- مطابق
ماتاز قوسمي ته:
(ژباړه)
پوښتنه:
قدرمن شیخ صاحب: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! الله سبحانه وتعالی دې درباندې ورحمیږي او ستاسو په لاسونو دې نصرت راپه برخه کړي. د اسلامي شخصیې (شخصیه اسلامیه) په لومړي جلد کې د قضاء او قدر په اړه یوه پوښتنه لرم.
کله چې د هغې دایرې د اعمالو خبره کېږي چې پر سړي مسلطه وي البته په هغه برخه کې چې د کایناتو له مستقیمو قوانینونو څخه بېله وي، د دې کتاب (عربي بڼې) په ۹۴مه پاڼه کې د بېلګو له راوړلو وروسته داسې راغلي: «له همدې امله به ده ته نه کوم اجر او نه هم کومه سزا ورکول کېږي.»
موږ څنګه کولی شو دې عبارت ته له هغه حدیث سره تطابق ورکړو چې پکې راغلي، المبطون (هغه شخص چې د ګېډې له ناروغۍ ومري) او الغریق (هغه شخص چې غرق شي) او هغه چې کور پرې را ونړېږي؛ شهیدان دي (د اخرت شهیدان)، په دې مانا چې هغوی ته به بدله (اجر) ورکول کېږي او دا اجر به ستر وي، ان که دا پېښې د انسان په خوښه او اراده نه وي رامنځته شوي. الله سبحانه وتعالی دې پر تاسې ورحمېږي. ابو حمدي فلسطین.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
زما وروره، دا موضوع د اختیاري اعمالو، ثواب او جزا تر چتر لاندې راځي؛ یعنې، کوم اعمال چې په دې دایره کې راځي سړی پرې مسطله وي. دا هغه اعمال دي چې ثواب او جزا لري، که چېرې انسان د یو حرام عمل مرتکب کېږي جزا ورکول کېږي او که چېرې یو فرض عمل ترسره کړي، نو اجر ورکول کېږي، که د الله سبحانه تعالی خوښه وي.
په همدې ډول کوم اعمال چې په هغې دایرې پورې اړه ولري چې پر سړي مسلطه وي؛ یعنې، یو څوک یې په خپله خوښه نه ترسره کوي، ځکه خو د دې اعمالو په بدل کې سزا او ثواب نه شته؛ یعنې، دا اعمال د ثواب او جزا تر عنوان لاندې نه شي راتلای، ځکه یو شخص یې په خپله خوښه نه ترسره کوي.
دا چې الله سبحانه وتعالی یو شخص ته د یوه داسې عمل چې د ده په خوښه نه وي واقع شوی، اجر او بدله ورکوي دا بېله مسله ده. دا موضوع د ثواب او جزا تر چتر لاندې نه راځي، البته دا د الله سبحانه وتعالی له لورې فضل او کرم دی. اصلي مسله همداسې ده.
له همدې امله، المبطون (هغه شخص چې د ګېډې له ناروغۍ ومري) او المطعون (هغه شخص چې په وبا کې ومري) او داسې نور. حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی دوی ته د شهادت مرتبه ورکړې ده، دوی دا اعمال په خپله خوښه د دې لپاره نه ترسره کوي چې الله سبحانه وتعالی ته ځانونه نږدې کړي، له دې کبله دوی د دې اجر مستحق ګرځي؛ یعنې، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینا برخه نه ده:
«الْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعِ مِائَةِ ضِعْفٍ وَالسَّيِّئَةُ بِمِثْلِهَا إِلَّا أَنْ يَتَجَاوَزَ اللَّهُ عَنْهَا» [البخاري].
ژباړه: حسنه (غوره اعمال) له لسو تر اوو سوو ځلې پورې اجر لري او سیئه (بد اعمال) هم همداسې، پرته له دې چې الله سبحانه وتعالی مغفرت ورته وکړي.
البته د الله تعالی فضل او کرم بیا بېل څه دي.
زه هیله لرم چې همدومره به کفایت کوي، الله سبحانه وتعالی عالم او حکیم ذات دی.
ستاسې ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته
ژباړن: سلطان ولید