰ د شوال ۱۸ م / ۲۰۱۹ د جون ۲۱مه
د مصر دولتي ټلویزیون د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۷مه د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړینې خبر خپور کړ. نوموړی له حماس سره د اړیکو لرلو په قضیه کې د محاکمې پرمهال له بېهوښۍ وروسته د زړه د حملې له امله مړ شو.
ډاکټر مرسي به د خپلو اعمالو بدله وویني، خو اوس یې دې خدای وبښي. دی هغه مهال وفات نشو چې په مصر کې یې اسلام نه پلی کاوه، بلکې د ظالم نظام لخوا له شپږ کلن بند وروسته وفات شو. یاد نظام هره ورځ د کنانه (مصر) د بچیانو وینه تویوي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه مرسي ته د نورو خلکو په څېر له دې امله بښنه نه غواړو چې د مصر ولسمشر یا د ډیموکراسۍ د لارې شهید و، بلکې له دې امله یې غواړو چې د اسلامي امت بچی و او په داسې حال کې وفات شو چې دولت یې روغتیا ته هېڅ پام نه و کړی. مرسي له زندان پرته بل ډول ژوند هم کولی شوی، خو هغه د سیسي د دولت غیر انساني زندان غوره کړ. نو له همدې امله موږ وایو؛ هغه څوک چې د حق په لټه کې وي او حق ونه مومي، له هغه چا سره برابر نه دی چې د باطل په لټه کې وي او ورته ورسېږي. اوس یې دې خدای «ج» وبښي او د هغه او نور امت پر قاتلینو دې الله سبحانه وتعالی خپل قهر را نازل کړي.
البته په محمد مرسي دې اوس خدای «ج» ورحمېږي، د هغه په مرګ سره د حل لارې د لټولو لپاره نورې لارې هم پرانیستل شوې. په غالب ګومان موږ د اخوان المسلمین له پخوانیو دریځونو څخه د راښکته کېدو شاهدان یو، ځکه د محمد مرسي په مړینه کې دعوتګرو ته د پام وړ درسونه او عبرتونه پراته دي.
لومړی خو دا چې ډیموکراسي حتا هغه کسان هم وژني چې یو وخت یې د همدې بشري ایډیالوژۍ بیراغ پورته کړی و. د دې تر څنګ ظالمانو ته تمایل او زړه ښه کول همداسې ناوړه پایلې لري او په کفري نظامونو پورې تړل کېدل نه دین او نه هم دعوت ته ګټه رسوي. موږ د داسې کسانو پایله څو ځله تجربه کړې چې په کفري نظامونو کې برخه اخلي او له دې لارې د اسلام د پلي کېدو هڅه کوي او دا حالت په اصل کې یوازې د مزدورۍ او کفر د پلي کېدو دوام دی. د دغه حالت څرګنده بېلګه په عمرالبشیر، اردوغان او مرسي کې د دوی د واکمنۍ پر مهال لیدلی شو. موږ مرسي ته نصیحت وکړ او د دغه کار له پایلو مو خبر کړ، خو هغه زموږ خبرو ته غوږ ونه نیو. الله سبحانه وتعالی یې دې اوس ګناهونه وبښي.
اې د کنانه (مصر) مسلمانانو! په محمد مرسي پورې تړلو کسانو چې د کوم مشرعیت ستاینه کوله، هغه مشروعیت اوس د ده له مرګ سره سم ختم شو. په داسې حال کې چې مرسي له ګوښه کېدو سره سم له هغه وړاندې وفات شو؛ نو تاسو باید همغه مهال ډیموکراسي رد کړې وی. ډیموکراسي هغه مشروعیت نه و، کوم چې تاسو یې په لټه کې وئ، بلکې داسې وسیله وه چې تاسو یې پرې لګیا او په دام کې راګیر کړئ. په دې سره د امریکا مزدورانو په پوځ کې خپلې پښې ټینګې کړې، ستاسو انقلاب یې غلا کړ او له همغه وخت راهیسې مو په دوامداره توګه وژني.
خو اوس هم وخت شته، خپلې انګېزې او نیتونه مو نوي کړئ او هغه غلا شوی انقلاب مو له سره پیل کړئ. له هغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړئ، چې په لاس درځي. خپل حق وغواړئ او قدرت مو د امریکا او د هغو د ګوډاګیانو له منګولو بېرته واخلئ. د پانګوالۍ د دغه خوسا نظام ریښې وباسئ او د نفوذ لارې یې بندې کړئ. غوښته او موخه مو باید دویم راشده خلافت وي، څو ستاسو په واسطه تاسیس شي او که په دې لاره کې مړه هم شئ، مرګ مو د ویاړ مرګ دی. دا هماغه رښتینی مشروعیت دی چې باید لاسته یې راوړی؛ نه هغه ډیموکراتیک مشروعیت چې غرب مو ورته جذبوي او له اسلام او دویم راشده خلافت څخه مو لرې کوي، هغه خلافت چې ستاسو بریالیتوب پکې نغښتی. هغه خلافت چې حزب التحریر یې په بشپړه توګه پلان او پروژه لېږدوي.
اې د کنانه (مصر) په پوځ کې مخلصینو! تاسو د نظام په تېروتنو او ګناهونو کې مسوول یئ. حتا که په ګناه کې ګډ نه وئ، خو د مظلومانو او غریبو خلکو پر وړاندې ستاسو چوپتیا په ګناه کې د شریک کېدو په مانا ده. قدرت ستاسو په لاس کې دی او د اسلام لپاره ګټه ترې واخلئ، ځکه له الله سبحانه وتعالی سره د سیسي په پرتله ښه اجر او بدله شته. سیسي هغه رشوت د امتیاز په توګه درکوي، چې پرې اخیستي یې یئ. تاسو یې له ځان سره ملګري کړي یئ او دې ته مو اړ کوي چې د مصر پر خلکو د روان ظلم پر وړاندې چوپ واوسئ. پوه شئ چې دا پیسې او شتمني تاسو ته هېڅ ګټه نه لري او له الله سبحانه وتعالی څخه مو نشي بې نیازه کولی. له الله سبحانه وتعالی سره ډېر ښه او تل پاتې نعمتونه دي او د دغو ناڅیزه شیانو په واسطه یې له لاسه مه ورکوئ. د دغه مزدور او لاسپوڅي نظام په له منځه وړلو کې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب کړئ. له خپلو وروڼو (د حزب التحریر له شبابو) سره لاس یو کړئ او د نبوت پر منهج یو ځل بیا خلافت تاسیس کړئ. خلافت به د مصر خلکو ته هغه څه ورکړي، چې هیله یې درلوده او د هغو لپاره را پورته شوي او سرکونو ته راوتلي وو. له دغو ټولو غوره یې لا دا چې پروردګار مو درڅخه راضي کېږي او پر تاسو به د پرښتو په مخ کې ویاړي. پروردګاره! زموږ دا غوښتنه نوره مه ځنډوې او ژر تر ژره یې پوره کړې.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[الانفال:۲۴]
ژباړه: اې ایمان لرونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایئ، په داسې حال کې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم مو هغه شي ته راوبولي چې تاسو ته ژوند دربښي. په دې پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او د همغه په لوري به راټول شئ.
د حزب التحریر ولایه-مصر مطبوعاتي دفتر
د شیخ عوده ابو قصی د جمعې خطبه
بیت المقدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)
جمعه و ۱۴۴۰ د شوال ۱۸ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۱ مه
د بدلون په راوړلو کې د حزب التحریر تګلارې په اړه خبرې اترې
د خپرونې ویاند: استاد هیثم ناصر (ابو عمر)
پنج شنبه ۱۴۴۰ د شوال ۱۷ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۰ مه
یکشنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۰ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۳ مه
د استاد بلال قصراوي پیغام
د محمد اسماعیل سوریکي (ابو تقي) د خارو سپارلو په مراسمو کې